پښتنه منطقه او نوے چاپېريال – مولانا خانزېب

د افغانستان خاوره همېش لپاره د بهرني يرغلونو او غوبلو “درمن ” پاتې شوے خو پۀ لنډ وخت کښې تېر دوه سوه کلن تاريخ د ډېر اړي ګړي نه ډک پاتې شوے چې پۀ نتيجه کښې د نورلسمې پېړۍ تر نيمائي نه راپۀ دېخوا د سلطنت برطانيه او افغانستان ترمېنځ درې لوے خونړي جنګونه هم د تاريخ برخه دي د دغه وخت نه تراوسه نړيوال او ګاونډي هيوادونه تل د پښتنو پۀ خاوره هېڅ د کم ډول خېر ښېګړې اراده نۀ ده راوړې بلکې هر خپل، دفاعي لغمونه او ژورتيا، لټولې پۀ خپلو وسائلو او سفارتي زور ئې يو افغان بل ته پۀ مورچه کښې کښېنولے چې نتيجه ئې دا ده چې افغانستان کله هم د خپلې خپلواکۍ استقلال او مادي پرمختګ پۀ لور پۀ دې توان کښې راغلے چې ګامونه چټک کړي نو سمدستي دغه هر څۀ “پۀ شا تلو ګئير” ورکړے شوے. کۀ شل ګامه افغانستان مخکښې تلے نو څلوېښت ګامه پۀ شا بېرته بوتلل شوے او هر څۀ پۀ وحشت دهشت بربريت مذهبي افراطیت ټولنيز اجنبيت او پۀ قامي بدبختو وربدل کړے شوي .

د اتلسمې پېړۍ پۀ نيمائي 1849 کښې چې پېرنګېانو د سيکهانو نه پېښور ونيولو نو دا د پښتنو پۀ خاوره د مترقي نړۍ د سترو زورورو ترمېنځ د يو داسې نوي دوام داره اړي ګړي شروعات وو چې پايله ئې لا نۀ ښکاري، د امو پۀ لور د روس طاقت هم د خپلو بريدونو پۀ خوا کښې دا هر څۀ ليدل او څارل. پۀ 1835 کښې امير دوست محمد خان هڅه کوله چې پېښور د سيکهانو نه واخلي خو سره د ډېرې تلوسې نه پۀ دغه هڅو کښې بريالے نۀ شو او دغه هر څۀ هسې يوه هيله پاتې شوه او امير دوست محمد خان ډېر زر د پېرنګيانو د نېغ پۀ نېغه يرغل سره مخ شو چې د احمد شاه بابا نمسے شاه شجاع د پېرنګيانو د لښکر مخې ته روان ؤ.

د پېرنګي د پښتنو خاورې ته نېغ پۀ نېغه راتګ پۀ حقيقت کښې د پښتنو پۀ خاوره د راتلونکي پۀ اړه د نړۍ طاقتونو ترمېنځ د يو نه ختمېدونکې لوبې اغاز ؤ چې پۀ تاريخ کښې پۀ “ګرېټ ګېم” سره يادېږي، دغه لوبه د دوېم نړيوال جنګ نه پس د امريکې او شوروي اتحاد ترمېنځ پۀ ساړه جنګ بدل شوه، د شوري اتحاد د ماتېدو نه پس د امریکا دننه د بريدونو نه پس د امريکې دې خاورې ته پۀ راتلو نېغ پۀ نېغه جګړه بدل شوه او اوس داسې ګنګوسې د پېښ سياسي چاپېريال پۀ رڼا کښې سياسي الهام دا کول شي چې اوس جګړه د وسائلو د نيولو او اقتصاد ده نو اوس پۀ دې منطقه کښې امريکا او چين يو بل ته د شطرنج کاڼي لاندې باندې کوي.

د دغه لوبې پۀ مېنځ کښې ښکېل پښتانۀ او دوي هېواد افغانستان ؤ او دغه ښکېلاک پۀ حقيقت کښې د دوه هاتهيانو پۀ جګړه کښې پۀ داسې حال تماميت خوړو لکه کوم حال چې د جوارو د ټانټو وي.

