اداريه – اپرېل 2021ز

د ويرژنې قيصه خوانۍ نه د جاني خېل غميزي پورې

هېڅ يو د احساس خاوند د جاني خېل د هغه مور سلګۍ او فرياد نۀ شي زغملے چې د خپل ماشوم شهيد زوي پۀ اړه ئې وئيل چې ظالمانو مړ کولو نو مړ کړے به ئې ؤ خو تيږې ئې پرې ولې غورځولې؛کمر ئې پرې ولې نړولو؛ ولې ئې داسې وژلو چې د ليدلو قابل هم نۀ ؤ . دغې مور دا هم وئيل چې خپل ماشوم بچے ئې پۀ خوارو او مزدورو لوے کړے ؤ، سختې ئې ګاللې، پردي کارونه ئې کول، لوونه او د خلکو لوښي ئې وينځل خو خپل بچي ئې لويول ځکه چې خاوند ئې معذوره دے . دا صرف يوه مور نۀ ده بلکې څلور داسې نورې هم دي چې د جاني خېل پۀ دړدېدلې او بدرنګه پېښه کښې د خپلو ګلالو بچو خاموش قبرونو ته وازې سترګې او بندې خولې ناستې دي . دوي تپوس کوي چې دا چا، ولې او پۀ کومه ګناه؟؟؟ د پېښې نه زياتره ټول خلک خبر دي ځکه چې دا پېښه وړه نۀ وه، ډېره لويه وه، ډېر لوے ظلم ؤ ځکه نو د جانې خېل او بنو خلک پۀ خصوصي توګه او ورسره پښتون قام پۀ عمومي توګه ودرېدو. دوي خپل د ګلالو ماشومانو مړي پۀ مېدان کېښودل او و ئې غوښتل چې ترڅو ذمه وار پۀ ګوته شوي نۀ وي نو دوي خپل مړي نۀ ښخوي. هفته تېره شوه خو نۀ خو حکومت او نۀ عدالت دوي ته پام وګرځولو. دا خو ښۀ ده چې پۀ دې خاوره د عوامي نېشنل ګوند پۀ شان يو د خپل قام غمخوار ګوند شته چې پۀ داسې حالاتو کښې نۀ صرف د خپل قام سره ودرېږي بلکې مشري ئې کوي. ځکه نو اېمل ولي خان جانې خېل ته ورسېدو او غږ ئې وکړو چې د غمزپلې کورنيو سره دې پوره پوره انصاف وکړے شي. صوبائي صدر دا هم ووئيل چې کۀ انصاف و نۀ کړے شو نو بيا به ګوند د دې غمزپلي خاندانونو سره ولاړ وي او چې دوي د انصاف لپاره چرته هم ځي نو اے اېن پي به ورسره وي . دا هم د يادونې وړ ده چې هسې خو پۀ دې ملک کښې ډېر داسې ګوندونه شته چې ځان د اولس او بيا پۀ تېره تېره د پښتون قام نمائنده بولي خو بيا پۀ داسې وخت کښې ئې شتون پۀ دوربين هم پۀ نظر نۀ راځي . ځکه نو ټولې نړۍ وليدل چې صرف عوامي نېشنل ګوند ؤ چې د شهيدانو سره نۀ صرف ولاړ ؤ بلکې د انصاف د ترلاسه کولو لپاره ئې