د سوشل کنسټرکشن زورورتیا – سمیع الدین ارمان
.1 روشن خیالي: دا لفظا، معنا او تصورا د ټول انساني تهذیب یوه مثبت رویه او سرګرمي ده. پۀ اسانو ټکو کښې د روح عصر ادراک او د وخت رفتار سره یوشان تګ کول روشن خیالي ده. دا د جمود او اجاره دارۍ خلاف د حرکتِ عمل نامه ده او د راروان لازمي بدلون لپاره […]
پۀ خبر زما نظر – لیاقت سیماب
مني بجټ د عمران خان نوي وفاقي حکومت پۀ خلاص مټ قومي اسمبلۍ کښې د بجټ د پاسه نوے بجټ پېش کړو. دا رقم بجټ ته مالیاتي ژبه کښې ‘مني بجټ’ یا ‘ورکوټے بجټ’ وئیلے کېږي. پخوا چې به کله یو حکومت بې وخته څۀ مالیاتي حکمنامه جاري کړه یا به ئې څۀ نوي محصولونه […]
ایماندارو! تش لاس مۀ تېرېږئ! – نهار خان تنګیوال
ایماندارو! تش لاس مۀ تېرېږئ! یه هلکه! جو هغه چې مونږ واړۀ وو او پۀ جومات کښې به پۀ یو خوووږ غږ نعت شروع ؤ، “ګلونه راوړه د ګلزاره هاشمي ګل ګل ګل د مدینې نبي سرداره! هاشمي ګل ګل ګل” او بیا به ئې خانه جو نعت پۀ نیمه کښې پرېښود او وې […]
د میروس ورځ – حیات روغانے
27 اکتوبر 1942ز عبدالغفار، زما ژوند او جدوجهد، پېښور، باچاخان ټرسټ رېسرچ سنټر، 2018، مخونه 538-534 د میروس واقعه کښې د باچاخان لۀ خوا د سکندر مرزا ذکر دا څو کرښې نوټ لیکل واجب کړل. بهټو خو ورته یو وخت کښې خط لیکلے ؤ چې د پاکستان د پاره ستا )سکندر مرزا( خدمات جناح […]
افسانه مرګ – ګوهر رحمان نوید
شاعر صاحب چې ډېرې ورځې پس د خان د لوئې حجرې پۀ وړوکي ګېټ را دننه شو نو د خان پۀ وجود کښې ايله ساه راغله او د لرې نه ئې پرې غږ وکړو، ‘پۀ خېر شاعر صاحب! څنګه ئې يار او چرته ورک شوے ئې؟ قسم دے سمه د اختر مياشت درنه جوړه […]
د باچاخان د عدم تشدد فلسفې ته بېرته کتنه – انجینئیر اعجاز ایسپزے
باچاخان هغه مارشل رېس ته امن، مينه، زغم، صبر او عدم تشدد وښايو چې د تاريخ پۀ اوږدو کښې پۀ زور، جبر او دهشت باندې بدنام ؤ. بدل او غچ اخستل د پښتونولۍ د دستور نۀ ورانېدونکي توري وو. بدل چې به پرې پورې ؤ نو د هغه پښتون پښتو به نېمګړې او کچه […]
اتلسم ائیني ترمیم ولې د سترګو ازغے دے؟ – ډاکټر خادم حسېن
Twitter: @khadimhussain4 دوه کاله مخکښې چې د پاکستان د امنيت ادارې يو مشر اتلسم ترميم باندې پۀ ښکاره نيوکې وکړې نو دا خبره جوته شوه چې پاکستان کښې د خلقو د حکمرانۍ او امنيتي ادارو تر منځه د رياستي پاليسیو پۀ حواله لوے تفاوت دے. دغه تفاوت د پاکستاني رياست پۀ بنيادي بيانيه، […]
‘پښتون’، دسمبر 1990 اتلسم ائیني ترمیم ته ګواښ او د باچاخان پمفلټ – باچاخان
د نوي پاکستان نوے سرکار د ‘زیرو زور’ او ډېر شور سره د څلور سوه (400) ارپه روپیو د ګټې تمبل غږوي. دې څلور سوه اربو د پاره د نوي پاکستان نوے سرکار پۀ یو اېړ ټېکسونو کښې اضافې کولو سره د سرکارۍ اراضۍ، ګاډو او نورو اثاثو د خرڅ چغې هم وهي. […]
باچاخان مرکز کښې د ملي مشر اسفندیار ولي خان پرېس کانفرنس – رحمت شاه قرېشي
د ملي مشر اسفندیار ولي خان دا پرېس کانفرنس د ستمبر پۀ څلیریشتمه نېټه باچاخان مرکز کښې شوے ؤ. د ‘پښتون’ لوستونکو د پاره ئې دلته د ښاغلي رحمت شاه قرېشي پۀ مننه وړاندې کوو. دا وخت پۀ ملک کښې افغانانو او بنګالیانو ته د شهریت ورکولو کومه خبره چې ‘سلېکټډ’ وزیر اعظم […]
د عدم تشدد نړیواله ورځ، میروس ډهېرۍ او ولي باغ – حیات روغانے
درې تصویرونه مخې ته ودرېږي ـــــــ موهن داس ګاندهي خان عبدالغفار خان )باچاخان( اسفندیار ولي خان د دې درې تصویرونو سره درې تاریخونه تړلي دي: اکتوبر 2، 1869 اکتوبر 27، 1942 اکتوبر 2، 2008 غوره به وي چې دغه درې تاریخونه لنډ لنډ وپېژنو: موهن داس ګاندهي، چې نړۍ ئې د ‘ګاندهي جي’ […]