اګي وال (خاکه) – ګل محمد بېتاب

کۀ د هغۀ د نوراني څهرې، تېر عمر او سپينې ږېرې خاطر مې نۀ کولے نو غوټه به مې دا فېصله بلکې فتوه کړې وه چې د وژلو دے. مړه نو داسې خبرې څوک کوي لکه دا ظالم ئې چې کوي. منم چې رښتيا به وائي خو هره خبره د کولو نۀ وي ولې مجال دے کۀ دا بنده د چا څۀ لحاظ خاطر وکړي. اے بس داسې وګڼئ چې د خلې پرتوغاښ ئې نشته. ځکه نو د ځان پۀ شمول د هر چا عېبونه لکه د فضائيلو بيانوي او دا ګمان کوي کۀ دا خبره مې ونۀ کړه نو غاړه به مې بنده شي. دغه وجه ده چې د دوستانو سره سره پۀ کلي علاقه کښې مخالفين هم لري. يو حديث شريف کښې راغلي دي چې افضل جهاد د جابر حکمران پۀ وړاندې د حق کلمه وئيل دي. نو دے حق خبره خو بېشکه کوي ولې زيات تعلق ئې د زوراورو پۀ ځاے د کمزورو سره دے نو پۀ کمزورو ښۀ مضبوط جهاد کوي چې زياتره شاعران او اديبان دي. هغوي خواران رقيبانو، غمازانو، هجران، د دلبرو بې وفايو، محرومو، بې وسو او د مينې تاو وهلي وي چې د پاسه پرې دے راکېږدي، هغه د چا خبره څۀ رب وهلي وي او څۀ ئې دا عبدالرب ووهي.

يو ملګري را ته خبره کوله چې زمونږ پۀ کلي علاقه کښې ئې د چا سره ورانه راغلې وه. پۀ دوېم ځل چې پۀ کښې وهل ټکول وشول نو د خاندان ټول کسان مو راجمع شول او صلاح مو کوله چې دوېم ځل ئې مونږ سره زياتے وکړو نو دا ځل ئې داسې نۀ پرېږدو او ښۀ سم وهل غواړي نو دې کښې زمونږه يو بزدل تربور ووې چې تاسو هرڅۀ کوئ خو زۀ ورله زنانه او ماشومان وهم. مونږه ورته ووې چې دا بې پښتو کار دے. دا خو لا د څوک څپېړې جنګ جګړه ده. پۀ دښمنۍ کښې هم څوک پۀ ماشوم او زنانه لاس نۀ وچتوي خو هغه پۀ خپله خبره کلک ؤ. يو مشر ورته غصه شو وې بس داسې ووايه چې بزدله ئې توره درکښې نشته خو مجال دے کۀ هغه تربور مو خپله پړه منلې وه. بس پۀ اخره هغه ووې او ټيک ده . پۀ ښځو او ماشومانو لاس وچتول د هر چا کار نۀ دے دا زما غوندې د کلک او سنګين زړۀ واله سړي کار دے.

ما به کله کله سوچ کولو چې دے د دومره سپينو سپينو خبرو کولو سره خلقو څنګه برداشت کړے دے خو وروستو راته معلومه شوه ډېر د کار سړے دے او منم چې خبره به ئې وچه کلکه وي خو پۀ شا ئې د دۀ روغ نيت ښکاره وي. زمونږ علاقه کښې يو سړے ؤ چې مشهور غل ؤ خو هرکله چې به ونيولے شو نو يوه رنګينه بهانه به ورسره تياره جېب کښې پرته وه او ورسره به ئې دا ضرور وئيل چې نيت مې ښۀ ؤ. لکه يو ځل ئې پردي غنم رېبل چې مالک پرې راغلو او پۀ موقعه ئې د شپې ونيولو نو ورته ئې ووې غصه کېږه مۀ. دا غنم دې پاخۀ وو او زما مزدوري نۀ وه نو ما وې بل چا له به ئې پۀ لو ورکوي راشه تۀ ئې ورېبه. بل ځل ئې د چا د رېبلو جوارو نه د شپې وږي ماتول چې مالک ئې ګېر کړو نو ورته ئې ووې نيت مې ښۀ ؤ. هسې به دې هم جوار پۀ چا سپينول او لا د ورځې به مو چاے ډوډۍ هم ورکوله. زۀ ئې سپينوم خو هغه د پټي مالک ورته ووې خانه نيت دې ښۀ دے خو کار دې خراب دے.