ورسره هرڅۀ ته غاړه هم ايښې وه . صرف دا ګوند ؤ چې پۀ سېنېټ کښې ئې دې پېښې ته پام ګرځولو لپاره تحريک التواء هم راوړو . هم دا ګوند ؤ چې کله د جاني خېل نه مظاهرچيان د اسلام اباد پۀ لور روانېدل نو د دې ګوند مشران او کارکنان ترې مخکښې وو او هم پۀ دوي د بې حسه او د کرايې د حکومت لۀ خوا شېلنګ وشو او لارې ورته وتړلې شوې . عوامي نېشنل ګوند خپل يو تاريخ لري چې چرته هم داسې څۀ ظلم کېږي نو هلته خپل اواز وچتوي خو چې خبره د خپل قام شي نو بيا هر څۀ د سياست نه بالا وي ځکه نو اے اېن پي دا پېښه نۀ صرف پۀ سختو ټکو کښې غندلې بلکې د پلټنو ئې هم کلکه غوښتنه کړې ده . لۀ بده مرغه د پښتنو سره داسې قسمه ظلمونه نوي نۀ دي . نن نه يو نوي کلونه وړاندې د پېښور پۀ قيصه خوانۍ کښې هم پۀ پښتنو يو قيامت جوړ کړے شوے ؤ چې پکښې د جمهوري حقونو پۀ غوښتونکيو ناتاره ګولۍ ورولې شوې وې، مشران، ځوانان او ماشومان پکښې شهيدان کړے شوي وو. د دغه ظلم نۀ خو کوم حکومت پوښتنه وکړه، نۀ چا بخښنه وغوښته او نۀ چا د شهيدانو د کورنيو حال معلوم کړو . صرف عوامي نېشنل ګوند دے چې هر کال دغه خپل شهيدان نمانځي او پښتون قام د خپل تاريخ نه خبر ساتي. هم دغه شان کۀ وګورو نو نن سبا ټوله نړۍ د تجارت پۀ اهميت نۀ صرف خبر ده بلکې پۀ دې مېدان کښې د مخکښې تګ لپاره خپل هر ممکن کوشش هم کوي . او بيا هوښيار ملکونه د خپل ګاونډي هېوادونو سره تجارتي اړيکې بېخي کلکې ساتي . خو لۀ بده مرغه پۀ پښتنو دا دروازې هم بندې کړې شوې دي . د افغانستان سره اوږده پوله ده چې پۀ يو شمېر ځايونو به پرې تجارت کېدلو چې ګټه به ئې د پولې دواړه غاړو پښتنو ته رسېده خو د څۀ مودې راهسې دغه لارې تړلې شوې دي . د تجارت کۀ يو خوا د معيشت سره تعلق دے نو بلخوا د امنيت سره ئې هم ورورولي ده . ځکه نو اے اېن پي د مارچ پۀ لسمه نېټه د تجارتي لارو پرانستلو لپاره تورخم ته يو لوے او تاريخي احتجاج وکړو . کۀ وګورو نو صرف عوامي نېشنل ګوند دے چې کۀ د قام سياست دے، معيشت دے، امنيت دے او کۀ پرمختګ، پۀ هر څۀ ئې نۀ صرف نظر دے بلکې د مشرۍ حق ئې هم ادا کوي.

