د پښتو ادب د دوېم دور د مشهور صوفي شاعر او د روښاني تحريک اهم غړي دولت لواڼي په حقله کېدېشي زما خبرې خلقو ته اجنبي ښکاره شي خو د موصوف نوم د پښتو ادب د پاره اجنبي نۀ دے ـ دولت ئې خپل نوم دے او د لوهاڼي قبيلې سره د تعلق لرلو په وجه په دولت لواڼي يادېږي ـ په کلام کښې د رشيد اباد او جلال اباد د ذکر نه معلومېږي چې دغه ځايونو کښې به استوګن وۀ ـ د دولت لواڼي د پېژنګلو په حقله د ليکونکیو د ډېرو څۀ ليکونو باوجود هم د نوم ، زېږون ، ځائے ځائيګي او د ژوند د حالاتو اختلاف لا د مینځه وتے نۀ دے ـ بيا په خاصه توګه د موصوف د زېږون په حقله چې ئې کوم انکشافات شوي دي هغه ټول نقل در نقل معلومېږي ـ زۀ دلته د موصوف د زېږون په حقله خپله راے وړاندے کوم چې اختلاف او اتفاق کول ورسره دواړه کېدې شي ـ د دولت لواڼي د زېږون په حقله کۀ څۀ هم معتبر شهادتونه نشته خو دَ ديوان دَ بعضو داخلي شهادتونو په بنياد زمونږ ځينې پوهانو لکه عبدالشکور رشاد صدیق الله رښتين ، عبدالحی حبيبي صاحب او داسې نورو موصوف نېغ په نېغه دَ “بايزيد انصاري” مريد ګڼلے دے او په دغه اساس ئې د دۀ د زېږون نېټه د بايزيد انصاري دَ مرګ(980 ھ) نه شل پينځۀ ويشت کاله اګاهو يعنې د 955 ھ نه 960 پورې قياس کړې ده ـ دې قياس ته ورته د ځينو ليکونکيو حوالې راوړل ضروري ګڼم ـ عبد الشکور رشاد صاحب د دولت لواڼي د ديوان په مقدمه کښې د ځينو شعرونه په حواله چې کوم انکشاف کړے دے سره د شعرونو هغه داسې دے ـ
هر طالب که عمل کا مقصود به مـومي
چې مريد د بايزيد مريد مسکين شـه
پیر روښان لکه ملاح مدد یې راکړ
په ګرداب کښې مې زورق وه په دا نن شپه
معنوي روښان خورشید بله ډیوه ده
دا فقیر دولت دې ځار شه لۀ دیدنه
چې مې حال د معرفت ځنې حاصل شۀ
پر مسکین بازید به تل وایم سلام زۀ
که پیران په جهان هر څو ډېر دي څه شو؟
په اسرار د روښان نشته برابر يؤ
لکه دے د طالبانو رهبري کا
په جهان کښې هسې نشته بل رهبر يؤ
د کلام تاثیر ئې ګوره اتبار وکړه
دے تحقیق د نُور مظهر دے د سرور يؤ
ډیر بې شماره سر به بیا مومې دولته
که د دۀ په امر وبازې خپل سر يؤ
زۀ فقیر دولت مرید د میا روښـان يـم
له فتـراكه بـه ئې نه کاږم آسـان لاس”
دولت په نېغه مستقیماً د پیر روښان د روزنې فیض موندلے دے ۔ کله چې دولت د پير روښان بې واسطې مريد ومانه شي نو دا لازمېږي چې عمر ئې هم باید د پير روښان د مړينې په وخت (980 هـ ق) کښې لږ تر لږه د شلو پنځه ويشتو کالو په شاوخوا کښې وټاکو اؤ په دې حساب د دولت د زوکړې وخت نور هم څلوېښت، پينځه څلوېښت کاله د مخه كيږي او د 960 یا 955 ھ ق کال شاوخوا باید وټاكل شي ـ (۱).دغسې مرحوم حبيبي صاحب په یوه موقعه د دولت د پیدائش کال په ” پښتانه شعرا ” کښې ۱۰۰۰ ھ ليکلے دے خو ولې په بله موقع ” د پښتو ادب تاريخ کښې قصيده ” کښې د خپل موقف نه اوړېدلے دے او دولت ئې د پير روښان نېغ په نېغه مريد ګڼلے دے ـ حبیبي صاحب ليکلي دي :
زه فقیر دولت مرید د میا روښـان يـم
له فتـراكه بـه ئې نه کاږم آسـان لاس
” له دې څخه ښکاري چې دې د روښان معاصر ، ارادتمن اؤ د 980 هـ کال خواؤشا سړے دے چې باید د 960 هـ په حدود کښې زوکړے وي اؤ ژوند ئې تر 1028 هـ ق پوري يقيني دے ۔ ځکه چې په هم دغه کال ئې د الله داد انصاري ويرنه (مرثيه) ليکلې ده ـ”(2) ښاغلي ډاکټر يار محمد مغموم صاحب په خپل کتاب “روښانيان او پښتو ادب” کښې د رشاد صاحب او حبیبي سره د اختلاف په لړ کښې ليکي ـ “د دولت د زېږون په حقله د مرحوم رشاد او مرحوم حبيبي صاحب د راے سره په اسانه اتفاق نه شي کېدې ځکه چې د بایزید د صوفیانه ترجیحاتو مطابق په یو وخت په ټوله دنیا کښې صرف یو پیر کامل وي او دغه کامل پیر د بایزید په وختونو کښې بایزید پخپله وۀ دا خبره رشاد صاحب هم منلې ده د بايزيد په عقيده د دۀ د خلیفه نه د بېعت کوونکي مثال داسې دے لکه چې دۀ لۀ بایزیده بېعت وکړو ـ “(3) ډاکټر يار محمد مغموم صاحب د دغه پوهانو سره اګر چې اختلاف څرګند کړے دے مګر د دولت د زېږون په حقله خاموش پاتے شوے دے ـ دۀ نه علاوه نور هم يؤ شمېر ليکونکي داسې دي چې د دولت د زېږون په حقله خاموش پاتې شوي دي لکه همېش خلیل صاحب ، عبدالله جان عابد اؤ حنيف خليل صاحب چې خپلو کتابونو کښې د دولت د ژوند اؤ شاعرۍ په حقله خو ډېر څه ليکلي دي ولې د بده مرغه د زېږون په حقله ئې هيڅ نۀ دي وئيلي ـ ښاغلي يار محمد مغموم صاحب د حبيبي صاحب او رشاد صاحب سره اګر چې اختلافِ کړے دے خو د دوي د ښودلې شوې نېټې د غلط ګڼلو د پاره ئې څۀ باوري سند نه دے پېش کړے البته د دوي دا خبره چې د بايزيد په عقيده د دۀ د خلیفه نه د بېعت کوونکي مثال داسې دے لکه چې دۀ له بایزیده بېعت وکړۀ درست دے ـزما په خيال د دغه ليکونکيو د دولت لواڼي د زېږون په حقله د 955 هـ نه تر 960 هـ پورې ښودلې شوې موده درسته نۀ ده ځکه چې موصوف د روښاني مسلک پېروي د مرزا خان انصاري په لاس کړې ده او مرزا خان انصاري په 979هـ خواوشا کښې زېږېدلے دے اوس کۀ د دولت د زېږون کال 955 هـ حساب کړو نو 989هـ پورې ئې عمر څلور دېرش کاله جوړېږي اؤ کۀ دا حساب مونږ د 960 هـ نه وکړو نو يو کم دېرش کاله به ترې جوړ شي او په دې حساب به موصوف د مرزا خان انصاري يعني خپل استاد نه څلور دېرش يا يو کم دېرش کاله مشر شي اؤ لکه چې عامه قاعده ده استاد د شاګر نه عموماً مشر وي دغه رنګ د دوي غلط تاریخ ښودلو په بنياد دولت لواڼے د مرزا خان انصاري نه ډېر مشر راځي نو ځکه د دوي دغه راے درسته نۀ معلومېږي ـزمونږ د ليکونکيو دغه تخمين کړې نېټه کۀ مونږ د يوې بلې زاويې نه وځيرو نو هم به د دې عمارت ونړېږي هغه داسې چې حالنامه کښې د مرزا خان د شهادت په حقله ليکلي شوي دي چې مرزا خان او د دۀ زوے عبدالحکیم د دکن په جنګ کښې شهيدان شوي دي ولې د دوي نه علاوه نور هم په دغه جنګ کښې د دوي ښۀ ښۀ ياران شهيدان شوي وو لکه تتر خان ، خليل تغائي او مياداد ـ خو دوي نه علاوه دې جنګ کښې ډېر کسان زخميان شوي هم وو چې يو په کښې دولت لواڼے هم وۀ ـ حالنامه د دکن په جنګ کښې د دولت د زخمي کېدو ذکر داسې کوي چې “ډېر په کښې زخمیان شول او د ډېرې وينې بهېدلو د وجې نه د شهیدانو په مينځ کښې د مړو په څېر پراتۀ وو لکه د داود زوے دولت ـ ” (4)
دغسې د حالنامې د مندرجاتو نه دا هم معلومېږي چې د دکن دغه جنګ په 1040 هـ کښې شوے وۀ او دا اثبات د دولت لواڼي د هغه شعر نه هم کېږي کوم کښې چې ئې د مرزا خان انصاري د شهادت ذکر کړے دے :
د دکن په جنـګ شهيد شـۀ خوشنود اوسه
په تاريخ د دۀ د زر څـلوېښت ګـزر وۀ (5)
د دولت لواڼي او حالنامې له رويه خو اوس دا خبره څرګنده شوه چې دغه جنګ په 1040 هـ کښې شوے وۀ نو د واضعينو هغه معروضاتو (955 هـ نه 960 هـ) نه چې تر 1040 هـ پورې د کلونو حساب وکړو نو د 955 هـ نه پينځۀ اتيا او 960 هـ نه اتيا کلونه جوړېږي نو لوستونکي دې اوس خپله فېصله وکړي چې د اتيا يا پينځۀ اتيا کلونو په عمر کښې جنګ کول ممکن دي ؟ اؤ کۀ لږ ساعت له مونږ ممکن وګڼو هم خو د حالنامې دا عبارت ” ډېر په کښې زخميان هم شول لکه د داؤد زوے دولت “ نۀ شو نظر انداز کولے ځکه چې د دولت پهچان د هغۀ د پلار نوم سره کوي نو اوس خو ښکاره معلومېږي چې دغه وخت د دۀ اتيا يا پينځۀ اتيا کاله عمر نه وۀ ـبايد چې دلته د دولت په ديوان کښې د هغۀ د اخري عمر يوې قصيدې هم توجو وشي ـ د موصوف په دیوان کښې د اخري عمر په يوه قصيده کښې د دارا او د اورنګزېب د جنګ ذکر شوے دے ـ چونکې دغه جنګ په 8 رمضان 968 هـ کښې شوے وۀ نو معلومه شوه چې دې وخت پورې لا موصوف ژوندے وۀ ـ اوس کۀ د 960 هـ نه د 8 رمضان 1028 هـ پورې حساب وکړو نو 108 يا 109 کلونه ترې جوړېږي اؤ کۀ د 955هـ نه 8 رمضان 1028 هـ پورې حساب وکړو نو 113 يا 114 کلونه ترې جوړېږي اوس دې لوستونکي په خپله فېصله وکړي چې د دوي د زېږون په حقله ښودلې شوې نېټې نه مونږ د قصيدې دغه تاريخ پورې کوم کلونه را ووېستل نو دومره ضعیف العمرۍ کښې کۀ شعرونه ليکل ممکن وګڼو هم نو په دغه قصيده کښې چې د څومره تاريخي واقعات او د هغو د نېټو ذکر شوے دے د دې ياد پاتې کېدل به څنګه ممکنه وي ـ ؟ تاریخي دستاويزات کۀ هر څو د دولت لواڼي د زېږون په حقله زمونږ مرسته نۀ کوي خو ولې قياساً مونږ د هغۀ د زېږون نېټه 1000 هـ خواوشا ټاکلې شو ـ کۀ 1000 هـ خواوشا د موصوف د زېږون نېټه وټاکو نو د دکن د جنګ په وخت به ئې عمر څلوېښت کاله خواوشا شي او د اخري عمر دغه قصیده چې د 8 رمضان 1068 هـ د يو جنګ ذکر په کښې شوے دے دغه وخت ئې عمر د 1000 هـ د حساب نه 69 کاله جوړېږي نو غالب ګمان دے چې دولت لواڼے به دې وخت کښې د پوخ عمر سړے وۀ ځکه چې د څلوېښتو کالو عمر کښې ځان ته سپين ږيرے وائي ۔
زۀ هـــلک هـم افسـانـه وم لـه عـالــمه بـې ګــانـه وم
تـر څلـوېښتو کـالـو تـېر شـوم بېـګانه يم لا تـر اوسه
چې عـاشق پـه جـانـانـه شـوم لـۀ اغياره کـرانه شوم
تور وېښتۀ مې د سر سپين شول کرانه يم لا تر اوسه(6)
ماخذونه
- ـ لواڼے ، دولت ، د دولت ديوان ، دانش خپروندويه ټولنه ، ۲۰۱۲ ، دويم چاپ ، مخ : ۱۶
- ـ مغموم ، یار محمد ، ډاکټر ، روښانيان او پښتو ادب، پښتو اکېډمي پېښور يونيورسټي ، چاپ کال ۲۰۱۱ ، مخ : ۴۹۶
- ـ هم دغه اثر ، مخ : ۴۹۶
- ـ علي محمد مخلص ، حالنامه ، پښتو اکېډمي پېښور يونيورسټي ، ۲۰۱۹ ، مخ : ۷۴۷ ـ ۷۴۶
- ـ لواڼے ، دولت ، د دولت ديوان ، مخ : ۹۸
- ـ هم دغه اثر ، مخ : ۳۱۹