د باچاخان بابا يادونه د هر پښتون د زړۀ او ذهن اواز–رحمت شاه قريشي

دا ليکنه شريکه کړئ

باچاخان بابا  خدائے پاک  داسې انسان پېدا کړے و چې نړۍ د تمام انسانيت د پاره د هغوي پۀ زړۀ کښې مينه وه ۔ چې د هر مذهب او هرې عقيدې خلق ئې تر نن ورځ نوم او کردار ډېر په احترام يادوي او د دوي په کارنامو او قامي او مذهب په خدمت فخر او وياړ کوي او د ژوند هر قسم مشر او کشر د دنيا له انسانانو سره مينه کول او د خدائے تعالي مخلوق سره د  خدائے تعالي د خاطر په وجه د زړه له تله محبت کوي او وائې چې د خدائے تعالي مخلوق سره د خدائے تعالي ذات باندې لوئ باور ده ځکه چې خدائے تعالي وائې چې څوک زما مخلوق سره مينه او ښۀ سلوک رور ولۍ ژوند کوي۔ د باچا خان بابا د ژوند حال و احوال او قامي، انساني او قرباني په ټوله نړۍ کښې مشر او کشر د ژوند هرې طبقې خلقو ته ياد دي او د خپل د ژوند د تېرولو اصول ئې ياد کړي و۔ او لا ئې هم د ژوند د لارې ملګري بولي۔ په هندوستان، افغانستان او په لر وبر پښتونخوا وطن کښې ئې داسې مينه وال دي چې تر نن ورځ پورې د باچا خان د قربانو او د ژوند خبرې لکه د يو روښانه تاريخ په خپل په زړه او ذهن کښې ژوندي ساتي او په خپلو سترګو او غوږونو باندي اورېدلے حال داسې بيانوي چې د خوشحالۍ او غم  دواړو په وجه له سترګو اوښکې څاڅي په دې مينه والو کښې مشر د ضلع ټانک ښار ګومل بازار اوسېدونکے ژوندے مشر شيخ امان الله المعروف مانو لا لا چې د شېخ احمد خان چې په قام طائب خېل بهيټني په کور کښې په ګومل بازار کښې پېدا شوے و، او لا اوس هم شکر دے د اتيا کولو په عمر کښې روغ جوړ او د صحت سره خپله دوکانداري کوي شېخ امان الله وائې چې باچاخان بابا په هندوستان په ازادۍ تاريخ کښې داسې نوم او کارنامي دي چې تر نن ورځ خلق پري فخر او وياړ کوي او د باچا خان د عدم تشدد فلسفه او خدائې خدمتګار تحريک لاره ئې د ژوند دپاره رڼا بللې ده شېخ امان الله المعروف مانو لا لا وائې چې زۀ په څلورم جماعت کښې وم چې باچاخان بابا زمونږ چوک يعني حجري ته را غلے و او څو نور خدائې خدمتګار ملګري ورسره وو او د ګومل بازار او علاقې خدائې خدمتګارو ئې دورند استقبال کړے و دوي څو څو ځلي راغلي وو او د سادګۍ ئې دا حد و چې څو جامي کپړي ئې په پنډ کښې تړلي وي او خپل ځان سره ئې ګرځول۔ شېخ امان الله وائې چې يو ځل په هندوستان کښې د مسلمانو او هندوانو په خپلو کښې دا جګړه شروع شوه او مذهبي اختلافات ئې منځ کښې راغلل چې ټول هندوستان ته د مذهبي مقاماتو  سکولونو هسپتالونو او د ژوند هرڅه ئې خراب او بنيادونه ئې ختمول او لويه تباهي شروع شوه او هغه ځکه چې څوک به راتلل نو هندوانو به د هندوانو طرف داري کوله او مسلمانانو به د مسلمانانو طرف داري کوله جنګ جګړه ورځ تر ورځ زياتېده نو اخر ګاندهي جي دا وويل چې دا داسې نۀ ختمېږي ددې دپاره خان عبدالغفار المعروف باچاخان راغواړو او خر ئې باچاخان بابا ته اطلاع اوکړه او خواست ئې ورته وکړو چې باچاخان صېب تاسو د انسانيت د خدمت په خاطر او خدائې خدمتګار تحريک د خپل خلوص په ژبه دي خلقو ته وينا وکړه او د انسان وينه ئې د بهېدلو نه بنده کړۀ او باچاخان بابا ورته ويل چي د خدائے تعالي مخلوق ترمنځ صلحه کېږي او د انسانيت د خېر کولو ضرورت دے زۀ په پخپله درځم او هلته چې په هندوستان کښې مسلمانانو او هندوانو ته پته اولګېده نو خلق داسې خوشحاله شو هغه که هندوان او که مسلمانان نو د باچاخان د کتو دپاره ئې داسې تيارې شروع کړۀ چې خلق ورته د ريل ګاډو په چتونو او د بسونو او د خپلو کورونو په چتونو ولاړ وټول هندوستان هره کوڅه او هري ګلي ئې د ناوي په شان تياره کړې وه، او خلکو په باچاخان بابا باندې ګلونه شيندل، او ټولو خلقو د باچاخان بابا ته داسې احترام لرلو چې لاسونه ئې ورله ښکلول هغه او هندو او که مسلمان ددې سره سره ئې باچاخان بابا ته پۍ او د سرو زرو هارونه اچول او بل طرف ته د مسلمانانو د حال و چې د باچاخان بابا ته ئې ډېره زياته مينه ورکړۀ باچاخان بابا ړومبے هندوان يو طرف ته کړل او بيا ئې مسلمانان ته ويل چې ګوره هندوان زما لاسونه ښکولوي او مونږ سره دومره مينه کوي نو تاسو روڼه يئ او دا ستاسو شريک وطن دے لکه د روڼو دلته ژوند کوئ او د يو بل عقيدې او مذهب ته احترام لرئ او دا چا چې ستاسو په منځ کښې نفرت پېدا کړے د زمونږ د شريکي دشمن دے او ستاسو د وطن دپاره په قربانۍ ورکولو ته دوي بد نظر کوي او ستاسو د جنګ او فساد نه دوي ګټه پورته کوي او د دې ملک اتفاق او ترقي خرابوي تاسو نن نه لکه د روڼو ژوند کوئ او په امن وخت تېروئ او د يو بل مذهب، کلتور او رسم و رواج د احترام لرئ نو د دشمن په چال کښې به نۀ راځئ او کامباب به يئ او بيا ئې هغه روپۍ هندوانو ته ورکړي او ورته ئې ويل چې په دې جنګ جګړه کښې ستاسو مندر خراب شوي هغه سکولونه او هسپتالونه پري واپس جوړ کړئ او هم  دغه شان ئې مسلمانانو ته ئې هم روپۍ واپس کړي چې ماته د پېسو ضروت نشته بلکې په دې باندې شهيدان شوي جماتونه، کورونه او سړکونه جوړ کړئ۔ او هغه د کلونو جنګ جګړه ئې په دري ورځو کښې ختمه کړۀ او بيا دارالعلوم ديوبند ته لاړو او د خپلو ذاتي پېسو باندې ئې په دوبند کښې د ترقۍ منصوبه شروع کړۀ او عالمانو دپاره ئې يو لوئي مرکز پرانستو او ټول هندوستان حکومت او اولس ئې د باچاخان بابا شکريه ادا کړه او په ډېر لوئي احترام عزت ئې راواپس کړو هندوستان خلقو د دوئ ژوند او خلاصي تاريخ او د تاريخ بنيادونه بولي۔د باچاخان بابا دويمه خبره په افغانستان کښې د دوو قبيلو تر منځ دشمني او جګړه چې په کوشش او پښتون ولۍ خواست په امن کښې بدل شو ۔د ګومل بازار يو ځوان نصيب الله محسود وائې چې زۀ په کراچۍ کښې وم او زما خپله ډمپره وه او هلته يو افغاني کس و چې مزدروي ئې کوله او نوم ئې حېدر خان و هغه وئيل چې زۀ په افغانستان کښې په پوليس کښي برتي وم او پوليس کښې مې په ائير پورټ يعني په هوائې ډګر باندې ډيوټي وه او هلته په افغانستان کښې د دوو پښتنو قبيلو په خپل منځ کښې جګړه وه او ډېره زياته اوږده هم وه او تر ډېر وخت دا تباهي شروع وه او په کلونو کلونو بادې د جنګ او تباهي شروع وه او د افغانستان اوپس پولس او ان تر دي چې بادشاهان ظاهر شاه بادشاه هم په دې کار کښې بے وسه شو او مسله ورځ تر ورځ زياتېده او اخر د افغانستان اولس او حکومت د پښتنو قبيلو په شريکه جرګه اوکړۀ او په دې اتفاق اوشو چې په دې مسله کښې به د پاکستان نه د خدائې خدمتګار باني په پښتون ميئن خان عبدالغفار خان المعروف باچاخان رابلو او هغه به د دې مسلي حل ضرور راوباسې نو باچاخان بابا ته ئې دعوت ورکړو چې تاسو راشئ او دا تباهي په خېر او امن سره بدله کړئ نو باچاخان بابا د افغانستان مشرانو ته وئل چې دوو انسانانو په مېنځ کښې صله کول خو د هر مسلمان او د هرې طبقې د خلقو فرض دي چې لوئي الله تعالي د رضا دپاره داسې مسله حل کړي او بيا هلته په افغانستان کښې داسې تياري شروع شوه چې ټول افغانستان لکه د ګلونو باغ ښايسته شو او د افغانستان هوائي ډګر کښې ئې قالين غوړولے واو ئيل ئې چې اوس به باچاخان بابا په جهاز کښې راځي او باچاخان بابا چې د جهاز نه کوز شو نو دوه جوړي جامي په لاس کښې راخستي وي او لکه  يو منلګ انسان راروان و او د افغانستان خلکو ئې د ګلونو په باران کښې استقبال وکړو۔او په ډېر احترام ئې د جرګې ځائے ته بوتلو او د دوارو قبيلو خلک ئې جمعه کړي و، او چې باچاخان بابا څنګه سټېج ته اوختو نو اول اول ئې دا خبره اوکړۀ چې اے پښتنو! تاسو ته خو ما د خدائے تعالي د مقدس کتاب نه يو څو اياتونه وئيل چې اے انسانانو د ښۀ سلوک کوئ او د فساد نه ځان بچ ساتئ نا تاسو ولي خپل وطن او خپل روڼه تباه کوئ او تاسو ته خو ما د جنګ کولو تاوان او امن او سلامتۍ خاوره ښودلي وه او افغانستان وطن ستاسو جنګونو څومره تباه کړے و او لا هم د تباهۍ اور پکښې بلېږي نو خدائے دپاره پښتنو جنګ مۀ کوئ او د رورولۍ او د پښتون ولۍ ژوند خپل کرئ نو تاسو به د دنيا د قامونو سيال شئ او امن سلامتي د دين اسلام او د ترقۍ لار ده نو چې څنګه باچاخان بابا دا خبرې وکړي نو باچاخان بابا لا په سټېج ولاړ و چې د دواړو قبيلو خلکو په خپلو کښې غېږي ورکړي او يو بل ته ئې ړوڼه ويل او هغه د کلونو کلونو جنګ جګړه په هغه ځائے ختمه شوه او باچا خان بابا ته ويل چې ستاسو خبرې د انسانيت په تول پوره دي او ستاسو شکريه چې زمونږ تر منځ  مو د صلحې او جرګې قدم واخستو او د ټول افغانستان خلکو ئې شکريه ادا کړه او دوي ته ئې د بابائے امن او د انسانيت سفير اووئيلو او هغه جنګ په صله کښې بدل شو دا و د نيا يو منګ باچاخان چې هر چاته ئې د امن او رورولۍ درس ورکولو۔ په ګور ئې نورشه۔

څوک دې ګام د خېر امن په لور واخلي
که د هر چا در ته ځي زۀ ورسره يم
که د ګلونو لو کوي ورسره نه يم
که د ګلونو کر له ځي زۀ ورسره يم

نورې ليکنې۔۔۔

اداريه – مارچ 2019

مشتعله بیانیه او Tragedy of blunders د پاکستان او هند تر منځه وریته دښمني د پاکستان د وفاقي حکومتونو او اپوزیشنونو غوندې ‘فرېنډلي اپوزیشننګ’ کوي

ټوله ليکنه ولولئ