دا د بنيادم فطرت دے چې کله دې د دنيا د کارونو نه ستړے شي نو بيا دې چرته ځان فطرې ښکلا رنګونو ته اوباسي او د خپل زړۀ او ذهن هوا پرې لږه بدلوي دا ځل چې څنګ د ګرمۍ چهټيانې اوشوې نو زۀ هم خپل کلي دير ته په چکر راوتم ځکه چې د مردان هاړ ګرمۍ بيا سم چيچل شروع کړې وۀ هسې خو هوښياران نه وائي چې هاړ دننه، پشکال په ونه ، بادرو په غنه، بس هم دغه وجه وه چې يو څو ورځو له د دير غرونو ته راغلم او دا مې ځان سره پخه اراده کړې وه که خېر وي نو دا ځل به کمراټ جاز بانډې ته چکر له ځم د دير نه مې ځان سره خپل ترور زوی معاذ خان هم تيار کړو د بيګا نه مو خپل بيګونه اوتړل او په سبا د سحر ناشتې نه پس زۀ او معاذ خان د دير بازار اډي ته راغلو او د کمراټ « تهل لاموتۍ » ګاډي کښې مو ځان له په سيټ څادر کېښودو او د غرمې څه کم ۱:۰۰ بجه راوتو موسم ډېر جانانه وۀ ولې چې بيګا نه باران شوې وۀ يخه هوا لګېده د کوټکي خوړ سره راتېرو نه پس د خوږو اوبو چينې سره لاندې د ډوډبا په اړخ ورتاؤ شو چې دې ځاے نه دوه لارې کوهستان ته تلې دي يوه لار پخواني ده او بله لاندې د بائي پاس لار ده چې د نمر خاته په اړخ ته وتې ده هم په دغه لار ورسم شو۔ دغسې د دير سيند هم د بره نه سر غونډکې وهي او دلته ورله کوهستان سيند مخه وهي او لاندې چکياتن پل سره د قبلی اړخ نه براول سيند سره غاړه غټۍ کيږي چې يوه لار د ددغه ځائے نه د باب کمراټ په لار د ښکته نه ګاډي راځي بيا مخکښې ډوډبا په پل باندې پورې وتو چې د دنګو غرونو سلسله شروع شي چې ددې په لمن کښې کوهستاني لوې سيند په خپل جلال کښې غورځنګونه وهي چې بنيادم د قدرت دغې نظارې ته په فکر کښې لاړ شي دا د دنګو غرونو تر مينځه تنګي تنګي درې او خوړونه د سړک په غاړه رڼو اوبو چيني چې ټول لاروي پرې د دير نه تر کمراټ پورې اوبه کيږي بيا مخکښې رونديش راغے ورپسې د ساؤنۍ ويلې ده چې ځانله ورته يوه جدا لاره تلې ده لږ مخکښې د دورو پل راځي چې ګس اړخ ته واړوېدو دلته د سيند په غاړه په لويه ميداني زمکه د شرينګل ښائسته يونيورسټي پرته ده د شرينګل بازار نه پس سلول کلے بيا ګورړۍ کلے راشي د دې نه په بره ټوله لاره کچه او کاڼيزه شروع شي چې ددې سيمي په غرونو د غوزانو اونې او د څېړے د اونې ډېرې ولاړې ځنګلي او د کوهستاني سيند غورځنګونه چې پکښې جالګر د ټراؤت کبانو ښکار هم کوي په دغه دنګو دنګو غرونو کښې هرې درې ته د تختو رسو پلونه راتړلې شوې او ددې ځاے د خلقو پرې د يو بل سره تګ راتګ کيږي چې څنګه مخکښې پاتراک ته اورسېدو لاندې د سيند په مينځ په کانړيزه زمکه يو لوې ښائسته کلے اباد په نظر راځي چې دواړو غاړو ته ترې سيند بهيږي په پاتراک بازار کښې د غرمې څه کم ۲:۱۵ بجې لږ ساعت له دمې ته اودريدو دلته مو لږ خوراک څښاک اوکړو بيا روان شو ددې ځاے نه په بره لار ټوله کچه ده چې دا ټوله لينډ سلائيډ ايريا ده چې ځاے په ځاے د غره ملبې سړک ته راخويدلې وي مخکښې بريکوټ دے چې دا ټوله لاره لاندې د سيند سره يو شان تلې ده ورپسې کلکوټ بازار راځي چې د دې ځاے نه کمراټ پوري 24 کلو ميټره لار ده۔ بيا د لاموتۍ کلے دے چې دا ډېره ښايسته شنه سيمه ده چې لږ وړاندې په کنډاؤ ورسر شي نو د سيند نه پورې غاړه د تهل ښائسته کلے راښکاره شي د شنو غرونو په لمن کښې اباد لوے کلے دے او ښائسته شنه پټي لري د کوهستان د خلقو تهذيب کلتور ساده جامي واسکټ او پکول په سر وي او ژبه ئې کوهستاني، پښتو او ګجرې ده او زيات تره معاش ئې د ځنګل په لرګي دے او يا خپل څاروي ګډې بېزې ساتې ددې نه پرته هر چا ځانله خپلو کورونو سره باغيچې جوړې کړې وي چې پکښې د هر قسم مېوو بوټي انځر ، مڼې، ټانګوان، الوچۍ، خوبانۍ، انګور ، غوزان ،بادام، په سبزی کښې الو،مټر، او دغسې د جوارو کر کرونده کوي۔او د خپل ژوند ضرورتونه ترې پوره کوي۔ د تهل بازار ته دوه لارې دي يو زړه لار ده چې مخکښې له د سيند د پل د پاسه به راتلی اوس هغه پل سيلاب وړے دے يوه لار عارضي شان په سيند کښې جوړه شوې ده چې نن سبا د خلقو تګ راتګ په دغه لار کيږي او څه ګاډي د لاموتۍ په بائې پاس د تهل بازار کمراټ چوک ته راکوزيږي مونږ ماذيګر څه کم پنځه بجې اورسېدو موسم ډېر ښه وۀ د نرې نرې باران څاڅکي شو او يخه هوا لګېده۔ د تهل بازار نه پورې غاړه د سيند په غاړه يو پخوانۍ زمانې يو ښکلے تاريخي جمات دے چې د لرې نه ئې د لرګي ښائسته ګمبت ښکاري مونږ ئې هم کتلو له ورغلو چې دا ټول د ديار لرګي لوې لوې ګېلۍ او د غټو تيرونو نه دوه چته جوړ دے ددې د بنياد نه واخله تر سره پورې د غره د ډبرو نه د لرګي په قالبونو کښې په لوې لوې ديوالونو ولاړ دے د جمات دننه ټول د ديار لرګي نه کار اخستې شوې او د نقش نګارۍ کار پرې شوې دې چې دا ددې ځاے د فن او هنر د کاريګرو شاهکار دے۔په تهل بازار کښې مو شاګرد حاجي رحمان سترګې په لار ولاړ وۀ دلته نه هغه سره په ګاډی کښې بره د لاموتۍ په اړخ د باډګوئي په لار روان شو لږ وړاندې په خوړ ورکوز شو او د بټول په پل راوړېدو او مخکښې د پت بند په لار بره ور روان شو چې دا ډېره ښائسته شنه غرئيزه سيمه ده چې لاندې د خوړ په غاړه د لوې لوې چنارونو او غوزانو د سيوري لاندې د اوبو چينه وه چې ددې کلی ټولې پېغلې ورته په ماذيګر کښې راغلي وي او د چيني اوبو نه ئې ځانله منګي ډکول۔چې ما ته دې سره هغه ټپه رایاده شوه۔
« د غرۀ لمن د ګودر غاړه
امېل په غاړه د جانان دیدن له ځمه»
