روپۍ وړه پۀ تول پوره ۔۔۔۔۔۔۔ – (خاکه) ګل محمد بېتاب

سور سپين مخ، غونډ مخ، شنې سترګې، لنډه فېشني سور بېخښنه ږيره، وړوکے قد او د حد نه زياته معصومه څهره لرونکے چې د خبرو انداز ئې لکه د مدرسو د قاريانو غوندې د ادب نه ډک دے۔ چې خبرې کوي نو انتهائي د معصوميت او صداقت ګمان پرې کېږي خو نور ګورې ښۀ پوره حضرت دے ۔ یو کمال ئې دا دے چې د خپل شکل او رنګ روغن پۀ وجه د خپل طبعي عمر نه ډېر کشر ښکاري۔ چې ما ئې تر څو زلمي ځامن نۀ وو ليدلي نو ماته ډېر کشر ښکارېدلو خو چې خپله ئې راسره خپل دوه زلمي ځامن معرفي کړل نو پوهه شوم چې د دۀ متعلق زۀ دهوکه شوے وم او دا دهوکه يوازې د دۀ د عمر پۀ حقله نۀ وه بلکې ورو ورو ئې راته نورې هم ډېرې خبرې راښکاره شوې۔ بس داسې وګڼه چې د دۀ پۀ حقله زما اکثرې اندازې غلطې ختلې دي۔ حالانکې نور کله داسې ډېر کم شوي دي خو زۀ دا ګڼم چې دا د دۀ د څهرې، خبرو د انداز او فطري معصوميت وجه ده۔ ځنې خلق وايي چې مخ د زړه اٸینه وي خو پۀ دۀ د دغه فارمولې اطلاق سم نۀ دے۔ دۀ سره زما تعارف څنګه وشو نو دا بس محض اتفاقي غوندې کار ؤ خو چې ورغلم نو پۀ نا پېژندګلوۍ کښې ئې زما لږ ډېر خاطر وکړو۔ دا هم راته معلومه شوه چې دے کۀ زمونږ کليوال نۀ دے نو د علاقې خو ضرور دے۔ زمونږ پۀ کلي کښې ډېره پېژندګلو لري او لسم ئې زمونږ د کلي د سکول نه پاس کړے دے۔ داسې ډېر د کلي علاقې خلق شته چې زۀ او دے ئې دواړه پېژنو او ورسره مو غم ښادي ده۔ خېر سر به مو څۀ خوږوم خو چې بيا به کله کله محله جهنګۍ ته تلم نو د دۀ دفتر ته به هم ورتلم، اتفاقاً پۀ دغه ورځو زما زاړۀ ډېر پېژندګلو کسان لکه عصمت سوراني، ابراهيم رومان، اطلس ګل اطلس، پروېز شېخ او ځنې نور هم دغلته ډېر راتلل۔ داسې ورو ورو مو د دۀ ځاے د ملاقاتونو مرکز وګرځېدو۔ بيا ما څو خاکې هم د دۀ پۀ ترغيب پۀ ځنې مشرانو او همځولو ليکلې دي۔ دې دوران کښې راته ګڼو ملګرو پۀ دۀ هم د يوې خاکې ليکلو وئيلي وو خو ما به پرې ځان ناغرضه کړو ولې چې ماته د دۀ پۀ حقله څومره معلومات د خاکې د پاره پکار وو نو هغه ما سره نۀ وو او خاکه خو پۀ خوبيو او خاميو دواړو ليکلې کېږي۔ دا لفظي تصوير لکه د مصور د تصوير ګونګے نۀ وي بلکه د چا چې بنده خاکه ليکي نو د هغۀ د ظاهر او باطن، پټ ښکاره هر څۀ پۀ حقله ورته معلومات پکار وي او دغه وخت دا ماته ډېر نۀ وو۔ بهر حال هم دغه موده کښې ئې اېم فل کښې داخله واخسته او موضوع ئې “پښتو ادب کښې خاکه نګاري” خوښه کړه۔ دا موضوع ئې د خېبر پښتونخوا پورې محدوده وساتله، خيال ئې دا ؤ چې وروسته به پۀ دې موضوع پي، اېچ ډي کوي نو ورسره به د افغانستان او بلوچستان د ليکوالو پۀ خاکو هم کار وکړي۔ غېر ارادي طور ئې د بلوچستان د خاکه نګار پروفېسر حمیدالله صېب د خاکو پۀ کتاب ښۀ بحث کړے دے چې د دۀ کتاب “ادبي خاکې او نورې سمونکې” د پښتو خاکو وړومبۍ مجموعه ده نو پۀ دې حساب ئې ذکر ضرور پکار ؤ خو ورسره دۀ د هغو خاکو تفصیلا ذکر کړے بلکه د ځنې ئې سم تنقیدي جاج هم اخستے دے چې دا د دۀ د ټاکلې موضوع نه بهر وه۔ دغه شان د بلوچستان د یو بل لیکوال علي کمېل قزلباش پۀ خاکه ئې هم بحث کړے دے چې هغه پۀ مرزا خان پیڅي لیکلې ده ۔ د دغه خاکې نامه ده “قد اور ادیب”. پۀ اجمالي توګه ئې د افغانستان د خاکه نګارو ذکر هم کړے دے۔ دا موضوع څۀ اسانه نۀ وه ولې چې پۀ دې صنف کښې ډېر لږ کار شوے دے او تر اوسه ټول لس اتۀ کتابونه د خاکو چاپ شوي دي۔ وخت پۀ وخت ډېرو ليکوالو د خُلې د خوند بدلولو د پاره يوه يوه ´ دوه دوه او داسې درې څلورو پورې خاکې پۀ نزدې ملګرو ليکلې دي خو پۀ باقاعده توګه ورته ډېرو کمو ليکوالو پام لرنه کړې ده۔ دې موده کښې ما مسلسلې خاکې ليکلې نو دې يو بل ته نزدې کړو۔ دې تېرو پنځو شپږو کالو کښې هر کال دۀ دوه درې خپل واړه لوے کتابونه او ورسره دېرش څلوېښت د نورو کتابونه چې دۀ چاپ کړي وو ماته ډالۍ کړي دي۔ کله کله دې ته زۀ حېران شوے يم چې دا بنده خو ټوله ورځ د سحر نه تر ماښامه خپل دفتر کښې ناست وي ´ د نورو کتابونه چاپ کوي۔ يونيورسټۍ ته ځي۔ غم ښادي پالي نو دۀ سره دومره وخت چرته وي چې دے دې پکښې ليکل وکړي۔ منم چې تخليق د آمد سره تعلق لري خو دۀ پکښې وخت پۀ وخت د تحقيق او تنقيد کار هم کړے دے خو د ټولو نه زياته توجه ئې زما دې خبرې ته وه چې د خاکه نګارۍ پۀ حقله به دے کار څنګه کوي خو اخر پۀ دې شنډه موضوع ئې خپل کار سر ته ورسولو۔ د اېم فل ډګري ئې واخسته اوس ئې پۀ پي، اېچ، ډي کښې داخله وکړه۔ خپل تحقيقي کتاب ئې چاپ کړو او دا دے تر ما راورسېدو۔ دا کتاب زما پۀ ډېرو وجو خوښ شۀ يو خو دا چې پۀ دې موضوع دا وړومبے کتاب دے نو پۀ دې وجه خاص اهميت لري او بله دا چې کتاب مې ولوستو نو د سر نه واخله تر اخره پۀ کښې زما او نورو د خاکو د ډېر تفصيلي ذکر نه علاوه چې نورو او ما کومې دوه درې مقالې پۀ خاکه نګارۍ ليکلې وې نو د هغې ذکر هم پۀ کښې پۀ کثرت سره ځاے پۀ ځاے موجود ؤ۔ د دې کتاب پۀ شا چې مې د دۀ د کتابونو تفصيل وکتو نو بس يو کم شلو ته رسي۔ هسې هم د پښتو متل دے چې دنيا چا شل کړې نۀ ده۔ دا کتابونه ئې د تخليق، تنقيد، تاليف، تدوين او ترتيب سره تعلق لري۔ دې کښې شاعري، ناول، افسانې، تحقيق، سفرنامه وغېره شامل دي نو حق لري چې پۀ دۀ دې څۀ وليکلے شي۔ ولې غټه وجه ئې دا وروستے کتاب “پښتو ادب کښې خاکه نګاري” ده۔ دې کښې زما او نورو خاکه لیکونکیو ذکر ډېر پۀ ښو الفاظو شوے دے ۔

