پښتونخوا سوداګرو ته حواله ده–لونګين افريدے

دا ليکنه شريکه کړئ

کله چې جنرل پروېز مشرف د سياسي قوتونو مخې ته نور خپل امري نظام مخ پۀ وړاندې نۀ شو بوتلې نو پۀ مزه مزه ئې خپله کمبله راټولو شروع کړه ۔ پۀ دې مينځ کښې مزاحمتونه شوي دي، ګرفتارۍ، ټاچرسيلونه او نورې سختۍ سياسيانو خوړلي دي خو د جمهوريت د بحالېدو د پاره ئې هره يوه هڅه کړې ده ۔

پۀ دې مينځ کښې د سياسي ګوندونو تر مينځه پۀ پۀ 2006ء کښې پۀ لندن کښې يوه ناسته وشوه چې د (چارټر اف ډيموکراسي يعنې ميثاق جمهوريت ) د پاره ټولو سياسيانو پۀ شريکه يوه لوظنامه ساين کړه۔  د دغه لوظنامې مختصر ټکي همدا وو چې :

  • پۀ مستقبل پۀ سياسي عمل کښې د فوځي ادارو هر قسمه مداخلت مخه نيول ۔
  • پروېز مشرف او د هغۀ نظام د مينځه وړل ۔
  • د 1973 ائين پۀ مستقله توګه باندې بحالول
  • د عدليې او د عدالتي نظام ازادي چې ټولې فېصلې پۀ غېر جانبداره توګه باندې پۀ ائين او قانون باندې کول ۔
  • صوبو ته اختيارات ورکول ۔ د وفاق نه اختيارات صوبو ته او پۀ صوبو کښې د وسايلو تقسيم لاندې درجې خلقو ته رسول ۔
  • پۀ فوځي او دفاعي ادارو د اولس له خوا د منتخب حکومت نګراني او بالادستي قايمه ساتل ۔

د پاکستان پۀ شپېتۀ کلن دوره کښې د سياسيانو تر مينځه دغه تړون يوازينۍ موقع وه چې د جمهوريت د بحالۍ د پاره پۀ لاس راغلې وه ۔ پۀ کال 2008 کښې يو پۀ ټول ملک کښې عام انتخابات وشول ۔ پيپلز پارټې پۀ اکثريت کښې راغله خو د دغې اکثريت پۀ شا د بېنظر بټو قرباني وه ۔ د پيپلز پارټۍ پۀ وفاق کښې د عوامي نېشنل ګوند حکومت هم راغئ او دغسې دلته پۀ صوبه کښې هم د عوامي نېشنل ګوند او پاکستان پيپلز پارټۍ شريک حکومت راغے ۔ دغې حکومتونو وړومبۍ هڅه هم دا وه چې د 2006 د ميثاق جمهوريت د لوظنامې خبرې پۀ عملي توګه يقيني کړو۔ د دې عمل پۀ شا باندې د عوامي نېشنل ګوند مشرتابه کلکه ولاړه وه ۔ پۀ پښتونخوا کښې د عوامي نېشنل ګوند حکومت پۀ داسې وخت کښې لاس ته راغلے و چې پۀ ملاکنډ ريجن خصوصا سوات او بونېر کښې د صوفي محمدد شريعت نغارې غږېدلې ۔ يو خوا سرونه پرې کېدل، بل خوا اولس د دهماکو سره مخ و۔ د پښتونخوا د صوبائي حکومت سره  هيڅ چاره نۀ وه چې پۀ يوازي ځان څۀ وکړي ۔ د ډانګ او پړانګ پۀ مينځ کښې ورته سزا صرف د چارټر اف ډيماکرېسي د عملي کېدو ورکولې کېده ۔  پۀ 19 اپرېل 2010 د هرې سختې باوجود د پيپلز پارټۍ او د عوامي نېشنل ګوند پۀ کوښښونو اتلسم ترميم منظور کړې شو د کومې سره چې د عوامي نېشنل ګوند بنيادي نعره خپله خاوره خپل اختيار پۀ عمل کښې راغله ۔

پۀ رښتيا معنو کښې پۀ اتلسم ترميم باندې پاکستان د استعماري قوتونو ملا ماته کړې شوې وه  او هغه څوک چې وئيل به ئې چې ائين د کاغذ يوه ټوکړه ده چې ډسټ بين ئې ځاے دے د هغوي د پاره بار بار د پهانسۍ ورکولو سزا پۀ ائين کښې مقرر شوه ۔

د پاکستان اسټبلشمنټ کۀ غوښتله هم چې نېغ پۀ نېغه باندې دغه ترميمونه مات کړي خو نۀ ئې شو کولې۔ هم د دې ترميم د ماتولو د پاره ئې يوه نوې لوبه شروع کړه چې دغه ترميم دې هم پۀ هغه طريقه مات کړو پۀ کومه طريقه چې جوړ شوے دے يعنې د پارلمنټ پۀ ذريعه ۔ وړومبۍ هڅه دا وشوه چې پۀ پښتونخوا کښې پۀ پۀ شپږو مياشتو کښې دننه دننه د پاکستان تحريک انصاف وجود ته مصنوعي وده ورکړې شوه ۔ پۀ پښتونخوا کښې د عوامي نېشنل ګوند د مخه نيولو د پاره هر قسمه رسنۍ لانچ شوې۔ طالبانو ته صرف يوه ډيوټي پۀ غاړه وه چې تاسو به پۀ يو حالت هم د عوامي نېشنل ګوند ورکر ووټ ته نۀ پرېږدئ او نۀ به د دوي پۀ کورونو باندې جنډې پرېږدئ ۔ پۀ دې عمل کښې عوامي نېشنل ګوند ديارلس سوه شهيدان ورکړل ، تورونو و پېغورونو ته ئې ځان ونيسو، د کرپشن او د پښتون قام د خرڅولو غوندې الزامات پرې پورې شول او پۀ وچ زور باندې ئې د سياسي عمل نه پاتې کړل ۔ اسټبلشمنټ د ميثاق جمهوريت وړومبۍ لوظنامه چې پۀ سياست کښې به فوځ هيڅ کردار نۀ لري ماته کړه او تجربه ئې پۀ پښتونخوا باندې کړه ۔ داسې مخونو ته ئې دلته حکومت حواله کړو چې هغوي نۀ خو پۀ قام پوهېدل او نۀ د قام په احساس ۔

پۀ پښتونخوا کښې د تحريک انصاف پروېز خټک ته حکومت حواله شو۔ بل خوا د عمران خان د پاره د اسلام اباد مېدانونه د لوبې د پاره ساز شول ۔ پۀ مرکز کښې ناست د مسلم ليګ حکومت ئې پوزې له راوستو۔ ولې چې داسې دهرنې روانې شوې چې يو خوا ورته د پښتونخوا وطن فنډونه رسېدل، بلخوا ورته ادارو مکمل ډاډ او داد ورکوۀ ۔ هغه چارټر اف ډيماکرېسي هغه وخت د پښو د لاندې شوه چې عمران خان به پۀ کنټېنر ودرېدو او دومره به ئې ووې چې (امپاير کښې اونګلي اټنے والي هے) دغه د امپاير ګوته دومره پۀ تېزه وچتېده چې نواز شريف د سپريم کورټ ججانو په وړه خبره باندې کور ته ولېږو او دغسې پۀ ملک کښې راغلے جمهوريت د پښو د لاندې شو۔  پۀ دوه اتلسم کښې يو ځل بيا انتخابات وشول دا ځل انتخابات مکمل پۀ دې شرط وشول چې اتلسم ترميم به د مينځه وړل وي او کۀ ممکنه وه ملک کښې به وړې صوبې جوړېږي او دغسې پارليماني به صدارتي نظام ته ځي ۔ پۀ دې مينځ کښې يو ځل بيا پۀ پښتونخوا کښې د عوامي نيشنل ګوند نه پنځوست پورې هغه صوبائي سيټونه چې مکمل د ګټې پۀ کور کښې او يوولس وفاقي سيټونه د RTS د خرابي پۀ بهانه باندې د شپې پۀ تياره کښې وتروړې شول ۔ عمران خان ته حکومت حواله شوه پروېز خټک د بي ار ټي، مالم جبه او بلين ټري سونامي غوندې پراجيکټونو کښې د صوبې پۀ زرګونو اربه روپۍ ګډې وډې کړې چې تر اوسه به لا پۀ دغې د نېب يا کومې ادارې له خوا عمل کېږي ۔ د پروېز خټک نه پس يو بل وزير اعلي وټاکلے شو چې محمود خان نومېدو پۀ مکمله توګه يو ناکام او ګوډاګے ثابت شو خو پۀ دې دوره کښې هم د تحريک انصاف راغلي ممبران پۀ شپو شپو کښې ارب پتيان شول ۔

عمران خان پۀ چل او ټګۍ باندې حکومت تر لاسه کړو خو د کوم ډاکټراين د لاندې چې راغلے و پۀ هغې لکه چې پوره ونۀ ختو او اخر باجوه ډاکټراين چې عمران خان ورته د قوم پلار وئيل د يو بل پۀ ضد شول۔ د شپې شپې نظام پۀ بدلېدو شو۔ يو ځل بيا سياسي ګوندونه پۀ شريکه راټول شول د داسې نظام پۀ ضد ئې قدم پورته کړو او اخر عمران خان ئې د حکومت نه سايډ ته کړو۔ دا ځل د نورو انتخاباتو د پاره تياري ونيوې شوه ۔ د ډاکټراين ناکامي تسليم شوه خو هغه مسلم ليګ نواز چې پينځۀ کلونه ئې د ووټ کو عزت دو د پاره نعره ووهله هغوي د عمران خان نه راپاتې غېر جمهوري عمل ته دوام ورکړو۔ او وشوه دا چې پۀ ټول ملک کښې د تاريخ بدترين انتخابات وشول ۔ پښتونخوا کښې داسې ګوډاګو ته حکومت ورکړې شو چې پۀ سټامپ ليکلي ترينه واخستې شو چې زمونږ دا دا شرطونه به مونږ سره پوره کوئ نو هله درته د شپې پۀ تياره کښې د پاس کېدو سند درکوو۔ او پۀ مرکز کښې دغه عمل پۀ جوړ توړ باندې شهباز شريف ترلاسه کړو۔  پۀ دې دريو اليکشنو کښې کۀ هر څۀ شوي دي خو د پښتونخوا وطن حالت پکښې د سل کلونه شاته پسماندګۍ سره مخ دے ۔تعليمي نظام مکمل د زوال سره مخ دے، پۀ هسپتالونو کښې د مريضانو د پاره هيڅ قسمه سرکاري سهوليات نشته ۔ ټولې ادارې د کرپشن د بلها پۀ خلۀ کښې دي، سېلګري تباه شوه، غرونه هر کال سوزولي کېږي، دهشت ګردي پۀ داسې حالت ده چې جنوبي اضلاع کښې د حکومت رټ نۀ دے بحال ۔ خو پۀ سټامپ راغلي د تحريک انصاف ممبران هر هغه څۀ کوي چې څۀ استعماري قوتونه پۀ دوي کول غواړي ۔ لکه د پښتونخوا د وسايلو شُوکه پۀ رڼا ورځ روانه ده دوي ورته قانوني لار ورکړې ده ۔ کۀ هغوي ورته ووائي چې تاسو د پښتونخوا د تقسيم بيل پاس کړئ نو پۀ شپه شپه کښې د هزارې بيل پاس شي ۔ کۀ هغوي ورته ووائي چې تاسو د پارليماني نظام غوښتنه وکړئ نو هم ئې کوي ۔ انتظامي اختيار ئې دومره دے چې پۀ تهاڼه کښې يو ايس ايچ او قدرې د نظام لاندې نۀ شي راوستې ۔ ائيني توګه چيف سيکټري او ائي جي راوستل د صوبائي حکومت سره دي خو هغه د وفاق پۀ خوښه  راځي ۔ نن سبا د استعماري قوتونو له خوا د صوبو جوړولو او د صدارتي نظام راوستلو هڅې روانې دي ۔ پۀ دې مينځ کښې سندهيان پۀ کلکه غندنه کوي چې مونږ د سندهـ تقسيم نۀ غواړو، پنجابيانو هم ځان غلے کړے دے خو دلته پۀ پښتونخوا کښې هره ورځ اسمبلۍ ته بيل راځي چې وړې صوبې او هزاره دې جوړه شي د کومې سره چې د پښتونخوا تقسيم ته لاره هوارېږي او کۀ دا واک د سوداګرو د لاس نه وانخستې شو نو ډېر زر به پښتون قام د خپل تاريخ، تهذيب، کلتور، تمدن، شتمنو نه خالي شي

نورې ليکنې۔۔۔