د باچاخان اسوه، سيرت شېخېن او د مولانا ابوالکلام ازاد کينه توزي – فېصل فاران
د خدائي خدمتګار ليکوال فضل الرحيم ساقي يوه لويه کارنامه دا ده چې هغۀ د باچاخان پۀ کفايت شعارۍ يو غوره کتاب د “کفايت شعارۍ” پۀ نامه ليکلے دے او د باچاخان د روڼ سيرت او لوړه، وچته شېوه ئې تاريخي دستاوېز پرېښودے دے. دا کتاب هغۀ د باچاخان سره د خپلې ناستې پاستې او […]
دغني خان شاعرۍ کښې جمالياتي حظ او تجربه – فېصل فاران
جمالياتي حظ ـــ د جمالياتو د مضمون مهمه مباحثه ده. جمالياتي حظ ته مونږ د ښائېست نه خوند رنګ اخستنه وئيلے شو. د حظ، محظوظ او احتظاظ توري پۀ کلاسيکي شاعرۍکښې هم پکارول شوي دي لکه خوشحال خان خټک دوه غزلې د “محظوظ” پۀ رديف کښې ليکلي دي او د جمالياتي حظ پۀ حواله هغه […]
د خدائي خدمتګار تحريک مرکز، مرکز عاليه – فېصل فاران
دا يو روڼ حقيقت دے چې د هر يو تحريک ياخوځښت دپاره تنظيم، منشور او مرکز درې واړه اساسي ارزښت لري. يو خوځوښت کښې بيا د مرکز دغه خاصه وه چې حمزه شنواري ورله خولۀ پۀ خولۀ وتي شعر کښې داسې اشاره کوي: څو چې راغونډ پۀ يو مرکز ئې نۀ کړم هرې تپې ته […]
سرمايه دارانه تهذيب او “اېډيپس کمپلکس” (اېډيپس رېکس) – فېـصل فاران
اسطوره اوس پښتو ادب کښې نننوتلې ده. نوې شاعرۍ کښې د دې تر ټولو ستر او بشپړ نخښانکښ عبدالرحيم مجذوب دے چې اسطوره ئې د خپلې شاعرۍ يوه نۀ شکېدونکې برخه ګرځولې ده. د نثر پۀ لړ کښې د اسطورو د ژباړې روايت لا پر مخ روان دے – د ‘اېډيپس رېکس’ ژباړه يو بل […]
پښتو قامي شاعري، ادب اوخدائي خدمتګار تحريک – فېصل فاران
باچا خان خپل ملګري فضل الرحيم ساقي صاحب ته يو خط دېرشمه مۍ نولس سوه اووۀ اويايم (1977) کښې دا خبره تکراروي چې، “ما خپلو تعليم يافته ملګرو ته دا خبره څو ځله وکړه چې تاسو چې د پښتو کوم خدمت کوئ چې دې سره سره د دې متعلق ليکل هم کوئ؛ پۀ دې شان […]
حمزه شنوارے، مسلم لیګ او افغانستان – فېصل فاران
د حمزه شنواري د مسلم لیګ او تحریک پاکستان سره تړاو او تړون یوه معلومه خبره ده. هغه کۀ د خپل پیر و مرشد باچاجان پۀ حکم مسلم لیګ کښې ګډون کړے ؤ خو دې نه وړاندې هم د هغۀ د خاندان د انګرېزانو سره اړیکې وې. خاطر غزنوي ته خپل ژوندلیک […]
دوه نظمونه – دوه توکنې (‘کابل’ او ‘ډیورنډ لائن’) – فېصل فاران
(1) ‘کابل’ – رحمت شاه سائل د ښاغلي رحمت شاه سائل نظم ‘کابل’ چې د هغۀ اتمه شعري ټولګه ‘د چنارونو نه لمبې ووتې’ کښې شامل دے، یواځې پۀ دې وجه مهم نۀ دے چې دا د رحمت شاه سائل غوندې د قامپاله شاعر نظم دے، بلکې د دې نظم اصل ارزښت […]
د پښتونستان مقدمه – فېصل فاران
پښتانۀ پۀ نسلي توګه ‘اساک’ )ساکا، اساکین، اسکوزي، ساکزي( دي – ‘اٰریا’ نامه د دوي تهذیبي نامه وه چې کله دوي بلخ باختر بدخشان کښې تهذیبونه جوړ کړل. ‘پکت’، ‘پکتین’، ‘نجدي’ د دوي سیمئیزه نامه ده چې وروستو بیا د ‘پښتون’ پۀ صورت دودنده نامي هم ګرځېدلې ده او تر اوسه هم دغه لفظ د […]
د اصغر لالا د نظم توکنه بالاحصار – فېصل فاران
د اسلامي جمهوریه پاکستان د رئیس العساکر جنرل قمر جاوېد باجوه لۀ خوا پېښور کښې د پوهنتونونو د زدکړیالو سره د لیدنو روانه لړۍ کښې د مۍ د میاشتې پۀ سر کښې یوه ناسته پۀ قلعه بالا حصار کښې هم شوې ده – وئیل کېږي چې دې ناسته کښې د قبائلي سیمو څخه د یو […]
اجمل خټک کمیونسټ نۀ ؤ – فېصل فاران
د ملګري فېصل فاران دا لیکنه پروسکال باچا خان مرکز کښې د ارواښاد اجمل خټک بابا د تلین دستوره کښې هغۀ پۀ خپله اورولې وه. د ‘پښتون’ لوستونکو د پاره دا لیکنه د یوې اړینې یادګیرنې سره وړاندې کوو. ارواښاد ډاکټر خالق زیار پۀ باچا خان مرکز کښې د اجمل خټک بابا د تلین پۀ […]