زمونږه يو مشر ليکوال ؤ نو کله چې به د هغۀ کوم نظم يا نثر “پښتون” رساله کښې چاپ شۀ نو پۀ سبا له به ئې تشريف راوړو۔ رساله به ئې پۀ لاس کښې نيولې وه۔ دغه وخت سيد مير مهدي شاه د رسالې ايډيټر او مرتضیٰ خان شاهين صېب ورسره مرستيال ؤ۔ رساله به ئې پۀ يو خاص انداز کښې پۀ ميز کېښودله او وبه ئې وئيل “رساله ډېره ښۀ ده خلق ئې خوښوي، د اردو او انګرېزۍ ژبې د ډېرو ښو او معياري رسالو سره ډغره وهي بلکې د هغوي نه هم غوره ده ” خو چې کله به پۀ کښې د هغۀ محترم ليکوال ليک شامل نۀ کړے شۀ نو چې کله به راغلو نو بيا به ئې داسې وئيل “دې رساله کښې هېڅ د کار خبره نۀ وي نو خلق څۀ لېوني خو نۀ دي چې پۀ دې خپل وخت او روپۍ ضائع کوي”.

پۀ دې حساب زۀ يو قسم د اياز الله د کتاب پۀ حقله وٸیلے شم چې ډیر ښۀ کتاب دے ` خو غم دا دے چې هغه هم مجبوره ؤ او زۀ هم مجبوري لرم، د هغۀ مجبوري سندي تحقيق کول وو او پۀ سندي تحقيق کښې څوک تنقید نۀ کوي خو د دۀ پۀ دې تحقيقي مقاله کښې پۀ ټولو خاکو د تبصري کولو پۀ وخت څۀ نه څۀ تنقيد شته چې د هرې خاکې سره ئې ليکلي دي چې دا د کوم معيار ده۔ ښۀ ده، ګزاره کوي او کۀ نه کمزورې ده البته اتفاق او اختلاف ورسره کېدلے شي۔ دې سره دا حقيقت پۀ ډاګه شۀ چې پۀ کومه موضوع د تحقيق او تنقيد کولو پۀ وخت پۀ څېړنکار څۀ خاص پابندي نۀ وي خو کۀ هغۀ ئې نۀ شي کولے نو بهانه دا جوړه کړي چې مونږ ته اجازت نۀ وي۔ البته ځنې داسې خبرې ضرور وي چې دوي ئې پۀ سندي تحقيق کښې نۀ شي ليکلے نو بيا وروستو چې کله دوي کتاب چاپ کوي نو کۀ غواړي هغه خبرې پۀ کښې شاملوي۔ ما سره چې اياز الله کومه صلاح کړې وه نو د هغې پۀ رڼا کښې مې ورته مشوره ورکړې وه چې وروستو د چاپ پۀ وخت کښې دې پرې نور کار وکړي نو دا به ډېره شانداره مقاله جوړه شي خو د نا وزګارتيا، ناراستۍ او يا نورو وجوهاتو له کبله ئې داسې ونکړے شول۔ البته يوه ضميمه ئې ورسره شامله کړه چې د ملګري ډاکټر حنيف خليل د شپږو خاکو جائزه ئې اخستې ده۔ دا ئې ښه کار وکړو خو ورسره پرې دا اعتراض کېدلے شي چې پۀ دې موده کښې د نورو ليکوالو ګڼې خاکې چاپ شوې وې پکار وه چې هغه ئې هم دې ضميمه کښې د بحث لاندې راوستې وې لکه د اقبال کوثر، مامون الرشيد رشيد، رشيد احمد او اجمل فاروقي وغېره ګڼې خاکې زياتره پۀ سوشل ميډيا د خورېدو نه علاوه اکثر پۀ هغه رسالو کښې چاپ شوي دي چې چاپ کوونکے ئې دے پۀ خپله وۀ او ده ځان سره دغه ټولې خاکې جمع کړې هم وې ۔

ما وړاندې وئيلي دي چې د اياز الله هم مجبوره ؤ او زۀ هم مجبور يم نو د دۀ مجبوري خو سندي تحقيق ؤ او زما مجبوري خاکه ليکل دي نو هغه شان صفتونه ئې نۀ شم کولے ولې چې خاکه پۀ خوبو او خامو مشتمله وي۔

د اياز الله متعلق اوس زما رايه دا ده چې هغه د مشرانو خبره روپۍ وړه ده خو پۀ تول پوره ده۔ پۀ وړوکي ځان پۀ ډېرو مېدانونو کښې کار کوي۔ لکه د محنت مزدورۍ سره سره ئې خپل تعليمي سفر جاري ساتلے دے، ورسره ادبي هلې ځلې هم مخ پۀ وړاندې بيائي۔ دا هر څۀ دے څنګه کوي نو دا که ناممکن نۀ دي نو مشکل خو ضرور دي چې دې هر څۀ کښې دې توازن او اعتدال وي۔ البته چې کله کله پۀ دې کښې ګډ وډي راشي نو بيا د قاريانو پۀ لهجه کښې خبرې کوونکے او سوړ طبيعته انسان چې پۀ کومو الفاظو د خپلو ماتحتو بې عزتي کوي نو هغه هم د ليدلو سره تعلق لري۔