نو دۀ نه هم کله کله پۀ ښۀ نيت کښې کار خراب شي. هسې کله کله ئې ورسره نيت هم خراب شي خو خپله نېک نيتي او بدنيتي بېخي نۀ شي پټولے.

دے چې دا سپينې سپينې وائي نو دا ئې عادت، خانداني تربيت او د علاقې د اب وهوا اثر هم دے. کۀ د دې خبرې تفصيل يا تشريح کوو نو هغه دا ده چې د خوشحال خان خټک نمسے دے او هغه د وېرې نوم نۀ پېژندلو بلکې اعلانيه به ئې وئيل:

زۀ خوشحال کمزورے نۀ يم چې به ډار کړم

پۀ ښکاره نعرې وهم چې خولۀ ئې را کړه

پلار ئې صوبېدار کندل خان ؤ چې هغه هم د سپينو او ډاګيزه خبرو سړے ؤ . هسې خو هر صوبېدار ځان له صوبه وي ولې د ځينو اولادونه د پلارانو نه هم دوه ګوتې زيات وخېژي. يوه وجه ئې د لاچۍ د سيمې اب وهوا هم ده چې ډېره مستي لري. کۀ څۀ هم دغه خاورې ډېر نامتو، علمي ، سياسي، سماجي او ادبي شخصيات پېدا کړي دي خو د دغه علاقې د خلقو د خبرو کولو خپل يو انداز دے چې اکثر پۀ اوچت اواز خبرې کوي. اوازونه هم د اکثرو خلقو غټ وي. عام خلق ئې عموماً او ځينې علمي او ادبي شخصيات هم دغه انداز کښې لګيا دي. بل دا چې پۀ دوېمه درېمه خبره کښې ضرور يو ناروا ښکنځل کوي. ځينې داسې د ښکنځلو لفظونه ئې هم ايجاد کړي دي چې هغه پۀ ډکشنرو کښې نۀ شي موندلے لکه د مثال پۀ توګه به دا يو لفظ ذکر کړم چې “مټونګے” د کوهاټ پۀ خواؤ شا اکثرو علاقوکښې “حرامي” ته وئيلے شي .د لاچۍ يو مشر ما ته وئيلي وو چې دا لفظ د لاچي والو خټکو ايجاد دے،. يوه بله خوبي او خامي د دغه علاقې دا ده چې د بهرنو خلقو سره ډېره ګذاره کوي خو خپلو کښې د يو بل خبره بېخي نۀ زغمي. او د دوېمې خبرې سره جنګ ته مټې رانغاړي. اوس خبر نۀ يم ولې خواو شا دېرش کاله پخوا به دغلته کال کښې يوه لويه مېله کېدله چې هغې کښې به قسم قسم مقابلې کېدلې لکه اسونه زغلول، کبډي، نشانه بازي او دې نه علاوه به پۀ کښې سپي، چرګان، تنزري، زرکان، مړزان، غوايان، ګډان، چېلي وغېره جنګولے شول چې خلقو به ډېرې په شوق دا مقابلې کتلې. مطلب دا چې خلق ئې د پښتنو د اکثرو علاقو غوندې د جسماني طاقت او جنګونو د نندارو شوقيان دي. پۀ دې به تماش بينو لوے لوے شرطونه هم ايښودل.

دغه علاقو کښې چې پخوا کوم اولسي شاعران تېر شوي دي نو دوي به هم باقاعده د يو بل سره مقابلې کولې او ښۀ شاعر به هغه ګڼلے شو چې پۀ موقعه به ئې د مخالف نه پۀ شعرونو کښې جامې ويستلې شوې. د دوي ځینې شعرونه خلقو ته یاد دي خو د لیکلو نۀ دي.

