Human Molecular Genetics Laboratory Health Biotechnology Division NIBGE
ډاکټر محمد طارق زمونږ نېشنلے ډاکټر دے چې پۀ جينياتو کښې ئې پي ايچ ډي کړې ده پۀ دې لړ کښې ئې پۀ ټوله دنيا کښې د سائنس دان پۀ توګه يوه نامه پېدا کړې ده ۔پۀ انساني جينز باندې ورته پوره پوهه حاصله ده ۔ ”پښتون“ دا هڅه کوي چې د هغوي مختصر مختصر ليکونه تاسو ته پۀ پښتو کښې وړاندې کړي
د پيدايښت پر وخت ستونزې او نفسياتي مسئلې:
عموماً ماشوم د مور په خېټه کښې څلوېښت هفتې (اوونۍ) تېروي او بيا د هغې نه پس پېدا کېږي. د زېږون عمل هغه وخت شروع شي چې د ماشوم د وينې د شوګر کچه کمه شي، يعنې هغۀ ته د خوراک کمے پېښ شي ۔ دا خبره د دې نخښه وي چې مور نور د د خېټې دننه د لوېدونکي ماشوم د خوراک ضرورت نۀ شي پوره کولې۔ کله چې د ماشوم د خوراک خرڅ د مور د ميټابولزم تر ۱۵ فيصده ورسېږي نو د ماشوم شوګر کمېدل شروع شي ۔ ځکه چې غبرګ (ټوئين) ماشومان د شمېر په حساب زيات خوراک غواړي، نو هغوی زر دې سطحې ته رسېږي هم دغه وجه ده چې د جوړا ماشومانو پيدايښت عموماً له 35 نه تر 37 هفتو پورې وشي ۔
د خوراک د کمي نه پېدا شوے سټريس تر ټولو وړاندې دماغ محسوس کړي د دې په نتيجه کښې د ماشوم د مختلفو غدودو نه هارمونونه په ترتيب سره خارجېږي چې رحم (uterus) راکمولو ته اماده کړي ۔ د رحم پۀ حرکت کښې راتلو نه وروسته د مور دماغو ته هم پېغام ورسېږي او د هغې له غدودو نه د آکسيټو سن هارمون خارجېدل شروع شي ۔ دا د دردِ زېږون (labour pain) شروع وي ۔ رحم چې مسلسل حرکت کوي نو په ماشوم دباؤ راځي او بالاخره ماشوم دنيا ته راشي ۔
د دې عمل د جاج نه دا خبره څرګندېږي چې د زېږون په وخت د مور او ماشوم د دماغو ترمينځ باقاعده رابطه (communication) موجوده وي ۔ که پۀ دې رابطه کښې څۀ خلل راشي، نو پيدايښت کښې مشکل يا پېچلتيا راپيدا کېدے شي ۔ د بېلابېلو نفسياتي مرضونو په تحقيق کښې، لکه شیزوفرینیا Schizophrenia، اکثر مور پلار دا بيانوي چې د ماشوم د زېږون پۀ وخت کومه پېچلتيا يا مشکل راغلے و، يا ماشوم له وخته وړاندې پېدا شوے و۔ په شروع کښې دا قسمه مشاهدې کېدې چې شايد د سخت يا مخکېني زيږون له وجې د دماغو جوړښت ته نقصان رسېږي او هم دغه عمل د شیزوفرینیا schizophrenia سبب ګرځي ۔ خو نن سبا ميډيکل سائنس دا مني چې شیزوفرینیا schizophrenia بنيادي توګه يو جنېټکي (وراثتي) مرض دے ۔ اوسنے نظر دا دے چې د دماغو په ځينو فعالو جينونو کښې د نقص له کبله د حمل په دوران کښې د مور او ماشوم ترمينځ دا منظمه رابطه سمه نۀ وي، پېغام لېږل رالېږل پۀ وخت او صحيح ډول نه کېږي او نتيجه کښې ئې د زېږون عمل مشکل شي ۔ يعنې پېچلے پېدايش د نفسياتي يا ذهني ناروغيو يو ابتدائي اشارې په توګه کتل کېدے شي ۔
د شیزوفرینیا schizophrenia په شان د خوراک متعلق ناروغۍ لکه Anorexia nervosa (چې پکښې لوږه کمه وي) او Bulimia nervosa (چې پکښې لوږه زياته وي او کنټرول نۀ وي) د ماشومانو مور پلار هم اکثره وايي چې د دوي ته د ماشوم د زېږون پۀ وخت مشکل راغلے و۔
که څه هم د نفسياتي مرضونو نخښې عموماً د ماشومتوب په شروع کښې واضحه نۀ وي، خو که له ابتدا نه په داسې ماشومانو نظر وساتل شي او باقاعده Counseling وشي، نو ډېر فائده ورکولې شي ۔ هغه والدين چې د ماشوم د زېږون پر وخت مشکل پېښ شوے وي، هغوی ته پکار ده چې په وخت د نفسياتو ماهر سره رابطه وکړي او د ماشوم د ذهني ودې لپاره مناسبه تګلاره جوړه کړي۔