د پښتو ښونې سرکاري او اولسي هڅې نن او پرون–ډاکټر فضل الرحيم مروت

دا ليکنه شريکه کړئ

محترم مياصاحب، په سټېج ناستو مشرانو چې هغه کښې زمونږه د بره پښتونخوا يعني د افغانستان نه راغلي مېلمانۀ هم شامل دي او زما استادان هم دي ورکښې او مشران هم دي ۔ د کانفرنس جوړونکو، بهر نه راغلو۔ مېلمنو خوېندو او وروڼو! زۀ له ټولو نه اول هغه وروڼو ته سلام پېش کوم، چې کومو د ازادۍ لپاره زمونږ د دې سيمې د ازادۍ  دپاره د ځان ، د مال او قلم قرباني ورکړې ده او بيا زۀ د مشرقي پاکستان  چې اوس بنګله دېش دے، هغه شهيدانو ته سلام کوم چې کوم په 1952 کال کښې چې دا کومه ورځ نن لمانځو، د دې دپاره خپله وينه  تويه کړې ده او په خپله وينه يې نړيواله ورځ ليکلې ده ۔ زۀ هغې ته سلام کوم ۔

زما وروڼو،خوېندو خوشحال بابا وائي چې :

درست پښتون له کندهاره تر اټکه
سره يو د ننګ په کار پټ او اشکار
د لوے افغانستان څلور ادبي او علمي مرکزونه وو، بلکې دي: کابل او کندهار، پېښور او کويټه ۔ دا زۀ د لوے افغانستان خبره کوم، خو اوس موجوده کابل او کندهار په افغانستان کښې دي، چې بېل هېواد دے او پېښور او کويټه اوس په پاکستان کښې شامل دي، د دې نه مخکښې چې موجوده حکومت د مورنۍ ژبې په حقله کومې هڅې کړې دي،کوششونه ئې کړي دي، د هغې لنډ تاريخ يا جاج واخلمه او تاسو ته پېش کړمه، زۀ به دې نه مخکښې ضروري ګڼمه چې دا وکړمه چې يو تاريخي جاج هم واخلو چې دا قيصه څنګه راورسيده ۔  تروسه پورې چې دا واس موجوده حکومت کومې هڅې وکړې، کوشش ئې وکړو د دې په باره کښې ۔  دې کښې به زۀ اول هغه کسان راواخلم چې انفرادي کوششونه، شخصي کوششونه چا چا کړي دي ۔ هغې کښې مير احمد شاه رضواني صاحب و، هغه ډېر کوشش کړے دے ۔ زۀ په تفصيل کښې نۀ وايم ،هسې نومونه يې اخلمه تاسو ټول علمان او اديبان ناست يئ تاسو ته پته ده کۀ څوک هلکان وي يا محصلان دي، يا طالب علمان دي، هغې به په دې باره کښې بيا تحقيق وکړي ۔ يو مولوي احمد و، يو مفتي احمد جان، حاجي مرزا علي خان فقير اف اېپي هغه په قبائيلي سيمه کښې دې څيزونو باندې ډېر زور اچولے دے۔ بل زمونږ د تهکال نصرالله خان نصر صاحب به په سائيکل ګرځېدلو،کتابونه يې ليکلي او سکولونه يې جوړ کړي دي ۔ يو ډاکټر اورنګ شاه مانکي و ۔ دا په امريکه کښې و، دۀ په امريکه کښې 1982 کال کښې پښتون رسالې ته ډېرې چاندې رالېږلې او د دې نه علاوه دۀ يو تنظيم  جوړ کړے و “خېر خواهان افغان” دا دۀ يو تنظيم جوړ کړے و، چې لر او بر افغانانو سره کومک وکړي ۔   د دې نه علاوه په افغانستان کښې چې کومو خلکو انفرادي کوشش کړے دے، هسې خو ډېرو خلکو کوشش کړے دے خو زۀ به يو دوه درې نومونه واخلمه! يو عبدالمجيد زابلے صاحب دے بل وزير محمد ګل خان صاحب دے، ماته دلته استاد هم ناست دے، حبيب الله رفيع صاحب  هغه ماسره پي اېچ ډي کښې ډېر کومک کړے دے حبيب الله رفيع يو سړے نۀ دے، شخصيت نۀ دے دا يو مکتب دے ۔ بل زلمے هېواد مل صاحب دے، بل هغه مستشرقين اورنټلسټان دي، چې هغو د پښتو د ودې د پاره کوم کار کړے دے، هغې کښې برنارډ ډارن دے، سټيوراټ الفنسټن دے، اليګزنډر برنز دے، راورټي دے، بيليو دے، ګرېسن دے، دغه شانته اولف کېرو۔ په روسانو کښې اسلانوف دے، درپانکوف دے، ګيرس دے، عثمانوف دے او بل چې کوم جارج مارګنسټرائن دے ۔

