پۀ ټولنيز ژوند کښې د کارکوونکو خلکو کردار – اکبر سيال

۱. پخ، اهنګر يا اينګر

پخ، اهنګر يا اينګر پۀ هنګو، کرمه او خوست کښې هغه سړي ته وئيلے شي چې د جمات خواته اور بلوي او د کلي د خلکو د پاره لور، بېلچه، کودالې، سسپارونه، تبرونه، ترښځې، سوَلي، رمبي، امبوران، چڼۍ، چړې او چاکوان، تُورې، نېزې، غشي، ټوپکې او تماچې جوړوي، سموي او تېره کوي . د دې هنرسره تړلي پښتانۀ هنرمندان ډېر لوے ارزښت لري.

“The way of Pathan” کښې James W Spain (د کتاب چاپ کال 1962) ليکي چې پۀ دره ادم خېل کښې پښتنو اينګرانو تر دغه وخته پنځۀ ميليونه (پنځوس لکه) ټوپکونه جوړ کړي او پۀ پښتنو تقسيم کړي او خرڅ کړي دي. د اينګرانو دغه کسب پۀ لر او بر پښتونخوا کښې کلي پۀ کلي موجود ؤ او اوس هم ځاے پۀ ځاے دغه کار او کسب کولے شي. دغه هنرمندان د هر قسمه نوې وسلو نقل هم کولے شي او پۀ خپله ئې هم جوړولے شي. خوا کۀ دغه وسله کلاشنکوف، توپ ټېنک، ټيټي تماچې، توغندي.

مرمۍ او دغسې نور د جنګ سامان ولې نۀ وي. د 1895 د ملاکنډ پۀ غزا کښې دغه هنرمندانو د جندول غازي عمرا خان له هم جنګي توپونه جوړ کړي وو کوم چې اوس هم پۀ مردان کښې د نمونې پۀ ډول موجود دي. خو د وخت د تېرېدو سره سره د دغه کسب اوزار او مشينان د جديد دور پۀ صنعتي وسله ساز کارخانو کښې بدل نۀ شو. کۀ چرې د پښتنو هنرمندانو دغه ارټ او کسب د نوي دور د تقاضو مطابق جوړ شوے وے نو دغه نوې کارخانې او فېکټريو به د پښتنو پۀ معاشي او کاروباري هلو ځلو کښې د قدر وړ اضافه کړې وه. دغه شان د کرکيلې د اوزارو پۀ جوړولو کښې هم پښتانۀ هنرمندان ښۀ مهارت او تجربه لري. د مردان سره پۀ خوا کښې ګوجرګړۍ کښې دغه هنرمندان دا صلاحيت او قابليت لري چې

