لکه څنګه چې کوزه پښتوخوا کې استاد راحت زاخيلي د پښتو د معاصر ادب لپاره ګټورې ادبي هلې ځلې سرته رسولې دي همدغسې په افغانستان کې لوی استاد پوهاند عبدالحی حبيبي د پښتو ادبياتو هغه څېړونکی او نوښتګر ليکوال او شاعر دی چې په خپلو څېړنو او څرګندونو يې د پښتو ادبياتو ګلبڼ ښېرازه کړی دی، نوموړي په خپلو څېړنو سره د پښتو ادبياتو ډېر تياره اړخونه د لمر په څېر روښانه کړي دي، دا اوس اوس جې کوم ليکوال او څېړونکي په څېړنو بوخت دي او غواړي چې د پښتو ژبې او پښتو ادبياتو خدمتونه وکړي نو هرو مرو به د علامه حبيبي صېب له څېړنو او ليکل شوو کتابونو نه د ماخذ په توګه کار اخلي، دی هم شاعر ؤ او هم ليکوال خو د نظم په پرتله يې نثر ته ډېر کار کړی دی. پوهاند حبيبي يو ګڼ اړخيزه شخصېت ؤ، نوموړی د ادب او هنر په هر ادبي صنف کې د پوره صلاحېت خاوند ؤ، هغه د نثر بېلا بېلې برخې ليکلي او څېړلي دي، هغه په هنري نثر کې لومړنی ليکوال ؤ جې په ١٣١٤ هجري لمريز کال يې يو هنري اثر د ” توريالۍ پښتنه “ په نوم وليکه او له هغه وروسته يې د پښتو ادبياتو د تاريخ لپاره دومړه کار او زيار وکړ چې تر اوسه هېڅ کوم ليکوال، اديب او څېړونکي نه دی کړی. علامه عبدالحی حبيبي د عبدالحق اخوندزاده زوی او د حبيب الله کندهاري درنې او علم پروره کورنۍ ته منسوب دی، په قوم کاکړ او په ١٢٨٩ هجري لمريز کال د کندهار په ښار کې زېږېدلې دی، خپلې لومړنۍ زده کړې يې تر پنځم ټولګي پوري په کندهار کې سرته ورسولې د خپلې پوهې او ښه استعداد له مخې يې د ښوونکي په حېث په رسمي توګه خپله دنده پېل کړه څه موده وروسته د هغه استعداد له مخې چې درلوده يې د ” طلوع افغان“ اخبار مرستيال وټاکل، په ١٣١٠ کال د همدې اخبار مسؤل مدير شو او په ١٣١٩ هجري لمريز کال د پښتو ټولنې مدير شو، بيا د مطبوعاتو د مستقل رياست مرستيال او ورپسې د پښتو ټولنې ريس وټاکل شو.بيا د خپل اهلېت او زکاوت له مخې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي د ريس په حېث وټاکل شو او له هغه وروسته بيا د کندهار د ښوونې او روزنې د ريس په حېث يې خپله سپېڅلې دنده پېل کړه او په ١٣٢٧ کال د خلکو د ښه باور له مخې په ملي شورا کې د خلکو استازی او وکيل شو.درې کاله وروسته بيا په ١٣٣٠ کال له خپلې کورنۍ سره پاکستان ته لاړ د لسو کالو په شاوخوا کې په پاکستان کې ؤ او هلته يې هم خپل تحقيق او څېړنې ته دوام ورکړ او په ١٣٤٠ هجري لمريز کال بېرته هېواد ته ستون شو او د تاريخ په څانګه کې يې خپلې څېړنې پېل کړي چې بيا وروسته د کابل پوهنتون د ادبياتو په پوهنځي کې د استاد په حېث مقرر شو، ورپسې د تاريخ ټولنې ريس او په ١٣٥٧ هجري لمريز کال په پښتو ټولنه کې د اجير مامور په حېث وټاکل شو او په ١٣٥٩ هجزي لمريز کال د اطلاعاتو او کلتور په وزارت کې د مشاور په توګه وټاکل شو او بيا يې د موزيمونو د لوی امر په صفت دنده ترسره کړه.علامه عبدالحی حبيبي د ګڼ شمېر کتابونو ليکوال او محقق دی، ګټور علمي، ادبي او تاريخي کتابونه يې ليکلي او ټولنې ته يې په ميراث پريښي دي، د خوشحال خان خټک، عبدالقادر خان خټک او احمد شاه بابا ديوانونه يې تدوين او سريزې يې پرې ليکلي دي، د (( سپيڅلې پښتو )) په نوم يو قاموس يې د ښاغلي لعل محمد کاکړ په مرسته او ملګرتيا ليکلی دی، (( تاريخچه پښتو )) د ده يو بل ګټور اثر دی چې موږ يې د ډېرې ستاينې وړ بولو، د سليمان ماکو (( تذکزةالاولياء)) او ”پټه خزانه “ کتابونو موندل او بيا خپرول هغه لوی او دروند کار دی چې زموږ د پښتو ادب او هنر مينه وال پرې وياړي.لکه څرنګه چې مو پورته يادونه وکړه د ده له ډېرو مهمو او قيمتي کارونو څخه يو ګټور کار د پښتو ادبياتو تاريخ ليکل ؤ جې په دوو ټوکونو کې يې خپور کړ او دا دواړه ټوکه تاريخونه زموږ د پښتو ادبياتو په تاريخ کې ستر کار او زياتونه ده.” پښتانه شعراء “ لومړی ټوک يې يو بل اهم او ګټور کتاب دی په لوستو يې د ادب د مينه والو تنده خړوبه کيږي، ” پښتو لويکانو غزنه“ يو بل څېړنيز اثر دی، ” پښتو او پښتونواله “ د حبيبي صېب يو بل په زړه پورې او ګټور کتاب دی موږ له ډېرو حقيقي پېښو سره بلدوي ، همداراز ” تاريخ مختصر افغانستان“ د حبيبي صېب بل هغه مهم تاريخي کتاب دی چې لوستل يې د هر جا لپاره ګټور دي ۔
د ډونلډ ټرمپ ما بعد التقریر صورتحال – زرین زاده ایسپزے
د افغان پالیسۍ پۀ نوم د امریکائي صدر ډونلډ ټرمپ تقریري اعلان بیخي روایتي ؤ. تمهید نه نېغ موضوع ته راتلو د پاره هغۀ د