د قېصر اپریدي ‘سړي نه تر عجب سړي’ پورې سفر – بېدار اصلزے

قېصر اپريدے د پښتو د معاصر ادب د هغه ليکوالانو او شاعرانو نه يو دے کوم چې ډېر سنجيده اخستل پۀ کار دي او د دې وجه دا ده چې قېصر اپريدي پۀ کومو موضوعاتو ليکل کړي دي، عموماً پۀ شعر کښې او خصوصاً پۀ نثر کښې، هغه مونږ ته پۀ پښتو ادب کښې د نوو مباحثو د پېل کولو دعوت راکوي او د هغۀ چاپ شوي کتابونو نه کۀ مونږ “جماليات يو نظرياتي جاج” او “تهذيب څېړنه او کره کتنه” وګورو نو دا خبره لا شدت اخلي چې دې خوا ته دې توجه وکړلې شي؛ خو ولې د پښتو لوستونکي چې زياتره پۀ کښې د کاسميټک انټلکوچولز د مافيا پۀ دام کښې ګېر دي، داسې مباحثو ته کله هم متوجه شوي نۀ دي.

“څۀ عجب سړے يمه” د هغۀ نوې چاپ شوي شعري مجموعه ده چې دې نه وړاندې د هغۀ درې شعري مجموعې “د مات کودي رېحان”، “سل نومونه د عشق نور دي” او “لادوا” پۀ نومونو چاپ شوي دي – د دې کتاب نوم شاعر د خپل شعر د اولې مصرې نه را اخستے دے چې مکمل شعر څۀ پۀ دا ډول دے:

څۀ عجب سړے يمه چې لږه غوندې ساه واخلم

نۀ هغه صحرا او نۀ توده هوا مې ياده وي

اوس کۀ هم دې نوم ته ځير شو نو مونږ ترې دا مطلب اخذ کولے شو چې د دې نوم پۀ واسطه شاعر د خپل ځان پۀ حقله دوه اعترافات کوي: يو د خپل ځان د شتون Existence او بل د شتون سره سره د عجيبه کېدو يا دا چې مونږ ورته د منفرد Unique کېدو اعتراف هم وئيلے شو. اوس هر کله چې د وجود د شتون خبره کېږي نو فلسفه دې ته د وجوديت Existentialism د مکتب او د هغۀ د بېلابېلو نظريو تر مخه رسپانس ورکوي نو زۀ به هم دا بحث د دې نظريو پۀ رڼا کښې مخ پۀ وړاندې وړم او بيا څومره پورې چې د منفرد کېدو خبره ده نو زۀ داسې ګڼم چې بايد مونږ د وجوديت نه هم يو ګام راوړاندې شو او د وجود د اثبات نه د را ولاړو نتيجو تر مخه د دې د سړي عجيبه کېدو يا منفر کېدو باندې هم خبره وکړو؛ خو وړاندې لۀ دې چې د بحث دې ځاے ته راورسم، غواړم چې خصوصاً د وجوديت پۀ فلسفيانه مکتب او عموماً د وجوديت د تصوف سره د ګډوډلو پۀ غلط اپروچ باندې هم لنډه رڼا واچوم.

