د”سلېمان لايق فرهنګي ادبي بنسټ” پرانستونکې غونډه او د کابل ادبي دوره – ډاکټر ظفرالله بخشالے

د اکتوبر پۀ وړومبۍ اوونۍ کښې راته د “سلېمان لايق فرهنګي ادبي بنسټ” لۀ خوا بلنه راکړې شوه او دا هم ووئيلے شول چې پۀ دې دوره کښې به د باچا خان پوهنتون پخوانے رئيس او د باچا خان څېړنيز مرکز مشر پروفېسر ډاکټر فضل الرحيم مروت او د مفکوره ريسرچ اېنډ ډوېلپمنټ مرکز مشر […]

مورنۍ ژبه او د پښتو لوحو کمپېن – اياز ايسپزے

ژبه د يو قام او ټولنې د وجود د جوړښت بنيادي او مهمه برخه ده، دا يوازې د اظهار او اړيکو يوه مهمه وسيله نه بلکې د انساني شعور او پوهې د پرمختګ او پراختيا بنسټ هم دے. د ژبو د تخليق تاريخ هم شا و خوا دومره زوړ دے څومره چې پۀ خپله انسان […]

د عدم تشدد د فلسفې بيان او داستان – شمس بونېرے

دنيا د يوې لويې حادثې پېداوار دے. د دې تفسير او تشريح جدا جدا او خور وور پروت دے. زۀ به د خپلې موضوع پۀ اساس د دې تاريخ او ارتقاء بيان کړم. د دنيا د تخليق پۀ دې حادثه کښې ګېسونو جنګ شروع کړو او لويه چاودنه (Bing Bang) وشوه. دنيا وجود کښې راغله […]

زمونږ بيانيه ۹۹ کاله زړه او بېخي څرګنده ده – عامر عالم

پۀ درويشتم اکتوبر پۀ باچاخان مرکز پېښور کښې د صوبائي کونسل لويه او مهمه غونډه ترسره شوه. دې غونډې ته د خپلې وېنا پۀ مهال د عوامي نېشل ګوند صوبائي صدر اېمل ولي خان ووئيل چې د ګوند بيانيه بېخي واضحه، ښکاره او څرګنده ده. اېمل خان ووئيل چې د دې سوال هډو ضرورت نشته […]

د کپتان شتۍ او د نوو ضلعو بد حالي – جاوېد ثاقب

وائي چې د يو کلي پۀ جمات کښې د يو مسافر شپه راغله. د ماښام مونځ چې وشو نو مسافر پاڅېدو او اعلان ئې وکړو چې مسافر يم او شپه راباندې راغلې ده، نو مهرباني وکړئ څوک راله ډوډۍ راوباسئ. د کلي يو کس ورته ووئيل! “کښېنه زما نظر کښې يې”. مېلمه کښېناستو، د ماسخوتن […]

د پي ډي اېم جلسې او د حکومت دعوې – ساجد ټکر

د حزب اختلاف يوولس ګوندونه لګيا دي پۀ ملک کښې جلسې کوي. وړومبنۍ لويه جلسه پۀ ګوجرانواله کښې وه، بيا پۀ کراچۍ او کوټه کښې ئې لويې لويې جلسې کړې دي . څلورمه جلسه ئې پۀ دوويشتم نومبر پۀ پېښور او بله لويه جلسه ئې د دسمبر پۀ ديارلسمه لاهور کښې ټاکلې شوې ده. اپوزيشن […]

اپوزيشن سياست: پاکستان کښې حکومت مخالف تحريکونه – اوېس کمال

د برطانوي هند پۀ دوو برخو کښې بېلېدو اووۀ لسيزې وشوې خو تراوسه پاکستان د يو معقول اساسي چوکاټ پۀ لټه کښې دے. پۀ تېر درې اويا کاله کښې دلته رنګ رنګ تجربې وشوې خو کله هم چې د حکومتونو اختيارات پۀ مکمله توګه د اسټېبلشمينټ لاس ته راغلي دي نو د هغې خلاف جمهوري […]

اداريه – نومبر 2020ز

د کورنيو چارو وفاقي وزير برېګېډئير (ر) اعجاز شاه د عوامي نېشنل ګوند د شهيدانو د قربانيو پۀ اړه د غېر ذمه دارانه، بدرنګ، نامناسب او غېر ضروري بيان چې څومره هم غندنه وشي نو کمه ده ځکه چې دغه بيان صرف د بيان تر حده نۀ دے پاتې بلکې دې بيان ډېر سوالونه پېدا […]

د پښتنو اصل نسل؛ يو نوے فکر او نظر – پروفېسر ډاکټر فضل الرحيم مروت

“With the patriarchal family we enter the field of written history” (Marx and Angels) ترجمه: “مونږ د پدرسري خاندان سره ليکلي تاريخي مېدان ته راننوځو” (مارکس او اېنګلز) د پښتنو د اصل نسل پۀ حقله پۀ پښتو ژبه کښې زمونږ ګران او مشر ليکوال، شاعر، اديب او نقاد سعدالله جان برق صاحب يو نوے کوشش […]

د عوامي نېشنل پارټۍ پښتونخوا ثقافتي سرګرميانې – خادم حسېن

۱. د ملګري ليکوالانو تنظيم ‎ ا- شاعران او ليکوالان د پارټۍ د یو ذيلي تنظيم پۀ حېثیت قامي تحريک سره د تړلو د پاره مونږ د خپل صوبائي صدر پۀ هدایت پۀ جون کښې د بېلابېلو ضلعو د ملګري ليکوالانو تنظيمونه جوړول شروع کړل. تر اوسه مو د پښتونخوا پېښور ډويژن، جنوبي سيمو او […]