پښتو ژبه ولې او چا سامي ژبکورنۍ پورې تړلې؟—محمد اسحاق مومند

دا ليکنه شريکه کړئ

لنډيز: په ډېرو پخوانیو او حتی د نږدې وختونو په منابعو کې یو په بل پسې داسې نقلونه راغلي دي چې پښتانه په اصل او نسب بني اسرائیل دي او پښتو ژبه د سامي ژبکورنۍ پورې اړه لري. پښتانه یوازې یهودان او بني اسرائیل نه دي ګڼل شوي، بلکې تر دې ور هاخوا نورو څېړونکو پښتانه د مرهټیانو، ترکانو، مغلو او  پورې تړلي دي. وروستۍ څېړنې دا ښیي چې پښتانه نه بني اسرائیل دي، نه یې ژبه په سامي ژبکورنۍ پورې اړه لري؛ بلکې پښتانه اصیل اریایان دي او پښتو ژبه د هندو اروپایي ژبکورنۍ پورې اړه لري. د سامي ژبکورنۍ خبره یې په پوره اسنادو رد کړای شوې.

سریزه:

افغانستان او دې سیمې ته د اسلام له راتګ سره سم عربي ژبه چې د اسلامي ارشاداتو لکه د قرانکریم، احادیثو او فقهي اصولو ژبه وه، د عربانو په وسیله راغله او د اسلامي اصولو د پلي کولو لپاره یې له عربي ژبې څخه کار واخیسته. د حضرت عثمان په وخت کې  افغانستان ته اسلام راغلی دی او دا هغه وخت و چې حضرت محمد ص له دې دنیا څخه رحلت کړی و. تر ډېره پورې عربان هم سره په یوه خوله او اتفاق نه وه؛ د خلفای راشدینو امارت نه وروسته په مسلمانانو کې خورا ډېر درزونه راغلل، په خپلو کې یې سره ووژل. دا لړۍ له دوی نه ډېره وروسته نه وه، د امام حسن، امام حسین او یزید پېښه ټولو ته معلومه ده چې تر اوسه پورې په اسلامي دنیا کې د تورې ورځې په نوم نمانځل کېږي.د امویانو او عباسیانو په وخت دوی یواځې تر اسلامي امورو پاتې نه شو، بلکې سیاست یې ډېرې غزونې وکړې، دوی له دیني علومو سره سره عصري علومو ته هم پاملرنه وکړه. په طب، ریاضي، نجوم، انجینیرۍ . . . او ژبنیو مسایلو کې یې علوم ولیکل چې د دوی له دې کار  څخه غربیان هم متاثره شول. سامي ژبې عبارت دي له: ((عربي، عبري، سریاني، آشوري، بابلي، ارامي، فنیقي، مالتي، امهري، او ګاتین ژبو څخه. کله چې افغانستان ته د عربي ژبې د نفوذ لمن را وغځېده. په لومړيو وختونو کې د دې ژبې تاثیر او اغېزه کمه وه. عربو چې کوم وخت په خراسان او ماورالنهر کې خپل تسلط ټینګ کړ؛ نو ورسره جوخت یې عربي ژبه رسمي او د لیک لوست ژبه وګرځوله. دا وخت هر چا په خراسان کې کوښښ کاوه چې عربي ژبه زده کړي او په دې توګه ځانونه عربي حاکمانو ته نږدې کړي. کرار کرار په عربي ژبه کې د اشعارو په ویلو هم پیل وشو. علمي، ادبي او مذهبي تالیفات په کې منځ ته راغلل. په حساب، الجبر، طب، حقوق، نجوم، فلسفه او نورو برخو کې په سلهاوو آثار ولیکل شول چې د مثال په ډول د هغه وخت د نامتو لیکوالانو البېروني، فاریابي، ابن سینا، محمود قاشقاري او نورو نومونه یادولی شو.)) (۶: ۷۷مخ.) د پښتنو د یهودیت او پښتو د سامي ژبې ګڼلو په اړه د څېړونکو دریځونه ۔ الف: د بهرنیو څېړونکو دریځونه په بهرنیو څېړونکو کې لومړی شخص چې پښتانه یې بني اسرائیل او ژبه یې سامي ګڼلې هغه سر ویلیم جونز دی. جونز د بنګال د شاهنشاهي آسیایي ټولنې رئیس و. دی په یوه تبصره کې داسې لیکي: ((کیدای شي چې پښتانه د اسرائیلو له نسله وي (۱: ۲۹مخ.)