دے تر خپله وسه کوشش کوي چې د وعدې پابندي وکړي حالانکې د دوي پۀ کار کښې دا ډېره ګرانه خبره وي ولې چې ټول کارونه د نورو پۀ لاسونو کول وي او هغه د پښتو متل دے چې پۀ پردي لاس مار هم وژل نۀ دي پکار۔ خو دے نغد سړے دے نو د نورو نه هم نغد کارونه غواړي۔ دې نه علاوه هر وخت ئې پۀ دفتر کښې مېله لګېدلې وي، پۀ مېلمنو خوشحالېږي او هر چا ته دا احساس ورکوي چې ګنې خاص تعلق ئې هم دۀ سره دے خو ورسره خپل کاروبار ته ئې هم مکمله توجه وي۔ زۀ نۀ پوهېږم چې دۀ ولې خپل دفتر له د “اعراف” نامه ايښې ده خو بس د طبيعت خبره ده۔ قرآن کريم کښې يو سورت هم پۀ دې نامه شته چې پکښې د اعراف ذکر دے۔ مفسرينو ليکلي دي چې دا د جنت او جهنم تر مينځه يو دېوال دے پۀ دې به هغه خلق ناست وي چې د هغوي نېکۍ او بدۍ خپلو کښې برابر وي يعنې دومره ګناهونه ئې نۀ وي چې دوزخ ته دې ولېږلے شي خو دومره نيکۍ ئې هم نۀ وي چې جنت ته دې لاړ شي۔ خو د مفسرينو تر مخه دوي به د خداے پۀ فضل وخت پس ته پۀ جنت کښې داخل کړے شي۔ زۀ چې کله هم د دۀ دفتر ته ورځم نو دې خبرې ته مې خيال شي ولې چې د دۀ دفتر هم پۀ قدرتي توګه نديم پلازه کښې داسې دے چې پۀ دريم چهت دے۔ دوه چهتونه ترې بره او دوه ښکته دي دا فېصله نشم کولے چې بره چهتونه ښۀ دي او کۀ ښکته خو مونږ ته ښکته ځکه ښۀ ښکاري چې دې ته د بره چهتونو پۀ نسبت پۀ اسانۍ ورخېژو۔ د اياز الله ترکزي رويه او طبيعت هم داسې دے چې دوست دے نو سم دوست دے او چې نۀ دے نو بس نۀ دے چې چا سره ئې تعلق دے نو ورسره غم ښادي، روغ رنځور، تګ راتګ بلکې د روزانه حالاتو او هر څۀ نه ئې ځان خبروي خو کۀ چا سره ئې طبيعت و نۀ لګېدو نو هډو نوم ئې نۀ اخلي۔ وړومبے خو د يارۍ دوستۍ له خاطره تر ډېره ګزاره کوي پۀ پټه خُلۀ هر څۀ زغمي خو چې کله خبره داسې د حد نه واوړي نو يو ملګري نيم ته د ګيلې او شايد د مشورې د پاره خبره وکړي خو که پۀ دې هم کار ونۀ شي نو بس بيا پۀ هغه ځاے د مشرانو خبره ورسره سخي کټي بېلوي۔ ما خپله ليدلے دے چې د څو ملګرو نه پۀ لويو لويو خبرو نۀ دے خفه شوے خو چې د صبر پېمانه ئې ډکه شوې ده نو وړه خبره ورته بهانه کړي او ځان ترې خلاص کړي۔ د يو ملګري نه ئې داسې زړۀ بد شوے ؤ بلکه تر اوسه بد دے، خبره د معمولي غوندې رقم ده۔ ما ورته يو ځل هسې ووې چې کۀ هغه دغه رقم راوړولو ته رضا شي نو بيا دې څۀ خيال دے صفا ئې راته ووې چې بس زړۀ مې ترې موړ شوے دے۔ دا رقم مې ورته هسې بهانه کړے دے۔ کله کله چې د چا نه تنګ شي نو ښار کښې تر اوږدې مودې پورې د اوسېدو پۀ وجه ئې دا تجربه شوې ده چې داسې پۀ څۀ کار ئې اړم کړي چې هغه ئې نۀ شي کولے نو خپله ترې بې غمه شي او یا ورسره داسې کار وکړي لکه یو سړے چې د کلي نه ښار ته پۀ کډه تلے ؤ ۔ پۀ دویمه ورځ ترې چا موټر پټ کړو خو چې ماښام ئې وکتل نو د کور مخې ته ئې موټر پاک صفا ولاړ ؤ چې چا سروس کړے هم ؤ۔ دۀ چې ګاډے خلاص کړو نو یو کاغذ پۀ سیټ پروت ؤ چې پرې لیکلے شوي وو “زۀ بخښنه غواړم کورودانه مې د بال بچ ناروغه وه او سمدستي حاجت ؤ نو ستاسو ګاډے مې بغېر د تپوس نه بوتلے ؤ ۔ زۀ معافي غواړم او زما د طرفه درې د سېنما ټکټونه او ورسره ستاسو د خوراک دا حقیر رقم چې زر روپۍ دي قبول کړئ۔ سړے د هغۀ کورودانه او خواښې پۀ خوشحالۍ فلم کتلو له لاړل خو چې واپس راغلل نو کور ئې ورله غلو تش کړے ؤ او یو خط ئې ورته لیکلے پرېښودلے ؤ : امید دے چې فلم به مو خوښ شوے وي : خو د دې برعکس چې چا سره ئې طبيعت لګي نو داسې څۀ بهانې ورته جوړوي چې هغه بنده خپل ځاے ته پۀ ورتګ مجبوره کړي۔ يوه زمانه به محترم سليم راز صېب ورله ډېر تلو راتلو ۔ دې کښې يوه دلچسپه خبره دا ده چې يوه ورځ اياز الله، عصمت سوراني او سليم راز صېب د رې واړه د قيصه خوانۍ نه يونيورسټي بک اېجنسي طرفته روان ؤ نو ډېر خوند ئې کولو ځکه چې د ټولو قدونه يو شان وو ماته پته نۀ وه چې دا څوک دي خو چې ورته مې د شانه وکتل نو زړۀ کښې مې راغلل چې دا خو درې واړه وروڼه ښکاري او غبرګوني وروڼه خو مې ليدلي دي ولې درې ګوني مې نۀ وو ليدلي۔ دوي پسې ورتېز شوم او چې ومې کتل نو دوي درې واړه پۀ ګپ روان وو۔

