لټون او تپاس د غني ارټ؛ بنيادي نکته – فېصل فاران

هر کله چې د غني خان د شاعرۍ ټولئيزه توکنه کوو او لنډه جائزه ئې اخلو نو د دې ټولې شاعرۍ بنيادي نکته تپاس، تالاش او لټون راوځي؛ چې د يو متجسس تلوسناک ذهن ښودنه کوي؛ دغه لټون د خداے هم دے چې هغه ورته جانان، اشنا او يار وائي او دا تالاش د ښائست د اصل و نقل هم دے. د هغۀ د فکر لۀ مخه خداے ښکلے دے ځکه دغه ښائست هم د خداے (يا جانان) د لټون دوېمه نامه ده. د هغۀ د فکر لۀ رويه مادي ښائست يعنې د قدرت نېرنګي او د فطرت رنګيني د دې خبرې ثبوت ورکوي چې د دنيا او کائنات جوړونکے ځواک خپله هم ښائسته هستي ده! د عمومي سوچ لۀ رويه هم ښائست او خېر سره خپله کښې يو دي. هر هغه څۀ چې خېر رسوي هغه ښکلے دے. او چې نقصان رسوي هغه بد رنګ دے او خداے هم د خېر څخه دے ځکه خداے هم ښکلے دے ځکه غني خان تل خداے پاک د قهار او جبار پۀ صفاتي حواله نۀ يادوي ولې د الرحمان او الرحيم پۀ صفات ئې يادوي . د غني خان ورارۀ او د عوامي نېشنل ګوند مرکزي مشراسفنديار ولي خان پۀ دې حقله کابل کښې دغني خان پۀ ياد کښې جوړې څېړنغونډه کښې داسې يادونه کوي چې:

ژباړه: (زما ترۀ يو ځلې ما ته دا ووئيل چې زما او د مليانو ترمنځه نور توپير نشته البته دا چې دوي خداے قهار او جبار يادوي او زۀ وايم چې هغه الرحمان اوالرحيم دے)

د غني خان دغه تصور ديني حوالې سره څومره درستګي لري؟ پۀ دې باندې بۀ بيا بل ليک کښې “دغني خان د خداے تصور”پۀ سرليک کښې خبره کوو خو دومره ده چې خداے ته د ښائست پۀ ذريعه ادراک د محبت دوېمه نامه ده او محبت پۀ مينه کوونکي کښې جرات زېږوي، زړۀ ورتيا پېدا کوي او دغه زړورتيا مونږ د غني خان پۀ شاعرۍ کښې نۀ صرف وينو بلکې د غني خان پۀ بنيادي پېژندګلو کښې راځي او دغه زړورتيا ده چې هغه پۀ دې مجبوروي چې خداے ته بيا اشنا، يار، او جانان ووائي؛ دا ځکه چې هغه خداے سره لکه د يو پوخ مئين بې کچه مينه لري . پۀ حېث د يو لوے او عهدسازه شاعر د هغۀ اسلوب هم د پښتو کلهمې شاعرۍ کښې ناوياته مثال دے. دغه اسلوب پۀ بهرني اړخ ( يعنې لساني توګه) د اولسي ژبې او بيا د هشنغرۍ لهجې سره د فوک شعري اصنافو د هئيتونو پکارولو باندې پۀ دنني اړخ (يعنې د موضوعاتو انتخاب کښې) زياتره مابعدالطبيعياتي وي. دا د شاعرۍ تاريخ کښې لمړے مثال دے چې کوم يو لوے شاعر الهيات (تهيولاجيکل سټډي) او مابعدالطبيعيات (مېټافزکس)کښې هم د عام اولس ژبه او بيا خپله کليواله لهجه پکار راولي کنه د شعري روايت لۀ رويه د الهيات او مابعدالطبيعيات موضوعات لويو شاعرانو تل پۀ عالمانه فاضلانه ژبه کښې بيان کړي دي چې دغه ژبه زياتره اصطلاحاتي او پېچلې راپېچلې ګونجلکه وي. دغسې بيا د دې موضوعاتو د پاره يو خاص منلے شعري صنف پکارېدۀ هم همېشه مجموعي شعري روايت ګرځېدلے دے لکه ختيځ کښې رباعي او غزل او لوېديځ کښې معرانظم او مثنوي د دې د پاره پکار راوستې شوه. د دې اپوټه غني خان د فوک لور د ګڼو شعري هئيتونو نه ګټه پورته کړې ده او ځان ئې د يو خاص شعري صنف موتاځه نۀ دے ګرځولے ځکه ډاکټر راج ولي شاه خټک ليکي:

“پۀ کوم هئيت يا صنف کښې چې هغه شعر وائي هغه د دې خاورې نه د ټوکېدلي فوکلور غنائيت دے. غزل به هغه ځکه نۀ وې چې د غني خان پۀ خيال دا صنف زمونږ نۀ دے او نۀ زمونږ د مزاج مطابق دے؛ او پۀ دې چې د غزل اهنګ خوبولے او اودۀ کونکے دے. د پښتون پۀ فطرت کښې تندي تېزي، او ګړز ګړوز يا درز دروز سره مينه ده ځکه خو غني خان د پښتو د فوکلور چاربېته او د دې لے، اهنګ ډېره خوښوله . پۀ موسيقۍ کښې غني خان د ډول هغه ډنګ خوښ دے چې پۀ کښې يو را لړزونکے او بېدارونکے او ريښتونکے کېفيت وي، شايد دغه سبب دے چې غني خان د خپلو نظمونو د پاره داسې اهنګ (بحر) وزن خوښ کړے دے او پښتون ئې د خپل مزاج پۀ خوښه اوري”.

