اداريه–ستمبر 2026

دا ليکنه شريکه کړئ

د اسلام اباد نه يوې ارکټکچرې روېده حمايت پوښتنه وکړه چې ما د ټول کال د پښتون مجلې واخستې اوس ئې پۀ مزه مزه لولم ۔ خو دې کښې خو صرف د غم خبرې دي ۔ مونږ سره دسپيناوي هيڅ کوم دليل نشته صرف او جي بالکل باندې خبره راټولېږي ۔ خو رښتيا هم دا دي چې د مولانا خانزېب نه راونيسه پۀ سوات او بونېر راغلي سېلابونه، د باجوړ فوځي اپرېشنونه، پۀ جنوبي ضلعو کښې د طالب اجاره داري، د بر وطن کډوال پۀ اذيت سره پۀ کړنګ ژمي کښې وطن ته لېږل، د وسايلو اختيار وفاق ته حواله کول او اوس د پښتونخوا وطن د شُوک شُوک کولو روانې خبرې داسې واقعات دي چې هغه د خوشحال خان خټک شعر دے :

لا يو شور راځنې لاړ نۀ وي بل راشي
جوړې زۀ پېدا پۀ ورځ د شور او شر يم
دغه شر دې له راغلے دے چې د کراچۍ نه اواز پورته شي د ملک نظام ولاړ دے پښتونخوا دې نوې صوبې شي، د پنجاب اشرافيه اواز پورته کړي پۀ پښتونخوا کښې ګورننس ناکامه دے هلته دې نوې صوبې جوړې شي ۔ پۀ پنجاب کښې مېشته د هزارې هغه اوسېدونکي چې د استعماري قوتونو دلالي کوي د هزارې صوبه غواړي خو د عوامي نېشنل ګوند نه ئې د کرکې پۀ صورت کښې غواړي ۔ پۀ داسې حال کښې د پښتون وطن تمام سياسي ګوندونه يا خو خاموشه دي يا ئې پۀ خلۀ لاس دے او يا لکه د تحريک انصاف پۀ سټامپ راغلي واکدار دي چې پۀ هر صورت پښتونخوا او د پښتونخوا وطن وسايل په پلېټ کښې ډالۍ پېش کوي ۔ او کۀ خبره کوي نو هغه د پښتو د شعر هغه مصرعه ده چې :

ټول خلق چُپ وو او خبره لېوني کوله
يو عوامي نېشنل ګوند دے چې دغه سختو ته پۀ خالي لاسونو مخامخ دے ۔ خالي لاسونو ځکه وايم چې دا وخت دغه قسمه قراردادونه کۀ پاس کېږي نو پۀ پارليمان کښې پاس کېږي او پښتنو پارليمان ته ګوډاګي،سوداګرا و دلالان لېږلي دي ۔ يو خوا عوامي نېشنل ګوند پۀ صوبه کښې نثار باز پۀ يو سر لري او بل خوا پۀ سېنټ کښې اېمل ولي خان پۀ يو سر لري ۔

عوامي نېشنل ګوند پۀ دې حواله د مرکزي کونسل اجلاس راوغوښت او پۀ سخته ئې د دې خبرې غندنه وکړه چې د پښتونخوا تقسيم پۀ يو صورت نۀ منو۔  همدغه رنګه د خېبر پښتونخوا پۀ اسمبلۍ کښې نثارباز يو قرارد وړاندې کړو چې د هغې لنډيز پۀ دا ټکو کښې دے ۔

” د عوامي نېشنل ګوند صوبائي ممبر نثار باز خان پۀ صوبائي اسمبلۍ خېبرپښتونخوا کښې د صوبې د تقسيم پۀ ضد باندې قرارداد جمع کړو۔

د پاکستاني فيډريشن دننه پښتونخوا يو قامي وحدت دے کوم چې پۀ باقاعده توګه باندې د وفاق د اکائۍ برخه ده ۔ د صدو صدو تاريخ، روايات، کلتورونو، ژبو او شريکه جغرافيه د دې ځاے د معاشي مفاداتو شريکه برخه ده ۔

د پښتونخوا صوبې پۀ خاوره باندې د زرګونو کلونو نه يوناني، باختري، ګندهاري او اسلامي تهذيبونو خپل اثرات پرېښي دي کوم چي د دې ځاے د خلقو پۀ اقدار کښې صفا پۀ نظر راځي ۔

د يو قومي وحدت پۀ حېث باندې خېبر پښتونخوا د پاکستان د فيډرېشن د وفاقي اکائۍ يوه خصوصي برخه ده ۔ دا يو تاريخي او سياسي حقيقت دے چې کۀ هم دې اکائيو پۀ شريکه او ګډ جوړ سره وفاق ساز کړے دے او بيا د بنګال د سقوط نه پس هم دغه صوبې رايوځاے شوي دي او پۀ رضا ئې د 1973 ائين پۀ وجود کښې راوستے دے ۔

پۀ ګرده نړۍ کښې چې څومره هم ملکونو قامي وحدتونه تسليم کړي دي نو پۀ ائيني توګه ئې د هغوي ثقافتي، تاريخي او ژبني حقيقتونه تسليم کړي دي او دوي ته ئې د خودمختارې حکمرانۍ حق وربخښلے دے د کومې پۀ وجه چې ورځ پۀ ورځ دغه ملکونه ترقي هم کوي او خوشحاله ژوند هم تېروي ۔ د مثال پۀ توګه باندې اسټريليا،سويټزرلېنډ،کنېډا، جنوبي افريقه، فيډرل ريپلک اف جرمني او ځنې ګاونډي ملکونه زمونږ پۀ وړاندې دي ۔کۀ چرې د اتلسم ترميم نه پس دا ترميم مکمل عملي شوے وے نو نن به حالات مکمل بدل و۔

