پۀ اتلسمې پېړۍ کښې د فرانس او برطانيه تر مينځه د هندوستان د قبضې او د هغه دولت د لالچ پۀ مسابقه کښې د فرانس او برطانيه ډېر پلټونکي د فوځيان پۀ شکل هندوستان ته راننوتل او دلته د سنس کرت د لرغوني ژبې سره بلد شو۔ د فرانس (کورډاکس) نوم يو پادري فرانس اکاډمۍ ته د ياداشت پۀ توګه پۀ کال 1767ء کښې يو خط وليکو او پۀ هغې کښې ئې د اکاډمۍ توجو د سنسکرت او لاطينۍ د الفاظو مشابهت طرف ته راګرځول غوښتل ۔ ولې د فرانس دې ادارې د (کورډاکس) دا ياداښتونه چاپ نۀ کړل ۔ ان چې د مرګ نه څلويښت کاله ورستو د اروپا نورو پلټونکو لکه (هرډر ميکس ميونز، وهټني ) وغېره د سر وليم جونز د سنسکرت د پلټنې پۀ رڼا کښې خپل تحقيقات چاپ کړل ۔ سر وليم جونز پۀ کلکته کښې د سپريم کورټ کښې يو جج مقرر شوے و۔ دا د يورپ وړومبے سړے و چې پۀ سنسکرت ئې عبور لرلو۔ يعنې د (سر چارلس ولکتر) پۀ مرسته کلکته کښې د سنسکرت او يورپ د نورو ژبو د مطالعې د پاره يوه ټولنه د (اېشياټک سوسائتې) پۀ نوم جوړه کړه ۔ ښاغلي ميکس ميولر هم دې ټولنې باره کښې وئيلي دي چې د يورپي او سنسکرت ژبپوهنې د تاريخ ابتدا پۀ 1784ء کښې د اېشياټک سوسائټۍ د بناکېدلو د تاريخ نه کېږي ۔ هم د دې ټولنې پۀ يوه غونډه کښې سر وليم جونز د هندوستان د زوړ تمدن يوه Essey ولوسته او پۀ هغې کښې ئې يوه داسې يادګاري جمله ووئيله چې هغه پۀ يورپ کښې د تقابلي ژبپوهنې وړومبۍ رده وګرځېده ۔ پۀ دې Essey کښې سر جونز د سنسکرت پۀ حقله وائي : ”ترجمه ۔۔۔۔۔۔۔۔ د زوړوالي ئې هر څۀ چې وي وي به خو دا ژبه يو حېرت ناک جوړښت لري ۔ د يونانۍ ژبې نه زياته سلامته، د لاطينۍ نه زياته برجغه او د دې داوړو ژبو نه پاکه او ښائسته ده ۔ دا هم کېدې شي چې پۀ دې ژبو کښې خوبۍ د يوې حادثې پېداوار وي ۔ ولې د فعلونو او د ريښو د ګرايمري هيئت له مخه پورته بيان شوو دوه ژبو سره هو بهو داسې ملاوېږې چې د ازمائش پۀ وخت د يو ژبپوهان د پاره بې د دې هيڅ چاره نۀ وي چې دا درې واړه ژبې پۀ يوه داسې مشترکه اساس شوې وګڼي کوم چې نن سبا د مينځه وتې دي ۔ هر ګوره د مختلفو مخاورو نه سازې شوې دي ۔ د ګاټي (GOTHIC) او کلټي (CELTIC) ژبو د پاره يو مضبوط خيال دے چې دا دواړه د سنسکرت سره هم تعلق لري کوم چې د لاطينۍ کېدې شي ۔ بيا زړه پارسي (ژند او پلوي) پۀ دې خاندان کښې مستزاده ده ۔ د سر وليم جونز د پلټنې نه پس پۀ هند کښې د اروپائي ژبپوهنې بنياد پرېوتو او هم د دې محقق د ليکنو پۀ رڼا کښې فريډرخ شليګل، رسمس رسک، جاکوب ګرېم، فرانز بوپ، ولهيلم وان، همبورټ هرډر، مرډر، ميکس ميولر او د وهټني غوندې ژبپوهانو پۀ خپلو خپلو پلټنو کښې د سنسکرت او لاطينۍ مقايسې او پۀ مقايسو کښې د بيان شوو ژبو تقابل او حکيمانه وېشنې وکړې ۔ لکه چې لوستونکو د سر وليم جونز پۀ تاريخي جمله کښې لوستي دي ۔ چې هغه ژبه کومه چې د يونانۍ، لاطينۍ، سنسکرت او بيا پۀ تېره تېره د کلټې ګاټي او زړې پاړسو مور وه ولې د نړۍ پۀ مخ پاتې نۀ شوه ۔ هم دا شان ښاغلي ميکس ميولر هم پۀ دې ځاے کښې د غلط فهمۍ ښکار شوے دے او وائي چې ما به د سنسکرت د پوره مطالعې نه مخکښې ګڼله چې دا به بنيادي او مونډيزه وي خو چې پوره غور مې وکړو نو دې نتيجې ته ورسېدم چې د دې اساس پۀ يوه داسې لرغونۍ ژبه دې چې پۀ هغې کښې د مور (مادر) د پاره MOER لفظ پکارېدو خو افسوس چې هغه نن سبا د دنيا پۀ مخ پاتې نۀ شوه ۔
نوټ: حسېن بخش کوثر چې کتابونه ئې پۀ کوثر غورياخېل نوم باندې ليکلي دي ۔ يو عالم فاضل خدائي خدمتګار و چې د تاريخ او سياست سره ئې پۀ ژبپوهنه باندې هم معياري کار کړے دے ۔ دغه ليکنه د هغوي د کتاب (د هند اروپائي او سامي ژبو وېشنه) نه اخذ شوه ۔