خدائي خدمتګار منفعت الله بابا—مېجر ريټائرډ شفقت الله

دا ليکنه شريکه کړئ

کله چې د خدائي خدمتګار تحريک اؤ د ازادۍ د ننګيالو مشرانو ذکرکولے شي نو د پښتنو عظيم رهنما باچاخان سره څنګ په څنګ يو شمېر عملي مبارزان هم مخې ته راشي څوک چې د باچاخان مضبوطې مټې وې اؤ د ازادۍ مبارزه کښې ورسره ګام په ګام شريک وو او هم د دغو قهرمانو په صلاح مشوره د خدائي خدمتګارۍ تحريک په غورځنګونو روان پاتې شوے وو ـ دغو مشرانو کښې يو څو ښاغلي داسې هم وو چې د ملي تحريک دماغ ګڼلې شوامير محمد خان هوتی ( خان لالا ) بېرسټر ميا احمد شاه،عبدالاکبر خان اکبر،قاضی عطاءالله،خادم محمد اکبر،خان عبدالعزيز خان ، کامدارخان ، فردوس خان اؤ په تيره تيره منفعت الله خان د تورډهيري و ـ        زما پلار ( منفعت الله خان بابا ) د ژوند تر اخري لحظو پورې عملاً اولسي اؤ خدائي خدمتګار و اؤ لکه د نورو قامي ننګيالو په شان ئې دازادۍ په خاطر د ژوند کړاوونه او د قېدوبند سختې زغملې وې  هغوي به چې د خدائي خدمتګارانو د عظيمو قربانيو تذکره کوله اؤ  په داسې حال کښې به يوه شېبه به چپ پاتې شو اؤ په څهره به ئې د شديد کرب او غم اثار راښکاره شول چې د زړۀ د درد احساس به ترې څڅيدو ـ عظیم خدائيخدمتګار منفعت الله خان په خدائي خدمت ګار تحریک کښې ځلنده ستورے و د څۀ تعارف مختاجه نۀ دے باچاخان ، خان عبدالولي خان ، امیر محمدخان خان لالا ، قاضی عطاءالله، خان عبدالعزیز خان داسې نورو خدائي خدمت ګارو سره یو ځاے مختلفو جیلونو کښې پاتې شوے و خو بیا هم لنډ شان “پښتون” لوستونکوسره منفعت خان بابا پېژندګلو او د دوي د جهدوجهد څۀ حصه شریک کړم -دغه عظیم خدائي خدمتګار په کال 1903ء کښې په تورډهیري چې د ضلع صوابۍ مشهور تجارتي کلي کښې علی ګل خان کره سترګې غړاولې وي د نېکه نوم  ئې بوستان خان او د ټر نيکۀ نوم ئې ګلاب خان و۔  د منفعت خان بابا پلار یو زميندار پښتون سېني خټک خادي خېل متوسط طبقې سره تعلق لرونکے و ذریعه معاش زميندارۍ سره سره لږ لږ تجارت کولو۔ په خپل کلي په موجوده تورډهیري کښې ډېر دیانتدار، امانت دار، وعده پوښ اؤ دغه شان د صوم صلوات ډېر زیات پابند و۔  هم دغه شان ډېر سخي او ميلمه دوست و فقيراو غریبانو سره امدادونو نه علاوه کال په کال کښې څلور خېراتونه ئې معمول و هم په دغه وجه په پوره علاقه کښې یو مشهور شخصیت و هم دغه وجه وه چې دغه ټول عادتونه او صفتونه منفعت الله خان بابا کښې د پلار نه ورته په وینه کښې شامل شوي وو هم دغه وجه وه چې دوي ته داولې ورځې نه دَخان عدالغفار خان المعروف باچاخان سره په اصلاح الافاغنه او بیا وروستو خدائي خدمتګار تحریک پلېټ فام نه د خپل قوم خدمت په ځان لازم ګڼل ۔         منفعت خان بابا ابتدائي دینی تعلیم د کلي ارهټۍ جماعت امام صاحب الحق محمد عمر خان صاحب نه حاصل کړے و د قرآن عظیم الشان نه علاوه د فارسۍ بمثل پنج ګنج، نام حق، محمود نامه، ګلستان او بوستان او داسې نور ډېر کتابونه وئیلي وو په کال 1911ء کښې د کلي پرائمری سکول په اول جماعت کښې داخل کړے شو څلورم جماعت نه پس په نوښار (نوشهره) صدر اسلامیه هائي سکول کښې په پنځم جماعت کښې داخل کړے شو خو لګه موده پس دغه سکول نه پورے نوښار (نوشهره کلان) کښې په ورنیکل مډل سکول کښې داخل کړے شو د خوراک څخاک انتظام ئې د خپل پلار یو ډېر ښۀ دوست محمد عمرخان ولد فضل خان چې د نوشهره کلان محله خانوخیل په کور کښې و ۔ هم دغه شان تعليمي سلسله ئې جاري وه د محمد عمر خان زوے سلطان محمد خان المعروف ګل بابا ئې کلاس فیلو و سلطان محمد خان یو ډېر ستر خدائي خدمتګار تېر شوے دے او دے په ګل بابا مشهور و ۔  په مارچ 1920ء کښې بابا په پېښورکښې د مډل امتحان ورکړے و او په ډېر امتیازي نمبرو سره ئې خپل ميډل امتخان پاس کړے و د بده مرغه خپل تعلیم سلسله ئې جارياونه ساتلے شوه ځکه چې  په کال 1920ء کښې خپل پلار علي ګل خان بابا د تبې یرقان مرض کښې وفات شوے و۔ دلته دا خبره لازمي ګڼم چې منفعت خان بابا د خپل مور نه د شپږو میاشتو په عمر کښې پاتې شوے و۔  په کال 1903ء کښې چې دوي پېدا شوې و نو مور ئې په ټي بي بيماره وه هم په دغه مرض کښې وفات شوے وه ۔ علی ګل خان بابا درې ودونه کړي وو،د بابا مې یو ورور معروف خان و په کال 1976ء کښې وفات شوے و او یوه خور ئې وه هغه په کال 1995ء کښې په حق رسیدلې وه ۔بابا په خپل ژوند کښې دوه ودونه کړي و د وړومبي وادۀ نه ئې اولاد په وړکوالي کښې وفات شوے و او دوېم وادۀ ئې د خپل ترور نوسۍ سره کړے و چې د هغې نه درې ځامن وو مشر ډپټي ډارېکټر ایف ائي اے اکرام الله خان  و د دهشتګردۍ په  دور کښې 31 اکتوبر 2011ء کښې په پېښور کښې شهید کړے  شوے و دوېم انجینئر کفایت الله خان د دوي وفات 21 دسمبر 2017ء باندې په خپل مرګ وفات شوے و او درېم راقم الخروف ( مېجرریټائرډ شفقت الله) دے ۔ منفعت الله خان بابا د خپل پلار د مرګ نه پس 1920ء کښې خپل کلي تورډهیري ته راغلو او سبق تعلیم ئې د کور د ذمه دارو په وجه نیمګړے پاتې شو ۔ په کور کښې د دوؤ کالو رور محمد معروف خان او څلور کالو خور سره د مېرانه مور نه پاتې شوي وو۔    بابا خپل مختصر تاریخ ليکلے و دوي ليکي چې ما فطرتاً طبع ملکي قامی خدمت کولو ته جذبه لرله د وړوکوالې راسې به ئې هغه کار خوښ و چې د قام ملک او د غریبو پکښې ښېګړه وه ۔ هغوي دا هم ليکلي دي چې فرنګیان به مې بدي شول چا چې فرنګیانو سره جنګونه کړي و د هغه خلقو قصې او داستانونه به ئې خوښ وو۔ سرکاري نوکرۍ ته يې هم رحجان نۀ و هغوي ليکي چې په 1919ء کښې عدم تعاون مسئله چېړلے شوے وه دائې عقیده وه چې ولايتي جامې به ئې حتی الامکان نۀ اغوستلے۔ د طالب علمۍ په زمانه کښې بابا ليکي چې سیاسیاتو سره شوق لرو او د تعليمي  سلسلې نه پس ئې دا مشغل نور هم زیات شوے و۔  د 1920ء هجرت کښې ئې کافي حصه اغستلې وه ۔ بابا ليکلي دي چې په دغه اثنا کښې یو تحریک په ملک کښې پېدا شو چې خان فخرافغان عبدالغفارخان باچاخان بابا یو جرګه اصلاح الافاغنه په نوم جوړه کړه او ورسره ورسره یو رِساله ” پښتون “هم جاری کړه ۔ د دغه رسالې په حواله بابا ليکلي دي چې د هغوي ډېره خوښه وه او د کتلو ئې ډېر شوق و او مستقل خريدار ئې و ۔ هغوي دا هم ليکلي دي چې وخت په وخت د اصلاح الافاغنه جلسو او مجلسونو کښې شریک کېدم ۔ بابا وړاندے ليکي چې د هغوي په کلي تورډهیري کښې هم اصلاح الافاغنه جرګه جوړه کړه او جرګې یو ازاد اسلامیه پرائمري سکول هم پرانستو دکلي عبدالحمید استاذ او دکلي یو بل استاذ پکښې اُستاذان مقرر کړل ۔د اصلاح الافاغنه جرګې  کار به د پښتنو روغې جوړې کول و ۔ غلط رواجونه، فضول خرچي، دښمني او تربګنۍ ختمول وو۔ په 1929ء کښې تحریک اصلاح الافاغنه په خپل رضا کار خدائي خدمتګار بهرتي شروع کړل چې سرې جامې به ئې وې ۔ منفعت خان بابا ليکلي دي چې هغوي مخکښې هم د اصلاح الافاغنه جرګه کښې و او چې کله رضا کار بهرتي اوشوه نو هغوي پکښې هم سرګرمو سره حصه اغستل شروع کړل ۔ په صوبه سرحد کښې د زلمو جرګې نوم  یوت لیګ شو او هم دغه شان په تحصیلونو، تپو او د کلو په سطح د زلمو جرګې جوړې شوي ۔ په کال 1930ء کښې د زلمو د جرګو باقاعده انتخاب اوشو په تورډهیري کښې صدر مولانا عبدالحمید ناظم او منفعت خان بابا نائب ناظم مقرر شول ۔ بابا ليکلي دي چې په کلي کښې مو په 1930ء کښې یو عظیم الشان جلسه د خدائي خدمتګارو سره وکړه د کلي اولس او علاقې ډېر خلق په سپینو جامو کښې اؤ خدائي خدمتګارانو په سرو جامو کښې جلسې ته راغلي وو۔ باچاخان د ګرفتارۍ په وجه شریک شوے نۀ ؤ۔ په دغه دوران کښې فرنګیانوپه قصه خوانۍ بازار کښې ګولۍ چلولې وي ۔ یوه بله جلسه مو هم وکړه چې د محمد عمرخان په صدارت  په صدارت کښې وه صاحبزاده محمد شریف صدر صاحب ګرفتار شوے و د انګرېزانو خلاف د باچاخان بابا په مشرۍ کښې دازادۍ تحریک شروع شوے و ۔ نعره تکبیر،انقلاب زنده باد، فخرافغان زنده باد، ظالم حکومت برباد نعرو سره د ازادۍ جنګ خپل منزل مقصود طرف ته روان و۔ منفعت خان بابا په 18 دسمبر 1931ء کښې واده کړے و او د وادۀ نه لس ورځې پس په وړومبي ځل په 31 دسمبر 1931ء کښې د خپلې خجرې نه ګرفتار شوے و او هري پور جېل ته ليګلے شوے و۔  درې کاله ئې قېد کړو او په چکۍ کښې يې واچلو بابا ليکلې دي چې د هغوي نه هر قسم مشقت اغستلے شوے و۔  د تیلو ګاڼۍ او بیړۍ ئې په خپو کړې وي وغېره وغیره ۔ په کال 1934ء کښې د درې کالو قېد نه پس رها کړے شو، په دغه کال باچاخان اؤ ډاکټر خان هم رها شوې وو دغه شان نور خدائي خدمتګاران هم رها شول خو باچاخان او ډاکټر خان چې د باچاخان ورور و په خپل وطن بند وو۔  ډاکټر خان د سنټر اسمبلۍ ممبر شو پابندي ورنه پورته شوه او باچاخان بیا په 1934ء کښې ئې چې یو تقریر ئې په بمبۍ کښې کړے و دوباره دوو کالو د پاره قېد شو۔  د ګرفتارۍ دا سلسله جاري وه دغه شان د قربانۍ یو جهاد شروع و، منفعت خان بابا په 18 دسمبر 1931ء کښې وادۀ وکړو او بیا د وادۀ نه لس ورځې پس په 31 دسمبر 1931ء کښې د درې کالو لپاره په هري پور جېل کښې بنديوان شوے و په کال 1934ء کښې رها شوے و بابا ته په کال 1938ء کښې الله پاک لور ورکړه او نوم ئې ورته بی بی تاج النساء کېښودې و او بیا په 1940ء کښې ورته الله پاک زوے ورکړو چې نوم ئې ورته عطاءالله کېښود۔  