د ژوند “انګازې” – پښتون
کۀ د انسان ژوند، کړاوونو، تکليفونو او مشقتونو ته وکتے شي نو ژوند ډېر ګران دے او بيا چې سړے د پښتنو ژوند ته وګوري نو بېخي زيات ګران او کله کله خو پۀ اوږو د اوړلو هم قابل نۀ وي. دا نۀ وايم چې ګنې د نړۍ پۀ نورو قامونو به ګران وخت، مشکلات […]
د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے
د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د مياشتې پۀ اتمه نېټه پۀ “باچا خان مرکز پېښور” کښې يو ځل بيا د جمهوري عمل نه تېر شو. او د دې عمل پۀ نتيجه کښې د پښتون سټوډنټس فېډرېشن نوې صوبايي کابينه پۀ وجود کښې راغله. پښتون سټوډنټس فېډرېشن […]
د بابړې شهيدان د نړۍ روښانه ستوري – رحمت شاه قرېشي
د اسلامي تاريخ هر يو شهيد او د خپل مذهب او دين او خپلې خاورې د ازادۍ او خوشحالۍ دپاره او د دين اسلام د سربلندۍ د پاره شهيدانو تاريخونه به د سرو زرو پۀ اوبو ليکل کېږي. او دا به هم ليکل کېږي کۀ خېر وي. خو د هر دور حکمرانانو ظلمونه هم د […]
د منګي غاړه مې شنه . . . – سلطان خان ټکر
ټپې ئې د احمد خان او فضل ربي استاد نه پۀ لوړه وې، ځوانانو به چې يوه ټپه اورېده، نو بيا ئې د پلار هم نۀ منله، منشور ئې داسې ؤ لکه چې د منګي غاړه مې شنه لمن مې سپينه کنه، بل پۀ غاړه مې ځنګېږې تعويذونه کنه… والا عکس ؤ. ځوانانو د هرې […]
د پښين ډيوې د پښتو ورثې – پروفېسر نور احمد فطرت اچکزے
خپل پورتني سر ليک ته پۀ کتلو سره به لومړے راشم د پښين تاريخي ښار تعريف او توصيف ته؛ ښاغلي فاضل استاد د ارواښاد جناب عبدالشکور رشاد صېب 2002ز او 2004ز پۀ مابېن کښې “پۀ قول د ابوالخېر ځلاند” پۀ مشر وياړمن ليکوال، د خپلواکۍ د تحريک بېرغي او بې بدله شاعر قاضي ملا عبدالسلام […]
يادونه انګارونه (افسانه) – نورالامين يوسفزے
دا د کال ١٩٤٨ز د ستمبر د مياشتې لسمه نېټه ده. د مچهـ جېل پۀ يوه تورتم چکۍ کښې يو اويا کلن سپين ږيرے سر پۀ ځنګون ناست د يادونو د اور پۀ سمندر ور لاهو شوے دے. دغه اويا کلن سپين ږيرے چې پۀ ګونجي ګونجي مخ ئې وړه وړه سپينه ږيره ده، پۀ […]
اګي وال (خاکه) – ګل محمد بېتاب
کۀ د هغۀ د نوراني څهرې، تېر عمر او سپينې ږېرې خاطر مې نۀ کولے نو غوټه به مې دا فېصله بلکې فتوه کړې وه چې د وژلو دے. مړه نو داسې خبرې څوک کوي لکه دا ظالم ئې چې کوي. منم چې رښتيا به وائي خو هره خبره د کولو نۀ وي ولې مجال […]
“ادبي تحريکونه پۀ پښتو ادب کښې” – رشيد احمد
پۀ پښتو ادبي تحريکونو اونورو داسې موضوع ګانو باندې ليکل خو کيږي ولې پۀ کتابي ډول ډېر کتابونه نه لري او د تحقيق اوتنقيد دا ميدان يا پنګه درنه نه ده. د پښتو ادب د مئينانو او ليکوالو نه د ډېر کار تقاضه کوي. نن سبا د پښتو پۀ تحقيقي ادارو کښې تحقيق زيات تر […]