د امن پۀ څنګ ولاړ عوامي نېشنل ګوند – پښتون
د افغانستان د امن سره يوازې د سيمې امن نه بلکې د ټولې نړۍ امن تړلے شوے دے ځکه چې دا يويشتمه پېړۍ ده او پۀ مېدان لکه د پخوا پۀ شان صرف امريکه او روس نۀ دي ولاړ بلکې اوس پۀ دې زغل کښې چين هم رادانګلي دي او لوبه لا زياته خطرناکه شوې […]
د سپين تنګي پېښه او د هغې سياسي اثرات – ديدار وزير
هر کال د اګست میاشت مونږ ته د سپين تنګي ناوړې پېښه هم رايادوي. دا يادول پۀ دوه قسمه وي يو هغه چې مونږ ئې صرف د تاريخ د ستنې او تاريخ کښې د يوې ورځې پۀ رنګ يادوو او بيا چې هغه ستنې او نېټه څنګه واوړي نو بيا هېڅ هم نۀ وي او […]
د بابړې پۀ پېښه کښې ښکېل ملزمانو ته دې سزا ورکړے شي – ليکوال: مېجر جنرل (ر) ميا غلام جېلاني – ژباړن: خليل مومند
هر څو کۀ د بابړې د پېښې د سليزې څلورمه برخه برابرېدونکې ده، خو د دغې پېښې زړۀ غوڅوونکے ياد نن هم غونے زيګ زيګ کوي. د دې واقعې لنډيز دا دے چې د خان قيوم خان پوليس او ملېشا د سورپوشو (خدائي خدمتګارو) د يو پرامنه جلسې د خورولو د پاره پۀ ۱۲م اګست […]
اداريه – اګست 2021ز
د افغانستان حالات او د وخت تقاضا افغانستان کښې چې څۀ روان دي نو لۀ چا هم پټ پناه نۀ دي. د امريکې لۀ پوځي قواو وتلو سره سم پۀ افغانستان کښې ناورين جوړ شوے دے او امن يو ځل بيا د لوے خطر سره مخ دے. بېلا بېلې خبرې، بېلا بېل خبرونه او بېلا […]
(خلافتي حکيم) حکيم فضل احد – ډاکټر جميل
خلافتي حکيم صېب زما پلار ؤ. خداے دې ئې د ټولو خپلوانو او ملګرو سره وبخښي. هغه يو دانشور ؤ چې یو مثالي طرزِ زندګي ئې لرله، د دې سره سره هغه شپېتۀ کاله د تخت بهائي پۀ تقریباً پنځوس ميل علاقه کښې د طب او اېلوپېتي پۀ مېدان کښې يو نوموړے، مخلص او منلے […]
يو څو خاطرې او د دين مسئلې – سيد اعزاز علي شاه طورو
“يو څو خاطرې” د اسرار د طورو يو دلچسپ او زړۀ راښکونکے مبينه تصنيف دے. چې د طورو د يو نامور عالم دين مولانا محمد عنايت الله صېب عنايات دي. چا چې خپل ټول ژوند د دين اسلام خورونې او د اولس خدمت ته وقف کړے ؤ. دا خاطرې ياداشتونه، يادګارونه واړۀ مضامين دي. چې […]
حمزه بابا او زما خوب – دولت خان
هغه ورځ ډېر ناوخته کور ته راغلم، څۀ خو پۀ دفتر کښې کار ډېر ؤ او څۀ پۀ دغه ورځ د يو ملګري مور بي بي پۀ حق رسېدلې وه خو چې د دفتر نه ووتم نو پۀ موټرسائيکل مردان ته جنازې ته لاړم. واپسۍ کښې راته را ياد شو چې زوي مې يو کتاب […]
د ارواښاد طاهر اپريدي ژوند او خدمات – اقرار اپريدے
طاهر اپريدے چې خپل نوم ئې ترکستان ؤ د مير اکبر خان کره پۀ څلورمه جنورۍ کال۱۹۳۹ء د چارشنبې پۀ ورځ پۀ دره ادم خېل کښې (حسن خېل سب ډويژن) بوړه،بوړه کښې د سېري ژواکے اؤ پۀ ژواکو کښې په سوکړه کلي کښې پېدا شو، د نيکه نوم ئې وزير ګل اؤ د غور نيکۀ […]
د سيد امير خسرو باچا او سيد خسرو پروېز باچا د ژوند قيصه – سعيد احمد شاهي
سيد اميرخسرو باچا چې د پلار نوم ئې سيداسماعيل باچا ؤ، پۀ کال ١٨٩٢ز پۀ بابړه کښې زېږېدلے ؤ. د زوي نوم ئې سيد خسرو پروېزباچا دے. دے هم پۀ بابړه کښې پۀ کال ١٩٢٧ کښې پېدا شوے ؤ. د ننني مضمون موضوع هم د دوي د پلار او زوي د ژوند د حالاتو او […]
د تحريک انصاف حکومت کښې د قامي اسمبلۍ سره روان سلوک – رحمت شاه قرېشي
د دنيا پۀ مخ ډېر خلق او ډېر حکومتونه اباد شوي او تېر شوي دي خو د هرحکومت او د هر اولس خپل خپل تاريخ او خپل خپل مقام وي. اوس به مونږ پۀ حکومتي سطح باندې او اولسي سطح باندې خپل وطن پاکستان ته راشو چې دا يو جمهوري ملک دے. د ډېرو پښتنو […]