د فخر افغان باچا خان ارمان – اجمل خټک
هسې خو نن خپل دے کۀ پردے، هر څوک پۀ خلۀ هر څۀ وئيلے شي خو حقيقت دا دے چې د فخر افغان باچا خان بابا اول او اخر ارمان دا ؤ او دا مونږ ته ارمان پروت دے چې پښتون پښتون شي ځکه چې هغه وائي چې کۀ پښتون پښتون شي نو بيا دے […]
کاروان لا روان دے ( ډرامه) – ليک: انجنئير اعجاز يوسفزے
د پردې شاته د راوي اواز ( چې الهامي او غېبي دروندوالے پکښې دے): پښتنو قامي تحريک پۀ شپاړسمه پېړۍ کښي شروع کړے ؤ چې کله لا يورپ هم د قام او قامولۍ نه ناخبره ؤ. پير روښان د پيرۍ او مريدۍ پۀ جامه کښې د مغلو د غلامۍ او استعمار خلاف د پښتنو قامي […]
د باچاخان او ولي خان کليزه
پۀ باچاخان او ولي خان ډېر زيات کار شوے دے، ډېر پرې روان دے کېږي او چې تر څو چرته هم د انسانيت، جمهوريت، برداشت، مينې، ورورولۍ، پښتونولۍ، مشرولۍ او عدم تشدد خبره کېږي نو دا دواړه سترې نامې به د خلکو پۀ خولۀ وي. باچاخان او ولي خان چې د خپل پښتون قام لپاره […]
غزل پۀ مومندو کښې (دوېمه برخه) – شباب مومند
څنګه چې ما مخکښې ذکر کړے ؤ چې د مومندو خاوره د شاعرۍ او د غزل پۀ باب له ډېره زرخېزه ده نو کۀ پۀ غور وکتلے شي نو ورځ تر ورځه د مومندو پۀ سیمه ښۀ ښۀ شاعران پېدا کېږي او نن سبا دا ټول اهم کردار مومند ادبي ټولنه د يو اکېډيمۍ پۀ […]
د وحشت نه د انسانيت پۀ طرف – اسرار د طورو
ځناور: د ځنګل ځناور د خوراک څښاک شعور لري. څوک وينه څښکي، څوک غوښه خوري، څوک مېوه او پاڼې خوري، د هوا مارغان يوبل خوري، د غر، صحرا، سمندر ځناور خوري، زهر هم خوري او ترياق هم، دښمن پېژني ځان ترې نه تر وسه وسه پۀ تېښته ساتي، پنجه ور ئې پۀ پنجو، پۀ داړو، […]
د قيوم خان وزارت – ليکوال: سعيد احمد شاهي – مرستيال: سيد حمزه شاه – (تېر پسې)
کله چې قيوم خان پۀ وزارت کښېناستو نو مسلم ليګ خو دا ورځ د خدايه غوښتله ځکه چې پۀ مسلم ليګ کښې خو ټول خان بهادران، نوابان او خانان شامل وو چا چې ټول عمر د پېرنګي مخې ته جارو وهلې وه او پېرنګے ئې خپل دوست ګڼلے ؤ. نو هغوي دا خبره بيا چرته […]
سپوږمۍ کړنګ وهه راخېژه! – يار مې د ګلو لو کوي ګوتې رېبينه – مولانا خانزېب
پښتو ادب د پښتو ژبې ډول سينګار دے. پښتو زمونږ مورنۍ ژبه ده. مورنۍ ژبه ځکه وئيل کېږي چې د مياندو نه د نړۍ هر ماشوم اول خپله ژبه زده کوي او هم د هغوي د زار قربان الله هو نه جوړېږي. د ماشوم د مور سره نزدې والے هم د مينې او د مور […]
“زۀ او زما زمانه” – رشيد احمد
“زۀ او زما زمانه” د خداے بخښلي عبدالخالق خليق د ژوند ليک عنوان دے او ښۀ معروف دے. ولې ما دا دعنوان تر حده خوښ کړے دے. نور پۀ دې څۀ بحث نۀ کوم او کۀ څوک ئې شوق لري نو ما پۀ خپل کتاب کښې پۀ دې تفصيلي بحث کړے دے. زۀ به د […]
سور شين او تور (افسانه) – ډاکټر همدرد يوسفزے
هغې څو لمحې خپل سپين سپين لاسونو ته داسې پۀ ځېر ځېر کتل لکه د دغه لاسونو پۀ کرښو کښې د خپل سبا هيلې ګوري. کرښې تاؤ راتاؤ وې، يوه نېغه کرښه بيا د هغه کرښې پۀ مېنځ کښې وړې وړې کرښې چې پۀ نېغه کرښه تلې راغلې وې. څۀ بې ځايه پېل شوې کرښې […]
روپۍ وړه پۀ تول پوره ۔۔۔۔۔۔۔ – (خاکه) ګل محمد بېتاب
سور سپين مخ، غونډ مخ، شنې سترګې، لنډه فېشني سور بېخښنه ږيره، وړوکے قد او د حد نه زياته معصومه څهره لرونکے چې د خبرو انداز ئې لکه د مدرسو د قاريانو غوندې د ادب نه ډک دے۔ چې خبرې کوي نو انتهائي د معصوميت او صداقت ګمان پرې کېږي خو نور ګورې ښۀ پوره […]