د خدائي خدمتګار تحریک د بحالۍ پۀ موقع د ارباب عبد الغفور خان خلیل خطاب – ‘پښتون’

یو پنځوس نیم کاله زوړ دا پمفلټ د ارکائیوز نه د ډاکټر سهېل خان موندنه او پۀ ‘پښتون’ پېرزو ده. مشره ډاکټر سهېل خانه! مننه.

یو پنځوس نیم کاله زوړ دا پمفلټ هماغه حالات لري چې د تاریخ برخه ده. نن نۀ صرف دا چې ‘ون یونټ’ مات دے، د اتلسم ائیني ترمیم سره دا خاوره خپله تاریخي نامه، خپله اسمبلي او خپل وزارتونه هم لري. لۀ بده مرغه، څنګه چې دې پمفلټ کښې د ګورنر جنرل د ‘اېجنټ’ پۀ صوبه مسلط کېدو نه پس پۀ ائین او قانون پښې ایښودې شوې وې، دغه رنګ نن هم پۀ صوبه مسلط حکومت دے. د بي اٰر ټي غوندې حاجي کېمپ نه تر حیات اباده غزېدونکې اژدها باندې ئې پېښور پۀ بله اړولے دے او د دغې بي اٰر ټي پۀ دواړو خواو روان تجارت او روزګار ئې پوک وهلے دے. سرمایې پېښور نه کډه اخستې اسلام اباد، لاهور او کراچۍ ته ځي. دا صوبه چې وفاق ئې تل قرض دارے پاتې شوے، د وفاق سره د نړیوالو مالیاتي ادارو قرضدارې کړې شوه. ‘خېبر بېنک’ نزدې ده چې د کراچۍ پۀ ‘شنو سرو’ سوباړو خرڅ کړے شي. تعلیمي ادارې، هسپتالونه او پبلک سروسز نه سرکار لاس اخستي دي. هغه تېره میاشت ئې د ټولو صوبو د وزیر اعليٰ ګانو نه، لکه د ‘خان بهادر محمد ایوب کهوړو’ او ‘سردار بهادر خان’ اسلام اباد کښې ګوتې ولګولې چې د مرکزي حکومت لۀ خوا د اخستېدونکو قرضو قسطونه جمع کولو کښې به مرسته کوئ – څوک ‘سردار عبدالرشید خان’ او څوک ‘پیر زاده عبدالستار’ نشته چې د ‘نه’ وئیلو جرأت وکړي. قامي تحریک او قامي سیاست ئې څاري.

‘نېپ’ کښې مختلف فکرونه لرونکي ګوندونه د ون یونټ ماتولو د پاره یو ځاے شوي او ښکاره خبره ده چې د اجتماعي هدف سره د هغوي خپل انفرادي اهداف هم وو. زمونږ قامي مقدمه زمونږ قامي مشرانو کوله او نن تاریخ ښائي چې مونږ پکښې لۀ هر چا سپین او سپېځلي پاتې یو. نۀ پۀ نېپ دننه د کومې ډلې ټپلې پړه لرو او نۀ د کوم مصلحت د ښکار کېدو تور پۀ خپله سْره لمن لرو.

د ارباب عبدالغفور خان او د ‘خدائي خدمتګار شوريٰ’ د غړو روحونه دې ښاد وي! هغوي به خوشحاله وي چې نن د تحریک د سیاست د برکته یو بل غږ کېږي – د زر او زور خاوندان چغې وهي، ‘مرکز دیوالیه هو گیا هے’.

مونږ دا پمفلټ ځکه دلته بیا چاپ کړو چې یو خوا یو تاریخي دستاوېز خوندي کړو او بل خوا هاغه خلق چې د کوم تحریک یا کومې شوريٰ پۀ نامه د قامي تحریک نه ځان شوکوي، هغوي ته ځولۍ خوره کړو چې:

نۀ حواله بله لرو نۀ عقیده بله شته

زمونږ منزل ته نېغه لاره دغه سره جنډه ده

پۀ دولسمه جنورۍ 1968 د جمعې پۀ ورځ سحر لس بجې د پروګرام مطابق زوړ )میونسپل هال( د پېښور ښار کښې د سرحدي صوبې د خدائي خدمتګارانو یوه شوريٰ وشوه. د ټولو نه وړومبے د کرامت شاه فولاد پۀ تجویز د امان الله خان پۀ تائید حکیم محمد اسلم صاحب د شوريٰ صدر مقرر شو. د تلاوت د قران پاک نه پس د خدائي خدمتګار د انتظامي کمېټۍ د غړو طرف نه لاندې لیکلې شوې سپاسنامه کرامت شاه فولاد پېش کړه.

ښاغلو او درنو ملګرو! نن مونږه پۀ مرسته د هغه لوے خداے چې مونږ او ګړدې پښتنې نړۍ ته پخوا هم د پېرنګوالۍ پۀ دور کښې د دې ګران او خوږ وطن او پیاوړي قام د ازادولو پۀ لړ کښې د زړۀ لړزوونکو قربانیو توفیق او نېمکرغي راکړې وه؛ یو ځلې بیا د لوے پښتون قام او د خوږ وطن لۀ سره او د سترو او وړو مصیبتونو غمونو او اٰفتونو تورې ګُورې لړې د لرې کولو او ورکولو د پاره پۀ زوړ ډول او نوي عزم او تکل پۀ یو ډګر راغونډي شوي یو او د الله پاک نه طمع لرو چې هغه به مونږه ډېر زر پۀ دې نېکه او ښکلې اراده او هڅه کښې کامیاب کړي.

خوږو وروڼو! مونږ ښۀ خبر یو چې ستاسو زمونږ او د ټول پښتون قام پۀ زړونو د وطن د ازادۍ او د قام سوکالۍ کومې سرې لمبې د نن نه اتۀ دېرش کاله پخوا بلې وې، هغه اوس هم ژوندۍ دي او مړې نۀ دي. د دې ښکاره ثبوت دا دے چې د خدائي خدمتګارۍ شوريٰ د لوے او ویاړلي ګوند کومه ډیوه چې د پښتون ملت لوے بابا فخرِ افغان خان عبدالغفار خان بله کړې وه او پرله پسې د نامساعدو وختونو تېزو او توندو سیلیو مړه نۀ کړې شوه، د هغې رڼا د نُور زیاتولو د پاره تاسو ټول نن پۀ یو ډګر راجمع شوي یئ.

ګرانو او درنو مشرانو او کشرانو! خپل مرام ته د رسېدو د پاره د هر یو قام پوهان، دانشوران، سپین ږیري او ځوانان د ګوند پۀ دود پۀ ډګر راغونډېږي او د خپل چاپېرول پۀ رڼا کښې پۀ خپلو هڅو او د حقیقي ژوند لوري ته پۀ خپل تګ د یو ځغلند مګر دقیق نظر ځغلولو د پاره صلاح او مصلحت کوي او هم د دغسې صلاح مصلحت د پاره زمونږ ګران او توریالي مشر باچا خان کۀ ستاسو یاد وي، د نن نه ډېر مخکښې د خدائي خدمتګار شوريٰ قائم کړې وه او بیا تاسو وکتل چې شوريٰ د قام پۀ ټولو ننګیالو کښې د ژوندېدو او د ازادېدلو داسې جذبه راپېدا کړله او داسې زلزلې ئې راپېدا کړې چې د برطانیې او د دې وطن د استعمار پرستو قلعې ئې وړچولې.