Existentialism د فلسفې يو مکتب دے چې د دې مکتب نوم د لفظ Existence نه جوړ دے او معنٰي ئې شته والے دے. پۀ پښتو کښې د دې مکتب د پاره د ‘وجوديت’ يا ‘وجود پالنه’ اصطلاح کارول کېږي او د دې مکتب فلسفيان انسان د خپل ژوند پۀ حقله پۀ فېصلو کولو کښې توانمند او ازاد ګڼي او هم داسې د هغۀ د وجود او د شتون اثبات کوي. د ازادۍ دا بحث پۀ بنيادي توګه د فلسفې يو اهم سوال د جبر او قدر پۀ حقله سوال سره تړلے شوے دے. د جبر او قدر پۀ حقله بحث د انسان سره دومره نزدې والے لري چې د دې جرړې تر اول انسان پورې رسولې شو؛ خو د وجوديت پۀ شکل کښې دې ته د رسپانس ورکولو دا مکتب پۀ نولسمې او شلمې صدۍ کښې منځ ته راغے. دراصل دا هغه دورانيه وه کله چې مغرب لکه د فرانس د انقلاب غوندې تجربو نه راتېر شوے ؤ او بيا پۀ شلمه صدۍ کښې پۀ نړيوال جنګونو کښې ښکېل شوے ؤ. پۀ داسې صورتحال کښې مغربي ټولنه د مروجه مذهبونو او کلتورونو د قدرونو نه زړۀ تنګې، بې باوره او مايوسه وه. دې صورتحال نۀ صرف پۀ ټولنه کښې مسلسل ‘وېره’ او ‘کرکه’ خوره کړې وه بلکې د انسان د ژوند معنې ئې هم اړولې وې نو ځکه د دې وخت ځینې فلسفيانو دا مسئلې پۀ پام کښې ونېولې او د حل تدبيرونه ئې ورته لټول شروع کړل – پۀ دې کښې اول نوم د سورن کېرکېګارډ(Soren Kierkegaard) راځي. د هغۀ پۀ خيال د انسان ژوند د هغۀ پۀ عملونو اډاڼه لري او بيا د هغۀ عملونه د هغۀ پۀ خواهشاتو باندې ولاړ دي او هم دا خواهشات دي چې انسان د وېرې او د بې چېنۍ او د مسلسل اذيت سره مخ کوي. هغه خپل نظر د يو مثال سره داسې ښکاره کوي چې انسان چې پۀ يوې دنګې منارې ولاړ دے؛ يوه وېره خو د هغۀ دا ده چې ګنې هغه به لاندې را ګوزار شي خو ولې د وېرې بله وجه ئې دا ده چې هغۀ ته کله دا معلومه شي چې ګنې هغه کولے شي چې د خپل ځان حفاظت وکړي او بيا ورسره دا سوال ملګرے شي چې ايا دے به د ځان حفاظت وکړي او کۀ نۀ؟ نو دا هم هغه وېره ده چې انسان د بې چينۍ سره مخ کوي. هغه بيا زياتوي چې زمونږ د قدرونو راخپلول هم بيخي داسې دي – مونږ د خپلو ژوندونو ته معنې ورکولو کښې او د قدرونو پۀ راخپلولو کښې هم د داسې وېرې ښکار کېږو او هم دا وجه ده چې مونږ پۀ خپلو فېصلو کولو کښې د لا ډېر احتياط نه کار اخلو. کېرکېګارډ د سوکاله ژوند کولو د پاره د خداے سره د يو والي لار تجويز کوي. هغه د ژوند درې درجې پۀ ګوته کوي چې جمالياتي، اخلاقي او مذهبي درجې يا سټېجونه دي. هغه وائي چې اخري سټېج داسې دے چرته چې انسان خپل خداے ته ورسي او پۀ خپله وېره قابو وموندي – د دې مکتب يو دوېم اهم نوم نېټشے (Nietzsche) دے چې د کېرکېګارډ نه بدل اپروچ لري. د هغۀ پۀ خيال انسان چې د نهالسټۍ (Nihilism) ښکار دے، د دې اسباب د