پادري هيوز چې کله پښتونخوا کښې د رحمان بابا سره د پښتنو مينه او عقيدت ولیده نو په دې وېنا مجبوره شو چې پښتانۀ که هرڅو په يو خبره هم په خپلو کښې په يوه خولۀ نۀ دي خو په دې ملنګ شاعر باندې ئې د څېلمې اتفاق کړے او دا محبت او عقيدت پښتنه ټولنه کښې تر دومره حده ژورؤ چې د سېدو باباجي به وئيل چې که لمونځ کښې نور څه روا ؤ نو مابه د رحمان بابا ديوان وئيلو اګرکه سائل صېب ښه وائي چې اولس جانان کړه نو د ټول اولس جانان شي او د دې د پاره هغه خپله کلیه په زمکه ودرېدل راښايي خو رحمان بابا البته په زمکه نه ولاړ هغه د دسدرۃ المنتهٰی د روحاني رفعتونو شاعر دے او دغسې داسې الوت کښې غني خان هم څۀ کم نۀ دے چې د رحمان بابا نه پس دوېم داسې داستانوي شخصيت لرونکے شاعر دے چې د رحمان بابا نه پرته د پښتو د بل هر شاعر نه زيات منلے شوے او اولس ورته زړۀ کښې محبت او ذهن کښې سخت تجسس لري تجسس او محبت/عقيدت چې یو شي نو افسانوي یا داستانوي شخصيت (لیجنډري) جوړ شي ديو لېجنډري جوړښت کښې نیمه برخه د هغه خپل شخصیت او نیم د اولس افسانوي تصورات وي چې شفائي رواياتو کښې ګردش کوي روان وي خپريږي البته محققین په دې منطقي لامنطقيت پوهول زما د پاره نا ممکنه دي خو دومره به ووايم چې داستانوي شخصیت دوه اړخونه لري يو هغه چې حقيقي معروضي اړخ وي چې ما او تا ئې پېژنو او بل هغه تخيلاتي اړخ وي چې د اولس تصرف کښې وي نو داستانوي شخصيت پورې هم داسې قیصې تړلې وي چې هغه واقعیت نۀ لري يا نيم واقعيت نۀ لري لکه حمیدبابا متعلق هم دا مشهوره ده چې څوک ئې اووه پېرې قبر نه طواف وکړي نو شاعر ترې جوړ شي دا هم د سوچ خبره ده چې پخوانیو خلقو شاعر حمیدبابا منلو او رحمان بابا ئی په يو قدم عرش ته رسیدلې زبرګ منلو ځکه شاعرۍ د پاره ئې د حمیدبابا او روحانیت د پاره رحمان بابا حواله راوړه۔ خو یوه خبره واضحه ده چې پخوانیوپښتنو عشق او ارټ سره د الهام او روحانیت تصور لازمی تړلو دغسې پروفېسر احمد علي عاجز يوه واقعه بیانوي چې يو کس د شاعرۍ شوق لرلو خو شعر ئې نۀ شو ليکلے چې کله غني خان ته لاړو نو هغه ورته خپلې لياړې خولۀ کښې وتوکلې نو هغه کس شاعر شو ۔
“داستانوي شخصيت” د لېجنډري مترادف اصطلاح ده او مطلب ترېنه داسې کس وي چي دومره بې کچه شهرت او درنښت ومومي چې يو افسانوي کردار وګرځي او بيا ئې په خبرو اترو کښې مثالونه ورکولے کيږي لېجنډري لفظ د لاتیني ژبې، د “legendarius” نه اخذ دے ۔ دغسې “legenda” د “لوستلو وړ شے” معنې لري ۔ نو ځکه د “ليجنډري” تورے د هغو قيصوافسانو سره تړاو لرلو چې لوستلې شوۀ خو وروسته دا اصطلاح د هغو کیسو یا شخصیتونو لپاره کارول شورو شوه چې د افسانې یا داستان په توګه اولس کښې پېژندل کېږي ۔
A legendary personality refers to an individual who has achieved extraordinary success, fame, or recognition in their field, often leaving a lasting impact on society. These individuals possess exceptional qualities such as boldness, passion, compassion, purpose, integrity, humility, and resilience. (1)