څنګه چې د هغۀ د شاعرۍ بنيادي نکته “لټون او تپاس ” دے، لټون يا ډهونډ دوېمه معني کښې پوښتنه او تپوس وي نو دې سره سم د هغۀ اسلوب کښې سواليه توکے هم د يوضروري توکي پۀ صورت کښې شتون لري. دغه سواليه توکے او د خپل سوال د ځواب تالاش هغه د يو مفکر او فلسفي پۀ توګه شعري ادب کښې پۀ ځانګړې حواله را پېژني لکه چې ښاغلے زرين انځور ليکي:

“سره لۀ دې چې پۀ خپلو شعرونو کښې د پښتو د ادبياتو را روانې عنعنې ته هم کله کله پاملرنه کوي خو پۀ مجموع کښې ئې معاصره شاعرۍ کښې څۀ داسې برخې زياتې متبارزې دي چې يوازې پۀ غني پورې اړه لري او يوازې د هغۀ د شاعرۍ ځانګړنې ئې ګڼلې شو”.

غني خان خپل نظم “لېوني” کښې د خپل فلسفيانه او مفکرانه سوچ او د دې لۀ مخه د تخليق پېژندګلو کوي؛ ښکاره دې وي چې د دې نظم “لېوني” کردار لېونے هغه پۀ خپله دے.

يو ښار ئې روان کړے د نرو نرو کوڅو دے

يو خيال ئې روان کړے د زړګي د تلوسو دے

يو سر ئې روان کړے ټکے سوز او ټکے ساز

يو عشق د حقيقت جوړ د عشقونو د مجاز

يو کور ئې روان کړے د خوبونو د رنګونو

د تورو تهترينو ګړنګونو سرنګونو

او خاندي لېونے سترګې ئې ډکې د مستونه

وحدت ئې روان کړے د لکها بت پرستو نه

او کله لېونتوب ، فلسفه ګل او صنم وائي

او کله د مستۍ خبرې ډېرې پۀ غم وائي

سرې پاڼې ګل غوړئ مخ د شبنم پرې پټوي

اوربل مست خوروي د سترګو غم پرې پټوي

دا نظم پۀ يو حقله د غني خان د شاعرۍ ټولئيزه تخليقي واردات ته هم اشاره کوي. دې نظم کښې چې هغه د سوچ و فکر کومه طريقه پۀ ګوته کوي هغه د تشکيل او د يقين ترمنځه د سوچ سفر دے. هم دغه قسمه سوچ پۀ فلسفيانه فکر باندې تمبېږي لکه څنګه چې نوميالے فلسفي بدټرېنډ رسل هم دې حقيقت ته داسې اشاره کوي.

سولپوه (فلسفه) د دين او د سائنس ترمنځ يو څيز دے لکه د دين غوندې دا فلسفه هم پۀ داسې توکيو د فکر و اند زغلولو نه ډکه ده د کومو پۀ جوته چې لا پوهه د باوري کېدو وړتيا نۀ لري خو لکه د سائنس هسې سولپوهه هم د واک واګې کۀ هغه پۀ روايت پرته ده او کۀ پۀ وحي (سپړدون) پۀ ځاے سول او د رېش ځان ته را غواړي هره جوته (واضحه) پوهه زۀ به داسې ووايم د سائنس سره خپلوي لري هره باورغوټه ( ګروهه) لکه چې جوتې پوهې لۀ اوړي د دين سره خپلوي لري خو د دين او سائنس ترمنځه يو بې څښتنه کورشته چې لۀ دواړو خواوو بريد ته پۀ ډاګه پروت دے دغه بې څښتنه کور سولپوهه دے”.

يعنې د رسل د فکر لۀ رويه فلسفه د سائنس او د مذهب ترمنځه ده. د غني خان شاعري کۀ مونږ تجزيه کوو نو ښکاره بۀ شي چې دې شاعرۍ کښې هم يو خوا رومانيت چې د مذهب اصلي او سوچه صورت وي او بل خوا عقليت چې د قياس او فلسفې بنياد وي، دواړه شتون لري. لټون چې د هر څۀ وي هر چرته وي ځان سره ناقلاري را وړي او دغه ناقلاري د احساس د شدت دوېمه نامه ده او دغه د احساس شدت د معمول د ژوند برخه نۀ وي ځکه د احساس د شدت ښکار وګړي ته ټولنه لېونے وائي او دې شدت ته لېونتوب وئيلے شي او شاعر خو هسې هم د غني خان د وېنا لۀ رويه بې څرمنې مخلوق دے او چې شاعر بې لۀ فلسفې او تفکر لۀ زاويې دې دنياته ګوري خامخا به د احساس لۀ شدته کرېکې صورې او چغې وهي ـــ دغه چغې د تخليق اظهار پۀ صورت منظوموي. هم دلته مونږ پۀ دې ورسو چې غني خان ځان ته “لېونے” تخلص ولې خوښوي؟ دې ته هم کاتۀ دي چې د “پښتون پوهې “لۀ رويه رښتيا يا لېونے وائي او يا سرزوره غني خان کښې د خانۍ سرزوري هم وه او د خپلې فلسفې لېونتوب هم، نو ځکه د هغۀ نه بل زيات څوک د “لېوني” د تخلص جوګه کېدے شو؟ هغه د خپلې ناقلارۍ او لېونتوب ښودنه نظم “نقاب” کښې داسې کوي ــــــ

