سلیم او د هغۀ شاعري – قلندر مومند

قلندر مومند، میزان، 2008، پېښور، زرپاڼه پرنټرز، مخونه 32-21

د ارواښاد سېف الرحمان سلیم د تلین پۀ ویاړ د هغۀ د یادولو د پاره د هغۀ پۀ شاعرۍ د ارواښاد قلندر مومند دا لیکنه د ‘پښتون’ لوستونکو ته د ‘میزان’ نه وړاندې کوو.

د دې اپرېل پۀ ديارلسم تاريخ به د سليم د باقاعده شاعرۍ څلور کاله پوره شي؛ دا زۀ ځکه وايم چې د سليم د غزلونو کتاب کښې وړومبے غزل د 1951ز پۀ څوارلسم اپرېل ليکلے ښکاره کړے شوے دے. دا ظاهره ده چې دومره لږه موده کښې شاعر شاعري خو څۀ کوې چې د شاعرۍ پۀ حقله خپله نظريه هم نۀ شي خوښولې خو لکه څنګه چې ما عرض وکړو، دا د سليم د باقاعده شاعرۍ عمر دے ځکه چې دغه ذکر شوے وړومبے غزل پۀ خپله دا ثابتوي چې دا د بالکل نو اموز شاعر کلام نۀ دے. د دې غزل يو څو شعرونه د خپلې خبرې پۀ ثبوت کښې پېش کوم:

تۀ تابع د موسمونو چې خبر د رازه نۀ یې
زما ژوند سپرلے سپرلے دے څو چې ډکه پېمانه ده
تۀ ئې خورې وایې سرکه ده، زۀ ئې څښکمه چې شراب دي
دا عرق چې ترې نه وځي، د يوې غنچې دانه ده
ستا د سترګو د کاسو نه مقدسې نشې څاڅي
شرمنده ورته شراب دي او سر ښکته مېخانه ده

د دې وجې نه د سليم پۀ شاعرۍ د وخت او عمر لږ والي څۀ خاص اثر نۀ دے اچولے، البته دا ضرور ده چې شاعر د وخت پۀ نسبت ډېر کم ليک کړے دے خو دا مقدار د هغې معيار پۀ مقابله کښې هېڅ وقعت نۀ لري کوم چې د سليم د شاعرۍ انفراديت دے.

پۀ دې څلور کاله کښې د سليم د شاعرې يون څنګه پاتې شوے دے؟ د دې سوال د جواب د پاره به دا موده پۀ درېو حصو کښې تقسیم کړم او دغو درې حصو ته به زۀ د هغۀ د شاعرۍ درې مختلف دورونه ووايم. هر څو کۀ دا دورونه يو بل سره پېوست دي بلکې يو بل کښې ننوتي دي خو کۀ مونږ د سليم د شاعرې جوته مطالعه وکړو، دغه درې برخو کښې وېشلې ښکاري.

د سليم د شاعرۍ اول دور لکه چې د هر شاعر سره کېږي، د عشق او محبت پۀ چاپېر چل کښې چورلي. دې دور ته به زۀ د رومانيت دور ووايم؛ ځکه چې د رومانيت ټول خواص د دې دور پۀ شاعرۍ کښې جوت او کار کوونکي دي. روماني شاعران ژوند بلکې د عاشق ژوند يو جامد غوندې شے ګڼي چې د هغۀ د باقي ژوند سره هېڅ علاقه نۀ لري. هغوي کۀ څۀ محسوسوي نو صرف د محبوب جفا، د رقيب ظلم او دې خوا ته ئې فکر نۀ ځي چې محبوب او رقيب د عملي ژوند علامتونه کړي او اجتماعي ژوند باندې د خپل احساس احتوا وکړي. سليم لکه څنګه چې ما عرض وکړو، باقاعده شاعري نولس سوه يو پنځوس کښې شروع کړې ده نو ځکه دۀ لره پکار وو چې هغه شے چې دۀ وروستے محسوس کړے او پۀ دې شعر وئيلو مجبور کړے دے،

‘دا زولنې چې د پښو نۀ پرې کوم

جوړې دې بار سره عادت شومه زۀ’

هم هغه وخت محسوس کړے وے کوم چې د دې اصلي وخت ؤ او د دې ټولې غلطۍ اصلي وجه د دۀ د حقيقي دنيا نه فرار او د رومان پۀ غېږه کښې فنا اخستل وو. سليم زما د يقين او ذاتي معلوماتو مطابق د خپلې شاعرۍ پۀ دې ابتدائي دور کښې د خپلې او پردو ژبو د کلاسيکي شاعرۍ د مطالعې تکليف نۀ دے کړے. دا مطالعه د يو ښېرازه شاعر د پاره ډېره ضروري ده ځکه چې پۀ داسې مطالعه به هغه پۀ دې پوې شي چې زړو د شاعرۍ قافله تر کومې رسولې ده او چې هغۀ ته د خپل سفر او منزل پته ولګي نو بيا د مطالعې د کمۍ لازمي نتيجه دا وه چې د سليم د شاعرۍ د سفر اغاز د غلط ځاے نۀ وشو او هغۀ هم هغه څۀ وئيل شروع کړل چې د دۀ نه مخکښې پۀ کراتو مراتو او نسبتاً ښۀ انداز کښې وئيلي شوي وو.

د نظر پۀ غشو ووله، زما زړۀ دې نشانه ده
د خلوص او مينې ډکه، دا حقيره نذرانه ده
تیر پر تیر چلاو تجهےڈر کس کا ہے
سینہ کس کا ہے میری جان جگر کس کا ہے

يا د حميد بابا شعر چې:

کۀ باڼه دي د اشنا راکښلي غشي
يو زما د زړۀ د نخښې خطا مۀ شه

د سليم شعر دے:

توبه د ميو نه ویستلې نۀ شم
هسې مې خولې له پۀ خطا راغله

او حافظ شيرازي وائي:

اگر بہ شب بزبانم حدیث توبہ رود
زبے طہارتی آن بہ مے غرارهکنم

د دې توارد يوه وجه د عشقيه مضمونونو کمے هم کېدے شي خو دا حقيقت دے چې سليم د مطالعې پۀ لږ غوندې تکليف د دې نه پۀ ډېره اسانه بچ کېدے شو. لۀ دې کبله د سليم شاعرۍ کښې هغه مضمونونه هم راغلي چې بالکل سطحي او کله نا کله مهمل هم دي.

دا چې قبر شانې ښکاري يو مرګونے پکښې پروت دے
دا زاهد دے غلط مۀ شې، د زاهد خلوت خانه کښې

چې کتے ئې نۀ شو حسن نو ساتلو ئې پردو کښې
اوس دې ګرځي بې نقابه اوس زمونږه زمانه ده

لږ څښکمه ئې چې څۀ دي
چې تراخۀ دي کۀ خواږۀ دي

واعظه ستا هغه رټلے سليم
راشه زانګو کښې اوس د نُور ځانګي

ډېر وائي څښکلو نه ئې طمعه ښه ده
کۀ اراده ئې وي محکمه، ښه ده

دې دور کښې سليم چې ځان ته کومه خيالي دنيا جوړه کړې ده، د هغې تقاضه خو دا وه چې دۀ د هغې خپلې تنګې دنيا نه د بهر کتلو تکليف نۀ وے کړے ځکه چې د جنسي او عشقيه خيال او فکر سره د کائنات غم او اجتماعي شعور پۀ اله اسانه نۀ شي کېدے خو دا د سليم د ناقلاره طبیعت وجه ده او کۀ دا د ترقي پسندې شاعرۍ پۀ لار د قدم اخستلو وړومبۍ علامې وې چې هغۀ دې دور کښې ځينې ډېر ښۀ شعرونه وئيلي دي؛ اګرچې د شمار پۀ لحاظ ډېر کم دي.

زۀ به ومنم واعظه! خو کۀ مونږه مطمئن کړې
زما مخکښې حقيقت دے، ستا خبره افسانه ده

اوس دې نه به يا خداے وي يا سليم چې دلته هغه حقيقت او افسانه کومو معنو کښې پکارولې ده، ځکه چې د دې پس ته يو شعر کښې چې هلته هم خطاب واعظ ته ښکاري، وائي:

تۀ ئې خورې وایې سرکه ده، زۀ ئې څښکمه چې شراب دي
دا عرق چې ترې نه وځي، د يوې غنچې دانه ده

او دا شعرونه ئې څومره واضح دي:

څۀ بوټي شنۀ کړي چا نه غلے تېر شي
داسې بهار سره عادت شومه زۀ
دا زولنې چې د پښو نۀ پرې کوم
جوړې دې بار سره عادت شومه زۀ

ولې دا شعرونه چې د کومو غزلونو نه اخستے شوي دي، د هغې د شعرونو اکثريت د دې شعرونو مخالف مواد او خواص لري. سليم دې دور کښې لکه څنګه چې پکار دي، د جذباتو د شدت پۀ لحاظ ډېر ښۀ شعرونه ليکلي دي او لجه ئې د خلوص نه ډکه ده ـــ

تۀ سموې د انسان ورانې زلفې
ږمنځې! ستا جوړې قضا راغله

دے جوهر د ارمانونو
اوښکه نۀ ده نۀ اوبۀ دي

شايد ښۀ شي مېکده کښې
ځم، هډوکي مې درانۀ دي

شي زلزله، دواړه جهانه خوځي
ستا پۀ غوږونو کښې چې دُر ځانګي

او دا شعر خو ئې یقیناً فرد دے،

خداے دې د زلفو څانګې تاندې لره
دا چې پۀ ما غوندې رنځور ځانګي

د قافيو د غلطيو نه علاوه چې هغه بالکل فطري دي، دې دور کښې سليم د ژبې غلطۍ هم کړي دي. دلته ئې زۀ صرف يو مثال کافي ګڼم:

ستا د سترګو د کاسو نه مقدسې نشې څاڅي
شرمنده ورته شراب دي او سر ښکته مېکده ده

‘سر ښکته’ ترکيب زما د خيال مطابق غلط دے.