ليجنډ هم هغه شفائي روايت وي چې د وخت په تېرېدو سره ترې افسانوي قيصه جوړه شي دا هم هغه زړې اسطورې کښې د پروت ذهنيت يو قدرې بدل صورت وي شفائي روايتونو کښې د اسطورې خوند په ماورائيت راڅرګنډيږي چې د انساني وجدان برخه ګرځي انسان غواړي چې مادي او منطقي دنيا کښې يو درنګ ساعت بېخودي سرمستي وکړي او تراخۀ حقيقتونه يو اړخ ته وغورځوي ۔ دغسې ماورائيت مونږ د غني خان پورې منسوب شفائي روايتونو کښې برابره محسوسوو په دې بابله کېرن ارمسټرانګ لیکي چې ــــــــ
مادي پرمختګ چرته هم مونږ په روحاني توګه وړاندې نۀ يو بو تللي اسطوره شاته کولو سره مونږ د زوال پله روان شوي يو خو زمونږ دا ډېر خواهش وي چې موجود حالت نه اوځو او يو پوره ژوند کښې دننه شو خو مونږ دغه داخله د آرټ، ميوزک، نشوتماشو او د نا پېژندېدونکې دنیا د فلمونو په لار غواړو ځکه مونږ اوس هم د اتلانو په لټون کښې يو چې د ايلوس پرېسلے او لېډي ډائنا شخصیتونه کړۀ او وړۀ ته مو مذهبي رنګونه هم ورکړي خو د اتلانو داستانونو مقصد داسې شخصیتونه راپېژندل نۀ وي ولي د خپل ځان دننه د هېروازم لټون وي ــــــ (2)
د شفائي روايت موخه هم لکه څنګه چې کېرن آرمسټرانګ وايې يوازي د خيال افريني نۀ وي ولي دې کښې ګډون او د دې برخه جوړېده وي مونږ ته پته نشته چې مونږ خپل ديو مالائي ژوند ژوند څنګه په داسې ډول تېر کړو چې روحاني چيېلنج لري مونږ د نولسمې صدۍ په لار خطاونو ځان ملامته کوو چې دا داستانونه د دروغو او د پرېوتي سوچ ښودنه کوي خو مونږه خپل ځان سر دوباره نۀ شو رغولے د تعلیم عقلي بنياد نشو منسوخ کولے د جديد دور نه د وړاندې وخت ذهني حالت ته بېرته نۀ شو تلے خو د اسطورو په حقله غوره معلوماتي رويه څرګندولے شو ۔
داستانوي شخصيت د يو قام يا ټولي يا د تحريک د اقدارو او د اعتماد سېوا کولو يو نشان وګرځي ۔ ځکه چې هغه خپل کردار کښې داسې نخښې نښانې لري چې د قام ټولې يا خوزښت د ائيډيلزم ځاے پکښې ښکاري ۔ کرزميټک پرسنالټي مفکورې له مخه چې داستانوي شخصيت وړاندې نه داسې مقناطيسي حېثيت لري خلک ځان ته راکاږي او کرزمه غېر معمولي بهادرۍ ، خپل کار کښې مهارت او پۀ خپل ځان اعتماد نه راټوکيږي ۔ هم دغه خصوصيات کرشمه پېدا کوي او د کرشمې تصور ورو ورو داستاني شخصيت رامينځ ته کړي ۔ د پروجيکشن اينډ ائيډيلايزډ مفکورې له مخه اولس په داستانوي شخصيت کښې خپلې هيلې ، اوصاف ،اقدار او خپل لیدونکي خوبونه احساسوي او هغه څۀ ترې جوړوي چې کوم چې دوئي په خپله تصور لري اوبيا داستانوي شخصيت د نصاب ، تعليم ، رسنيو او رسوماتو له مخه دقام د ګډ ياداشت برخه وګرځي او اغېزه ئې پۀ نسلونو داسې خپره شي چې د يو قام يا ټولي يا تحريک د پاره د حرکت د پاره نغوته وګرځي ۔
