د “قرنطين” افسانوي مجموعې يو جاج – ابراهيم رومان

د شلمې پېړۍ پۀ دوېمه لسيزه کښې د دنيا پۀ سطح دنيا ته يوه لويه وبا راپېښه شوه چې شروع ئې د چين د يو ښار ووهان نه وشوه۔ او بيا د دنيا ګوت ګوټ ته ورسېده. د دې پۀ حقله قسما قسم شکوک او شبهات مخې ته راغلل او هغه دا چې دا وبا عيسايانو او يهوديانو د مسلمانانو د ختمولو لپاره خوره کړه خو چې کله دغې ملکونو ته ورسېده نو بيا دا شوشه خوره شوه چې دغې ملکونو کښې د سهولت له وجې د خلقو عمرونه زيات دي او دوي دغې خلقو له تنخواه يا پنشن ورکوي نو دا وبا ئې د دې لپاره راګډه کړه چې عمر رسيده خلق د مېنځ نه يوسي.

کرونا کوېډ – 19: کۀ د الله لۀ طرفه راغلې ده او کۀ د يهوديانو يا عيسايانو د طرف نه راغلې ده خو د ملکونو نه ئې د کار کار مشران راغونډ کړل۔ دغه د کار سړي دغه مشران او دغه د ښودنې خلق ئې داسې ووژل چې نۀ پرې د خلقو ژړا او انګولا وشوه او د مسلمانانو خو پۀ اول اول کښې د جنازې اهتمام هم پۀ پوره توګه ونۀ شۀ۔ او پۀ اولسي لهجه کښې “د دوي هډو ښاد مراد او نۀ شۀ”.

زۀ چې کله ماشوم وم پۀ هغه وخت کښې د ننکو وبا “چيچک” راغلې وه. د يو کوره به چې جنازه لاړه او هغه به ئې دفن کولو نو د بل مړي اطلاع به دغې خلقو له لاړه چې د بل مړي لپاره دې قبر وکنستے شي۔ خو دې وبا کښې به خلقو قبر او د جنازې نه وېره نۀ کوله خو دا خو داسې وبا وه چې څوک به جنازې له هم نۀ تلل۔ او دا لا څۀ کوئ چې د مونځ لپاره هم Social distance فاصله پرېښودل ضروري شول۔ چې کله پۀ خانه کعبه بندېز ولګېدۀ او بيا د خانه کعبې نه د سپينو کونترو يو سبيل د طواف پۀ شکل کښې تاوېدۀ او پۀ ميډيا دغه منظر وښودلے شۀ نو د مسلمانانو پۀ زړۀ دا منظر چرته د قبلولو قابل ؤ۔

شاعر او اديب خو چې انسان معمولي غوندې تنزل وويني څۀ پرې ليکي او دا خو ډېره لويه الميه د وبا پۀ شکل کښې پۀ ټول انسانيت راښکته شوې وه، پۀ دې باندې به دغې طبقې خامخا ليکل کول۔ ډېره شاعرې پرې وشوه، افسانې پرې وليکلې شوې، مضامين پرې وليکلے شو۔ ان تر ويکسينو پورې پرې ليکل وشول۔ چا دا کرونا سياسي او غېر مذهبي فعل وګرځولو، چا وېکسين د دې وبا نه زيات خطرناک وګرځول او ډېر کسان پرې مړۀ هم شول. ځنو ملکونو کښې خو پۀ کښې خلک د وېکسينو د خېژولو سره پۀ حق ورسېدل۔ اوس دا پته نۀ لګي چې دا مونږ ته زمونږ د عملونو سزا مېلاوېږي خو څۀ مسئله ده چې مونږ ته راپېښه ده۔

