د اشرف خان هجري تنقيدي بصيرت – نورالامين يوسفزے

تنقيد پۀ انساني ژوند کښې د درنښت اهميت وړ دے. انسان چې د غار نه تر محل کومه ترقي او پرمختګ کړے دے پۀ دې سماجي او ټولنيز ارتقاء کښې د دۀ تنقيدي بصيرت او د دۀ تخيل Imagination بنيادي او کليدي کردار لوبولے دے. مونږ چې پۀ انساني تاريخ يوځلنده نظر اچوو نو پۀ ادبي تاريخ کښې د لرغوني يونان او د لرغوني يونان د سترو پوهانو کۀ افلاطون، ارسطو او لانجائنس کردار د چا نه پټ نۀ دے. ارسطو چې ادبي تنقيد کوم بنياد پۀ منطقي اصولو کېښودو پۀ دغه بنيادي تخليقي محل د جوش، انداز او عظمت پۀ ذريعه لانجائنس ساز کړو خو د دغه درېو واړو نه اګاهو مونږ ګورو چې د يونان پۀ زوړ تاريخ کښې د افلاطون نه اګاهو ددغه دور شاعرانو لکه هومر،الوقنيز او هوسيډ وغېره پۀ خپله شاعرۍ کښې پۀ روايتي انداز پۀ يو بل تنقيدونه کړي دي. او د افلاطون فلسفيانه خيالاتو ته ئې يو بنياد ورکړے دے. د دغه دور پۀ حقله ښاغلے ډاکټر جميل جالبي ليکي چې د ډېرو نورو علمونو غوندې د اول تنقيدي ابتدا هم د يونان نه کېږي. او بوطيقا د تنقيدد فن لومړے او بنيادي شاهکاردے.

خو لکه څنګه چې يو څيز پۀ خلا کښې نۀ پېدا کېږي نو دغه شان بوطيقا او د يونانيانو د تنقيد فن هم پل پۀ پل تر دې دمه رارسېدلے دے. د ارسطونه سوونه کاله اګاهو د دې علم ابتدائي نخښې د نړۍ د لومړي شاعر هومر پۀ عظيمه شاعرۍ کښې د تنقيد ژور شعور پۀ نظر راځي . هم دغه شان د دۀ نورو هم عصرو شاعرانو لکه ….. ازنوفيز ، پنډاراو جورجس پۀ کلام ( شاعرۍ) کښې هم د خپل عصر پۀ شاعرۍ د تنقيد نخښې پۀ نظر راځي.(١)

هم دغه شان د پښتو ادب پۀ تاريخ چې مونږ کله نظراچوو نو لکه د يونان د پښتو ادب کښې هم د جديد تنقيد نه اګاهو مونږ کلاسيکي او لرغونو شاعرانو لکه د لرغوني يونان دتنقيد غېر رسمي پېل پۀ شاعرۍ کښې کړے دے . ابتدا ئې ملاارزاني کړې ده. وروستو بيا نورو روښاني شاعرانو او خوشحال خان خټک دغه عمل ته هم پۀ شعر کښې دوام ورکړے دے.

اشرف خان هجري چې د خوشحال بابا مشر زوے دے او د خپل دور يو اهم شاعر دے. د هغۀ پۀ شاعرۍ کښې هم داسې اشعار او يو اوږد نظم پۀ لاس راځي چې پۀ کښې د تقابلي، جمالياتي،تاثراتي، نظرياتي او عملي تنقيد نخښې پۀ لاس راځي. خو د دې نه اګاهو چې د اشرف خان هجري پۀ تنقيدي بصيرت پۀ تفصيل سره خبره وکړو. د پښتو کلاسيکي شاعرانو پۀ حقله د ښاغلي حنيف خليل وېنا ده هغه وائي “مونږ کۀ د پښتو ادب پۀ تاريخي سفر غور وکړو نو د “پټې خزانې” د روايت ترمخه مونږ ته پته لګي چې ابو محمدهاشم سرواڼي،”دسالووږمه” پۀ نوم يو کتاب ليکلے ؤ چې پۀ کښې ئې د عربۍ د اشعارو د فصاحت او بلاغت پۀ حقله خيال څرګند کړے. دۀ دابو محمد هاشم د زېږدنې کال پټه خزانه کښې ٢٢٣هـ ليکلے دے. د هغۀ کتاب دستياب نۀ دے ځکه د هغۀ پۀ تنقيدي شعور هم تبصره نۀ شي کېدے. البته دا پته ترې ضرور لګي چې پښتو ليکونکيو د ډېر پخوا راهسې د تنقيدي شعور نخښې پرېښې دي. د تنقيد د دغو ابتدائي نخښونه پس مونږ تنقيدي افکار د پښتو شاعرانو پۀ شاعرۍ کښې لټوو او د هغې تجزيه کوو چې د زړو شاعرانو دغه تنقيدي فکر د کومو مکتبونو او د کومو څانګو سره سمون خوري”(٢)

پۀ خپل هم دې کتاب کښې حنيف خليل د اشرف خان هجري پۀ تنقيدي توان او بصيرت داسې خبره کوي. “د خوشحال بابا پۀ زامنو کښې اشرف خان هجري يوداسي شاعر دے چې د تقابلي تنقيد يو غوره معيار ئې پۀ خپله شاعرۍ کښې څرګندکړے دے”(٣)

“اشرف خان هجري کۀ يو خوا د پښتنو ملي قهرمان مشر زوے دے، سرداري ئې هم کړې ده او وروستو بيا د مغل پۀ قېد کښې پۀ حق رسېدلے دے خو دے د خپل عصر يو لوے نمائنده شاعر دے. د هجري د تنقيدي بصيرت پۀ حقله نوموړے څېړنکار او نقاد ښاغلے راج ولي شاه خټک ليکي: “د هجري لويه کارنامه دا هم ده چې هغۀ پۀ خپل وخت کښې د خپل ادبي شعور له مخه د پښتو د شاعرانو او د هغوي د معيار ذکر کړے دے. پۀ دغه تبصره کښې مونږ ته د ډېرو شاعرانو پته لګي چې هجرې پرې د ستائنې تنقيد کړے دے او دا د هجري خپل مکتب استاد نيسي. (٤)

پۀ خپل يو شعر کښې اشرف خان هجري شاعرانه نقل کوي خو د دغه سره سره د خپل نظم او خپلې شاعرۍ پۀ نوښت او جدت هم يو نقاد غوندې رڼا اچوي او دې سره سره د روښاني مکتب د ټولو نه لوے شاعر راپاروي دلته هم د تقابلي تنقيد يو تت ليتکے بلېږي. هغه وائي:

روښاني مرزا به و ې کۀ زنده وے

چې هجري پۀ نظم نن نوے حکمت کا

(٥)

پۀ خپل يو بل شعر کښې هم د شاعرانه تعلي پۀ غېږه کښې د يو داسې شاعر لکه د هجري غوندې يو عصر شاعر وي پۀ حقله وائي:

مدت بويه چې شاعر هسې پېدا شي

چا وئيل هجري خټک غوندې مطبوع کا

(٦)

د خپل يو غزل پۀ فکر او روحاني بڼه داسې خبره کوي چې د خپل فکري اساس پۀ اړه وياړي او وائي:

دا غزل چې نن هجري خټک بيان کړۀ

سرتر پايه حقيقت دے نۀ مجاز

(٧)

اشرف خان هجري هم دغه شان ځاے پۀ ځاے د خپلې شاعرۍ پۀ جمالياتي او فکري اړخ د يو ښۀ نقاد غوندې تبصرې کړې دي. پۀ خپل يو شعر کښې دا دعويٰ هم کوي چې څوک سخن فهم او سخن سنج وي هغه به زما د شاعرۍ قدر کوي ځکه چې هم هغه ئې روح ته رسي دلته ئې د خپل قاري او نقاد معيار هم ښودلے دے او وائي:

د هجري وئيل عزيز پۀ سخن سنجو

د اشعار قدر ئې څۀ لري اوباش

(٨)

د هجري پۀ ديوان کښې يو داسې غزل هم شته چې دغه ټول غزل کښې هغۀ د شاعرانه تعلي پۀ غېږه کښې د شاعرۍ پۀ فکري، تخيلاتي او جمالياتي اړخ رڼا اچولې ده. او کۀ يو خوا ئې د خپلې شاعرۍ پۀ لفظياتو، مفاهميو او شاعرانه ښکلاګانو خبره کړې ده. نو بلخوا د يو مېچؤر نقاد غوندې پۀ خپله زمانه کښې د شاعرۍ لپاره جمالياتي،تاثراتي او فکري چوکاټ هم ټاکلے دے. ددغه غزل څو شعرونه وړاندې کوم…

چې د زړۀ دسته وا د فکر بازکړم

پۀ منګلو کښې ئې بند د معنو قاز کړم

نوے نوے مضمون راکاندي لۀ غېبه

ځکه هومره پۀ خلا د فکر ناز کړم

کوم شاعر به هسې اب و شعر ورکا

لکه زۀ ئې ارائش د وزن ساز کړم

د معنو اسرار کۀ هرڅو سربسته وي

زر پۀ زر ئې پۀ تدبير دعقل باز کړم

د قبول ګوتې پۀ پوئي پۀ لېمه کېږدي

کۀ هجري پۀ دا هنر وائي اعجاز کړم

(٩)

اشرف خان د خپلو غزلو پۀ اکثرو قطعو کښې د شاعرانه تعلي سره سره د شاعرۍ لپاره چوکاټ ، او فني چابکدستۍ او هنري کمال پۀ ضرورت او اهميت رڼا اچوي. کۀ مونږ د دغه غزليه شاعرۍ نه را تېر شو او د هجري هغه نمائنده قصيدې ته ځير شو کومه چې د هغۀ پۀ تنقيدي بصيرت او تنقيدي توان ګواه دے، او د کوم نه چې د هجري د خپلو هم عصرو شاعرانو د مطالعې او د دوي پۀ ادبي مقام د پوهې اظهار کېږي او د کوم پۀ نتيجه کښې چې هغه د خپل دور د يو نمائنده نقاد پۀ صورت کښې زمونږ مخې ته راځي. د خپلې دغه قصېدې سرخط لاندې داسې ايښودے . . .

“مشتمله پۀ احوال و حقيقت د شعراؤ” بيا د خپلې دغه قصيدې پېل داسې کوي…

د مردانو بډائي علم و هنر دے

ارائش د ګلرخانو پۀ زېور دے

(١٠)

هم پۀ دې قصيده کښې وړاندې ليکي :

هر چې لاف دشعر کاعلم ئې نۀ وي

مسخره پۀ ږيره کاندي ګيدي خر کا

(١١)

د شاعر لپاره د علم او پوهې د اهميت نه پس هغه د پښتنو پۀ اجتماعي ټولنه نيوکه کوي او وائي چې پښتنو کښې د يو قام پۀ حېث د علم او هنر کمے دے. نن هم دغه حال دے خو اشرف خان هجري د نن نه سوونه کاله اګاهو د يو شاعر، مفکراو نقاد پۀ حېث دغه کمے هغه وخت هم محسوس کړے ؤ ځکه خو وائي کنه چې:

پښتون ذات چې رب پېدا کړ لۀ ازله

دود دعلم د هنر پۀ کښې کمتر دے

کۀ همه قومه پره کړې سر د سره

دا حکمت پۀ څو مکانه مقرر دے

(١٢)

پۀ ټول قام کښې پۀ عمومي توګه دعلم، حکمت او هنر دکمي خبره چې وکړي نو بيا دا اقرار هم وکړي چې خال خال پۀ ځنو قبيلو او ټبرونو کښې دکار سړي شته او هم د دې سره د تقابل تنقيد پېل وشي. دلته اوس اشرف خان د يو ادبي نقاد صورت اختيار کړي او داسې ګوايانه شي:

اولاً به د استاد لۀ حاله وايم

چې ئې شعر جهانګير لکه د نمر دے

پۀ پښتو ژبه چې شعر چا بيان کړ

د همه د نظم ستوري دے قمر دے

څۀ خوبي د هغۀ نمر وائي مهجوره

چا ئې نام دهر نيولے سر پۀ سر دے

د خپل ستر استاد او پلار خوشحال بابا د شاعرانه کمال او د هغۀ د فن پۀ حقله چې کله خبره وکړي او دا ووائي چې زما پلار او استاد د دې دور د شاعرانو سرخېل او مير دے نوبيا د خپلو وروڼو پۀ حقله داسې ګويانه شي…

اوس ئې وايه حقيقت د شاګردانو

چې هر يو لۀ دې قنده بهرور دے

قادر خان کۀ بحر بولم دروغ نۀ دي

چې ئې فکر داصلي رو رو مصدر دے

د خپل عالم فاضل او صوفي ورور عبدالقادر خان خټک پۀ فن او فکر د دې عالمانه نقد نه پس د خپلو نورو وروڼو سکندرخان خټک، صدرخان خټک او رحمان خټک پۀ شاعرۍ ئې هم پۀ يو يو شعر کښې ډېر پۀ بليغ انداز تبصره کړې ده او د هغوي د شاعرانه کمال او شاعرانه رجحان پۀ حقله ئې وضاحت کړے دے چې هر يو د خپل خپل انداز ښۀ شاعر دے ددې نه پس وائي چې:

پس لۀ دې بله کېفيت د نورو وايم

چې د چا شعر شمشېر د چا خنجر دے

ددې نه وروستو کۀ د قلندر د شاعرانه مقام ادراک کوي نو ورسره د حضرت عبدالرحمان بابا د کلام د شېرينۍ ، سلاست او شاعرانه عظمت باندې داسې تبصره کوي:

خوږ زبان ئې پۀ زمان شکرې لولي

هغه طرف چې مستقر ئې پېښور دے

د رحمان پۀ وئيل ځاے د لقب نشته

چې ئې ما شعر منظور کړ معتبر دے

ددې نه پس ذهني روښاني شاعرانو پلو لاړ شي او د دوي د شاعرانه عظمت ذکر پۀ دې الفاظو کوي…

ارزاني، دولت د خپل دور بلبل ؤ

نن ئې وللے زمانې دشعر فر دے

د واصل لۀ شعره څۀ وايم و چاته

چې زما پۀ مخ ئې پورې د حال ور دے

دلته اشرف خان وائي چې :

نور قابل د يادو نۀ دي پۀ دا ذيل

نۀ ئې شعر سنجيده نۀ د باور دے

ټول ئې وسپارۀ پۀ ما سرير د نظم

هغه نمر چې نن د خاورو پۀ بستر دے

(١٣)

اشرف خان هجري پۀ خپل ذکر شوي نظم کښې د خپلو قابل ذکر شاعرانو پۀ فن او شاعرانه مقام پۀ ډېر جانانه انداز رڼا اچولې ده.

دلته کۀ عبدالحميد مومند پۀ نظر نۀ راځي نو داسې ښکاري چې کله اشرف خان قېد نۀ ؤ نو حميد بابا به لا ډېر وړوکے ؤ او شايد د يو استاد مشاعر پۀ حېث ئې شهرت نۀ ؤ مندلے ځکه چې اشرف خان هجري د رحمان بابا هم عمر ؤ او بيا د خپل عمر اخري څوارلس کاله ئې پۀ قېد کښې اړولي وو نو ځکه ئې شايد د حميدبابا ذکر نۀ دے کړے. بحر حال زمونږ مطلب دا ؤ چې اشرف خان هجري د يو زبردست تنقيدي بصيرت سختن ؤ. پۀ خپل کلام کښې ئې د تقابلي، جمالياتي او فکري تنقيد نمونې خوندي کړې دي او هم دغه ئې د کلام نه اندازه کېږي:

حوالې:

1. ارسطوسے ايليټ تک جالبى ډاکټر جميل نيشنل بک فاونډيشن اسلام اباد ٢٠١٢ز. بى ائى پرنټرز راولپنډى صفحه نمبر ١٦. ١٧

2. تنقيدپۀ پښتو ادب خليل پروفېسرحنيف غزنوي پبلشرز سروس پلازه جناح روډکوئټه اګست ٢٠١١ز صفحه نمبر ٩٥

3. هم دغه کتاب: صفحه نمبر ١٠٦

4. د پښتو ادبي تحريکونه خټک ډاکټرراج ولي شاه پښتو اکېډمي پېښور . جدون پرنټنګ پرېس پېښور ١٩٨٩ز صفحه نمبر ٢١٥

5. ديوان هجري اشرف خان پښتو اکېډمي پېښور ترتيب و تحقيق خليل همېش ملت پرنټرز لاهور ٢٠٠١ز صفحه نمبر ٤٠

6. هم دغه اثر صفحه نمبر ٥١

7. ————- صفحه نمبر ٩٢

8. ————- صفحه نمبر ٩٩

9. ————- صفحه نمبر ١٣٨. ١٣١

10. ————- صفحه نمبر ٣٥٠

11. ————- صفحه نمبر ٣٥٠

12. ————- صفحه نمبر ٣٥١

13. ————- صفحه نمبر ٣٥٢

دا هم ولولئ

دا “د پنجرې چغار” – نورالامين يوسفزے

“د پنجرې چغار” د يو داسې بلبل نوا او صدا ده چې د قام او …