د فلمي او لوبغاړي هېرو نه وړاندې بۀ قبائلي يا روحاني مشر د خپل اولس ذهن کښې به (هيولي غوندې) شبيهه لرله او دغه شبيهه کښې به وخت پۀ وخت د حالاتو تر مخه د عقيدت خوش خطي او د محبت خوش رنګي کېده ۔ لکه نزدې وخت کښې به د حاجي صېب ترنګزو مثال راواخلو د هغۀ پۀ بابله قسماقسم خبرې تر اوسه مشهورې دي لکه د اسلاميه کالج د جومات د اېرې رده کېښودلو د پاره د هغه ده پېري غوندې په سپين براق اسپ راتلل او بيا د سترګو رپ کښې ورکېدل ډېره مشهوره واقعه ده بلکې د کېمرې تصوير کښې هم انګريزي لانګ کوټ کښې په اسپ سور ښودلے شوے قيزې ئې راښکلي مخ په شا اړوي لکه چې د پوز تعين هم ډېر په غور شوے وي ځکه چې تصوير کښې د اس موجودګي هم داسې رمزيت دے لکه دانګريز ويستلي هر تصوير کښې” سرحدي پٹھان ” سرہ چې ټوپک لازمه ده چې هندوستان پرې ويروي او ځان ئې په محافظت ثابت قدم ثابت کړي نو دلته هم اسپ چې هغه وخت ورسره د پښتون قام بې کچه مينه وه د ترنګزو حاجي صېب يو هيرويک ایميج برابروي او شاته مخ اړول ئې دا ښائي چې تصوير ئې بې پامۍ کښې اغستے شوے چې د تصوير د حرمت مسئله هم په ځاے پاتې شي ۔ اګر کۀ ايرې کېښودو دا واقعه هم د استعماري پروپېګنډې يو انتهائي غوره نمونه ده د خپلې وفادارې مسلمانې اشرافيه او نوکر پېشه طبقې د پاره ورته يو تعليمي اداره هم جوړول وو خو ورسره د اولس برغون ويره وه چې هسې نه د شپې ورته هور اچوي حملې پرې کوي ۔ نو دغه واقعه يا خو جوړه کړې شوه او يا اصل کښې حاجي صېب د صاحب زاده قيوم پۀ ضمانت او دعوت راوغوښتې شو۔ چې د جمات رده کېږدي او چې څنګه د انګرېز سوچ او منصوبه وه د دې نتيجه دا شوه چې يوه استعماري تعليمي اداره د حاجي صېب له برکته نۀ يواځې خوندي وساتلې شول بلکې ترننه دغه کرامت او جرات په ډېر عقيدت او وياړ بيانېږي د انګرېز پاليسۍ دتسلسل د پاره تعليم يافته طبقې د مذهب د لېبل سره مسلمانه غلامي شرعې ته چې ظاهر ګوري برابر کړه او هغه خلش هم تيت پرک شو چې د هائيبرډ قامونو ذهني خاصه وي ۔
د حاجي صېب د دغه طلسماتي شخصيت نه باچاخان هم بيا دغسې کار تعليمي مد کښې اغستے و چې کله ئې هغه د خپلو مدرسو سرپرست کړو چې خلک ورسره په کومک راوګرځوي انګرېز هم په دې اسلامي مدرسو خوښ و خو چې کله ازاد اسلامي مدرسه سکول سسټم شورو شو چې پکښې دنياوي نصاب هم شامل و نو باچاخان سره د پلاره بنديوان شو سرکار ترې ضمانت وغوښتو اوس د دې واقعې موازنه د اسلاميه کالج جوړولو او د دې د جمات رده کېښودلو واقعې سره پکار ده چې حقيقت نور واضحه شي ۔ داستانوي شخصيت د خپل کردار د کوم يو داسې ځانګړي خصوصيت په مخ لید کښې راپيژندلے کيږي چې اغيزه نسل په نسل ئې لا زياتيږي او خپريږي د داستانوي شخصيت بنيادي خصوصيات داسې منل کيږي ۔
- Boldness
داستانوي شخصيت کښې د موجود حالت نه د انحراف او د نوې لارې غوره کولو جرات فطري وي او خپله لار په خپل سمي جوړوي ۔
- Passion
کار و زيار ژوره جذبې موخه لري دې جذبې په کښې لوے زغم او استقامت هم راټوکولے وي ۔
- Integrity
ديانتداري او صداقت ورته بنيادي اصول وي ۔ چې دې باندې سمجهوته کول ورته ممکنه نۀ وي لکه شاعر چې وائي-
نوره دې ژوند سره قيصه ګرانه ده
مرګ به آسان وي سمجهوته ګرانه ده
4. Compassion
داستانوي شخصيت کښې د انساني تعلق احساس زښت ژور وي ۔ د دې اندازه مونږ د وليئم ورډزورتهـ د خپلې خور او د غني خان د مور سره د محبت نه لګولے شو.
