د باچا خان ملګري—ډاکټر سجاد ژوندون (مترجم)

په دې کښې شک نشته چې باچاخان د خدائي خدمتګار تحريک مشر دے۔ د پښتون قام يواځينے مشهور رهنما هم دے۔ دوي چې دلته څومره کار کړے دے۔ يا کوم خدمت او قربانيانې چې دي ۔ د دې مثال نۀ شي ورکولے کېدے۔ خو په دې کار کښې ددوي د ملګرو هم پوره برخه ده۔ […]

حسېن بخش کوثر غورياخېل(1922-1993)–ډاکټر فضل الرحيم مروت

حسېن بخش کوثر غورياخېل يو نوموړے پښتون سياسي کارکن، عالم او اوديب و چې د پيښور سره ئې تعلق درلود او پۀ 1922ء کښې د پېښور ملا فضل ګنج روډ محله کښې زېږېدلے( : پروفېسر شفع صابر، شخصيات سرحد، مخ 663) ۔د دوي پلار عبدالکريم بخش يو تاجر و چې د بحير کېپسين ضروري سامانونه ئې […]

د بلوچستان پۀ پښتنو او بلوڅو د خدائي خدمتګار تحريک اثرات–ډاکټر صادق ژړک

د ګندمک او ډيورنډ تړون پۀ نتيجه کښې چې د افغانستان يوه لويه برخه د برټش انډيا برخه وګرځولې شوه ۔ يوه برخه چې د افغانستان څخه ئې قبضه کړې وه او يوه برخه چې د بلوچستان څخه ئې بېله کړه چې دغه سيمې ئې د برټش بلوچستان پۀ نوم د برټش امپرتورۍ برخه جوړه […]

د باچا خان د روزنې ماډل د هغۀ د خپلو خطونو پۀ رڼا کښې–ډاکټر سميع الدين ارمان

د خدائي خدمتګار تحريک د وياړلي ليکواﻻنو نه يو ستر څېړنکار او مشر خدائي خدمتګار عبدالله بختاني خدمتګار د خپل کتاب ‘د خان عبدالغفار خان ليکونه’ لومړۍ برخه مقدمه کښې پۀ کال نولس سوه څلور اتيايم (1984) کښې ليکي چې کله پۀ کال نولس سوه اتيايم (1980) کښې د باچا خان ژوندليک ترتيب کېدلو نو […]

خدائي خدمتګار تحريک پرون او نن–نورالامين يوسفزے

خدائي خدمتګار تحریک او نهضت یو داسې تحریک او نهضت دے چې پۀ ګړده نړۍ کښې خپل ثاني او ساري نۀ لري ۔ اکثر داسې شوي دي چې کله د یو قام یو قامي اتل د خپل قام د پاڅون لپاره راپاڅېدلے دے نو یا ئې سیاسي مبارزه کړې ده یا ئې د تورې جنګ […]

ادرايه—دسمبر،جنوري 2025,26

دا خصوصي ګڼه دې قيصه خوانۍ، سپين تنګي او ټکر د هغه شهيدانو د وينو د هغه څاڅکو پۀ نوم وي چې څۀ خاوره ئې زرغونه کړې ده او څۀ به زرغونه شي ۔ دا خصوصي ګڼه دې د هغه جېلونو پۀ نوم وي چې پۀ قېديانو ستړي شوي وو، تورې شپې ئې کۀ پوره […]

د اجمل بابا يوه خاطره—اکبرسيال

ما او زما ملګرو په کال ۱۹۹۲ کي د پښتون کلچرل ايسوسي ايشن بنياد په اسلام اباد کي ايښي وه _ زه ددغه ادبي او کلتوري ګوند چيرمين وم او زما سره دي ملګرو د دغه ګوند په فعاليت کي ستره ونډه لرله _شعيب يوسفزی ، نوشير خان مومند، طاهر خټک، طاهر خان، عمر دراز، […]

پتنګ (افسانه)—اياز الله ترکزے

د شپي تيارۀ په ټول کلي په مزه مزه راخوريده، د باغونو او ونو بوټو په مينځ کښي دا يو وړوکے شان کلے وۀ د کلي سړو به ټوله ورځ په پټو کښي زميداري کوله او د شپي به ستړي ستومانه په کورنو کښي اودۀ وو۔ د پټو نه د ګيدړانو آوازونه راتلل په حجره […]

مابعدجمهوريت، مابعد سيکولرازم او مابعد کلتوري صورت حال: يو پرتليز او تنقيدي جاج—ډاکټر سميع الدين ارمان

مابعدجمهوريت: د يويشتمې پېړۍ پۀ سر د برطانيه مشهور سوشل سائنټسټ او د اکسفورډ پوهنتون پخواني استاذ او د واروېک پوهنتون/ University of Warwick اوسني ‘اېمرېټس’، پروفېسر کولن کراوچ /Colin John Crouch پۀ خپل کتاب /Coping with Post-Democracy کښې د مابعدجمهوريت تصور او اصطلاح وړاندې کړې ده. دا د يوې داسې ټولنې نشاندهي کوي چرته […]

مهاجر نه تر مجاهده —ملي شهيد مولانا خانزېب

دا د ډاکټر فضل رحيم مروت په انګرېزې ژبه( From muhaJir to mujahid )  ډېر مهم کتاب دے پښتو ته هم د باچا خان ريسرچ سنټر له خؤا ژباړل شوے ، د سیاسي تبصرې پرته دا کتاب ددغه لوئې جګړې هغه ټول پټ حقيقتونه بشپړ راسپړي چې کمه لوبه ،(CIA) ،(ISI)، عربي ارتجاع او نورو […]