پېرنګي د پښتنو پۀ خاوره د پنجۍ ښخولو دوه موخې پۀ فکر کښې لرلې؛ يوه دا چې روس د اړخ نه د هندوستان پۀ لوړ د راغځېدو مخې ته يو خنډ جوړ کړي، دوېم د پښتنو قابو کول پۀ خپله ولقه کښې ساتل پۀ هندوستان د ارامه باچاهي لپاره هم لازم وو هم دغه لامل ؤ چې پۀ 1879 کښې د خپل ګوډاګي امير ېعقوب خان پۀ لاس ئې وړومبے د “ګندمک” د تړون پۀ نامه څۀ خاوره ا وشوکوله. پۀ 1891 کښې د، خوجک غرونه، سوري کړل او دوېم ځل ئې پۀ 1893 کښې د امير عبدالرحمن خان د سياسي کمزوريو نه ګټه واخيسته او د پښتنو وجود ئې د “ډيورنډ” پۀ تبر سره دوه ځاے کړو. پۀ اګست 1919 کښې غازي امان الله خان د مۍ نه جوړ جنګ کښې څۀ ګټې هم ترلاسه کړې او د شتۀ افغانستان خپلواکي او ملي هويت ئې د باور ډاډ جوړ کړو خو پۀ 1929 کښې پېرنګيان بيا وتوانېدل چې د يو ډاکو ‘بچه سقه’ حبيب الله کلکاني پۀ لاس ئې د پښتنو دغه ستر باچا دې ته اړ کړو چې خپل هېواد پرېږدي او بل وطن ته سر پناه يوسي. پښتانۀ د زمانو نه تر اوسه غېر سياسي کولے شي ځکه د غازي امان الله خان پۀ ضد هم لوبه د بل چا وه خو لښکرې د پښتنو وې او اوس دغه غېر سياسي عمل تر اشرف غني د ‘ارګ’ پورې هم دوام دار ؤ. بچه سقه درې ورځې پس د غازي امان الله خان د ورور عنايت الله خان نه واک ترلاسه کړو. بچه سقه هم ډېر زر نادر خان د مېنځه يوړو خو هغه بدبختي چې د غازي امان الله خان پۀ تشه سره مېنځ ته راغلې وه لا اوس هم وازه خوله پرته ده او دغه قامي بدمرغي پۀ تل پاتې بدبختو بدله شوې .

کۀ مونږ د افغانستان تاريخ وګورو نو دلته همېش د پښتنو باچاهان يا وژل شوي او يا دې ته اړ کړے شوي چې خپله خاوره پرېږدي. دغه راز د اشرف غني د وطن نه تلل او د افغانستان رياستي نظام ته سقوط ورکول هم کوم پۀ اول ځل نه دي بلکې دغه عمل وړومبے د غازي امان الله خان نه پس هم وشو. دوېم ځل پۀ 1992 کښې د ډاکټر نجيب الله پۀ وخت کښې او درېم ځل پۀ اوس وخت کښې د اشرف غني پۀ وخت کښې ترسره شو چې پۀ شل کاله خوارۍ جوړې ټولې رياستي ادارې او ادارتي نظام د مېنځه ګوښه کړے شو او افغانستان بيا د قرون وسطی پۀ وخت کښې پۀ ولاړ پۀ يو شړ شبړ نظامه رياست بدل کړے شو. د رياست د صدر پۀ څوکۍ ټولې نړۍ وليده چې يو عام کس د کلاشنکوف سره ناست ؤ، دا هرڅۀ د دې لپاره ښودل شو چې پښتانۀ هم داسې غېر سياسي غېر مهذب د مذهبي افراطیت ښکار لېوني خلک دي او هېڅ کومه نوې نړۍ ژوند تمدن او تهذيب نه پېژني، دوي هم داسې د وحشت مخې ته غورځېدلي ښۀ دي .

کۀ مونږ وګورو نو دوه بنيادي لاملونه داسې دي چې د هغې پۀ يووالي سره داسې بيا بيا کول شي چې افغانستان د نظام د سقوط لامل شي يو د افغانستان د پښتنو مشران هم پۀ تاريخ کښې ‘ګرم’ دي ځکه چې دوي کله هم داسې هڅه نۀ ده کړې چې د افغانستان پۀ قبائلي ساخت ولاړه ټولنه دې پۀ سياست او قامي سياسي شعور پۀ مفکوره ولاړه يو بااراده ټولنه وي بلکې پۀ دغه ټولنه غېر سياسي کولو کښې افغانان عموما او مشران ئې پۀ ځانګړې توګه پړه پۀ غاړه لري چې پۀ نتيجه کښې ټول پښتانۀ متحرک بلا اراده ګرځول شوي، دوېم لامل د نړيوالو زورور همېش د افغانستان پۀ کورنيو او بهرنيو چارو کښې د خپلو سياسي موخو لپاره دوام داره لاس وهنه او نېغ پۀ نېغه پۀ يوه بهانه او پۀ بله بهانه د پوځي لښکرو سره راتلل دي، دغه نړيوالو کۀ چرته هغه مصرفونه چې دوي پۀ جنګونو کړي د دې منطقې پۀ پرمختګ کړے وې نو شايد چې اوس افغانستان د ټولې نړۍ لپاره پۀ ‘مرۍ’ کښې نښتے هډوکے نۀ وې او ډېر پۀ چټکۍ مخې ته تلے ؤ.