5.Humility
داستانوي شخصيت متواضع ، ساده او اسان وي او انسانیت يا سړيتوب باندې يقين لري لکه رحمان بابا چې څنګه وضاحت کوي :
لکه ځان ته هسې بل وته نظر کړه
لکه ستا دے هسې ځان دے د هرچا
6. Inspiration & Admiration
داستانوي شخصيت تش شهرت نۀ څرڅوي دے کرشماتي توګه دومره اغېزمند وي چې قام يا تحريک ته توان ورکوي او ډېر ساعتي نښان پرېږد۔
- Myth-Making
داستانوي شخصيت يواځې منلے يا نوموتے شخصيت نه وي هغه نۀ هېريدونکے او د حقيقت نه سېوا او ژوند نه لوے وي ځکه ئې حواله او يادونه د ثقافتي ميراث او تاثر ئې د قيصو کهتارو په بڼه برخه وي ۔
خپله شعبه کښې حېرانونکے استعداد ښودل دې بدلون راوستل او په عام اوخواص د دغه استعدادي قابليت سحرکاري منل وخت تېريدو سره دغه استعدادي قابليت سحر کاري کښې د تعجب نه افسانوي مبالغه ارائي رامنځته کېده چې ترې قيصې کهتارې جوړې شي دفوکلور برخه يا کلچر آئيکون شي دغسې ئې شهرت کهول په کهول روان وي قام اولس ته تحريک کوي
خواجه محمد سائل ليکي
((عشق و محبت ډېرې فرضي قيصې نۀ يوازې زمونږ په معاشره کښې موجود دي بلکې نورو قامونو کښې هم دا قسمه فرضي داستانونه موجود دي او دغه فرضي او بې سروپا داستانونه د يو قام په شعري ادب کښې دومره لوے مقام حاصل کړے وي چې سړے پرې ر ښتيا او په حقيقت بناء ګمان کوي(3)
- Timeless Recognition
شفائې روايت يا اسطوره داسې قيصه وي چې تاریخي وي او کله د چا د ستاینې سره غزېدلې لکه خوشبو د زمانې په سفر روانه وي ۔ نو ځکه د دې په نسبت سره داستانوي شخصیت هغه کس وي چې د هغه لاسته راوړنې، يا کردار، اثر انګيزي دومره ډېره او بې کچه وي چې په دې حواله حاصل پيژندتيا يوې ټولنې او يا ثقافت کښې یو تر ډېره او تر لرې پورې علامتي صورت واخلي ۔ يعنې داستانوي شخصیت هغه څوک وي چې د هغه ژوند، کارنامې، یا اثر دومره طاقتور وي چې هغه نسلونو پورې یادیږي او د هغه د تاریخ، ادب او عوامي حافظې برخه شي ۔
9.charisma and presence
داستانوي شخصيت په خپله کرزما، ذهني عملي استعداد او د يو خاص وخت په مهالي نسبت سره رامخ ته کېږي چې ورسره تړلې قيصو کتهارو کښې د يوې ټولنې د اولس هيلې اندېښنې او خوبونه پکښې منعکسه کېږي ۔
د غني خان په بابله ما د خپل يو مشر شاعر عبدالله جان فګار د زروبۍ له خلې نه دا اورېدلي و چې ما هغه د پښتون زلمي زمانه کښې ليدلے ؤ او دومره ښکلے ؤ چې بيا ټول ژوند د هغه نۀ څوک ښائسته ونۀ ليده ښکاره خبره ده چې دلته د ارواښاد فګار په بيان کښې د غني خان د شخصيت کرشماتي تاثر هم شامل دے يا لکه ميا افتخار حسېن چې څنګه د هغوي سترګو ښائست بیانوي نو داسې وضاحت کوي چې هغه د بل خبره به اوريدله نو سترګې به ئې پټې کړې خو چې ځواب به ئې ورکولو او دغه به ئې سترګې پرانستې نو بنده به وئيل چې سمې ډيوې بلې شوې دا خبره بنده ته جوښت د دبشير بدر شعر راياد کړي چې–