خپل ترېشر او ټرېکټر جوړ کړي. ولې پۀ پښتنه سيمه کښې د جديد صنعتي تهذيب د نشتوالي پۀ سبب اکثر دغه کارونه پۀ لاسونو کولے شي. پښتانۀ هنر مندان لګيا دي پۀ ذاتي محنت نوي اوزار او مشينان د يو ځاے بل ځاے نه راوړي. ولې د دغه کار پۀ پرمختګ کښې د حکومت او رياست هېڅ کردار نشته. بايد پۀ دغه سيمه کښې د سټيل (وسپنې) ملونه جوړ وې؟ لۀ بده مرغه روسيانو د سټيل لويه کارخانه پۀ کراچۍ او چينيانو د وسلو جوړولو لويه فېکټري پۀ پنجاب واه کېنټ کښې جوړې کړې. د کراچۍ او پنجاب خلک د وسپنو (سټيل) پۀ دغه کار کښې هېڅ صلاحيت، قابليت او تاريخي تجربې نۀ لري. بايد سټيل مل پۀ مردان او هېوي مکېنيکل کمپلېکس پۀ دره ادم خېل کښې جوړ شوې وې. دا وخت پۀ باميان حاجي ګک سيمه کښې دوه اربه ټنه وسپنه موجود ده. چې بازاري قيمت ئې څلوېښت کهربه ډالره دے. بايد پۀ دغه ځاے کښې يو ډېر لوے سټيل مِل جوړ شي، چې يو اړخ ته پۀ کښې پۀ زرګونو خلکو ته روزګار پۀ لاس ورشي او بل اړخ ته به پښتانۀ د سټيل (وسپنې) پۀ مېدان کښې پۀ خپلو پښو ودرېږي. لۀ بده مرغه د دې لوے مقصد ترلاسه کولو د پاره نۀ خو پښتنو مشرانو څۀ غور او فکر کړے دے او نۀ ئې صنعتي معيشت پۀ اېجنډه کښې شامل دے. بل خوا پښتنو منورينو، اديبانو، صحافيانو او ليکوالانو هم دغه موضوع د نظر نه غورزولې ده او چرته پۀ اشارو کنايو کښې ئې هم پۀ دغه قومي ستونزه هېڅ خبره نۀ ده کړې. د پښتونخوا غرونه او رغونه د خام وسپنې نه ډک پراتۀ دي. بايد دغه قدرتي دولت د پښتنو د قومي ګټې پۀ کار راوستے شي. پکار ده چې زمونږ اينګر اوس پۀ يو اعلي تعليم يافته او سائنسي انجنيئر کښې بدل شي. خو د اينګر نه تر انجنيئر جوړېدو دغه عمل اولسي بېداري او قامي درد غواړي. د بدقسمتۍ نه پښتانۀ خپل کسب ګر ته پۀ سپک نظر ګوري؟ دغه سپک نظر او رويه بدلول غواړي او د ټولنيز ژوند هاغه طاقتونه، چې د سماج د ملا تير بللے شي ، خپلول، روزل او ډاډګيرنه غواړي.

۲. پدوان:

پدوان پۀ هنګو، کرمه او خوست کښې هغه سړي ته وائي چې د کلي ټول څاروي راغونډوي او څروي ئې او ماښام ئې کلي ته بېرته راولي .

۳. ماشکي :

ماشکي به هاغه سړي ته وئيلے شو چاچې به اوبۀ راوړلې .

۴. خټګر:

هاغه کس چې پۀ کلي کښې خټې تياروي او بيا ترې نه د کور چاردېوالي جوړوي.

۵. خښتهګر :

خښتهګر هغه سړي ته وائي چې د خټو نه خښتې جوړوي.

۶. پسخه ګر :

هغه کس چې د لوندو تيارو خټوڅخه دېوال جوړوي، پسخه ګر بللے شي. هرې ردې ته پسخه وئيل کېږي.

۷. جت :

“جت” پۀ کندهار او هلمند کښې هغه کس ته وائي چې ډول يا دريا جوړوي . پۀ ځينو سيمو کښې “دريا” ته “تمبل” هم وئيلے شي.

جينکۍ ډلې ډلې پيربابا له ځينه

تمبل وهينه

٨ . دلا ق :

پۀ کندهار او هلمند کښې چې د کوم مار خوړلي يا نورو ناروغيو کښې د څاروي د ښکر پۀ ذريعه وينه اوباسي ، هغه کس ته دلا ق وئيلے شي .

۹. اوښبه :

د اوښانو ساتونکي او پالونکي کس ته اوښبه وئيلے شي . د پښتنو کوچيانو، کډوالو او خانه بدوشو د ژوند سره اوښان تړلي دي . چونکه کوچيان پۀ موسم پسې پټى ګرځوي ځکه نو د اوښ سره د دوي “ياري” ضروري هم ده او مجبوري هم . د کوچيانو او کډوالو ژوند پۀ پښتني کلتور کښې بلها ارزښت لري .

مورې کوچيانو لۀ دې ورکړم

زۀ به اوښان ساتم کۀ ځان به جوړومه

۱۰. خربه:

د خرو ساتونکي او پالونکي کس ته خربه وئيلے شي .