د دې نه علاوه په هند کښې د رامپور نوابان چې کوم وو د هغو په باره کښې راورټي ليکلي دي، چې هغوي تر 1860 پورې په پښتو ژبه خبرې کولې ۔ بيا راورټي پۀ دوي کار کړے دے ،بل حافظ رحمت خان تاسو ته پته ده! يوه بله نوې خبره به تاسو ته وکړمه په کورمه ايجنسۍ کښې د  1922 نه واخله 1927 پورې تر پرايمري سبق په پښتو کښې و۔ زمونږه کورمه ايجنسۍ کښې د ( انيس سو بائيس نه  نه واخله کۀ څوک نۀ پرې پوهيږي، انيس سو ستائيس) پورې پرا ئمري سبق په پښتو کښې و، خو هلته پو ليټيکل اېجنټ چې کوم انګرېز و، هغه ډېر شوق لرلو هغه دا شے په پښتو کښې کړے و او بل انګرېزي کښې يې يو اخبار هم ويستۀ (کورم ټايمز) به يې ورته وئيل ۔ دا منګل صاحب ناست دے، کېدېشي دۀ ته معلومات وي ۔

اوس به راشو مونږه سياسي تحريکونو ته او پښتو ته، سياسي تحريکونو زما په نزد باندې پښتو ته وده ورکړې ده او پښتنو هغې ته ملاتړ ورکړے دے، تاسو د پښتنو تاريخ راواخلئ، اول به مونږ راواخلو د پير روښان تحريک ۔ د پير روښان تحريک او د هغۀ په ضد لکه اخون دروېزه بابا او پير بابا شو۔ له هغه نا پس خوشحال بابا او د هغۀ خاندان شو ۔ باچا خان شو او د هغۀ ملګري شول ۔ د ويښ زلميانو نهضت په افغانستان کښې د پښتو د پاره ډېر کار کړے ۔ بل کاکاجي صنوبر حسېن او مولانا عبدالرحيم پوپلزي تحريک وو۔ هغه ډېر کار کړے دے ۔ بل عبدالصمد خان شهيد ډېر کار کړے دے ۔ بل د پښتونستان تحريک او د هغۀ په ضد باندې چې کومې هڅې شوي دي، بيا د افغانستان انقلاب دا اوس چې کوم تېر شو۔ انقلاب،مزاحمت ورته وايې کۀ جهاد ورته وايې، کۀ جنګ ورته وايې ۔ دې کښې چې پښتو کومه وده وکړه، تاسو اديبان ټول ناست يئ! زمونږ سيمې ته نقصان رسېدلے دے خو پښتو ژبې وده کړې ده، ولې چې کتابونه،ورځپاڼې،ټي وي ګان،ريډيوګان راغلې، ډېر زيات کار شوت دے ۔

دې نه علاوه هغه ادارې او کتاب خرڅونکي چې د پښتو د پرمختګ د پاره ئې کار کړے دے، هغې کښې يو اداره اشاعت سرحد و،يونيورسټي بک ايجنسي اوس هم شته دے،دانش خپروندويه ټولنه، ساپي د پښتو څيړنيز مرکزو،افغان کتب خانه وه، تاريخ کتاب خانه ده،ګودر کتاب خانه وه ، صحاف بک ډپو، وفا دلته رائټر اف فري افغانستان و، امين صاحب  خداے بخښلي والا دې کښې ډېر کار شوے دے ۔ يو سپېدې مجله وه د پسرلي صاحب دوي والا هغې ډېر کار کړے دے، بل پښتو ادبي بورډ پېښور شو، بل پښتو کتاب ګهر دا په يو وخت کښې ډېر مشهور تېر شوي دي ۔ دې نه علاوه د افغانستان ټول پوهنتونونه او تعليمي ادارې خاص کر ننګرهار پوهنتون، کندهار پوهنتون، کابل پوهنتون او د علومو اکېډمي ۔ پېښور پوهنتون، پښتو اکېډمي پېښور،پښتو اکېډمي کوټه او پښتو ډيپارټمنټ ۔ دې نه علاوه د ادبي ټولنو او انجمنونو خبره هم ضروري ده ۔ په خېبر پښتونخوا کښې زما خيال دے تقريباً درې سوه انجمنونه او ادبي ټولنې او مرکې شته او جنوبي پښتونخوا کښې هم يو درې درځنه شته ۔ په افغانستان کښې تقريباً سلو شاوخوا ټولنې دي ۔ اوس به مونږ راشو چې حکومتي سطح باندې د پښتو د ودې دپاره کوم کوششونه شوي وو ۔

اول اول امير شېر علي خان و، دلته رفيع صاحب ناست دے زۀ به وضاحت نۀ کوم ۔ د امير شېر علي خان ورور اعظم خان هم کوشش وکړو، ولې چې هغوي سره ملګرے سيد جمال الدين افغاني صاحب و او هغه هم پخپله په پښتو باندې ډېر زور اچولو، خو د دوي حکومت ډېرې مودې پورې رانغلو تقريباً يو کال حکومت ئې و۔ هغه نه پس بيا امير شېر علي راغلو او امير شېرعلي خان سره د دۀ ناروغه وه او بيا د دې نه سيد جمال الدين افغاني صاحب وطن پرېښود، خو  په هغه وخت باندې دا شيونه چې کوم دي دا جنګي ټکي جوړ شول ۔ کابل مجله هم شروع شوه او ځنې جنګي ټکي پښتو ته راواوړېدل  لکه جنرال شو، ډګروال شو او داسې نور۔ ۔ ۔ ۔ ۔ دې نه پس امير حبيب الله خان په ؤخت باندې  (جوانانِ افغان) په  نوم سره  يو نهضت شروع کېږي،امير حبيب الله خان بيا امير امان الله خان و چې په کښې د دې سيمې خلک هم وو ۔ بيا نهضتِ مشروطيتِ ائين پرورۍ د پاره کار کيږي، چې ائين دې راشي، اساسي قانون دې راشي ۔ بيا د امان الله خان ائين راغلو په 1922 کښې ۔ هغۀ هم دا اوس د رفيع صاحب سره خبره کوله، چې هلته ورلاندې ليکلي شوي وو چې دا مونږه له پښتو نه ژباړه کړې ده ۔ ما سره پوسټرې شته د هغه وخت نوټونه هم شته په هغه پښتو ليکلې ده ۔ مطلب فارسي هم وه خو پښتو په دغه وخت کښې ډېر زور واخيستو، بل ئې پښتو مرکه هم جوړه کړه۔ په پښتو مرکه کښې ستاسو په برکت سره زمونږ د علاقو خلک هم وو او په دې وخت کښي محمود طرزي صاحب هم  په دې باندې ډېر زور اچولو، چې پښتو يا افغاني دې د افغانستان سرکاري ژبه وګرځيږي ۔ پښتو ټولنه جوړه شوه،اکېډمي جوړه شوه ،اکېډمۍ بيا د علومو په اکېډمۍ بدليږي ۔1936 کال کښې سردار هاشم خان په هغه وخت کښې وزير اعظم و، د ظاهر شاه په بادشاهۍ کښې هغه ووئيل چې درې کالو کښې دې ټوله بېروکرېسي کۀ هغه سيول وي کۀ مليټري وي، هغه دې بايد پښتو زده کړي او ولې چې درې کاله پس به مونږه خپل کلتور ته متوجې شو۔ د خپل کلتور نه به خبر شو، د خپل تاريخ نه به خبر شو، خو د هغې په ضد باندې دلته د کلکتې يو اخبار و “حب المتين” نوم ئې و د فارسۍ اخبار و، هغۀ ډېره زياته پروپېګنډه شروع کړه او بل هاشم خان پر ضد باندې انګرېزانو شامي پير راپاڅولو ۔ بيا هغه ورستو په کټواز کښې بغاوت شروع شو، په  مومندو کښې، په شينوارو کښې ۔  