وختونه تحريکونه پېدا کوي، دغه تحريکونه تاريخونه جوړوي او هم دغه تاريخ شخصيتونه رامخې ته کوي او د تاريخ کتونکي دغه شخصيتونه خپل مشران او اتلان ګڼي۔ د پښتنو پۀ خاوره د روښانيانو تحريک، د خوشحال خان جنګونه او د واړو مغلو پۀ ضد عملونه او د پېرنګي پۀ ضد د باچا خان تحريک او مبارزې نه څوک هم انکار نۀ شي کولے۔ د پېرنګي پۀ ضد د هند پۀ خاوره ګاندهي، ابوالکلام ازاد، شېخ مولوي محمودالحسن، باچا خان، د سندهـ پۀ خاوره عبېدالله سندهي نو د پښتنو پۀ خاوره عبدالصمد خان، حاجي صاحب ترنګزئ او فضل محمود مخفي داسې اتلان پېدا کړي وو چې د خلقو پۀ زړونو او د تاريخ پۀ پاڼو کښې ليک دي۔ مخفي صاحب کال 1884ز کښې پېدا شوے ؤ۔
د فضل محمود محفي صاحب پلار ترکلاڼي ؤ۔ چارسدې ته راغلے عالم ؤ او د بنګلې ملا پۀ نوم مشهور ؤ۔ مخفي صاحب هم چارسده کښې پېدا شوے ؤ۔ ابتدائي سبق ئې چارسده کښې وئيلے ؤ او لسم ئې د ګورنمنټ هائي سکول پېښور نه کړے ؤ او اېډورډز کالج کښې داخل ؤ۔ د ترۀ پۀ وېنا اګرې ته لاړو او ديني او سياسي سبق ئې هلته ووئيلو۔ د دېوبند عالمانو سره ناست او تربيه شوے ؤ۔ مولوي محمودالحسن پۀ 1910 کښې پښتونخوا ته د سياسي کار دپاره رالېږلے او حاجي صاحب ترنګزو سره رابطه شوې او باچا خان سره معارفي شوے دے۔ مخفي صاحب د دې سيمې سياست ته کتلي او کوشش ئې کړے چې سياسي عمل روان شي۔ د باچا خان او عبدالعزيز مولوي صاحب سره ډېرې ناستې وشوې او د ملاقات د پاره ئې باچا خان او مولوي عبدالحسن دواړو د محمودالحسن د ليدو کتو د پاره هندوستان ته بوتلل۔ دې سفرونو او ملاقاتونو د ترنګزو حاجي صاحب، باچا خان او مخفي صاحب دوستي او تعلقات خواږۀ او پاخۀ کړل۔
باچا خان پۀ مشنري سکول کښې د خپل استاد ويګرام نه متاثر شوے او اېډورډز کالج کښې د مخفي صاحب استاذ د هغۀ د ليکلې شوې انګريزي شاعرۍ نه متاثره شوے او مخفي صاحب ئې دفتر ته بوتلو۔ ورته ئې ووې دا شاعري جاري وساته، ستا نه بۀ پرې لوے سړے جوړ شي۔ مخفي صاحب د انګرېزۍ شاعري پرېښودله او د پښتو شاعري ئې شروع کړه۔ ولې د بدبختۍ نه لا تر اوسه د دۀ د شاعرۍ مسوده پېدا نۀ شوه ولې دا ضرور وشوه چې باچا خان د مخفي صاحب د قابليت نه او مخفي صاحب د باچا خان د شخصيت نه متاثر او شريک روان شو۔
پېرنګي د تجارت پۀ نامه راغلل او د ډيلي پۀ تحت قابض کېدو نه پس ئې دې خاورې نه پښې راتاو کړې ـــ پۀ هندوستان کښې لږه ډېره بې چېني پېدا شوه او سيد احمد شهيد د ازادۍ د جنګ پۀ نوم راروان پښتنو خاورې پنجتار کښې دېره شو۔ دا ځاے او دا کور د خان بابا د نمسو ځاے چې دلته نۀ يواځې د ډوما خلاف جنګونه شوي دي بلکې دلته د مغلو پۀ ضد د جنګونو اثرات او يادونه د کلو د نومونو پۀ شکل کښې يادېږي او مغل دره د دې واضح ثبوت نن هم شته۔ د جنګونو مرکز د بونېر د سېدانو کلے سيتاڼه او د ملکا خېل حېثيتونه لري۔ دلته هم د سيد احمد شهيد سره د راغلوکسانو بچي او نمسي پاتې شوي۔ پۀ سوات د اروښاد سيد اکبر شاه وړومبۍ بادشاهي د اروښاد عبدالجبار شاه دوېمه بادشاهي، د امبېلې جنګونه، د صوابۍ چنګلي او د ګدون د لارو پۀ واسطه د ملکا جنګ او يو څو کوټې سول د دغې تاريخ کړۍ دي۔ بلې غاړې ته پۀ غېر منظمه توګه قبائیلي علاقو او هشنغر کښې د پېرنګي خلاف خفيه کوششونه روان وو۔ ولې د تعليم د نيشتوالي پۀ سبب د ژمي د شپې غوندې اوږدۀ او رو رو تېرېدۀ نو پۀ سوات، دير، بونېر او باجوړ کښې د رابطې او سياسي شعور د پاره د تعليمي مدرسو ضروريات محسوسېدل۔ نو پۀ 1915 کښې حاجي صاحب ترنګزو او مخفي صاحب بونېر ته راغلل او دلته پۀ سيتانه او ملکا کښې ئې د مجاهدينو د مشرانو سره پۀ تنګو او تور غارونو کښې ملاقاتونه وکړل خو دوي نه هم پېرنګي د خپلو جاسوسانو پۀ ذريعه ځان خبر وساتلو۔ د دې ملاقاتونو نه دوي څه ګټور معلومات ترلاسه کړل او واپس لاړل ۔ د مالاکنډ او امبېلې د جنګونو دستاوېزات ګټې او کمزورۍ رپورټونه د پېرنګي سره پراتۀ وو۔ سوات، دير، باجوړ کښې د خپلو ملګرو نوابانو پۀ تلاش کښې وو۔ پۀ سوات 1917 کښې مياګل عبدالودود د کبل پۀ جرګه کښې باچا شو۔ دلته پۀ سوات کښې تعليم د نيشت برابر ؤ۔ مياګل چې د سوات باچا ؤ، بې تعليمه ؤ او پۀ مهر به ئې حکمونه جاري کول البته د ديني ملايانو پۀ عربۍ او فارسۍ پوهېدونکي لږ ډېر وو نو دلته پۀ ډېرو خوارو او مياګل ته پۀ سفارش يوه مدرسه دلته مخفي صاحب او مولوي عبدالعزيز جوړه کړه چې وروستو نۀ يواځې بنده بلکې د دې مدرسې استاذ مړ او کوهي ته وغورځول شو او دغه شان مخفي صاحب پۀ دير رياست خال کښې او دوه مدرسې پۀ باجوړ کښې جوړې او روانې وې۔ مخفي صاحب به يواځې رابطې نۀ کولې بلکې د رابطو پۀ واسطه به ئې عملي کارونو کښې برخه هم اخسته۔ د بونېر د مجاهدينو د خبرو اترو او ملاقاتونو پۀ سلسله کښې مخفي صاحب پۀ دې پوهه ؤ چې دا مجاهدين څۀ د داخلي انتشار ښکار دي او څۀ ورته مقامي مشکلات دي او څۀ د پېرنګي پۀ ضد دلته د پښتنو پۀ خاوره ازاد حکومت نۀ شي جوړولے، هغه د رستم، سودم، سرکاوۍ، ماموند او باجوړ پۀ جنګونو کښې هم شرکت کړے دے او شېخ الهند چې کوم دوه کسان د کابليانو پۀ جامه کښې رالېږلي وو، مخفي صاحب او باچا خان ئې نۀ یواځې ليدلي وو بلکې دوي ته ئې د هغۀ سره د ملاقات دعوت وکړے او دوي هلته تلي وو۔ نو دا ټولې خبرې، تجربې، معلومات، ارادې او پروګرامونه د مخفي صاحب سره وو۔ نو مخفي صاحب د ترنګزو د حاجي صاحب او باچا خان پۀ صلاح باجوړ ته لاړو۔ دلته ئې د پېرنګي پۀ ضد مبارزين او ملګري پېدا کول ولې خپلې رابطې به ئې د سوات، دير، چترال سره ساتلې او د پېرنګي پۀ ضد ئې خپل عملونه کول۔ باچا خان، حاجي صاحب او د افغانستان حکومت او پېرنګي سرکار د ټولو واقعاتو نه خبر ؤ نو پېرنګي سرکار د دير نواب ته ووې چې دا مخفي پۀ باجوړ کښې د افغانستان د حکومت د پاره پۀ قبائیلي او رياستي علاقو کښې دلالي او جاسوسي کوي۔ د باجوړ د نواب نه دا مخفي ځان ته راغواړو چې د دې مرض نه لږ دمه شو۔ د دير نواب د باجوړ د نواب نه د تعليم پۀ بهانه وغوښتو او هغۀ د دير نواب له ورکړو۔
مخفي صاحب د باجوړ نه راغلے ولې فکر ئې د ځان سره راوړے ؤ دلته هم پۀ خفيه توګه د پېرنګي پۀ ضد نۀ يواځې مبارزه کوله بلکې عالمان او خلق ئې دې ته اماده کول چې د پېرنګي او د پېرنګي سره ملګرتيا کوونکي خلقو کښې بدنام او د مسلمانۍ نه خارج کړي۔ مخفي صاحب پۀ 25 دسمبر 1923 کښې د کاګپان ملا سره د اخون پنجو ملا صاحب پۀ جومات کښې د مولا مارخانۍ، مولوي لاج بک، مولوي دوکړۍ او د خال مولوي صاحب پۀ ناسته کښې شريکه فېصله او فتويٰ اعلان کړه چې د پېرنګي نوکري د دين نه بغاوت دے او څوک چې د پېرنګي پۀ نوکرۍ کښې مړ او چا ئې جنازه وکړه نو دا به کافران وي۔
د ملاکنډ پوليټيکل اېجنټ د دير نواب ته وليکل، “تاسو او ستاسو مشران خو زمونږ دوستان يئ، مواجب درکوو، مدد درکوو، ساتنه مو کوو، نو چې تاسو د يو مخفي علاج نۀ شئ کولے او زمونږ دښمن ازاد ګرځي او دومره اثر لري چې زمونږ د لېوي نوکر حميد ګل بغېر د جنازې نه ښخ شو نو دا خو ستاسو او ستاسو د نوابۍ د پاره د شرم خبره ده۔ کۀ د سرکار سره سم تعلق غواړئ نو مخفي سم کړئ، د دير نه ئې بهر کړئ او کۀ مخفي د دير نه نۀ وباسئ نو سرکار به ستاسو او د دوي خلاف کاروائي پۀ خپله کوي۔” تاسو دې نه د مخفي د جرأت اندازه لګولې شئ۔ مخفي صاحب د هجرت نه مخکښې هم افغانستان کښې پاتې ؤ۔ پۀ دغه ورځو کښې د امير حبيب الله حکومت ؤ، امير د افغانستان داخلي طور سره کمزورے او د پېرنګي سره پۀ خفيه تعلقاتو کښې ملګرے ؤ۔ پۀ سر ئې د سردار يعقوب توره او د امير عبدالرحمان د ډېورنډ کرښه مرۍ ته پرته وه نو د افغانستان دولت خلق مشرقي قوتونه عالمان او قام پرست ټول د امير حبيب الله پۀ ضد وو۔ د امير حبيب الله خان زوے امير امان الله خان هم د پلار د کارونو، عادتونو خلاف ؤ نو دلته د امير حبيب الله پۀ ضد يوه خفيه مبارزه روانه وه او د دې مبارزې پۀ نتيجه کښې امير حبيب الله قتل او امير امان الله خان امير شو۔ د خارج پۀ ډېرو نقابونو کښې او خفيه معلوماتو مطابق امير امان الله خان او فضل محمود مخفي صاحب پۀ دې کښې شريک وو۔ پۀ 1919 کښې چې کوم ګوند جوړ شوے ؤ د دې ګوند پۀ جوړولو کښي د مخفي صاحب تجربه او هنر شامل وو۔ د امير امان الله خان چې د افغانستان دولت امير شو نو پېرنګي پۀ تشویش کښې شو۔ هغو خو د مخکښې نه پۀ خپلو کاغذونو کښې دۀ ته “لېونے” وې۔ هغو وې تجربه نۀ لري۔ زړۀ ور دے، پۀ هندوستان کښې باچاهي غواړي او قبائیلو او پښتنو کښې زمونږ خلاف وسله ورکوي، بغاوتونو ته هوا ورکوي او دا مخفي ددۀ سياسي استاذ دے۔ د جشنِ استقلال پۀ ورځ چې پوهان، مشران، سرداران او د دنيا سفارت کاران موجود وو چې اميرا امان الله خان مخفي صاحب ته خواست وکړو چې پۀ دې موقع تقرير وکړه۔ مخفي صاحب د تيارۍ نه بغېر داسې فصيح او بليغ تقرير وکړو چې امير امان الله خان او ټول خلق حېران او ډېر زيات متاثر شول۔ پۀ دې موقع د شوروي اتحاد سفير ګ۔ ر۔ګيرس ووې کۀ د مخفي صاحب غوندې څو کسان نور پېدا او د کار مېدان ته راغلل نو پۀ دنيا کښې به غلام او د غلامۍ نوم پاتې نۀ شي۔ دۀ دا هم ووې مخفي پۀ شاعرۍ کښې نوے اسلوب پېدا کړو۔ زړې شاعرۍ ته نوې جامې او نوې طرز ورکړو۔ اوس پۀ دې شاعرۍ کښې د حسن خبرې کمې د ازادۍ خبرې ډېرې دي۔ د مخفي صاحب نه د کار پۀ باره کښې ټول ملګري خوشحاله او متاثره وو۔ عبدالاکبر خان اکبر پۀ خپل ليک کښې چې ما به پۀ شاعرۍ کښې د جمال او فطرت خبرې کولې خو ما د دوه کسانو مخفي صاحب او مولوي عبدالخنان پۀ شلېدلو کالو او پښې ابله او د غريبۍ پۀ حالت کښې وليدل۔ مخفي صاحب چې خبرې شروع کړې او شعر ئې ما ته او محفل ته ووې نو زۀ ددۀ نه ډېر متاثر شوم، زړه شاعري مې پرېښوده، د ازادۍ شاعري مې شروع کړه او پۀ جار وايم چې زما استاذ مخفي صاحب دے۔
مخفي صاحب پۀ افغانستان کښې د امير امان الله خان د مشاور پۀ توګه پاتې شوے خو چې پېرنګي پۀ ناوله عملونو بچه سقاو، ملا شور بازار او نور ملګري تلګري پېدا کړل، داخلي صورت حال ئې اميرا امان الله خان ته خراب کړو، استعفيٰ ئې ورکړه، يورپ ته لاړو نو مخفي صاحب واپس باجوړ ته راغے او خپل کارونه ئې جاري وساتل۔ مخفي صاحب د باچا خان سره ملګرے ؤ او د هجرت نه پس د دې ضرورت پېدا شو چې دلته پښتنو کښې د اصلاح او تعليم رابطې د پاره يو تنظيم جوړ شي نو ‘انجمن اصلاح الافاغنه تحريک جوړ کړے شو او مخفي صاحب د باچا خان سره پۀ دې تحريک کښې سرخېل ؤ۔ چې 1921 کښې دلته وړومبۍ ازاده مدرسه جوړه شوه نو مخفي صاحب پۀ دې کښې شامل شو۔ ددې مدرسې نه پس نورې ازادې مدرسې جوړې شوې او مخفي صاحب د ګدر پۀ مدرسه کښې استاذ او سياسي عملونو کښې شريک او محفلونو کښې ملګرے ؤ۔ ازادې مشاعرې بۀ کېدې او د پښتنو سيمه کښې د خليق صاحب، مخفي صاحب او خادم محمد اکبر نومونه ډېر مشهور وو۔ دې واقعاتو او خدائي خدمتګارۍ تنظيم چې سياسي وجود او خلقو کښې ئې سياسي شعور خور کړے ؤ، د دې جلسو جلوسونو نظمونو او شاعرۍ پۀ ذريعه مخفي صاحب خپله لګيا ؤ او د دۀ شعرونه به ماسټر کريم او حنيف الله پۀ جلسو کښې وئيل۔ سرکار مخفي صاحب 1934 کښې ګرفتار او پۀ 1935 کښې خوشے کړے شو۔