نه افلاتون نه ارسطو چرته پېدا شو دلته

د هرې خوا توره ویستلے سکندر راځي

مونږ تراوسه پورې د امريکا سره د پښتنو مشران او د نړۍ د هر وخت زورور پۀ دې هرڅۀ کښې ککړ بربنډ او پړ منو ځکه چې پۀ نن وخت کښې پۀ يويشتمه پېړۍ کښې د افغانستان سره څۀ وشو او ټوله نړۍ تماشې او نندارې ته ناسته وه د افغانستان رياستي سقوط د ټوپک پۀ زور د ټولې نړۍ پۀ مخ ترخه څپېړه ده.

اوسنۍ وضعيت د دې منطقې سره د ټولې نړۍ او پۀ ځانګړي ډول د امريکا لپاره ډېر اړخونه لري او دې چاپېريال د نړيوالو او بيا د امريکا پۀ اړه ډېرې پوښتنې هم راپېدا کړي .

وړومبنۍ دا چې د امريکا له خوا د دوحه چې کوم تړون وکړے شو پۀ دې کښې د امريکا او نړۍ له خوا منل شوې د افغانستان ټاکل شوے حکومت ولې نۀ ؤ؟

دوېم دا چې چې د دوحه تړون پۀ کومو مهمو شرائطو خور کړے شوے ؤ نو پۀ هغې کښې د ،بېن الافغاني تفاهم، د لارې هرڅۀ مخې ته بوتلل وو، دغه بېن الافغاني تفاهم کوم سمندر کښې لاهو کړے شو؟

تېر وخت پۀ 1996 کښې خو طالبان د پاکستان پۀ مرسته واک ته رسېدلي وو، فقط درې هېوادونو پاکستان، سعودي عربستان، او متحده اماراتو منلے ؤ خو اوس خو طالبان نېغ پۀ نېغه د امريکا او نړيوالو پۀ مرسته راغلل، امريکا او نړۍ به دې واک ته اوس پۀ کومه سترګه ګوري؟

شل کاله پۀ افغانستان کښې د نړيوالو سره د پښتنو پۀ لکونو وينه توی شوه چې طالبان واک ته راوستل وو نو دا دومره لګښتونه او وينې د څۀ لپاره توې کړې شوې؟

د دې منطقې سره د نړۍ لويه ستونزه د تندروه فکر سره مقاومت ؤ، د زور او ټوپک د لارې د تندروه فکر غلبه جوړول او د هغې پۀ نتيجه کښې پۀ راتلونکي کښې د نورو مقامي او نړيوالو ستونزو پړه به پۀ چا وي؟

د پاکستان چاپېريال هم عموما د دغه تندروه فکر سره تړل شوے ودرول شوے. ډېر پۀ لوے کچ د دغه فکر مالي ځاني ملاتړ دے، د دغه فکر د غلبې سره به ايا د پاکستان ټولنه پۀ چاؤدېدونکي او ټولې نړۍ ته پۀ يو بل جوړېدونکي تندروه فکري خطر بدل نۀ شي؟

داسې پۀ سوونو پوښتنې پېدا دي چې بايد پورته کړې شي او د امريکا او متحدینو نه ئې بېل بېل ځوابونه وغوښتل شي .

