د ډاکټر دروېش يوسفزي ژوند او فکر و فن – اقبال حسېن افکار
هغه يو اعلٰي تعليم يافته انسان ؤ چې د لسم، ايف اېس سي او مېډيکل سندونه ئې پۀ امتيازي پوزيشن سره اخستي وو. هغه د خپلو زمکو، پټو خاوند د مډل کلاس يو پښتون دانشور ؤ. ؤ د سترګو سپېشلسټ ؤ خو نه ئې وسيع و غريض بنګله وه او نه موټر. لکه د جعفرخان […]
د روڼ فکر رڼا سړے – نورالامين يوسفزے
ارواښاد اجمل خټک پۀ خپل يو شعر کښې وائي چې: د منزل د مينې جوش ؤ کۀ د فکر معجزه وه هر پرهر مې راته ګل ؤ هر يو داغ راته ډېوه وه کۀ مونږ د خپل قامي مبارز، ستر مصلح او نهضت ګر حضرت باچاخان او د هغۀ د کاروان د هر ملګري (پېروکار) […]
ژوندے هجري – روښان يوسفزے
يادګيرنه: دا مقاله د اکتوبر مياشت کال 1992ز کښې پۀ کوټه کښې د پير محمد کاکړ او قلندر مومند پۀ نوم جوړ کړے شوي سيمينار کښې اورولې شوې ده او هم پۀ دغه نوم چاپ کتاب کښې خپره شوې.د پښتنو وطن کښې د موجوده حالاتو پۀ تناظر کښې خپرول ئې د ‘پښتون” لوستونکيو دپاره ګټور […]
د نړۍ وړومبے ناول – رشيد احمد
بنيادم پۀ قيصو ډېر مئين دے. قيصه ئې خوښه وي او اوري ئې هم. پۀ پخوانۍ زمانه کښې چې وخت به ډېر ؤ، ژوند سخت او ساده ؤ نو د طبيعت دخوشحالولو، دټولې ورځې دکارونو دستومانۍ ويستلو لپاره به پۀ کورونو کښې ماشومان او پۀ حجرو، بېټکونو اونورو ځايونو کښې سړي اولوي هلکان راغونډ وو […]
د عدم تشدد د نړيوالې ورځ شاليد – مشتاق احمد دُراني
هر کال د اکتوبر دوېمه نېټه پۀ ټوله نړۍ کښې د عدم تشدد نړيوالې ورځې پۀ توګه نمانځلے کېږي، خو ډېرو لږو لوستونکيو ته به دا معلومه وي چې دا ورځ اصل کښې د ګاندهي جي د زېږون ورځ هم ده. دوېم اکتوبر د عدم تشدد د ورځې پۀ توګه د نمانځلو خبره پۀ کال […]
پۀ ټولنيز ژوند کښې د کارکوونکو خلکو کردار – اکبر سيال
۱. پخ، اهنګر يا اينګر پخ، اهنګر يا اينګر پۀ هنګو، کرمه او خوست کښې هغه سړي ته وئيلے شي چې د جمات خواته اور بلوي او د کلي د خلکو د پاره لور، بېلچه، کودالې، سسپارونه، تبرونه، ترښځې، سوَلي، رمبي، امبوران، چڼۍ، چړې او چاکوان، تُورې، نېزې، غشي، ټوپکې او تماچې جوړوي، سموي او […]
ښځې هم زړونه لري زړو کښې خواهشات لري – اوېس کمال
پۀ اوولسم ستمبر افغانستان کښې د ښځینه حقونو پۀ لړ کښې درې کلونو نه روان تحریک ‘زما نوم چرته دے؟’ پۀ نتیجه کښې اولسمشر اشرف غني یو قانوني ترمیم لاسلیک کړو چې له مخه به ئې پۀ افغانستان کښې اوس د ماشوم پۀ زېږون سند (برتهـ سرټېفیکېټ) او پېژندپاڼه (شناختي کارډ) د پلار سره سره […]
پير روښان او د پښتون قام نن – مولانا خانزېب
د روښان قبر پۀ خپل وطن کښې ورک دے پير بابا ته د کعبې غوندې سجدې شي د پښتنو تاريخ د خپل تېر وخت پۀ څېړنه کښې د خپلو سپېځلو اتلانو پۀ ستائېلو سره ډېر روښانه دے او پښتانۀ د نړۍ پۀ هغه قامونو کښې چې زرګونه کاله تاريخ لري د خپلې خاورې او د […]
د الزامونو سياست او سوډو نعرې – عبدالرؤف يوسفزے
پاکستان يو عجيبه ملک دے او خلق ئې د هغې نه هم لوې عجوبې دي. حسن نثار د پنجاب يو غټ خبريال او تجزيه نګار دے. تېر الېکشنز نه دوه کاله مخکښې ډرامې او پۀ يو نوې بيانيې “سارا ټبر چور هے” باندې کار روان ؤ چې پۀ کښې اسټبلشمنټ، عدالت او ميډيا لازم او […]
پاکستان، افغانستان کښې پۀ نفوذ کښې بريالے شو؟ – شميم شاهد
پۀ داسې وخت کښې چې د امريکې او طالبانو ترمېنځه د روغې جوړې لپاره يوه موافقانامه شوې ده. او د دغې موافقانامې د سېوري لاندې چې افغانستان د سياسي مستقبل لپاره پۀ دوحه قطر کښې د افغان مشرانو او طالبانو ترمېنځه خبرې اترې روانې دي. د دغه خبرو اترو پۀ باره کښې د پاکستان پۀ […]