ما ډېر کلونه وړاندې د لاچۍ د يو مشر نه تپوس کړے ؤ چې تاسو کله د خپل کلي علاقې نه بهر لاړ شئ نو څنګه ګذاره کوئ نو هغۀ راته وئيلي وو کۀ ګورګران دے خو د مړي ناکام دے. مونږه ځانونه ورو ورو بدل کړو خو چې د کلي نه مو څوک خوارۍ مزدوۍ له بل ځاے ته ځي نو مشران ورته نصيحت کوي چې ګورې خيال کوه او خاص کر خلۀ دې قابو کښې ساته، هر ځاے د لاچۍ غوندې نۀ وي. خو د دې هر څۀ باوجود دوي ژوندي او مست خلق دي او چې هر چرته وي نو پۀ هره موقعه ورسره ماحول رنګين وي. لنډه دا چې پۀ داسې حالاتو کښې پېدا شوے شوے او لوے شوے اعجاز خټک کۀ داسې دے نو هېڅ د تعجب خبره نۀ ده البته د تعجب خبره دا ده چې د عمر تېرېدلو ډېرو ګرځېدلو او دوبۍ غوندې ښار کښې د اوږدې مودې تېرولو باوجود هم د هغۀ خوئي بوئي بدل نۀ شو. بس چې څنګه ؤ نو هغسې دے، خپله د ځان متعلق د دې خبرې اقرار کوي چې زۀ ځان معاف کوم او نۀ بل. خو ورسره وائي د وارداتو طريقه مې دا ده چې پۀ ټوقو ټوقو کښې سړے څنډم. دا او نورې ډېرې خبرې به وروستو وکړم خو چې وړومبے ئې درسره څۀ ظاهري پېژندګلوي وکړم. خپل نوم ئې تاج انور دے او اعجاز ئې تخلص دے. پلار ئې صوبېدار کندل خان ؤ . پۀ قام خټک دے. پلار ئې پير فقير والا سړے ؤ او د پير تاج علي شاه مريد ؤ. کله چې دے پېدا کېدلو نو هغه د دوي ځاے کښې ؤ چې پلار ئې دا د خپل پير صېب کرامت وګڼلو او هم پۀ دې نسبت او عقيدت ئې ورله دا نوم کېښودلو. د پېدائش اصلي نېټه ئې ١١ ستمبر ١٩٥٢ ده. پخوا به اکثر د سکول استاذانو ماشومانو له يا خو دوه کاله عمر پۀ خپل اختيار کمولو او يا زياتولو نو دۀ له ئې دوه کاله کم ليکلے دے.

هرکله چې پلار ئې تصوف او دیندارۍ ته مائل ؤ نو پۀ دۀ ئې هم اثر ؤ. او پۀ هلکوانه بلکې ماشوم والي به ئې هلکان تبليغي مرکز ته شب جمعې له بوتلل. د تعليم نه پس ته د اکاونټ دفتر کښې بابو ؤ چې ورسره د پښتو بل نوموړے شاعر اديب رومان ساغر هم ملګرے ؤ. دواړو دغلته پۀ پرائيوېټ توګه ايم اے پښتو کړې وه، پۀ هلکوانه ئې د لياقت علي راز سره لاچۍ کښې “درنه پښتو ادبي ټولنه ” جوړه کړې وه. خو هغه نېوي کښې نوکر شو. بنګال ته ټرېننګ له لاړو او دکال ١٩٧١ز جنګ کښې شهيد شو. وروستو ئې بيا د نوموړي ليکوال سعادت سحر صېب او نورو ملګرو پۀ مرسته “پښتو ادبي ټولنه لاچۍ” جوړه کړه. کوم وخت چې ما کوهاټ ضلع کښې د خپل رزق دانې راغونډولې او د ساهو ليکونکي کوهاټ غونډو له به تلم راتلم نو هغه وخت دے دوبۍ ته تلے ؤ، ما ليدلے نۀ ؤ خو ايوب صابر ، رومان ساغر او سعادت سحر صېب به اعجاز خټک ډېر ډېر يادولو. کله کله به ئې ايوب صابر صېب د خطونو وغېره ذکر هم کولو چې دۀ به ورته را لېږل. مطلب مې دا دے غائبانه تعارف مې ورسره ؤ او د ډېرو خبرو نه ئې خبر وم ولې ملاقات مې ورسره نۀ ؤ شوے.