د کرونا متعلق ليکوالانو کښې يو نوم د اياز الله ترکزي هم دے چې پۀ کرونا ئې د “قرنطين” پۀ نوم د افسانو کتاب وليکۀ او چاپ ئې هم کړو۔ د “قرنطين” پۀ نوم د افسانو پۀ دې مجموعه کښې يوولس افسانې شاملې کړې شوې دي۔ د دې مجموعې سريزه يا مقدمه سميع الدين ارمان ليکلې ده۔ پۀ کرونا د دۀ دا مقدمه ډېره بشپړه ده چې د کرونا پۀ حقله ئې پۀ کښې ډېر معلومات را يو ځاے کړي دي۔ او تر ډېره حده پورې دا نۀ معلومېږي چې دا پۀ کرونا مقاله ده که پۀ “قرنطين” مجموعه سريزه ده۔ يا چرته پۀ اخر کښې د “قرنطين” حوالې ته راجخت شوے دے۔ خو دا ده چې د کرونا پۀ حقله به دا معلومات پۀ راتلونکي وخت کښې ډېره فائده ورکړي۔ پخوا د دا قسمه ليکونو رواج نۀ ؤ نو د ډېرو اهمو اهمو واقعو معلومات ان تر زمونږ د مشرانو د پېدائش او د مړينې تاريخونه مونږ ته نۀ دي رارسېدلي خو دې ليک سره به چې تر څو دا کتاب موجود وي هغې خلقو ته هم دا معلومات پۀ پوره توګه ورسي کوم خلق چې د کرونا پۀ وخت کښې نۀ دي پېدا شوي۔

د “قرنطين” اوله افسانه د “قرنطين سنټر” پۀ نوم ده۔ د دې افسانې قيصه او پلاټ ډېر مضبوط بڼلے شوے دے. ليکوال پرې ډېره خواري کړې ده. پۀ کرونا کښې داسې ډېر کېسونه شوي دي څۀ چې پۀ دې افسانه کښې د عثمان کردار سره شوي دي۔ پۀ دې افسانه کښې وحدت تاثر جوت دے د مکان او زمان خيال پۀ کښې پۀ پوره توګه ساتلے شوے دے۔ ليکوال لوستونکے د ځان سره بيائي۔ د اياز الله وړاندينۍ افسانې د “قرنطين سنټر” سره کۀ وکتے شي نو د افسانې پۀ ډېرو توکو کښې ئې بهتري راغلې ده۔

د دې مجموعې دوېمه افسانه “لاک ډاؤن” ده چې ډېره پۀ زړۀ پورې افسانه ده۔ د دې افسانې ژبه د کردار عېن مطابق ده۔ قيصه او پلاټ ئې هم ډېر پۀ زړۀ پورې دے۔ او د افسانې پۀ تېکنيکي توکو هم تر ډېره حده برابره ده۔ ليکوال د افسانې حق پۀ ځاے راوړے دے۔ بهترينه افسانو کښې دا افسانه شمارلے کېدې شي. پۀ دې افسانه کښې چې کومه قيصه راوړلې شوې ده۔ د کرونا پۀ کېسونو کښې اکثر داسې شوي دي۔ د پوليس د بې انصافۍ ذکر هم حق به جانب دے۔ ځکه چې پۀ هره بده کښې د دغې قبيلې پېسو طرفته خيال وي او د چا پۀ زندګۍ ئې هېڅ پروا نۀ وي۔ دا لا څۀ چې د چا نه څوک مړے وکړي د هغو نه هم دوي د پېسو طلب کوي ګني نو کېس ورله دومره کمزورے کړي چې يو عدالت کښې ئې هم ګټه نۀ شي کولے۔ پۀ دې افسانه کښې ليکوال د معاشرې اصلاحي طرفته ډېره هڅه کړې ده۔

درېمه “افسانه ښار ناپرسان” پۀ نوم ده چې پۀ دې افسانه کښې د کرونا پۀ ځاے د تېلو پۀ نشت والي باندې قلم پورته شوے دے۔ يو وخت داسې هم راغلے ؤ چې حکومت تېل ارزان کړل نو پمپونو والاؤ د حکومت نۀ منل او پۀ ارزان رېټ ئې تېل نۀ خرڅول خو کله چې تېل ګران شي بيا پمپونو والا د حکومت مني او د کمولو ارډر د حکومت ولې نۀ شي منلے کېدے۔ دا ځکه چې کله “تېل ګران شي نو پمپونو والو سره چې کوم تېل پۀ کم قيمت کښې رارسېدلې وي هغه دوي پۀ ګران قيمت بدلوي او چې ارزان شول بيا ئې پۀ ارزان قيمت خلقو د ورکولو تاب نۀ ؤ۔ پۀ دې ښار ناپرسان افسانه کښې دا قيصه بيان شوې ده خو پۀ اخره کښې ئې کرونا ته راتاؤ کړې ده۔ نو ځکه ئې “قرنطين” مجموعه کښې شامله کړې ده۔ د دې افسانې قيصه او پلاټ ښۀ دي۔

پۀ قرنطين مجموعه کښې يوه افسانه د “موقع پرست” پۀ نوم هم شامله ده۔ دا قيصه د ډاکټر اقبال خالد پۀ باره کښې ده چې دا د هسپتال سينئير پروفېسر پاتې شوے ؤ۔ دۀ پۀ خپل سروس کښې پرائيوېت کلينک نۀ ؤ کړے او د خپل ځان لپاره ئې هم پرائيوېټ هسپتال نۀ خوښولو او پۀ سرکاري هسپتال کښې د بې غرضۍ پۀ مرګ مري۔ د دۀ د کرونا ټېسټ هم خپل زوے ليکي او بل څوک ډاکټر ترې نه نۀ خبرېږي او بيا جعلي ټېسټ دا زوے ئې پۀ لېبارټرۍ واله تياره وي چې څنګه يو ډاکټر خپل پلار سره دا قسمه حرکت يا رويه کوي خو د فتنې پۀ دې دور کښې داسې قيصه راوړل هم کېدے شي۔ پۀ کرونا کښې دا قسمه ډېرې معاملې شوي هم دي خو دا کېس پۀ کښې ځکه بدل دے چې د ډاکټر او بيا د پلار سره او بيا دغه کوونکے هم ډاکټر دے يعنې مسيحا دے۔ او پلار ئې هم ډاکټر ؤ۔

“بند تابوت” د دې مجموعې بله افسانه ده۔ پۀ دې افسانه کښې سسپنس هم پۀ ډېره ښۀ طريقه ځاے کړے شوے دے۔ پلاټ او قيصه ئې هم زبردست دي او د انسان پرې د ښې افسانې سود هم کېدے شي۔ داسې يو ځاے نيم کښې ژبه کۀ ګډه وډه وي، وي به خو زياتره ښکلې ژبه راوړلې شوې ده۔ دې ته مونږ معياري افسانه وئيلے شو.

“ساه بندي” د “قرنطين” مجموعې بله افسانه ده۔ د دې افسانې باره کښې چي څومره صفت وشي کم دے۔ د دې ښکلا پۀ اختصار کښې، پۀ زبردست پلاټ کښې، پۀ زړۀ پورې قيصه کښې پۀ ښکلي او دلفرېب سسپنس کښې او د کردار مطابق پۀ سپېځلې ژبه کښې دے۔ ډېره ښۀ افسانه ده، بې ځايه ډائيلاک پۀ کښې نشته۔ بل دا چې دا افسانه هم لکه د شروع د افسانو خاص پۀ کرونا ده۔ پۀ دې افسانه کښې اصلاحي ټچ هم بهرپور دے۔