د معيشت سمولو سامراجي ډرامې

خلک چې خپل يو وران کار سموي نو خپل کسان پکښې ولګوي او بيا ترې وخت پۀ وخت تپوس کوي چې کار څنګه روان دے . خو پۀ پاکستان کښې د يوې ادارې سره داسې عجيبه لوبه وشوه چې د حکومت پلويان هم ورته حېران دي . دا اداره کۀ مهمه نۀ وه نو بيا هم څۀ خبره وه خو دا يوه داسې اداره ده چې کار ئې پۀ ملک کښې قيمتونه کنټرول او معيشت مستحکم ساتل دي . دا اداره سټېټ بېنک اف پاکستان دے چې حکومت ئې د يو بل پۀ شکل کښې واګې د ائي اېم اېف پۀ لاس کښې ورکړې . معاشي پوهان وائي چې اوس به دا بېنک نۀ صرف دا چې ټولې فېصلې د ائي اېم اېف، ورلډ بېنک او اے ډي بي پۀ خوښه کوي بلکې حکومت له به قرضه هم نۀ ورکوي . بلکې اوس به حکومت د قرضې لپاره دغه نړيوالو مالي ادارو ته محتاجه وي او بيا د هغوي خوښه ده چې پۀ کومه شرح او پۀ کومو شرطونو قرضې ورکوي . د قانون د کومې مسودې لاندې چې دا کار شوے نو دغه بل کۀ څۀ هم کابينې ته وړاندې کړے شوے خو عجيبه دا ده چې دغه لويه مسوده صرف پۀ پنځلس منټه کښې منظور کړې شوې ده. دې سره سره دا هم وئيلے شي چې اوس به د دې بېنک د چارواکو نه څوک هم تپوس نۀ شي کولے يعنې بېخي خودمختاره به وي او د نېب، اېف ائي اے او اېف بي ار د لاسونو نه به هم ازاد وي يعنې د چارواکو نه به ئې د چا پلار هم تپوس نۀ شي کولے . اوس سوال دا پېدا کېږي چې اخر کومه داسې مجبوري ده چې دا بېنک يعنې د رياست بېنک دومره خودمختاره شو؟ ايا دا پۀ رياست کښې دننه يو رياست نۀ دے؟ ايا دې سره به معيشت د ملک لۀ لاسه و نۀ وځي ؟ بيا ځينې د حکومت تالي څټ وائي چې دې سره به دا بېنک خودمختاره شي ؛ نو سوال دا دے چې ايا ائي اېم اېف ته خپله يوه اداره ټول پۀ ټوله سپارل خودمختاري ده؟؟؟ بل هم داسې يو بل يو کال مخکښې هم مخې ته راغلے ؤ او حکومت ئې خپله مخالفت کړے ؤ نو بيا اوس ولې دا بل محترم شو؟ بله مهمه خبره دا ده چې اوس به دا رياستي بېنک د حکومت لاندې کار نۀ کوي بلکې د ائي اېم اېف پۀ هداياتو به کار کوي نو پۀ داسې کښې ايا مونږ دا طمع لرلې شو چې دا ګام به ملک لۀ څۀ ګټه ورکړي ځکه چې د ائي اېم اېف د کارنامو نه خو ټوله نړۍ خبر ده . دا هم څرګنده شوې ده چې اوس به دا بېنک د ورلډ بېنک پۀ خوښه کار کوي يعنې مطلب دا چې زمونږ مالياتي امور زمونږ لۀ لاسه ووتل . او چې داسې وشوه نو مطلب دا چې د ضروري څيزونو يعنې بجلۍ، تېل او ګېس قيمتونه به هم زمونږ پۀ لاس کښې نۀ وي او بيا به هر څۀ داسې ګران وي چې خلک به غوږونو لۀ ګوتې يوسي . لۀ بده مرغه صرف دا نه بلکې د سي پېک لوبه هم د حکومت نه ورانه ده او د ايران او چين نوې نوې اړيکې پۀ دې لړ کښې ډېرې مهمې بلکې د نورو نورو قيصو اشارې ورکوي . هم دغه شان پۀ يوه هفته کښې ئې پرله پسې د پټروليم خصوصي مرستيال نديم بابر او د خزانې وزير حفېظ شېخ پۀ دې لۀ خپلو څوکيو ګوښه کړل چې نۀ خو ئې کارونه سم کړل او نۀ ئې ګراني قابو کړه . ايا دا د عقل کار دے؛ چې يو سړي ته د ملک اهمه څوکۍ ورکړه او بيا ئې پۀ دې لرې کړه چې بس ناکامه شو . ايا دا ضروري نۀ ده چې د دغه خلکو احتساب وشي چې ولې مو د قام ورځ بده کړې ده، ولې مو قرضې زياتې کړې، ولې مو نرخونه وخېژول او ولې مو د غريب سړي خوبونه حرام کړل؟؟؟ خو دا تپوس څوک نۀ کوي ځکه چې نيازبين خان پۀ دې ډرامو خپل حکومت چلول غواړي. خو يوه خبره بېخي واضحه، څرګنده، سپينه صفا او ثابته ده چې کۀ عمران خان او حکومت ئې پۀ سر هم ودرېږي نو نۀ خو معيشت سمولے شي او نۀ ګراني قابو کولے شي ځکه چې اوس د دوي پۀ لاس کښې د هېڅ واک نشته او دا ټولې سامراجي ډرامې دي.

دا هم ولولئ

د باچاخان او ولي خان کليزه

پۀ باچاخان او ولي خان ډېر زيات کار شوے دے، ډېر پرې روان دے کېږي …