چې کله وطن ته پوخ راغلو نو ما وليدلو او چې رښتيا درته ووايم نو زما د تصور نه بېخي اپوټه ؤ. تکه سپينه ږېره، سورسپين مخ، اوچته پوزه، برابر وجود او د يو خوږ دروند مشر ګمان پرې کېږي. خبرې هم پۀ قلاره قلاره کوي خو هله چې څوک زوړ پېژندګلو ئې نۀ وي راغلے او چې دغه د ښکلې او نوراني څهرې لرونکے سړے درسره کله پۀ ګپ شروع شي نو راشه کۀ تودېږي. د خپلو هغه ناروا ټوقو، ورانو او شېطانو تفصيل شروع کړي چې پۀ خپله نوراني څهره سمې کرښې راکاږي. خو بيا هم ښۀ سړے دے. ولې چې هسې خو د ښۀ سړي ډېر تعريفونه شوي دي ولې دوه اهم تعريفونه ئې دا دي چې نوکر او دوست ئې پخواني وي نو نوکران خو ئې نشته البته دوستان ئې پخواني شته چې دے ورسره خپله راشه درشه پالي. ځان له ئې د ساعت تېري د پاره نوي دوستان وخت پۀ وخت پېدا کړي دي او د دې مړنے هم دے. چا سره تعلق جوړول او پالل ښۀ ورځي. کله چې پۀ ځوانه ځوانۍ او مستۍ کښې دوبۍ ته لاړو نو مزدوري ئې شروع کړه او چې کله ئې ګذاره وشوه نو د پښتو متل دے چې مړه ګېډه فارسي وائي خو دۀ د فارسۍ پۀ ځاے د پښتو د ودې کوششونه شروع کړل او هغه د تنظيم سازۍ او ادب د تخليق کولو سره سره چې پۀ کښې د ادب سازۍ کوم جراثيم وو هغې سر راپورته کړو نو لکه د اګي وال ئې د يو نوي سفر ابتداء وکړه. هر نزدې لرې ځاے ته به د پښتنو ليکوالو پۀ لټون ګرځېدو او اخر ئې دومره ملګري ځانله پېدا کړل چې پۀ کال ١٩٨٠ز کښې ئې “د اماراتو پښتو ټولنه” جوړه کړه. دا پۀ خلېجي رياستونو کښې د پښتو وړومبۍ ټولنه وه چې وروستو ئې کۀ يو خوا ډېر ليکوال پېدا کړل نو ورسره ئې کتابونه هم چاپ کړل او دې نه علاوه د دوي پۀ برکت د پښتو ځنې نامتو شخصياتو هم د دوبۍ سېل وکړو چې پۀ دوي کښې قلندرمومند، مطيع الله قرېشي، مجبور سوراني، عبدالکريم بريالے، ايوب صابر، سعدالله خان حېران، غازي سيال، پروېش شاهين ، سليم بنګش او اسيرمنګل وغېره شامل دي.

د خپلې ټولنې څانګې ئې پۀ خواوشا ښاريو او نورو هېوادونو کښې هم جوړې کړې. پۀ هلکوانه ئې چې تبليغ کښې کوم وخت لګولے ؤ نو هغه تجربه ئې ډېره پکار راغله او خلق به ئې د پښتو ژبې او ادب خدمت ته هڅول. د زړۀ زور ئې دومره ډېر ؤ چې پۀ عربي هېوادونو کښې د پښتو ټولنو نه علاوه پاکستان کښې هم دوه ټولنې اوېسه اټک کښې د مشتاق احمد مشتاق او کراچۍ کښې د صابر احمد صابر پۀ مرسته د پښتو ټولنې جوړې کړې دي. د اماراتو پښتو ټولنې د سېوري لاندې د کتابونو چاپ کولونه علاوه يوه خپله شعري مجموعه “شورشورخاموشي” د خپل ملګري سليم خټک د وفات نه وروستو ئې د هغۀ شعري مجموعه “مړاوي ګلونه” او د سعدالله خان حېران شعري مجموعه” پټې سلګۍ” چاپ کړي دي. خپله شاعري ئې ښۀ او مقصدي ده غزل، نظم او نور شعري اصنافو باندې ئې طبع ازمائي کړې ده خو د يو مقصدي ليکونکي پۀ حېث نظم ئې پۀ غزل دروند دے.

د يو ارټسټ يعنې کمپئير پۀ توګه ئې هم خدمات ترسره کړي دي . راس الخيمه کښې چې کله رېډيواېشياء خپل نشريات شروع کړل نو يوکال پورې به دۀ پۀ کښې هفته وار پروګرام وړاندې کولو چې ډېر اورېدونکي ئې لرل او کله چې واپس کلي وطن ته راغلے دے نو کوهاټ رېډيو کښې خپل دغه شوق پوره کوي. نوموړي ليکوال فېروز اپريدي راته وئيل چې دۀ ته به رېډيواېشياء ته خلقو د لويو لويو پښتو استاذانو غزلې او شعرونه پۀ خپله نامه ورلېږل او دۀ به د هغوي د نامو سره نشر کول نو ما ورته يوه ورځ ووې چې دا خو د حمزه شينواري، قلندرمومند او نورو شاعرانو کلامونه دي چې تۀ ئې د نورو د نومونوسره نشر کوې نو را ته ئې ووې دا زما کار نۀ دے.

د عمر اوږده برخه ئې دوبۍ کښې تېره کړې ده او دغلته د ادب نه علاوه ئې د عامو پښتنو هم ډېر خدمت کړے دے چې د هغوي وړې او لوې مسئلې ئې حل کولې. بلکې د پاکستان سره تعلق لرونکي ټول به ورته د مختلفو کشالو د هوارولو د پاره محتاجه وو. دې دوران کښې د الياس ټلوال، رحيم بنګش، مشتاق احمد مشتاق او نورو سره ئې دومره پۀ زړۀ پورې ټوقې کړې دي چې روغ کتاب پرې ليکلے کېدے شي خو دا ټوقې ئې محض د وخت تېري د پاره وې . نور ئې د يو بل ډېر احترام کولو. د پښتو متل دے چې سور د پرېوتو دے نو اخر اعجاز خټک هم ستړے شو او دا ستړے والے ئې د عمر تقاضه يا د بيمارو وجه وه. حالانکې ګرځېدونکے سړے تر ډېره حده د ځنې بيمارو نه بچ وي او دے خو لکه د اګي وال د پښتو د خدمت د پاره کوڅه پۀ کوڅه ګرځېدلو خو کېدے شي د دغه وطن د خوراکونو او اب و هوا پۀ وجه د شوګر او بلډ پرېشر مريض شو نو ملک ته راغلو خو دلته ئې هم پۀ خپلو مرضونو د واوېلا پۀ ځاے د نوي سره يوه ټوکرۍ او يو کوتک پېدا کړل او کلي پۀ کلي ګرځېدل ئې شروع کړل او چې ماښام ستړے کور ته راشي نو خپل يادداشتونه ئې لېونے کړي . قلم ته لاس کړي هغه ليکي، چې هرڅنګه ئې ليکي نو د داد وړ دے څۀ خپل ياداشتونه ئې د خاکې غوندې ګران او نازک صنف کښې راجمع کړي دي چې “د ائينې” پۀ نامه ئې ترې يوه مجموعه تېرکال چاپ کړې ده. کېدے شي ما اعجازخټک ته بنجاري وئيلے ؤ خو دۀ پۀ دې نامه يوه خاکه وروستو ليکلې ده نو مجبور يم چې ورته دې اګي وال ووايم ځکه چې بنجاري او اګي وال دواړه ګرځنده کردارونه دي. او دا د اګي وال نامه به دۀ د پاره زياته موزونه ځکه وي چې اګي وال هره اګۍ نۀ اخلي صرف روغې اګۍ را ټولوي او يوه خاص اله باندې روغه او سخا اګۍ معلوموي .