“مجرم” افسانه هم پۀ دغې مجموعه کښې شامله ده۔ د کرونا د وجې چې دې معاشرې ته څۀ پېښ شوي دي د هغې جلک پۀ کښې ښکاره دے۔ پۀ اول کښې پۀ دې افسانه کښې پۀ حکومت نېغ پۀ نېغه ټکونه شوي دي او بيا پۀ مېنځ او اخره کښې پۀ معاشره باندې ټکونه شوي دي۔ ډېره دړدېدلې قيصه پۀ دې افسانه کښې بيان شوې ده۔ د اياز الله پۀ دې افسانه کښې هم د ګوتې کېښودو ځاے داسې پۀ ډاګه نشته۔ البته د دې افسانې د نوم سره اختلاف کېدے شي ځکه چې مجرم کۀ يو تن وړه ګناه وکړي او کۀ غټه، مجرم خو دے او کۀ وکتے شي پۀ معاشره کښې داسې تن نشته چې د مجرم پۀ زمره کښې به نۀ راځي۔ لۀ دې کبله پۀ معاشره کښې اوس مجرم ټکے ډېر عام شوے دے۔ لۀ دې کبله د دې پۀ ځاے پکار وه چې ليکوال يو ښۀ دړدېدلے نوم ورله خوښ کړے وے ۔ نور زما پۀ خيال دا افسانه هم پۀ ښو افسانو کښې مونږ شمېرلے شو۔

“جهنډا” د دې مجموعې افسانه خو د موضوع برخلاف ده خو د خان اِزم خلاف ډېر ښۀ کوشش دے۔ او دا هم د مدينې د رياست يوه داسې شخړه رابرڅېره شوې ده چې خانان دا قسمه ظلمونه کوي. پۀ دې افسانه کښې د دغې بل کېنډيډېټ هډو کردار نۀ دے لوبولے ځکه ئې هغۀ له هم څۀ Reaction پکار ؤ او چې د خان جواب ئې نۀ شۀ کولے نو بيا څله ودرېدۀ۔ دا هم پۀ زرۀ پورې افسانه ده۔

“جهانونه”هم د قرنطين مجموعې پۀ حصه کښې يوه داسې افسانه ده چې د روايت نه پۀ کښې ډډه شوې ده۔ بلکل پۀ جُدا انداز کښې ده۔ او بلکل دغه رنګTreatment هم دې کرونا سره او هم دې اولس سره شوے دے۔ اولس لکه چې اولس نۀ، انسان نۀ، ادم نۀ څۀ داسې بلا جوړه شوې ده چې نۀ دۀ ځان پېژندۀ او نۀ دے بل چا پېژندۀ۔ کۀ دۀ خلق پېژندل ولې د دۀ احساس چا سره نۀ ؤ۔ ډاکټر پۀ دۀ لوبې وکړې، د پوليس پۀ نظر کښې دے انسان څۀ چې هېڅ هم نۀ راتلو۔ پلار د زوي نه وېزاره، زوے د پلار نه وېزاره، د خان غريب پۀ خيال کښې نۀ راتلو او د غريب پۀ سمجھ کښې خان، بس يو الغاؤ تلغاؤ جوړ ؤ ان تر دې چي روح نه خپله باډي ورکه وه۔ البته چې د دې افسانې نوم جهانونه نۀ وے بلکې د روح او د باډۍ تر مېنځه څۀ وے ډېر چک به ئې اچولے ؤ۔

“اکسيجن” افسانه هم پۀ اخر کښې د کرونا کردار مخې ته راوړي۔ غربت ځانله پۀ هر ماحول او محفل کښې ځاے پېدا کړے دے۔ کومو خلقو ته چې د خوشحاله کورنۍ نوم ورکړے شوے دے هلته هم د غربت ځاے برقرار دے، او بيا چې غربت سره کرونا او د هغې د بيمارۍ نه زياته برخه د رويې اخستې ده نو اکسيجن افسانې له موقعه پۀ لاس ورکړې ده۔ دا افسانه هم پۀ کړۀ وړۀ پوره ده، مونږ ئې پۀ ښو افسانو کښې شمارلې شو۔

“وېکسين” افسانه هم پۀ دې مجموعه کښې شمار ده۔ پۀ “وېکسين” افسانه کښې د پلار کردار د روايتي پښتون مسلمان دے چې لور ئې د يورپي ذهنيت او د جديد علم سره څنګ پۀ څنګ ده۔ پۀ افسانې اول کښې د افغانستان د خاورې اثر جوت دے، پۀ مېنځ کښې چې کله د ماماګانو خبرې سره دا قيصه پاکستان ته راشي، پۀ اخر کښې دا قيصه بيا افغانستان ته لاړه شي۔ پۀ اختتام کښې دا قيصه يورپ ته لاړه شي۔ چې کله يوه لور وائي چې “ستا لالا پۀ حق نۀ دے رسېدلے، هغۀ خود کشي کړې ده” دا د هغې د خپل پلار پۀ حقله دا ريمارکس دي، ژبه هم نيمه د افغانستان د خاورې غمازي کوي، نيمه د دې ځاے۔ نومونه ټول د افغانستان دي۔ خو بيا هم پۀ دې افسانه کښې يو مېسج پروت دے۔ او بيا کرونا سره ئې جوت تعلق هم دے۔

“نوے ژوند” د قرنطين مجموعې اخري افسانه ده۔ دا هم د کرونا پۀ حقله ده پۀ دې افسانه کښې پۀ اول وار باندې بحث شوے دے۔ پۀ دې بېکاره رواج باندې دغسې ډېرې جوړې زړې شوي دي، او هغه د وادۀ نه پس د بال بچ د راوړلو قابل نۀ دي پاتې شوې او د ډېرو وادۀ پۀ اول وار کښې د ټول عمر لپاره پاتې شوے هم دے۔ خو دا رواج اوس زمونږ پۀ علاقه کښې تقريباً ختم شوے دے او پۀ کومه خاوره چې اوس هم خال خال پاتې دے هغه چرته لرې پۀ غرونو کښې دے، خو افسانه نګار د ضرورت لپاره بيا هم دا موضوع راوړې ده۔

د يوې دوه افسانو نه علاوه د “قرنطين” مجموعې ټولې افسانې د اعلي معيار دي۔ هغه هم د ابتدائي مرحلې مطابق ډېرې ښې دي۔ چې انسان کوشش کوي اخر پۀ خپل مقصد کښې کامياب شي. د دې مجموعې د لوست نه پس دا انداز وشوه چې ايازالله ترکزے يو ښۀ افسانه نګار شۀ او چې د دۀ دا کوشش جاري وي نو دے به د ترقي يافته ژبو د افسانه نګارانو پۀ شان پۀ ښو افسانه نګارانو کښې شامل شي۔ د ژبې پۀ حقله چې يوه خبره مې پۀ زړۀ ده هغه دا چي يو ليکوال هله د حېثيت خاوند جوړېږي چې د هغۀ الفاظ خلک وپېژني، دا د دۀ اسلوب جوړ شي او هغه خلک وپېژني چې د لوست سره د هغۀ د الفاظو چناؤ او د اسلوب نه ورته ورنزدې شي او د هغۀ د فنپارې پۀ لوست د ليکوال اګاهي کېږي چې پۀ فنپاره ئې نوم هم نۀ وي هله دا ليکوال پۀ عوامو کښې ځان له ځاے پېدا کولے شي ځکه چې ورک علي خان بابا د خپل اسلوب او د لب لهجې او الفاظو د چناؤ پۀ وجه پۀ اشنغر کښې مېشته شۀ ګنې دې خو د خټکو پۀ خاوره اباد شوے ؤ اوس پۀ دې افسانو کښې شځينه پۀ خټکو، بنوڅو او جنوبي اضلاع کښې وئيلي شي او دلته زنانه۔ دغسې ډېر ټکي د افغانستان د خلقو پهچان دے او ډېرو ټکو وئيلو کښې زمونږ پهچان دے۔