بيا هغه نه پس د ظاهر شاه والا قانونِ اساسي افس 1964 کښې په هغې کښې  پښتو قامي او سرکاري ژبه وګرځېدله ۔ زمونږ د سوات والي صاحب ميا عبدالودود هغه په 1937 کال کښې پښتو سرکاري ژبه وګرځوله ۔ دې نه مخکښې چې کوم ريکارډ مونږ وکتلو، ما سره  پي اېچ  ډي سټوډنټه وه چا چې په سوات باندې کار کولو، هغې هغه ريکارډ وکتلو ۔ دې نه مخکښې ريکارډ لا په فارسي کښې دے، لا په اردو کښې دے ۔ په 1937 کال پښتو سرکاري او قامي ژبه د سوات رياست وګرځوله ۔ يو بل خط صاحبزاده عبدالقيوم خان په 1935 کال  کښې ليکلے دے په هغه کښې يې تجويز پېش کړے و چې پښتو دې سرکاري ژبه شي، خو کړې يې نۀ وه خو وئيلي ئې وو۔ بيا د دې نه پس زمونږه  د باچا خان مشر ورور ډاکټر خان صاحب حکومت چې راغلو د هغه يو وزير ؤ ميا جغفرشاه صاحب کاکاخېل، هغۀ په 1937 کال کښې پښتو په پرائمري کښې د نصاب ژبه وګرځوله، خو هلته هم يوه مسئله  وه چې ډېرو کسانو خاص کر هندوانو او ځنې نورو ژبو ويونکو ورباندې اعتراض وکړو، هغو ته بيا دا اجازت ورکړو،چې کۀ تاسو بيا خپله ژبه وايئ نو خېر دے ۔ دې نه پس په 1948 کال حکومت يو ارډر (حکم) وکړو چې په پښتو ويونکې علاقې د دې صوبې پرته د کېنټ علاقو لکه بنو کېنټ، کوهاټ کېنټ، نوښار کېنټ شو په دې کښې به پښتو ژبه پرائمري لېول کښي لازمي شي،خو په هغه وخت کښې په 22 ضلعو کښې صرف په 9 ضلعو کښې پښتو شروع شوه او تراوسه پورې هغه پښتو لا شته، هغه ضلعې صوابۍ، سوات، بونېر،اپر دير،لوئر دير،مردان، چارسده،شانګله او ملاکنډ وې، دې کښې پښتو وه او اوس هم شته دے ۔ زمونږه موجوده حکومت چې راغلو، زۀ به د ټېکسټ بورډ خبره وکړم، چې مونږه څۀ چل وکړو خو د دوي په مشورې سره مو کړي وو۔ 2008 کښې مونږه راغلو دلته، مونږه  د الف بې چارټ چې تاسو کښې ډېرو ملګرو سره وي، دغه چارټ د باړه ګلۍ د سيمينار په نتيجه کښې لاس ته راغلې پښتو کښې مو چاپ کړو او بيا مې په اګست مياشت کښې د سکولونو استادانو ته ټريننګ ورکړو، مونږ په دې باندې ټريننګ ورکړے دے، مندوخېل صاحب ذکرِ خېر هم کړے و خو مقصد دا دے چې تۀ ورته وسيع ټريننګ وئيلے شې نۀ وو خو په خپل ؤخت شوے دے څو ورځې ۔ دې نه پس په ستمبر کښې مونږه لاړو د سندهـ دوره مو  وکره، د سندهـ دوره مو ځکه وکړله، چې تاسو ته به پته وي چې په پاکستان کښې په سندهـ کښې ښونه په سندهي ژبه کښې ده، خو هلته دا سرکاري ژبه هم ده خو هلته  مسائل  مونږ وکتل ۔ دلته د لرې نه چې مونږ ته څنګه ښکاري ، چې دا خو ډېر مخکښې دي او مونږه پښتانۀ ډېر شاته پاتې يو، داسې نۀ ده ۔ هلته ډېر مسائل وو په هغې باندې خبرې کېدلے شي، قيصه اوږده ده ۔ بيا داسې کار وشو چې په دغه سټېج باندې ماته يادېږي  چې د (ايم ايم اے ) حکومت و او دراني صاحب وزير اعلا و، دلته نه ئې اعلان وکړو چې پښتو به تر اتم جماعت پورې لازمي کوو، ډاکټر اعظم اعظم ئې ورته مشر کړو، کمېټي جوړه شوه خو کمېټي هغه شانې په کاغذونو کښې پاتې شوه ۔ بيا چې ماشاءالله زمونږه حکومت راغلو دغه کښې بيا داسې کار وشو چې په ستمبر کښې د پښتو ژبې د پاره کمېټي جوړه شوه او زمونږه پروفېسر داور خان داود صاحب ئې مشر شو او زۀ ورسره شومه ۔ دلته ډېر کسان ملګري ناست دي  چې د هغې کمېټۍ غړي وو۔ مونږه ورو ورو  هغه ميټنګونه کول، اتوار په ورځ مونږ ميټنګ کړے دے  او اخر کښې مونږه کېبنټ ته يوړو ۔ په کېبنټ کښې وزير اعلا صاحب  د دې فېصله وکړه او د ميا صاحب (ميا افتخار) په مشرۍ کښې ئې کمېټي جوړه کړه ۔ ميا صاحب  او مونږه بيا مشورې وکړلې ۔ دۀ به ډېر ټائم وخت راکولو، هر طرف ته مو جاج  واخيستو۔  دا کمېټي جوړه شوې د پښتو لپاره ده، خو چې مونږه هغه ټولو حالاتو ته وکتل بيا مونږه مورنيو ژبو ته لاړو ۔ مرکه مو باندې وکړله۔ دې باندې خپله هم بحث وشي، د دې په عملي کولو باندې هم پوره بحث شوے دے ۔ بل دې نه پس 2009 کښې مونږ ته وفاقي حکومت  خواست وکړو، چې تاسو کۀ چرته زمونږ د پاره د پښتو نصاب جوړ کړئ دا به ډېره ښۀ وي ۔ مونږ نصاب جوړ کړو، صرف دي ووئيل چې دا به د دې صوبې د پاره نۀ وي، دا نصاب مونږ ته وفاقي حکومت اجازت راکړو، مونږ جوړ کړو کوېټې ته مو واستولو، هلته د ډېرو لاسونو نه تېر شو، بيا هلته ورباندې ډېر پراسيس (عمل) وچلېدو او اخر ته دا منظور شو ۔ دا زۀ د اتلسم ترميم نه مخکښې خبره کوم ، د دې کوشش هم دې حکومت ته کريډټ (انعام) ځي ۔ دې نه پس په 2011 کال په مئ مياشت کښې د نصاب د نصابي کتابونو او مېنتټيننس اف سټېنډرډ (Maintenance of Standard) دغه نوټيفيکېشن (اعلاميه) حکومت وکړو۔  زمونږه اسمبلۍ منظور کړو او تاسو ته د مبارکۍ وړ دا دے چې په څلور واړو صوبو کښې دا واحده صوبه ده، چې د چا نصاب خپل دے،کتاب ئې خپل دے او  (Maintenance of Standard) يې خپل دے، بله خوشخبري دا ده، چې د دغه کال جنوري (2012) د پښتو او نورو ژبو نوټيفيکېشن تاسو ټولو ملګرو ته مونږ ووېشلے شو ۔ ميا صاحب ته دا زما درخواست دے چې دا نوټيفيکېشن دې په وسيع پېمانه باندې خور شي ۔ بله خبره دا ده، چې تاسو وئيل چې يوه اداره دې جوړه شي، د هغې هم نوټيفيکېشن شوے دے، د نوټيفيکېشن نوم دے: (The Khyber Pakhtunkhwa Promotion of Regional Languages Authority)  دا ايکټ پاس شو، دا اداره به لخېره اوس جوړه شي، دا کومه خبره چې راج ولي شاه صاحب وکړه چې  دفتري ټکي جوړول شو لا بورډونه، لا نوي ټکي لا ترجمه، لا څۀ ۔ ۔ ۔۔ ۔ اوس تاسو ته زما خواست دے چې کۀ څوک استادان يئ، لږ په دې نورو استادانو باندې زور راوړئ ۔ خلک پښتو ته په ښۀ نظر نۀ ګوري، عموماََ ډېر کسان داسې دي چې ماته وائي مروت صاحب خلک په مخ ځي او تاسو په شا روان يئ ۔ مطلب ئې دا دے چې خلک انګرېزي ته زور ورکوي، تاسو په شا روان يئ ۔ مونږه انګرېزي نۀ ده لرې کړې، اردو مو نۀ ده لرې کړې، فارسي مو نۀ ده لرې کړې، هيڅ مو نۀ دې لرې کړي ۔ مونږ پښتو مضمون له دې کاله په پښتو ويونکو ټولو علاقو کښې له (کے جي) نه واخله کچې(اول) نه واخله تر شپږم جماعت پورې د لازمي مضمون په توګه باندې وئيل کيږي ۔ کتابونه هم ورته لاړل سکولونه ته ۔ يو پينځۀ شپږ ضلعو ته لاړ دي، نورو ته روان دي او داسې يوه خوشحبري دا درکوم چې دا پرائيوېټ سکولونو باندې هم لاګو (نافذ) دے ۔ مونږ په دغه ډېر بحث کړے دے پښتو مونږ کمه کړې نۀ ده، چې څومره د انګرېزي ،اردو ژبې نمبرې دي، په نهم کښې،لسم کښې، يولسم کښې، دولسم جماعته پورې تر دولسم جماعته پورې به يو مضمون لازمي وي، کۀ څوک سائنس وائي، کۀ ارټس وائي، کۀ څوک پرائوېټ سکول کښې دے کۀ څۀ کښې دے ۔ دلته يو ملګري د (A) لېول او (O)لېول خبره وکړه، هغه چونکې زمونږه کنټرول کښې نۀ دي، ميا صاحب او مونږ به ورته وګورو چې هغه مونږه څنګه کنټرول کولے شو، خو پرائيوېټ سکولونه مونږ په کښې راوستي دي ۔ دې کښې به تاسو مونږ سره کومک کوئ کۀ د سياسي پلېټ فارم نه ئې راسره کوئ کۀ د بلې لارې نه ۔ بلکې دا دې نور ملګري هم ناست دي مونږه خپلو ملګرو ته هم وئيلي دي،کويټې والو ته ما خطونه ليکلي دي، هلته مې بورډ والا ته وئيلي دي،ټولو ته مې خواست کړے دے چې تاسو لږ مونږ سره کومک (مرسته) وکړئ کتابونه به خېر دے زۀ درکړمه، تاسو په بلوچستان يا جنوبي پښتونخوا کښې پښتو شروع کړئ ۔  ستاسو ډېره ډېره ډېره مننه، زۀ ستاسو نور وخت نۀ اخلم ،خو يو شے درته ښايمه چې کومه د اتلسم ترميم نه مخکښې چونکې زمونږه واک نۀ و خو بيا هم مونږه کوشش کړے دے، تاسو ته يو يو ښايم   مونږ د امن د پاره هم کار کړے دے، په کتابونو کښې به مخکښې دلته د وزيراعلا يا ګورنر يو بيان راتلو، خو ما ورته وليکل چې    We Want Peace) ھم امن چاہتے ہیں)  (مونږه امن غواړو) دا مونږه پښتو کښې،انګرېزي کښې او اردو کښې ليکلي دي ۔ دې نه علاوه دا وګورئ د خوشحال بابا تصوير ورسره وګورئ شاته په صفحې باندې  دا باب خېبر دے ۔ دا شانې مخکښې کتاب کښې د باچاخان ذکر چېرته نۀ و،د خوشحال بابا ذکر په کښې کم و، حاجي صېب ترنګزے په کښې شته دے، پير روښان خو بلکل څوک پېژني نۀ، دې کښې ذکر شته اوس د معاشرتي علوم کتاب دے کۀ ستاسو کومک (مرسته) راسره شامله وي، کۀ حکومت وي کۀ نۀ وي، مونږه د خپله طرف نه کوشش کړے دے، بلکې زۀ  دعوې سره وئيلے شم چې مونږه چې درې کاله کوم کار کړے دے، هغه بېله خبره ده چې پروپېګنډه به مو دومره نۀ وي هغه زمونږه پبلسټي دومره نشته دے، خو چې دا څومره کار مونږه کړے دے انشاءالله دومره به چا نۀ وي کړے ۔

يادګېرنه: دا ليکنه د ډاکټر فضل الرحيم مروت د يو تقرير تحريري شکل دے کوم چې هغوي پۀ نشترهال کښې پۀ کال 2013  يويشتمه فروري کښې د مورنۍ ژبې پۀ موقع د پوهه فاونډېشن له خوا راجوړه شوې يو ورځنۍ غونډه (د پښتو د پسماندګۍ وجوهات او د پرمختګ لار) کښې وړاندے کړے۔v

نورې ليکنې۔۔۔