مذهبونه، قدرونه، پۀ بله دنيا يقين، د ډارون نظريه، ماډرن رياستونه او د ټولنې طبقاتي وېشونه دي او پۀ دې قابو هغه انسان موندلے شي چې د خپل اختيار پۀ زور د دې ټولو قدرونو مقابله وکړي او خپل قدرونه جوړ کړي. هغۀ خپل دا با اختياره سړے ‘اوور مېن’ نومولے دے چې د ټولنې تر ټولو لوړ انسان دے. پۀ وجوديانو کښې بل اهم فلسفي سارتر(Sartre) دے چې وائي انسان ازاد دے او بې د ازادۍ ورسره بله لار نشته او دا ځکه چې د نورو انواعو برعکس د دۀ وجود د دۀ پۀ جوهر مقدم دے؛ لکه يو پېن چې صرف د ليکلو د پاره جوړ دے خو انسان داسې نۀ دے؛ انسان شعور لري – دا شعور هغۀ ته د ذمه دارۍ احساس ورکوي او دا احساس ازادي ده. هم داسې البرټ کاميو(Albert Camus) هم يو اهم وجودي فلسفي دے چې د “سسېپس پۀ دېومالا”(The myth of Sisyphus) سره ئې خپل نظر ښکاره کړے دے. د هغۀ پۀ خيال د ژوند هېڅ معنٰي نشته او څومره څومره چې مونږ ژوند ته معنې ورکوو دومره دومره به د سختیو سره مخ کېږو – بايد انساني ژوند يوه معنٰي ولري چې هېڅ معنٰي ونۀ لري. انساني فطرت ته د ډېر نزديکت د وجې د دې مکتب اغېزه پۀ ادب هم ډېره وشوه بلکې د ساتر او کاميو نومونه د فلسفې تر څنګ د ادب نه هم بېلولے نۀ شو – د دوي تر څنګ ډوسټويفسکي (Dostoyevsky)، سائمن ډي بېور(Simon de Beauvoir)، مېرلاؤ پانټې(Merleau Ponty) او ګيبريل مارسيل(Gabriel Marcel) هم د يادونې وړ دي چې پۀ خپلو ليکونو کښې ئې د انسان د اختيار او د وجوديت خبرې کړې دي. پۀ پښتو ادب کښې راج ولي شاه خټک د وجوديت جرړه تر پير روښان رسولې ده خو ولې دا بحث به مونږ نه لا بشپړه څېړنه غواړي – يواځې مونږ د جبر او اختيار عمومي بحث ته کله هم وجوديت نۀ شو وئيلے او بيا پۀ پښتو ادب کښې دا اپروچ هسې هم تر مشاهدې ډېر راغلے دے چې وجوديت او تصوف ئې سره ګډوډ کړي. دلته دا يو عام رجحان جوړ شوے دے چې د وجوديت خبره کېږي نو ورسره دا تاثر هم اخستلے کېږي چې ګنې خامخا به دا د تصوف خبره هم وي او هر د وجوديت نظر لرونکے شاعر به وجودي شاعر هم وي؛ خو داسې بالکل نۀ ده – د دې د ګډوډ کېدو يو دوه وجوهات ما ته دا هم ښکاري چې يو خو تصوف چې د دوو فلسفيانه مکتبونو معتزله او اشعريه نه پۀ اغېزه کښې د راتلو د وجې د جبر او قدر پۀ حقله بحث شروع کړو چې د وجوديت فلسفيانه مکتب سره يو قسم ته مماثلت لري خو ولې بيا هم مونږ ورته سوچه وجوديت نۀ شو وئيلے او هم داسې د خداے پۀ حقله د بحث کولو پۀ نتيجه کښې وحدت الوجود او وحدت الشهود غوندې صوفيانه نظریې منځ ته راغلې او چرته چې وحدت الوجود سره تړلي مباحث وجودي مباحث وګرځېدل – دا وجودي مباحث د وجوديت سره مس کنسپچولائزډ کړے شول خو ياده دې وي چې دا هېڅ لازم ملزوم نۀ دي،

پورته لکه څنګه چې د وجوديت پۀ پېژندګلو کښې دا ووئيلے شول چې د وجوديت مکتب پۀ مغرب کښې هغه وخت رامنځ ته شو کله چې قدرونه د ټولنې خلقو ته پۀ ژوندکولو کښې ناکام ښکاره شول او ټولنه زړۀ تنګې، بې باوره او مايوسه شوله؛ لۀ تېرې يوې اوږدې مودې راهسې پښتنه سيمه هم د بدامنۍ پۀ زد کښې ده او د ژوند هر اړخ ئې پۀ خپله اغېزه کښې اخستے دے نو پۀ داسې حالاتو کښې به خامخا ټولنه خپل شته قدرونو نه زړۀ تنګې، بې باوره او مايوسه کېږي او پۀ داسې حال کښې به يا خلق د مسلسل کرکې او د وېرې ژوند کوي او يا به خپل اختيار پۀ کار راولي او ټولنې ته به د معنې د ورکولو هڅې به کوي –

قېصر اپرېدے هم لۀ هغو ليکوالانو او شاعرانو دے چې خپل اختيار پۀ کار راولي او د ټولنې د ودانۍ هڅې کوي. اوس کۀ بره بحث ته وګورو نو دا د اختيار د کارولو عمل پۀ بنيادي توګه پۀ درېو پړاوونو کښې معلومولے شو:

  • وړومبے پړاو: د زړۀ تنګۍ، بې باورۍ او مايوسۍ ادراک لګول
  • دوېم پړاو: د اول پړاو يادو مسئلو باندې د اختيار د پاره اپروچ کول
  • درېم پړاو: پۀ خپل کارولي اختيار خبره کول يا اخري رایې لرل

د قېصر اپريدي ياد کتاب ‘څۀ عجب سړے يمه’ کښې تقريباً پۀ هر غزل کښې مونږ داسې شعرونه لیدلے شو چې د درېو واړو پړاوونو نه راتېر نۀ صرف د هغۀ د وجوديت د نظر څرګندونه کوي بلکې د هغۀ پۀ دې لار د عجيبه کېدو يا د منفرد کېدو دلالت هم کوي. د هغۀ د شاعرۍ داسې بېلګې ټول پۀ ټوله راوړل کۀ ناممکنه نۀ وي نو افراط به ضرور وي او ځکه د ضرورت تر مخه فقط پۀ يو څو بېلګیو ئې اکتفا کوم.

لکه څنګه چې يادونه وشوه پۀ وړومبي پړاو کښې د هر څۀ نه اول د هغه حالت ادراک لګول وي چې انسان د خپل اختيار پۀ کارولو هڅوي، پۀ دې لړ کښې د قېصر اپريدي دا شعرونه چې؛

کۀ اذان کوو، اذان کښې به څۀ وايو؟

د خيالونو پۀ بحران کښې بۀ څۀ وايو؟

ډېره موده وشوه د ژوند قېصه خانۍ شاړه ده

ډېره موده وشوه پۀ شونډو حـکايت اودۀ دے

حېـف دے پۀ سترګو کښې جوهر د بينایۍ خو هم وے

پۀ دېوالونو راځوړندې ائينې څومره دي

د پښتنې ټولنې د خيالونو بحران سره پۀ مخ کېدو څومره پۀ ځاے عکاسي کوي – هغه پښتنه ټولنه چې پۀ ټپو، چاربېتو، بدلو، نيمکيو، غاړو، لغاتونو او قيصو باندې پېژندلې کېده، نن وېرې او کرکې پۀ داسې ځاے ودرولې ده چې څوک د درده ‘اٰه’ نو ورسره ئې سوال دا وي چې دا ‘اٰه’ ولې او چا ته کوم؟ پۀ داسې حال کښې د دې ادراک د وجوديت د نظر منونکو نه ښۀ څوک کولے شي ځکه چې دوي هم ځانونه د دې ذمه دار ګڼي او هم ئې حل ته با اختياره؛ هم داسې پۀ دوېم پړاو کښې د مسئلو د ادراک نه پس سوال دا راځي چې څنګه انسان کولے شي چې د خپل شتون د پاره تګلاره وټاکي او د مايوسۍ پۀ حالت د خپل اختيار د لارې برے وموندي او ژوند د پاره معنٰي ترلاسه کړي؛ دا تګلاره د قېصر اپریدي پۀ شاعرۍ کښې داسې ښکاره ده؛