څېړنوال رفیع الله نیازی، هغه غربي څېړونکي چې پښتو ژبه یې سامي ژبکورنۍ پورې تړلې په دې ډول را پېژني: ځینو ختیځ پوهانو لکه؛ سر ویلیام جونز، هنري جارج راورټي، جورج روز او نورو چې د پښتنو او پښتو ژبې په اړه یې څېړنې کړې دي، د څېړنو په بهیر کې یې په پښتو ژبه کې عربي او مفغنو شوے و عبري کلمو ته پام شوے ، نو له سامي کورنۍ سره یې د دې ژبې د تړلو حکم کړی دی.)) (۷: ۴۱۲مخ.) بل هغه غربي څېړونکی چې پښتو ژبه یې سامي ژبو پورې تړلې هغه هنري جورج راورټي دی. راورټي څوک و؟ په دې اړه څېړنوال رفیع الله نیازی لیکي: ((هنري جارج راورټي د پیټر راورټي زوی دی د پښتو ژبې د افعالو او ضمایرو له خصوصیاتو او ځینو نورو مشخصاتو څخه ښکاري چې دا یوه عجیبه لرغونې ژبه او له هرې معلومې ژبې څخه متفاوته ده او پښتو زما په خیال د سامي ژبو په کورنۍ پورې اړه لري په صوتي، صرفي او نحوي لحاظ له عربي او عبراني ژبو سره تړلې ده.)) (۷: ۳۸۸مخ.) په همدې اړه پوهنوال معروف شاه شینواری د راورټي نظر داسې راخیستی دی: (د پښتو ژبې د ځینو مشخصاتو لکه د دغې ژبې د افعالو او ضمایرو نه داسې ښکاري چې دا یوه عجیبه او لرغونې ژبه او د هرې معلومې ژبې نه متفاوته ده. دلیل یې دا بولي چې پښتانه اصلاً د یهودو د لسو قبیلو چې اوس ورکې دي بقایا ده. کوم وخت چې دغه قبیلې د فلسطین په یهودیه کې اوسېدل. هلته یې ژبه د یو شمېر نورو قبایلو د لهجو سره ګډه شوه. کوم وخت چې دا قبیلې د خپل اصلي ملکه د هغوی د اوسني ملک افغانستان ته روانې وې په لاره کې یې ژبه د نورو ملکونو د ژبو سره هم ګډه شوه. د لارې د سر سر ملکونه زیاتره غرني و، نو خلک یې په مختلفو درو کې په داسې وړو وړو قومونو وېشل شوي و چې د بهر سره یې رابطه نه درلوده، نو ځکه یې هر قوم ژبه له نورو ژبو سره بېخي توپیر لاره. . . پښتو زما په خیال د سامي ژبو په کورنۍ پورې اړه لري.)) (۴: ۶۵مخ.) له جونز او راورټي نه ور هاخوا یو بل غربي لیکوال هم پښتانه بني اسرائیل بللي دي، دا لیکوال جورج روز نومېږي. نوموړی داسې لیکي: ((دا څه عجیبه خبره نه ده چې پښتنو دې خپله اصلي عبراني ژبه بایللې وي، ځکه کله چې د یوه ولس یو څو قبیلې له خپل ملک او خلکو جلا او په یوه بل ملک کې د یوه غښتلي او ګن ولس په منځ کې مېشتي شي، هلته نو بیا دا څه د تعجب خبره نه ده چې دغه قبیلې خپله ژبه بایلي، ان یو غښتلی او فاتح قوم هم خپله ژبه په ډېرې اسانۍ بایللی شي.)) (۷: ۳۸۹مخ.) په دې سلسله کې ډېر زیات نور بهرني لیکوال هم شته چې پښتانه یې بني اسرائیل بللي دي چې یو هم په کې برنز دی. ((برنز هغه انګرېز دی چې افغانانو د برنس په نامه پېژانده او په کال ۱۷۴۱م کې له خپل ورور او یوه همکار سره یوځای په هغې بلوا کې ووژل شو چې د کابل خلکو د اشغالګرو انګرېزانو او د هغوی د لاس پوڅي شاه شجاع په خلاف کړې وه. برنز د خپل سفر خاطرات چې په کال ۱۸۳۲م کې یې د هغه وخت افغانستان او بخارا ته کړی په هغه اثر کې چې (بخارا ته سفر) نومېږي ثبت کړي دي. دی په کابل کې د خپلو دوه ګروېږنو په اساس دې نتېجې ته رسېدلی چې پښتانه بني اسرائیل دي. برنز چې په کابل کې د امیر دوست محمد خان له ورور نواب جبار خان سره د هغه په خپل کور کې اوسېده لیکي؛ ما له هغو یو زیات شمېر خلکو نه چې موږ د خپل کوربه کره تل ورسره کتل، د دې متنازع فیها مسالې په باره کې معلومات ټولول چې پښتانه له اصله یهود دي. دغو خلکو ماته خپل کتابونه راوړل، مګر ما یې د لوستلو وخت نه لاره او ورنه غوښتل مې شفاهي معلومات راکړي. برنز وایي (افغانانو ځانونه بني اسرائیل یا د اسرائیلو اولاده ګڼله.)) (۴: ۱۱مخ.) دا چې برنز له امیر دوست محمد خان سره اوسېدلی او وخت په وخت یې ورسره کتلي دي، نو له دوست محمد خان سره یې دا مسئله شریکه کړې؛ امیر دوست محمد خان هم منلې چې دوی بني اسرائیل دي. ((برنز په خپل یوه بل اثر کې چې په کال ۱۸۴۳م کې د کابل تر عنوان لاندې خپور شوے  او افغانستان ته د ده د یوه بل سفر ۱۸۳۶ نه تر ۱۸۳۸م پورې خاطرات دي، دی لیکي؛ کله چې ده له امیر دوست محمد خان نه د پښتنو او یهودانو قومي ارتباط په باره کې پوښتنه وکړه، امیر داسې ورته وویل ((موږ د خپل ورور کونډه کوو او خپلې لور ته میراث نه ورکوو، نو ولې به یهود نه یو. یهودان د خپل مذهبي اصل پر بنا د خپل ورور کونډه دې ته نه پرېږي چې بل څوک یې واده کړي او لور د میراث مستحقه نه ګڼي.)) (۴: ۱۲مخ.) بل غربي لیکوال ویلیم مورکرافټ نومېږي، ده هم پښتانه یهود ګڼلي دي. ((ویلیم مورکرافټ هم چې د نولسمې پېړۍ په اوایلو کې ۱۸۱۹ ـ ۱۸۲۵م د هغه وخت په افغانستان او شاوخوا ملکونو کې ګرځېدلی دی، پښتانه یهودانو ته ورته بولي. دی کله چې د خیبر پښتنو په باره کې غږېږي، لیکي چې ویل کېږي د خیبریانو شمېر ډېر زیات دی او عمدتاً په غرونو کې اوسېږي. دوی په غرنیو خلکو کې ډېرې دنګې ونې لري او څېرې یې بېخي د یهودانو دي. . . قاضي یې چې بېخي یهودي غوندې ښکاريده، له خپلو یو شمېر عزیزانو سره پېښور ته زموږ لیدلو ته راغلی و.)) (۴ : ۱۲مخ.) په بهرنیو کې بل لیکوال چې پښتانه یې یهود او بني اسرائیل ګڼلي هغه چارلز مېسن یو انګریز سیاح دی ۔ بل جورج روز دی چې د پښتنو او یهودانو په اړه یې یو اثر (افغانان، لس قبیلې او د شرق سلطانان) ولیکه او پښتانه یې د بني اسرائیلو د لسو ورکو شوو قبیلو څخه ګڼلي دي. بل انګرېز الکزانډر برنزد دی چې د پښتنو د یهودیت په باره کې یې سفرنامه لیکلې ده. او پښتانه یې یهود بللي دي. بل غربي لیکوال هنري والټر بېلو دی چې د افغانانو د اصل په باره کې یې کتاب (د افغانانو په باره کې یو نوی سوال یا دا چې پښتانه رښتیا هم اسرائیل دي او که بل څوک؟) دی د پښتنو په باره کې ډېرې څېړنې کوي او وایي چې پښتانه بني اسرائیل دي؛ خو له دې سره سره د پښتنو ځینې قبېلې له نورو قومونو سره تړي ۔ب: د کورنیو څېړونکو دریځونه