1936 کښې د سرکار فشار، دباو، رشوت، لالچ زور نيولے ؤ۔ حاجي صاحب ترنګزو سره پېرنګي د قلي خان، محبوب علي خان او صاحبزاده پۀ ذريعه چې ناروغه ؤ صلح وکړه او پۀ قلاره کښېناستو ولې مخفي صاحب د زوي پۀ مرګ بدني او پۀ مالي توګه کمزورے شوے ؤ نو د محنت مزدورۍ د پاره هندوستان ته لاړو او د تقسيم خبره چې شروع شوه نو کانګرس د خدائي خدمتګارانو سره بې وفائي وکړه۔ باچا خان ووې “کانګرس مونږ لېوانو ته وسپارلو۔” مخفي صاحب هندوستان نه راغے او چې د زلمي پښتون د جوړولو او مسلح مبارزې اعلان غني خان وکړو نو مخفي صاحب چارسده کښې مېشته او د دې تحريک ملګرے ؤ۔ باچا خان د دې مخالفت وکړو او دا تحريک پۀ عمل کښې مېدان ته رانۀ غے۔ فتح الرحمان چې د مخفي صاحب زوم ؤ او د دير د نواب شهاب الدين استاذ ؤ، پۀ سفارش دیر ته وبللو او پۀ سکول کښې ئې مشر استاذ کړو۔ ولې پۀ 28 مۍ 1947 کښې د ساه بندۍ پۀ مرض وفات شو۔ د دۀ د ګور کفن ذمه واري د دیر نواب پۀ سر واخسته۔ پۀ يوۀ ساده قبر کښې ښخ او د شمېر څو کسانو د دۀ پۀ جنازه کښې شرکت وکړو۔ باچا خان پۀ ژوند کښې د مخفي صاحب نه متاثر ؤ او دۀ ته ئې د پښتنو شېکسپئیر وئيلے ؤ او خپل کتاب کښې ليکي چې زۀ د سياست پۀ مېدان کښې د مخفي صاحب ستائینه کوم او چې کله ئې خپل کتاب “زما ژوند او جدوجهد” وليکو نو د عقيدت يادونو او د مينې پۀ توګه ئې پۀ خپل کتاب ددۀ شعر وليکل او دا کتاب چې چاپ شو نو د ډالۍ پۀ توګه خپل کتاب د خپل ليک سره د مخفي صاحب نمسي ډاکټر جليل ته هسپتال ته د نسيم بي بي پۀ لاس ډالۍ کړو۔ مخفي صاحب ته پېرنګي وئيلے او ليکلے دي چې مخفي زمونږ پۀ ضد مدرسې پرانیزې او زمونږ پۀ ضد سياسي کار کوي، دې د بالشويک اېجنټ او د مذهب پۀ نوم زمونږ پۀ ضد کار کوي۔ ارواښاد ولي خان “باچا خان او خدائي خدمتګاري” پۀ وړومبي جلد د مخفي صاحب نظم عنوان کړے او منسوب کړے او دغه شان بيا پۀ نورو جلدونو کښې دغه نظم پۀ تفصيل ليکلے او خور کړے۔ ارواښاد غني خان وائي چې قامي جذبه پۀ ما کښې مخفي صاحب خوره کړې او پېدا کړې او خان شهيد عبدالصمد خان پۀ خپل کتاب “زما ژوند او ژوندون” کښې د مخفي صاحب د قربانیو او شخصيت تاثرات او ليکل موجود دي۔ تاريخ ترخې واقعې پرېږدي۔ د ارواښاد مخفي صاحب زيار مبارزې نوي نسل ته د سياست لاره ښودلې او پرېښودلې ده چې د پښتون قام او تاريخ پرې وياړ دے۔