نن مونږ یو ځل بیا هغه شوريٰ راژوندۍ کوو او د اسلام، پښتون قام او د دې وطن د سوکالۍ د پاره لۀ نوي سره خپلو هڅو ارادو او تکلونو ته وده او تقویت ورکوو او خپل اصلي او حقیقي مرام ته د رسېدو پۀ لاره کښې کوم خنډونه او اړکې لا تر اوسه موجود دي، هغه به د خپل ملي بېرغ د سیوري لاندې د یو اتفاق او تنظیم لۀ برکته لرې کوو.

پۀ اخر کښې مونږ تاسو ته د دې نېک او مبارک کار د پاره پۀ راغونډېدو د زړۀ لۀ کومي او پۀ ډېر اخلاص هرکلے وایو.

]مونږ یو د خدائي خدمتګار شوريٰ د تنظیمي کمېټۍ غړي[

د دې سپاسنامې نه پس ارباب عبد الغفور خان خلیل د خدائي خدمتګار تحریک پس منظر پۀ ملکي حالاتو او پۀ قومي مسائلو یو مدلل تقریر وکړو. د ارباب صاحب د شوريٰ تقریر او د اولسي جلسې تقریر پۀ دې کتابچه کښې ګرانو پښتنو ته پۀ مخکښې پاڼو کښې پېش کوو. د ارباب صاحب نه پس ننګیالي سر انداز کاکا، امان الله خان او محمد یونس قرېشي صاحب او نورو مندوبینو تقریرونه وکړل. دوي پۀ خپلو تقریرونو کښې دې خبرې سره د زړۀ لۀ اخلاصه مکمل اتفاق وکړو چې پۀ موجوده نازک وخت کښې چې نېشنل عوامي پارټۍ د پښتنو مسائل حل کولو کښې ناکام پاتې شوې ده، د خدائي خدمتګار تحریک بحالي د دې نازک وخت د تقاضې عېن مطابق ده او پۀ اخر کښې پۀ متفقه طور د خدائي خدمتګارۍ د تحریک د بحالۍ فېصله وشوه او خدائي خدمتګار شوريٰ ارباب صاحب ته د دې خبرې مکمل اختیار ورکړو چې هغوي دې یوه کمېټي چوڼ کړي چې د خدائي خدمتګار قواعد او ضوابط د وخت د تقاضو مطابق جوړ کړي.

د دې نه پس پۀ دې شوريٰ کښې د ‘یو یونټ’ د ماتولو، د سیاسي قېدیانو د رهایۍ، د تورو قوانینو د خاتمې، د هنګامي حالاتو د ختمولو، د شهري ازادۍ پۀ ځاے کولو، عامو بالغانو ته د ووټ ورکولو حق پۀ حقله قراردادونه پاس شو او دعا نه پس اجلاس برخاست شو.

د جمعې د نمونځ نه پس پۀ چوک یادګار کښې یوه عظیم الشانه تاریخي اولسي جلسه وشوه. پۀ دې جلسه کښې د ټولې پښتونخوا پښتني اولس پۀ ډېر ګڼ تعداد کښې شامل شو. د عاشق حسېن ککي زي پۀ تجویز او د مشتاق بابر پۀ تائید حکیم محمد اسلم سنجري صاحب د جلسې صدر شو. د تلاوت قران پاک نه پس زېن کاکا ، امان الله خان او کرامت شاه فولاد د قامي ولولو نه ډک نظمونه واورول. د دې نه پس عاشق حسېن ککي زي د پېښور ښار د اوسېدونکو د اړخ نه د مینې نه ډکه دا سپاسنامه د خدائي خدمتګار شوريٰ پۀ خدمت کښې پېش کړه:

د خدائي خدمتګار شوريٰ درنو غړو! مونږ د پېښور ښار ټول خدائي خدمتګار بالخصوص او اوسېدونکي بالعموم ستاسو ډېره ډېره مننه کوو او د زړۀ د اخلاصه شکریه ادا کوو چې تاسو د خپل ویاړلي او عظیم الشان ګوند د ټولو نه اولنۍ او وړومبنۍ غونډه د پېښور ښار پۀ زړۀ یعني چوک یادګار وکړه. مونږ تاسو ته پۀ ډېره مینه هرکلے وایو.

ګرانو مشرانو او ملګرو! د پېښور ښار خدائي خدمتګار د کال 1930 نه واخله تر دې وخته د دې وطن او قام د ازادۍ او سوکالۍ د پاره د خپل ملي بېرغ د لاندې هرې قربانۍ ته خپلې سینې ډال کړې دي او پۀ دې لړ کښې د بندیخانو تورې تمبې، د دار تختې او د مشینونو او ټوپکو ګولۍ ګواه دي. د 1930 د قصه خوانۍ بازار او بازار کلان لویه سانحه به د هېڅ چا هېره نۀ شي. پۀ دې بازارونو کښې د پېښور ښار قامي مجاهدینو د خدائي خدمتګارۍ تحریک د جنډې لاندې سرې وینې چې پۀ کومه پراخه سینه او خلاصو مټو د هغه وخت د جابرو واکمنو د لاسه توې کړې وه او بیا غازي عبدالرشید د دار د تختې د پاسه د شهادت جام چې پۀ کومه مړانه تر خپلو شونډو وړے ؤ، د هغو وینو او اوچتو حوصلو شمعې اوس هم روښانه دي او مونږ ته پۀ دې توره شپه کښې د مخکښې تګ لارې روښانوي.

عزتمندو ملګرو! دا چوک یادګار اګر کۀ د یو پېرنګي پۀ نامه جوړ شوے دے خو پۀ حقیقت کښې دا د خدائي خدمتګار ډلې د هر اقدام یوه چینه او منبع ګرځېدلے دے؛ نو بې ځایه به نۀ وي کۀ چرې مونږ دا ووایو چې چوک یادګار د خدائي خدمتګار د هر اواز اقدام یو ډګر دے او نن یو ځلې بیا مونږه د پېښور ښار اوسېدونکي او خدائي خدمتګاران پۀ یوه خولۀ تاسو له یقین او تسله درکوو چې د پښتون قام او د خوږ وطن د خاطره به لۀ هېڅ قسمه قربانۍ او زیانه غاړه نۀ غړووو.