په کورنیو پوهانو کې هم دا عنعنوي وېش مروج شوے  و چې ګویا پښتانه بني اسرائیل دي. تر ټولو زوړ روایت چې په لیکلې بڼه پاتې هغه د ابوالفضل په (آئین اکبري) ۱۵۹۷م او ۱۵۹۸م کې لیکل شوے  دی. دی د پښتنو د اصل او نسب په اړه لیکي: ((افغانان ځانونه د بني اسرائیلو اولاده ګڼي. . . پښتانه په دې عقیده دي چې ډېر لرې نیکه یې چې افغان نومېده. له یهودو څخه دلته راغلی دی)) (۴: ۸مخ.)محمد عبدالسلام د نسب نامه افاغنه کتاب په لومړي ټوک ۸۲ مخ کې د څو عبري او پښتو کلمو په پرتله کولو سره، پښتو ژبه د عبري ژبې خور او او د سامي ژبو له کورنۍ څخه شمېرلې ده. (۲: ۷مخ.)زما په اند دا نظریه کوم علمي بنسټ نه لري او له سره ناسمه ده، دا ځکه چې پښتو ژبې ته د عربي ژبې ډېر لغتونه را ننوتي دي او پښتو ژبې خپل کړي دي چې دا اصلاً د پښتو ژبې خپل وییونه نه دي، نو ځکه دا نظریه ردوو چې پښتو ژبه دې د سامي ژبو کورني پورې اړه ولري.نعمت الله هروي په (تاریخ خان جهاني) او (مخزن افغاني) کې چې له ۱۶۱۲م نه تر ۱۶۱۳م پورې لیکلی دی لیکلي دي: ((ملک طالوت د اسرئیلو پاچا و؛ خو له مرګ نه یې وړاندې د خپل سلطنت چارې مهتر داود ته ور وسپارلې. دی خپله له اوه څلوېښت کاله سلطنت نه په یوه جګړه کې ووژل شو. ملک طالوت دوه ښځې لرلې او د مرګ په وخت کې یې دواړه امیندوارې وې. وروسته له څه مودې نه د دواړو کره زامن پیدا شول. مهتر داود چې د دغو مېرمنو سرپرستي ور په غاړه وه، د یوې د زوی نوم یې برخیا کېښود او د بلې زوی نوم اومیا. کله چې د برخیا کره زوی پیدا شو، د هغه نوم یې اصف کېښود او کله چې د ارمیا کره زوی وشو؛ د هغه نوم یې افاغنه کېښود. وروسته له مهتر داود نه مهتر سلیمان د اسرائیلو پاچا شو. ده د ملک د چارو د نظم او ادارې کار اصف او افغنه ته ور وسپاره. د دغو دوو وروڼو په تېره بیا افغنه اولاده چې په شام کې اوسیده دومره زیاته شوه چې له حسابه ووته. وروسته د مهتر سلیمان له مرګ نه د اسرائیلو ورځ بده شوه. بخت نصر شام ونیوه. بیت المقدس یې وران کړ. د اصف او افغنه د اولادې دوه د سر سړي عزیز او دانیال یې له خپلو پیروانو سره بندیان کړل. بخت نصر وروسته د اسرائیلو دولس زره مهم خلک ووژل او پاتې نور یې له اصف او افغنه سره غور، غزني، کابل، فیروز کوه او د کندهار شاوخوا سیمو ته وتښتول او د افغنه اولاده په دغو سیمو کې میشته شوه۔ (۱: ۲۷، ۲مخونه.)نعمت الله هروي دا خبره همداسې پسې غزوي او تر قیس او عبدالرشیده یې رسوي، تر دې چې پښتانه بنی اسرائیل ثابت کړي او د دوی ژبه د سامي ژبو په کورنۍ پورې وتړي. زما په اند دا یې هسې یوه افسانوي کیسه کړې او هیڅ علمي بنسټ نه لري.په همدې ډول پوهنوال میراجان غوربندی په خپل درسي لکچر نوټ (د پښتو ژبې د تحول تاریخ) کې داسې لیکي: ((د پښتنو د توکم او ژبې په اړه له پخوا راهیسې بېلا بېل لیدلوري وړاندې شوي چې ځینې لیکوالان لکه نعمت الله هروي او محمد عبدالسلام پښتانه بني اسرائیل او ژبه یې د سامي ژبو له کورنۍ څخه شمېرلې ده.)) (۵: ۳۲مخ.)

له نعمت الله هروي نه وروسته اخوند دروېزه هم پښتانه بني اسرائیل بللي دي. اخوند دروېزه په تذکرة الابرار و الاشرار چې د ۱۶۰۳م او ۱۶۱۳م کې لیکلی دی داسې لیکي: ((افغانان د مهتر یعقوب اولاده ده چې د اسرائیلو په نامه یادېږي. د اسرائیلو یو ډېر لوی مشر طالوت و. له طالوت نه دوه زامن پاتې شول چې یو یې اصف نومېده او بل یې افغان. د افغانانو طایفه د همدې افغان اولاده ده؛ خو څرنګه چې افغانان د سلیمان په غره کې اوسېدل، نو عربستان کې سلیماني بلل کېږي.)) (۴: ۸مخ.) له اخوند دروېزه نه وروسته نورو ډېرو پښتنو هم پښتانه بني اسرائیل او ژبه یې سامي بللې ده، په دوی کې افضل خان خټک، حافظ رحمت خان، زردار خان او قاضي عطاوالله خان هغه څوک دي چې پښتانه یې بني اسرائیل ګڼلي دي.د دې ټولو خبرو منشاء ځینې څېړونکي د نعمت الله هروي له مخزن افغاني څخه ګڼي. ((یوه پخوانۍ نظریه دا ده چې پښتانه په اصل کې بني اسرائیل دي. دا نظریه په لومړي ځل په مخزن الافغاني کې د مغل پاچا جهانګیر نومي په زمانه کې نعمت الله هروي له خوا چې د مغل پاچا جهانګیر د دربار واقعه نویس و لیکلی شوې ده. تر دې وروسته تاریخ مرصع، خلاصة الانساب، صولت افغاني، توزک افغاني، شوکت افغاني، خورشید جهان او ځینو نورو دا نظریه کټ مټ منلې او د خپلو تاریخي لیکنو بنیاد یې پر دې مستنده نظریه باندې ایښی دی. ورپسې د شلمې پېړۍ په دویمه ربعه کې سید عبدالجبار شاه ستانوي هم یوه رساله د (بني اسرائیل یا ملت افاغنه) په نوم لیکلی دی چې په هغه کې هم د دې نظریې تائید شوے  دی. بیا قاضي عطا والله خان هم دغه نظریه منلې ده او په خپل کتاب د پښتنو تاریخ کې یې لیکلي دي.)) (۴: ۲۷مخ.)  ۔ وروستۍ څېړنې د دې ټولو خلاف را ووتې او دا یې ثابته کړه چې پښتانه بني اسرائیل، یهودیان او ژبه یې د سامي ژبکورنۍ پورې هېڅ تړاو نه لري.

پوهاند دوکتور زیار په خپل کتاب (پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼا کې) کې د محمد اقبال وزیري د (پښتو د تاریخ په بهیر کې) کتاب باندې نقدي نظر ورکړی دی. په یوه ځای کې لیکي: ((یواځینی سانتیفیک اخځ یې د برتانیې (شودور پرفیت) د DNA ازماینه ده چې پر ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹م کلو کې یې د ملیح اباد پر پښتنو ترسره کړې او په دې ډول یې د پښتو او پښتنو (اسرائیلواله) ناسمه زباده کړې ده.)) (۳: ۲۱۳مخ.) ۔د پښتون، پشتون او پختون په اړه استاد څېړنوال میراجان غوربندی داسې لیکي: (پښتون د ارین له قومونو څخه یو زړور او باتور قوم دی چې د دې هېواد اصلي او پخواني اوسېدونکي دي. د پښتون قوم یادونه د لومړي ځل لپاره په ریګویدا کې د پکتها او پکهت په نامه شوے   دی. د دې نه وروسته دا قوم د باختر د استوګنې په وجه په باختر یا بخدي مشهور شو، همدارنګه په اوستا کې هم بخدي په نوم یاد شوے  دی. د بلخ ښار هم د دوی په نامه شهرت موندلی دی. وروسته بیا په هخامنشي دوره کې د ۵۰۰ ق.م کلونو په شاوخوا کې د لرغوني یونان د مورخینو له خوا دا خلک د پکتویس پکتون او د دوی ملک د پکتیکا او پکتین په نومونو سره یاد شوے  دی، دغه ټول نومونه او لفظونه اوسنی پښتون او پښتیخا (پښتونخوا) سره بشپړ مطابقت لري. په ختیځ پېژندونکو کې پروفیسر الاسن چې د باختري یونانیانو تاریخ یې لیکلی دی، د لومړي ځل لپاره د هیرودت پکتویس او اوسنۍ زمانې پښتون نوم ترمنځ مطابقت روښانه او په ګوته کړ. (۵: ۱۵۱مخ.)

پایله

لکه پوه پورتنۍ څېړنه کې چې مو ولوستل دا او دېته ورته نورو ډېرو څېړونکو او سیاستوالو د پښتنو د اصل و نسب او پښتو ژبې د سامي کورنۍ پورې تړاو ورکړی دی. دا ټولې پخوانۍ څېړنې دي چې تر ډېره پورې دا لړۍ ختمه شوې. اوسنۍ څېړنې دا ښیي چې پښتو د پښتنو ژبه ده. پښتانه د افغانستان تر ټولو اوسېدونکو پخوانۍ پخوانۍ ډېرې ژبتوکمیزه (انتولېنګوېستیکي) وګړنۍ ډله ده. پښتو او پښتانه له تاریخي ـ جغرافیایي پلوه په شمال ختیځو سیمو (پامیر، بلخ . . .) پورې اړه لري.

دا چې پښتانه ولې بني اسرائیل ګڼل شوي، خورا ډېر لاملونه لري چې په دې کې د اسلام مبارک دین راتګ، فرهنګي او ټولنیزې اړیکې او ورسره د فلسفې او منطق د کتابونو راتګ او په عربي ژبه باندې د دوی لیک لوست زده کړې د یادولو وړ دي. زموږ ټولنه یوه داسې عنعنوي ټولنه ده چې له په اسلامي علومو باندې هېڅ بل کلتور، مذهب او دین باندې هېڅ ډول مامله ورته د منلو نه ده. لکه وړاندې مو چې یادونه وکړه ځینو کورنیو او بهرنیو څېړونکو پښتانه بني اسرائیل او پښتو ژبه یې د سامي ژبې کورنۍ پورې تړلې له بنیاده ناسمه ده. داسې ویل کېږي چې بني اسرائیلو د ځینو پښتنو DNA هم وکړه، ترڅو معلوم کړي چې پښتانه بني اسرائیل دي او که نه دي؛ خو پایله یې دا شوه چې پښتانه بني اسرائیل نه دي او د دوی ژبه د سامي ژبو کومې کورنۍ پورې تړاو نه لري.۔

نورې ليکنې۔۔۔