چې څنګه بره په کنډاؤ ورواړیدو نو يوه ښائسته شنه علاقه راښکاره شوه چې ګېر چاپیره ټول ځنګل شنه غرونه او مينځ کښې د وادي سير پروت دے ۔چې دا د حاجي رحمان دې کلے وۀ دلته مو دېره کښې لږ دمه اوکړه د ماذيګر چائے راباندې اوڅښلې بيا لږ بهر د وادي سير په ښکلې فضا کښې اوګرځېدو چې پکښې ځنګلي رنګا رنګ ګلونه او څه د ديار ګڼ ځنګلونه دلته په فطرت يوه خاموشي خوره وه او د اوبو د ولې شړار او د کيرړو آوازونه د بنده په غوږو داسې خوږه لګېده ته به وائي چې دا فطرت موسيقی غږوي۔ شاګرد حاجي رحمان راته وې سر جي په دې ځنګلو کښې سهاراني چرګانو ښکار هم کېږي بيا ماښام واپس ديرې ته راغلو لږ ساعت پس د ماسخوتن ډوډۍ د پاره درستخوان اوغوړيدو او د کليوال روايت مطابق لاسونځي کښې اوبه اوګرڅولې شوې د دې ځاے خلق د مېلمه ډېر قدر کوي زمونږ ئې هم ډېره په مينه مېلمستيا کړې وه چې ټول ددې ځاے روايتي او سوچه خوراکونه وو ۔کورني چرګ ، ماسته، کوچ، سوچه غوړي ، متر ، او لوبيا ،ساګ سوکړک، ما وې نور د خداے نه څه غواړي دې سره مې په طعام بسم الله کړه او ښه په خوند خوند مو اوخوړه، بيا لږ ساعت پس يوه پيالۍ پيالۍ چائے مو اوڅښلې ګپ شپ نه پس په خپلو بسترو کښې اوغزيدو اودۀ شو چې څنګه د سحر رڼا لګېدو سره مو سترګې اوغړېدې بهر راوتم نرې څاڅکی باران وريدود وادي سير په ګېر چاپېره غرونو لړې راخورې وي چې پکښې د څه غرونو سر پټ او څه ښکاره وۀ ته به وائي که په شين څادر چا سم سپين مالوچ شيندلي دي چې دغه جمالياتي منظر د کتو وۀ بس زۀ ورته هم بهر د برنډې په کټ کښې پريوتم او د سحر باد نسيم د ښکلي فضا کښې د مارغانو ،خارونو ښکلي آوازونو نه مې د زرۀ تسکين اخستو چې په دې کښې شاګرد حاجي رحمان غږ کړو راځئ سرجي ناشته تياره ده ما وې درغلم چې په ناشته کښې کورني چرګانو هګۍ او د غواو پيو پيروي سره ګرمې پراټي چائے نه مو په يخ موسم کښې خوندونه واخستل۔او بيا مو خپل بيګونه اوږو ته کړل او د جاز بانډې په لور روان شو د لاموتۍ نه مخکښې د متول کلي په لار ورسر شو چې وړاندې يوه ښائسته دره ده چې دا غرونه ټول ګڼ ځنګلونه دي او په مينځ کښې جندرې کلے راځي، بيا مخکښې د ګام سير درې د خوړ نه سخته لار شروع شي چې په ځنګل کښې بره د ټکي ټاپ پورې ټوله د جيپ لاره ده خو مونږ پېدل په څلوېښ منټه کښې اوختو بلها مخلوق چکر له راغلې وۀ او بره جاز بانډې ته روان وو دلته مو ځانله د لرګي لاټۍ (سټيکونه) واخستل ځکه چې د ټکي ټاپ نه بره نوره د سړک لار نشته او د جاز بانډې پورې ټوله لار په ځنګل کښې د hikingسخته چړائي ده د لرګي لاټۍ (سټيک) د سهارې نه بغېر پېدل ختل ګران وي خو ځنې سيلګرې په خچرو او اسونو سواره شوې او بره خېژي او څوک په خپلو پښو ځي چې مونږ هم پېدل په ورختو سر شو۔ دا ټول د ديار او نخښترو ځنګلې دي کله په بره او کله په ښکته تلل دي او څه کم 3 درې ګنټهو کښې دا لار وهلې شي ډېر زړۀ ستړې مزل دے چې بنده سم ساه ساه کړې خو د خپلې انرجي برقرار ساتلو د پاره ځان سره يو بوتل اوبه يا جوس او څه اوچه مېوه يا بسکټ ډېر ضروري وي ځکه چې په تشه خيټه دا لار نه وهلې کېږي بس دا کار ئې ښه دے د ځنګل په لارو کښې چرته چرته د دمې د پاره بينچونه جوړ کړې شوې دي چې سيلګرې پرې لږ دمې ته کښينې د لږ ساه صورت نه پس بيا مخکښې تګ کوي مونږ هم دغسې مسلسل روان وۀ کله لږه دمه کول کله بيا روانېدل چې مونږ سره د څښلو اوبه هم ختمې شوې وې او سم تږي شوې وو خو ښه وه د ځنګل په اخرې چړائي کښې يوه يخه چينه وه ډېری ښکلې او يخې اوبه وې چې سمه تنده مو پرې ماته کړله۔ايله راکښې ساه راغله بيا لږ ساعت کښې بره ماذيګر څه کم 6 شپږ بجې ټاپ ته د رسېدو سره يوه ښائسته شين ميدان راښکاره شو چې ګېر چاپیره شنه غرونه او يخه هوا چلېده ددې غرونو په مينځ کښې د قدرت په غېږه کښې جاز بانډه ده۔ چې دا وادي کمراټ په مشهور ترين سياحتی مقاماتو کښې شمارلې شي چې پکښې مشهور کټوره جهيل ،کنډ بانډه ،کنډ آبشار ددې ځاے د فطرت ښکلي منظرونه دي۔
جاز بانډه: نوم هم خپل يو تاريخ لري په ګاؤري ژبه کښې “بانال” چراګاه ته وائي په پښتو کښې ورته “بانډه ” لفظ مستعمل دې هم دغسې “جاس بانال”د وخت سره د تلفظ په بدلېدو په نتېجه کښې “جاز بانډه “شوه چې نن سبا ددې مقام معروف نوم دے چې د موسم په لحاظ سره ډېره يخه ده او ګېر چاپېره د غرونو په لمن کښې هوټلې،هټونه او څه خيمې لګېدلې وي۔اول مو ځان له په ډريم هوټل کښې د کمرې غم اوکړو لږ ساعت ډه ډه شو بيا مو ځان سره خپل د غواو راخستې پيۍ نه دودھ پتي چائے تياره کړه او يو کپ کپ مو نوش کړه د ماښامي تياره لګېدو سره په غرونو تورې سپينې وريځي راخورې شوې او لږ باران اوشو۔مونږ ورته د هوټل په بره چت کښې ناست وو او د يخ موسم بادونو نه مو خوندونه اخستل۔بيا د ماسخوتن ډوډۍ د پاره مو ځان سره خپل چرګ راوړي وۀ هغه مې په خپل لاس کړاهي کړو او ښه په خوند خوند مو اوخوړو۔د ډوډۍ نه پس لږ پېدل اوتو ما د ځان نه ښه ګرم څادر راوتو کړې وۀ ځکه چې جاز بانډې شپه ډېره يخه وي هلته د حاجي رحمان يو ملګري د ګرم سکاره بل کړې وۀ جو مونږ هم ورغلو ګېر چاپېره په کرسو کښېناستو اسمان هم صفا شوې وۀ او د غره په څوکه سپوږمۍ اوچته ولاړه وه د دې په رڼا کښې مو ګرمې چائے څښلې او ګپې شپې مو لګولی بس په ما اسويلې اولګېدل سم خوب ځنګولم ملګرو ته مې وې ځئ چې ځو خپل هوټل ته چې څه ګورم بهر په ميدان کښې ګرمه موسيقي لګېدلې وه او ښې مستې ګډاګانې وي او خوشحالۍ وې بس مونږ خپلې کمرې ته راغلو ځکه چې ډېر ستړې ستومانه شوې وو کمبلې مو راښکلې او اودۀ شو۔