د افغانستان د اړي ګړي اثرات د ټولو نه زيات پۀ پښتنه سيمه او بيا پۀ ځانګړي ډول د پښتونخوا پۀ نوو ضلعو قبائلي سيمو به وي. دا سیمې هم پۀ تېر وخت کښې پوځي اپرېشنو جنګونو برباد کړي، دلته پۀ صاحب الفکر او سياسي فعالينو کښې ډېرې لویې اندېښنې پېدا دي چې خداے مۀ کۀ نور مونږ د دغه اور خشاک نۀ شو ځکه چې دا سيمې تر اوسه هم د هغه زوړ نظام د اثراتو لاندې چلول کېږي او اولس پۀ خپل ژوند کښې د نوي نظام راتلو پۀ اړه ډېر کم مثبت بدلون ويني او شايد چې دا سيمې نورې هم د خپل پوځي ژورتيا لپاره داسې ځپل شوې وساتل شي .

د افغانستان ټولنه د ډېر يو لوے ازمېښت سره مخ ده، پکار ده چې د دې حالاتو نه اولسي ګټه واخيستل شي، پۀ افغانستان کښې سياسي ډلې جوړې کړې شي، اولس سياسي کړے شي، پۀ اولس کښې سياسي شعور او بېداري خوره کړې شي، ممکن ده چې پۀ دې بې خېرې کښې خداے يو لوے خېر راولي ځکه چې د افغانستان راتلونکي د خپلواکۍ سره د اولس واکي امن ټولنيز پرمختګ او جمهوريت سره تړل شوے. افغانستان پۀ شا بوتلل نه بلکې پۀ مخکښې بوتلل دي، د اشرف غني خبرې به پۀ راتلونکي کښې اولس ته ډېر ډاډ او هيله ورکوي، د افغانستان پۀ اړه د تاريخ سبق دا دې چې افغانستان خو نيول اسان خو ټينګول ئې ګران وي. د افغانستان ټولنه د واکمنو پۀ اړه ډېر زر تغير خوري، ډېر زر پاڅون کېږي، ډېر باچاهان ترې وتلي خو ډېر لکه امیر دوست محمد خان، ظاهر شاه او شاه محمود خان ورته بېرته راستانۀ شوي هم وو. زورور اولس وي ډله او وګړي ډېر کمزورې خلک وي، کۀ اولس سياسي مقاومت ته لاړ نۀ شي نو د افغانستان تاريخ ملي هويت کلتور تمدن هرڅۀ به د وېخ نه ويستل شي .

پۀ اوس وخت کښې د طالبانو د واک چې کومه سمدستي ګټه وينو نو هغه دا چې اولس به لږ د ارام ساه اخلي، چادونې او مرګونه وېرې او ترهې به کمې شي ځکه اولس دې هره ورځ مرګونو وژنو نفسياتي رنځوران کړي. دغه راز طالب تراوسه پټ مخ ؤ، اوس ښکاره شو، دا به اولس د دوي پۀ اړه ډېر جرات مند کړي ځکه چې اولس کښې ډېر زړۀ راغلے، خلق به خپل غږ کوي او دوي اوس د سماجي رسانو د برکته څوک هم نۀ شي زورلے، کۀ کوم عکس العمل ئې ورکولو، اولس ئې وژلو وېرولو نو دا هرڅۀ به ښکاره کېږي او دوي ته به نړيوالې ستونزې راځي. دغه راز دوه موخې د طالبانو مخې ته د نوي حکومت پۀ اړه دي يو دا چې خپل امارت به اعلان کړي، د جمهوريت او د اولس د رايه نه به انکار وکړي، کۀ داسې وکړي نو دوي به ډېر زر يواځې والي ته لاړ شي او ممکن به نۀ وي چې د افغانستان نظام راوچت کړي او يا اولس ته ژوند روزګار ورکړي، دا اړخ به د دوي مزل ډېر لنډ کړي، دوېم ممکن ده چې کوم ټول شموله حکومت راولي خو بيا هم د نړيوالو به د منلو پۀ اړه خپل شرائط او معيار وي چې د اولس رايه او د ټاکنو تعيين به پۀ کښې وړومبۍ خبره وي. طالبان اوس د يو لوے ازمېښت سره مخ دي، ګام پۀ ګام ورته مشکلات دي، راتلونکې وخت به زما پۀ فکر د افغانستان د اولس واکي جمهوريت او ازادۍ پۀ اړه ډېر نزدې وي، ممکن ده چې هرڅۀ د تېر څلوېښت کلن ناورين عروج وي ځکه چې نظام فطرت دا دے چې د عروج نه پس زوال وي.

 

دا هم ولولئ

پښتنه ټولنه او عدم تشدد

پښتانۀ سیاسي فعالان د قامي سياست پۀ اړه خپل يو حقيقي نظر لري، پۀ دلیل …