دا چې زۀ ځان لېونے کړم دا زۀ تنګ شم لۀ خپل ځانه

شېخ بابا راته لګيا دے مسئلې کئ د عذاب

زۀ خو دلته پۀ عذاب يم د دې خپل خود او احساسه

ځکه کله پۀ سجده شم کله وڅښکمه شراب

چې بې حسه شم ورکېږم چې احساس لرم سوزېږم

نۀ طاقت شته د سکون او نۀ همت د اضطراب

چې چاپېره نظر وکړم همه پټ او ښکاره زۀ يم

دا شراب دي ما جوړ کړي ما جوړکړےدے محراب

مذهب څۀ دے څو رسمونه مسئلې او منطقونه

او د هغې سوال جواب دے چې ئې نشته دے جواب

جانان تش د عاشق مينه د خپل زړۀ وينه څټل دي

چې ډېر وږے شو مجنون ځان ئې ځانله کړو کباب

رباب څۀ دے مړ ګډورے او د توت وچه تنه ده

خو چې سوز د ادم راشي هله هنګ وکړي رباب

کله نور کله رڼا شي کله غم شي او ژړا شي

دا ځيګر د ربابي دے چې هم جام شي هم شراب

خو دا زړۀ مې راته وائي دا هډوکي مې ګوڼېږي

چې اخر بۀ څوک وچت کړي د جانان د مخ نقاب

دې نظم کښې د لټون، ډهونډ تپاس او تالاش د تشکيک، ګمان کېفيت ورسره بيا عقلي تجزيه وروسته کښې يو الهامي يقين د شاعر د نفسياتو پوره پوره ښودنه کوي ډاکټر راج ولي شاه خټک هم دغه نکتې ته داسې اشاره کړې ده:

“غني خان چې کله د رومان دغه شدت اودۀ کول غواړي نو پۀ نرمه او شيرينه ژبه د الله هو داسې نغمه شروع کړي چې د صديو ستړې دا بېقراره جذبه د مينې پۀ زانګو کښې پۀ قلار کړي او چې کله ئې ويښول غواړي نو داسې مست ترنګ شروع کړي چې د غرونو زړونه هم را ولړزوي. دا د غني خان د شاعرۍ خاصيت دے، دا د هغۀ د ذات تماشه ده”.

هرکله چې دا خبره مونږه کوو چې غني خان “شاعر فلسفي”دے يعنې “فلسفي شاعر” نۀ دے نو دا خبره د هغۀ د شاعرۍ لۀ رويه واقعيت هم لري ځکه چې د هغۀ پۀ شاعرۍ کښې د فلسفې بلها څۀ موضوعات موندلے کېږي لکه جبريت او ازادي ، زمان او مکان، جوهر او عليت، ارتيابيت او ايجابيت، عقليت او جلال او جمال، وجدانيت، اخلاقيات، لا ادريت، تصوريت، مظهريت، وجوديت، ابقيوريت، د ژوند او مرګ تصورات؛ دغسې د دې مابعدالطبعياتي موضوع سره سره د هغۀ شاعرۍ کښې سياست، فطرت، تهذيب وتمدن سره تړلي موضوعات هم شته چې دا د هغۀ د هر اړخيزه ښېرازه تخليقي ذهن ثبوت دے. ځکه ډاکټر راجولي شاه خټک ليکي چې:

د حسن و جمال د حقيقت لټونکے د تصوفانه تفکر خپل انداز لرونکے او د عشق و مينې رازدان فلسفي مدام دا راز ښائي چې حسن څۀ دے، عشق کومه جذبه ده نو هغه غني خپله عاشق او خپله ښائست پۀ داسې ارمان کښې فنکار شوے ښکاري او د فن پۀ ذريعه ئې د خپل تشخيص د خپل ذات احساس وکړو. دا فن ئې کله د شعر پۀ ژبه، کله د رنګ پۀ برش او پنسل او کله د تېشۍ او خټې پۀ ذريعه ښکاره کولو”ــ

ــــــ د غني خان رومانيت البته پۀ عامو معنو کښې رومانيت نۀ دے ولې د ډډې کولو پۀ معنو کښې دانحراف هم معنې دے ځکه چې موضوعاتو کښې ئې د کلاسيکي الهيات هم شامل دي . ډاکټر راج ولي شاه خټک ته هم د دې خبرې احساس ؤ چې دا رومانيت د اروپائي هېوادونو د شاعرانو رومانيت سره سر پۀ سر برابر نۀ دے نو هغه ليکي :

“کۀ دې رومانيت ته څوک لېونتوب وائي نود هغوي خوښه ځکه چې د جذباتو لۀ شدته هلته نزدې نزدې هرڅوک داسې دي خو پۀ دغه شدت کښې هم دا رومانيت اوسېږي او غني خان پۀ ستر دانش دا روايت پۀ ځاے ساتلے دے ، نزدې نزدې ټوله شاعري ئې د دغه رومانيت دليل دے. د غني خان شاعري پښتنه جذباتي لېونۍ دانائي ده. دا پوهه او دا دانائي د زړۀ او د جذباتو دانائي ده، ديورپ روماني شاعرانو کښې دغني خان پرتلنه پرسي بائسي شيلے سره دشخصيت ترحده کېدې شي چې يو خو شکل وصورت کښې ورته و، د مخ کاسه ئې يوشان او وېښتۀ هم دواړو قدرې ګورګتې و خو شيلے نازک اندام او غني خان د مردانه وجاهت نمونه وه، سترګې د دواړو شنې وې، قدونه ئې لوړ او دواړه خوش بيانه او پراخه مطالعه او تفکرلرونکي وو خو دکم عمرۍ لۀ کبله د شيلے افکارو کښې چې کوم کچه والے او انارکزم او تر يوحده ګډوډي ده هغه نسبت باندې دغني خان شعري فکر ژور پراخ او پوخ اوزيات متنوع ده، البته د غني خان هم د هلکوالي د دور څۀ شاعري ته ــ ګډې وډې ـــ سرليک ورکوي لکه چې شيلے هم خپل منلي نظم ـــ اوډ ټو دي وېسټ ونډ ـــ کښې د “پرېشانه احساساتو”خبره کوي ــــ