د سفر پۀ لذت دا سړے خبر دے

خو روان وي، ترې نه هېره ستوماني شي

مضطرب زما د پاره خو ته هم وې

کاش کۀ دومره خود اختياره خو تۀ هـم وې

مۀ کوه قېصره! تنهائي دې رانه وژني

پام غلطوو او ټول دوستان راټولوو

بره ياد شوي درې واړه شعرونه د اختيار درې بنيادي عناصر مونږ ته پۀ ګوته کوي؛ اول شعر کښې مونږ د مسلسل جدوجهد طرف ته راغب کېږو، يعني هم هغه سړے به ژوند ته معنې راوړي چې مسلسل پۀ جدوجهد کښې وي – دوېم شعر مونږ ته د اختيار يوه داسې معنٰي پۀ ګوته کوي چې اصل اختيار خو وي هم هغه چې د ځان تر څنګ د بل د پاره اضطرب ولرې؛ دا هغه د اختيار کارونه ده چې مونږ د شريک ژوند پۀ طرف بوځي او هم دا خبره پۀ درېم شعر کښې لا ښکاره کېږي چرته چې د تنهایۍ پۀ ضد د يارانو د راټولولو تدبير کېږي او بيا پۀ درېم پړاوکښې يو بااختياره انسان پۀ خپل کار رڼا اچوي – ګويا دا د وجوديت يو پړاو هم دے او د هغۀ نه يو ګام وړاندې راتلل هم چې د کېرکېګارډ او د نېټشے برعکس ساتر او کاميو غوندې وجود پالونکي تر دې ځايه رارسېدلي ښکاري او دا ځکه چې داسې وجود پالونکي د خپل اختيار د کارولو پۀ عمل کښې پۀ خپله هم شامل وي. قېصر اپرېدے هم مونږ پۀ هغه وجود پالونکو کښې اچولے شو چې د خپل اختيار پۀ عملي کولو کښې پۀ خپله هم شامل دے او تر دې پړاو راغلے دے چې چرته ئې ځان نۀ صرف سړے بلکې عجيبه سړے موندلے دے او دا شعرونه ئې مونږ ته پۀ ښه توګه راښائي؛

زۀ به تر څو پورې د زاڼې غوندې چغې وهم

زۀ به تر څو پورې پرواز ته جوړومه خلق

چا راته وې چې دلته هر سړے لۀ کوره ورک دے

کور به پۀ خلقو او پۀ کور ابادومه خلق

پۀ اخر کښې به دا يادونه هم ضرور وکړم چې کۀ څۀ هم د ځینې معاصره فلسفيانو دا خيال دے چې د وجوديت دوره تېره شوې ده خو ولې کۀ مونږ نن هم د پرمختللو قامونو پۀ ادب نظر واچوو نو د وجوديت ښې بېلګې به وموندو، ځکه چې دا قسمه ادبي تخليقات ټولنه اېمبېشيئس ساتي او اېمبېشيئس ټولنې د خپل ښۀ راتلونکي تصور کولے شي او د هغوي شاعر او ليکوال د دې نۀ ښۀ خبر دے – بايد مونږ هم نۀ صرف پۀ شاعرۍ کښې بلکې پۀ فکشن کښې هم د وجوديت ښې بېلګې راپېدا کړو او زمونږ پۀ ټولنيز ژوند چې کومه د وېرې او د کرکې خپسه ناسته ده، دا پري وزغلوو.

کتابيات

  1. قېصر اپریدے، څۀ عجب سړے يمه، ننګرهار، کلاسيک خپرندويه ټولنه
  2. د فکر ملغلرې، ډاکټر راج ولي شاه خټک/ محمد رښتين ولي خټک، پېښور، منګل کتاب کور
  3. The Philosophy Book, Dorling Kinderdley (DK) Limited, London
  4. The Penguin Dictionary of Literary Terms and Literary Theory, J.A. Cuccon, Penguin Group

انټرنېټ

        1. https://www.iep.utm.edu/

 

دا هم ولولئ

باچا خان: د عدم تشدد یو بشپړ باب – بېدار اصلزے

عموماً پۀ ټول انساني تاريخ کښې او خصوصاً پۀ شلمه پېړۍ کښې د عدم تشدد …