اس کی آنکھوں کو غور سے دیکھو
مندروں میں چراغ جلتے ہیں
يو بل مشر علي اکبر سيال وائي چې ما ترې پوښتنه وکړه چې بابا سترګې دې ولې هر وخت پټې کړې وي نو ووئيل ئې چې دا بدرنګه دنيا چې څومره لږه وينمه نو دومره ښۀ ده ولې ئې راباندې ډېره ليده غواړې ۔
د نېرېټيو سائيکالوجي له مخه داسې قيصې بې معنې نۀ وي بلکې د څۀ انتشار او غل ډوبۍ پۀ پوهه کښې زمونږه مرسته کوي ۔ لکه د غني خان چې د مذهب او ملا په نسبت او د انسان او خداے په معامله او تړاؤ د تفهيم هڅه کوي۔ هغه خپله ځانله لېونے وائي او د لېونتوب په مناسبت خپلې خبرې هم پۀ ګډې وډې متعارف کوي ۔اولس هم ځکه د غسې قيصو کهتارو کښې د مطلب خبرې خوښوي ۔ چې دې کښې ئې خپلې اسرې هيلې ورسره څرګندېږي ۔ څومره چې دغسې قيصې خورېږي ډېرېږي دغه هومره د داستانوي شخصيت رغوڼه د کلچر آئيکون غوندې کېږي دغه ډول شفاهي قيصوکښې د داستانوي شخصيت شخصي اوصافو سره ځنې ټولنيزې غوښتنې هم د اولس خُوږ رګ رانيوي ۔
- Sometimes Flaws
د افسانوي شخصيت يو زړۀ راښکونکے توکے دا وي چې د دوئي د کردار کمزوري او خامي هم د دوي طاقت جوړې شي او اولس ترې په دې ګرېز نه اپوټه مينه ورسره لا زياته کوي او دې خامي نه زښت خوند اخلي د دې مطلب داوي چې د يو بنده بشر په توګه لکه د ځانونو غوندې ترې کمزوري د امکان توقع لري(4)
لکه دسرعلامه اقبال زوے جاوېد اقبال وائي چې هغه پلار به روژې نه کیښودې يوه پيره ئې نيولې وه نو ټوله ورځ ئې بدحال و درنګ په درنګ به ئې د روژه ماتي د وخت تپوس کولو يا د ملکه برتانيه او شاه برتانيه مرثيه او قصيده لیکل دغسې انګلستان ته ګردي مېز کنفرانس ته تلل بیا د سپېن اټلي چکر لګول خو حج عمره باوجود د شاعر اسلام کېده نۀ کول دې خبرو ته توجه نه ورکول ښائي چې اولس او پولس دواړو ذهن کښې چې کوم تصوير دے هغه خپله رنګيني لري چې اولس او پولیس پرې ښۀ مطمئن دي ځکه چې علامه اقبال داستانوي شخصيت جوړ شوے په هغه يو هغه حقيقت اثر نه پرې باسي چې د هغه ژوند او ژوندون سره تړون لري
رحمان بابا او هغه معشوق مجنون ربابي
لکه د رحمان بابا متعلق دا افسانه چې هغه په مجنون نومي يو ښکلي رباب غږوونکي هلک مئين و او دواړه عشق کښې هندوستان ته تښتېدل خو درحمان بابا ورور عزيز خان چې په ګنګوسه پوهه شه نو هغه ئې پۀ کوټه کښې بند کړو او مجنون د اټک د سيند په غاړه لېواله انتظار نه پس مايوسۍ کښې هندوستان ته يواځې لاړه هلته ورته ديو ملنګ په دونهه ايرو کښې لعل مېلاوشو او بيا بوعلي قلندر يې مرشد شه عشق مجازي نه عشق حجازي جوړشه او دولس کاله پس دواړه خپله کښې يو شو دا پوره قيصه د بدلې په صنف کښې ليکلې شوې دا قيصه د رحمان بابا د هغو مختلفو شعرونو تاثر کښې ليکلے شوے چې پکښې د مجنون د وصيت، د رباب سره د رغبت، ځان ته قلندر وئيل د يار د مسافرۍ او د عزيزخان ذکر شوے يعني د روايت بنيادي کړۍ د رحمان بابا ديوان شهادتونه لري ټولو نه دلچسپه خبره پکښې ايرو کښې د ځوانۍ راوستلو لعل مونده دي چې متلي خبره واقعه کوي او دغه لعل اوبه هندو جوهري سردوبار ځوانوي چې د عشق د ناممکن طاقت اثر په ګوته کوي ځکه داسې روايتونه حقيقي نه وي خو حقيقت سره مماثلت ضرور لري ځکه يې اولس مني دغسې روايتونه او شفاهي قيصې مونږ ته دا ښائي چې يو اتل څنګه او پۀ کومه طريقه ټېبوز ماتوي او مروجاتو نه ډ ډه کوي خپل لار وباسي دغه ماتېدنه او ډ ډه هغه تخيلاتي دنيا ته رخصتوي ۔ چې اولس ئې د مثال پۀ بڼه باندې خپل زړۀ او ذ هن کښې ګرځوي ۔ خو وضاحت او مدافعت ئې هغسې نۀ شي کولې چې څنګه پکار وي ۔ نو د دې د پاره هغه يو منلے شخصيت نه داستانوي يا افسانوي شخصيت جوړ کړي او ورپسې د خپل سوچ مطابق دسې قيصې وتړي چې د دغه خپل شخصيت د اکر بکر سره سمون خوري او د هغۀ د شخصيت د کوم ځانګړي اړخ پۀ ګوته کوي ۔ او اولس ئې هم پۀ دې حواله پېژني ۔ اردو ادب کښې مرزا غالب او سر علامه اقبال او پښتو کښې رحمان بابا او غني خان داسې لېجنډرېز دي چې ورپسې تړلې د دروغو او څۀ د رښتياؤ بېشمېره خبرې مشهورې دي ۔
دغسې دغني خان په بابله داخبره چې يوه پيره يو ايراړ خر دهغه حجرې ته رادننه شه چې هغه وليدۀ نو په نوکرانو ئې غږ وکړه چې هله دا مېلمه راقابو کئ چې وچې شونډې درنه لاړ نه شي بیا په خر باندې وائن وڅښکل چې ځه اوس ګرځه دغني حجرې ته مېلمه راځي نو بي مېلمستيا نه ځي که هغه انسان وي که ځناور او خر بيا ښه په سرور کښې ګرځېدۀ
اوس دا قيصه که تجزيه شي نو ددې مطلب بل څه راوځي يعنې پښتانه وائي بې نشې دماغ د خر وي او داهم چې خر په مينه نه پوهيږي د خر مينه لته وي او خرته ئې ګل ونيوه نو هغه وخوړه داهم چې خر د کم عقلتوب نخښه ده دې تناظر کښې دا قيصه ثابتوي چې غني خان په صحبت کښې به خرونه(کم عقل خلک ) هم په سر او سرور او دژوند په خوند رنګ پوهه شوه دافيصه د خوشحال خټک په دې شعر کښې هم په بل رقم راغلې ده چې دغرونو ساده باده خلک د متمدن کولو دعوا لري —
د خوشحال سره که کښېني يو څو کاله
دا دۀ غرۀ خټک به واړه شاعران شي
داستان غوندې دغه شفاهي قيصې هم يوازې د اتل خوښۍ نۀ وي ۔ ولې د دې موخه دا وي لکه څنګه چې کيرن ارم سټرانګ د داستان تاريخ کښې ليکي چې د لرغونو خلقو د قبايلي اتل داستان مطلب پۀ اورېدونکي اغېزه اچولو ته وائي ۔ د دوي دننه داسې پۀ شدت سره شوق بېدارول وو چې ترينه پوره سړے جوړ کړي ۔ دا داستانونه ښائي چې زمونږه طرز عمل بايد څنګه وي ۔ ؟د غني خان په بابله روايتونه کښې دملائيت خلاف عنصر بنيادي توکے وي خو دغه توکے سکوټ مخالفت نه په تفهيم اړه لري لکه
ماچې څه ليدلي
زه ډېر وړوکے وم چې دا به اوريدل چې غني خان وائي چې ما هغه څه ليدلي چې څه خداے نه دي ليدلي نو ددې مطلب دا دے چې خداے پاک دمور پلار دبال بچو مينه نه ده ليدلے خداے پاک اوده کيږي نه خوب نه ويني نمونځ حج روژه زکات نه کوي او دغسې نور نوځکه دغني خان مطلب دې خوا پله دے
کليمه دغني خان
کلیمه د محمد وئېل ګناه ده
کلیمه د غنی خان وئېل ثواب دے
یعنې مطلب داچې د نبي پاک کلیمه داسې وئېل چی( انا محمد رسول الله) یعنی زه د الله تعالی رسول او پیغمبر یم موږ نشو وئيلے
يعني د نبي پاک او زمونږکليمه فرق لري زمونږ کليمه طیبه ده
کليمه د غني ويل ثواب ځکه دے چې الغني
د الله نوم دے او کلمه طيبه کښې ئې مونږ ذاتي اسم الله يادکړو چې عمل دے
بې اودسه مونځ کوه
دا اړ د فېس بک په يوه پاڼه« ادبي بحثونه» کښې چا دغني خان په حواله ليکلے ؤ او مطلب ئې پوښتلے ؤ ۔۔۔۔
بې اودسه لمونځ کوه ګناه یې نشته
بې نکاح ښځه ساته ثواب يې ډېر دے
نو يو کس ورته وليکه چې __
بې اودسه لمونځ یعني تیمم وهه او لمونځ ورباندي وکړه. بې نکاح ښځو څخه مراد وینځي دي
ماورته هسې تفنن طبع دپاره وليکه چې
دا د شعرنه دے منظومه معمه ده خو دې کښې د مخاطبه «اے» تخفيف شوے ښکاري که دواړه مصرعو کښې مخاطبه راشي نو مطلب به راوځي
( اے) بې اودسه __!مونځ کوه ګناه يې نشته
( اے) بې نکاح__!ښځه ساته ثواب يې ډېر دے
اوس چونکې تصوف روحانيت قیصه کمزورې بلکه ختمه شوه او هرخوا وهابي شریعت دے نو دغني خان حواله کښې هم جمات ورورو مقدس حیثیت اختیاروي دې لاندې شعر ته وګورﺉ چا له ځانه جوړ کړې او بیاغني خان پسې تړلې شوې ـــ
شکر دا چې د سجدې ځاے پکښې نشته
د جمات په پاکه خاوره کښې ګندا شوم
اوس دې سره په سپيناوي کښې واقعه هم داسې تړلې شوې چې بنده حیران شي وائي چې ــــ
کله چې غنی خان بابا انګلستان ته په سفر لاړ نو هلته یی یو جومات ولېدو او دلمانځه لپاره ورغۍ خو جومات له خلکو ډک و له همدی کبله غنی بابا د پیزارو په ځاے دلمانځه لپاره ودریدۀ خو چې سلام وګرځاوۀ نو جامې یې ګندا شوې وې نو همدې وخت کښې ئې د اسمان په لور وکتل او دغه شعر یې له خولې ووتۀ
يعنې شکر یې پدی وکړو چې یو کفري هیواد کښې هم دومره نمونځ ګزاره دے—-
د خدائے وېش او د غني تقسيم
یوه ورځ غني خان ته له دیر نه چا درې بوجۍ تورې مالټې راوړې وې .غنې خان دخپلې حجرې کارکونکې را ټول کړل ورته ویلې هلکانو دیروجي اشنا راته مالټې راوړي تاسو باندې يې وېشتمه خو تاسو نه یو پوښتنه کوؤم
چې په خپله توره ئې تقسیم کړم او که نه د خداے په توره ئې اوهم؟ ہغوي ورته اوویل چې
خان !بس د خداې په توره یې تقسیم کړه
بابا مسکے شو او د مالټو د بوجې نه یې یوه مالټه راوباسله یو کس ته یې ورکړه بیا ئې
چاته نیمه چاته دوه مالټې او يوکس ته یې پوره بوجې ورکړه کس دوه یې دغسې بوک سوک پرېښودل ټول حېران شو
چې دا څنګه د خدائے په توره تقسیم دے؟
غني خان ورته اوویل چې حېرانيږۍ مه د خداے پاک تقسیم هم داسې وي کنه چاته ډېره زياته ورکوي
چاته کمه چاته یې بیخي نه ورکوي
که تاسو ماته ویلې چې خپل وېش وکړه نو ما به درته په سم شمېر وېشلي وي دا روايت د سندھ مشہور داستانوی شخصیت وتایو فقیر پورې هم تړلي ده چې د شاه لطيف بهټائي د دور و خو ممکنه ده چې غني هم داسې کړې وي ځکه چې په دې مسئله باندې هرباشعور کس سوچ کوي وتايو فقير پسې نور بې شميره روايتونه هم دي چې د بيړې کار دشيطان وي والا دمتل قيصه هم پکښې ده
غني خاناو د ربابشوق
اقبال کاکا، دوړوکي لاهور په زرګرانو کښې دے، ډېر مشر سړے دے يوځل د امام عصمت سردارخېل جونګړه کښې قيصه کړې وه چې موږ هلکان وو، د تماکو په بټو کښې د کار کولو په پاره هشنغر ته تللي وو. هره شپه به مو مېلس کولو نو دغسې یوې شپه مو مېلس کاوۀ ما رباب غږولو. نیمې شپې ته نږدې وخت وه چې په لاره کښې مخامخ یوجیپ راغللو ودریده او درې کسان چې دوو سره پکښې وسله وه او دریم ورسره دلوړ قد، سورسپين سړے و. موږ وېريدو چې دا مهال داسې څوک راغلل. خودرېم سړي سلام دعا وکړه، بیا کیښناست او وي وئېل چې هلکه “غږوئ! کنه زه هم دې شپه کښې ستاسو د رباب منګي په غږ پسې پسې راغلے یم.”
موږ مېلس بيا شورو کړۀ. درنګ پس هغه ملګري نه منګے خپله واغستو چې داسې ئې وغږوه! بیا یې رباب هم واخیست او ښه ئې وغږولو. په دې توګه ميلس تر شومه دمي پورې دوام وموندلو. له دې وروسته هم پرله پسې څو شپې راغلو مونږ سره به میلس کاوۀ، خو نور ئې مونږ هم څه په اته پته پوه نه ؤ بس يو شوقین هشنغرے خان مو ګڼلو څو ورځې پس پته ولګیده چې دا د باچا خان زوے هغه شاعر غني خان دے.په دې حقله ډاکټر عثمان اولس يار هم داخبره کوي چې زه به کله ورسره لاړم نو وئيل به ئې راځه سواتيه يو دوه ګوته کوو چې بيا درته ستار وغږوم. ستار ښځينه سازدے دې ساز سره د غني خان د مينې اندازه دې نه کيږي چې د خپل مصورۍ داستاد په يو مشهور پينټنګ «انتظار کونکې محبوبه» باندې ئې يو نظم هم ليکلے ۔
لنډه داچې افسانوي يا داستانوي شخصيت يواځې يو معروضي شخصيت نه وي ده دبل اړخ تخيلاتي شخصيت وي ترڅو چې دغه دواړه اړخونه لکه د کلدارې روپۍ يوبل سره بيل بيل او يو ځاے يوځاے مونږ تصور نه کړو نو داسې شخصيت تفهيم نه شو کولے او نه ددې دواړو نه بغیر داستانوي شخصيت جوړېده ممکنه وي ځکه آئنده که څوک تاسو ته دا اوائي چې د حمیدبابا د زیارت د بیرې پاڼه څوک وخوري او يا اووه پیره قبرنه طواف وکړي نودې سره شاعرشي يا غني خان لياړه باندې يو متشاعر شاعر شو نو سره د توهم دمنلو دا ومنئ ځکه چې دا خبره به هغه داستانوي شخصیاتو په هکله کوي
ماخذونه
1&4: Encyclopedia of Britannica- Personality and Individual Differences, Vol. 1, p. 123, 2020, Publisher: Springer Cham
2.سائل، خواجہ محمد، دعبدالرحمان بابا او دمجنون دمینې داستان ،2000ز، مخ 6
3.کېرن آرمسټرانګ ،داستان کی مختصر تاريخ (ترجمہ)2006ع،نگارشات پبلشرز لاہورص114