د قصه خوانۍ واقعه (23م اپرېل 1930)–فارغ بخاري
د درويشتم اپرېل 1930 دغه ورځ د هندوستان د ازادۍ په تاريخ کښې يو لوے باب دے۔ د برطانيه حکومت په دوه سوه کلن دور کښې دا د رسوائۍ ورځ ده۔ دا وړومبے ځل ؤ چې په ټول هندوستان کښې د سرحد خلکو د هغه انګرېز سره مقابله وکړه او سرونه ئې وبائلل چې د چا نمر […]
خدائي خدمتګار حاجي بادشاه محمد مرحوم(متوفي 1945ء)–ډاکټر سعيد احمد ساحل
حاجي بادشاه محمد مرحوم د خپل وخت يو داسې نوموړے او پياوړے شخصيت تېر شوے دے چې بنيادي تعلق ئې د رياستِ دير د مردم خېزې خاؤرې “خال” سره وۀ ۔ د خپل وخت يو با اثره شخصيت، نوموړے تاجر او فيرنګي ضد مبارز وۀ ۔ د عبدالغفار خان او خدائي خدمتګار تحريک سره د […]
دا زمونږ خپل جنګ و–ډاکټر ابرار افغان
د نړۍ هر هېواد خپله خارجه پاليسي د خپلو مفاداتو او قامي اهدافو په رڼا کښې وضع کوي او کله کله د دغه اهدافو پوره کولو لپاره مشکلې او خطرناکې فېصلې هم کوي۔ معنی دا چې ملکونه په مذهبي يا جذباتي بنيادونو نه بلکې د زمکني حقيقتونو په بنسټ خپل سياسي، معاشي او ستراتیژیک اهدافو […]
انجمن اصلاح الافاغنه–شهاب بونېرے
باچاخان منزل د انګرېز استعمار نه ازادي اخستل وو۔ پۀ پښتنو کښې د مبارزې يو نوے سياسي مزاحمت رنګ پُوکل وو۔ خو د دغه ازادۍ مخې ته تر ټولو لوے خنډ پښتانۀ پۀ خپله وو۔ پۀ وړه وړه خبره باندې خپلو کښې سره دښمنۍ کېدې، ورور د ورور وينه څښله، مذهبي ټېکدارانو د شريعت پۀ […]
پۀ جنوبي ايشيا کښې د سياسي اسلام ارتقا–شهزاد احمد خاطر
د مطالعه پاکستان د تاریخي مغالطې برخلاف د اسلام اثرات جنوبي ايشيا ته د کال 712 نه مخکښې رارسېدلي وو۔ دا تصور ورکول چې د اسلام تاريخ د يؤ فوجي جرنيل د حملې نه پېل کيږي، د پاکستان د جوړويدلو روسته د يو مخصوص طبقې پۀ مفادو کښې وه ۔ د عام اولس د تاريخ […]
د نوروز ملي تاریخ— وقاص ايسپزے
د نړۍ هر ملت د ژوند د مختلفو مناسبتونو لپاره خپلې خپلې ورځې لري چې د هغوی د تمدن، کلتور او تاریخ ئې ژوندے ساتلے وي ۔ دغه ډول مناسبتونه کلتوري، تاریخي، موسمي او مذهبي بڼې لري چې د ملت وګړي ئې لمانځي او په خپلو تاریخي او کلتوري ارزښتونو ویاړي ۔ هم داسې پښتانۀ […]
د باجوړ سيد عبدالمنان کاکا–داود قيام
باجوړ خاورې وخت پۀ وخت ډېر مېړني او زيرک خلق زېږولي دي چې هغوي خپل ټول ژوند خپل قام ته وقف کړے ؤ- پۀ هغه نوموړو کښې يو سيد عبدالمنان کاکا جي هم دے- سيد عبدالمنان کاکا جي پۀ کال ۱۹۷۰ء کښې د باجوړ پۀ امان کوټ سيمه کښې د سيد محمد يار جان پۀ […]
مولوي فضل محمود مخفي د خدائي خدمتګارو په نظر کښې—ډاکټر سعيد احمد ساحل
مولوي فضل محمود مخفي (1884ء ۔ 1947ء) د همه ګير او متاثرکن شخصيت څښتن وۀ ۔ د هغوي ذات او صفات داسې وو چې خپل معاصرين او متاخرين ئې متاثره کړي دي ۔ د شلمې صدۍ لوے شخصيات د هغوي د کار او زيار نه متاثره پاتې شوي دي او هغوي د دې اظهار وخت […]
د ځان نه ناخبره-شهاب بونېرے
پېدا پۀ داسې ځاے کښې چې نه مينه پېژني او نه ما پښتانۀ د نړۍ پۀ سر اووۀ کروړه تعداد لري او خداے ورله جغرافيه هم ډېره زرخېزه او د وسائلو ډکه ورکړې ده۔ د دوي د ژوند خپل اصول او قواعد دي، چې ورته ‘پښتونولي’ وائي۔ پۀ اسلام ډېر مئين دي، ځکه ئې د […]
خدائي خدمتګار منفعت الله بابا—مېجر ريټائرډ شفقت الله
کله چې د خدائي خدمتګار تحريک اؤ د ازادۍ د ننګيالو مشرانو ذکرکولے شي نو د پښتنو عظيم رهنما باچاخان سره څنګ په څنګ يو شمېر عملي مبارزان هم مخې ته راشي څوک چې د باچاخان مضبوطې مټې وې اؤ د ازادۍ مبارزه کښې ورسره ګام په ګام شريک وو او هم د دغو قهرمانو […]