اعجاز خټک پۀ دوبۍ کښې خصوصاً او عام ژوند کښې تل د اګي وال کردار ادا کړے دے . ښارپۀ ښار کلي پۀ کلي ګرځېدلے روغې روغې دانې ئې را جمع کړي او د پښتو ژبې د خدمت کار ئې ترې اخستے دے. ډېر خلق ئې د سخن پۀ مرض اخته کړي دي او کۀ دا ووايم نو غلطه به نۀ وي چې خپل بدل ئې د ډېرو نه اخستے دے. حمزه باپا به وئيل او ليکلي ئې هم دي چې د پاکستان د ترانې خالق حفيظ جالندهري يوځل ما ته وئيل تاسو پښتنو مونږه سره ډېر بد وکړل چې مسلمانان موکړو. ما ورته وې مونږ درنه د عربو بدل واخستو ځکه هغوي مونږه سره دا کار کړے ؤ. خصوصاً پۀ اماراتو کښې د ملګرو زياتولو د پاره ئې هر چاته لوے لوے خطابات ورکړي وو او چې کله پۀ خېر خېريت کلي وطن ته را واپس شو نو اوس هغه خلقوته ائينه ښائي چې تۀ پۀ اصل کښې داسې نۀ داسې وې. د هغه چالاک سړي غوندي کار ئې کړے دے چې چرته پخوا کوم لرې ښار ته تلے ؤ او هغوي ترې پۀ څۀ جرم کښې پوزه پرې کړې وه خو ورسره د انساني همدردۍ پۀ بنياد ئې ورله چنده کړې وه او ډېرې روپۍ ئې ورکړې وې. سړے چې لږه موده پس کلي ته راغلو نو ملګرو ترې تپوس وکړو چې دا پۀ پوزه دې څۀ شوي دي او دا دومره مال درسره د کومه راغلو هغه سړي ورته ووې د يو نېک سړي پۀ مشوره مې د پوزې دا سر لږ غوندې څۀ پرې کړو چې بس لوے کمال ته ورسېدم. هرځاے چې ځمکه کښې خزانه وي نو ما ته ښکاري او کۀ بل څوک دا کار وکړي نو هغه هم دې کمال ته رسېدلے شي. ملګرو ئې شپه پۀ شپه خپلې پوزې پرې کړې خو چې هفته نېمه پس ته هم څۀ پۀ ګوتو ورنغلل نو ملګري ته ئې ګيله وکړه. هغۀ ورته پۀ خندا کښې ووې خزانې کوم دي ما خو ځان له ملګري زياتول.

د کوهاټ نوموړے شاعر رحمت شاه رحمت صېب چې کله ځوان ؤ نو داسې يو شعر ئې وئيلے ؤ چې ما ته تراوسه ياد دے.

سامعه خداے خو دې اخته کړه دسخن پۀ مرض

چې هر شاعر دې په محفل کښې پۀ واه واه ګز کړو

د اعجاز خټک ائينې بې رويه بې ريا دي چې څوک ئې خوښ دي نو سم تعريفونه ئې ورله کړي چې دغه کتاب کښې ئې ډېرې نمونې شته خو پۀ ځنې خلقو ئې سمه بمباري کړې ده چې پۀ هغوي کښې ئې يو کليوال او دوه نور کسان شامل دي. هېڅ بريک ئې پرې نۀ دے نيولے او دې دواړو خاکو باندې ئې هجويه رنګ ډېر غالب دے، خاکه نګارۍ کښې د اعجاز خټک خپل يوځانګړے اسلوب دے. کله کله داسې جمله بازي شروع کړي چې د اردو د نوموړي ليکوال مشتاق احمد يوسفي مينه پرې ماتېږي خو کله کله داسې انداز کښې څۀ وليکي لکه وچ کلک يو کليوال سړے چې د چا پۀ غېر موجودګۍ کښې تبصره کوي. خاکه نګاري پۀ حقيقت کښې يو ګران او نازک صنف دے چې ښۀ ښۀ ليکوال ترې پۀ دې وجه څنډه کوي خو دا د دۀ لوے همت دے چې دې ګران کار ته ئې ملا تړلې ده.