O Wild West Wind, thou breathe of autumn’s being,

Thou, from whose unseen presence the leaves dead

Are driven, like ghosts from an enchanter fleeing, ـ

دغسې دواړه شاعران د روسو ،والټائر،او ديدرو غوندې دروماني پوهانو لويه مطالعه لرله اودغسې ئې رومانيت ته مفکرانه صورت وبخښلو . دغني خان تخلص لېونے ؤ او شيلے ته به خلقو ملګرو دباغيانه خوي او ناوياته خبرو لۀ کبله لېونے وئيلو، دسرکښ مزاج لۀ کبله د هغۀ تعلق پلار سره هم سم نۀ ؤ او دغه باغيانه رويه د هغۀ کتابچه ـــ دي نېسسټي اف اتهيزم ــــ د مسيحيت د رد صورت کښې ښکاره شوې چې د دې لۀ کبله هغه د اکسفورډ نه وباسل شوے ؤ، دغسې دغني خان سرزور فکر د مذهب دمروجه منلي تصورخلاف د ملائيت پۀ رد تمامه شوې ده اوبلخوا د هغۀ تعلق هم پلار سره د لانديز بانديز ښکار ؤ چې ددواړو خطونه ئې تاريخي ثبوتونه دي . باچاخان يوخط کښې ورته ليکي چې تاته خط ځکه نۀ ليکم چې خبره درباندې اثر نۀ کوي .

غني خان د جذبې او احساس لۀ رويه روماني دے خو ورسره د دانش لۀ رويه کلاسيکي دے او د پښتون لېونتوب او پوهې لۀ رويه فوکلوري طبيعيت لري؛ ګويا د غني خان شاعري د کلاسيک رومانيت او فوک لور درې واړه قسمه شاعري يو امتزاجي صورت دے چې منتها ئې ښائست ښکاري .

د ښائست د بحث سره سم د بدرنګتيا تصور او تفکر هم لۀ پخوا نه را روان دے. يوناني فېلسوف سقراط ښائست او بدرنګتيا دواړه د افاديت سره تړلي يعنې کۀ يو څۀ ګټه نۀ لري نو هغه بدرنګه دے اګر کۀ هغه هر څومره هم پۀ ښکاره ښکلے وي خو اصل کښې به بدرنګه وي چې خپل مطلب او مقصد نۀ پوره کوي، ګټه نۀ ورکوي ولې يو بدرنګه ليدونکے څيز چې خپل مطلب او مقصد باندې پوره خېژي هغه بۀ ښکلے وي . هغه وائي:

ژباړه) “د ښځلې يوه ټوکرۍ چې خپل مقصد ترسره کوي ښکلې ده خو يو ښکلے د سرو زرو ډال چې خپل مقصد نۀ ترسره کوي هغه بدرنګه دے. ټول هغه شيان چې خپل مقصدونه ترسره کوي هغه ښۀ او ښکلي دي او ټول شيان چې خپل مقصدونه نۀ ترسره کولے شي بدرنګه دي”.

سقراط پسې نورو پوهانو هم پۀ بدرنګتيا خبرې کړې دي خو دوي کښې د عيسائي عالم سېنټ اګستائن حواله ډېره د پام وړ ده. هغه دا تصور لري چې کائنات کښې بدرنګي شتون لري؛ خود کائنات مثال دکل (مجموعه) دے او څۀ ته چې بدرنګه وئيلے شي دا د ګل د اجزاء پۀ توګه کۀ وکتلے شي نو بدرنګ پاتې نۀ شي . هغه وائي:

ژباړه) ” دا ټول کائنات يو کليت نه جوړ يو ښائست دے خو کۀ مونږ دغه کليت پۀ توکيو کښې وېشو نو کېدے شي د دې ځينې توکي بدرنګه راوځي خوحقيقت کښې به دا بدرنګه نۀ وي يعنې بدرنګه څيزونه د جز پۀ توګه بدرنګه ښکاري خو چې کليت کښې ورته ګورو دا بيا بدرنګه پاتې نۀ شي او د جزياتو پۀ توګه د شکل د پاره لازمي دي د کوم چې د ا برخه وي ځکه بدرنګتيا د فکر او نظر کمبوت دے؛ پۀ معروضي توګه د دې نه زياته بدرنګتيا هډو شتون لري نۀ چې هغه د ښائست د نقص پۀ حېث شته او نۀ پۀ ذاتي حېث شتون لري ولې د سره هډو وجود نۀ لري”.

يو بل نوميالے رومي مسيحي عالم سېنټ تهامس اکيونس (١٢٢٤ /١٢٢٥ز) دا مفکوره لري چې ښائست د پاره بشپړتيا شرط دے او کوم څۀ چې نيمګړتيا لري هغه بدرنګه دي . هغه وائي :

(ژباړه) “د بدرنګتيا اصل وجه د يو څيز نيمګړتيا ده، ښائست بشپړه وي او بدرنګي د نيمګړتياوې نه رامنځ ته کېږي”.

بنيادي توګه باندې دا مفکوره د ختيځ د متصوفانه روايت مفکوره ده، د ختيځي متصوفانه فکري روايت کښې شر اضافي شے دے؛ اصل حقيقت خېر دے او خېر لۀ خدايه دے خو ماده نيمګړې ده نو د حق پوره نمود پۀ کښې نۀ کېږي هم دغه کموت نه شر راوځي پۀ جمالياتي حوالو کښې د ښائست متضاد بدرنګتيا (قبح) راځي. ښائست سرخوښي او خوشحالي پېدا کوي او بدرنګتيا کراهت، ناګوارتيا، نازغمنه او د کرب تاثر ورکوي. د بدرنګتيا د پاره د قبح اصطلاح د انګليسي اصطلاح اګلينېس (Ugliness) مترادف عربۍ نه ټاکلې شوې ده؛ پروفېسر اقبال نسيم خټک ليکي :

” پۀ پښتو کښې د قبح صحيح مترادف خو نشته خو بيا هم سخاوالے، خيچن والے، بدرنګي، بې خوندي او پيکه والے نزدې نزدې دغه مفهوم ترسره کوي خو قبح دومره جامع لفظ دے چې د دې مترادف پېدا کول اسان کار نۀ دے .دا لفظ د کړۀ وړۀ بدرنګۍ او بې ترتيبۍ نه را واخله د فطرت د عدم تناسب او د کردار د پستۍ د پاره هم استعمالېږي . پۀ عام مفهوم کښې قبح د څيزونو هغه اثر ته وايو چې د بنده پۀ زړۀ کښې کرکه را پورته کوي يا پۀ زړۀ کښې ناخوشګواره جذبه راپېدا کوي.”

دا ټوله خبره پۀ خپل ځاے خو اصل حقيقت دا دے چې دلته پروفېسر صېب نه تېروتنه شوې ده ځکه چې اول خو د ښائست او د بدرنګتيا دا اوسنۍ فلسفه د عربانو نه د يورپ فلسفيانو او مفکرينو له رويه راغلې ده او هلته د بدرنګتيا د پاره انګليسي کښې د اګلي نېس اصطلاح پکارولے شي. د دغه اصطلاح متبادل د قبح اصطلاح رامنځته شوې ده او لۀ بده مرغه پروفېسر ارواښاد د دې توري د سپيناوي پۀ وخت د اګلينېس تصور قبح سره تړلے دے او بيا ئې د دې توري دمعنويت بحث کړے. اګر کۀ پۀ عربۍ لغت المنجد د دې معنې داسې ورکوي . .

“قبح “ـــ د خبرې، کړنې، يا صورت بدرنګي ……..

قبيحة” بده خبره، قابحته مقابحته يو بل ته ښکخاوي کول .ــــــ”

اوس چې مونږ پښتو ته راشو هلته هم بشره، کړنه، اوشکل صورت درې واړه د بدرنګۍ پۀ حواله يادېږي لکه بدرنګه شکل، بدرنګه عمل، بدرنګه خبرې محاورتاً مونږ وايو ځکه بدرنګي د قبح بېخي مترادف تورے دے خو اصطلاحاً د بدرنګۍ پۀ ځاے د بدرنګتيا تورے پکارول زيات غوره دي. دې سره ورته يوبل تورے ناولتيا هم شته خو هغه اوس پښتو کښې د الودګۍ د پاره پکارولے شي او دغسې د بدرنګۍ تورے هم عموميت لري ځکه بدرنګتيا ډېر پۀ ځاے اصطلاح ده .انګليسي کښې اګلي نېس هم دغه مقام هم لري .

Ugly- UN pleasant to Look at (UNattractive) an Building ugly faun Coffin event, a situation etc un Pleasant or dangerous

د دغه راغلې نيمګړتيا لۀ کبله شر پېدا شي، هم دغه تصور د فېلسوف افلاطون د ښائست او خېر تصور سره ورته دے، هغه خېر او ښائست يو حقيقت او بدي او بدرنګتيا هم يو څۀ ګڼي او ګناه ته د اروا بدرنګي وائي. د غني خان د ښائست تصور هم خېر دے او د دغه خېر مطلب د خدائي لټون دے ځکه چې خداے د هغۀ پۀ نزد ټولو نه لوے حقيقت دے لکه چې يوه مرکه کښې هغه وائي :

” دنيا د ښائست نه ډکه ده، خداے پاک هم پۀ ښائست مئين دے، پۀ دغه ښائسته څيزونو کښې خداے ګورئ چې دغه يوه لاره هغۀ ته د رسېدو ده؛ لکه چې، ما پۀ ګل کښې وموندۀ”

د بدرنګتيا پۀ حقله غني خان هم دا تصور لري چې د اضافي وي او اصل حقيقت د ښائست دے لکه چې نظم “اے نايکه” کښې خداے سره مخاطبه کوي .

تا کړۀ جهان د خندا نه ډک ـــ ما کړو د شور او غوغا نه ډک

تا کړۀ سرور او مستۍ لۀ جوړ ـــ ما کړو د غم او ژړا نه ډک

ما کړو د وروڼو پۀ وينو رنګ ـــــ ما کړو د خوار د ازاره ډک

پروفېسر راج ولي شاه خټک ليکي :

“د حسن مطلق لټون د هر فنکار د فن بنياد وي ځکه چې کامل ښائست د دنيا نه او د خلقو د ذهن نه د بدرنګۍ پردې لرې کولې شي . د حسن مطلق پۀ صورت کښې د بدرنګۍ هډو ګنجائش نشته ځکه چې حسن هم خېر دے او بدرنګي شر ده، د بدرنګۍ دا وجود کۀ هرڅو عارضي دے نو د حسن پۀ ښکاره کولو کښې ئې غټ لاس دے ځکه خو به غني خان وئيل چې بدرنګي زياته مهمه ده” .(Ugliness is more

Significant)

دلکها زرها کتابه ـــــــــــــــــــــــــــــــــ مونږ دايو ټکے زده کړے

کۀ تک تور وي هم ‘ښېسته‘ شي ــ يار چې ستا د زنې خال شي

دلته مونږ ګورو چې ښائست هم پۀ اضافت او اضافيت باندې ښودلے شوے دے يعنې پۀ ځاے ځان ولاړ نۀ ولې د تعلق او تړون پۀ نسبت ورته کتلے شوي دي، هغه تور رنګ چې بدرنګه ګڼل کېږي هغه د جانان پۀ څهرې د خال کېدو سره ښائست ګرځېدلے دے نوموړے انګرېز سياستدان او پوهاند اېډمنډبرک هم پۀ دې حقله ليکي چې اکوبه/جلال کښې د بدرنګتيا اړخ دجمال شدت سېوا کوي .