۱۱. ګډبه :

هغه کس چې ګډې او ګډان ساتي او پالي، ته ګډبه وئيلے شي . د ګډانو اخستل، خرڅول او د دوي غوښې خوړل پۀ پښتني کلتوراو معيشت کښې جوت کردار لري .

۱۲. غوبه:

د غواګانو پالونکي او ساتونکي سړي ته غوبه وائي .

۱۳. اسبه :

داسونوپالونکي او ساتونکي سړي ته اسبه وئيلے شي .

١٤ . کُولا ل :

د خاورو خټو نه منګي، قلفۍ، چاټۍ او نور بلها رقم لوښو جوړونکي سړي ته کولال وئيلے شي . کولال ښځينه پېشه هم ده . مطلب دا چې څوک کولا لان وي د هغوي زنانه هم پۀ دغه کسب پوهېږي .

دومره زر ترې جوړ کړي يوڅۀ کله بل څۀ

تۀ به وائې زړۀ مې خټه يار کولال دے

ډاکټر خالق زيار

کولاله غونډه روپۍ واخله

د شاه لېلي پۀ منګي جوړ کړه تعويذونه

چې د کولال د کوره ووځي، بېخ دې ووځي .

نن سبادغه کسب تقريباً ختم شوے دے. اوس منګي، قلفۍ، رکېبۍ، پلېټونه او تنورونه پۀ کارخانو کښې جوړېږي . لۀ بده مرغه دغه کارخانې دپښتنو پۀ سيمه کښې دنشت برابر دي . زوړکسب پۀ نوي او جديد انداز کښې بدل نۀ شو او نۀ ورته نوي حالات او نوى ماحول راجوړشو. زاړۀ کسبونه ختمېږي او کسبګرمو ورځ پۀ ورځ د بې روزګارۍ يا پردي وطن ته د مسافرۍ او مزدورۍ ښکار کېږي.

۱۵. چميار :

چميار يا موچي هغه کس بللے شي څوک چې څپلۍ جوړولې او مرمت کولې شي. څپلۍ، پېزار يا بوټان عموماً د ځناورو د څرمنو نه جوړولے شي. زما پۀ خيال دا وخت پۀ لر او بر پښتونخوا کښې د څرمنو کارخانې څۀ خاص وجود نۀ لري. حالانکه دغه کارخانې پۀ قومي اقتصادي ژوند کښې ستر رول لوبولے شي، ځکه چې نۀ يوازې دا چې د څرمنو نه څپلۍ، پېزار يا بوټان جوړېږي، د دې نه فُټ بالونه، د ګاډو او موټرو د سيټونو پوښونه، لېدرجېکټونه او نور ډېرڅۀ هم جوړېږي. دا وخت پۀ پښتونخوا کښې د چارسدې او اوچ څپلۍ ډېرې مشهورې دي. او د دې پېزارو ډېر تکړه تکړه کاريګر هم موجود دي. بايد دغه کار اوس د لاسو پورې محدود پاتې نۀ شي او د څرمنو او پېزارو کارخانې جوړې شي. نو امکان دے چې زوړ کسب پۀ جديد انداز کښې بدل شي. ځکه چې پۀ کائنات کښې هر يو شي له زوال شته. واحد يو تغير او بدلون دے چې دا تل پاتې دے.

۱۶. دړوائي او جولا

دړوائي هغه کس ته وئيلے شي څوک چې پۀ منډيو کښې د لاسو پۀ تله ګوړې تلي. او جولا هغه هنر مند دے چې د لاسو پښو پۀ محنت پۀ کډيو کښې کپړې جوړوي. دغه او دغسې نور ډېر کارونه به باچاخان بابا پۀ خپله کول. هم دړوايتوب او هم جولاتوب. د هغۀ مطلب به دا ؤ چې پښتانۀ د کسب محنت تجارت او معشيت پۀ کارونو اموخته کړي او دوي د ټولنې دغه لويو خلکو ته احترام ولري ځکه چې هم ددغه محنت کښو د خوارۍ او محنت پۀ زور انسان ښاد اباد، پټ او موړ دے.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.