پۀ خپل ځان ئې يوه مثالي خاکه ليکلې ده چې هغې له ئې “بې ثمره سړے” نامه ايښې ده. مطلب دا دے چې د چا پۀ ښه نۀ راځي يعني هېڅ خصوصيت نۀ لري. دغه خاکه کښې ئې د خپل ځان احتساب پۀ خپله کړے دے . خپلې خوبۍ ئې کمې او خامۍ ئې زياتې ښودلې دي. دا ئې ښۀ ځکه کړي دي چې نورو له ئې دا موقعه نۀ ده ورکړې . زما يقين دے چې قبر او حشر کښې به دا خاکه د دۀ د عمل نامې سره يوځاے کولے شي. او پۀ دې حقله به ترې د نورو تپوسونو او سوالونو ته حاجت نۀ وي. د خپل قبر د پاره ئې يو شعر هم ليکلے دے او وصيت ئې کړے دے چې دا دې د دۀ د قبر پۀ کتبه وليکلے شي.

خاورې پۀ ما باندې ډېر زر واړوئ

پۀ ماګمان چا د ماړو کړے دے

ما خو ئې چې دا خبره ولوسته نو دې ذهن ته يو خيال راغلو چې پکاروه دا ئې هم ليکلے وے چې جنازه ئې څۀ وخت پکارده . پۀ قبر به ئې مسئلې څوک کوي او څۀ څۀ دې ووائي، کېدے شي دغه وصيت ئې هم عدنان بخاري او سعادت سحر صېب ته کړے وي ولې چې دغه ئې پاخۀ ياران دي.

پۀ دې وروستو وختونوکښې ئې اماراتو کښې د پښتنو د هلو ځلو پۀ حقله يو کتاب چاپ کړے دے چې نوم ئې دے “عربستان کښې د پښتو ادبي، سماجي او سياسي تنظيمونه” خو دې کښې زياتره “د اماراتو پښتو ټولنې” د ادبي، ثقافتي او تنظيمي دستورو ذکر کړے دے. رښتيا خبره دا ده چې دا تنظيم پۀ عربي نړۍ کښې د ادبي تنظيمونو د مور درجه لري خو بيا وروستو ځنې نور تنظيمونه هم وخت پۀ وخت جوړ شوي دي چې د ادب خدمت ئې ترخپله وسه کړے دے او د هغوي ذکر دغه کتاب کښې نشته چې د دغه ټولنو ځنې غړو پرې خپل خفګان ښکاره کړے ؤ خو اعجاز خټک زۀ ډېر ګرم نۀ ګڼم ولې چې هغۀ دا کتاب د جديد تحقيق پۀ انداز کښې نه بلکې د تذکرې پۀ شکل ليکلے دے چې د خپلې ټولنې د مختلفو پروګرامونو، رودادونو، نورو ښاريو او هېوادونو کښې ئې د هغې د څانګو ذکر کړے دے. البته کۀ بل څوک تحقيق کوي نو دا کتاب به ورله ډېر فائده مند وي.

داسې خبر شوے يم چې د شعرونو يوه بله مجموعه ورسره “دا همه غزل غزل شي” پۀ نامه تياره او د چاپ پۀ انتظار ده. وخت پۀ وخت ئې تېرو دوه څلورو کلونوکښې ډېر متفرق نثرونه ليکلي دي چې پۀ کښې تکلونه، رودادونه او خاکې وغېره شاملې دي. د هغې نه هم يوه نثري مجموعه جوړېدلے شي.

پۀ فکري توګه يوکلک قام پرست دے خو د اوسني سياست او سياستدانانو نه بې زاره دے. بیا هم د پښتون قام برے غواړي .

لڼده دا چې اعجاز خټک يو متحرک او فعال بنده دے چې تل لکه د اګي وال ګرځي. هغه پۀ دې عقيده دے چې حرکت کښې برکت وي او د پروت زمري نه ګرځنده ګيدړ غوره ګڼي ځکه نو هر وخت پۀ څۀ نه څۀ شکل کښې متحرک وي. کله ادبي غونډو کښې ليدلے شي. کله رېډيو کښې پروګرامونه کوي او کله چې وزګار وي نو پۀ سوشل ميډيا پېغامونه خوروي خو دې پېغامونو کښې هم د طنز ومزاح مالګه مرچکے برابر استعمالوي. د يارانو يار دے. ښۀ ژوند او صحت ئې غواړو.

دا هم ولولئ

شے (خاکه) – ګل محمد بېتاب

شے د پښتو ژبې يو ذومعني لفظ دے چې پۀ خپل ځان کښې ګڼې معنې …