عصمت سوراني يوه خاکه پۀ اياز الله ليکلې ده چې عنوان ئې دے “زما پۀ قد زما ملګرے” پۀ قد دا درې واړه يو شان دي خو پۀ فکر، کار او زيار کښې ئې ډېر فرق دے۔ البته د درې واړو پۀ وړو وړو وجودونو کښې داسې ښکاري لکه چې د دوي نه علاوه نور درې درې کسان وي خو پۀ دوي کښې د اياز الله ترکزي انفراديت دا دے چې دغه دواره د ګټې پۀ ورځ نۀ دي پېدا شوي او لکه زما خواروزار دي خو دۀ له پکښې د دنيا د ګټلو ټولې طريقې ورځي۔

ما چرته اورېدلي يا لوستلي دي چې تاسو د چا د ښۀ سړيتوب اندازه لګوئ نو لويه نخښه ئې دا ده چې دوستان او نوکران ئې زاړۀ وي نو پۀ دې حساب چې وګورو نو د اياز الله د نمونې پۀ توګه څو زاړۀ دوستان شته خو هغه ئې اکثر خپلوان او کلي وال دي ولې نوکران ورسره ډېر زاړۀ نشته اوس نۀ شم وئيلے چې دې کښې د دۀ يا د دوستانو او نوکرانو څومره لاس دے۔ ځکه د پښتو متل دے چې پړق د يو لاسه نۀ خېژي۔ بهرحال دے کاروبار کوي، بازار کښې ژوند تېروي او بازار کښې چا له ورتلونکے هر سړے د بنده دوست نۀ وي بس خپل غرض له راغلے وي چې هغه تر سره شي نو پۀ خپله مخه ځي ځکه نو دفتر ته ئې نوي نوي خلق څو ورځي يا میاشتې ځي راځي او بيا پۀ خپله ورک شي یا دے ترې پۀ څه چل ځان خلاص کړي ۔

دا هم حقيقت دے چې حجره جومات کښې ناست پاست دے نو د مېلمه پالنې پۀ چل ښۀ پوهېږي ورسره پۀ کښې د سخا ماده هم شته ځکه نو هر وخت ئې دفتر د مېلمنو نه ډک وي او اکثر د رخصتېدو پۀ وخت ورله هغه کتابونه هم پۀ ډالۍ کښې ورکوي کوم چې دۀ چاپ کړي وي۔ نن سبا ئې د پرنټنګ سره سره د کتابونو خرڅولو د پاره د “ادب محل” پۀ نامه دکان پرانستے دے چې دغلته هم د خپل سخاوت مظاهره داسې کوي چې ملګرو له کتابونه پۀ نيم قيمت ورکوي۔

زما او نورو ځنې ملګرو کوشش دا وي چې کۀ څوک پېژندګلو تن مو کتاب چاپ کوي نو چې د دۀ د فتر لاره ورته سمه کړو۔ زما خو خپل ځاني پۀ دې کښې دوه غرضونه وي يو دا چې هغه کتاب چاپ کوونکي ملګري سره هم ګزاره وکړي او د دۀ هم کار روان شي ۔ دې سلسله کښې راسره دوه ځله ناوړه واقعات هم شوي دي چې هغه ذکر کول غواړم يوه واقعه خو دا ده چې د کوئټې نامتو ليکوال محترم عبدالکريم بريالي صېب د اردو خپل کتاب “ختم نبوت” چاپ کولو نو ماته ئې ووې چې څوک راله وګوره چې دا کتاب پرې چاپ کړو۔ دغه وخت زما زوے هسپتال کښې داخل ؤ خو دۀ ته مې و نۀ وې۔ دوه څلور ورځې بازار ته لاړم او د مختلفو کسانو نه مې د کتاب پۀ حقله نرخونه واخستل بيا ايازالله له ورغلم۔ بريالي صېب د کوئټې او لاهور د پبلشرانو نه هم نرخونه معلوم کړي وو۔ دا کتاب څلور سوه کاپۍ چاپ کول وو چې درې سوه پۀ کارډ او سل کتابونه پۀ ګته کښې پکار وو چې پۀ دې حقله ئې اياز الله سره باقاعده خط کتاب د موبائل د مېسجونو د لارې شوے ؤ خو چې کله ئې کتاب چاپ شۀ او هغۀ يوړو نو میاشت نیمه وروستو ئې ماته ووې چې ما ورسره د پنځو سوو کتابونو د چاپ کولو خبره کړې وه خو خبره ئې ځکه سمه نۀ وه چې د څلورو سوو کتابونو د چاپ کولو مېسج ئې ما او اياز اله ته خپله رالېږلے ؤ۔ دا ښۀ وه چې دغه پېغام ئې مونږ دواړو سره پۀ رېکارډ کښې ؤ چې ور ومو لیږلو ګنې نو بيا به صفائي ګرانه وه۔ يو خوا رانه بريالے صېب ګيله من ؤ او بلخوا اياز الله ګيله کوله او زۀ مينځ کښې حېران وم چې دا څه پۀ مصیبت واوړېدم ۔