د سليم د شاعرۍ دوېم دور د هغۀ د دې غزل نه شروع کېږي:

لوږې اخستے يم غزل نۀ ليکم
ښکلې قيصې به د ور بل نۀ ليکم

دا دور د هغۀ د ‘واقفیت پسندۍ’ در دے، ځکه چې دلته سلیم د روماني دور خاصيت پريښے دے چې ذهن نه يو نوے شے جوړ او متعارف کړي. هغۀ دې دور کښې څيزونه لکه چې ذهن کښې ترې څۀ تاثر قائمېږي، بيانوي. دلته سليم د وړومبي دور د شاعرۍ بر خلاف رد عمل شروع کوي. هغه پۀ دې خو پوهه شوے دے چې د رومان يوټوپيا کښې اوسېدل د عوامو سره د تعلقات مزے شلول دي او دغه مزے شلول دۀ ته ادب سره غداري ښکاري؛ ولې هغه جذباتو دومره پۀ مخه کړے دے چې هغۀ ته خپله د وړومبي دور شاعري محض تضیعِ اوقات ښکاري او ځکه ئې پۀ دغه انتها پسندۍ د شاعرې هيئت قربان کړے دے. د موضوع د پاره فن قربانول هم دومره بد کار دے لکه د فن د پاره موضوع قربانول؛ او دا د شاعر عظمت کښې حسابېږي چې هغه فن او موضوع دواړو سره انصاف وکړي، ولې پۀ دې ـ ـ ـ ـ ـ

دې پابندو کښې اخر څۀ وليکم؟
څو چې حالات نۀ دي بدل، نۀ ليکم

او هم دغه ردعمل دے چې د دۀ ذهن ئې پرېشانه کړے دے. د سليم د دې زمانې غزلو کښې متضاد جذبات د اظهار بيان غلط او بدرنګه طريقه او هیئت سره بې انصافي چرته ده ــــ دا هم د دغې زمانې غزل دے:

دنګې ماڼۍ درله د چم رژوم
دوي زياتولو زمونږ غم، رژوم
تۀ دې کوداله او کهۍ چلوه!
زۀ به ئې پۀ څوکه د قلم رژوم
ځم چرته بوټے سايه دار اخلم
د اشنا زلفو نه لږ کار اخلم

د وړومبي دور برعکس دوېم دور کښې سليم نظمونه هم ليکلي دي، ځکه چې هغۀ اوس اجتماعي شعور حاصل کړے ؤ او براه راست خطاب ته جوړ شوے ؤ. هر څو کۀ سليم دلته هم د فن د قېد نه فرار کړے دے، ولې بيا هم د نظم حصه کښې د هغۀ تخليقات د غزل مقابله کښې د اظهار، روانۍ او سلاست پۀ لحاظ ډېر اوچت او د ستائنې وړ دي.

اوس به کۀ خېر وي خپل جهان جوړ کړو
مونږه تقدير به د انسان جوړ کړو
ستوري به زمکې ته پسخېږې زمونږ
مونږ به دې زمکې نه اسمان جوړ کړو
داسې جهان چې خوشحالۍ وي پکښې
هر يو موسم د خوشحالۍ وي پکښې
د هر چا شونډو ته خندا ورسي
او د هر چا سره سيالۍ وي پکښې

(زېرے)

ما ته معلوم نۀ دي شراب څۀ وي؟
څۀ ته نغمې وائي؟ رباب څۀ وي؟
مېکده څۀ وي؟ مېخواران څوک دي؟
ما نه دي هېر زما ياران څوک دي؟
ما نه زما د غم تشريح غواړه!
کۀ مناسب وي بيا تفریح غواړه!
ما نه بربنډ اولس لباس غواړي
پرېوتي خلق رانه لاس غواړي
ما نه چاپېره يتيمان ناست دي
لوږو وهلي ماشومان ناست دي
کله تيونس کله ويت نام له ځم
زۀ د عوامو هر يو لام له ځم
راځه اشنا چې اول قام جوړ کړو
بيا کۀ فرصت وي بيا به جام جوړ کړو

(د دوست پۀ نوم)