خوږو وروڼو! زمونږه ډله او عزم دواړه څۀ نوي نۀ دي، بلکې زاړۀ دي – ولې د ځینو خلقو دا وېنا چې خدائي خدمتګار تحریک اوس موجود نۀ دے، مونږ دې هڅې ته جوړ کړو چې یو ځل بیا داسې خلقو او ګړدې دنیا ته وښایو چې خدائي خدمتګار تحریک د مړ کېدو د پاره نۀ دے بلکې دا د ژوندېدو د پاره جوړ شوے دے او پۀ هر ملک کښې کوم ګوند چې قام او وطن ته د ژوند بخښلو د پاره جوړ شوے وي، هغه پۀ خپله هم تل تر تله ژوندے وي او قام او وطن هم ژوندے کوي.

د ازادۍ پتنګانو! پښتون قام ځان له کلتور، ژبه او قامولي لري او مونږ دا غواړو چې خپل دا کلتور، ژبه او قامولي د هرې هغې پنجې نه ازاد وساتو چې د خپلې مړانې، مکر او فرېب خپسه پرې کښېنول غواړي او پۀ دې لړ کښې مونږ هرې سختۍ، قربانۍ او جدوجهد ته هر وخت تیار یو. د لوېدیځ پاکستان یو یونټ د پښتون قام پۀ څټ یوه پڅه چاړۀ ده او تر څو چې دا یونټ مو لټ پۀ لټ کړے نۀ وي، مونږ دا ګڼو چې زمونږ قام خپل اصلي مرام ته نۀ دے رسېدلے. راځئ چې خپل لوے خداے اسره کړو، د خپل ګران مشر باچا خان پۀ پلونو پلونه کېږدو او پۀ زړه لاره پۀ نوي عزم او ډول ور روان شو. مونږ کامیابۍ او کامرانۍ ته ور روان یو او کامیابي او کامراني زمونږه قدمونه ښکلولو ته را روان دي.

درنو پښتنو! مونږ د ښاغلي او پیاوړي ارباب عبدالغفور خان خلیل پۀ ډېره مینه شکریه ادا کوو چې هغوي د ګران مشر او د پښتون قام د لوے بابا باچا خان د اصولو پۀ رڼا کښې د خدائي خدمتګار د مجلس شوريٰ د رهبرۍ او مشرۍ واګې پۀ خپل لاس کښې واخستلې او د ازادۍ د تحریک دا زلمے ننګیالے او ایثار پېشه سپاهي پۀ دې ګران وخت کښې مېدان ته راووت. مونږ ښاغلي ارباب صاحب ته دا ډاډ او تسله ورکوو چې د هغوي پۀ مشرۍ کښې به خپل حقیقي منزل ته هر وخت روان یو. ارباب عبدالغفور خان د باچا خان د سر ملګرے دے او ټول عمر ئې پۀ بندي خانو کښې تېر کړو. د داسې بې لوثه او بې غرضه ځوان پۀ مشرۍ مونږ ټول فخر کوو او هیله لرو چې هغوي به د پښتون قام دا قافله منزل ته زر تر زره ورسوي.

پۀ اخر کښې مونږ دغې لوئې او تاریخي غونډې ته راغلو ټولو پښتنو ته هرکلے وایو او مننه ئې کوو چې نن هغوي خپل قیمتي وخت او نور ضروري کارونه د قامولۍ پۀ دې نوي تړون او اتحاد قربان کړل.

] مونږ یو د پېښور ښار اوسېدونکي [

او ارباب عبدالغفور خان خلیل د اولسي لاسونو د پړقاري پۀ ګونج کښې ودرېدو او دا تقریر ئې وکړو:

نحمده و نصلّي عليٰ رسوله الکریم o

عزیزانو پښتنو!

الحمد لله! د الله تعاليٰ ډېر ډېر شکرونه دي چې زۀ نن بیا یو ځل تاسو سره د خدائي خدمتګار سټېج ته مخاطب یم. د ټولو نه اول خو زۀ د خپل ګران صدر حکیم محمد اسلم صاحب سنجري او د ناظم اعليٰ عاشق حسېن صاحب ککي زي سره د نورو ټولو رفقاے کار خدائي خدمتګارانو او عام اولس ډېره مننه او شکریه ادا کوم چې تاسو ما ته پۀ دې عامه اولسي جلسه کښې د اخلاص او مینې نه ډکه سپاسنامه پېش کړه او ما له مو دا یقین او تسلي راکړه چې لکه د پخوا پۀ شان به تاسو ما سره پۀ ملګرتیا کښې د خپل عزیز قام او وطن د خدمت پۀ لړ کښې د هېڅ قسم تکلیف او قربانۍ نۀ اوړئ او دا کار به خاص د الله تعالي’ د رضا د پاره او د رسول صلي الله علېه وسلم د سنت پۀ پېروۍ کښې کوئ.

ګرانو وروڼو! دا موجوده عامه اولسي جلسه د ‘خدائي خدمتګار شوريٰ’ د اهتمام لاندې رابللې شوې ده – سره د دې چې تاسو د سرحد او سرحداتو پښتانۀ د خدائي خدمتګار نوم او د هغۀ د بې شانه قربانیو نه ناواقف نۀ یئ، مګر بیا هم کېدے شي چې ستاسو پۀ زړونو کښې دا خیال راځي چې دا جلسه د نېشنل عوامي پارټۍ زېر اهتمام ولې نۀ ده؟ نو ځکه زۀ دا ضرورت او وضاحت تاسو ته کول غواړم چې تاسو پۀ حقیقت حال پوره طور خبر شئ.

دا خو تاسو ته معلومه ده چې دا نېشنل عوامي پارټي مونږ د سرحد او سرحداتو پښتنو خدائي خدمتګارانو، د سندهـ، بلوچستان، پنجاب او مشرقي پاکستان د حزب مخالف د خیال کسانو د نن نه لس دولس کاله اګاهو پۀ ډهاکه بنګال کښې جوړه کړې وه. زمونږ د سرحد او بلوچستان د پښتنو او بلوچو د سندهـ د سندهیانو وروڼو دا امید او هیله وه چې پۀ مغربي پاکستان کښې مونږ وړو صوبو سره کومه بې انصافي او زیاتي شوي دي او پۀ کومه غلطه او ناجائز طریقه چې مونږ د خپلو صوبو او صوبائي حقونو نه محروم کړے شوي یو او پۀ وچ زور او زبردستۍ پۀ یو یونټ کښې ورمنډلے شوي یو، دې حق د انصاف ګټلو کښې به مونږ سره زمونږ دغه وروڼه د نېشنل عوامي ډلې د پنجاب او بنګال غړي او مشران پوره پوره ملګرتیا وکړي او پۀ دې طریقه به مونږ یو ځل بیا پۀ پاکستان کښې د خپل حق او خپلې صوبې خاوندان شو – لېکن اے وروڼو! دا یو ډېر تلخ حقیقت دے چې داسې ونۀ شوه او نۀ د کېدو څۀ امید شته؛ ځکه چې زمونږ د نېشنل عوامي پارټۍ د پنجاب او مشرقي پاکستان وروڼه زمونږ د دې حق او جائز مطالبې هم دومره مخالف دي لکه د مسلم لیګ عوامي لیګ وغېره د پنجاب او بنګال نور خلق – بلکې پۀ نېشنل عوامي پارټۍ کښې دننه د دوي مخالفت مونږ ته د نورو پۀ نسبت زیات نقصان رسوي او مونږ پښتانۀ د خپل مرام او هدف نه ډېر لرېباسي او پۀ خپل کار او مقصد کښې راته ډېر مشکلاتت او کړکېچونه راپېدا کوي.

د دې وجه دا ده چې دا کسان هم خلافِ توقع د پنجاب او بنګال پۀ خپل منځ د دې سمجهوتې او سیاسي وېش ښه ټینګه مرسته کوي، کومه چې د چوهدري محمد علي، ممتاز دولتانه، مشتاق احمد ګورماني وغېره او حسېن شهید سهروردي پۀ منځ کښې د مغربي او مشرقي پاکستان د Parity یعني برابري او پۀ مغربي پاکستان کښې د یو یونټ جوړولو پۀ باره کښې شوې ده چې مونږ د مشرقي پاکستان بنګالیانو له د پاکستان پۀ هر څۀ کښې خپل نیم پۀ نیم حق راکړئ نو مونږ به درنه پۀ بدله کښې د مغربي پاکستان د نیم حق متعلق هېڅ تپوس نۀ کوو – خوښه ستاسو د پنجاب ده – کۀ پښتنو، بلوچو او سندهیانو له څۀ ورکوئ او کۀ نۀ. دا څیز مونږ خدائي خدمتګارانو ته د پنجاب او بنګال د نېشنل عوامي پارټۍ مشرانو او ملګرو عملاً وښودلو – تر دې حده چې اوس دا تېر ځل مونږ خدائي خدمتګاران د باچا خان د ګرفتارۍ نه پس د خپل دې حق د مطالبې پۀ تور کښې جېلخانو ته اچولي شوي وو او قسما قسم تکلیفونه راکړے کېدل نو زمونږ دغه د پنجاب او بنګال د پارټۍ ملګرو زمونږ هېڅ تپوس او مرسته ونۀ کړه، بلکې الټه ئې پۀ مونږ دا الزام ولګولو چې دا کوم خدائي خدمتګاران جېل خانې ته تلي دي، دا بې د نېشنل عوامي پارټۍ د فېصلې نه تلي دي او دا صریحاً د پارټۍ ډسپلن ماتول او بغاوت دے. دا پروپېګنډه نۀ یواځې دوي پۀ پنجاب او بنګال کښې وکړه بلکې پۀ پارټۍ کښې دننه د خپلو خاصو اېجنټانو پۀ ذریعه ئې دلته پۀ سرحد کښې هم د نېشل عوامي پارټۍ وغېره غوږونو ته ورسوله. نتیجه دا شوه چې پۀ زرګونو خدائي خدمتګاران جېل خانو ته لاړل، د مارشل لاء کورټونو څوارلس څوارلس کاله قېد کړل، منقوله او غېر منقوله جائیدادونه ئې بحق سرکار ضبط شول، پۀ بنتونو د وهلو سزاګانې ورکړې شوې او پۀ جېل خانو کښې دننه پۀ ډېرې بې رحمۍ پۀ بنتونو ووهلے شول. څۀ خدائي خدمتګاران پۀ کښې پۀ پېښور، ډېره اسماعیل خان او ملتان وغېره جېلخانو کښې وفات او شهیدان شول – لکه عطاء الله صدر د سربند، مولانا داد خان سالار د پنیالې، محمد خان صدر د احمد خېلو او سېف الرحمان د جمټو غړمبک وغېره. د ټولو نه زیات پۀ کښې د کلونو د تنهایۍ قېد پۀ وجه او د جېل د بې غورۍ د باچا خان صحت د همېشه لپاره تباه او برباد شو. لېکن نتیجه څۀ؟ هېڅ نۀ.

نو وروڼو! هوښیاران وائي چې ‘ړوند هم پۀ موږي یو ځل پرېوځي’ – نو مونږ خدائي خدمتګاران څۀ رنګ پۀ غړېدلو سترګو ځان بیا دهوکه کړو او کوهي ته وغورځېږو؟

دوېمه خبره دا ده چې پۀ پاکستان کښې ټول کمیونسټ پۀ یوه جامه کښې یا پۀ بله کښې د چین د ډلې وي او کۀ د روس د ډلې، پۀ نېشنل عوامي پارټۍ کښې راجمع شول او اوس نوبت دې ته ورسېدو چې د چین او روس د اختلاف پۀ وجه پۀ نېشنل عوامي پارټۍ کښې باقاعده خانه جنګي شروع ده. ټوله پارټي پۀ دوو ګروپونو کښې تقسیم ده. تر دې چې مولانا بهاشاني صاحب څو څو ځل باقاعده اعلانونه وکړل چې ما عثماني صاحب د پارټۍ نه خارج کړے دے او عثماني صاحب وائي چې مولانا بهاشاني اوس نۀ صدر دے او نۀ د صدارت کولو قابل – او دغه شان پۀ پنجاب سي اٰر اسلم د ډلې دوي وائي چې مونږ محمود علي قصوري صاحب د پارټۍ نه ویستے دے او قصوري صاحب وائي چې ما دغه سي اٰر اسلم دوي د پارټۍ نه خارج کړي دي. دغه رنګ پۀ کراچۍ کښې خو باقاعده وهل ټکول وشول او پولیس پۀ کښې لس دولس تنه ګرفتار کړل. سرحد او بلوچستان کښې هم د دغه یوې ډلې یا بلې تنخواه دار اېجنټان پۀ پارټۍ کښې دننه لګیا دي، دغه کمیونسټ لټرېچر ښۀ پۀ زور شور کښې پۀ ډاډه زړۀ اعلانیه تقسیموي چې براه راست هدف ئې نوجوان تعلیم یافته طبقه ده خو بچ ترې نه نور هم څوک نۀ دي. ما ته هم د یو ساده خدائي خدمتګار پۀ لاس یو کمیونسټ اېجنټ د ماوزے تنګ د اقوالو یوه کتابچه چې هغه دا ده، راورسوله. دا طوفان راته پۀ خدائي خدمتګارو او عام پښتون اولس کښې د تباهۍ او بربادۍ یو لوے خړ سېلاب ښکاري، ځکه چې خدائي خدمتګار او پښتون من حېث القوم مسلمانان پۀ وحدهُ لا شریک خداے، د هغۀ پۀ پاک رسول صلي الله علېه وسلم، قران حکیم، اخرت او حساب کتاب ایمان او عقیده لري – د دې بر خلاف کمیونزم یعني اشتراکیت چې دا د کارل مارکس او اېنجلز دوو یهودیانو نظریه ده او لېنن پۀ روس کښې او ماوزے تنګ پۀ چین کښې هغې له عملي شکل ورکړو، د دې نظریې بنیاد پۀ دهریت او لادینیت باندې مبني دے. وائي چې د خداے تعاليٰ نوم او مذهب سراسر دهوکه فرېب دے – دې نه چې تر څو ځان خلاص او ازاد نۀ کړې، پۀ ګېده نۀ شې مړېدے.

نو اوس وایه خدائي خدمتګار پښتونه! چې هغه لوے ذات وحدهُ لا شریک خداے پاک خالق او رازق ګڼې او مسلمان یې؟ دا کارل مارکس او اېنجلز یهودیان به تا له د روزۍ انتظام کوي او کۀ دهریه، ملحد او زندیق یې. دغه دوه بېلې بېلې او جدا جدا متضاد نظریې دي. شف شف مۀ کوه! سم شفتالو ووایه چې تۀ دا قبلوې کۀ هغه؟ دا فېصله چې وکړې نو هله به د ژوند تېرولو لار او مقصد متعین کړے شې. اسلام یو مکمل ضابطۀ حیات لري او د ژوند تېرولو یو ډېر بهتر او اعليٰ نظام دے خو کۀ تۀ پرې ځان پوهه کړې او عمل پرې وکړې – نو ځکه مونږ خدائي خدمتګارانو نن دا فېصله وکړه چې مونږ به پۀ پښتنو کښې کۀ پۀ غر دي او کۀ پۀ سمه، د اصلاح او اتفاق پېدا کولو او د یو یونټ د شین شړق نه پۀ پُر امن او ائیني ذریعو پښتانۀ خلاصولو د پاره د خدائي خدمتګار شوريٰ پۀ نوم اصلاحي او سیاسي کار کوو.

زما وروڼو! تاسو کښې به اکثرو سپین ږیرو ته هغه زمانه یاده وي چې د نن نه قریباً شپېتۀ کاله اګاهو یعني د سن نولس سوه لس (1910) خواوشا پۀ دې وطن کښې د ترنګزو مغفور و مرحوم حاجي صاحب پۀ پښتنو کښې دا د اصلاح او اتفاق جوړولو کار کولو. چرته چې به لاړو نو د امر بالمعروف او نهي عنِ المنکر پۀ ذریعه پۀ ودونو، سنتونو او مړو کښې رسمونه رواجونه قطعاً بندول چې دې عام پښتانۀ مالي او اخلاقي طور تباهۍ ته رسولي وو. د قتل مقاتلو او دښمنو تربګنو جوړې به ئې کولې، ځاے پۀ ځاے به ئې دیني مدرسې قائمولې، پۀ دې طریقه به ئې پۀ پښتنو کښې د استخلاصِ وطن او ازادۍ جذبه پېدا کوله.

پېرنګیانو دا خبره کله برداشت کوله؟ حاجي صاحب مرحوم او مغفور ئې ونیولو او پۀ جېلخانه کښې ئې واچولو چې عامو پښتنو ته پرې ډېر تکلیف او درد ورسېدو. اخر ئې رها کړو. هغوي بیا حسبِ معمول خپل کار شروع کړو. پېرنګیانو بیا د ګرفتارۍ نیت وکړو خو پۀ یوه ذریعه حاجي صاحب ته دا راز معلوم شو. غالباً پۀ مارچ 1913 کښې چې حاجي صاحب د پېښور ښار سېټهـ کریم بخش مرحوم د اسلامیه کالج د جامع مسجد بنیادي تیږې کېښودلو له رابللے ؤ، دغه شپه د حاجي صاحب مرحوم و مغفور پۀ تهکال کښې وه. سحر ئې د زرګونو خلقو پۀ ملګرتیا کښې کالج ته تشریف یوړو او پۀ یوه عظیم الشان اجتماع کښې ئې د جامع مسجد تیږه کېښوده. روس کیپل سره د نورو انګرېزانو او سرکاري خلقو د صاحبزاده عبدالقیوم صاحب پورې ټول موجود ولاړ وو. حاجي صاحب خپل مخ پۀ سپین څادر پټ کړے ؤ او دعا نه پس پۀ اسپه سور شو. چې لاړو نو بونېر ته ورسېدو. پېرنګیانو ورپسې د خانانو نوابانو یوه لویه جرګه بونېر ته ولېږله چې پۀ هر شکل وي خو چې حاجي صاحب واپس راولئ. چنانچې دغه جرګه کښې زمونږ د تهکال سر نواب ارباب دوست محمد خان مرحوم هم شامل ؤ چې ما ته ئې د دغه جرګې روداد د باچا خان پۀ موجودګۍ کښې مولانا سېف الرحمان مرحوم متهروي بیان کړے ؤ. حاجي صاحب مرحوم و مغفور د پېرنګیانو پۀ دام کښې بیا د نښتو کله ؤ، چنانچې ډېر دار مدار نه پس جرګه بې نیل و مرام واپس راغله.

دې نه پس فخرِ افغان خان عبدالغفار خان د یو نوجوان خانزاده مصلح پۀ شکل کښې عملي مېدان ته راووتو او هم دغه ډول اصلاحي کارونه ئې پۀ لاس کښې اخستل او ډېر پۀ سرګرمۍ سره لګیا ؤ پښتنو کښې ئې کار کولو. دغه دور کښې د ‘رولټ اېکټ’ خلاف ایجیټېشن شروع شو. باچا خان پۀ اتمانزو کښې د رولټ اېکټ خلاف یوه عظیم الشان جلسه وکړه چې عام اولس ورله د ‘باچا خان’ قامي خطاب ورکړو. انګرېزانو ګرفتار کړو او د قېد سزا ئې ورله ورکړه. د هغه وخت قېد او جېلخانه د اوسپنې چڼې چیچل وو. باقاعده شل سېره چکۍ کول، د تېلو کهولو ګرځول، کمبل ملائي کول، مونج کوټائي کول وغېره وغېره. لنډ تنګ د غټې خامتا کرته پرتوګ شلېدلے او خرابې ترابې کمپلې، اوړۀ د خاورو او شګو نه ډک، روټۍ نیمه پخه او نیمه اومه، د سبزۍ پخکړي کښې ښکاره چینجي، عام سي کلاس کښې هېڅ مراغات نۀ – دا هر څۀ باچا خان پۀ ډېر صبر او تحمل ښۀ مردانه وار برداشت او تېر کړل. د خلاف او هجرت پۀ تحریکونو کښې باچا خان ښه بهرپور حصه واخسته. عن تر دې چې پۀ هجرت افغانستان ته هم لاړو. د هجرت تحریک د ناکامیابۍ نه پس پېښور ته واپس راغلو. بیا ګرفتار شو او قېد شو؛ چې اخر ئې د نورو هم خیال ملګرو سره پۀ اتفاق د ‘انجمن اصلاح الافاغنه’ بنیاد کېښودو او پۀ اجتماعي طور ئې دا اصلاحي کارونه کول چې پۀ کښې د ازاد تعلیمي ادارو قائمول د پروګرام لویه برخه وه. چې پۀ اتمانزو کښې ازاد هائي سکول قائم کړے شو او د پښتنو د مختلفو علاقو نوجوانانو له پۀ کښې د قومیت او حریت درس ورکړے کېدے شو.

دې سره سره باچا خان د پښتنو پۀ صحافت کښې یوه لویه کارنامه وکړه چې ‘پښتون’ رساله ئې شروع کړه او هم دغه د حریت او ازادۍ مضامین او نظمونه به ئې پکښې شائع کول چې زیاته حصه به پکښې د باچا خان خپل لیکل وو. پښتنو لیکونکو او عالمانو دې کښې ښۀ پۀ ذوق شوق حصه واخسته او د حریت پسندۍ، قوم پرسۍ او اسلام دوستۍ مضامین او اشعار به ئې پۀ کښې لیکل. ډېره پۀ شوق او مینه به پښتنو لوستل. عن تر دې چې پښتنو مېرمنو هم پۀ کښې څۀ لیکل او لوستل شروع کړل. دا رساله د پښتونخوا نه علاوه تر امریکې، افریقې او یورپ پورې چرته چې پښتانۀ وو، غوښتله او لوستله او د هغه ځایونو نه به ئې ورته لیکل هم رالېږل. بلکې مالي امداد به ئې د رسالې ښۀ پۀ ارت مټ کولو. باچا خان پۀ خپله ‘پښتون’ چلوونکے او حکیم عبدالخالق خلیق صاحب د نائب چلوونکي کار کولو چې دا سلسله د پاکستان تر جوړېدو پورې باقاعده وچلېده. البته چې کله به باچا خان او مونږ ټول خدائي خدمتګاران جېلخانو ته لاړو نو دا سلسله به بنده شوه.

پۀ 1929 اخر کښې پۀ ټول هندوستان کښې د ازادۍ تحریک ښۀ پۀ زور شور کښې شروع شو. پۀ سرحد کښې هم زمینه تیاره وه. باچا خان د سرحد او سرحداتو ټول حریت پسند کسان راجمع کړل او پۀ اتمانزو کښې د ‘افغان جرګه’ او ‘افغان یوتهـ لیګ’ یعني خدائي خدمتګارانو د تنظیم بنیاد کېښودے شو چې عبدالاکبر خا اکبر د افغان جرګې صدر، میا احمد شاه بېرسټر مرحوم د جرګې ناظم اعليٰ او سرفراز خان مرحوم د خدائي خدمتګارانو سالار چوڼ کړے شول.

خدائي خدمتګاري پۀ کال دوه کښې د سرحد او سرحداتو پښتنو فرد فرد او کلي کلي ته ورسېده او من حېث القوم پښتنو عالمانو، بزرګانو، خانانو، اربابانو، زمیندارانو او کسب ګرو زلمو او زړو بلکې نرو او ښځو ټولو پۀ کښې د زړۀ د اخلاصه پۀ ډېره مینه او شوق حصه واخسته. د قام، وطن او اسلام د خدمت د پاره دوه لکهه پښتانۀ زلمي ملا تړلي مېدان ته راووتل او پۀ غر پۀ سمه کلي پۀ کلي د افغان جرګې شاخونه او د خدائي خدمتګارانو تنظیم جوړ شو. رسمونه رواجونه عامو پښتنو پۀ خپله رضا او خوښه پرېښودل او د قران پاک او سنت رسول صلي الله علېه وسلم پۀ رڼا کښې ټولې فېصلې پۀ کور کلي کښې کېدې. د انګرېزي حکومت تهاڼې او کچهرۍ خوشې پاتې شوې. د قتل او ډاکې چرته نوم پاتې نۀ شو.

انګرېز چې د استعماریت او استبدادیت لوے مدعي او د پښتون قام او اسلام پوخ دښمن ؤ، هغۀ دې ته چرته کتے شو!!! یک دم ئې پۀ ګرفتارو، تالاشو او وهلو ټکولو لاس پورې کړو. خو چې پۀ دې ونۀ شوه نو پۀ درې ویشتم اپرېل 1930 ئې پۀ قصه خوانۍ بازار پېښور کښې قتل عام وکړو او د سرحد نه ئې قصاب خانه جوړه کړه. هم دا شان پۀ بنو، کوهاټ او مردان وغېره ځایونو کښې انګرېزي فوج پۀ تش لاس پُر امن مخلوقِ خدا د ټوپک او مشین ګنو ګولۍ وچلولې او پۀ زرګونو پښتانۀ ئې مړۀ او زخمیان کړل. دې سره سره شل پینځویشت زره پښتانۀ زلمي او زاړۀ ئې ګرفتار کړل او د سرحد ټولې بندي خانې تر هري پوره پورې د سیاسي قېدیانو نه ډکې شوې. پۀ بندي خانو دننه چې کوم انسانیت سوز او ظالمانه سلوک پېرنګي زمونږ سیاسي قېدیانو سره کړے دے، هغه لا ځان له یو بېل داستان دے چې د غم او درد نه ډک دے.

دې حالاتو او واقعاتو خدائي خدمتګار مجبور کړل چې کانګرس له د ملګرتیا او همکارۍ لاس ورکړي – ځکه چې دغه وخت پۀ ټول هندوستان کښې د حریت پسندو او ازادي خواه خلقو د انګرېزي سامراج خلاف دغه یو شریک لوے ګوند ؤ چې د وطن د ازادولو لپاره ئې عملي جدوجهد او سربازي کوله. کومې کارنامې چې دې خدائي خدمتګار تحریک د استخلاصِ وطن او ازادۍ پۀ لار کښې د اسلام د سر لوړۍ د پاره کړې دې، هغه دنیا لیدلې دي – نو ځکه اوس مونږ یو ځل بیا د دغه زرین دور د یاد تازه کولو لپاره دا د خدائي خدمتګار شوريٰ یو خصوصي اجلاس او عامه اولسي جلسه رابللې ه.

زما وروڼو! دا د دغه بې لوث او بې غرضه قربانیو نتیجه ده چې مونږ باندې الله تعاليٰ خپل فضل او کرم وکړو او مونږ د پېرنګي د غلامۍ نه خلاص شو او وطن ازاد شو.

ازاد هندوستان پۀ دوو حصو کښې تقسیم شو. د هندو د اکثریت صوبې او علاقې بهارت شو او د مسلمانانو اکثریت صوبې پاکستان شو.

قائد اعظم محمد علي جناح صاحب د پاکستان اول ګورنر جنرل مقرر شو چې د ډیلي نه ئې کراچۍ ته تشریف راوړو او د حکومت واک اختیار ئې پۀ لاس کښې واخستو. نواب زاده لیاقت علي خان د پاکستان وزیر اعظم مقرر کړے شو خو د ډېرې بد قسمتۍ نه دغه دواړه د پاکستان د سر مشران پۀ ډېر لنډ وخت یعني درې څلور کاله کښې د دنیا نه رخصت شول او د ملک واک اختیار هغه چا ته پاتې شو څوک چې د پېرنګي وفادار، خطاب یافتګان، جاګیرداران او خاص تابعداران وو – واک اختیار سمبالولو سره هغوي پۀ خپل منځ کښې د اقتدار جنګ شروع کړو او چا چې د وطن د ازادۍ د پاره خپل سرونه او مالونه قربان کړي وو، هغه غریبانان د کس مپرسۍ پۀ حالت کښې لاړل وروستو پاتې شول چې چا ئې تپوس قدرې هم ونۀ کړو او نۀ د هغوي پسماندګانو. تر دې حده چې هغه د ازادۍ د شهیدانو هم چا نوم قدر وانۀ خستو – خاورې وو او خاورې پاتې شول – چا ئې د کونډو یتیمانو پۀ سر د مهربانۍ او شفقت لاس قدر هم رانۀ کښلو.

الټه پښتنو سره چې د ازادۍ د جنګ پۀ مقدمه کښې جنګېدل او پۀ وینو لمبېدلي وو، دا وشو چې سره د قائد اعظم محمد علي جناح صاحب او نواب زاده لیاقت علي خان د یقین دهانو او وعدو چې پښتنو سره ئې ځان ځان له او پۀ عظیم الشان جلسو او اجتماع ګانو کښې کړې وې چې پښتنو سره به پۀ پاکستان کښې هېڅ قسم زیاتے او حق تلفي نۀ کېږي؛ د هغوي د وفات نه پس د پنجاب او بنګال لیډرانو او بر سر اقتدار ملازمت پېشه کسانو بې د څۀ قانوني او ائیني جواز نه وچ پۀ زور پۀ صوبائي اسمبلیو کښې د یو یونټ د جوړېدو قراردادونه پاس کړل؛ بره د دې چې پۀ سندهـ کښې پیر زاده عبدالستار او سرحد کښې سردار عبدالرشید خان چې دواړه وزیر اعليٰ وو، پۀ اسمبلیو کښې د دې جبري طور د یو یونټ د قراردادونو پاس کولو نه انکار وکړو چې دواړه د دې جرم پۀ پاداش کښې د وزارت اعليٰ د عهدو نه برطرف کړے شول.

سندهـ کښې ئې خان بهادر محمد ایوب کهوړو وزیر اعليٰ کړو او مکمل اختیارات ئې ورله ورکړل. دغه شان د سرحد اسمبلۍ د وزیر اعليٰ د عهدې لپاره ئې سردار بهادر خان د بلوچستان نه راوغوښتو چې هلته د ګورنر جنرل اېجنټ یعني چیف کمشنر ؤ – نۀ د سرحد اسمبلۍ رکن ؤ او نۀ د مسلم لیګ ممبر – راتلو سره سرحد اسمبلۍ او د مسلم لیګ صدر مقرر شو؛ ځکه چې د قانون او ائین خو نۀ څۀ تپوس ؤ او نۀ ضرورت.

سردار بهادر خان د سرحد اسمبلۍ ممبرانو ته صاف پۀ ډانګ پئیلي ووئیل چې یا خو به د دې صوبائي اسمبلۍ د ماتېدو او مغربي پاکستان د یو یونټ د جوړېدو قرارداد پاس کوئ او یا به نېغ کورونو ته ځئ – نو بیا دومره غېرت او ایمان چرته کښې ؤ؟ پۀ ټیټو سترګو ئې دغه قرارداد پاس کړو چې د سرحد صوبه اسمبلۍ او وزارت هر څۀ ختم شو. بعینیه هم داسې پۀ سندهـ کښې خان بهادر محمد ایوب کهوړو د دې قرارداد د پاس کولو د پاره چې د سندهـ اسمبلۍ ممبرانو سره څۀ کړي دي، هغه د دې نه ډېر زیات ناروا او نامناسب وو. بهر صورت، دا تپوس هډو چا ونۀ کړو چې اسمبلیو له خو ممبران د قانون جوړولو د پاره لېږلے شوي وو، دا د اسمبلۍ د ماتولو اختیار ورله چا ورکړو چې صوبه، اسمبلي او وزارت هر څۀ ختم کړي؟ او کۀ د وړو صوبو یعني سرحد، بلوچستان او سندهـ عام اولس نه تپوس هم چا ونۀ کړو نو اورېدل چا؟ ځکه چې دا خو پۀ حکومتي محلونو کښې د پنجاب او بنګال بر سر اقتدار کسانو خپلو کښې د بیزو وېش کړے ؤ – نۀ د خلقو خوښو او ناخوښو ته وکتے شو او نۀ مسلّمه جمهوري، قانوني او ائیني طریقو ته. چې پۀ دې دومره اهمې واقعې د متعلقه صوبو د عوامو نه باقاعده د استصواب پۀ ذریعه تپوس شوے وے او د هغوي رایې معلومه کړې شوې وه.

د یو یونټ د جوړېدو نه پس د سندهـ، سرحد او بلوچستان عام اولس سخت د ناراضګۍ اظهار وکړو لېکن د هغې هېڅ پرواه ونۀ ساتلې شوه. نتیجه دا شوه چې د پنجاب او سندهـ، سرحد، بلوچستان د خلقو پۀ منځ کښې ورځ پۀ ورځ نفرت او بدګمانۍ زیاتېږي.

عجیبه دا ده چې د صوبائي اسمبلیو د یو یونټ د قرارداد پاس کولو نه پس خو فوراً پۀ هغې عمل درامد وشو؛ وړې صوبې، اسمبلۍ او وزارتونه ختم شو او یو یونټ جوړ شو لېکن چې د یو یونټ اسمبلۍ قریباً بالاتفاق د یو یونټ د ماتولو او پۀ مغربي پاکستان کښې پۀ لساني او ثقافتي بنیاد باندې زړې صوبې بحال کولو قرارداد پاس کړو نو تر نن ورځې پۀ هغې عمل درامد نۀ کېږي – سره د دې چې د سکندر مرزا پۀ دور حکومت کښې مرزا صاحب هم پۀ دې مسئله پۀ نتهیاګلۍ کښې یو خاص کانفرنس راوبللو چې پۀ هغې کښې د یوې غاړې نه د باچا خان او ورسره مونږ درې تنه نور ملګري وو او د بلې غاړې نه نواب مظفر علي قزلباش چې د مغربي پاکستان وزیر اعليٰ ؤ، سره د نورو درې تنو وزیرانو حصه اخستې وه. غالباً دوه ورځې د سکندر مرزا صاحب پۀ صدارت کښې کانفرنس وشو. ښۀ ازادانه طور هر فریق خپل دلائل وړاندې کړل. فېصله زمونږ پۀ حق کښې وشوه چې یو یونټ دې مات کړے شي او زړې صوبې دې پۀ لساني او ثقافتي بنیاد بیا بحال کړې شي. نواب قزلباش پۀ اخر کښې د دې مسئلې د ائیني پوزیشن متعلق څۀ اعتراض اوچت کړو. د کانفرنس صدر سکندر مرزا ورله ځواب ورکړو چې دا اعتراض به بېرسټر منظور قادر پۀ رایې فېصله کړو، هغه دلته نتهیاګلۍ کښې دے او کۀ ستاسو خوښه وي نو اوس به ئې دلته راوغواړو. دواړو فریقو پۀ دې اتفاق وکړو. چنانچې هغه وخت بېرسټر منظور قادر ګورنمنټ هاوس ته راوبللے شو. راغے. هغۀ ته سکندر مرزا، باچا خان او مظفر علي قزلباش خپله خپله خبره وکړه چې ایا پۀ ائین کښې دا ترمیم کېدے شي کۀ نۀ؟ هغۀ ووئیل چې کۀ تاسو پۀ خپلو کښې پۀ دې متفق یئ او حکومت دا ترمیم کول غواړي نو قانوني او ائیني ذمه واري پۀ ما – دا بالکل کېدے شي. زۀ به ډرافټ جوړ کړم، هغه به اسمبلۍ کښې پېش او پاس کړئ. چنانچې هم پۀ دې خبره اتفاق وشو او کانفرنس ختم شو. لېکن بیا هم پۀ دې فېصله تر نن ورځې پورې عمل درامد ونۀ شو. وروستو معلومه شوه چې نواب مظفر علي قزلباش او د پنجاب نور سرکرده مشران د دې فېصلې نه منحرف شول.

