د ډاکټر دروېش يوسفزي ژوند او فکر و فن – اقبال حسېن افکار

هغه يو اعلٰي تعليم يافته انسان ؤ چې د لسم، ايف اېس سي او مېډيکل سندونه ئې پۀ امتيازي پوزيشن سره اخستي وو. هغه د خپلو زمکو، پټو خاوند د مډل کلاس يو پښتون دانشور ؤ. ؤ د سترګو سپېشلسټ ؤ خو نه ئې وسيع و غريض بنګله وه او نه موټر. لکه د جعفرخان اچکزي به ئې پۀ خپلو پښو هر ځاے ته ځان رسولو. د ارواښاد جفعر خان اچکزي نوم نه به هم زما يقين دے چې د پښتنو نوے نسل لکه د دې ښاغلي دانشور، نۀ وي خبر او باخبره خلقو به پرې ځان شپېلےکړے وي. ولې چې د داسې خلقو پۀ ذکر به چا ته څۀ مادي فائده ورسي. هر څوک د خپلې پوزې هورته جهان نۀ ويني او کۀ څوک ورته د ښودلو هڅه کوي نو خلق ورته لېونے وائي. ارواښاد جعفر خان اچکزے هم دغه شان لېونے او د هغۀ پلار محترم ايوب خان اچکزے هم دغسې لېونے ؤ. د ايوب خان اچکزي نه خو زۀ هغه وخت خبر شوم چې کله چې پۀ ژوندليکنو د ښاغلي رشيد احمد کتاب مې ولوست. پۀ دغه کتاب کښې چې مې د محترم مشر ايوب خان اچکزي ليک ولوست نو ډېر زيات خفه شوم او پۀ دې پوهه شوم چې د پښتنو د بد حالۍ سسبب څۀ دے؟ ددغې کتاب لوستو وروستو مې محترم مشر عبدالکريم بريالي صېب ته زنګ ورکړو چې ماته د ايوب خان اچکزي دغه کتاب پکار دے هغۀ وئيل ماسره يو کاپي ده تاله به ترې فوټو کاپي درکړم خو تر اوسه دغه کتاب پۀ لاس رانۀ غلو. د پښتو اکېډمۍ کوټه د ليکنې پۀ نوم درې مياشتيزه مجله وباسي او د پښتو کتابونه چاپوي. زۀ د هغوي کار و زيار ته پۀ درنه سترګه ګورم خو خواست ترې کوم چې د ښاغلي رشيد احمد دغه کتاب کښې د ځينو شخصيتونو ژوند ليکونو ذکر دے بايد چې دغه چاپ کړے شي او پښتنو ته ورسي. دا به د کوټې د پښتو اکېډمۍ د ملګرو او محترمو مشرانو لويه هڅه وي. خبره مې د هغه لېوني پښتون دانشور کوله ذکر ورکښې د جعفر خان اچکزي او د هغۀ د پلار محمدايوب خان اچکزي راغلو نو دا ذکر هم عبث نۀ دے. پلار او زوي د پښتنو د خوشحاله،سوکاله ژوندانۀ ، نۀ صرف خپلې خوشحالۍ ،سوکالۍ او راحتونه قربان کړي وو بلکې د ليکونو او تخليقونو او کتابونو پۀ وسيله ئې د فکر رڼا د خيال ښکلا ورکړې وه او د شعور پۀ پلوشو ئې د پښتنو سمه غر ځلولي او پړقولي وو .