شاړو بنجرو نه چمن سازوو
څڼې وربل مونږ د وطن سازوو
چرته غلې چرته ګلونه کرو
د مېوو بوټي شنۀ باغونه کرو
سينې د زمکې نه مونږ زور وباسو
او پۀ خپل وس ترې ټول جوهر وباسو
بيا هم نهر يو او نهر اوسېږو
ځاے پۀ ځاے ګرځو در پۀ در اوسېږو

(فېصله)

خو ښۀ ده چې د سليم دا بحراني حالت ډېر زر لرې شو؛ اوس د هغۀ د شاعرۍ درېم دور شروع کېږي. (‘اخري’ ورته ما عمداً نۀ دي وئيلي، ځکه چې لا د سلیم شاعري د نورو ډېرو دورونو نه تېرېدونکې ده). دا د روماني حقيقت پسندۍ دور دے. دا دور د موضوع او فن د امتزاج دور دے. دلته د سليم غزلونو کښې رمزيت او د هغۀ نظمونو کښې بېباکي، خلوص او عظمت پېدا کېږي. دلته د هغۀ ذهن د خپلې شاعرۍ پۀ اول او دوېم دور تنقيدي نظر اچوي، پۀ خپل فن پۀ خپله تنقيد کوي او د اول دور نه د رومان او د دوېم دور نه واقعيت پسندي راخلي او لۀ دې ځايه د خپل اصلي او سم سفر اغاز کوي. دلته د هغۀ مزاج پوخ شوے، قلم ئې تللے او شعور ئې بالغ دے.

دلته هيله هغه د ادب پۀ اصلي او ترقي پسند تعريف پوهه شوے دے. دلته هغه ادب صرف ادب يا د ژوند عکاس نۀ ګڼي بلکې ورسره ورسره ئې د ژوند د ښو قدرونو نمانځونکے، ژغورونکے او ساتونکے ګڼي، او پۀ دې هم پوهه دے چې د اديب او رښتوني شاعر فرض دلته ختمېږي نۀ بلکې هغه د ادب پۀ ذريعه د ژوند د ښو قدرونو د رواج او د بدو قدرونو استيصال او خاتمه کوي. د هغۀ کار صرف د ژوند کښل نۀ دي بلکې د ژوندي او ساهو قدرونو مخکښې بوتلل هم دي. ځکه چې د شاعر مقام د فوټو ګرافر نه ډېر اوچت دے. هغه به ژوند داسې لکه چې پکار دے، نۀ يواځې داسې لکه چې ښکاري، بيانوي او غواړي ـــ د هغۀ پۀ خيال کښې ادب ته د ژوند نقاد ، د ژوند مفسر، پاکوونکے او جوړوونکے وائي.

دا د ګلاب تندے پۀ څۀ خوله شو
دا خو يو ګل دے څۀ مزدور خو نۀ دے

دا پۀ اوښکو چې خړوب ده، دا پۀ وينو چې سېراب دے
دا زما د ژوند قيصه ده، دا زما د ژوند کتاب دے

د منزل پۀ تعين کښې رهبرانو!
قافلې ته هم څۀ حق د فېصلې شته

چې ګيله مې درنه وکړه نو خفه شوې
تۀ لۀ ما سره پښتو کړې، پښتنه شوې

خيال مې چې ستا د پېغلتوب راغے
داسې اودۀ غوندې شوم، خوب راغے

دا زولنې چې د پښو نۀ پرې کوم
جوړې دې بار سره عادت شومه زۀ

ما له ئې باغ کښې تش ازغي تازه کړل
داسې بهار باندې زۀ اور لګوم

چې مې وېنا ته خلق غوږ نۀ ږدي
ځکه ستا زلفو کښې کمڅو کښې اوسم

زړۀ مې دا غواړي چې وے زلفو کښې پټ
وخت مې راکاږي، پۀ غرمو مې تړي

د مضمونو تکرار کۀ عشقيه شاعرۍ کښې وکړے شي چې مضامين او ماحول محدود وي، نو هر څو کۀ جواز لري خو بيا هم د ګرمۍ شے نۀ دے خو د سليم د دومره وسيع پلن سکوپ پۀ موجودګۍ کښې د نوو نوو خيالونو پۀ افراط کښې او د سليم غوندې باريک د خولې نه داسې تکرارونه څۀ خو بدي ليدے شي.

خو سره د دې هم د سليم شاعري د موجوده دور داسې شاعري ده چې ژبه پرې فخر کولے شي او کۀ د سلیم د شاعرۍ رفتار هم داسې وۀ او لکه څۀ چې د سلیم د شاعرۍ د اکر نۀ ښکاري چې هم داسې او لۀ دې به زيات وي، پښتو او پښتانۀ ترې ډېر ډېر څۀ توقع کوي.

مياشتنۍ ‘الفلاح’، پښتو ايډيشن، مارچ 1955ز

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …