غني خان يو داستانوي شخصيت–ډاکټر فېصل فاران
پادري هيوز چې کله پښتونخوا کښې د رحمان بابا سره د پښتنو مينه او عقيدت ولیده نو په دې وېنا مجبوره شو چې پښتانۀ که هرڅو په يو خبره هم په خپلو کښې په يوه خولۀ نۀ دي خو په دې ملنګ شاعر باندې ئې د څېلمې اتفاق کړے او دا محبت او عقيدت پښتنه ټولنه […]
حېدراباد جېل او افيون—ډاکټر فېصل فاران
سلطان محمد د اورنګزېب هغه زوے ؤ چې خپل نېکه شاهجهان باچا ئې ګرفتار کړے و بيا دغه شهزاده خپل پلار اورنګزېب په سرکښۍ کښې قېد کړو او دجېلخانې داروغه ته ئې ووې چې خوراک کښې ورته کوکنار شاملوه دغسې دغه زوے ئې څه وخت پس قېد کښې مړ شو د اورنګزیب ظلم کښې د […]
د خدائي خدمتګار تحريک مرکز مرکز عاليه–ډاکټر فېصل فاران
دا يو روڼ حقيقت دے چې د هر يو تحريک ياخوځښت دپاره تنظيم، منشور او مرکز درې واړه اساسي ارزښت لري۔ يو خوځوښت کښې بيا د مرکز دغه خاصه وه چې حمزه شنواري ورله خولۀ پۀ خولۀ وتي شعر کښې داسې اشاره کوي: څو چې راغونډ پۀ يو مرکز ئې نۀ کړم هرې تپې ته […]
د افتاب ګلبڼ د نثرم لونده مرغۍ رپېږي تنقيدي توکنه—ډاکټر فېصل فاران
لونده مرغۍ رپېږي ټېرس کښې ناسته جینۍ پۀ شیشه د باران څاڅکي شمېري یوه مرغۍ لونده ده هغه ګوري مرغۍ الوتے نۀ شي جینۍ خداے ته وائي چې باران ودروه او باران نور تېزیږي ـ ـ ـ ښۀ تېزېږي. ټېرس کښې ناسته جینۍ لۀ کرسۍ پاڅېږي– لاړه شي پۀ دواړو لپو کښې اوړۀ راوړي،راشي او […]
د نظم ؛ کريمه بلوچ ته يو نظم؛ تنقيدي توکنه—ډاکټر فېصل فاران
د کريمه مهراب بلوچ (1983/2020)ز پۀ شهادت د ډاکټر همدرد ايسپزي دا نظم د سماجي ، سياسي او نفسياتي ادراک حواله ده ۔نظم مدوري جوړښت لري يعني د خيال تلازمه موجوده وخت کښې د کريمه بلوچ دشنو سترګو په نسبت تاريخ ته ځي او دشربت ګلې شنې سترګې يادوي او ورسره د سرمايه دارانه نظام […]
د خان زمان کاکړ د نظم شربت ګله يوه توکنه—ډاکټر فېصل فاران
اوسنۍ نړۍ کښې جګړې زياتره پروپګېنډي په لاره کېږي نو دې کښې تصوير هم د پېغام مهمه وسله وي تصوير يوه موضوع د هندسو او خبرونو نه راوباسي او انساني تجربې سره ئې داسې تړي چې د يوې ټولنې يا ډلې ستونزه نه يوازې تمثيل کړي بلکې يو ځانګړي مرام د پاره خلک يوخاص دریځ […]
د خداے محبوبيت: ملائيت سره د غني خان يو بنيادي اختلاف – فېصل فاران
غني خان د ملائيت پۀ فکري توګه مخالف ؤ او ولې مخالف ؤ د هغې اندازه هرباشعور بنيادم ته شته. څوک چې د دې مذهبي پېشوائيت د اصليت او تاريخ نه خبروي پۀ هغۀ دا تور چې ګنې د ملاجان پۀ بهانه اسلام پۀ نخښه کوي، د جاهلانه او احمقانه سوچ ښودنه کوي. دا ځکه […]
ادب او زماني غوښتنې – فېصل فاران
يادونه ــــ “دا د محترم فېصل فاران صاحب د هغه لېکچر متن دے کوم چې هغوي پۀ يويشتمه مۍ دوه زره يويشتم د “روح الله درانے پښتو ادبي اؤ ثقافتي جرګه نؤښار” پۀ انتظام راجوړه شوې غونډه کښې کړے ؤ. د لېکچر دپاره د جرګې لۀ خوا (د پښتو ادب عصري تقاضې) موضوع ټاکلے شوې […]
د غني خان وجدان او ايډيمونسټکزم – فېصل فاران
د بنيادم د ذهن رغښت قدرتي داسې دے چې دايو لټونوال خاصيت لري؛ بنيادم چې خواوشا، مخکې وروستو ګوري، ويني نو دۀ کښې تلوسه او د تلوسې سره پوښتنه پېدا کېږي. دبنيادم دغه ذهني لټونواله خاصيت ته يو خوا د ادم ع او بلخوا د ابراهيم ع واقعاتو تمثيلو کښې اشاره شوې ده . عن […]
لټون او تپاس د غني ارټ؛ بنيادي نکته – فېصل فاران
هر کله چې د غني خان د شاعرۍ ټولئيزه توکنه کوو او لنډه جائزه ئې اخلو نو د دې ټولې شاعرۍ بنيادي نکته تپاس، تالاش او لټون راوځي؛ چې د يو متجسس تلوسناک ذهن ښودنه کوي؛ دغه لټون د خداے هم دے چې هغه ورته جانان، اشنا او يار وائي او دا تالاش د ښائست […]