(ژباړه) “اکوبه کښې داسې توکي هم شتون لري چې د بدرنګتيا اړخ لري دا توکي د اکوبي جذبه ژوره کولو کښې مرستياله وي”.

خو دلته غني خان اکوبه کښې نه ولې ښکلا کښې د بدرنګتيا ښائست پۀ ګوته کوي .پۀ نظم “دوزخ” کښې د ښائست بدرنګتيا پۀ حقله د اضافت تصور زيات ښکاره انداز کښې راغلے دے.

د ادم د نظر تول دے ـــــــــــــ کۀ دا تور دے کۀ دا سپين

د ادم د ژبې خيال دے ــــــــــــــــــ دا سپولمئے او انګبين

د اواز زما د ګوتو ــــــــــــــــــــ پوست مړوند ننګے مهين

دا زما د ځيګر لوبې ــــــــــــــــــــــ ګل اندامه او شيرين

دا زما خودۍ جوړ کړي ـــــــــــــــــــ د اوبو شراب رنګين (کليات ٥١٥)

دلته دا سپيناوے بايد وشي چې د کتاب “مست غني ملنګ غني” مولف ډاکټر زبېرحسرت دا مصرعه “پوست مړوند ننګے مهين” کښې ننګي ته د فکري رسائي نۀ کېدو لۀ کبله دا تورے تحريف باندې “ښکلے” ليکلے. هم دغسې نوميالي سندرغاړي سردار علي ټکر هم د دې نظم د وېنا پۀ وخت دغه ډول کشالې سره مخ کېدو لۀ کبله د مړوند پۀ نسبت ننګے پۀ “منګي” بدل کړے او وئيلے اګر کۀ دا تورے “ننګے” د “اننګے” اولسي لهجه ده . شاعر دلته د ښائست مختلف مظهرونه ، موسيقي، ذائقه، مصوري وغېره چې د بنيادم د حواس نه را ټوکېږي اضافي ګڼلي دي ځکه د تور سپين د کتلو د پېماني تفريق راښائي .ذائقه د ژبې خيال ګڼي او ترخه سپولمۍ او خواږۀ شات د دغه خيال تفريق راښائي.لمس د ګوتو غږ يا موسيقي مني، پوست مړوند او د مهين اننګي احساس د ګوتو د دې غږ نتيجه راښائي، دغسې عشق او ښائست د زړۀ او ځيګر مشغولا ښائي او د شراب نشه د شعور او د خودۍ د شکست او ماتېدنې سوب ګڼي دغسې يو بل مفکرشاعر اشرف مفتون هم د ښۀ او بد د ښائست او بدرنګتيا د اضافت سپيناوے خپل انداز کښې داسې کوي :

“احساس مې د ګلاب وږمې خوښوي خو چې ازغي راته ګوتې ژوبلې کړي نو ګلاب ته ښۀ او ازغوته بد وئيل شروع کړم؛ د دې ښۀ او بد د احساساتو نه خيالات جوړ شي او خيالات څۀ موده پس ساړۀ او زاړۀ يادونه شي ؛ دغه ساړۀ او زاړۀ يادونه ورو ورو د دليل شکل اختيار کړي او بيا دليل وائي چې د ګلاب د حسن او وږمو نه خوندونه اخله خو د ازغو نه ئې ځان ساته، د ړندې عقيدې ځاے شمکوره فلسفه واخلي او غېر ارادي طور، د نېک او بد د حسن او قبح او د خېر او شر تصور قائم شي. چې کوم څيز راته خوشحالي راکوي هغې ته ښۀ وايم او چې کوم تکليف راکوي هغې ته بدي”.ــــــ

د بدرنګتيا د ادراک پۀ حواله دغه مرکب احساس د غني خان شاعرۍ کښې ډېر ليدلے کېږي . نظم “دوزخ” د دې غوره بېلګه ده .

(الف) ــــــ څنګه غوږکېږدم ملا ته ــــــ تورانۍ بلبله هېره

څنګه ستا د نور او خېشت نه ــــــــ بدرنګي تيارۀ چاپېره

د خندا د سپين سبا نه ــــــــــ تور ماښام او لحد جوړ کړم

د دوزخ د اور او زور نه ـ ستا ښائست او سينګار جوړکړم

څنګه و منم تا جوړ کړۀ ــــــــــــ دا جهان او اسمان دې لۀ

چې خيام پۀ زور روان کړې ـــــــــــــــ طوافونو د کعبې لۀ

جوړ دې حسن يارانه کړۀ ـــــــــــــــ د جزا سزا قيصې لۀ

چا پۀ خوا د نرګس وموند ـــــــــــ چا ازغو کښې د کروړې

خوش نصيبه وو څوک لاړل ـــــــــــ پۀ خندا غېږې د يار لۀ

چا د ناوې د جوړې نه ـــــــــــــــــــــ کفن وشلوۀ دلدار لۀ

ربه ربه! زما ربه ــــــــــــــــــــــــــ لېونے شوم پۀ فکرونو

څنګه خور قهر و غضب کړم ــــــــ پۀ سپرلي او سرو ګلونو

دغسې يو بل نظم “خيام” کښې هم دغه مرکب احساس ډېر څرګند دے او د يوترخې خوشحالۍ ښودنه پۀ کښې داسې شوې ده :

اے خيامه تۀ تش غم يې تشه تېښته تل ــــــــــ فرار

تۀ د جام او ساقي يار يې يو خېشته ــــــ رنګين خمار

عجيبه غوندې جنون يې نا اميد او ـــــــــــــ بې قرار

ستا احساس د نن بنده دے پۀ يو ښکلي رنځ ـــ بيمار

تۀ لمبه يې د تالاش د لټون او د ـــــــــــــــــــــــ ارمان

زړۀ او فکر د قران ښکلې ژبه د ـــــــــــــــــــــــــــ بهار

سر د بحرسرې چپې وي ډوب ئې وېښ کښې وي قرار

تۀ کشتۍ د ګلو ډکه شرشرئ د کشتۍ ــــــــ لار

(٤٢٦)

د غني خان دې نظم کښې د ارل اف لسټول د خبرې پوره پوره سپيناوے پروت دے . هغه “تريښ سرور “د نوي دور د بنيادم نفسياتي خاصه را ښائي کوم چې د نشات ثانيه (رېنېسانس)نه پس روماني دوره کښې رامنځ ته کېږي او دا مرکب احساس د روماني حقيقت پسندۍ شاخسانه ګڼي اودغسې بره نظم کښې هم احساس ځپلے کردار دنوي دور بنيادم دے ـ ستا احساس د نن بنده دے پۀ يو ښکلي رنځ بيمارـــ

د غني خان شاعرۍ کښې دغه د تريخ سرور مرکب احساس مجموعي توګه باندې ډېر جوت ښکاري او يو د رجحان پۀ صورت باندې ئې د تخليق خاصه ګرځېدلې ده . د غني خان شاعرۍ کښې د بدرنګتيا پۀ حواله ځينې ټاکلي تصورات هم موندلے کېږي چې مونږ ورسره عام ژوند کښې د ټولنې او مذهبي حوالو سره اشنا يو؛ ځکه نظم “لېونتوب” کښې دغه حوالو سره د بدرنګتيا ذکر داسې شوے دے چې د شاعر جمالياتي تفکر او تصور دواړه څرګندوي.

ما ته مۀ څنډوه ــــ ستا دوزخ جنت

څۀ پۀ بډ دباؤ ـــــ ته دا ځان درنئ

ورک داستا بدرنګ جهان ـ ورک ئې عالم شۀ

ورک داستا ساعت ګړۍ ژوند پۀ ګرانۍ

راشه وګوره زما دخيال جهان ته

چې پۀ خپل جهان شې ډک د ښپېمانۍ

نۀ نېټه لري نۀ غم نۀ ورځ نۀ لوږه

تل سپوږمۍ شباب يارانې جانانئے

دغسې بل نظم “ګډې وډې” کښې ليکي:

چې بې ننګه شي پښتون پۀ سر ئې دانګه

تښته تښته د سخاتي ملا د بانګه

چې پۀ طمع د دنيا کوي وعظونه

خداے دې وچه کړي د دې خبيث غړانګه

يو بل نظم “ليډر” کښې ګوډاګي ډوګي بوګي سياستدان داسې معرفي کوي:

دکارغۀ خلۀ کړه ــــــــــــ ژبه د مار کړه

د چرګې عقل کړه ــــــــ زړۀ د سيارکړه

مرۍ د سپي کړه ـــــ چې ښۀ غپار کړه

ضد دکچرکړه ــــــــــ غرور پرې بار کړه

خټه د کلي ــــــــــــــ ډېران د ښار کړه

تاله به نوے ـــــــــــــــــــ ليډر تيار کړه

ص ۲۲۹

د دوزخ جنت مروجه تصورات او ملائيت او نوے سياست هغۀ د پاره د بدرنګۍ دوېمه نامه ده . دغسې د حورو جنسي تصور کوم چې مروجه اعتقاداتو کښې خپور شوےدے، دا هم هغۀ د پاره بدرنګتيا ده ــــــــــ

وائي ملا جان چې پۀ جنت کښې حورې پنډې دي

غټې غټې سپينې سپينې مستې او بربنډې دي

ګوره بمبلي ته چې ئې خلۀ د لاړو ډکه شوه

ښانګوکښې د حورو ترې الحمد قل هو ورکه شوه

ــــــــ

جي ډبليو اېف هېګل هم د بدرنګتيا د اضافت منونکے فلسفي دے. د هغۀ لۀ مخه د پرمختيا تګ د ژوند يو بنيادي حقيقت دے، د کاڼو تېږو ډبرو نه د جهاړو بوټو ونو ښائست د دوي نه د زنده سرو ژويو ځناورو ښائست او دوي نه د انسان ښائست غوره دے او د دې وجه د ژوند د پرمختيا وي تګ دے چې دې تګ کښې انسان وړاندې دے ځکه د دۀ ښائست ټولوکښې غوره او وچت دے او د مطلق تصور بشپړه ښودنه کوي . ځناور بنيادم نه دې تګ کښې وروستو دے ځکه ښائست پکښې هم کم دے . هغه وائي چې:

(ژباړه) هغه ځناور بدرنګه ليدے شي چې د ژوند د ځواک اپوټه صفات لري يا بيا پۀ روايتي توګه باندې بدرنګه ګڼلے شي؛ مونږ چې کومو زنده سرو لکه ماشو مېږو کښې د ژوند ځواک کم کوز محسوسوو هغې ته بدرنګه وايو چې کومو کښې د ژوند ځواک سېوا وي هغه زمونږ تر سترګو ښکلے ليدے کېږي ځکه بدرنګتيا يو اضافي صفت دے” .ـــــ

ــــــ يو بل جمالياتي پوهاند اېم شسلر (١٨١٩/١٩٠٣ز) هم د غني خان د مفکورې “کۀ تک توروي هم ښائسته شي يار چې ستا د زنې خال شي” تصديق کوي او وائي چې هرکله بدرنګتيا پۀ ښائست کښې د بشپړتيا د پاره ورګډ شي نو دا بدرنګي پاتې نۀ شي او د يو توکي غوندې د ښائست ټاکلي هئيت کښې ورکه شي.

