دا د کال ١٩٤٨ز د ستمبر د مياشتې لسمه نېټه ده. د مچهـ جېل پۀ يوه تورتم چکۍ کښې يو اويا کلن سپين ږيرے سر پۀ ځنګون ناست د يادونو د اور پۀ سمندر ور لاهو شوے دے. دغه اويا کلن سپين ږيرے چې پۀ ګونجي ګونجي مخ ئې وړه وړه سپينه ږيره ده، پۀ سر سرتور غنم رنګے دے، د وخت او حادثو وينو خوړلے وجود پۀ عقابي سترګو کښې رڼې رڼې اوښکې دې وخت د کلي نه راغلے يو خط ګوري چې پۀ کښې د دۀ د بابړې پۀ کربلا کښې د زخمي شوي ملګري د مرګ خبر هم دے . نن پۀ دغه بې وسه بې وسۍ کښې پۀ دغه تورتم کښې هغه د خپل مضبوط زړۀ مشال بل کړے د پرون د جبر پۀ تيارو کښې د يادونو پۀ انګارونو کښې د خپل روح پۀ زور پۀ شا سفر کوي. الله اکبر، فخر افغان ،فخر انسانيت باچاخان زنده باد.
دا د دولسم اګست يو خونړے سحر دے چې د غازي بابا د جومات نه د امن کاروان د جمهوريت او د انسان دوستۍ د مبارزينو قافله د الله اکبر او فخر افغان د نعرو سره روانېږي. د کاروان سالار امين جان خان خپلو ملګرو ته د تګ نه اګاهو لنډه شان وېنا کوي. ملګرو مونږ به هېڅ قسمه داسې کار نۀ کوو چې د خدائي خدمتګارۍ عقيدې ته پرې زيان ورسي. زمونږ دا احتجاج د دې ملک د واکدارانو د غېر جمهوري اقدام او د خپلو مشرانو د قېد نه د ازادۍ د پاره دے مونږ د دغه غېر جمهوري اقدام مذمت کوو او د سرکار نه دا غوښتنه به کوو چې زمونږ مشران دې زر تر زره د جېلونو نه خوشې کړے شي. او اوس پۀ الله توکل کوو او د جلسې مېدان ته ورځو. او بيا دغه کاروان روان شي. نو هم دغه مهال د مخامخ برجونو نه ناتاره ډزې پېل شوې . “هائے زما یار زما جانان زمونږ د ټول قام سپين ملنګ ” د دغه نيم ځالي قېدي د سينې نه يو سوړ اسوېلے راووت او هغه مناظر ئې رامخې ته شو چې کله سپين ملنګ قامي بېرغ پۀ لاس د جلوس نه مخکښې مېدان ته راووت او پرله پسې ٢٦ ګولۍ ئې د وجود نه اورې پورې وتلې او چې سپين ملنګ کله پړمخې را پرېوتو نو د لاس نه ئې قامي بېرغ بل ملګري اوچت اخستے ؤ. بيا دې وخت د هغۀ د پښتنو سترګو نه د اوښکو لړۍ را روانې شوې او مخ پۀ ګونجو کښې تاو راتاؤ شوې. او هغه شهيدانې زنانه او هغه پۀ ځمکه پراتۀ سوزېدلي قرانونه دې وخت د هغۀ مخې ته راغلل. دې وخت هغۀ داسې محسوس کړله چې د دغه تصوراتي منظرنامې نه د هغۀ بل ملګري هغۀ له غږ ورکړو او هم دغه وخت د هغۀ پۀ وړاندې د تاجو بي بي هغه پۀ هېبت هېبت پۀ ټپيانو ګرځېدل او هغوي له اوبۀ ورکول او پۀ دغه لېونۍ منډه کښې د ځان پرواه نۀ ساتل رامخې ته شول. “د قام د مشرۍ د کورنۍ دغه پاکې بي بي، دغه د حيا او غېرت مجسمې څومره پۀ مجاهدانه انداز د ګولو پۀ باران کښې د خپل ځان او جهان نه بې پرواه خپله ذمه واري پوره کوله. “وه د قام نرې پتمنې بي بي ، وه د قام د بيبيانو سردارې تۀ څومره بهادره او څومره نره وې” او بيا چې هغه کله پۀ ګولۍ ولګېده او پۀ ځان پوهه شوه چې ګولۍ ورسره ګوزاره وکړه نو خپله لوپټه ئې د سر نه را کوزه کړه او لکه د مجاهدې خپل زخم ئې کلک وتړلو او بيا لکه د زمرۍ پۀ خپل فرض پۀ پوره کولو کښې بوخته شوه”. او بيا هغه څومره ناتاري ننداره وه چې دغازي بابا د جومات نه ظالمانو د مشين ګنونو او ټوپکونو د ګولو تړکار پېل کړو. د هغۀ پۀ سينه کښې يو بل انګار واوړېد راوړېد. دا هغه لحظه وه چې مشران خو خدائي خدمتګارو د خپل سالار حکم وکړو چې يا پۀ ځمکه پرېوځئ او يا جومات ته دننه ننوځئ. او دا حکم هغه ځکه وکړو چې جومات خو د امن ځاے دے د هغوي دا يقين نۀ راتلو چې د خپل ملک لښکر به د خداے د کور نه خپلو بې ګناهو بې وسلې مسلمانانو وروڼو او خوېندو ګولۍ وروي. هغه کربلا هغه د زخميانو چغې سورې. هغه د بيبيانو زارۍ او منتونه د هغۀ مخې ته هغه هرڅۀ داسې راغلل لکه د ژوند د فلم پردې د ماضي پۀ غېږه کښې څو مياشتې اګاهو دغه دردناک او ريښتونے فلم چلولو او بيا چې دغه ناتار تم شو نو هغوي خپل مړي سمبالول غوښتل نو د ملېشا فوځ سپاهيانوهغوي دغه کارته هم نۀ پرېښودل. د کورونو بې حرمتۍ هم کولې دغه ټول دردونه او دغه انګارونه د هغۀ زړونو نه راچاپېره وو نو بيا هم پۀ دغه فکرونو شپه لاړه ووتله خو هغه لا اوس هم سر پۀ ځنګون ناست ؤ چې ناڅاپه ئې د جېل د جېلر ژړا تر غوږ شوه. هغۀ خپل ستړے ستومانه سر را اوچت کړو او هم دغه وخت يو غږ د هغۀ غوږ سره وتمبېدو چې د دې ملک جوړوونکے پۀ داسې مرګ مړ شو چې څوک ئې طبعي مرګ بولي او څوک قتل.