بل ځله زما يو بل زوړ شاعر ملګري عبدالخالق بادل صېب خپل د شاعرۍ کتاب “زنځيرونه” دوباره چاپ کولو چې زمونږ پۀ وېنا ورته اياز الله لس زره روپۍ پريښې وې خو وروستو خواؤ شاه دوه مياشتې پس بيا دۀ الزام لګولے ؤ چې ما نه ئې لس زره روپۍ ډېرې اخستي دي او تر دې چې د بازار د پرنټنګ يونين صدر ته ئې درخواست ورکړے ؤ او ورسره بلخوا اياز الله ترکزي هم دعوه کړې وه چې ما له بادل صېب ستاسو د دوستۍ پۀ وجه کمې روپۍ راکړې دي۔ نو ما له دې لس زره نورې راکړي او يا ئې راله تاسو راکړئ، دې الزام کښې ئې راسره ملګرے لیکوال ابراهیم رومان صېب هم شامل کړے ؤ څوک چې د دوي کلي وال دے۔ ولې ښۀ ده چې بادل صېب ته بيا څۀ وخت پس د خپلې غلطۍ احساس وشۀ او پۀ خپلو کړو ئې معافي وغوښته۔

اياز الله د شاعرۍ مجموعه د “ګل سپرلے” پۀ نامه چاپ کړې ده خو ورسره ورته دا احساس شوے دے چې دې مېدان کښې څۀ نامه نۀ شي پېدا کولے نو هم پۀ دغه ځاے ئې د شاعرۍ نه سمه توبه کړې ده او ما ترې کله هم چرته شعر نۀ دے اورېدلے۔ يو ناول ئې هم د “جونګړه” پۀ نامه ليکلے دے چې څۀ ډېره مزه ئې نشته خو دا ئې وړومبے کوشش ؤ او يوه علامتي غوندې قيصه ئې ليکلې ده چې د فلمي سټورۍ غوندې پۀ منډه منډه قيصه خپل انجام ته رسي ګني د قيصي پلاټ ښۀ دے او مقصديت هم پکښې شته خو دۀ د ليک نو اموزي او ناتجربه کاري پۀ کښې صفا ليدلے شي۔

د افسانو ئې تر اوسه څلور مجموعې د “درشل، تورمخونه، پټ پټوڼے او قرنطين” پۀ نامه چاپ شوي دي چې پۀ ترتيب واره توګه هره مجموعه کښې ئې د بلې نه تر څۀ حده ترقي کړې ده۔ د افسانه نګار پۀ حېث ئې مستقبل روښانه ښکاري او دا ئې د خوښې مېدان هم ښکاري چې پۀ يوه مخه پکښې ليکل کوي خو زما پۀ خيال د معياري افسانې ليکلو د پاره به ورله تندي پرېښودل غواړي او خپل ليکونه به ورله بيا بيا ليکل او اصلاح کول غواړي۔ زمونږ ډېر داسې ليکوال زۀ پېژنم چې هغوي ليکل ښۀ ډېر کولے شي خو خپل ليکونه چې يو ځل وکړي نو دوباره پرې نظر نۀ اچوي او يا پکښې ورته پۀ دوېم ځل خواري عبث ښکاري د دوي د افسانو مجموعه “پټ پټوڼے” مسوده ما کتلې وه او مشوره مي ورکړې وه چې که دا دوباره وليکې او لږه خواري نوره اوکړې نو شاندارې افسانې ترې جوړېدلے شي خو د ډېر معمولي او اسان بدلون نه علاوه ئې پکښې نور کار د ناراستۍ پۀ وجه و نۀ کړے شۀ۔

د تحقيق، تنقيد، ترتيب او تدوين پۀ لړ کښې ئې چې کوم کارونه کړي دي نو هغه يقيناً د معيار له لحاظه غوره دي او دا چل ئې لکه چې د سندي تحقيق د داخلې پۀ دوران کښې زده کړے دے۔

د ايازالله يو ښۀ کار دا دے چې لکه د پخوانو دکاندارانو او اټۍ والو ترې څوک مسلسله سودا کوي نو ورسره لپه چڼې پلي پۀ چونګي کښې ورکوي لکه پروېز شېخ صېب چې پرې څو ناولونه چاپ کړل نو د هغۀ پۀ ژوند او فن ئې يو کتاب مرتب کړو. دغه شان د نوموړي ليکوال سعد الله جان برق صېب څو کتابونو سره ئې هغۀ ته هم د چونګي پۀ توګه د هغۀ پۀ ژوند او فن کتاب تيار کړو۔ يو بل کتاب ئې پۀ ډاکټر شېرزمان سیماب مرتب کړے دے اګر چې دۀ پرې خپله هغه هومره کتابونه نۀ دي چاپ کړي خو پۀ يونيورسټۍ کښې ئې استاد دے بل کېدے شي نور ئې ورله لس اتۀ کسان رالېږلي وي او کۀ وګورو نو د هغۀ پۀ حقله کتاب ئې هم د نورو دوه کتابونو نه د صفحو پۀ لحاظ کم دے او کۀ د کتابونو چاپ کولو سودا ئې دۀ سره روانه وه نو دا کتاب پۀ دويم ايډيشن کښې زياتېدلے هم شي۔

يو بد عادت ئې دا دے چې اکثر خبرې ترې هېرېږي خو عجيبه دا ده چې د خپل مطلب خبره ترې نۀ هېرېږي ځکه چې د روپو ورکولو کومه ورځ ورته ياده کړې نو ښه سمه ورته ياده وي ولې نورې خبرې ئې د مازغو نه ووځي خو دومره هېر د ماغه هم نۀ دے چې لکه د ابراهيم رومان ترې د خپل کور لاره خطا کېږي او يا پردو کورونو ته ورځي۔

يوه مسئله ئې دا ده چې شعرونه ورته بيخي نۀ يادېږي کله کله خو لکه د لويو خلقو پۀ نفسياتي مرضونو هم اخته شي خو دوه څلور ورځې پس ته ښۀ شي او يا د خپلو ماشومانو سره پۀ چکر لاړ شي چې دغه ئي د نفسياتي مرض علاج وي۔ ښۀ خبره پکښې دا ده چې پۀ ځوانه ځوانۍ دينداره دے مونځ اودس کوي عقيده ئې ښۀ ده او بېت الله شريف ته د تګ سعادت ئې هم حاصل کړے دے چې د حج سفرنامه ئې “جامونه د زم زم” پۀ نامه ليکلې ده ورسره د قام پرستۍ جذبه هم لري۔

لنډه دا چې اياز الله ترکزے زمونږ غوندې انسان دے چې خوبۍ او خامۍ دواړه لري خو د خامو نه ئې خوبۍ زياتي دي ځکه نو کۀ مثالي انسان نۀ وي نو ښۀ انسان ضرور دے او زۀ خو ئې دې ته حېران شم چې دے پۀ وړوکي ځان دومره مختلف کارونه څنګه کوي ځکه نو پۀ دې وېنا مجبوره شوم چې روپۍ وړه خو پۀ تول پوره ده۔

پېښور

2021/11/13

دا هم ولولئ

د قېصو سړے – ګل محمد بېتاب

نوټ:( دا خاکه د محترم نورالامين يوسفزي د افسانو د نوي چاپ کېدونکي کتاب “څادر” …