يو ډېره اهمه ائيني نکته چې هغه پۀ دې بحث کښې نظر انداز کېږي هغه دا چې د پاکستاني فيډرېشن ائيني ډهانچه او عمراني معاهده پۀ دريو ستنو باندې ولاړه ده ۔ چې وړومبۍ جمهوريت، دوېمه وفاقيت او درېم بنيادي انساني حقونه ۔ پۀ دې کښې کۀ کومه ستن هم چېړلے کېږي نو د نوې عمراني معاهدې ضرورت به راپېښېږي او دا به د رياست پاکستان د پاره د يوې حادثې نه کم نۀ وي ۔ پۀ برطانوي دور کښې پۀ دې غرض د پښتونخوا وحدت پۀ څو حصو کښې تقسيم شو چې دوي پۀ يو حالت هم سياسي زور ونۀ لري او کمزوي شي او چې د برطانوي استعمار د پاره د خطرې کومه وجه ونۀ ګرځي ۔ د دې ځايه دې وسايل وتروړلې شي چې دلته د غربت او د لوږې راج قايم شي ۔ او د پېدکړې شوې اشرافيې پۀ زور دوي د مټ د لاندې وي او دې سيمه کښې ئې پۀ داسې حالت کښې وساتو چې د جنګي کاروبار ذريعه مو وګرځي ۔

د يو اوږدې سياسي مبارزې نه پس د پاکستان وفاقي نظام دننه د دې يو حصه د خېبر پښتونخوا پۀ نوم باندې د وفاق د اکائۍ پۀ توګه باندې تسليم شوه ۔ خو د اول ورځې نه شناخت د مجروح کولو، د خودمختارۍ د ختمولو او د وسايلو د تروړلو شازشونه روان دي ۔ مونږه پۀ پوره يقين سره وايو چې د پښتونخوا مزيد د تقسيم سازش د (ګوډ ګورننس) د پاره نۀ دے روان د کومې چې ډنډوره غږولې کېږي ۔ بلکې د اېن ايف سي فارموله ريورس کول، اتلسم ائيني ترميم ختمول، پۀ توانائۍ، ابي وسايلو او معدنياتو باندې د قبضې کولو يو کوشش روان دے ۔د دې پۀ شا باندې يو کوشش دا هم روان دے چې د قومونو تاريخي، تهذيبي، ثقافتي او لساني جغرافيائي شناخت ختم کړې شي ۔ (ښۀ ګورننس) د پاره ضروري ده چې اول پۀ اين اېف سي اېوارډ باندې عملدرامد وشي ۔ او د دې لږه غوندې حصه هم کۀ وفاق پۀ خپلو اکايانو باندې تقسيم کړي او دغه فنډ د صوبائي فنډ کمېشن (PFC) د لارې کۀ صوبو ته ورسي د کومه ځايه چې وسايل اخستې کېږي او منصفانه تقسيم ئې وشي ۔

د فعال او با اختياره مقامي ضلعي حکومتونه دي پۀ وجود کښې راولي ۔ دوي ته دې زيات نه زيات اختيارات ورکړي چې پۀ لاندې کچ باندې پۀ حقيقي معنو کښې اختيارات منتقل شي ۔ دې سره به د اولس پۀ خدمت کولو کښې بهتري راشي ۔ خو د افسوس خبره دا ده چې پۀ دې باندې تر ننه هيڅ قسمه عمل نۀ دے شوے ۔ پۀ دې وجه باندې مونږه دا قرارد وړاندې کوو۔ چې خېبرپښتونخوا د پاکستان د وفاق اکائي ده دا پۀ هيچ صورت باندې د دې د ماتولو يا تقسيم کولو کوشش ونۀ شي ۔ هزار د پښتونخوا ناقابل تقسيم برخه ده کومه چې پۀ تاريخي، کلتوري او تهذيبي توګه باندې د پښتونخوا يوه مهمه برخه ده ۔کۀ چرې د دې کټ کولو کوشش وشو نو ذمه داري به ئې نتايج به ئې ډېر غلط راوځي او ذمه دار به ئې د دې دغه څوک وي چې دا عمل کول غواړي ۔ د پښتونخوا پينځۀ کروړه اولس د خپل پلارني ټاټوبي او مورنۍ خاورې پۀ تاريخي شناخت، حقونو او وسايلو باندې هيڅ قسمه سمجهوته نۀ کوي ۔ مونږ د دې خاورې د صدو نه وارثان يو او د دې د تحفظ د پاره تر هر حده پورې تلو ته تيار يو۔ ځنې خلق پۀ پنجاب کښې ناست دي او زمونږ د صوبې د تقسيم خبره کوي دا فېصلې دې هرګز نۀ کوي، د پاکستان پۀ دستور کښې دننه د ارټيکل 1 او ارټيکل 239 تر مخه شق 4 دې نۀ نظر انداز کوي ۔”نثار باز خان عوامي نېشنل پارټي ممبر صوبائي اسمبلي خېبر پښتونخوا“

نورې ليکنې۔۔۔