په اګست 1942ء کښې کانګرس د مهاتما ګاندهي د مشرۍ لاندې هندوستان چهوړ دو تحریک شروع کړو او دغه شان هغوي د باچاخان د مشرۍ د لاندې په خپله صوبه کښې هم تحریک شروع کړو۔ بابا ليکلي دي چې د باچا خان په مشرۍ کښې جنګي کونسل دانګرېز سره د جنګ فېصله وکړه ۔ په کچرو او عدالتونو باندې پکټنګونه شروع شول ۔ د زیدې کلي عبدالعزیز خان په دغو ورځو کښې ایم ایل اے و د خدائي خدمتګارو وهل ټکول او ګرفتاریانې شروع شوې دغه شان 20 اکتوبر 1942ء کښې بابا په درېم ځل ګرفتار شو او د پېښور سنټر جېل کښې بندیوان شو۔ د ګرفتارۍ نه وړاندې دواړه لوڼه او زوے هم په حق اورسيدل وړومبۍ ټبر بي بي ئې ډېره غمژنه وه خاص کر زوې عطاءالله پسې به ئې ویر کولود  ټي بې ناجوړه شوه بابا په کال 1945ء کښې رها شو او هم په دغه کال 1945ء کښې د ټي بې په مرض بي بي ئې وفات شوه ۔ په کال 1946ء کښې الیکشنونه کېدل دغه شان په 1945ء کښې منفعت خان بابا نوم د اسمبلۍ د پاره اوليږلے شو۔ کله چې په جلبۍ کلي کښې د تپه بلاک خټک په جرګه کښې منفعت خان بابا نوم منظور شوے و نو هغوي د اسمبلۍ ممبرۍ ته ودريدو نه انکار کړے و۔  بابا ليکلي دي چې هغوي ته ډېر ګران کار ښکاریدو چې د شپیتو اویاو زرو خلقو به صوبه کښې نمائندګي اونکړے شم دغه وجه وه چې هیڅ قسم درخواست ئې د صوبې د پارليمينټري بورډ مشرانو ته  نۀ و ورکړے خو مشرانو مجبوره کړو اؤ 1946ء الیکشن ته مجوراً تیار شو ۔  په ډېر غټې کامیابۍ ئې الیکشن ګټلے و او ایم ایل اے منتخب شوے و۔ د منفعت خان بابا مقابل کښې امیدوار بیرسټر ضیاء الدین کاکا خیل د سروډهیرو اوسیدونکے و۔ بابا ليکلي دي چه مولانا عبدالکلام ازاد چې د ټول هندوستان د پارليمنټري بورډ ممبر ؤ راغلو او په صوبه سرحد کښې د خدائي خدمتګارو  وزارت جوړ کړو۔  ډاکټر خان صېب وزیراعلی ، جناب قاضي عطاءالله خان وزیرمالیات اؤ جیل خانه جات، يحيا خان وزیر تعلیم او مهر چند کهنه وزیر مال جوړ شو۔ د 1946ء په الیکشن کښې د هندوستان په اکثرو صوبو کښې کانګریس وزارتونه جوړ شول ۔  په 14 اګست 1947ء کښې پاکستان جوړ شو او 22 اګست 1947ء  کښې د خدائي خدمتګارو وزارت مات کړے شو وا عبدالقیوم خان ته د صوبې وزارت اوسپارلے شو ۔منفعت خان بابا وړاندې ليکلي دي چې زمونږ د صوبه سرحد جرګې دا فېصله اوکړه چې د صوبې کانګریس مات دے او هغه جرګې ته به د پښتنو جرګه وئيلے شي ۔ د پښتنو جرګې قرارداد پاس کړو چې فخرافغان خان عبدالغفار خان به مو مشر وي جهنډه به مو درې رنګه نۀ وي اوس تشه ” سره جهنډه ” وي او دې سره سره نور مقاصد اعلان شو۔ بابا ليکلي چې کۀ چرې د دوي حکومت راغلو نو د پاکستان به سپینه او شنه جهنډه وي ۔  یفرینډم نه دوي بائيکاټ  کړے و د صوبه سرحد اسمبلۍ اجلاس راوبللے شو مارچ 1948ء کښې په اول ځل اجلاس راطلب شوے و او د خدائي خدمتګارو دولس ممبرانو او ډاکټر خان صېب څوګند اوچت کړلو چې دوي خدائي خدمتګاران به د خپل ملک پاکستان وفادار ئې ۔ په مرکزي ائین ساز اسمبلۍ اجلاس په کراچۍ کښې اوشو باچاخان د پاکستان دوفادارۍ خلف (څوګند) اوکړو۔ د باچاخان او قائداعظم محمد علي جناح سره په کراچۍ کښې ملاقات اوشو د وعدې مطابق جناح صېب صوبه سرحد ته ئې تشریف راؤړو ټول ممبران د باچاخان په مشرۍ کښې په ګورنمنټ هاؤس پېښؤر کښې دعوت سرکاري طور ورکړے شو۔ بابا وائی چې د اچاخان او جناح صېب ملاقات اوشو څۀ مطالب ئې جناح صېب ته کېښودلې چې هغه قبولې نۀ شوې او دغه شان مزاکرات ناکام شو۔ باچاخان بیا ګرفتار شو سره د نورو ممبرانو او خدائي خدمتګارو دغه شان بابا هم یو ځل بیا ګرفتار کړے شو۔ 3 اګست 1948ء کښې چې د پاکستان جوړيدو نه وروستو په مرکزي اسمبلۍ کښې د صوبه سرحد نوم پښتونستان مطالبه کړې وه دوي دا وئيلي وو چې دوي د پاکستان نه جدا اوسیدل نۀ غواړی او ځکه ئې د وفادارۍ حلف باچاخان په مرکزي اسمبلۍ کراچۍ کښې  اوچت کړے و او صوبائي اسمبلۍ ممبرانو په صوبه کښې حلف اوچت کړے وو۔ خو د خدائي خدمتګارو او د مسلم لیګ تر منځه د غلط فهمو خاتمه اونشوه او دغه شان دا سلسله جاری وه ۔  زۀ نۀ پوهیږم چې د خپل پلار ( منفعت الله خان بابا ) د مبارزې او عظیم جهدوجهد اختتام چرته اوکړم د هغه د ژوند هر یو اړخ یو تاریخ دے هغه یو عظیم انسان و د تحریک ازادۍ مجاهد، عظیم ورور، عظیم پلار او یو عظیم خدائي خدمتګار ؤ۔ زما بابا کم او بېش دولس کاله بندیوان پاتې شوے دے لیکن د حوصلې یو لوے غر ؤ  په اخري ځل د مچ جېل بلوچستان کښې سره د خپلو ملګرو خان عبدالولي خان ، خان عبدالعزیز خان، سالار امین جان ، قاضي عطاءالله خان اؤ امیر محمد خان (خان لالا) بنديوان وو۔ د سترګو نظر کمیدل او غاښونو اورو علاج ئې په کويټه سېایم اېچ کښې کیدو۔ جناب قاضيعطاءالله خان هم  به ورسره  علاج لپاره تلل ۔ اول په کويټه کښې و خان عدالولي خان هم ورسره و بیا یو میاشت پس کويټې نه مچ جېل ته اولېږل بابا سره د خان عبدالولي خان هم د بلډ پرېشر بیماري وه ۔ بابا ليکي دغه شان د مچ او کويټې ته د تګ راتګ سلسله جاري وه مونږ علاج د ډاکټر فضل الاهي او د مېجر ډاکټر جنجو وائیټس نه کولو ۔د جېل ملګرو باره کښې بابا ليکي چې هغوي خو پوره د یو کال د پاره زۀ سره د عبدالولي خان ، سالار صیب ، امیر محمد خان د کويټه جېل ته په 16 مئ 1951ء بدل شوي وو۔ قاضي صېب پنډۍ جېل ته بدل شوے و او باچاخان هم د راولپنډي جېل کښې و۔  یوه ورځ مازیګر کويټه جېل کښې عبدالولي خان او امیر محمد خان خفه ناست وو بابا وې چې ما او سلار صېب ترې تپوسونه اوکړل هغوي اوئیل چې په ریډیو مو واوریدل چې قاضي په 18 فروری 1952ء باندے وفات شوے و۔  قاضی عطاءالله خان په 28 جولائي 1948ء د هري پور نه خېدراباد سنټر جېل ته ليږلے و۔ 19 اګست 1949ء کښې ئې د حېدراباد نه سنټرل جېل مچ ته اوليږلو د مچ نه کويټې ته او بیا د کويټې نه په 3 مئ 1951ء سنټرل جېل راولپنډۍ ته او بیا د راولپنډۍ نه سنټرل جېل لاهور او په اخره کښې د سنټرل جېل لاهور نه په مرګوني  حالت کښې په 12 جنورے 1952ء رها کړو۔ د قاضي صېب په شان نورو خدائي خدمتګارانو  هم یو بل نه زیات تکلیفونه اوچت کړي وو الله پاک دې ټول خدائي خدمتګارانو ته په جنت الفردوس کښې اعلی مقام ورکړي ۔ امین یا رب العالمین ۔

 

 

نورې ليکنې۔۔۔