مذهب د انساني ډي اين اے برخه-مرام ايسپزے(مترجم)

دا ليکنه شريکه کړئ

لکه څنګه چې پۀ انساني DNA کښې بيالوجيکل ياداښتونه  خوندي پراتۀ وي، هم دغه شان پۀ بېلا بېلو کلتورونوکښې هم خپله ټولنيزه DNA موجود وي  کومه  چې د مخصوصو ياداښتونو حافظه خوندي لري  ۔ د مشهور فرانسيسي مفکر ”پيري بورديو“  مطابق  ”  ټولنيز او کلتوري  روايات  د يو نسل نه بل نسل ته منتقل کېږي او د خلقو پۀ  غور، فکر او  عمل  کولوکښې جذب  کېږي ۔“ هم دا وجه ده چې نظريات  او فکرونه  د يو نسل  نه دوېم ته اودوېم نه  چې درېم  نسل ته منتقل شي نو د عقيدې  رنګ  اختيار کړي ۔ د خداے تصور هم  د  زرګونو کلونو د ارتقائي  عمل نه  راتېر شوے دے  نو د انساني  او ټولنيز DNA برخه  شوے دے ۔  د ”يو وال نوح هراري“  مطابق ”مذهب او د خداے تصور د انسانانو اجتماعي  تخليق دے “ چې د انسانانو په  ټولنيزه ارتقاء  کښې مرکزي  کردار  ترسره  کوي  ۔ د دې پۀ  ضد په خداے د يقين نۀ  لرلو تصور تر دې دمه  د انساني او ټولنيز ياداښتونو برخه  نۀ  دے، ځکه چې  د دې  د يو نسل نه  بل نسل  ته  د منتقل کېدو امکان  ډېر کم دے ۔ د مذاهبو نه  پس صرف کميونزم  تر څۀ  حده پورې  د يو نسل نه  بل نسل  منتقل شوے ، چې د هغې د وجې نه  کميونسټ  رياستونه  جوړ شوي  چې په سياسي او ټولنيزو اکايانو په کچه  د دې نظريې  خپلول و ۔  پۀ خداے د يقين نۀ لرلو  يا الحاد دپاره دا مشکل ده ۔ د سيکولرزم  او لبرلزم  سره  سره  د الحاد  د مقبوليت  دعوې  مخې ته راغلي، خو د مذهب هومره  کلکه کلتوري  DNA ترې  جوړه  شوې نۀ ده  ۔ او د دې امکان  هم  کم دے چې د نوې  نسل  پرورش  وس  هم  د ښځو  پۀ  زمه دے ۔ ”سيمون دي بووار“  سم  وئيلي دي ” چې  ښځې ټولنيز نظام  پۀ يو داسې دائره کښې رابندې کړې دي ، چې هلته هغوي په بنيادي طور باندې د نسلونو د  اخلاقي او نظرياتي تربيت زمه وارې ګڼلې شي ۔  دا ښځې يوازې  موريانې نه بلکې نياګانې هم کېدې شي ۔ د رحم ،نيک نيتۍ او د  خاکسارۍ قصې کونکې ۔ “ مشهور اطالوي امريکنې مفکر ”سلويا فيدريسې“ تر مخه  ”ښځې تاريخي طور باندې پۀ نظرياتو منتقلولو کښې بنيادي  کردار ادا کوي ۔“ د مذهبي عقائدو جرړې  زياتره  د  ښځو له طرفه  وړو ته  ښودونکو قيصو کښې پټې وي  ۔ هم دا وجه ده چې د فرښتو،ښاپيرو او پيريانو قيصې کولو والا ښځې، پۀ حقيقت کښې د يونسل  نه بل  نسل ته  د خداے د شتون باور منتقل کوي ۔ داسې په خداے د يقين دا مزل  پيړۍ تر پيړۍ راتير شوے او پۀ کلتور کښې جذب شوے،او  د ټولنې کوټلې برخه  جوړ شوے دے ۔ پۀ دې تناظرکښې  کۀ مونږ وګورو  نو د يقين او عدم يقين پۀ مېنځ کښې  د يو نوع  مقابله  هم  په نظر  نۀ راځي ۔

نورې ليکنې۔۔۔