خو افسوس چې زمونږ نوے نسل د پښتنو سپېځلو مشرانو د نوم نه، نۀ دے خبر . دا هم زمونږ قومي اجتماعي بد نصيبي ده . محترم جعفر خان اچکزي د سوالً جواباً د څو کتابونو سره پۀ کوئټه کښې د پښتو دوه عالمي کانفرنسونه دډاکټر خدائيداد او ډاکټر معصوم کاسي پۀ مرسته راجوړ کړي وو. هم ددغې عالمي کانفرنسونو مواد ئې پۀ کتابي شکل کښې چاپ کړي دي . جعفر خان اچکزے چې پۀ دې لړ کښې کله اسلام اباد ته راغلے ؤ نو ماته ئې وئيل “چرته چې پبلک ټرانسپورټ ځي هلته پۀ ټېکسي کښې مۀ ځه. او چرته چې پۀ پښو تلے شے نو هلته پۀ پبلک ټرانسپورټ کښې مۀ ځه ” مونږ د قام خادمان يو بايد چې د قام پېسه بېځايه مصرف نۀ کړو. ما چې پۀ کوم شخصيت د ليکلو هڅه کړې وه نو د هغۀ پلار هم لکه د جعفرخان اچکزي د پلار قامي مبارز ؤ او د باچاخان د قافلې کلک ملګرے ؤ. د مردان د ګمبت کلي عنايت خان کاکا پۀ کور کښې د دسمبر پۀ ١٨ نېټه کال ١٩٤٧ کښې د دوؤ خوېندو ترمېنځ زېږېدونکے ماشوم د پينځو وروڼو او يو خور نه مشر ؤ. د تعليم د څانګې نومياله پوهان ښاغلے افتخار خان يوسفزے له ټولو کشر ورور دے. د عنايت خان کاکا دغه زوے ډېر زيرک او هوښيار ؤ. لسم او اېف اېس سي ئې پۀ امتياز سره پاس کړه او د ډاکټرۍ د تعليم د پاره د ډهاکې پوهنتون ته لاړو. د هغه وخت د مغربي پاکستان نه د دغې پوهنتون د پاره دوه سيټونه وو. دغه ښاغلے د مقابلې امتحان کښې بريالے شو او د موجوده پاکستان پۀ کچ يوازينے طالبعلم ؤ چې د ډهاکې پوهنتون امتياز ئې ترلاسه کړو. او بيا دغه پښتون ځوان د خپل فطرت مطابق د ډهاکه پۀ پوهنتون کښې د سټوډنټ سياست کښې برخه واخسته، د سردار يو سفزے د يوې ليکنې مطابق دغه پښتون ځوان د سټوډنټ يونين ستر سېکتر او د مردان ډاکټر اسلم خان صدر ؤ. نوموړي د سترګو د يو معالج پۀ توګه پۀ دولتي روغتونونو کښې څۀ موده خدمت وکړو خو د خپل پښتون فطرت لۀ وجې ئې سرکاري بندېزونه برداشت نۀ کړے شول او لکه د بشير خان مټه، اشرف مفتون، ميا افسر شاه کاکاخيل، نثار مظلوم صېب، بشر نويد، ګل محمد بېتاب ئې ددغې نوکرۍ نه لاس وينځل. خان عبدالولي خان به د داسې کارونو حوصله شکني کوله او وئيل به ئې چې سرکاري ملازمين دې خپل ملازمت کوي، مونږ چاته دا نۀ وايو چې د ګوند او نظريې د پاره دې نوکرۍ پرېږدي، زمونږ ملګري چې څومره اسوده وي دومره به مونږ کامياب يو. دا خبره ما د محترم مشر خان عبدالولي خان نه پۀ خپله هم اورېدلې ده او ښاغلي ګل محمد بېتاب ته ئې هم پۀ خپله کړې وه. دغه پښتون ځوان يو کمېټيډ قام پرست او وروستو د يو مترقي دانشور پۀ حېث ئې خپل شناخت د ډاکټر دروېش يوسفزي پۀ نوم پېدا کړو. هغه د قامي فکر رسا او پارسا شاعر ،اديب، محقق او نقاد ؤ. ډاکټر دروېش لوړ دنګ او غنم رنګ مينه ناک او شفيق انسان ؤ خو د خپل فکر د ليلي سپکه اورېدل او توهين ئې نه شو زغملے. د هغۀ پۀ مزاج به اکثر د هغۀ خپل ملګري هم برابر نۀ وو. دغه وجه ده چې هغه به ډېر کم ادبي دستورو کښې شريک کېدو. ماته ياد شي د 1990 پۀ لسيزه کښې چې اجمل خټک صېب د کابل نه راغلے ؤ او د مردان پورې هوتي د هغه وخت د عوامي نېشنل پارټۍ د تحصيل سېکتر ښاغلي جاوېد محمدخېل پۀ ځاے کښې د يو استقباليې اهتمام شوے ؤ، پۀ دستوره کښې ادبي او سياسي مشران کارکنانو هم ګډون درلود. د دې دستورې وروستو ډاکټر دروېش يوسفزے د امازو ګړهۍ پۀ چوک پورې هوتي پۀ يوه بالا خانه کښې د خوشحال خان خټک پۀ نوم د يو ادبي کلتوري تنظيم پرانستې دستوره را جوړه کړې وه. ښکارېده چې ډاکټر دا دستوره فقط محترم اجمل خټک صېب ته د خراج وړاندې کولو پۀ غرض راجوړه کړې وه. ولې د دغې دستورې وروستو د دې تنظيم څۀ هلې ځلې مونږ ونۀ ليدې کۀ خداے مې نۀ غلطوي د دغې تنظيم صدر ډاکټر دروېش يوسفزے او سېکتر فضل نعيم نعيم ؤ. د دې دفتر پرانسته د محترم اجمل خټک او ښاغلي رحمت شاه سائل پۀ لاس شوې وه . بره پۀ دفتر کښې يو رجسټر ايښودے شوے ؤ چې ورکښې د اجمل صېب او سائل صېب سره ټولو مشرانو کشرانو خپل تاثرات درج کړل. دغه رنګ د مردان پۀ ادبي دستورو کښې به ډاکټر شريکېدۀ، مقالې به ئې اورولې او د کتابونو د مخ کتنو پۀ دستورو کښې به ئې پۀ کتابونو تبصرې تجزيې هم د ليک پۀ شکل کښې اورولې. زما يقين دے چې د ډاکټر صېب دغه ليکونه به محفوظ وي او پکار ده چې دغه پۀ کتابي بڼه چاپ شي ولې چې ډاکټر دروېش عام ليکونکے نۀ ؤ. د هغۀ ليکونو کښې به د هغۀ وسيع مطالعه ځلېده . ډاکټر دروېش يوسفزے نهايته ايماندار او رشتينے شخصيت ؤ. د خداے د مخلوق خدمت د هغۀ د ژوند مقصد ؤ . هغه د نوم نمود سړے نه ؤ. د خپل نوم پۀ څېر سره د علم ،پوهې ،دانش هغه به د خپل وطن پۀ کلي کوڅو ښارونو کښې لکه د ملنګانو دروېشانو ګرځېدۀ چې د