د يو شاعر، اديب د ادبي توانائي اندازه د هغۀ د تخليقاتو د تعداد پۀ کنډه تلل زما پۀ خيال يو ډېر غلط رجحان او روايت مخ پۀ وړاندې بوتلل دي، ولې چې ادب لکه د جمهوريت غوندې محض د ګڼ شمېر کپريو محتاج نۀ دے، بلکې دلته خو خبره د فکر، طرز او معيار ده. د ادب پۀ دنيا کښې د يو فرد پۀ شخصيت کښې بدلېدل څۀ اتفاقي يا حادثاتي عمل نتيجه نۀ وي، بلکې د هغې پۀ شا د يو شاعر، اديب خپل معاشرتي تربيت، علم و عمل، دانشورانه روايه او د هغۀ د تخليقاتو تجربه او معيار هغه يو خاص مقام او مرتبې ته رسوي او هم دغه څېزونه بيا يو تخليق کار ته د احساس ژوروالے، د مشاهدې تېزوالے او د تجربې پوخوالے وربخښي، کوم ليکونکي سره چې د دغو ذکر شوو عناصرو بياج او کمے وي، د ماضي مطالعه او د حال مشاهده ګواه ده چې دا قسم ليکونکے پۀ ادبي لحاظ تر ډېره وخته ياد او ژوندے نۀ شي پاتې کېدے۔ پۀ يو مزدور او معمار کښې د زمکې او اسمان فرق دے.يعني خبره پۀ ادبي فېکټرۍ کښي د زيات پېداوار نۀ ده او نۀ پۀ دغه فېکټرۍ کښې د ادبي مزدورانو د تعداد زياتولو خبره ده. بلکې دلته دم او قدم دواړه پۀ حساب دي۔ کۀ څۀ هم زمونږ دا زلمے تعليم يافته شاعر ښاغلے عامر ګمريانے پۀ پښتو ادب کښې د خپلو تخليقاتو د تعداد پۀ لحاظ څۀ دومره زيات مقبوليت او شهرت نۀ لري او هغه د چا خبره چې پۀ سېر کښې ئې لا پوڼۍ هم نۀ ده رېشلې، ولې بيا هم پۀ دې لږ ادبي عمر کښې چې دې ښاغلي د خپل مسلسل ادبي رياضت، مطالعې او د لوے استاد قلندر مومند صېب د ساهو ليکونکيو مرکې پۀ تنقيدي غونډو کښې چې څومره زياته زده کړه او علم حاصل کړے دے، دغې ناستې پاستې چې ورته کوم ادبي او تنقيدي شعور وربخښلے دے. د پښتو، اردو او انګرېزۍ پرله پسې مطالعې چې ورته کومه اګاهي ورکړې ده، د هغې پۀ نتيجه کښې اوس دې ښاغلي د ډېرو خلقو پام ځان پله راګرځولے دے او د پښتو د زلمي کول پۀ شاعرانو کښې ئې خپل يو جدا نوم او شناخت ځانته پېدا کړے دے.دغه وجه ده چې تر اوسه ما خپل ځاني د هغۀ څومره شاعري اورېدلې يا لوستلې ده، د هغې پۀ رڼا کښې زما ذاتي رايې دا ده (ضروري نۀ ده چې څوک راسره اتفاق وکړي) چې ښاغلي عامر ګمرياني کښې د يو ښۀ بهترين شاعر جوړېدو هغه ټول اوصاف موجود دي، کوم چې ضروري وي. خو پۀ پۀ شرط د دې چې دغه ټول شاعرانه اوصاف لکه د ځينو زلمو ليکونکيو پۀ نورو ادبي اصنافو خرچ او ضائع نۀ کړي ۔ ښاغلي عامر سره تخليقي توانائي، يو روښانه ذهن، د مطالعې جذبه، د مشاهدې زور او د خپل ماحول او معاشرې پۀ حقله يو ژوندے احساس موجود دے.البته د هغۀ پۀ تخليقي تجربه او د سوچ پۀ مرکزيت کښې چې دا څۀ لږ ډېر امه والے محسوسېږي، دا به د وخت تېرېدو سره ختم شي، ځکه چې هغۀ ته لا ډېرې ادبي “علمي او تنقيدي مرکې” او مرحلې پاتې دي. لۀ دې وجې د هغۀ پۀ ځينو شعرونو کښې تخليقي حرارت خو محسوسېږي، ولې د يو منفرد سټائل او لب و لهجې ګرفت ئې لږ کمزورے دے.
”جانانه داسې چې پۀ زور ستا اننګي ټوکېږي
څنګ به لۀ شرمه اوس پۀ کلي کښې سپرلي ټوکېږي“
خو لۀ دې څو شعرونو بغېر پۀ مجموعي لحاظ د ښاغلي ګمرياني پۀ شاعرۍ کښې چې کوم څېز زيات قابل داد او قابل ذکر ښکاري، هغه د ښاغلي ګمرياني د خپل عصر پۀ حقله يو واضحه زاويه نظر دے چې د هغې پۀ اساس هغه د خپل چاپېرچل جائزه اخلي او بيا ئې پۀ خوږه شاعرانه ژبه کښې خپلو خلقو ته بيانوي.دغه زاويه نظر د ښاغلي پۀ “اقوام متحده” او د “امن کور کوړه” نومې نظمونو کښې ډېر پۀ واضحه فنکارانه انداز کښې استعمال شوے دے. د ښاغلي عامر د شاعرۍ بنيادي موضوع محبت دے، هغه محبت چې د دې کائناتو د عمارت بنياد او مقصد دے.څنګه چې حافظ شېرازي وئيلي دي چې:
خلل پزير بود هر بنا که می بيسنی
مګر بنائے محبت که خالی از خلل است
دغه رنګ ښاغلي ګمرياني ته هم خپل مرشد دا خبره کړې ده چې:
ماته مې د ژوند مرشد وئيلي دي ډاډه ګرځه
چرته هم پۀ لار د محبت کښې تاوان نۀ راځي
کۀ څۀ هم اوس د کتابونو پۀ سريزو او ديباچو کښې هغه زوړ روايتي انداز ډېر بد ښکاري، يعني دوه څلور خپلې خبرې او پينځه شپږ د شعرونو نمونې او پۀ دې طريقه د سريزې خېټه هم ډېره زر ډکه شي او صاحب کتاب پرې هم ډېر خوشحاله شي، ولې نۀ خو زۀ د خپلې سريزې د خېټې ډکولو او نۀ د ښاغلي ګمرياني د څۀ خواهش او فرمائش چې ګنې لۀ ما ئې چرته کړے دے، تر مخه هغه زوړ روايت تاز کوم، بلکې زۀ د هغۀ څو شعرونه ستاسو مخې ته صرف پۀ دې غرض راوړل غواړم چې لۀ هغو نه تاسو ته د دې زلمي د علمي اګاهۍ، نظرياتي وابستګۍ، شاعرانه معيار د موضوعاتو او مضامينو د تنوع يوه معمولي شان اندازه ولګي او دغه اندازه او تاثر تاسو د دې شاعر د شاعرۍ دنيا ته مخ پۀ وړاندې بوځي.
ستا د راتلو پۀ طمعه ده جانانه
د زړګي پورې دروازه جانانه
تاجران د ژوند پۀ هر اړخ قابض شو
مينه نۀ ده کاروبار دے يا اخي
پام چې قلم ګورې بائيللے فنکارانو د قام
چرته چې هر څۀ مړۀ شي هلته کښي قلم بلېږي
پورتنو څو شعرونو کښې چې کوم مختلف مضامين راوړلے شوي دي، د دې خبرې ښکاره ثبوت دے چې د ښاغلي عامر ګمرياني پۀ انساني ژوند، معاشرتي غوښتنو د فرد او اجتماعيت پۀ هر بنيادي اړخ باندې کلک نظر دے. څۀ ته چې پۀ علمي او ادبي اصطلاح کښې “روح عصر” وئيلے شي. دغه وجه ده چې هغه نۀ خو خپله د خپلو شخصي او اجتماعي ذمه داريو نه غافله دے او نۀ د خپل عصر فنکاران او قلمکاران لۀ دغو ذمه داريو نه غافل کېدو ته پرېږدي ۔ د هغۀ دا پوخ ايمان او يقين دے چې پۀ موجوده ملکي او عالمي سياسي تناظر کښې چې نن ټوله دنيا خصوصاً درېمه دنيا د کوم حاکميت د بحران سره مخ ده. پۀ داسې حالاتو کښې خو کۀ هغه د ژوند د هرې شعبې سره تعلق لري، د قلم قبيلې خلقو ته دا يقين او دعوت ورکول چې:
چرته چې هر څۀ مړۀ شي هلته کښې قلم بلېږي
د ښاغلي ګمرياني دا غږ د سوچ او فکر يوه نوې دروازه پرانېزي او هغه هم سره د دې رجائيت او کلک باور سره چې:
د زمانې طوفان دې خپلې تڼۍ وشلوي چې
هغه چې نۀ پرېوځي نۀ پرېوځي نۀ پرېوځي
خپلې خبرې پۀ دې مقطع سره ته رسوم چې:
روښانه! څنګ به د وهمونو جالې نۀ ورانېږي
چې نوے کول مو نن پۀ پوله د شعور ولاړ دے