چې څنګ سحر نمر څيره اوهله زمونږ هم سترګې اوغړيدې د راپاڅېدو سره بهر راوتم ګېر چاپیره د جاز بانډې په شنه غرونو نظر لګېدو سره مې دې زړۀ يو جمالياتي سکون واخستو بيا مو مخ لاس اوکړل ناشته مو اوکړه او ځانونه مو تيار کړل د جاز بانډې نمر ډېر تېز صفا او آب هوا ئې يخه او خشکه وي چې دې سره د مخ څرمن سوځي جو په مخ سن بلاک لګول ډېر ضروري وي بيا څه کم نهه بجې د جاز بانډې نه د کټوره جهيل په لور روان شو دا لاره بيخي ايډونچر دے چې په تنګه دره کښې د غره په سختو چړايانو ورختل دي چې سم د دنګو دنګو غرونو سره سر وهل دي چې ټوله لار ئې څه د خوړ په غاړه څه په سمه هواره شنه دشتو کښې ده چې دا هم د غره غوندې لوې سينه او همت غواړي بنده پکښې پېدل مزل ډېر په سخته کوي ځکه چې دا په کانټېزو او په غټو کمرو باندې مسلسل تلل دي چې د بنده د پښو کمزوري پېزار ورته د بيخي د ټينګې نه وي د مخې سره ئې شلوي دغسې په مخکښې روان وو لږ وړاندې د چړائي نه پس ښکته يوه بله شنه دشته کښې يوه ښکلې وړه ډنډه په نظر راځي چې پکښې زيات تره سيلګرې په کشتۍ کښې پورې اوځي خو مونږ ددې ځاے نه بره په غره کښې پېدل د ګټورې ډنډې ته مخ په وړاندې روان شو خو چې څومره مخکښې ځي دومره لار سختېږي چې څه په خوړ کښې ښکته او څه په غره په ګټو کښې سختي چړاياني وهل دي د مسلسل مزل نه پس مونږ د غره په اخرې سخته چړائي ورسر شو چې ټولې غټې کمرې وي اخر بر سر ته راوختو نو يوه ښائسته ډنډه راښکاره شوه چې دا کټوره جهيل وۀ چې د قدرت دغې منظر بديعي حسن او کاريګرۍ ته بنده حېران پاتې شي لکه د يو قدرتي ګټورې په شکل کښې د واوريني اوبه ګېر چاپیره په غرونو سپېنې واورې پرتې او په غېږه کښې ښائسته شنې رڼې اوبه داسې راډکې شوې ښکاري ته به وائي که په ګټوري کښې چا سم د سرور اوبه اچولې وي۔ چې لاندې ترې د اوبو يو رود د ابشار په شکل کښې د بره نه په چړ رابهيږي چې يوه ښکلې نظاره کېږي ددې سره يخه هوا او د اوبو پشم په بنده په زړۀ ډېر ښه لګي چې زۀ ورته هم بره لږ ساعت کښېناستم په دغه جمالياتي منظر په تماشه اوم او ما ترې ښه حظ مسرت واخستو ملګري هم لږ دمه شو او تصويرونه هم د کيمرې په سترګه واخستې شو چې په لږ ساعت کښې په غرونو وريځي راخورې شوې۔ او بيا مو واپسې اوکړه چې په لار کښې راباندې د باران يوه چپه شوه لږ باران اوهلو خو ښه وه په لار کښې لوې لوې ګټان وه يو غټ ولاړ سلامې کمر مو صحې کړو او مونږ ټول ترې لاندې اودريدو او د باران د چپې نه بچ شو دلته مې دا يو تجربه اوشوه چې د ګټوره جهيل ته د تللو پاره برساتۍ او يا چهترې راخستل ضروري پکار دي ځکه چې دلته روزانه د ماسپښين نه پس دغسې بادو باران وريږي بيا لږه شيبه پس د باران اودريدو او مونږ روان شو او لاندې هغه شنې دشتې ته راکوز شو هلته مو يو وړوکي شان هوټل کښې لږه دمه اوکړه او ښه دودھ پتي چائے مو ورته اوڅښلې بيا مو خپل تکل شروع کړو او ماذيګر څه کم څلور بجې جاز بانډې ته واپس پخېر راورسېدو۔