سردار عبدالرشید خان د پاکستان پۀ مرکزي اسمبلۍ کښې یوه بله د جرأت او ایماندارۍ کارنامه دا وکړه چې هغه سازشي دستاوېز یعني سیکرټ ډاکومنټ کوم چې د پنجاب مشرانو چوهدري محمد علي، میا ممتاز دولتانه، مشتاق احمد ګورماني او نواب مظفر علي قزلباش وغېره خفیه طور لیکلے او خور کړے ؤ، اسمبلۍ کښې ښکاره کړو. دې سکیم کښې د پنجاب ټول د سر سرکاري افسران هم شامل وو. د سردار عبدالرشید خان دا دوه کارنامې به د سرحد او سرحداتو پښتانۀ همېشه یادې لري.

بهرحال، اوس هم پۀ دې کښې هېڅ مشکل نشته – کۀ د پاکستان موجوده صدر صاحب فیلډ مارشل محمد ایوب خان د حق او انصاف نه کار واخلي او پښتنو له خپل حق ورکړي چې پۀ پاکستان کښې دننه ټول پښتانۀ د خپلې یوې صوبې خاوندان شي چې د هغې خپله اسمبلي، وزارت، سیکرټرېټ او ګورنر وي نو د پپښتنو دا شکایت او احساس کمتري چې دوي د دوېمې درجې شهریت لري، دا به ختم شي او دوي به هم پنجاب او بنګال سره سم د پاکستان د اولې درجې د شهریت خاوندان شي او پښتانۀ به د همېشه لپاره د فیلډ مارشل محمد ایوب خان د دې ښېګړې او حق د انصاف احسان مند وي.

باچا خان چې هغۀ خپله ټوله زندګي پېرنګیانو سره د وطن د ازادۍ پۀ جنګ کښې تېره کړې ده او د دې ملک لپاره ئې ناقابلِ فراموش قربانۍ کړې دي، هم پۀ دې خبره پۀ افغانستان کښې مرور ناست دے چې ولې پښتنو سره پۀ دې ازاد ملک کښې دا زور او زیاتے کېږي چې د خپل حق نه محرم کړے شوي دي. حالانکې چې د سرحد او سرحداتو پښتنو د دې ملک د ازادۍ پۀ جدوجهد او جنګ کښې کومه شانداره قرباني کړې ده، د پاکستان نور خلق د هغې ګرد ته هم نۀ شي رسېدے.

باچا خان اوس اوس پۀ کابل کښې د بهارت اخبار والو ته وئیلي وو چې زما د پاکستان د حکومت نه دغه یو شکایت دے چې پۀ پښتنو ئې یو یونټ مسلط کړے دے، دا دې حکومت لرې کړي، زۀ به سمدستي سرحد ته ځم او د ملک او قام خدمت به کوم. دا خبر د بهارت د پرېس نه د پاکستان اخباراتو اخستے دے؛ څۀ پټه خبره نۀ ده.

کۀ داسې وشي او باچا خان بېرته راشي نو دا زمونږ د خدائي خدمتګارانو ذمه ده چې د افغانستان او پاکستان پۀ منځ کښې داسې د ورورولۍ او همسایه ګیرۍ خواږۀ تعلقات جوړ کړو لکه د پاکستان او ایران یا پاکستان او ترکیه پۀ منځ کښې چې دي او دا د ورورولۍ زنځیر به د ټولو اسلامي ملکونو پۀ منځ کښې کړۍ پۀ کړۍ مضبوط ورشي. دا ټول به د یک جان و دو قالب پۀ مثال سینه پۀ سینه او غاړه غړۍ شي.

وروڼو! تاسو دې ته نۀ ګورئ چې د یو یونټ د پېښور ښار نه څۀ جوړل کړل؟ یا خو دا یوه بېن الاقوامي منډۍ وه – افغانستان، روس، ایران، چین او هندوستان سره د دې تجارتي او صنعتي رشتې وې – یا اوس د پېښور ښار تجارت پېشه خلق او صنعت کار دوه وخته ډوډۍ له حېران دي. هر څۀ لاهور، پېنډۍ او کراچۍ وغېره ته لاړل. صرف هغه کسان دلته ګزاره کولې شي چې پۀ منت او خوشامد کښې، بډو او رشوتونو کښې ښۀ چالاک او پوې دي چې پۀ دې طریقه د لاهور، پېنډۍ او کراچۍ نه څۀ بود کړي. کۀ څۀ موده نور دا حال پاتې شو نو د پېښور ښاریه به بالکل وران ویجاړ او صرف د کلو د یو بازارګي غوندې پاتې شي.

وروڼو! دا مصیبت پۀ مونږ ټولو پښتنو د سرحد او سرحداتو پۀ اوسېدونکو دے – خواه کۀ څوک هرې سیاسي ډلې سره تعلق لري – نو زۀ تاسو ټولو ته دا اپیل کوم چې پۀ دې مصیبت کښې متفق او متحد شي او پۀ شریکه د دې علاج وکړي، د خپلې خپلې ډلې د مشرانو نه دا مطالبه وکړئ چې پښتنو له خپل حق ورکړي. یو یونټ لرې کړي او زمونږ خپله صوبه او صوبائي اختیارات بیا بحال کړي. خوښه بیا ستاسو، چې د هرې ډلې حکومت جوړوئ، جوړ کړئ!

پۀ اخر کښې زۀ یو ځل بیا ستاسو د ټولو وروڼو عزیزانو ډېره ډېره شکریه ادا کوم چې زما دا معروضات تاسو پۀ ډېرې خاموشۍ او غور و فکر واورېدل او لۀ تاسو دا هیله لرم چې دا خبرې به پۀ حجرو جوماتونو کښې هغه وروڼو ته ورسوئ چې نن دلته موجود نۀ دي.

] شعبۀ نشر و اشاعت [

خدائي خدمتګار شوريٰ

 

دا هم ولولئ

!!!Absolutely Not – پښتون

اېمل ولي خان دې خداے زر کلن کړي چې څۀ هم وائي نو بېخي د …