د ANP تهنک ټېنک نه پس د ملي مشر پرېس کنفرانس – پښتون

د پخواني وزیراعظم نواز شریف پۀ حقله د سپریم کورټ د وروستۍ فېصلې راتلو نه پس پېدا شوي صورت حال باندې د ANP د تهنک ټېنک یوه ناسته پۀ ولي باغ کښې وشوه. دې اجلاس نه پس ملي مشر د رسنیو/میډیا وړاندې پرېس کنفرانس کښې د ګوند تګلاره او پۀ روانو چارو موقف اعلان کړو. مونږ لوستونکو د پاره د ملي مشر رسنیو ته دغه وېنا دلته وړاندې کوو:

‘سپریم کورټ د ملک تر ټولو لوے عدالت دے او د دې د فېصلو د احترام پۀ نتیجه کښې مونږ د تحفظات باوجود د سپریم کورټ فېصله قبلوو. زۀ د تېر کال یو نیم نه دا خبره کوم چې خداے د پاره سیاسي مسئلې عدالتونو ته مۀ وړئ. کله چې سیاسي مسئلې عدالت ته وړلې کېږي نو بیا د عدالت د احترام پۀ وجه به منلې کېږي خو د اختلاف پۀ صورت کښې به د کوم سیاسي کارکن نه څوک دا حق نۀ شي اخستے چې پۀ عدالت نۀ خو پۀ دغه عدالتي فېصلو تنقید وکړي. نن سبا چې کوم حالات روان دي، هغې کښې د ملک د ادارو او خصوصاً د عدلیې او پارلېمان تر منځه د تصادم ماحول جوړ دے او دا تصادم نۀ خو د ملک د پاره، نۀ جمهوریت د پاره او نۀ خپله دې دوو ادارو د پاره ښۀ دے. ادارې باید د ائین لۀ خوا هغوي د پاره د مقرر کړي دائره اختیار دننه کار وکړي. کۀ ادارې د خپل اختیار او کردار د پاره د ائین راکښلې شوې کرښې نه پښه نۀ اړوي نو هېڅ ستونزه او بحران به مخې ته نۀ راځي. موجوده حالاتو کښې د دې دوو ادارو یو بل ته مخامخ ودرېدو سره د دوي تر منځ د تصادم امکانات ورځ پۀ ورځ زیاتېږي او مونږ دا ګڼو چې دې وخت کښې باید څوک منځ ته راشي او دا حرارت کمولو کښې کردار ادا کړي. دې حالاتو سره زمونږ تشویش پېدا کېدل یوه فطري خبره ځکه ده چې د وړو صوبو مفادات پارلېمنټ سره تړلي دي. دې لړ کښې چې کله پۀ سېنټ کښې د انتخاباتو پۀ حواله د بې یقینۍ صورت حال پېدا شي نو دا د وړو صوبو د پاره ډېر خطرناک حالت پېدا کړي. مونږ ډېر پۀ کلکه دا غوښتنه کوو چې د غېر یقیني صورت حال ختمولو د پاره انتخابات، هغه کۀ د سېنټ وي او کۀ عام انتخابات، پۀ خپل وخت دې وشي. مونږ د وخت لۀ سره چغې وهو چې خداے د پاره سیاست پارلېمان پورې محدود وساتئ ـــ خو څۀ خلقو سیاست د پارلېمان نه عدالت ته کش کړو، او اوس چې سیاست عدالت ته ورسولے شو نو مونږ به دعا کوو چې د دې نه د رامنځ ته شوي تصادم نتیجه کښې ملک ته نقصان ونۀ رسي.’

د دې نه پس د ژورنالستانو لۀ خوا د پوښتنو بلنه ورکړې شوه.

پوښتنه: نواز شریف وائي چې سپریم کورټ ما سره ذاتیات کوي او هغه باقاعده کېمپېن چلوي. عمران خان وائي چې کۀ پۀ عدالت حمله وشوه نو مونږ به سړکونو ته راوځو. خداے مۀ کړه کۀ داسې صورت حال پېدا نۀ شي نو عوامي نېشنل پارټي به لکه د عمران خان سړکونو ته راوځي او کۀ د چا سره به ودرېږي؟

ملي مشر: یار! کۀ پۀ ما او عمران خان کښې تۀ فرق نۀ شې کولې نو دا خو بیا تۀ ما سره زیاتے کوې ــــ مونږ خو وایو چې څوک درېمګړے د دې دواړو منځ کښې کښیني چې دا تاو راکم کړي. کوم ځاے ته چې تۀ اشاره کوې کۀ خبره دغه ځاے له لاړه نو بیا خو به څۀ هم پاتې نۀ شي ـــ تر څو چې زمونږ خبره ده نو مونږ به نۀ عمران سره ودرېږو او نۀ د نواز شریف سره؛ مونږ به د پارلېمنټ سره ودرېږو. مونږ به د پارلېمنټ او ائین ملاتړ کوو.

پوښتنه: زما تپوس دا دے چې د پاکستان قیام نه پس سیاستدانان پۀ پوځ او اسټېبلشمنټ مختلف الزامونه لګوي. مونږ ګورو چې 2002 نه پس ملک کښې د جمهوریت تسلسل دے خو سیاستدانان د ملک چلولو کښې ناکامه ښکاري، پۀ دې باره کښې ستاسو څۀ خیال دے؟

ملي مشر: دا خو سرتاج خان ستا خپله رایه ده ـــ ستاسو رایه نه زۀ تاسو منع کولے نۀ شم. تۀ د 2002 نه خبره کوې نو زۀ خو وایم چې 2002 نه 2008 پورې دې ملک کښې سیاستدانان نۀ وو یو اٰمر جرنېل ناست ؤ ـــ نو دا خو تۀ د یو اٰمر جرنېل کوتاهیانې هم مونږ پسې شمارې!!! ګورئ د جمهوریت دا ښکلا ده چې د اختلاف ګنجائش پکښې وي ـــ خو زمونږ ځینې سیاست دانان د اختلاف پۀ دغه “حد” نۀ پوهېږي او سیاسي اختلاف نه ذاتي جنګ جوړ کړي. اوس کۀ دوه تنه خپل سیاسي اختلاف نه ذاتي جنګ جوړوي نو تۀ خو به د دې الزام پۀ ټولو سیاست دانانو نۀ لګوي کنه ـــ ښۀ او بد هره طبقه کښې وي، اوس کۀ د میډیا یو څوک غلطي کوي او زۀ تا ګرېوان نه رانیسم نو څۀ به محسوسوې؟

پوښتنه: نواز شریف عدالت نااهله کړو، وزارت عظميٰ نه لرې کړے شو، بیا یو بِل پاس کړے شو چې د خپلې پارټۍ سربراه جوړېدے شي، سپریم کورټ د پارټۍ سربراه جوړېدو د پاره هم نااهله کړو ـــ اوس کوم بل چې اسمبلۍ او سېنټ پاس کړے ؤ، نو دغه دواړه ایوانونه هم قصور وار شول نو د ائین د روح خلاف ورزي کولو باندې به د دوي د پاره څۀ سزا وي؟

ملي مشر: زۀ خو تاسو ته وایم چې دا حرارت دې راکم کړے شي. دا چې تۀ څۀ وائې، کۀ دا وشي نو عدالت او مقننه به یو بل ته مخ پۀ مخ ودرېږي ـــ تۀ ووایه چې داسې حالات د ملک د پاره څۀ خېر لري کۀ تباهي به وي؟ کۀ دغه رنګ حالات مخې له راشي نو صرف دا به نۀ وي چې اسمبلۍ ماتې شوې او کور ته ځئ؛ بیا به درجه حرارت نور هم بره خېژي. پۀ ځاے د دې چې عدالت خپل جنګ کوي او پارلېمان خپل جنګ کوي، دواړه ادارې دې د ائین مطابق خپل کردار او اختیار کښې کار کوي!!!

پوښتنه: دا چې هر ځل د پارلېمنټ د مضبوطولو غوښتنه کېږي نو لکه چې د پارلېمنټ مضبوطولو د پاره کار نۀ دے شوے؟ او بله دا چې اوس د نون لیګ کارکنان ازاد ډکلئیر کړے شول نو تاسو ګڼئ چې د سېنټ انتخابات به پۀ خپل وخت وشي؟

ملي مشر: پرون چې پۀ ازاد حېثیت نون لیګ ته د انتخابات کښې د حصه اخستلو اجازت ورکړے شوے نو زمونږ خو دا خیال دے چې د الېکشن کمېشن مطابق به سېنټ انتخابات پۀ خپل وخت کېږي، دا خبره زۀ دې اوس موجود حالت کښې کوم، د سبا خو هېڅ پته نۀ لګي کۀ بل څۀ فېصله وشي، موجوده حالات کښې خو داسې ښکاري چې وبه شي ـــ تا چې کوم اول تپوس کړے ؤ نو پارلېمنټ طاقتور وي خو بیا پۀ منځ کښې یو کس دوه چرته راشي چې زیات طاقتور وي نو دا لږ طاقت واله هغۀ ته کښیني.

پوښتنه: زۀ د سي پېک پۀ حواله تپوس کوم. وائي چې امریکه او هند د سي پېک د ناکامولو د پاره سازشونه کوي. د سي پېک ناکامه کولو د پاره د چاه بهار بندرګاه هم جوړېږي. تاسو څۀ وایئ چې دې موجوده حالاتو کښې زمونږ دا خارجه پالیسي سمه ده کۀ دې کښې د بدلون ضرورت دے؟

ملي مشر: مونږ خو د وخت لۀ سره دا غږ کوو چې یو اٰل پارټیز کنفرانس باید راوغواړئ څنګه چې مو د اٰرمي پبلک سکول د واقعې نه پس راغوښتے ؤ او تاسو خو د خارجه پالیسۍ خبره وکړو، مونږ عوامي نېشنل پارټي خو د خارجه سره داخله پالیسۍ باندې هم د نظرثانۍ مطالبه کوو او غواړو چې د دې دې د نوي سره تعین وکړے شي. یو APC کښې دې ټول سیاسي ګوندونه شریک کړے شي، هغوي دې داخله او خارجه پالیسۍ د پاره نوے ډرافټ تیار کړي او بیا دې پارلېمنټ نه منظوري واخستې شي.

پوښتنه: خو د سي پېک پۀ حواله اندېښنې موجودې دي؟

ملي مشر: څۀ خلق به نۀ غواړي چې سي پېک جوړ شي، خو زمونږ پۀ خیال اوس پۀ هغې دومره انوسټمنټ شوے چې جوړېږي به خامخا ـــ زۀ البته یوه خبره تاسو ته وئیل غواړم چې تېرو ورځو کښې د چین سفارتخانې مونږ ته بلنه راکړې وه، مونږ څلور پنځۀ تنه هلته ورغلي وو ـــ ما د چیني سفیر نه تپوس وکړو چې د ‘مغربي روټ’ به څۀ کېږي، هغۀ ووئیل چې جوړېږي به ـــ کله چې مونږ هلته نه راپاڅېدو نو ما بیا هغۀ ته ووئیل چې دا میا صاحب خو به پرېس بریفنګ کوي یا به یو پرېس ریلیز جاري کوي، نو د وېسترن روټ پۀ حقله څۀ ووائي؟ د چیني سفیر الفاظ دا وو چې تاسو دې ته وېسټرن روټ مۀ وایئ بلکې ‘وېسټرن کاریډور’ ورته وایئ ـــ دا مغربي کاریډور زمونږ د پښتنو حصه ده او مونږ به ترې دا اخلو.

پوښتنه: عوامي نېشنل پارټي پۀ صوبائي حکومت د کرپشن الزامونه لګوي خو نۀ نېب له ځي او نۀ بل کوم باقاعده فورم ته دغه الزامونه وړي. ولې؟

ملي مشر: نېب ړوند دے؟ کوڼ دے؟ چاړا دے؟ دا هر ماښام چې پۀ ټي وي ستاسو د میډیا دا ملګري تبصرې کوي، نېب دا نۀ ګوري؟ دا پۀ بلین ټري سونامي کښې چې پۀ بې قاعدګیو کوم ثبوتونه راځي، نېب واله ته دا نۀ ښکاري؟ دا حیات اباد کښې چې پۀ یو ارب اتیا کروړه (1,800,000,000)کوم پُل حیات اباد کښې جوړ شوے او اوس پرې بورډ لګېدلے چې ګاډي دې ورته نۀ خېژي، ولې نېب دغه نۀ ویني؟ نېب دا وخت صرف او صرف نواز شریف او د هغۀ کورنۍ پسې نښتے دے ـــ تۀ چغې وهه، زۀ چغې وهم، بل چغې وهي ـــ نېب پرې غوږ هم نۀ ګروي ـــ مونږ الزامات نۀ لګوو، تۀ ورشه او دغه د یو ارب اتیا کروړه روپیو دغه پُل وګوره، تا ته به ئې هم پۀ وټس اېپ چا هغه ویډیو درلېږلي وي چې هغه چاوندي پکښې ښکاري ـــ نو دا څۀ الزامات خو نۀ دي ـــ مونږ خو نشاندهي کوو ـــ کۀ د دغه نشاندهۍ پس هم نېب خپلې سترګې نۀ غړوي نو د دې ذمه واري پۀ نېب ده پۀ مونږ نۀ ده.

پوښتنه: تاسو ووئیل چې مونږ د تحفظات باوجود د سپریم کورټ فېصله قبلوو خو داسې ګوندونه دې ملک کښې شته چې د خوشحالۍ نه پرې ډول سُرنا غږوي. د پارلېمنټ وقار مجروح شوے او د دې تقدس پامال شوے ــ ستاسو څۀ خیال دے چې دغه سیاستدانان پۀ خپله د دې پارلېمان او جمهوري عمل دښمنان نۀ دي؟

ملي مشر: ګوره د هر سیاسي ګوند خپله پالیسي وي ـــ زمونږ چې څۀ پارټي پالیسي ده، هغه ما تاسو ته ووئیله، د هغوي هغه به درته هغوي ووائي. دا ممکنه ده چې هغوي داسې څۀ ویني چې مونږ ئې نۀ وینو او دا هم کېدے شي چې مونږ څۀ وینو، هغوي ئې نۀ ویني ـــ دا هم کېدے شي چې هغوي کښې ځینو هسې سترګې پټې کړې وي چې څۀ کېږي نو کېږي به، زمونږ خو به یو دښمن کم شي ـــ حالانکې دا خبره یاد ساتل پکار دي چې سیاسي پارټۍ څوک پۀ مائنس ون او مائنس ټو نۀ شي ختمولې ـــ

پوښتنه: مولانا فضل الرحمان صاحب خو نن سبا خاموش دے خو چې کله د نواز شریف خلاف فېصله راغلې ده نو هغه پۀ ټاک شوز کښې دا خبره کوي چې د نواز شریف خلاف بېن الاقوامي سازش روان دے ـــ ستاسو څۀ خیال دے چې د نواز شریف خلاف بېن الاقوامي سازش کېږي؟

ملي مشر: دا خو به هغۀ ته پته وي او د دې ثبوت به د هغۀ نه غواړئ، ما خو نۀ دي وئیلي چې کوم بېن الاقوامي سازش دے ـــ

پوښتنه: کۀ چرې داسې وي نو تاسو راتلونکي عام انتخابات وینئ؟

ملي مشر: زۀ خو دعا کوم چې خداے دې وکړي چې راروان انتخابات پۀ خپل وخت وشي ــ خداے مۀ کړه کۀ ونۀ شي نو حالات به نور هم خطرناک اړخ ته لاړ شي.

پوښتنه: د فاټا پۀ حواله وفاقي حکومت څۀ اعلانات کړي وو خو څۀ عملي اقدامات ئې نۀ ښکاري، تاسو دغه اعلانات نه مطمئن یئ؟

ملي مشر: کۀ مونږ مطمئن وو نو هغه ورځ به زۀ د فاټا زلمو سره هلته نۀ وم ناست )پښتون پرلت کښې( ـــ

پوښتنه: نو بیا هغه تحریک ولې خاموشه شو؟

ملي مشر: دا چې کوم تحریک روان شوے دے نو دې نور تحریکونه لږ غلي کړي دي، چې څنګه دا ختم شي نو هغه به خود بخود بیا شور وکړي.

ډېره مننه.

دا هم ولولئ

!!!Absolutely Not – پښتون

اېمل ولي خان دې خداے زر کلن کړي چې څۀ هم وائي نو بېخي د …