پښې راله پېدل مزل ښې ماتې کړې وي په ما خو پښې سمې درنې وې ښۀ ستړې ستومانه شوي وو خپل د هوټل کمرې ته راغلو لږ ساعت له ډه ډه شو بيا مو ورته چائے اوڅښلې ځکه چې يخنې وه په دې کښې د ماښام دلته بيا په شړق باران راښکې شو او داسې په شيبو شيبو تر ماسخوتنه اوريدو چې يوه کاسه په بله کاسه اوړېده۔د جولائي په میاشت کښې د پشکال بارانونه چې رامات شي نو بيا چرته د اودريدو وي۔ټول سيندونه راډک شي او ښه په موج کښې بهېږي۔بس د ماسخوتن ډوډۍ خوړلو نه پس مو پيناډول ګولۍ واچولې او اودۀ شو۔شپه تېره شوه سحر شو چې څنګ پاڅېدو بهر ګېر چاپیره غرونو څوکې په وريځو کښې پټې وي ناشتې نه پس لږه فاصله کښې لاندې کنډ بانډې ته ورکوز شو چې دا يوه ځانله د دوو غرونو تر مينځه يوه ښائسته دره ده چې پکښې يو اړخ ته په جمال او جلال کښې لوې ابشار رابهېږي چې لاندې ورته لږ ساعت له څوک اودريږې داوبو يخ پشم سره د بنده سم روح تر وتازه شي کنډ بانډه د ښکلا يوه داسې جمالياتي منظر دے چې سم په ژوندوني جنت دے ګېر چاپیره په غرونو د ديار ځنګلي په لمن کښې شنه دشته چې پکښې لکه د مار تاؤ راتآؤ شوې ښائسته رڼې واوريني اوبه بهېږي چې بنده ورته د بره نه ګوري نو سم په رښتيا snake Rever ښکاري چې په غاړه ئې د سيلګرو د پاره خيمې لګېدلې دي او ډېر خلق دلته سېل له راځي د کنډ بانډې موسم ډېر خوشګوار دے چې مونږ پکښې نيمه ورځ تېره کړه او ددې ځاے د فطرت ښکلي منظر نه مو روحاني تسکین واخېستو چې دا د قدرت داسې ښائسته نظارې دي کۀ څوک ورته بار بار ګوري خو سترګې پرې نه مړيږي په دغه تصور کښې زۀ د ځانه ډېر لرې لاړم او يو جمالياتي حيرت سره مخ شوم چې په دې کښې راباندې بيا د باران نرې نرې څاڅکی شو بيا واپس جاز بانډې ته راوختو خپل بيګونه مو اوږي ته کړل او واپسې مو اوکړه دغسې بیا لاندې په ځنګل په اوترايائي سر شو چې ټول ايډونچر دے څه مزل نه پس مې جو نور په پښو کښې دم نه وۀ پاتې د لرګي لاټۍ (سټيک) په سهارې روان اوم د بشر صېب خبره ژوند هر ځاے سهارا غواړي د انسان نه د لرګی سهارا ښه شی، احسان خو نه زباتی خو ما سره معاذ او حاجي رحمان څنګ په څنګ روان وو وې سرجي قدم راواخله خو زۀ لکه د مېږي په قدم روان اوم ما وې چرته تيندک اونه خورم يا لوټکې نه شم ځکه چې باران شوې وۀ په ځنګل کښې څه لاره کچه وه خټې وي چې بنده پکښې يو درز ئې راخويږې بس باقي لار مې په خچر سورلې اوکړه او ټکي ټاپ ته ئې په خېر راکوز کړم۔لږ ساه صورت شو بيا ګام سېر ته راکوز شو لاندې ملګرو په سټين کښې بائکونه ريډي ولاړ وو دلته نه د تهل بازار ته ماذيګر څه کم پنځه بجې راورسېدو د ملګري ياسر هوټل کښې لږ ساعت له دمه شو چائے مو اوڅښلې سرونه مو لږ ټکور شو بيا مو د ملګرو نه رخصت راوخستو او ماښام د تهل نه راوتو او د شپې څه کم دولس بجې خپل کلي دير ته په خېر راورسېدو۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