(ژباړه) “دا خبره عجيبه ښکاري خو حقيقت دے چې کۀ بدرنګتيا شتون نۀ لرو نو د ښائست وجود به هم نۀ ؤ ځکه چې بدرنګتيا کله د مجرده ښائست مخامخ شي نو ښائست حقيقي توګه باندې پۀ ښائست راڅرګند شي. “١٦6

ــــ دبدرنګتيا پۀ حواله د زړۀ سوانديتوب (هم ګدازي) مفکوره لرونکي پوهانو کښې ارل اف لسټول ليکي چې:

(ژباړه) د يو ښائسته معروض اپوټه فن يا فطرت کښې د يو بدرنګه څيز ادراک مونږ کښې ناقلاري او بلکې المناک احساسات رابېداروي. دا احساسات زمونږ د قلارتوب سره پۀ يو کېدو يو مرکب احساس د ترښې خوښۍ پۀ بڼه جوړ کړي چې دا احساس د خوښۍ پرته هم د درد يو اړخ لري او د دې نوي دور بخښانه ده ځکه چې دې نه وړاندې دغه ډول مرکب دترخې خوښۍ احساس عام نۀ ؤ لکه چې وروستو شوے، دا احساس د زوړ کلاسيک نه زيات د روماني حقيقت پسندۍ چاپېرچل کښې خصمانه شوے ” .(١٤٥)

يو نظم “ناوې” کښې پۀ زور جبر يا بې تپوسه ورکړې شوې پېغلې ته هم هغه ډمه وائي :

ډمه غريبه سپۍ ده ــــــ چې پۀ ښکاره چلېږي

هلته زرګونو ډمې ـــ پۀ سرو ډولوکښې پټې

پۀ مځکه مال او دولت ــــ ښۀ پۀ عزت ورکېږي

کۀ يو پۀ نوټ لاړه ـــــــــــــــــــ ډمه ده ډمه ده

د زر جرېبو خرڅه ــــــــــــ ترې پۀ څۀ کمه ده (٢٥٥)

سن جي ډوکاس د بدرنګتيا او فن پۀ حقله بحث کښې ليکي چې کله بدرنګتيا فنپارې ته راشي نو ددې تړون د فنکار دننه د جذبې اظهار سره شي ځکه د فنکار مقصد د ښائست تخليق کول نۀ وي‘ پۀ معروضي توګه د خپل ذات ښودنه کول وي.

(ژباړه) فني تخليق د پاره ښائست ټاکلے شرط نۀ دے ځکه چې بدرنګه فني تخليقات کۀ مونږ لۀ پامه وغورځوو هم کۀ ئې هېر کړو نو هم د دوي شتون نۀ سرغړاوے نۀ شي کېدے ولې ډېر ګڼ شمېر کښې دا شتون لري. پۀ دې دا نيوکه هم ليدے شي چې يو بدرنګه تصوير يا بې ډوله نمونې ته فني تخليق نه ولې غېر فني تخليق وئيل پکار دي؛ خو يو فنکار اګر کۀ دا مني چې د هغۀ فنپاره بدرنګه ده خو هغه دا هم وئيلے شي چې د هغۀ مقصد د ښائست تخليق نۀ دے ولې مدعا ئي د هغه جذبې معروضي ښودنه ده چې د هغۀ دننه غورځنګ وهي او دغه تخليق د هغۀ مدعا پوره کوي ځکه هغۀ د پاره دا يوه فنپاره ده . فنپاره کۀ ښائست لري کۀ بدرنګتيا دواړه د يوې جذبې لۀ مخه تخليق کېږي او د دواړو تخليقي عمل هم يو شان وي ځکه چې د تخليقکار مقصد د ښائست تخليق کول نه ولې پۀ معروضي توګه د خپل ذات ښکاره کول دي” .ـــــــــ

مطلب ئې دا شو چې يو تخليق به پۀ دې بنياد کاتۀ غواړي چې پۀ کښې د فنکار د ذات لمس شته کۀ نه او هم دغه د ذات لمس د ليک نه تخليق جوړوي. د غني خان نظمونه هم چې مونږ پۀ دې اساس ګورو نو د هغې د بدرنګتوب پۀ حواله د فنکار د خپلو معيارونو خبره ده . د هغۀ معيارونه د ټولنې او د مذهب د خپلو ځينو اعتقاداتو نه بېل او بدل دي او د دې د پاره هغه د عقل پوهې او تفکر مرسته اخلي او دا داسې بيانوي چې يو خوا د لوستونکي سوچ وپاروي بلخوا دې ته خپل مخصوصه ارټ چې ورته “غني ارټ ” وئيلے کېږي ؛ د شاعرۍ برخه هم وګرځوي.

دا هم ولولئ

د باچاخان اسوه، سيرت شېخېن او د مولانا ابوالکلام ازاد کينه توزي – فېصل فاران

د خدائي خدمتګار ليکوال فضل الرحيم ساقي يوه لويه کارنامه دا ده چې هغۀ د …