اداريه–مئي،جون،جولائي 2026

دا ليکنه شريکه کړئ

مولانا خانزېب:

اسلام چرې هم د کوم قام ژبه،کلتور او ټولنيز شناخت، د مونډه نۀ وباسي، په اسلامي تاريخ کښې د يثرب ، پرته بل کم داسې مثال نشته چې د يوې سيمې نوم مسلمانانو بدل کړے وي، يثرب نوم هم د،تب ژن، نوم له کبله د نېک فالۍ په تصور بدل کړې شوے و ۔ اسلام څوارلس سوه کاله کښې د شرق نه غرب ته رسېدلے خو هيڅ کمه سيمه کښې نه ئې ده چا ژبه ماته کړې نۀ د چا کلتور سره په جنګ شوے۔  نه د چا د سيمو د زرګونو کلونو د تاریخي نومونو سره، کم ځائې کښې که کمي بېشي وي نو د هغې په اړه د ترغيب په شکل د اصلاح عمل پاتې شوے  ۔ هم دغه راز دے چې د نړۍ د ګڼو قامونو، ژبو او کلتورونو، سره اسلام  تر د افريقا پورې روان پاتې شوې ، د پښتنو په سيمو کښې د خپلو سیمو، غرونو، سيندونو،  ښارونو،  د زرګونو کلونو ښکلي تاريخي نومونه بدلول هيڅ کم اسلامي دود نه دې دا ډول عکس العمل د اسلام د تاريخ په ضد عمل دې داسې کول د ېو قام اجتماعي حافظه او واک تروړل دي ۔د سيمو او انساني نومونو په اړه په پښتنو کښې ېوه ستره مذهبي او علمي مغالطه ده او هغه دا چې ګنې اسلامي نوم فقط عربي وي! داسې بېخي نۀ ده ځکه چې د عربۍ سره ټولې ژبې د خدائي ايات دي ۔ د  يو بد نوم د بدلولو په اړه هم اسلام او د پېغمبر خداص څومره د ګوزارې نظر دے ؟ امام بخاري وائي يو ورځ  يو سړې د پېغمبر ص خواته راغلے ،هغه ترې د نوم پوښتنه وکړه چې ستا څه نوم دے ؟ هغۀ وئيل حزن د دې نوم معنا ده سخت غمژن ، پېغمبر ص ورته وائي خپل نوم، سهل، کړه يا نرمۍ والا ۔ هغه کس وائي نه !  زه خپل نوم نۀ بدلوم دا ماله خپل پلار ايښے ، پېغمبر ص ورته هيڅ اونۀ  وئيل ۔د ‌خپل بچو د نوم په اړه د رسول الله لار ښوونه دا ده چې خوږ او ښائسته معنا والا نوم دے وي اوس چرې هم دا ضروري نۀ ده چې پخپل بچي دې څوک خامخا د عربي نوم کېدي او ېا ګنې د عربي په نوم کښې کم ثواب دے او د بلې ژبې په نوم کښې ګناه !  د عربۍ نه سېوا د بلې ژبې نوم د عربۍ نه کمه کرکه نه ده بلکې د خپلې يا بلې ژبې او د خداے د يو آېت سره بشپړ مينه کول دي ۔ ‌شرعا چې نوم ښائسته وي او معنا ئې سمه وي معلومه وي دغه د هرې ژبې نوم سم دے په قران کښې د ذکر شوو شپږ ويشت پېغمبرانو کښې د زياتره پېغمبرانو نومونه عربي نه بلکې غېر عربي دي، په اسماني څلور کتابونوکښې درې کتابه په غېر عربي ژبو کښې راغلي ۔ د پېغمبرانو زياتره نومونه عبراني، سرياني  او د آرامک ژبو دي ۔ ډېر اصحاب چې د عجمو نه راغلل ايمان به ئې راوړو پېغمبر ص ئې د خپلې ژبې نوم نۀ دے بدل کړے ۔اوس که څوک د عربې نوم ږدي يا د کم پېغمبر،  صحابي،  بزرګ يا بل اتل نوم نو هم ئې خوښه ده ټيک ده خو که څوک غېر معروف نوم ږدي معنا ئې سمه وي يا د خپلې ژبې د غر، ځنګل، اتل، بوټي، سيند، سيمې په  نوم باندې  ږدي نو هم بالکل سم دي۔  شرعا هيڅ باک نه لري ځکه چې ژبې ټول د خدائې ايات دي که عربي ده هم د خداے ايت دے او کۀ پښتو او پارسي ده د کمې ژبې سره کرکه لساني تعصب دے چې د قام پرستۍ سره ئې هيڅ اړيکه نشته ۔د پښتنو په خاوره په جومات چې څنګه د کم پېغمبر ص يا صحابي نوم کېښودل سم دي نو داسې د خپلې سيمې کم، بزرګ، اتل ، نوموړي، نوم هم کېښودل سم دي ۔ په جومات، ښوونځي، کۀ څوک د  فقير اېپې، ترنګزو باباجي ، خوشال خان خټک، باچاخان، ملتان خان، عجب خان، مولانا فضل محمود مخفی، د شېخ الهند، مولانا عزېر ګل، مولانا اسرائيل، نوم  يا د کم غر، پريغال، کېمور، شنګس، ايلم ، سپين غر، نوم کېدي نو هم بېخي سم دي ۔ زمونږ د سيمې د مسلم ليګ يو مشر شهاب الدين خان راته يو ورځ وائيل په يو زوي مې  پامير نوم ايښے په صوابۍ کښې رانه  يو ورځ يو پښتون پوښتنه وکړه چې پامير څۀ ته وائي وئيل ما ورته وئيل چې تا د صوابۍ پشان  پښتنه سيمه کښې د پامير په معنا  لا تراوسه ځان نۀ دے  پوهه کړے نو نورو پښتنو ته بېخي ګناه نشته ۔  پښتانۀ  فطرتا اسان نومونه خوښوي ډېر ګران نوم زياتره ورانوي ۔ ما پخپل يو بچي اباسين نوم ايښے ځکه د دې نوم سره زمونږ د زرګونو کلونو ريښه تړل شوې ۔  سورت حم سجده کښې وئيل شوي چې قران مې ځکه عربي ژبه کښې رولېږلو چې مخاطب عرب دي کۀ  په بله ژبه کښې وې نو بېا به وئيل شوې چې مونږ عرب  يو او کتاب په عجمي ژبه کښې دې ، ءَا۠عۡجَمِىٌّ۬ وَعَرَبِىٌّ۬‌ۗ. ۔ سورت ابراهيم کښې وئيل شوي  ژباړه ، مونږ نه دې رالېږلې هيڅ پیغمبر مګر د قام په ژبه چې خلک پوهه کړي ۔

دلته د پوهې لپاره شرط مورنۍ ژبه ګرځول ځکه چې د خپلې ژبې پرته په بله ژبه کښې پوهول ممکن نۀ وي۔ سورت روم کښې وئيل شوي  وَٱخۡتِلَـٰفُ أَلۡسِنَتِڪُمۡ وَأَلۡوَٲنِكُمۡ‌ۚ  ژباړه د ژبو او رنګونو ډېر والې د خدائې ايت دے ۔ مطلب دا چې د هر قام مورنۍ ژبه د هغۀ  قام شناخت وي دغه شناخت ته خداے خپل ايت وائي ځکه چې هم پدغه ايت دغه اولس پېژندل کېږي۔  سورت بقره کښې وئيل شوي موسی عليه السلام د بني اسرائيلو دولس قبيلو لپاره دولس چينې مقرر کړې ټول بني اسرائيل په يو چينه هم راغونډول ممکن وو خو د هرې قبيلې د خپل شناخت لپاره ورته خپل خپل ګودر جوړ و ۔ د يو ژبې دننه د تنوع هم خداے پاک دومره خيال ساتلے چې قرآن يې د عربو په مشهور اووه، ګړدودونو، کښې رالېږلی وو د دې لپاره چې د ابلاغ غوره تفهيم په اسانه اوشي.۔۔۔

د ”پښتون مجلې“ غږ:

پښتونخوا کښې دا وخت د دېرشو پورې نزدې ژبې ويونکي خلق موجود دي ۔ د پښتو ژبې پۀ شمول ټولې ژبې د زوال سره مخ دي ۔ د هغې لويه وجه د رياست پۀ اولس کښې پۀ قامي شناختونو باندې هيڅ توجو نۀ لرل دي ۔ بلکې توجو نۀ لرل خو به پۀ دې ديرش ژبو ويونکو احسان وي  خو اُلټه وخت پۀ وخت کوشش کېږي چې دغه شناختونه له مينځه يوسي ۔ ولې چې ژبه او کلتور يوازې د يو قام شناخت نۀ وي د دې سره تړلې جغرافيه او پۀ دغه جغرافيه کښې دننه وسايل هم د شناخت برخه وي ۔ کۀ چرې د يو قام ژبه او کلتور وده لرله نو لازمي ده چې دغه قام به پۀ خپله خاوره د خپل اختيار شعور خامخا لري ۔  خپلې ژبې او کلتور سره خپل تاريخ، خپل اتلان، خپل سياست هم تړلے شوے وي ځکه پۀ پښتونخوا کښې د تېرو اويا کلونو نه دغه کوششونه روان دي چې يو څوک هم د خپل تاريخ، د خپلې خاورې سياست، خپله ژبه ونۀ پېژني ۔ عوامي نېشنل پارټي د سر نه پۀ دې تکل ده چې (خپله خاوره او خپل اختيار) راوړي ۔ ځکه پۀ دغه لړ کښې خپل سياست او مبارزې  ته دوام لري ۔ پښتو ژبه کۀ څۀ قدرې ساه اخلي نو هم د خدائي خدمتګارو برکت دے چې د پښتون مجله، پۀ ازادو مدرسو کښې مشاعرې او ډرامې وړاندې کول، پۀ 1938 کښې پښتو سرکاري سکولونو کښې د نصاب برخه ګرځول ۔ پۀ دغه لړ کښې بايد د سوات د والي يا د هغه ټولو اديبانو ستاينه هم وشي چې پښتو ژبې ته ئې پۀ څۀ نه څۀ  شکل کښې وده ورکړې ده ۔

خبره د خپلې خاورې خپل اختيار ده او پۀ دغه اختيار کښې پښتونخوا کښې واړۀ واړۀ قامونه ژبې ويونکي شامل دي چې دا وخت د شناخت د بحران سره مخ دي ۔ بلکې ډېرو پکښې خپل شناخت له مينځه وړلے دے ۔ عوامي نېشنل ګوند هغه ټولو ژبو او قامونو ته د قدر پۀ سترګه کتلي دي څوک چې د دې خاورې سره تعلق لري۔

اتلسم ترميم پښتونخوا صوبې ته راوړل پۀ اصل کښې پښتنو ته د خپلې خاورې خپل اختيار ګټل نۀ وو بلکې پۀ دغې ترميم کښې کښې شامل اختيارات لاندې سطحې ته منتقل کول کور کور او کوڅې کوڅې ته  خپل حق رسول شامل وو۔ خو له بده مرغه هر څو کۀ ترميم راغلے دے د پينځلس کلونو باجود لا د پښتونخوا خلقو د دې اهميت باندې ځان قدرې هم خبر نۀ کړې شو۔

پۀ 2012 کښې پۀ صوبه کښې د عوامي نېشنل ګوند حکومت و۔ کۀ يو خوا اتلسم ترميم راغے نو بلخوا ورسره د NFC اجرا هم وشوه ۔ ولې دغه د عوامي نېشنل ګوند اخري کلونه وو هغوي ډېر پۀ تلوار سره صوبائي خودمختياري نافظ کول شروع کړل چې پکښې تر ټولو اول د خېبر پښتونخوا د ژبو فعاليت ساتل وو۔

THE KHYBER PAKHTUNKHWA PROMOTION OF REGIONAL LANGUAGES AUTHORITY ACT, 2012. (KHYBER PAKHTUNKHWA ACT NO. II OF 2012)

دغه ادارې د پاره پروپوزل او پي سي ون تيار شول مينټګونه پکښې هم وشول او سټرکچر هم تيار شو۔ د دې ادارې تر مخه به پۀ صوبه کښې ټولو ژبو د پاره خاص کار کېږي ۔ خو چې کله د عوامي نېشنل ګوند حکومت لاړو نو دغه قسمه ادارو باندې راروان صوبائي حکومتونو پښې کېښودې او نن هر څۀ پۀ تيارو کښې دي۔

دغې سره سره مورنۍ ژبې د نصاب برخه ګرځول هم يوه لړۍ پېل شوه ۔ عوامي نېشنل ګوند سره د حکومت دورانيه ډېره کمه پاتې وه دوي د پښتو ژبې سره سم پينځۀ ژبې د دولسم پورې د نصاب برخه وګرځولې ۔ او دا ئې هم ووئيل چې لا دغه نورو ژبو کښې د سکرپټ او کتاب کار برابر شي دا به هم د دې ژبو ملګرې شي ۔ خو له بده مرغه پۀ پښتونخوا د تېرو څوارلسو کلونو نه داسې وېنۀ اخته شوي دي چې د اتلسم ترميم ائيني يوه اداره هم نۀ پرېږدي البته لګيا دي کوشش ئې دے چې اتلسم ترميم رول بېک يعنې ختم ئې هم کړي ۔

د ژبو د نصاب سره سم د عوامي نېشنل ګوند بله موخه د پښتونخوا د ملاکنډ او هزارې سيمې کلتور او سېلګري بحالول وو۔ پۀ دې لړ کښې د کلتور محکمه هم بحال شوه او د سېل ګرۍ او ځنګلاتو بچ کولو د پاره پاره پلان وغوځېدو خو نن پۀ ټوله صوبه د کلتور څانګه نوم کومه اداره نشته ۔ پکار دا وه چې د کلتور اداره يعنې محکمه ثقافت د Mother Department  کردار ادا کړے وې خو دوي ډېر پۀ منظم پلان سره هغه پۀ کلتور، ارکيالوجي، يوتهـ افير او ټوور ايزم کښې ضم بلکې ورکه کړه ۔

د ژبې د ساتلو ذمه واري د رياست سره سره پۀ اولس باندې هم عايد کېږي ۔ باچا خان خو پۀ  ډاګه پښتنو ته وئيلي وو چې کوم قام خپله ژبه سپکه کړي هغه قام سپک شي ۔ نو پښتو کۀ لږه ساه اخلي پۀ دې چې شاعران اديبان ئې پۀ زوره ژوندۍ ساتي ۔ دا وخت پۀ اسلاميه کالج پوهنتون پېښور، عبدالولي خان پوهنتون مردان،  باچاخان پوهنتون چارسده او ملاکنډ پوهنتون کښې د دې د بي اېس ډګري اخستې کېږي ۔ هم دغه رنګه مذکوره پوهنتونو نه پکښې اېم فل او پي اېچ ډي هم کېږي ۔ د پښتونخوا پۀ يو شمېر کالجونو کښې هم بي اېس پښتو روان دي ۔ دغه رنګه پۀ صوبه کښې پۀ سياسي توګه د عوامي نېشنل ګوند مبارزه کښې پښتو ته وده ورکول ئې پۀ اولين ترجيحاتو کښې راځي ۔

پۀ دغه لړ کښې پښتون مجلې کوشش وکړو چې د پښتونخوا وطن پۀ ژبو او کلتورونو باندې خصوصي ايډيشن تيار کړي ۔ د مشاورتي بورډ ډاکټر سميع الدين ارمان او اغلې کلثوم ته دغه ذمه داري وسپارلې شوه چې د نورو ژبو ويونکو سره رابطې وساتې  او هم د دوي پۀ کوششونو مجله دې ځاے ته راورسېده ۔ ولې پښتون مجله د نورو ژبو ويونکو نه يوه ګيله ضرور کوي چې پښتو بشمول ستاسو د ژبو يو شان خپلې بقا له تګ او دو کوي ۔ پښتو بشمول ستاسو د ژبو پۀ ضد استعماري قوت صرف يو دے چې هغه د ټولو وجود ته خطره ده ۔  تاسو خپلو ژبو باندې ننګ وکړئ کۀ تاسو د سوات ګوجر ئې نو خپلو بچو سره خالص ګوجري کښې خبرې وکړئ مۀ ورسره پښتو کښې کوئ او مۀ اردو کښې ۔ دغه رنګه که تاسو د هزارې هندکيان يا د ډي ائي خان سرايکيان ئې نو خپلو بچو سره خپلو ژبو کښې وغږېږئ ۔ مونږ د ډېرو ژبو والو سره رابطه وکړه ورته مو ووې چې پۀ خپله ژبه کښې ليکنې راولېږئ ډېرو مشرانو ووئيل چې کۀ اردو کښې ممکنه وي راوبه لېږو ولې اردو د دې مجلې د پاليسۍ پۀ ضد تله مونږه هغه مضامين چاپ نۀ کړې شول چې د کومې ګيله هم کوو او بخښنه هم غواړو۔  د پښتونخوا ټولې ژبې زمونږ دي او مونږ ټول د پښتونخوا يو ۔ کۀ پښتانۀ د خپلې خاورې خپل اختيار او خپل شناخت خبره کوي نو تاسو ته هم پۀ خپلو وسايلو د خپل اختيار حق حاصل دے او بايد پښتانۀ تاسو سره پۀ دغه حق کښې ودرېږي ۔

نورې ليکنې۔۔۔