چا به پرې دا يقين نه راتلو چې ګوندې دا دروېش دومره رسېدلے سړے دے . پۀ مردان کښې پۀ کاروان روډ د شهيد بابا محله کښې څو ورځې اوسېدلے ؤ، چونکې زمونږ کور هم دغه محله کښې ؤ نو ما د نيزدې ليدلے اورېدلے دے . داسې خلق پۀ قامونو کښې د شمار وي خو افسوس چې زمونږ پۀ قام کښې د داسې خلقو قدردان د نشت برابر دي . پۀ دومره اوږده موده کښې ما د چانه پۀ يو ادبي دستوره کښې د هغۀ نوم نۀ دے اورېدلے . پۀ دې کښې څۀ ګناه د ډاکټر دروېش يوسفزي صېب خپله هم وه. څنګ چې ما مخکښې وئيلي دي د هغۀ ځان له يو مثالي خيالي دنيا وه. د دغې دنيا نه بهر راوتل هغۀ ته ډېر ګران وو او د چا ورتلل ورته ددې نه لا زيات ګران وو. دغه وجه چې د متحرکه مشر پروفېسر ډاکټر محمد همايون هما صېب پۀ څېر ئې چرته کوم ادبي تنظيم د يو کتاب مخ کتنه نۀ ده کړې. امکان لري چې سره زما به ئې کتابونه زمونږ د کهول هر ملګري سره وي خو چا به پرې پاڼې نه وي تورې کړې . د ډاکټر دروېش يوسفزي د لاس وتي چاپ کتابونو کښې “فسادونه”، “پښتو د ژبو مور” او “خوشحال خان خټک” شامل دي. د ډاکټر دروېش يوسفزي پۀ بابله د ادبياتو استاد ،محقق او نقاد پروفېسر ډاکټر محمد همايون هما صېب يو ځاے ليکي چې، “ډاکټر دروېش زما همځولے ؤ، هغۀ او ما پۀ يو کال لسم کړے ؤ سکڼ، دنګ لوړ ښائسته زلمے ؤ، د مردان کالج نه ئې اېف اېس سى وکړه او بيا ډهاکه مېډيکل کالج کښې ئې پۀ اېم بي بي اېس کښې پۀ خپل لياقت او اهليت داخله واخسته خو چې کله ختيز پاکستان کښې شورش او اړے ګړے جوړ شو نو خېبر ميډيکل کالج نه ئې دغه سند واخستو، دا اوس ماته معلومه نۀ وه چى سرکارى ملازمت ئي کړے ؤ او کۀ نه خو سردار يوسفزے وائي چى ملازمت ئې کړے ؤ. ډېر ښۀ معالج ؤ، د پښتنو د تاريخ ئې ژوره مطالعه وه او د پښتنو سرلوړۍ ارزومند ؤ. تحقيقي ليکونو به ئې جدا خوند رنګ لرلو. شاعري ئې هم کوله چى د غور و فکر اړخونه به ئې لرل ، الله دې وبخښي “ . ښاغلے سردار يوسفزے وائي پۀ ١٩٧٩ کښې د سرکار د نوکرۍ ويستے شوے ؤ څۀ موده پۀ افغانستان کښې جلاوطن پاتې شوے دے . د باچاخان،خان عبدالولي خان او د اجمل خټک صېب لېونے مئين ؤ . د ډاکټر دروېش يوسفزي د کورَنو وسيلو مطابق د محترم اجمل خټک بابا کورنۍ د افغانستان د تلو نه وړاندې د هغوي مېلمانۀ پاتې شوي وو، هم دلته نه افغانستان ته تللي وو.

تکړه شاعر ليکوال طلامحمد شباب د ډاکټر دروېش يوسفزي پۀ بابله د سردار يوسفزي يو ليک چې د ورځ پاڼه وحدت د 25 اګست پۀ ګڼه کښې چاپ دے وائي:

“د ډاکټر دروېش یوسفزي سره به زما لیدل کتل اکثر د نوموړي شاعر ادیب خداے بخښلي محمداقبال اقبال پۀ “ګل رنګ ټوکي” دوکان مردان کښې کېده، د هغۀ د خبرو اترو انداز د نورو لیکوالو نه بېخي بدل ؤ او دغه رنګ ئې خوي بوي او مزاج هم منفرد ٶ”.

شباب صېب وائي چې “پۀ ما به د هغۀ مزاحمتي او باغیانه انداز ډېر خوږ لګېدو او پۀ ما به ئې ډېر ژور اثر کولو حالانکې دغه ادبي تنقیدي علمي او سیاسي بحث کښې به پۀ موقع ناست نورو شاعرانو دلچسپي نۀ اخسته او خپل کلام اورولو ته به لېواله ناست وو .

ښاغلے ډاکټر صېب یو لوستے او عالم فاضل شخصیت ؤ. د هغۀ د علم او شعور ذهني سطح ډېره وچته وه نو ځکه ئې پۀ خبرو لکه زما کم علمه خلق نۀ پوهېدل“ . د ښاغلي طلامحمد شباب پۀ دې خبره کښې ډېر زور دے . زمونږ پۀ ټولنه کښې د ډاکټر دروېش يوسفزي پۀ څېر خلق نۀ خپل خوښَوي او نۀ پردي . زمونږ پۀ محله کښې د اوسېدو پۀ وخت چې هغۀ ته ورمعلومه شوه چې زۀ د شاکراللّه زوے يم نو د هغۀ زما سره مينه لا زياته شوه ولې چې زما پلار به پۀ دغه علاقه کښې د خداے د مخلوق پۀ خدمت کښې هر وخت بوخت ؤ. ښاغلي سردار يوسفزي د ډاکټر دروېش يوسفزي پۀ بابله خپل ليک کښې د هغۀ پۀ خپل کلي ګمبت کښې د فري مېډيکل کلينک خبره کړې ده چې پۀ 1985 کښې ئې پرانستے ؤ او د عتيق شهيد پۀ وياړ ادبي دستوره کښې د هغۀ پۀ مشر تابه کښې د ادبي تنظيم جوړولو خبره کړې ده . خو افسوس چې ډاکټر صېب د پښتنو رواياتي بد نصيبۍ پۀ وجه او د خپلو بچو د اعلي تعليم حصول دپاره پېښور ته کډه وکړه، دلته ماته خپل شعرونه راياد شول :

خپلو غورځولے يم پردے يمه

مينه لټومه لېونے يمه

زۀ خو ستا ښائست يمه ښکلا يمه

ولې دې پۀ سترګو کښې ازغے يمه

مونږ تل خپل پردي کړي دي . خپل لوے خلق مو د نظره غورځولي دي . پښتنو له پۀ خپله رويه سوچ پکار دے . شکر دے چې زمونږ پۀ زوال پذير پښتنه ټولنه کښې د رڼا بڅرکي شته چې د ژوند پۀ دې تورتم کښې د ډاکټر دروېش يوسفزي پۀ څېر ښاغلي پېژني او د هغۀ د کار او زيار اعتراف کوي، خراج ور وړاندې کوي . سيد مامون الرشيد باچا د ډاکټر دروېش پۀ بابله وائي:

د ډاکټر دروېش يوسفزي پۀ شان ليکوال او ډاکټر به چرته هم پېدا نۀ شي، هغه وائي چې نن نه شل کاله اګاهو ئې زمونږ د هوتي جرګې اله داد خېل جرګه مردان د سېوري لاندې د سترګو د رنځورانو د پاره زمونږ محله کښې خېراتي کېمپ لګولے ؤ نو پۀ هاغه وخت ئې څۀ پينځۀ سوه پنځوس د سترګو مريضان کتلي وو او داسې وخت پۀ وخت به ئې مختلفو ځايونو کښې وېړيا طبي کېمپونه لګول.

لنډه دا چې خداے بخښلے ډاکټر دروېش يوسفزے پۀ هره حواله يو ځانګړے مقام لري، پۀ ګور ئې نور شه، امين.

د علم او دانش ،فکر و هنر دغه لوے غر د خداے د مخلوق د خدمت دغه استاذے د اګست پۀ 19 نېټه کال 2020ء د شورو پۀ ورځ وفات شو، هم پۀ دغه ورځ د خپل کلي ګمبت مردان پۀ اديره کښې خاورو ته وسپارلے شو. پۀ ګور ئې نور اوروره؛ امين.

باز پۀ جاله کښې چانۀ دے پېژندلے

قدر نشته د حافظ پۀ الپورۍ کښې

زۀ ئې چالره وهم قدر ئې چا زده

پۀ اور وسوزه دا تورې قلمونه

(خوشحال)

دا هم ولولئ

الف جان خټکه:یو تاریخ ساز شخصیت – ډ. سید وقار علي شاه کاکاخېل

پۀ څوارلسم ستمبر کال 2019 پۀ سوشل میډیا باندې د ډاکټر سهېل خان لۀ خوا …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *