Category: سجاد ژوندون

  • د خوشحال د ”بشپړه سړي“ د ننګيالي خاصيت – ډاکټر سجاد ژوندون

    د خوشحال د ”بشپړه سړي“ د ننګيالي خاصيت – ډاکټر سجاد ژوندون

    ”تهذيب هغه معاشرتي ترتيب دے چې ثقافتي اقدارو ته وده ورکوي. څلور توکي دي چې هغه تهذيب ته شکل ورکوي، د ګټې وټې ذريعه، سياسي ډله بازي، اخلاقي روايات، او د علم او فن غوښتنې۔“ کۀ چرې دغه توکو کښې اخلاقي روايات مونږه پۀ نظر کښې وساتو نو دا خبره پۀ ډاګه ده چې پښتنو سره پښتونولي د اخلاقي اقدارو غوره نمونه ده. پت، ښېګړه، ننګ، غېرت، شرم، وفا، حيا، لوظ، مېلمه دوستي، تيږه، بدرګه، خوداري، بدل او داسې ډېر توکي دي چې د پښتونولۍ ستنې دي او د دې ستنو د سيوري لاندې پښتنو د زرګونو کالو راسې ژوند وکړو. مونږ دا هم وينو چې پۀ پښتنه معاشره کښې کوم څوک د دې قدرونو پۀ ضد کار کوي نو معاشره دغه عمل ته “بې پښتو کارونه” وائي. خوشحال خان خټک چې د بشپړه سړي د پاره کوم معيار ټاکي تر ټولو اول د هغۀ د پاره د پښتونولۍ قدرونو باندې پوره ختل شرط ګڼي. ځکه هغۀ بار بار د ننګ کولو تاکيد کړے دے. ننګ د هر انسان دننه د هغۀ د خودۍ نه راولاړ هغه عمل دے چې دے پرې د حق د پاره ملا تړي. دغه ننګ پۀ هره سيمه او پۀ هر قام کښې پۀ انسانانو کښې مشترک دے. خو پۀ پښتونولۍ کښې چې ننګ ته کوم ځانګړے حېثيت حاصل دے د هغې لويه وجه دا ده چې دغه کومه جذبه چې د حق د پاره د ودرېدو ولاړېږي دې ته د ننګ نامه ورکړې ده. نورو قامونو کښې د دې جذبې يا عمل د پاره شايد چې بل کوم نوم وي خو کۀ وي هم دومره اهميت به نۀ لري. دغه ننګ زمونږه د پښتونولۍ پۀ قدرونو کښې مهم ګرځېدلے دے چې زمونږه د خوشحال خټک نه واخلې تر اولسي ادبه پورې پۀ شاعرۍ کښې ډېر ځاے شوے دے. لکه د پښتو ټپه ده چې!

    ”سُورے سُورے پۀ ګولو راشې

    د بې ننګۍ اواز دې رامۀ شه مئينه“

    ”کۀ پۀ مېوند کښې شهيد نۀ شوې

    ګرانه لاليه بې ننګۍ له دې ساتينه“[1]

    ننګ نۀ کول يا د ننګ پۀ ضد تلل بې ننګې ده او بې ننګي پۀ پښتنه انا کښې پېغور ګڼلے شي۔ د خوشحال خټک هم چې کله د مغل اورنګزېب سره تعلقات خراب شول او دے جېل ته لاړ نو هلته د دۀ د ننګ جذبه رابېداره شوه. د رتنبور پۀ قلعه کښې ئې پۀ قېد او بند کښې پۀ قام او خاوره ننګ ته پام راغلے ؤ. له هغې پس ئې مونږه وينو چې د هغۀ پۀ تمامه شاعرۍ کښې د ننګ کولو درس پۀ کثرت سره موجود دے او ځانته ئې ننګيالے وئيلے دے. خو مخکښې ما د ننګيال د خوشحال د ائيډيل کردار ګرځولو خبره بيان کړه چې ولې صرف د ننګ پۀ قدر پوره سړے د خوشحال “بشپړه سړے” وګڼلے شۀ۔ پۀ دې حواله ډېرو ليکوالو پۀ ننګيالي تېروتنه کړې ده خو زۀ ئې سرخېل سېد رسول رسا او پرېشان خټک ګنم ولې چې پۀ ائيډيل کولو کښې ئې دوي جامع ليکونه کړي دي۔ خو لۀ بده مرغه چې دواړه کوم تصور د ننګيال وړاندې کوي هغه دا نه چې پۀ ننګ ئې ودروي او د پښتونولۍ د يو ځانګړي قدر پۀ رڼا کښې ئې بيانوي، بلکې دوي پوره پوره هڅه دا کوي چې د اقبال د مرد مومن پۀ رڼا کښې د خوشحال خان نه هم صوفي جوړ کړي او د الجېلي انسان کامل ته ئې ورنزدې کړي۔ ما دا خبره کړې ده چې د خوشحال د “بشپړه سړي” اصطلاح ما د انسان کامل پۀ معنٰی کښې نۀ راوړه، ځکه چې زۀ د دې خبرې خو قايل يم چې انسان کامل د پېغمبر پاک ﷺ ذات ته منسوب اصطلاح ده او د هغۀ نه بغېر بل څوک نۀ شي کېدے۔ زما پۀ نظر کښې د خوشحال “بشپړه سړے” هغه سړے دے چې هغۀ کښې دننه لکه د نابغه ډېرې خوبۍ پۀ يو ځاے پرتې دي خو کوم تصور چې د هغۀ ځانګړنه ده هغه د دۀ قامپرستي ده۔ داسې هم نه چې ګنې د قام پرستۍ بنياد خوشحال ايښودے دے، د دنيا پۀ هره سيمه کښې قامپرستي پۀ فطري توګه انسانانو کښې پرته وي خو سېدالرسول رسا او بيا پرېشان خټک صېب بار بار هڅه کوي چې د پښتون ننګيال نه “صوفي ننګيال” او يا (تالب ننګيال) جوړ کړي۔ لکه د رسا صېب د ارمغان خوشحال د مقدمې نه ئې دغه اقتباس راخستے دے:

    ”د خوشحال خټک د ننګيال تصور هم چونکې د اسلامي تعليماتو پۀ رڼا کښې جوړ شوے دے پۀ دې وجه د اقبال انسان کامل يا مرد مومن ته نزدې دے. د خوشحال ننګيال د مردمومن پۀ همه صفتونو موصوف دے۔ خو پۀ مجموعي حېثيت د ننګ جذبه پرې غالبه ده او پۀ دې وجه د خوشحال د ننګيال پۀ تصور د پوهېدو نه اول ضروري ده چې سړے د مرد مومن د اسلامي فلسفه حيات نمونه يا مثالي انسان دے او د اسلامي فلسفه حيات مغز او بنيادي خيال توحيد دے ولولي۔“[2]

    هم د دغسې ليکونو پۀ رڼا کښې د خوشحال خټک افکار چې هغۀ د ژوند د پاره وړاندې کړي وو د درست افغان د پاره وړاندې کړي وو خپله يوه قامي بڼه ئې لرله هغه صرف دې ته پاتې شوه چې ننګيال د اقتصادي ګټو د پاره نخښتے د اسلام پۀ نوم جنګ کښې بيانيې د پاره پکار راوستے شو۔ لکه د پردل خټک هغه (ننګيال) ليکنه چې پښتو اکېډمۍ د 1971ء بنګال د جنګ د پاره چاپ کړے دے او نن هم د سرکاري نصابونو برخه ده۔ دلته د پردل خټک د مضمون لږ لږ مثالونه راخلمه چې صرف احمقانه رويه ورته وئيلي شولکه وائي:

    ”هندوې خو تر اوسه خپل بچي د مسلمانان غازي پۀ نوم وېروي او غلې کوي لکه څنګه چې خوشحال بابا وئيلي:

    لا پۀ خوب کښې پۀ لړزا پرېوځي لۀ کټه

    چې د چا تر غوږ زما د تُورې شړنګ“

    ”پۀ جهان د ننګيالي دي دا دوه کاره

    يا به وخوري ککرۍ يا به کامران شي

    خو معلومېږي داسې چې بامبړان هغسې د هاتي پۀ غوږ کښې اودۀ دي چې بيا بيا او پرله پسې او د وهلو ډبلو نه پس هم د ”توت مار“ هغه خبره تکراروي او هغه قوم ته د جنګ پتون ډبوي د چا پۀ حقله چې د مضمون پۀ سر کښې د خوشحال بابا سپېځلے شعر ورکړے شوے دے ۔“[3]

    حالانکې پته نشته چې پردل خان خټک صېب به خپل دغه يولاکهـ غازيان ليدلي وي او کۀ نا چې د ټولې دنيا پۀ وړاندې بنګاليانو ته پۀ څلوري شول۔

    د دغه ليکونو له برکته کۀ نن هم يو څوک سترګې پټې کړي چې پۀ تصور کښې د ننګيال تصوير ساز کړي نو زما ضرور خيال دے چې ننګيال به هم د هغه جاهله سړي تصوير پۀ ذهن کښې سازېږي کوم چې يو جېکټ اچولے وي او د اسلام پۀ نوم او د مغربيت پۀ بهانه د ماشومانو سکولونه الوځوي۔ نن هم کۀ مونږه د باجوړ، دير، وزيرستان د دهشتګردو ټرېننګ سنټرو ته ورشو نو خامخا به ئې دغه شعر پۀ دېوالونو ليک وي چې:

    ”پۀ جهان د ننګيالي دي دا دوه کاره

    يا به وخوري ککرۍ يا به کامران شي“[4]

    دغسې دا شعر د هر فوجي پۀ کېنټ کښې هم د رنګروټ د پار پۀ دېوالونو ليک وي۔ سوال دا پېدا کېږي چې ايا زمونږه معاشره د دومره لوے نرګسيت سره ولې مخ ده ۔ دا ګيله د دغه پورته استاذانو نه پکار ده چې د خوشحال د ننګيال تصوير خامخا د يو ټوپکمار ورکوي۔ ننګ صرف دغه نۀ دے چې سړے دې خامخا خپله ککرۍ پۀ دې والوځوي چې د ماشومانو تعليم د مغربي نظام دے۔ يا سندره کفر دے او يا د واړۀ قامونو د استحصال او د هغوي د وسايلو د تروړلو د پاره باوردي مخلوق نيګيالي دي۔ د استاذ پرېشان خټک او استاذ رسا صېب ذهن صرف پۀ جنګي بيانيه ولاړ دے۔ تاسو پورته دغه اقتباس پۀ دليل کښې ولوستو۔ دغسې د سېدالرسول رسا صېب مقدمه ارمغان خوشحال هم ده چې پۀ زوره پۀ کښې هم دغه هڅه شوې ده چې د “د خوشحال پۀ ننګيال د پوهېدو د پاره به د اقبال مردحق او مرد مومن لوستل پکار وي”۔ د دې صفا دغه مطلب پۀ ډاګه کېږي چې د ننګيال بل يو کوم مفهوم نشته او کۀ شته نو بس دغه د ماډرن دور د پاره استعمال شوے ټوپکمار دے۔ زۀ کۀ د دغه شعر مفهوم بيانوم نو دغه داسې دے چې ننګ کول پۀ حق يا پۀ خپله انا او يا د خپل زړۀ پۀ اواز کلک ودرېدل دي۔ خو داسې نه چې سړے دې کوي جنګ او جهاد او پۀ ځان پوهه نۀ وي چې زۀ استعمالېږم۔ بلکې زۀ وايم چې هر هغه سړے ننګيال دے څوک چې دا وخت لګيا دے سپوږمۍ ته د تلو هڅه کوي کوي او خپله ککرۍ وبائيلي۔ ولې وروستو د دۀ دغه نيمګړے کار بل څوک سر ته ورسوي۔ ننګيال هغه دے چې د اشرافيه پۀ ضد د قانون د پاسدارۍ او د صداقت پۀ خاطر د زهرو پياله وڅښي، ننګيال هغه دے چې د ”لېونو سپيو“ وېکسين ايجادوي او د دغه وېکسين د نتيجې د پاره خپل ځان پۀ لېوني سپي خوروي۔ ننګيال هغه دے چې خپل حق غواړي، د زړۀ اواز ئې ازادي ده خو دغه ازادي هغه د چا د سر پۀ بدل يا وينې تويولو پۀ بدل نۀ اخلي بلکې د ظالم مخې ته په خپل سر ودرېږي او وائي چې ”مرګيه مۀ راځه درځمه“۔ ننګيالے هغه څوک دے چې وائي ”کۀ تاسو د يو چانه د سترګې پۀ بدل کښې سترګه اخلئ نو يوه ورځ به داسې راشي چې دا ټوله نړۍ به لۀ يوې سترګې نه محرومه شي“، ننګيال هغه دے چې وائي د دهشت ګردو جاکټې به ختمې شي خو زمونږه سينې نۀ ختمېږي. اوس زما يقين دے کۀ تاسو سترګه پټه کړه او د خوشحال د ننګيال يو نوے تصوير جوړوئ نو شکل به ئې بدل شوے وي۔ دلته ما دا تشريح پۀ غېر روايتي توګه ځکه وکړه چې زۀ د خوشحال افکارو ته کله هم د دو قومي نظريه پۀ چشمه کښې نۀ ګورمه کومه چې د تهذيبي نرګسيت ښکار بيانيه ده چې ورته قدرمن سېدالرسول رسا صېب کتلې دي يا پروفېسر شاه جهان چې د دغې شعر تشريح ئې د “خوشحال د جنګ او جهاد” نظريه کښې کړې ده۔ خوشحال چې د ننګيال متعلق څومره هم خبره کوي د هغې مطلب دا وي چې خوشحال پۀ ننګ پوره سړي ته ننګيال وائي۔ دغسې ئې د تورزن، مېړني او فرهنګيالي غوندې اصطلاحات هم ځان ته پکار کړي دي۔ خو د دې هر څۀ پۀ شا خپل خپل قدر ولاړ دے لکه څنګ چې د ننګيال پۀ شا د ننګ قدر دے۔ خوشحال د ننګ کوونکو قدر د نورو انسانانو سره برابر نۀ ګڼي لکه وائي!

    ”د کونجکو قدر يو د درو بل دے

    ننګياليو سره څۀ ږدې بې ننګان“[5]

    هم د دغه ننګ پۀ بنياد خوشحال خان خټک د بشپړه سړي يو خاصيت بيان کړے دے۔ ځکه چې خوشحال خان خټک ته د خپلې بې ننګۍ پۀ بنياد د ننګ احساس شوے ؤ۔ هغه ځکه چې خوشحال پلار پۀ نيکۀ د مغلو منصبدار ؤ، دغه منصب هغۀ د نمک حلالۍ پۀ بنياد خوړلے دے۔ د مغلو فيوډل نظام ته ئې وده ورکړې وه، يو شمېر پښتانۀ ئې پۀ خپلمنځي او قبيلوي جنګ کښې وژلي وو۔ خو د پښتو متل دے ” لاس چې مات شي نو غاړې له ځي“ ۔ دغه بې ننګه خوشحال چې کله د ننګ احساس ولرو نو بيا ئې ثاني نۀ شوه موندے کېدے او د درست پښتون د پاره ئې خپل ځان ننګيالے وګرځوۀ لکه دا شعرونه ئې:

    ”پرورده کۀ د مغلو پۀ نمک يم

    د اورنګ له جوره هم له غريوه ډک يم

    پښتنو سره زړۀ تور دے د مغلو

    خبردار ئې پۀ نيتونو يک پۀ يک يم

    د افغان پۀ ننګ مې وتړله تُوره

    ننګيالے د زمانې خوشحال خټک يم“[6]

    هم دغه وجه وه چې خوشحال د درست افغان د پاره خپل ځان ننګيالے وګرځوۀ ۔ خوشحال پۀ خپله شاعرۍ کښې کله هم ځان د برصغير د مسلمانانو د يو والي د پاره ننګيال نۀ دے ګرځولے۔ ګنې د هم دغه پورته استاذانو چې چرته هم ليکونه کړي نو د (اورنګزېب د نوم سره ئې رحمت الله عليه ليکلي دي) ځکه د خوشحال د ازادۍ مبارزه د مسلمانانو سره وه خو د قاميت پۀ بنياد وه۔ داسې هم کېدې شوه چې د خوشحال تشريح کونکو د يو چا پۀ فرمايش د خوشحال تشريح داسې کړي وي چې هغه پۀ کښې د دو قومي نظريې شاعر ګرځولے شوے وي۔ دا هم ډېره بده خبره ده چې زمونږه ځنې دغه ستر اکاډميسن مشرانو خوشحال د خپل قامپرستۍ نه جدا تشريح کړے دے۔ لکه زمونږه استاذان صاحبان خوشحال ته اسلامي او شرعي شاعر وائي ځکه ورته وائي چې د اقبال د اثر لاندې ئې ښکاره کړي دغسې دوېمه ډله ئې د افاقيت پۀ بهانه د قاميت نه وباسي۔ زۀ نۀ خو د شريعت مخالف يم نۀ د افاقيت، خو پۀ کوم ډول چې دا دواړه ټکي استعمالېږي او د څۀ مقصد د پاره استعمالېږي د هغې سخت مخالف يم۔ دې ته مونږه پۀ يوه زاويه د خوشحال ځانګړنه هم وئيلے شو چې هر سړے ئې د خپلې زاويې نه تشريح کوي۔ خو زۀ ئې دغه تشريحاتو ته د شعوري سازش پۀ توګه نظر کوم۔ ځکه چې خوشحال چرته هم د ننګيال ذکر کوي نو اول ورسره خپل افغانيت يادوي او خبره ئې پۀ ډاګه ده چې:

    ”بله هيچ ليدلې نۀ شي پۀ دا مېنځ کښې

    يا مغل د مېنځه ورک يا پښتون خوار“[7]

    ما مخکښې هم وئيلي دي چې د ائيډيل تصور هله راپېدا کېږي چې کله ټولنه کښې ضرورت پېدا شي۔ پښتون قام د پاره هم د يو دغسې کردار ضرورت ؤ چې هغه د پښتونولۍ پۀ قدرونو هم پوره وي او د اقتصاد او سياست پۀ چل هم پوهېږي۔ اوس کۀ استاذ داور خان داود دغه تصورات د رنګ، نسل، قاميت او سياست له غېږې نه وباسي او يو قسم بل غېر معنوي افاقيت ورکوي دا شعوري تېروتنه ده نه چې تشريحات دي۔ لکه دغه پېرګراف ستاسو پۀ وړاندې ږدم:

    ”د انسان هم دغه اوصاف او خصوصيات دي چې ټول بنيادم ئې د انسانيت، اخوت او ورورولۍ پۀ مزي تړلي دي. ځکه چې د ژبې دود دستور ملک او قام تفريق عارضي او وقتي دے۔ شعر او ادب هم د دې انساني او افاقي عواملو او اوصافو د اظهار نوم دے، دا نۀ پروپېګنډه ده نۀ سياست دے نۀ رسم او رواج دے چې يو خاص قام او ملک سره تعلق لري او بل سره ئې څۀ تړون او پيوستون نۀ وي۔ “[8]

    زۀ نور د دغه پېراګراف وضاحت نۀ کوم خو دا ضرور وايم چې دا د خوشحال د قاميت سره زياتے دے يا افغان ملت سره زياتے دے۔ زۀ دلته هغه شعرونه راوړم چې د خوشحال د بشپړ سړي د ننګ قدر پۀ کښې واضحه شي۔

    ”نۀ به زما غوندې بل ننګيالے راشي

    نۀ به زما غوندې بل جنګيالے راشي

    خټک لا پرېږده پۀ درست افغان کښې

    عجب کۀ هسې فرهنګيالے راشي“[9]

    ”پښتانۀ چې بې ننګي کا څوک ئې څۀ کا

    ګورستان لره به درومو له ارمانه“[10]

    ”څو جنګيالي وي څو ننګيالي وي

    څو سخاوت لري هومره بهتر دے“[11]

    ”شرم دے ننګ دے کۀ ډار د سر دے

    سمه مې پرېښوه ځاے مې تل غر دے“[12]

    پورته شعرونو نه مونږه څرګنده کړه چې د خوشحال ننګيال د ننګ پۀ قدر ولاړ دے او ننګ د پښتونولۍ قدر دے يعنې د خوشحال تصور خالص پۀ پښتونولۍ ولاړ دے کۀ فرض کړه د افاقيت رنګ لري نو بيا هم لفظ ننګيال پۀ خپله د پښتو او پښتونولۍ اصطلاح ده۔

    حوالې

    1. : روهي سندرې (ټپې)، ترتيب تدوين و تحقيق سلمیٰ شاهين، پښتو اکېډمي پښتو اکېډمي پېښور پوهنتون، ۱۹۸۴، مخ ۵۴۱ 

    2. : خټک، پرېشان، نابغه خوشحال،د افغانستان د علومو اکېډمۍ او د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځاے، 2018ء، مخ301 

    3. : خټک، پردل خان، ننګيال، د نثر ګلدسته د ديارلسم جومات د پاره 

    4. : هم دا اثر، ص 249 

    5. : خټک، خوشحال خان، د خوشحال خټک کليات، ص120 

    6. : هم دا اثر مخ 690,89 

    7. : هم دا اثر، ص 639 

    8. : دوادو، پروفېسر داور خان، د خوشحال د فکر تسنتې، افاق پرنټرز محله جنګي پېښور، 2018ء، مخ 15,16 

    9. : هم دا اثر، ص 574 

    10. : هم دا اثر، ص 202. 

    11. : خټک، خوشحال خان، د خوشحال خټک کليات، ص517 

    12. :هم دا اثر، مخ 511 

  • سرقه دوزي – ډاکټر سجاد ژوندون

    سرقه دوزي – ډاکټر سجاد ژوندون

    مونږه چې کله پۀ څلورم جماعت کښې سبق وئيلو نو زمونږه پۀ نصاب کښې مونږ ته مضمون کښې دا خبره ښودلې شوې وه چې زمونږه اکثر زمينداران خلق ځکه خوار وي چې دوي د کر سره خواري ښۀ ډېره وکړي خو بيا چې کله فصل راورسي نو پۀ منډاهۍ کښې پېسې نۀ کوي. د هغې وجه دا وي چې پۀ کوم کال الوګان نرخ وکړي نو پۀ بل کال ټول زميندار پۀ الوګانو کرلو ايمان راوړي او کله چې دغه الوګان ډېر شي د مقدار نه زيات پېدا شي نو قيمت ئې راپرېوځي او زميندار خپل ځان پۀ خپله پۀ چاړۀ ووهي. خبره مې هم دې پسې کوله چې نن سبا زمونږه پۀ ادب کښې هم څۀ دغه چل روان دے چې د يو چا څۀ ته مخه شي او هغه لږ نرخ وکړي نو بس ټول شاعران هم پۀ هغې ټرېنډ روان شي . لکه رحمت شاه سايل صېب او صاحب شاه صابر چرته پۀ شعر کښې ځاے پۀ ځاے پېښور ياد کړے ؤ، څۀ موده پس ټولو شاعرانو پېښور ته ملا وتړله. پۀ پېښور ئې دومره شاعري وکړه چې چا پۀ کښې زيړ مازيګري رامېدان ته کړل چا پۀ کښې لکه زما هسې ورته د پېښو ښار ووې. حالانکې ما چې کله پېښه نظم ليکو هاغه وخت ما لا مردان هم نۀ وۀ ليدلے. دا خو دې خداے د اسرار اتل او فطرت بونيري “ټائف” خلقو سره ښۀ وکړي چې پۀ رېډيو به مې د هغوي د پېښور شعرونه اورېدل نو ما هم لکه د الوګانو پېښور د خپلې شاعرۍ پۀ پټې کښې وکرو. او چې دا دې شاعري مې منډاهۍ ته راغله نو خپله شاعري مې هم لکه د الوګانو بېخي له نرخه ووتله بلکې کومو غريبانو شاعرانو چې به “پېښور” لکه د الوګانو کرو او ځان له ئې پرې دوه روپۍ کولې هغوي مو هم د نرخه راپرېباسل او پۀ پېښور مو خلقو له زړۀ راډک کړو. اوس کۀ څوک پېښور باندې هر څۀ ليکي هغه به ټيک ټاک سرقه دوزي وي. زۀ نۀ پوهېږم چې دا سرقه دوزي څۀ وي. خو هاغه ورځ مې پۀ پښتو څانګه کښې خپل يو استاذ ته وې ډاکټر صاحب دا سرقه څۀ ته وائي نو هغۀ راته وئيل چې مړه مونږ خو ورته پۀ تهکال کښې ذائقه وايو چې وريژو ته ئې اچوو خو تاسو ورته سرقه وايئ. ما وې ښۀ جي پوهه شوم خو هغۀ سره مخکښې لا نۀ ړمه. د سرقې دا قيصه ګوهر نويد صاحب مېدان ته راوړه. زما د څو ورځو نه خيال دے چې پۀ سرقه دوزۍ لکه د يو صنف هر سړے لګيا دے طبع ازمائي پرې کوي. لا د نويد صېب کتاب (پښتو شاعرۍ کښې سرقه دوزي او ترجمې) چاپ نۀ ؤ چې ابشار يو پوسټ کړے ؤ او ليکلي ئې وو چې دغه سرقه دوزي پۀ خپله د يو کتاب سرقه دوزي ده. وروستو خبر شومه چې د ګوهر نويد صېب کتاب چاپ شوے دے. او چې څو ورځې کېدې يوه غوغا جوړه وه . ما دا کتاب پۀ خپله خو لا بېخي لوستے نۀ دے خو چې د خلقو دې بحثونو ته ګورمه نو هغه د يو چا خبره ” زۀ ځکه اخبار نۀ ګورمه چې هر سحر نائي خانې ته ورشمه نو هلته د هر خبر نه خبر شمه”. هم دغسې زۀ هم سم پۀ نائي خانه کښې نن سبا دېره شوے يمه خلق خو ورته د کلچر ډيپارټمنټ وائي خو شاعران صاحبان ورته د اما کما راځي او خبرونه راوړي. پۀ دې وجه مې د ګوهر نويد صېب د کتاب لوستو ته ضرورت رانغے خو د يو د بل د خلې نه پوره پوره د کتاب د ټکي تکي خبر شومه. دا هم راته چا ووې چې دا دوه کتابه دي، يو د فېصل فاران دے او بل د ګوهر نويد. يو چا پکښې دا ووې چې ګوهر نويد صېب قلندر مومند خراب کړے دے. زۀ پوهه شومه چې فاران ډېر ځيرک انسان دے ځيرک هم پۀ هغه معنو کښې لکه اخون دروېزه چې وئيلي وو چې “بايزيد ډېر زيرک او چالاک سړے دے ځکه چې د دنيا علم ئې ډېر دے” فاران د ځان کول او د ځان نه د شوکولو د فن استاد دے. ځکه چې فاران خو پۀ خپله هم وائي چې ګوهر نويد مې تيار کړے دے څو ورځو کښې پۀ عوامي نېشنل پارټۍ کښې شموليت کوي اګر چې د ګوهر نويد صېب او د ښکلي افتاب ګلبڼ صېب مثال د ناشپاتۍ دے چې د ملتان پۀ ګرمه خاوره هم خپل خواږۀ لري او د سوات پۀ يخه خاوره هم دوي يوې سيمې ته وقف کؤل ښۀ خبره نۀ ده. خو خبره د قلندر مومند وه چې قلندر مومند ډېر راښکلے شوے دے نو پۀ دې خبره خو خوشحاله ځکه يمه چې دې خلقو ته پۀ خپل وخت اديبان ټول لکه د “عاجز” دي ښکارېدل خو دا سوچ ئې بېخي نۀ کوۀ چې زمونږ نه پس به زمونږه نيکيان پېدا کېږي او خېر مو نشته. نو سوچ مې وکړو چې د فاران سره دې خداے د چا دشمني نۀ راولي ګنې پۀ مرګ هم ترې خلاصېدل نشته . ځکه چې قلندر مومند کۀ سرقه دوزي کړې هم ده خو دا پۀ کوم انداز کښې چې ګوهر نويد صېب وړاندې کړې ده دغه اسلوب هم د فاران نه سرقه شوے دے . او دې ته وائي د بل پۀ اوږه ټوپک کېښودل او ډز کول. خو فاران پښتنو عاجزانو ته دا چل وښودو چې کۀ چرته د کتاب د چاپ وس مو نۀ وي نو هم دغسې د بل پۀ وادۀ کښې خپل زوے سنتوئ او پردے سنډه پير بابا ته وربخښئ . خو بله وجه دا هم ده چې فاران دومره دا خلق يرولي دي چې کله هم چاته خپله چاړۀ پۀ اوبو کښې ښکاره شي نو زر فاران ته وائي تۀ راته ليکل وکړه . زما پوخ يقين دے کۀ د فاران زور لږ لکه پروېز مشرف پرېوتو بيا هېڅ هم نشته خلق به د خپل ټوخي سره هم وائي چې ”شکريه“ راحيل شريف . خو دا وخت فاران ښۀ سم د زميندارو پۀ کر کروندو قابض دے . مثال ئې د کلي د هغه ملک دے چې ډېر خلق دا ګڼي چي اول لار مې د فاران پۀ پټي ده نو راشه هم د دۀ پۀ ټرېکټر زمکه واړوه او د دۀ پۀ بختور لاس پکښې دانې ونوله چې سبا فصل منډاهۍ ته وړم چې ملک صېب لار راکوي.

    کۀ داسې نۀ وي نو دا خبره هم ده چې د ګوهر نويد صېب حافظه ډېره تېزه ده شائد فاران ورته خپل ليک چرته ښودلے يا بيان کړے وي او دۀ راخستے وي . ځکه چې د ګوهر نويد صېب حافظه مې هاغه وخت ومنله چې د پۍ مخي حسان خلجي د کتاب ( د لاس نخښه) پۀ مخکتنه کښې اياز حسرت پۀ حسان خلجي خاکه ليکلې وه چې د هغۀ د اننګو وغېره پکښې خبرې شوې وې خو چې کله به پۀ سټېج اياز حسرت پۀ وېنا کښې تيندک خوړو نو لاندې نا به ورته ګوهر نويد صېب فتحه ورکوله . زۀ حېران شومه چې خاکه د اياز حسرت ده د کاغذ نه ئې هغه وائي او فتحه ګوهر نويد صېب ورکوي . ما وې دا ټيک پۀ دالو کښې څۀ تور تور دي . خو زۀ د سرقه دوزۍ پۀ حق کښې نۀ يمه. او بيا د ګوهر نويد صېب کتاب نو. . . هم هغه د منډاهۍ خبره ده چې سميع الدين ارمان عاجز چرته پۀ پښتو ادب کښې نوے نوے سبزيانې کرل شروع کړي وو لکه د هائيبرډ ئې بلها پېداوار کوۀ او لکه د ابشار ، فطرت ، وصال بغداد وال وړو زميندارو هم دغه هائيبرډ شروع کړي وو . خو يو خوا دې سرقې د سميع ارمان روزګار هم خراب کړو بلخوا خلق بس دې ته کښېناستل چې اوس سرقې لټوي . لکه هاغه ورځ مې يو سنګر اشنا چې د کرن خان نه جېلس وۀ وائي چې کرن ټول طرزونه د انډيا نه سرقې راخلي .

    اقبال کۀ خوشحال نه سرقه راوړې ده نو لکه د ګوهر نويد صېب ډېرو اقبال شناسو پرې پرده اچولې ده . خو زمونږه خوشحال شناسو د اقبال بدل خلاص کړے دے. لکه اقبال پاکستان کا شاعر نو زمونږه والو دغه سرقه راوړې ده چې خوشحال پاکستان کا شاعر. کۀ چرې خوشحال او اقبال سره چرته پۀ دوزخ يا جنت کښې ملاو شول نو خوشحال به ورته وائي چې تا زما نه دا دا اخستي دي او ګوره ستا بالکو پرې سترګې پټې کړي دي نو اقبال به ورته وائي چې ستا بالکو چې ستا پۀ کاتو کښې زما خوبونه ليکلي دي او دې سره حساب برابر دے . خبره د سرقې وه که پۀ حقيقت کښې دا ټوله دنيا وکتے شوه نو دا هر څۀ پۀ يو نه يو شکل کښې سرقه دي . لکه ”مامون رشيد صېب“ راسره هاغه ورځ پۀ ګاډي کښې پېښور ته روان ؤ بقول هغۀ چې ګوهر نويد پۀ هېڅ هم نۀ پوهېږي دا سرقه به ورته زۀ ښايمه چې زما نه ئې اخستې ده . دې پۀ سرقه څۀ پوهېږي . د ” مامون رشيد“ مطابق د مردان هر شاعر د هغۀ نه سرقې وچتې کړي دي هر شاعر ئې دومره سپک کړو چې ما وې ګنې دا ټول مردان سرقه دوز دے خو د “مامون رشيد” صېب نه پۀ ټوله لاره د خان لالا صفت کېدو (خان لالا ته مې دا چل وښودو چې دا وکه ) خان لالا ډېر پښتون سړے دے، خان لالا مېلمه دوست سړے دے، خان لالا نر سړے دے). زۀ پۀ دې پوهه شومه چې دا هم سرقه ده ولې چې “مامون رشيد” هم دا ګڼي چې زمکه زما زرخېزه ده کر رېبل زۀ کولے شم خو منډاهۍ ته چې کوم ګاډي کښې خپل الوګان اوړم هغه د خان لالا دے هم پۀ دې سوچ سوچ کښې ګاډے نشتر هال ته رادننه شو او مامون رشيد صېب د سبحان لالا له خوا د مردان د غريبو او ناچارو رالېږلي شوي فارمونه اکبر هوتي ته حواله کړل چې دا اجمل خان (کلچر ډائرېکټر) ته بيا ورکړه چې پېسې ئې منظوري شي.

  • د “درست افغان” شاعر: خوشحال خان خټک – سجاد ژوندون

    پرته لۀ دې چې د اوږدو اقتباسونو څخه کار اخلم، د غربي او شرقي پوهانو پۀ رڼا کښې پۀ قامپرستۍ باندې بحث کوم، نو پکار ده د قران مجيد دغه ايت مبارک پکار راوړم، ”وَ مِنۡ اٰیٰتِہٖ خَلۡقُ السَّمٰوٰتِ وَ الۡاَرۡضِ وَ اخۡتِلَافُ اَلۡسِنَتِکُمۡ وَ اَلۡوَانِکُمۡ ؕ اِنَّ فِیۡ ذٰلِکَ لَاٰیٰتٍ لِّلۡعٰلِمِیۡنَ“[1] )او د هغۀ د قدرت پۀ نخښانو کښې د زمکې او د اسمان پېدائش او ستاسو د مختلفو ژبو د رنګونو اختلاف هم دے؛ هم پۀ دې کښې د پوهه لرونکو د پاره لويې نخښانې پرتې دي( – دلته روايتاً زمونږ د ژوند ټولې حوالې پۀ “دينوي” او “دنياوي” اصطلاحاتو کښې وېشلې شوې دي، دين د دنيا او دنيا د دين پۀ ضد ودرولې شوې ده –

    هر څو ټولنه کښې د ژوند د مختلفو فکري ایجادونو، نظرياتي رويو او علومي انکشافاتو د استرداد د پاره د مذهب تر لارې د مخالفت کولو روايت ته وده ورکړې شوې ده، ما د دغه ايت د قامپرستۍ (Nationalism) د سياسي تصور پۀ ضد د مذهبي تشريح وضاحت د پاره راوړے دے. خداے متنوع تخليقات د خپل تخليقي قدرت نخښه بلي، انسانان پۀ جدا جدا قامونو، رنګونو، ژبو، خويونو، جغرافيو او کلتورونو کښې پېدا کولو باندې خپله لوئي څرګندوي خو مذهبونه د “تنوع” دغه شتمني رد کوي.

    اوس د دې نه اخوا چې پۀ قامپرستۍ خبره کېږي نو بايد دا “جبلت” تصور کړے شي، ځکه چې مونږ دا خبره خو منو چې هر ژوند کوونکي کښې تر ټولو اولنے جبلت دغه دے چې دے به د خپل ځان او د خپل نسل بقاء کوي. نو بيا کوم ځاے چې انسان د ژوند پۀ عامو معاملاتو کښې خپل ځان غوره کوي، خپل اولاد غوره کوي، خپل ټبر غوره کوي او خپل قام غوره کوي نو دا به جبلي عمل وي. جبلتونه د وحشي خوي نه انساني نفسياتو ته راوړلو د پاره فکري ايجادونه، نظرياتي رويې او علومي انکشافات د انساني دانش د زرګاو کلونو د تجربو ورکړه ده.

    د انساني ټولنې بقاء او ارتقاء پۀ دې کښې ده چې د جبلت او فطرت سره د تصادم پۀ ځاے دا د ژوند د پاره ساهو کړي او د حېواني صفت )جبلت( پۀ مقابل ئې انساني صفت ته راوړي. ټولنې هم د دغه فکري، علمي او عملي ارتقاء پۀ نتيجه کښې پرمختګ کوي. داسې کېدل ډېر کم امکان لري چې دنيا د ټولو انسانانو “مشترکه ميراث” شي او کۀ فرض کړه شي هم، نو د دې انتظام او انصرام به کله هم موزون، اسان او پائيدار نۀ وي.

    پېغمپر پاک صلي الله علېه وسلم چې اخري خطبه بيانوله، هغۀ ټول مسلمانان وروڼه ګرځول خو د عربي او عجمي اصطلاح ئې پۀ څرګنده ډول بيان کړې وه. دغه اصطلاح د بشري حقونو او انسانيت پراخه معنٰي کښې د مساوي حېثيت د پاره ده او پۀ سياسي معنيو کښې دا د قامي، ژبني او کلتوري شناخت، د وسائلو د اختيار او سياسي خپلواکۍ جغرافيائي حد بندي کوي.

    اوس د قامپرستۍ مخالفت کښې چې پۀ پاکستاني فيډرېشن کښې کوم قوتونه مخې ته راغلي دي، هغه پۀ درې ډوله دي: يوه هغه ډله ده چې پۀ مذهبي نقطه نظر سره د قامي تصور د ختمولو هڅې کوي او بله هغه ډله چې د کميونزم پۀ بهانه دلته د قامپرستۍ خلاف د استعماري قوت برخه ګرځي – زۀ ئې پۀ لنډه توګه دوه مثالونه پېش کوم: لکه د مودودي صاحب د ليکونو نه د جماعت اسلامي د لټرېچر پۀ ذريعه پۀ دغه ډول کار اخستے کېږي:

    ’’جب کھبی ایک قوم اپنے مفاد کی خدمت اور اپنے مصالح کی حفاظت کے لئے اپنے آپ کو ایک رشتہ ازدواج میں منسلک کرے گی یا با الفاظ دیگر اپنے گرد قومیت کا حصار چن لے گی تو لازماً اس حصار کے اندر والوں کے درمیان اپنے اور غیر کا امتیاز کرےگی؛ غیر کے مقابلہ میں اپنے کی حمایت کرے گی‘‘[2]

    داسې پوره پوره کتابونه پۀ دغه غرض ليکلے شوي دي او ليکلے کېږي چې پۀ پاکستان کښې د مېشته قاميتونو نه د هغوي د هر قسمه حقونو تروړلو جواز ورکوي او پۀ تسلسل سره دغه فکر مخ پۀ وړاندې بوتلے کېږي چې دغه قاميتونه د خپل حق خبره و نۀ کړي. د دغه قاميتونو د فطري او ائيني حقونو مطالبه د مذهب پۀ استحصالي تشريح سره د “ګناه” تصور سره تړلې شوې ده. دغه بيانيه اګرچې نن سبا د ناکامۍ سره مخ شوې ده خو داسې هم نۀ ده چې سر خوري، بلکې د يوې نوې تبليغي جماعتي بيانيې سره مخ ته راغلې ده کوم چې قامونو نه د حق نه د دستبردار کېدو پۀ کار اخته ده. دوېم ډول هغه خلق دي چې د مغرب د سياسي تحريکونو پۀ بهانه دلته خلقو ته ښائي شنۀ باغونه، خو د دغې باغونو پۀ شا د قامونو نه قامي تفکر لرې کول ئې غرض وي. دغه خلق عموماً خپله مبارزه پۀ ځاے د دې چې د استعماري قوتونو خلاف وچلوي، پۀ هر صورت کښې د قامي شتمنيو، وسائلو او اختيار د مطالبې مخې ته د خنډ کار ورکوي – د خپلو بيانيو د سياسي ضرورتونو د پاره کۀ دغه ګروهونه هر څو د Leftist او rightest پۀ خانو کښې ځانونه تقسيموي، خو چې د قامپرست سياست خبره راشي نو د فکري جنګ نه تر انتخاباتو د پاره د يو بل ووټران وي. دغه خلقو د پاره پۀ سوشل، پرنټ او الېکټرانک ميډيا خرڅېدونکې هره علاقائي سودا واره کوي خو چې کله د سياسي اختيار د مطالبې د جنګ خبره راشي نو بيا د بېن الاقواميت طرف ته داسې ټوپ ووهي چې د محترم سليم راز صاحب دا شعر د دغه خلقو د ذهني تضاد بهترينه نمائندګي کوي، چې:

    سرحدونه مې نظر کښې نۀ ځائېږي
    د نړۍ د هر وطن زۀ باشنده يم

    د انټرنېشنلزم دا تصور د خپل معروض، قامي بيانيې او سياسي جنګ نه د فرار يو انټلکچول کوشش دے، حالانکې کۀ مونږ ګورو نو ښاغلي شاعر به د “سرحدونو” څخه صرفِ نظر د نړيوال سفري قواعد نه د انکار صورت کښې نهــ وي کړے، خو پهــ فکري طور دا د مسئلو د مقاميت نه د لا تعلقۍ يا د دې د غېر ترجيحيت معنې ورکوي.

    درېم ډول خلق چې د قامپرستۍ پۀ ضد خپله مبارزه کوي، هم د جديديت او پراخه مقصديت پۀ بهانه کله د نيو نېشنلزم، کله د اېن جي او پۀ شکل خپل عمل تر سره کوي او پۀ يو نه يو ډول د قامي خپلواکۍ پۀ لار کښې خنډ کېږي. د دې غرض لاس ته راوړلو د پاره دوي قامي مسئلې مقامي (Localize) کړي او د خپلو مسئلو د هواري اختيار لاس ته د راوړلو پهــ ځاے د دې وقتي هوارے حل وګڼي.

    زما د دومره اوږد اقتباس مقصد د خوشحال خټک هغه قامي شخصيت دے چې پۀ حقيقت کښې د “درست افغان” شاعر دے خو پۀ رياستي توګه د “دو قومي نظريې” سره پۀ شعوري ډول زمونږه ځينې مشرانو د هغۀ سره هم هغه عمل کړے دے، کوم چې د قامپرستۍ سره شوے دے يا لا اوس هم کېږي. د خوشحال خټک شخصيت د افغانيت نه شوکول او هغه د دوه قومي نظريې پۀ رڼا کښې څېړل يا هغه هم لکه د علامه اقبال د جنګي بيانيې د پاره پکار راوستل نۀ دا چې لوے ادبي خيانت دے بلکې قامي خيانت هم دے، کوم چې د خوشحال تشريح کوونکو پۀ کوزه پښتونخوا کښې کړي دي. دغه خلق نۀ چې ګنې د عالمګيريت سره مينه لرونکي دي يا د اسلامي تعليماتو سره، بلکې د دغه عالمګيريت يا اسلامي تعليماتو پۀ شا خوشحال د خپل افغانيت نه د را شوکولو هڅې ئې کړې دي. لنډ مثال ئې دلته زۀ د “ارمغان خوشحال” د مقدمه ليکونکي استاد سيد رسول رسا ورکوم چې د “خوشحال او اقبال” د عنوان لاندې ليکي،

    “زما پۀ خيال د خوشحال فلسفۀ حيات مرکز او محور “پښتو” وه او د ډاکټر اقبال د فلسفۀ حيات مرکز او محور “خودي” وه. خوشحال لکه د اقبال پۀ شان يوه منظمه فلسفه حيات نۀ لرله.”[3]

    دلته رسا صاحب يو خوا دا خبره کوي چې د خوشحال د فلسفۀ حيات مرکز او محور پښتو ده خو د علامه اقبال د خودۍ پۀ مقابله کښې پښتو بيا منظمه نۀ ګڼي!!! زۀ د اقبال پۀ خودۍ يا د هغۀ پۀ فلسفۀ حيات خبره خو نۀ کوم، خو د رسا صاحب پۀ مقصد خبره کوم چې کۀ د خودۍ مونږه هر څومره تشريحات وکړو، زما پۀ خيال چې دا به د پښتونولۍ صرف يو جز ګرځي. د دې نه بله لويه خبره کومه ده چې پښتنو سره د فلسفۀ حيات د پاره “پښتو” د ځائي نفسياتو او سماجي شعور نه را زېږېدلې ضابطه، چې پۀ علمي لغت کښې “پښتونواله” (Pashtunwali) بللې شي، شته، نو بيا منظمه پۀ کوم ډول نۀ ده؟ خو رسا صاحب خوشحال د افغانيت يا د پښتونوالې نه د راشوکولو د پاره پۀ شعوري ډول ځان ته لاره پرانستله او دغه لار ئې د اقبال پۀ بهانه د دوقومي نظريې لاندې غوره کړه. تر دې چې رسا صاحب کوم ځاے هم د خودۍ خبره کوي نو بار بار دغه تکراروي چې د خوشحال پښتو اصل کښې د اقبال خودي ده؛ يعني داسې کله هم نۀ وائي چې د اقبال خودي د خوشحال پښتو ده – پۀ “خوشحاليات” کښې د “اقباليات” اثر ليدلو د پاره نۀ خو د ښاغلي رسا صاحب سره د عصري تقديم يا تاخير څۀ علمي جواز شته او نۀ د اصطلاحاتو پۀ تشريح کښې هغه د عقلي دليل راوړلو جواز لري – خو بيا هم کۀ مونږه د خودۍ معنٰي هم هغه وباسو کومه چې رسا صاحب کوي، يعني رسا صاحب خودي “خود شناسۍ” ته وائي، نو بيا خو کۀ د خوشحال تمام کليات چې د پښتونولۍ نه ډک دي، مونږه نظر انداز کړو او صرف پۀ “دستار نامه” کښې د دستار د سړي د پاره هغۀ تر ټولو وړومبے معيار هم دغه خودي “د ځان پېژندنې هنر” ګرځولے دے چې د شل هنرونو او خصلتونو پۀ منځ کښې خودي صرف يو توکے ښکاري. دلته هم زۀ د اقبال پۀ تعليماتو نقد نۀ کوم خو د رسا صاحب تعليمات داسې دي چې اقبال لکه چې پۀ اوولسمه صدۍ کښې تېر شوے او خوشحال د شلمې صدۍ سړے وي!!! د دليل د پاره تاسو “مقدمه ارمغان خوشحال” پۀ تفصيل لوستلې شئ.

    هم پۀ دغه ډول رسا صاحب د مطالعه پاکستان پۀ اثر کښې د خوشحال خان خټک غوندې شاعر هم د دو قومي نظريې سره تړي. محترم رسا صاحب دومره لۀ جذباتو نه تېز تلے دے چې د خوشحال خټک هغه پۀ زرګونو شعرونه چې هغۀ پکښې بار بار خپله مبارزه خالص د افغان وطن او پښتنې خاورې د پاره بيانوي، سترګې اړولې دي. دا خبره هم صفا ده چې د مغلو او پښتنو جنګ صرف او صرف د خپلواکۍ جنګ ؤ؛ د غاصب او مغصبوب، حاکم او محکوم جنګ ؤ؛ پۀ دې منځ کښې هېڅ د اسلام يا بل کوم مذهبي څيز جنګ نۀ ؤ بلکې د نن پۀ نصاب کښې مغلي واکمن د اسلام عادلان باچاهان ښودلے کېږي نو بيا خوشحال ولې د هغوي سره جنګ کولو؟ خو محترم رسا صاحب د خوشحال جنګ له کوم رنګ ورکوي، تاسو وګورئ:

    “پاکستان پۀ حقيقت کښې د خوشحال خان د خوبونو تعبير دے ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ پۀ پاکستان کښې د مغل، افغان ،سندهي او پنجابي وغېره د ټولو مسلمانانو يو شان حقوق دي او يو شان حېثيت لري او هم دغه د خوشحال تعليمات وو ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ خوشحال خان خټک ته هم مونږ د پاکستان شاعر وئيلے شو، څۀ خو پۀ دې چې هغه د پاکستان پۀ خاوره کښې پروت دے او پاکستان د هغۀ وطن دے او څۀ پۀ دې وجه چې پاکستان د برصغير د مسلمانانو واحد هغه رياست دے کوم چې خوشحال خان خټک پۀ خپله زمانه کښې د مسلمانانو د پاره غوښتلو او څۀ پۀ دې وجه چې د خوشحال خان خټک تعليمات لکه د ډاکټر اقبال د اسلامي فلسفۀ حيات ترجمان دي. د مغلو سره د کشمکش پۀ سلسله کښې چې ئې کوم اشعار وئيلي دي، کۀ هغه ورنه يو طرف ته کړو، باقي د خوشحال خان خټک شاعري د ډاکټر اقبال شاعرۍ ته ډېره نزدې ده.”[4]

    تاسو د پورته ليک نه اندازه ولګوئ چې پۀ څومره هنر خوشحال د خپل افغانيت او قامي تصور نه راجدا کولے کېږي، حالانکې د خوشحال پۀ تعليماتو کښې نۀ خو داسې کوم تصور شته چې ګنې هغۀ د برصغير مسلمانانو له خوب ليدو يا ئې شاعري کوله او نۀ هغۀ د مغل سره شر پۀ دې کولو چې ګوندې د بنګال،سندهـ، پنجاب وغېره مسلمانانو ته يو شان حق نۀ ورکول کېدو؛ بلکې د هغۀ او د مغلو شخړه صفا وه چې هغۀ اعلان کړې وه “د افغان پۀ ننګ مې وتړله توره” – بل طرف ته رسا صاحب وائي چې کۀ د مغل سره د کشمکش شاعري ئې اخوا شوه نو د خوشحال تعليمات د ډاکټر اقبال تعليماتو ته ورته کېږي او زۀ وايم چې کۀ د مغل سره د کشمکش شاعري د خوشحال پۀ کلياتو کښې نۀ وه، شايد چې نن چا هم خوشحال نۀ پېژندو.

    هم دغسې دغه بيانيه چې د يو منظم پلان د لارې مخې ته بوتلل کېده، محترم پرېشان خټک هم پکښې برخه لرلې ده. لکه يو خوا ئې د محترم رسا صاحب د “ارمغان خوشحال” مقدمې نه کار پورته کړے دے نو بل خوا وائي چې علامه اقبال صاحب ‘د ننګيال مرسته ځکه کوله چې د علامه صاحب پۀ خيال ننګيال هم هغه مقاصد تر سره کول، کوم چې يو سوچه مردِ مؤمن تر سره کولے شي.’[5]

    د مرد مومن مقاصد د دوقومي نظريې پۀ تناظر کښې جنګي بيانيه ده چې پۀ دې خطه کښې ئې د کفر او د اسلام پۀ نامه د تېرو پنځوسو کلونو راهسې پۀ لکهونو خلق ووژل – ايا د خوشحال “ننګيال” هم دغه مقاصد لرل؟ او کنه رسا صاحب يا پرېشان خټک صاحب ترې هم دغه کار اخستل غوښتل؟ بلکې دغه تصور د پروفېسر ډاکټر اقبال نسيم خټک هم ؤ او دغه تصور د پروفېسر ډاکټر شاه جهان هم ؤ – تر دې چې شاه جهان صاحب پرې پۀ باقاعده ډول د “خوشحال د جنګ او جهاد نظريه” پۀ عنوان مضمون هم ليکلے دے او محترم مير عبدالصمد خو وائي “چې خوشحال او اقبال کوم خوب ليدلے ؤ، د هغې تعبير محمد علي جناح ؤ” –

    زۀ د اقبال د خوب سره خو تعلق نۀ لرم، خو د خوشحال خوب د ټول افغان وطن خوب دے؛ هغه خوب چې پۀ ويښه ئې د “فريد خان شېر شاه سوري” خيال تصور کړے ؤ او تعبير ئې احمدشاه ابدالي بابا ختلے ؤ – خو دلته به زما خبره پۀ “شايد” ودرېږي.

    هم پۀ دې بهير کښې استاد داور خان داود هم يو قسم کوشش کړے دے چې د خوشحال تشريح د اقبالياتو پۀ رڼا کښې وکړي او بيا د هغۀ افکارو ته د قامي تصور پۀ ځاے افاقي تصور ورکړي؛ داسې لکه څوک يو ماشوم د مور د غېږې نه وشوکوي او ورته وائي چې دا ماشوم خو خداے پېدا کړے دے، دا ستا نۀ دے او دغسې دغه ماشوم پۀ يوه مېله کښې پۀ الغاو تلغاو کښې پرېږدي. لکه استاد محترم د خوشحال د ننګيال د مضمون پۀ تمهيد کښې ځان ته هم دا ډول لار داسې پکار کړې ده:

    “د انسان هم دغه اوصاف او خصوصيات دي چې ټول بنيادم ئې د انسانيت، اخوت او ورورولۍ پۀ مزي تړلي دي ځکه چې د ژبې دود دستور ملک او قام تفريق عارضي او وقتي دے. شعر او ادب هم د دې انساني او افاقي عواملو او اوصافو د اظهار نوم دے – دا نۀ پروپېګنډه ده، نۀ سياست دے، نۀ رسم او رواج دے چې يو خاص قام او ملک سره تعلق لري او بل سره ئې څۀ تړون او پېوستون نۀ وي.”[6]

    د دې هر څۀ نه پس چې مونږه د خوشحال پۀ تعليماتو خبره کوو نو تر ټولو اول خبره به دا کوو چې هغه د “درست افغان شاعر” ؤ. هغه کۀ د خپلې تورې خبره کوي او کۀ د قلم خبره کوي، نو اول ئې د پښتون افغان د پاره کوي؛ تر دې چې ګيله ئې هم داسې کومه د اسلامي نړۍ د مسلمانانو نه نۀ ده، د خپل قام نۀ ئې کوي، لکه وائي چې:

    پښتون بې قدره، مغل بې ننګه
    توبه لۀ تورې، توبه لۀ جنګه

    زۀ ئې چا لره وهم قدر ئې چا زده؟
    پۀ اور وسوزه دا تورې قلمونه

    د دې نه پس کۀ څوک خوشحال ته خامخا د پاکستان شاعر وائي او پۀ دې ئې وائي چې قبر ئې پاکستان کښې دے، نو دا ډېره غېر منطقي خبره ده. خوشحال خپله خاوره او خپله جغرافيه پۀ څرګنده ټکو کښې ټولې نړۍ ته ښودلي دي:

    درست پښتون لۀ قندهاره تر اټکه
    سره يو د ننګ پۀ کار پټ او اشکار

    1. : سورة الروم، ايت 22
    2. : سيد ابولاعلیٰ مودودی،مسلۀ قومیت، مکتبۀ جماعت اسلامی، جمال پور، 1947، ص 5
    3. : سېد رسول رسا، مقدمه ارمغان خوشحال، يونيورسټي بک اېجنسي، پېښور، 2001، مخ 91
    4. : هم دغه کتاب، مخونه 113-111
    5. : پرېشان خټک، نابغه خوشحال، ننګيال خوشحال خان خټک، بهير مطبعه کابل، 2017، مخ 300
    6. : دواد، پروفېسر داور خان، د خوشحال د فکر تنستې، افاق پرنټرز، محله جنګي پېښور، 2018، مخ 16-15

     

  • ‘خدائي خدمتګاران’ بل عبدالمالک پېدا شو – سجاد ژوندون

    خبره کۀ د پښتنو پۀ تاريخ شي نو پۀ دې موضوع خو دومره کار شوے دے چې هغه د عبدالرحيم روغاني شعر چې:

    شه داخل پۀ دين کښې دومره څومره چې پکار دے

    تۀ دومره داخل شوې چې ترې پورې ووتي

    کۀ پۀ دغه تاريخ ليکونو نظر وکړو نو زمونږه ډېر ليکوالانو دومره تاريخ ليکلے دے چې پورې ترې وتلي دي. د هغې غټه وجه شايد هم دغه ده چې يا خو دغه ليکوالان د خپلې انا ښکار شوي دي او يا لکه چې د روايت مطابق حکمران طبقې له ئې تاريخ ليکلے وي. زمونږ را روان نسلونو د ”مطالعه پاکستان“ ګيله خو به ځواب شي چې حکمرانې طبقې د پښتون قام د تاریخي حافظې خختمولو د پاره د دوي تاریخ کښې تحریفونه کول او د دوي د اتلانو اصل کردارونه پټولو او د دوي پۀ کردار کشۍ کولو به ئې فکري، مالي او ریاستي مشقت کولو. خو کۀ د خپلو نه ګيله وکړي نو څۀ جواز به لري؟ پۀ دغه لړۍ کښې هسې خو د نعمت الله هروي پلويان ډېر پېدا دي چې لوے لوے، ضخیم او څو څو جلده کتابونه ئې ليکلي دي چې پکښې ئې د پښتنو تاریخونه د شپږ اووۀ زرو کلونو نه پړاو پۀ پړاو پۀ تفصيل سره راخستي دي خو چې کله خبره د پښتنو پۀ قامي تشخص راغلې ده، خبره د برطانیې پۀ ضد د پښتون پۀ پاڅون راغلې ده نو دغلته ئې قلم له څوکه پردي تاريخ پردي نصاب ته اړولې ده او د پښتنو د ازادۍ لوے اوږد تاريخ ئې پۀ ”دو قومي نظريه“ کښې بدل کړے دے. د غېر رسمي او ‘فري لېنس’ تاریخ دانانو نه واخله د اکادیمیک محققینو او د تاریخ دانۍ دعويٰ کوونکو پورې داسې نومونه څرګند دي چې د پېرنګي پۀ ضد د پښتنو د یواځیني قامي غورځنګ ‘خدائي خدمتګار تحریک’ نوم ئې د ‘مجبوریو’ پۀ وجه خپلو کتابونو، مونوګرافونو او تهیسز نه ئې د خدائي خدمتګار عنصر ویستے دے.

    د نابیان شوو مجبوریو پۀ جواز دغه تاریخونه خپل اخري تاثر کښې د حاکم قوتونو پۀ مفاد تمامېږي. زما خيال دے چې راتلونکي نسلونه به خامخا دا تپوس کوي چې د پير ماڼکي شريف ‘انګرېز پلوه’ مبارزې ته د ‘غازي’ نوم ورکول کېږي خو ولې پۀ زرګونو مړۀ خدائي خدمتګاران چې ځانونه او مالونه ئې قربان کړل خو د ازادۍ د نعرې نه ورستو نۀ شول ،پۀ هغوي ځان غلے کوي؟ شايد چې دغه نوموړو ‘مؤرخينو’ او ‘څېړنکارانو’ د حال سوچ کړے وي خو د راتلونکو نسلونو هېڅ فکر ئې نۀ وي لرلے. هغوي دا ادراک لکه چې نۀ لرلو چې ‘تاریخ’ د راتلونکو نسلونو نقد ته پرانستے وي.

    هم پۀ دغه نوم ورکو خدائي خدمتګارو کښې يوه نامه د ګړيالې (سدهوم مردان) د عبدالمالک استاذ ده چې ټول عمر ئې د خدائي خدمتګار تحريک د سیوري لاندې سختې برداشت کړي او قربانۍ ئې ورکړې دي.

    عبدالمالک استاذ چې د مردان د ګړيالې کلي د مولوي احمد کره زېږدلے ؤ، پلار نيکۀ ئې د دېوبند سره وابسته وو او لۀ دې وجې دۀ هم ديني تعليم کړے ؤ. پۀ کلي کښې د ”ملکې استاذ“ پۀ نوم مشهور شوے ؤ. د زېږون د نېټې محتاطه اندازه ئې مونږ دومره ټاکلې شو چې 1895 نه مخکښې زېږېدلے ؤ، ځکه چې د هغۀ ورارۀ ګل اسلام استاذ چې دا واخت د شپېتو نه زيات عمر لري، هغه وائي چې عبدالمالک استاذ پۀ 1955ز خواشاه کښې د اويا کالو پۀ عمر کښې وفات شوے ؤ. هم دغسې پۀ 1950ز کښې ويستے شوے پۀ ‘ګل باغ’ ګړياله کښې يو تصوير کښې هم دے راغلے دے چې د عمر پۀ لحاظ د بوډاوالي پۀ پړاو کښې دے. کۀ دغه وخت ئې عمر مونږه شپېتۀ کلونه هم اچوو نو کم ازکم 1890ء خواشا ئې جوړېږي.

    د خدائي خدمتګار تحريک سره د سر نه شريک شوے ؤ. باچاخان چې د سدهوم کومه دوره باندې راغلے ؤ نو دغه وخت 1929ز کښې دے مشرانو کښې ؤ. دغه وخت باچاخان ګړیاله کښې د ازادې مدرسې پرانسته د دۀ د مشر ورور عبدالرشيد پۀ لاس کړې وه. دا دواړه وروڼه پۀ دغه مدرسه کښې والنټئیر استاذان وو چې د کلي مشرانو کشرانو زنانو سړو او ماشومانو ته ئې د باچاخان افکار، د ازادۍ درس ورکوۀ. نن هم دغه مدرسه د عبدالرشيد صاحب د نمسي مولوي اشرف صاحب سره ده چې د کلي لويو وړو ته پکښې ديني درس ورکول کېږي. د ګړيالې کلي پۀ مشران اوس هم د عبدالمالک استاذ د انګرېزانو سره د سخت ژوند واقعات بيانوي چې دا زمونږه د برصغير د ازادۍ اتلان دي خو ولې تاريخ وخوړل. ډېره موده ئې جېلونه خوړلي دي، کورونه ئې ړنګ شوي دي، فصلونه ئې ورته خراب کړي دي خو ولې عبدالمالک استاذ د خپلې لارې نه اوړېدلے نۀ دے.

    وائي چې يوه ورځ ورکره چاپه ووهلې شوه، پۀ کور ئې د انګرېز استعمار پوليس راغلل او د دوي پۀ کوټه دننه ودرېدل. اول ئې دوي ته پۀ رضا ووې چې تاسو دا نعرې مۀ وهئ چې ”باچاخان زنده اباد“ ”انقلاب زنده اباد“؛ خو دوي ونۀ ومنل. نو صوبېدار ورله د ټوپک پۀ شپېلۍ د کوټې د المارۍ نه لوښے رارتاو کړو او ورته ئې ووئيل چې سم شه ګنې دا ټولي لوښي درته زمکې ته راچوم. عبدالمالک استاذ ورمخکښې شو او د خپلې کوټې ټول لوښي ئې زمکې ته پۀ يو درز ګوزار کړل او صوبېدار ته ئې ووئيل، ‘ماتول داسې کوه! خو کۀ تۀ زما دا کور هم غواړې زۀ ئې درته راغورځوم خو د ”باچاخان زنده باد“ ”انقلاب زنده باد“ نه نۀ قلارېږم.

    هم دغسې پۀ سکول کښې د استاذۍ پۀ وجه او وروستو د تقسيم نه پس مسلم ليګي حکومت پرې هم جېلونه وهل ټکول تېر کړي دي. هم دغه عبدالمالک ؤ چې انګرېزانو ورله پښو ته پړے واچوۀ او پۀ ګړياله کلي کښې ئې پۀ وهلو ټکولو راحصار کړے ؤ. دغه دوران دۀ ته پته ولګېده چې د دوي پۀ کور کښې د دۀ ورارۀ وزېږدو. وئيلے شي چې دۀ هم پۀ دغه حالت کښې چغې کړې،

    ‘اوس مې مړ کړئ! پروا مې نشته ځکه چې بل عبدالمالک پېدا شو.’

     

  • خاکه وِرجن فلسفي Virgin Philosopher – سجاد ژوندون

    دا د کال دوه زره شپاړس خبره ده چې د عادت مطابق د خپل هاسټل بلاک سي پۀ درې شپېتمه کمره کښې د غرمې درې بجې اودۀ وم، پامير جان راته زنګ ووهۀ چې هلکه! زما يو ملګرے د ارسټوټل پۀ کمره کښې ناست دے، زما انتظار کوي؛ ورشه کمرې ته ئې راوله. ما د قهر نه موبائل اخوا کېښودو، ځان سره مې وئيل چې د ارسټوټل ملګرے دے خو ارسټوټل به وي کنه! دا ځکه چې زمونږه خوا ته کمره کښې د مروتو يو بیخي کليوال هلک اوسېدو، د هغۀ به پۀ نۀ خبره زما د رومېټانو سره جنګ ؤ، خاص کار دانش وقار سره ۔۔۔ جنګ هم پۀ دې خبرو چې تا واش روم کښې دومره اوبۀ واچولې او تا ګند زما د کمرې مخې ته راوړو.

    يوه ورځ مې دې هلکانو ته وئيل چې هلکانو! تاسو دۀ ته ارسټوټل ولې وايئ؟ وې دا د فلسفې سټوډنټ دے. زما پۀ زړۀ کښې د دغې کس د پاره احترام پېدا شو. ما غوښتل چې دا فلسفي ووينم. يوه ورځ دغه هلک زما کمرې ته راغے، ما سره کښېناستو؛ وې زۀ د فلسفې سټوډنټ يم. ما وې دا خو جي ډېره د فخر خبره ده. ما وې فلسفې ته پۀ شوق راغلي يئ؟ وئيل ئې هو! ډېرې ډګرۍ مې وې، ما وې چې دا هم پکښې وکړم. ما وئيل جي څۀ څۀ مو کړې دي؟ وئيل ئې پي ټي سي، بي اېډ ، بي اے او اوس دا ماسټر کوم. ما بيا وئيل، واقعي چې تاسو خو بلها ډګرۍ کړې دي او د ځان سره مې د لسم نه راواخلې تر شپاړسمه خپلې ډګرۍ پۀ زړۀ زړۀ کښې وشمارلې. زۀ پوهه شوم چې فلسفي ارسټوټل ډېر د کار سړے دے.

    خو چې کله پامير ووئيل چې د ارسټوټل سره زما ملګرے دے ورشه راوله ئې، نو ما وې چې د ارسټوټل ملګرے دے، پۀ تندر ئې ووله ځکه چې د بل کلي دغه چې نۀ پېژنې نو ستا د کلي دغه سره به ئې ګپ وي. او چې دا د ارسټوټل ملګرے دے نو شايد افلاطون به وي. لږ ساعت چې وشو، پامير جان پۀ کمره رادننه شو. يو خيرن واسکټ واله هلک ورپسې راننوتو. دغه هلک چې لوي لوي وېښتۀ ئې پۀ څټ پراتۀ وو، د رنګه سکڼ ، پۀ مخ لویه شوې حجامتي ږيره او چشمې ئې اچولې وې، کښېناستو. پامير جان ئې پېژندګلو وکړه او وې وئيل چې دے هم فلسفه کښې ماسټر کوي. ما چې د دۀ جوسې ته وکتل نو زړۀ کښې پۀ فلسفه ډېپارټمنټ د پښتو څانګې نه زيات ترس راغے چې یه خدايه! دا ډېپارټمنت هم جوړ روغ لېوني پېدا کوي يا لکه د پښتو څانګې د غريبانو، عاجزانو، جماعتيانو او قاريانو نرسري ده. خو دا فلسفه ډېپارټمنټ خو توبه ۔۔۔۔۔

    زۀ پۀ نيم زړۀ راغلم او د دې هلک خوا ته کښېناستم. خېر پۀ خېر مو هم وکړل او پۀ دې کښې پامير ووئيل چې ما ډېنجر له د چايو ارډر ورکړے دے، تاسو کښېنئ زۀ رېډيو ته ورځم. زما پۀ تندي نورې هم دوه شوې خو د خداے دې پېښې ته مې لکه د سنډا غاړه کېښوده.

    دغه پخواني سنجېدت سره مې رو رو خبرې شروع کړې. پۀ خبرو خبرو مې پۀ دۀ هم دا ګمان ؤ چې دا به هم ارسټوټل وي، شپاړسمې ډګرۍ له به راغلے وي. ځان مې پرې پوخ پوخ کوۀ ځکه چې زمونږه الميه دغه ده چې پۀ پوهنتون کښې کوم نالائقه د مېرټ نه پاتې شي نو پښتو، فلسفه او فارسي هډو چرته تلي نۀ دي. اخر دا چې دې فلسفي چې د ځنګلي خلقو شان يا د ټامل فلمونو د ولن شان لګېدو، کله چې ئې خولۀ پرانسته نو د ‘ر’ حرف پۀ ادا کولو کښې به ترې داسې څۀ غږ وتلو چې نۀ به ‘رې’ ؤ او نۀ به ‘لې’، يعني د ‘ر’ غږ ئې نۀ ادا کېدو. ما ورته زر زر د چا نه راپټ شوي دوه درې کتابونه هم ډالۍ کړل چې راشه څۀ به زده کړي. زما کمرې ته چې اکثر نوے مېلمه به راغے نو پۀ ځاے د دې چې هغۀ زما د کار پۀ کتابونو نظر غورځولے وے، د دې نه مخکښې به ما د حفظِ ما تقدم پۀ طور هغۀ ته څۀ تهرډ کلاس کتاب ډالۍ کړے ؤ. هسې خو کتابونه ټول ‘پشټ’ کلاس وي خو ځينې ځينې ته به پۀ تهرډ کلاس وئيلو مجبوره شې. دۀ د کتابونو ټائيټل ولوست او او رو رو خبرې مو شروع کړې. دوه درې منټه پس ما ته اندازه وشوه چې باچا! سړے درباندې ډېر دے او دا خپله پخناټي درې څلور سوتره لږه راکمه کړه. اخر پۀ ځاے د دې چې ما دۀ سره بحث اچولے ؤ، د دۀ نه مې لکه د شاګرد پوښتنې شروع کړې. د دغې ورځ نه دې فلسفي سره زما واسطه راغلې وه او اخر دا شوه چې هفته کښې به يوه ورځ نيمه دے يا خو د ارسټوټل خوا له راتلو يا زمونږه، او پۀ دغه طريقه زۀ د فلسفي يار او فلسفي زما يار وګرځېدو.

    دغه فلسفي دے چې پۀ فلسفه کښې ئې د پېښور پوهنتون نه د سرو زرو لاکټ ګټلے دے. لاکټ ورته زۀ نۀ وايم، بې بې مې ورته لاکټ وائي. بې بې مې چې مېلمنو یا ګاونډیانو ښځو سره خبره کوي نو وائي، زوي او نږور مې پۀ اينوشټۍ کښې د سرو لاکټونه ګټلي دي. پته نۀ چې د ټل ښځې به ورته څۀ وائي چې دا سړے خو د ټل دے او د ټل خلق هم ځان ته يوه لهجه لري. کېدے شي د دۀ مور ورته د سرو امېل وائي.

    د ټل نه پېښور ته راغلے دا هلک چې نيم سړے هم دے، يعني شپېتو کښې ئې دېرش وهلي دي او ځکه ئې لا ویشتو ته دېرش کاله پاتې دي؛ ډېره موده پۀ پېښور کښې د پخواني سنجېدت غوندې پۀ لويو وېښتو کښې وګرځېد خو اخر دې ته جوړ شو چې دغه وېښتۀ ئې لر کړل ځکه چې پېښور نن سبا ټول چېک پوسټ چېک پوسټ، مورچه مورچه او مشکوک مشکوک دے او بيا د طالبانو سرکاري ډرېس کوډ کښې هم دغه شان وېښتۀ شامل وي نو د دۀ شناختي کارډ خو لۀ خېره د ټل دے او فوجيان دې ته نۀ ګوري چې دۀ کښې دننه څومره معصوم انسان پټ دے، هغوي د دۀ باډي سټرکچر ته ګوري نو راکوز ئې کړي. خو يوه خبره دا هم ده چې پۀ هاسټل کښې ئې يوه ورځ دېوال ته ډډه وهلې وه او د فلسفې پۀ غرق سوچ کښې پرېوتے ؤ. دغه دېوال سره خواته ممبتۍ بله وه؛ دے دومره پۀ ځان نۀ ؤ پوهه شوے چې خپل ويښتۀ ئې سېزلي دي.

    د وادۀ باره کښې مې ترې يو ځل تپوس وکړو چې هلکه وادۀ ولې نۀ کوې؟ نو مسکے شو وې لا سم نۀ يم. بيا مې ترې تپوس وکړو چې څوک جينۍ مینۍ دې خوښه ده. پۀ ځاے د دې چې د کېلاشۍ جينۍ باره کښې ئې خبرې کړې وې ځکه چې د دۀ پۀ ”کسنګ“ افسانه کښې يوه کېلاشۍ جينۍ ښکاري. يو ځل ئې راته د هغې قيصه هم کړې وه. د اسلام او کلاشي مذهب پۀ ټسل کښې فلسفي د جينۍ نه لاس وينځلي دي خو ما ورته جسټ So Sad وئيلي وو. د جينۍ پۀ خوښه ئې د سيګرټ نه کش وکړو، لاندې ئې يوه شېبه وکتل، سر ئې وڅندوۀ او پۀ خپله لهجه کښې ئې ووې ”نو لو خو مې ایرودو نیشته“. بيا مې ورته ووې چې هلکه نو چا سره ډډه مډه اړوې کۀ نۀ؟ وخاندل ئې او وشرمېد. پۀ جواب کښې وائي، نه! زۀ لا وِرجن يم. ما قسم ورکړو چې تۀ قران وخوره چې لا وِرجن یې؛ نو پۀ خندا شو، وې هو کنه! او بيا ئې پۀ سېکس يو لوے لېکچر راکړو چې داسې سېکس وي او داسې وائيلنس وي. ما وې چې دې سړي نه د ډډې مډې طمع عبث ده.

    وِرجن فلسفي اوس زما يار دے. پۀ مزه مزه پۀ رو رو خبرې کوي خو هره خبره د فلسفې د اېنګل نه ګوري. چې خبرې ئې درسره نۀ وي کړې او پۀ اول ځل درسره ملاو شي نو داسې څۀ بې سړيتوبه شان د ګوړې بېپاري ښکاري. ولې چې يو چا ته غاړه پۀ ډېره ګرانه ورکوي او نۀ چا ته د ځاے نه پاڅي. شايد چې پۀ دې کښې هم د هغۀ څۀ فلسفه وي خو وائي زما تکلفات نۀ وي خوښ.

    د فلسفې سکالر دے خو شاعري هم کوي. کۀ افلاطون د دې خبرې نه خبر شو نو هغه جهان کښې به ئې ضرور پرلت وهلے وي. خداے پاک ته به وائي چې پښتانۀ خو خوار ځکه دي چې هر سړے ئې شاعر دے. مونږ چې فرښتو ته د فلسفې د پاره کوم درخواست استولے چې هلته يو فلسفي لوښے ولېږئ، دوي پکښې شاعري اچولې ده.

    خو زۀ دلته دا وايم چې دا د فرښتو کار نۀ دے، دا د دۀ خپله کمزوري ده چې فلسفيان ئې پېدا نۀ کړل نو شاعرانو سره پۀ ناسته مجبوره شو. هغه هم د نابغه اختر ننګيال سره چې ”کابل نه تر بنګاله“ پښتانۀ يو کول غواړي. دا بېله ده چې هر فلسفي شاعر نۀ دے خو پۀ پښتونخوا کښې هر شاعر فلسفي هم دے. مثال ئې زمونږه د غندل خان غندل ماما دے، پۀ شعر کښې د ډارون نظريه رد کوي.

    کله کله ترې پټ شان وپوښتم چې هلکه! تۀ خو د ټل او هنګو یې نو دا راته مۀ وايه چې اخري نمونځ دې کله کړے دے خو دا راته ووايه چې تاسو شيعګان ئې کۀ سنيان؟ نو مسکے شي او پۀ خپله ټل واله لهجه کښې وائي، يار! دا تپوس ته ما نه ولې بور بور کوې؟ زۀ دې خټو ته نۀ کوزېږم.

    وِرجن فلسفي د خدائي خدمتګار کورنۍ نه دے او دې نه ئې د فکر او مفکورې اندازه کېدې شي. زما خو د کابل د سفر يار دے چې هم هلته مې پېژندلے دے. کله چې د مرۍ تروه کړي نو د پښتونخوا د نوم وتلو خلقو پېروډۍ به ترې اورې او خندا نه به لوغړېږې. ما پۀ هغه شپه داسې محسوس کړې وه چې دا ظالم خو پۀ محفل کښې غلے ناست وي خو دننه د دې خلقو نه څومره خوند اخلي ۔۔۔۔۔۔۔ خپله هم خاندي او تا به هم خندوي او تۀ به حېران شې چې دا وِرجن پاک فرښته درته د فلسفې د ميرواس پۀ شکل کښې مخې ته ناست وي.

    بلها مطالعه ئې کړې ده او بلها ليک ئې کړے دے. جلال خليل او ما پرې ډېرې وسې وکړې چې هلکه! دا پښتانۀ نواز طائر او د داسې ډېرو خلقو د حوالو نه خلاص کړه، دا ليکونه چاپ کړه خو انکاري شي؛ وائي چې د شپېتو کالو شم نو چاپوم به ئې. دا خو حيات روغانے دے چې پۀ چل چل ترې پښتون له څۀ کار اخلي ګنې دے خو ځان سدهوم ته سُور ښائي. يو ډېر ښۀ نقاد پکښې هم غزونې کوي خو شايد چې وېرېږي پۀ چا زړۀ نۀ کوي ګنې کله کله پۀ ليک کښې لوي لوي پهلوانان راوپرځوي. د کتاب پۀ غلا خو ئې يقين نۀ کوم چې کتاب د چا نه پټوي او کۀ نۀ خو پۀ محفل کښې چې ناست وي نو ريډ وائن داسې پۀ ترخ کښې پټ کړي لکه چې ترخ کښې ئې هډو د شیشې څۀ وي نۀ. د وجود قائل دے، جوهر ته اهميت نۀ ورکوي.

    د خپل نوم عکس دے؛ چې یو ځل تهخانې ته کوز شي نو وائي چې سټډي مې کوله خو بهر ټول یاران پوښتنه کوي چې طلال بېدار څۀ شو او بېدار اودۀ وي.

     

  • خدائي خدمتګار میرا خان بابو – سجاد ژوندون

     

     

    خدائي خدمتګار ميراخان بابو چې د ضلع مردان د سدهوم علاقې د ایسپزو د قبيلې د ‘ميرو ایسپزي’ پۀ اولاد کښې پۀ بهائي خان کلي کښې پۀ کال 1895ز کښې زېږېدلے ؤ. پۀ علاقه کښې د تعليمي ادارو د نیشتوالي لۀ کبله د رسمي تعليم نه محروم پاتې شوے ؤ.

    کله چې پۀ 1928ز کښې پۀ اتمانزو کښې د ‘انجمن اصلاح الافاغنه’ بنياد کېښودے شو نو د دغه انجمن پۀ وړومبي اجلاس کښې د سدهوم علاقې خوشحال خان ایسپزے او ميرا خان بابو د نمائندګانو پۀ حېث شامل شول. وروستو چې کله ‘خدائي خدمتګار تحريک’ پۀ وجود کښې راغے نو ښاغلے خدائي خدمتګار ميراخان د سدهوم علاقې وړومبے جرنېل وټاکلے شو. ميرا خان بابو چې خپل ټول ژوند ئې د فخر افغان باچا خان پۀ مشرۍ کښې د پېرنګي استعمار پۀ ضد او پۀ خاص طور د پښتون وطن د ښادې ورځ پۀ غم کښې تېر کړے دے، خپل ټول چاپېرچل ئې د باچاخان پۀ فکر منور کړے دے. د انګرېز خلاف ئې خپله مبارزه دې حد ته رسولې وه چې څو څو ځله ئې انګرېز استعمار پۀ کور کلي ډاکه غورځولې وه او تيار فصلونه ئې ورته سېزلي وو. څو واره ئې ترې غلې هم د کوره وړلې دي، بلکې يو ځل ئې ورته کورونه هم سېزلي دي. د تحريک ازادۍ پۀ دې قافله کښې ميرا خان بابو کله هم د خپلې لارې نه وروستو شوے نۀ دے او يوولس کلونه جېل، وهل ټکول او هر قسمه سختۍ ئې برداشت کړې دي.

    کله چې د هند تقسيم وشو او د ازادۍ پۀ مبارزینو د پېرنګي راټیټ کړے اسمان مسلم لیګیانو نور هم راټیټ کړو نو د مسلم ليګي استعمار پۀ ضد د خپلې لارې نه واونۀ ړېدو. پۀ بابړه کښې ئې هم سره د خپلو ځوانانو شرکت کړے ؤ چې خپل بې شمېره زخميان ئې راټول کړي وو. پۀ 1948ز کښې چې کله محمد علي جناح وفات کړے شو نو هم د دغې وفات پۀ درېمه شپه د دۀ کور کښې ماشوم زېږېدلے ؤ چې د رواياتو تر مخه دوي پۀ خپله حجره کښې د ټنګ ټکور پروګرام جوړ کړے ؤ. د علاقې ‘ټوډیانو’ رياست ته خبره ورسوله چې کانګرسيانو د جناح د مرګ پۀ خوشحالۍ کښې جشن جوړ کړے دے؛ هم پۀ دغه شپه پاکستان پوځ ټول بهائي خان کلے يرغمال کړو او وهل ټکول ئې راواخستل. د کورونو سېزلو بندوبست ئې هم وکړو خو ميرا خان بابو چې د کلي او علاقې د خدائي خدمتګارو مشر ؤ، د عدم تشدد تر مخه ئې خپل ځانونه ګرفتارۍ ته پېش کړل او هېڅ قسمه تشدد ئې ونۀ کړو. کله چې پوځ او پوليس دوي ګرفتار کړل نو د ژمي يخه شپه وه. دا ټول ئې بوتلل او د بهائي خان کلي پۀ منځ کښې د اوبو ولاړ يو ډنډ کښې ئې څملول چې د هغې سره د ډېرو مشرانو پښو کار پرېښے ؤ. ميراخان بابو هم دغې وهلو ټکولو ډېر ځپلے ؤ خو ولې خپله سياسي لار ئې پرې نۀ ښوده او وړاندې هم د ‘ون يونټ’ خلاف تحريک کښې د ولي خان سره ولاړ ؤ.

    د ازادۍ دا اتل پۀ دسمبر کال 1986ز کښې وفات شوے دے او پۀ خپل کلي بهائي خان کښې خاورو ته سپارلے شوے دے.

  • د حشر مېدان (افسانه) – سجاد ژوندون

    نن درېمه ورځ ده چې ټول لوي واړۀ او زنانه د ټوپکو او شپېلو پۀ زور د کلي منځ مېدان ته راوستلے کېږي. د چا سترګې پۀ توره پټۍ تړلې شوي او ټول پۀ يو پړي د لاسو نه د شا طرفه تړلے شوي داسې ښکاري لکه څاروي چا روان کړي وي او کۀ لږه غوندې هم پښه پۀ مزه کوي نو د شا نه پۀ لته ووهلے شي او پۀ يو غضب ناک اواز کښې ورته ووئيل شي ‘جلدي کرو بېڼ چود! سيدها جاو’ او د لتې سره يا خو د ‘وۍ ادې’ غږ راخېژي يا خالي ‘وۍ’ ـــ چې د دړد څړيکه څو تر اظهاره رارسي نو پۀ اسوېلي بدله شوې وي. دغه سوړ اسوېلے د قليل درې د غرونو د نښترو د شغار سره خور شي او ورک شي لکه چې خداے ته هم نۀ رسي. بل طرف ته بوډاګان پۀ سور نمر ناست د خپلو ځوانانو دغه حشر ويني خو څۀ وکړي، شايد چې د هغوي د پاره د حشر مېدان هم دغه وي کوم چې د هغوي ايمان دے.

    درېمه ورځ ده د سحر نه تر ماښامه د قليل درې د خلقو د حشر مېدان لګي خو فرق صرف دومره دے چې د حقيقي حشر مېدان باره کښې دا وئيل کېږي چې ‘هر سړے به پۀ خپله منډه وي؛ د ورور به پۀ ورور ، د پلار پۀ زوي ، د مور پۀ اولاد هېڅ کار نۀ وي، بس خپل غم او خپل ګناهونه به ژاړي او د دې حشر مېدان احساسات بدل دي ۔ دلته هر سړے داسې پاک دے لکه څنګه چې د قدرت غرونه سيندونه او هواګانې پاک دي. دلته د چا هم پۀ ځان پروا نشته، دلته د هر پلار د خپل زوي ټيټ شوي سر ته پۀ سترګو کښې اوښکې دي؛ دا ويني چې لږ ساعت پس به ورله پۀ سټ تمانچه کېږدي او ډز به ترې وباسي .

    د قليل درې د کور کور تالاشۍ د سحر نه تر ماښامه کېږي او ماښام چې د حشر مېدان تم شي، دا خلق خپلو کورونو ته راشي نو د کوټې پۀ برګو پورې تړلې د ګل ګل ماشومانو ځانګو هم وړلې شوې وي، ولې چې دغه زانګو کښې ماشومان خوب کوي او پۀ بې غمۍ خوب کول د دې وطن تر ټولو لوے جرم دے. دا ماشومان چې پۀ دې ځانګو کښې اودۀ کېږي نو د دې وطن د استحکام خلاف د جنګ سپاهيان ګڼلے کېږي ـــ د کور د نور سامان خو هېڅ مۀ وايه.

    د مېدان بل سر ته د وړې غونډۍ پۀ وېښ کښې د قليل درې ټولې ښځې راټولې دي او ساعت پۀ ساعت پرې يو د خړې وردۍ خاوند راځي او ورته وائي، ‘دهشت ګرد مو څۀ کړل؟’ دغه زنانه خپل مخونه پۀ پړوني پټوي، هېڅ جواب نۀ ورکوي. ځينې زنانه چې تي ته ئې ماشوم اچولے وي، خپل ماشوم د تي نه راجدا کوي او ځان پۀ څادر کښې سموي ولې د تي نه راجدا شوے ماشوم چې پۀ ژړا شي نو د خړې وردۍ خاوند پرې غړمت وکړي، ‘اِسے چپ کرادو’. ځينې مشرانې ښځې د خداے خاطر ورکوي چې مونږه پرېږدئ، تاسو چې څوک ګورئ خو دې مخامخ غر کښې دغه دي ناست دي کنه! تپوس کوونکے دغه جواب لکه چې نۀ اوري.

    لږ ساعت کښې د حشر پۀ مېدان کښې د کولال وار شي. دغه کلال سره د خپلو خرو او خچرو راوستے شوے دے ۔ کله پۀ لته ګزار خوري او کله پۀ هغه لخته پۀ کومه چې دے خپل خرۀ چلوي. د دۀ خرۀ هم د دۀ سره دغې د حشر مېدان کښې سزا خوري. پۀ نمر تړلي شوي دي او دغه جرم پرې يادوي چې غر ته ئې دهشت ګردو له اوبۀ خېژولې دي. هغه بار بار خدايه خدايه کوي چې زۀ نۀ يم خبر، ولې د ګزار سره چې پړ مخې پرېوځي نو د ټول حشر مېدان خپل غم او خپله وېره ورکه شي او د کولال پۀ غم اسوېلي کوي.

    ټوله ورځ چې د حشر مېدان وچلېدو نو څو سپين روبي مشران راپاڅي، د د وردۍ والا افسرانو ته منت زارۍ کوي چې د لوے اختر مبارکه شپه ده، دا خلق پرېږدئ چې خپلو کورونو ته ځي خو ولې د حشر د مېدان حساب کتاب کوونکي پۀ دې خبرو هېڅ پروا نۀ کوي. لږ ساعت پس چې خلق خپلو تالان شوو کورونو ته لاړل نو پۀ دې خوشحالۍ لاړل چې سبا د لوے اختر ورځ ده، د حشر مېدان به نۀ لګي. سحر چې خلق د نمونځ نه راواپس شول او د څاروو قربانو ته ئې ځان سموۀ نو وليدل ئې چې د قليل درې نه يو طرف ته او بل طرف ته غرونو ته هيلي کاپټرو ګډان کوز کړل.

     

  • راځئ چې د هارون بلور بدل واخلو – حامد میر – ژباړه: سجاد ژوندون

     

     

    د دولسمې جولایۍ د اردو ورځپاڼې ‘جنګ’ پۀ مننه

    چرته مې سوچ هم نۀ ؤ کړے چې د پلار نه پس به ئې پۀ زوي هم کالم ليکمه. څو ورځې مخکښې د پېښور پۀ سړکونو او کوڅو کښې د صوبائي اسمبلۍ د پاره کاندید د هارون بلور بېنرو او پوسټرو ته چې مې کتل نو بشير بلور به مې يادېدو.

    بشير بلور پينځۀ واره د صوبائي اسمبلۍ غړے ګرځېدلے دے خو پۀ کومه زمانه چې هم راغلے دے، هره ورځ به پۀ پېښور کښې بمي چاودنې کېدې ۔ د بمي چاودنې کوونکو خلاف بشير بلور او ميا افتحار حسېن د مزاحمت علامتونه ګرځېدلي وو. پۀ بشير بلور درې واره ځانمرګي بريدونه وشول ولې پۀ څلورم بريد کښې هغه شهيد کړے شو. د هارون بلور او حاجي غلام بلور پوسټرو ته مې چې کتل نو د بشير بلور سره پېښور کښې شوے امن لاريون مې ياد ؤ چې پکښې پوره سل کسان هم شريک شوي نۀ وو ځکه چې بمي چاودنو پېښور څۀ چې ټوله پښتونخوا پۀ خپل لاس کښې اخستې وه. ما دا سوچ کولو چې ما پۀ پېښور کښې د لاريون فېصله ولې کړې وه ځکه چې دلته د جلسو او جلوسونو رواج پۀ ختمېدو ؤ. زما پۀ دې تجويز تر ټولو اول بشير بلور زما ملګرتيا کړې وه. زۀ چې پۀ دغه ورځ پېښور پريس کلب ته ورسېدم نو بشير بلور د ټولو مخکښې راغلے ؤ. د دوي نه پس مياافتخار حسېن، اقبال ظفر جهګړا، مفتي کفايت الله او نور ډېر صحافيان هم راغلل او امن مارچ شروع شو.

    دا مارچ چې کله ختم شو نو بشير بلور زۀ پۀ زبردستۍ سره خپل کور ته بوتلمه چرته چې هارون بلور زمونږ د پاره د پُرتکلفه ډوډۍ انتظام کړے ؤ. دې دواړو پلار او زوي ډېر پۀ مينه مونږ ته مېلمستيا راکوله. بشير بلور به بار بار پۀ قټ قټ خاندل چې دا دهشت ګرد زمونږه خنداګانې تروړل غواړي خو مونږه به خپله خندا نۀ د دوي د وحشت وېرې ته نۀ پرېږدو. هارون بلو به د غوښې تيکه ما ته پۀ پلېټ کښې رامخې ته کړه، وئيل به ئې، واخله! د پېښور مشهورې تيکې دي ۔ــــ خو د دې امن مارچ نه څو ورځې پس بشير بلور شهيد کړے شو.

    زۀ پۀ دغه ورځ چې کله د پېښور پۀ سړکونو وګرځېدمه نو د غلام بلور کور ته ورغلمه چرته چې هغه پۀ برنډه کښې د خپلو کارکنانو سره ولاړ ؤ او پۀ سر باندې ئې د بشير بلور تصوير ځوړند ؤ. حاجي صاحب چې زۀ ځان سره کښېنولم نو د بشير بلور تصوير ته ئې اشاره وکړه چې دغه ستا دوست!

    د خپل دې بهادر ملګري تصوير ته چې ما وکتل نو پۀ بشير بلور هغه ليکلے شوے کالم مې راياد شو د کوم شروع چې ما د دې لفظونو نه کړې وه،

    ‘مرګ کۀ هر څوک مړۀ کوي خو شهيد دغه مرګ مړ کوي’ ځکه چې شهيد ټول عمر ژوندے وي. بشير بلور چې مې څومره مخې ته کېدو، دومره مې د غلام بلور او هارون بلور د سر خېر غوښتو. پۀ دغه وخت خبرو کښې ما ته غلام بلور ووئيل چې د 2013 پۀ نسبت پۀ 2018 کښې حالات سم دي. زۀ خاموشه وم ځکه چې ما ته يوه ناشنا خطره مخې ته محسوسېده ځکه چې د پېښور پۀ کوڅو او بازارونو کښې خلقو د اے اين پي او پيپلز پارټۍ مخلوط حکومت يادوۀ. پۀ دې خبره کښې هېڅ شک نشته چې د عمران حمايت هم کېدو خو د پروېز خټک طرز حکومت نه اولس ډېر ستړے ښکارېدو. کوم خلق چې د حېدر هوتي نه مايوسه شوي تحريک انصاف ته راغلي وو، هغوي يو ځل بيا مايوسه شوي وو او واپس عوامي نېشنل ګوند طرف ته ئې رجوع وه. د ډېرو خلقو نه چې ما واورېدل چې اے اېن پي ته به ووټ ورکوي نو ما ته يوه خطره محسوس شوه چې دوي به د اے اېن پي د مخنیوي د پاره هم هغه د 2013 لار خپلوي.

    د نهې پۀ ورځ چې د افواج پاکستان لۀ خوا اعلان وشو چې پۀ 25 جولائي به درې نيم لکهه پوځيان د امن او امان د پاره خپلې څوکۍ سنبالوي نو زما وېره لږه کمه شوه خو ولې هم پۀ دغه ماښام د پيپلز پارټۍ مشرانو پۀ لاهور کښې يو اجلاس وکړو او هم هغه الزامات ئې پورته کړل کوم چې مسلم ليګ ن پۀ دغه اداره لګولي وو. دا الزامات چې مې واورېدل ډېره مايوسي وشوه او اخر د هارون بلور د شهادت خبر راغے.

    هارون بلور پۀ کوم جرم باندې شهيد کړے شو؟

    زۀ ډېر ساعت غريو نيولے ومه چې هارون خو پۀ حکومت کښې هم نۀ ؤ نو پۀ کوم جرم ئې پۀ بم دهماکه کښې والوځوۀ. يو وار بيا زما سترګو ته د هارون بلور د پلار بشير بلور خنده رويه مخ ودرېدو. زما پۀ غوږو کښې دغه خبره اورېدلې کېده چې ‘دهشتګرد زمونږه خندا ګانې تروړل غواړي خو مونږ به خپله خندا د دوي وحشت ته پرې نۀ ږدو’. ما سوچ کوۀ چې د الېکشن پۀ ورځو کښې اخر څوک څوک د دهشت ګردۍ د ختمولو کرېډټ پۀ خپل نوم کوي خو اے اېن پي کله هم د دې کرېډټ د اخستو هڅه نۀ ده کړې. د دهشت ګردو مخې ته د سر نۀ ټيټولو پۀ جرم کښې د ټولو نه زياتې حملې هم د دوي پۀ کارکنانو وشوې. کله چې پۀ پښتونخوا کښې د عوامي نېشنل پارټۍ حکومت ؤ، يوه ورځ ملا فضل الله د اسفنديار ولي خان سره رابطه وکړه چې زمونږ تاسره هېڅ دښمني نشته؛ زمونږ جنګ د پنجاب سره دے، بس تۀ مونږ ته لار راکړه چې مونږه پۀ پنجاب حملې کوو. اسفنديار ولي خان انکار وکړو او هم دې سره د تحريک طالبان پاکستان يو داسې جنګ د عوامي نېشنل پارټۍ سره ونښتو چې پکښې بشير بلور، د ميا افتحار حسېن زوے او اوس هارون بلور هم شهيد کړے شو. د بشير بلور د شهادت نه پس پۀ دېرشم اپريل 2013 پۀ جي اېچ کيو کښې د شهيدانو د ورځ پۀ مناسبت يو پروګرام راجوړ شوے ؤ. پۀ دې پروګرام کښې د بشير بلور نوم د يو قامي هيرو پۀ طور اخستے کېدو. پۀ يو لوي سکرين باندې د بشير بلور د بهادرۍ قيصې وښودلې شوې، د دې نه پس د هغۀ زوے هارون بلور سټېج ته راوغوښتے شو. دغه وخت د پاکستاني پوځ مشران او جنرل کياني هم لاس پړقول. هم پۀ دې پروګرام کښې هارون بلور پۀ خپلو خبرو کښې ووئيل چې د پاکستان د سلامتيا پۀ خاطر به د بلور ټول خاندان او عوامي نېشنل پارټي کله هم د سر ورکولو نه ورستو نۀ شي.

    دا کرښې چې ليکم نو زما سترګو کښې اوښکې راځي. لکه د خپل نر پلار پۀ شان هارون بلور هم د پاکستان د پاره خپل سر ورکړو. د شهادت نه مخکښې هارون بلور ته اندازه لګېدلې وه ځکه چې خپل زوي دانيال بلور ته ئې ووئيل چې کومې جلسې ته زۀ ورځم، هلته تۀ مۀ راځه. د مرګ نه کله هم مۀ وروستو کېږه بلکې د مرګ مخې ته ودرېدل د نرانو کار دے. ولې د هارون بلور د پاره دا ممکن نۀ وه چې هغۀ خپل خاندان ځان سره کړے وے او چرته يورپ کښې اباد شوے وے يا دوبۍ يا ملائشيا کښې اباد شوے وے؟ خو نا۔۔۔۔۔۔۔۔۔ هغۀ د تېښتې لار خپله نۀ کړه. هغۀ لکه د خپل پلار پۀ شان پۀ خپل اولس کښې د مرګ فېصله وکړه. د هارون بلور پۀ شهادت به د عوامي نېشنل پارټۍ حوصلې کمې نۀ شي بلکې مضبوطې به شي. دا بريد پۀ يوه خاص پارټۍ نۀ بلکې پۀ ټولو پارټیو شوے دے. دا بريد پۀ يو پاکستاني نۀ بلکې پۀ ټول پاکستان شوے دے.

    د دې بريد جواب هم دا دے چې زما وروڼو! زما خوېندو! پۀ 25 جولائي راوځئ او ووټ خپله وسله وګرځوئ. تاسو چې څومره ووټ اچوئ دومره به د دهشت ګردو او د دوي سهولت کارو ته شکست ملاوېږي.

    دهشت ګردو ته د شکست ورکولو د پاره ووټ ضرور واچوئ! دهشت ګرد او د هغوي سهولت کار زمونږه خنداګانې نۀ شي تروړلې.

    د اګست میاشت

    24 اګست: د سپین تنګي هاتیخېلو د شهیدانو ورځ

    19 اګست: د افغانستان د استقلال ورځ

    14 اګست: د پاکستان د جوړولو ورځ

    12 اګست: د پښتنو د وړومبي ریاستي قتلِ عام ورځ

    17 اګست:

    هغه ورځ چې د پاکستان یو بل جالندهرے ډکټېټر جنرل ضیاء پۀ الوتکه کښې والوتۀ. جناح صاحب چې پۀ 1948 کښې د منتخب حکومت د ماتولو د کوم ناوړه روایت بنیاد ايښے ؤ، چې جناح صاحب نه پس د هغۀ ګده نشینو دغه روایت ژوندے ساتلے ؤ، ضیاء هم دغه لړ کښې خپله برخه ورکړې وه.

    د مذهب چې څومره خونړے استعمال کېدو شو، هغۀ وکړو. د جهاد پۀ نامه ئې د افغانانو وینې توې کړې. لوټا کرېسي، کلاشنکوف کلچر، سیاسي رشوتونه، د فرقه ایز وحشت ډاډګیرنه، منافقت، د جمهوریت مرۍ خپي کول، ملک نه مېدانِ جنګ جوړول و داسې نورې ډېرې خبرې د هغۀ پۀ تندي لیک دي. هاغه غېرتي خداے پۀ اوولسم اګست 1988 د دې خونخوار ډکټېټر روح هم هغه اور کښې وریت کړو چې دۀ غرغنډه کړے ؤ او پښتانۀ افغانان ئې نن هم خشاک دي. دۀ سره د دۀ د امریکائي سفیر ملګري ارنلډ لیوس رافل، جنرل هربرټ وېسم، بریګېډئیر سالک او جنرل اختر عبدالرحمان پۀ شمول یو دېرش کسان دغه الوتکه کښې ناست وو.

    نۀ دې بخښي خداے قاتلان د افغانانو، هغه قاتلان چې وژني افغان قوم پۀ نامه د مذهب او وطن ـــ

    8 اګست: د کوئټې د شهیدانو وکیلانو ورځ.

     

  • د مولانا صوفي محمد د نوې مرکې پهٔ متن یو تاثر – سجاد ژوندون

    پۀ سوات کښې د ترهګرۍ جاکړ پۀ نیمه شپه قدرتي نۀ ؤ راغلے، پښتنو ته به یاد شي چې د اېم اېم اے دور کښې به ‘تور پټکي’ راووتل او شریعت به ئې غوښتو. څۀ وخت پس به ورسره د اېم اېم اے ‘منتخب’ نمائندګانو د ‘صوبه سرحد’ او ‘وفاق’ پۀ نمائندګۍ ‘مذاکرات’ وکړل او دغه به ‘کامیاب’ شول ـــ دغه کټوۍ جوش ووهۀ.

    ياده دې وي چې هر کله پۀ سوات کښې د ترهګرۍ لمبې راپورته شوې، کورونه نړېدل، سرونه پرېکېدل، عزتونه نېلامېدل او اولسونه پۀ يوه پښه لۀ ملاکنډ ډوېژن، سوات او خوا شا علاقو نه بې کوره کېدل او راتلل پۀ مېداني علاقو کښې لکه د خانه بدوشو پۀ وچه ډاګه مېشته کېدل نو د دغې هر څۀ يوه وجه هم دغه وه چې پښتانۀ ټول وطن يو وار بيا د مذهب پۀ نوم جنګ سره مخ کول وو. د ترهګرۍ دانه د ګړدې پښتونخوا پۀ خاوره ونوستې شوه او پۀ ډېر لږ وخت کښې ئې ټوله پښتونخوا ”زنځير زنځير، څوکۍ څوکۍ ، پاټک پاټک “ کړه.

    د دې ټول فلم د پاره د ډېرو کلونو نه هغوي ځان ته خپل محسوس خلق ساتلي وو چې يو پکښې نوموړے مولانا صوفي محمد هم ؤ او د چا پۀ ‘برکت’ اوس هم دے. مولانا صوفي محمد چې يو وخت کښې ئې د افغانستان پۀ جهاد کښې لوے نوم درلود، خپلې مدرسې ئې هم دې د پاره ساتلې چې کله هم افغانستان ته د امريکې د پاره جهاد ته د خلقو لېږلو ضرورت پېښ شوے دے نو لکه د پنج پير، د جماعت اسلامي، د اکوړي جامعه حقاني د مدرسو صوفي محمد هم خپل کردار لوبولے او د خپلو مدرسو فارغ التحصيل ئې ټوپک پۀ لاس افغانستان ته استولي دي.ــ خو چې کله يو چا ته د پښتونخوا پۀ خاوره د جهاد او د شريعت ضرورت پېښ شوے دے نو مولانا صوفي محمد تر ټولو اول د پاکستان جمهوري حکومت کافر ګرځولے دے او د خپل شريعت اعلان ئې پۀ ملاکنډ ډوېژن کښې پورته کړے دے. د دې اواز پۀ شا ډېر مقصدونه وو خو لوے مقصد ئې لکه څنګه چې ما بره بيان کړو.

    پۀ سوات کښې پۀ ډېره لږه موده کښې جنګ راولاړ هم شو او ختم هم شو. بلها زيان د پښتنې خاورې وشو. د شريعت پۀ شا چې د چا کوم اصلي مقصد ؤ، هغه سر ته ورسېدو. د دغې جنګ اصلي وارثان صوفي محمد چې بوډا شوے ؤ، نور ئې د سکرپټ لاندې ژوند نۀ شو تېرولے نو خپل بوډا والے ئې پۀ ارام سره اے کلاس جېل ته وقف کړو. داسې جېل چرته چې ملزم ته د کور نه هم ښۀ سهولت ورکول کېږي. خو و لې د هغۀ نازولے زوم لا هاغسې د يو سکرپټ د لاندې ژوند کوي. پته نۀ چې پۀ کومه څوکۍ کښې دے، کوم غار کښې دے يا پۀ کوم ښار کښې دے؛ خو سلامت ناست دے. د صوفي محمد زوم لکه چې د یو ‘لوے طاقت’ زوم وي، خپله لور ‘ترهګري’ کونډه کېدو ته نۀ ورکوي. د پاکستان د پوځ د لاس نه ‘ووتو’، د افغانستان د پوځ پرې ‘وس’ نۀ رسي، د امریکې پوځ له پۀ لاس نۀ ‘ورځي’.

    تېره میاشت مولانا صوفي محمد د اے کلاس جېل نه رها کړے شو حالانکې د سوات بونېر پۀ لکهونو وران شوي کورونه خو هم د دې سړي پۀ سر وو. هغه زرګونو مېندې خوېندې لوڼه چې د مولانا صوفي محمد لۀ خوا پۀ سوات کښې د بل شوي اور نه پس د ترهګرۍ خلاف اپرېشن یا د ترهګرۍ پۀ تور ورک او مړۀ دي، څۀ درک ئې نۀ لګي او وارثان ئې د د وېرې غږ نۀ شي کولے، خو ولې پۀ سکرپټ کښې چې دے پاک ؤ نو لۀ پاکستاني عدالته هم پاک ثابت شو. پۀ نورلسمه جنورۍ چې دۀ د ايکسپرس ټي وي سره کومه مرکه کړې ده، هغې ډېر سوالونه رامخې ته کړي دي.

    يو سوال دا چې مولانا صوفي محمد او د هغۀ اولاد چې ټول عمر چا ته پۀ خپلو تقريرونو کښي د ”پاک پوځ“ پۀ ځاے ”ناپاک پوځ“ وئيلي دي او د دوي خلاف ئې وسله واله مبارزه وړاندې کړې، نن وائي چې کۀ دا پوځ نۀ وے نو پاکستان به ختم شوے ؤ. زۀ پۀ دې بحث کښې نۀ پرېوځم چې د مولانا صوفي محمد پۀ موقف کښې دا دومره لوے بدلون څنګه او کومو حالاتو راوستو، خو زۀ دا خبره ډيره پۀ تشويش سره کوم چې اخر داسې کومه مجبوري مولانا صوفي محمد ته پۀ اخره کښې پېښه شوه چې پۀ ګراسي ګراونډ کښې د ریاست خلاف د هغۀ د کفر فتويٰ چې پۀ زرګونو پښتنو د قتلِ عام د جواز د پاره پېش کېدله، باندې هډو خبره ونۀ شوه. مولانا صوفي محمد پۀ خپلو خبرو کښې دا خبره هم کوي چې فضل الله کافر دے، خوارج دے ـــ نو ايا پۀ کوم وخت کښې چې هغه د افغانستان د پاره جنګېدو نو هغه وخت خوارج نۀ ؤ؟ د فضل الله ذهن سازي خو مولانا صوفي محمد کړې ده. خو نن د سکرپټ تر مخه هغۀ ته خوارج ووئيل شو. مولانا صوفي محمد دا هم ووئيل چې جهاد يا شريعت هله فرض کېږي کله چې د ملک حاکم وغواړي ـــ خو دلته دا خبره نۀ ده سپينه شوې چې د ملک حاکم د اوولس کروړه اولس ټاکلے وزير اعظم وي کۀ بل څوک؟ ځکه چې پۀ پاکستان کښې دننه اويا کلونو کښې دا خبره نۀ ده سپينه چې د دې ملک حاکم څوک دے )اګر کۀ ائین کښې حاکمیت اعليٰ صرف الله د پاره د بیان تر حده ساتلے شوے خو عملاً حاکمیت د جرنېل او مُلا دے(. بله خبره د ملاله يوسفزۍ پۀ حواله هم وشوه چې پۀ هغې حمله کوونکي کافر دي، نو زما پۀ خيال چې د جماعت اسلامي لۀ خوا پۀ ملاله کوم تورونه لګول کېږي او د هغې کوم مخالفت پۀ دې وطن کښې روان دے، هغه پۀ ملاله د حملې نه زيات حطرناک دي. خو د مولانا صوفي محمد دا خبره هم دغه تاثر ورکوي چې جماعت اسلامي واله يا پۀ ملاله حمله کوونکي خوارج يا کافر دي. صوفي محمد چې د کوم شريعت غوښتنه ښائي، کومه چې هغۀ کړې وه، هغه څۀ پۀ دا ډول ده چې هر څۀ دې پۀ خپل حالت وي، صرف فېصلې دې قاضيان کوي. خو ولې کله چې پۀ پښتونخوا کښې د عوامي نېشنل پارټۍ حکومت ؤ نو دا فېصله د ګوند لۀ خوا پۀ مذاکراتو کښې دوي سره منلې شوې وه. خو هر کله چې د شريعت خبره ومنلې شوه نو دې سره مسئله ختمېده او د فلم ليکونکي چې کوم منطقي انجام ؤ، هغې کښې سسپنس ته زيان رسېدو. لۀ دې وجې د سکرپټ مطابق د دغې شريعت د پاسه خلق تنګ کړے شول، فېصلې د قاضيانو پۀ ځاے چوکونو ته راغلې او هر سحر به څوک ځوړند مړ پروت ؤ.

    د سوات د سیمې کنډر کنډر کورونه، د سوات پۀ لاره کښې بې شمېره چاوڼۍ چې د دغه فطري ښکلا لیدو د پاره سېلګرو ته پۀ یو لحاظ ‘آگے خطره هے’ سائن بورډ دے، سوات کښې د امن سره مینه لرونکي زرګا خلق، پۀ لکهونو کډوال او د مرګ پۀ برید ولاړ ژوند هېر کړئ ـــ د صوفي محمد ائینه کښې احسان الله احسان ته ګورئ ـــ دې ته وائي ‘وقفه’ ـــ دې مخصوصه وقفه کښې پۀ مملکتِ خداداد کښې حافظې زاړۀ تصویرونه ډیلیټ او نوي ‘اپلوډ’ کړي ـــ لکه څنګه چې نن مولانا صوفي محمد سپین باز دے، سبا به احسان الله احسان سپین باز وي ـــ

    پۀ دې منځ کښې د پښتون وطن وران تصویر د رحمت شاه سائل د کومې سندرې تشریح ښکاري ـــ پۀ دې منځ کښې د پښتنو وینه پۀ ګرد او خاوره کښې ورک شوے بې قیمته غوندې څیز دے. دا ټولې خبرې حقیقتونه، د احسان الله احسان قېد او د مولانا صوفي محمد د خوشي کېدو خبره چې راواخلو نو نېشنل اېکشن پلان ته حېران شو.

  • باچاخان پۀ تيارو کښې د رڼا څیره- ګوپال ګاندهي، ژباړه: سجاد ژوندن

    )ګوپال ګاندهي د مهاتما ګاندهي نمسے دے. باچاخان سره د هغۀ مینه او عقیدت د دې لیکنې د متن نه څرګند دے. هر څو ځینې ځایونو کښې پۀ واقعاتو تبصره هغۀ ته د رسېدلو خبرونو پۀ تاثر کښې ده، مونږ د فخرِ افغان د تلین پۀ ویاړ دې ګڼه کښې د هغۀ دغه تاثرات پۀ نړیوال کچ د باچاخان د عظمت د اعتراف پۀ توګه نقل کوو.

    سرچینه: جاوید احمد صدیقی، باچاخان غدار یا محب وطن، ۱۹۸۸

    د پښتنو د لارښود او تاريخ ساز کردار عبدالغفار خان، خواجه احمد عباس او سليم علي کښې د اسلامي اقدارو سره سره دغه توکي هم مشترک دي چې دوي د هر قسم ژبني، مذهبي تعصباتو نه پاک دي او د ريا کارۍ نه بيخي مبرا دي.

    د خان عبدالغفار خان چې د پاسپورټ مطابق د دوي عمر ۹۷ کلونه دے، خو ولې عام طور سره وئيلے کېږي چې دا مهال ئې عمر د سلو کلونو نه زيات دے. دے پۀ هغه خلقو کښې يواځينے ژوندے شخصيت دے څوک چې د ازادۍ د وړومبي صف مبارزين دي دا مهال ژوندے دے. هغه يو داسې شخصيت ګرزېدلے دے چې ورته ګورې نو د خېبر پاس ټول تاريخ ئې پۀ شخصيت کښې خوندي دے. د غفار خان خنده رويه مزاج هم داسې دے چې دننه پکښې هر قسمه غم او تکليف نغښتے ساتي. پۀ روڼ تندي کښې د تاوژن حالاتو ته پۀ خوشحالۍ ځاے ورکوي او پۀ هر حالت کښې د ښۀ ژوند اميد ساتي.

    پۀ حقيقت کښې د غفار خان زندګي د اميد دوېم نوم دے. د پېښور ضلعې پۀ اتمانزو کلي کښې د مشر خان (بهرام خان) کره پۀ 1890ء کښې پېدا دے چې وړومبے ژوند ئې د غلطيو نه عبارت دے. دوي د پوځي حکومت نه هغه وخت دستبردار شو کوم وخت چې د هغۀ يو ملګري له پۀ پوځ کښې يو پېرنګي بي عزتي وکړه. د دې نه پس ته علي ګړهـ پوهنتون ته راغے خو ولې پلار ئې غوښتل چې دے برطانيې ته لاړ شي او هلته د انجینئیرۍ زدکړې وکړي. د پوهنتون دغه ذدکړې ئې نيمګړې پرېښوې ولې پۀ نصيب کښې ئې انګلېنډ ته تلۀ هم نۀ وو، ځکه چې د غفارخان مشر ورور (ډاکټرخان) دغه وخت پۀ انګلېنډ کښې زدکړې کولې او مور ئې نۀ غوښتل چې زما دوېم زوے دې هم زما نه لاړ شي. لۀ دې وجې غفار خان پۀ کور پاتې شو.

    د دې هر څۀ باوجود دوي پُرسکونه نۀ وو. د علي ګړهـ نه فارغه خلقو کښې ئې خپله د زدکړې دلچسپي لرله ځکه چې پۀ سرحد کښې د سرکاري سکولونو نه نۀ خو پښتانۀ متاثره وو او نۀ غفار خان پۀ خپله. د دغې سرکاري سکولونو نه غېر مطمئن مقامي ملیانو سره داسې بله لاره هم نۀ وه چې د زدکړې متبادل لاره ئې لټولې وه. غفار خان وړومبے سړے ؤ چې خپل ځان ئې “ازادو سکولونو” ته وقف کړو. د هغۀ د ازادو سکولونو نظريه پۀ اولس کښې پۀ تېزۍ سره پۀ خورېدو شوه. دا هاغه وخت ؤ چې پۀ هند کښې د “رولټ ايکټ” خلاف مظاهرې پۀ تېزې سره شروع شوې. د “پان انډين” تحريک دغه اطلاع صوبه سرحد کښې دې نوي مېدان ته شوي ليډر ته هم راورسېده. د حالاتو بدلون غفار خان هم متاثره کړو. پۀ دوېم اپرېل ئې پۀ خپل کلي اتمانزو کښې يوه اجتماع راجوړه کړه چې پکښې د يو لاکهـ پښتنو برخه واخسته. پۀ هم دې اجلاس کښې لکه د باچا غوندې د صدارت څوکۍ باچا خان ته وسپارلې شوه چې وروستو پۀ اولس کښې د “باچاخان” پۀ نوم مشهور شو. دې اجتماع باچاخان ته يوه نوې قامي ذمه واري پۀ غاړه کړه. باچاخان دغه واقعه څۀ پۀ دا الفاظو کښې بيان کړې ده.

    “زمونږه دا اجلاس د انتظاميې د پاره يو مفهوم لري. اګرچې زۀ ګرفتار کړے شومه، ما نه پۀ جېل کښې انګرېزانو دا پوښتنه وکړه چې تۀ د پښتنو باچا ئې؟ ما ورته ووئيل چې زۀ پۀ دې خبره نۀ رسم چې زۀ باچا يم او کۀ نۀ، خو د خپل اولس خادم ضرور يم. زما د پاره چې دوي کومه جرګه وټاکله هغوي اول ما ته دهمکيانې راکړې او بيا ئې قيمتي دلائل وړاندې کړل خو ما ترې انکار وکړو او زۀ پۀ خپله خبره کلک ولاړ وم. لۀ دې وجې سره د خپلو ملګرو ګرفتار کړے شوم.”

    باچاخان ته ئې پۀ جېل کښې چې کومې بېړۍ اچولې، هغه پۀ باچا خان وړې وې. ولې چې دغه وخت د باچاخان وزن سل کلو ګرامه ؤ او دغه بېړۍ پۀ باچاخان نۀ پوره کېدې. لۀ دې وجې هغوي دۀ ته هم دغه بېړۍ واچولې چې د اچولو سره ئې دواړه پښې زخمي شوې. د دې نه پس د دې پښتون زلمي د مړانې قيصې د هندوستان پۀ کوڅه کوڅه کښې خورې شوې.

    باچاخان پۀ 1920ء کښې پۀ اول ځل پۀ ناګپور کښې د کانګرس پۀ اجلاس کښې شرکت وکړو او د خلافت پۀ تحريک کښې شامل شو. لۀ دې نه پس باچاخان او تحريک ازادي د يو بل د پاره لازم او ملزوم شول. پۀ دغه تحريک کښې د هغۀ شاملېدل د ګاندهي جي برابر وو. د کانګرس هر اجلاس ته به دوي او ډاکټر خان صاحب شريکېدل.

    دا هم د باچا خان د شخصيت لوړ والے ؤ چې د هندوستان پۀ مېداني علاقو کښې د صوبه سرحد خبرونه نېغ پۀ نېغه رسېدل شروع شول. د دې نه مخکښې د صوبه سرحد متعلق د خلقو صرف دغه تصور ؤ چې دا سيمه صرف د بهرني يرغل ګرو لۀ خوا پۀ هندوستان د يرغل د پاره استعمال شوې ده چې د هغې پۀ وجه هر وخت خلقو سره د روس د راتلو وېره وه. د صوبه سرحد پۀ حقله ډېرې غلط فهمۍ د خلقو لرې کړې شوې. د دې خلقو متعلق د خلقو هم دغه تاثر ؤ چې دوي پۀ هجرت د تشدد وارداتونه کوي او د وارداتو نه پس کابل ته وتښتي. باچاخان دغه خيالات د خلقو بدل کړل. تر شلمې صدۍ پورې سرحد هم د داسې خلقو کور تصور کېدو خو ولې د دې نه پس ته هم دې خلقو د ازادۍ پۀ جنګ کښې د نورو صوبو د خلقو نه زيات تکليفونه برداشت کړل.

    باچاخان چې څومره څومره سياسي مبارزه وړاندې کوله هم دومره ئې د عدم تشدد پۀ نوم پۀ خلقو باندې نوې فلسفه وپېژنده. د يو ليکوال تر مخه چې “عدم تشدد غېر ضروري عمل نۀ ؤ، باچاخان دا پۀ شروع کښې لکه د نظريې پۀ خپل ځان ومنله. هم دې عدم تشدد د ټول قام احساسات بدل کړل خو د دې پۀ حقله مختلف خلق مختلف تاثرات لري.”

    ډېرو خلقو عدم تشدد د يو ښۀ وسلې پۀ طور استعمال کړو. کانګرس هم دا نظريه د عمل د لاندې راوسته. جواهر لعل نهرو پۀ خپل سوانح حيات کښې ليکي

    “مونږه هم دا طريقه کار خپل کړواو کانګرس د دې د عملي کېدو د پاره موثره طريقه خپله کړه.” خو ولې د باچاخان نکته نظر د دې نه لږ مختلف ؤ. د هغوي پۀ خيال عدم تشدد نۀ چې يوه سياسي نظريه ده بلکې دا د انسان پۀ داخل کښې د بدلون د پاره تقاضه هم کوي. باچاخان د پښتنو د دنيا سره تعلق درلود. د ډاکټر ذاکرحسېن مطابق پښتانۀ څۀ پۀ دې الفاظو کښې يادېږي، “پښتانۀ د اسلحې پۀ چلولو کښې ماهر دي، پۀ ازمائش کښې پۀ خپلو سرونو باندې هم داو لګوي او پۀ بدل کښې د نورو مرګ هم کوي. د داسې خلقو پۀ روحاني او جسماني طور مضبوط کېدل يو قدرتي امر دے. د داسې خلقو د پاره عدم تشدد يو مهم توکے ؤ، خو پۀ باچاخان کښې د عدم تشدد سره سره دوه بنيادي لوازمات ايمانداري او رېښتونولي موجود وو.

    يو مثالي قېدي:

    د هغۀ پۀ وړومبي ژوند کښې دا خصوصيت شامل ؤ. مها دېو ډېسائي د باچاخان د ذاتي مشاهدې پۀ حواله وائي:

    “د خداے دا خدمتګار 1935ء کښې د پښتنو دا ليډر يو مثالي قېدي ؤ. هغۀ د جېل يو نظم او ضبط هم نۀ دے مات کړے. نۀ ئې څۀ مراعات حاصل کړي دي، ولې چې پۀ خپلو اصولو ئې چا سره هم سمجهوته نۀ ده کړې. حالانکې پۀ جېل کښې داسې خلق موجود وو چې د باچاخان سره ئې رعايت کولے شو.”

    پۀ باچاخان کښې د رحم جذبه پۀ مخه راځي کومې چې د هغۀ شخصيت ډېر حساس ګرځولے دے. پۀ دې حواله چې د هغۀ نه وپوښتل شول نو هغۀ ووئيل چې،

    “دا زما د مذهب برخه ده. اسلام د امن، مينې نه عبارت دے. کۀ د دې هرڅۀ نه بغېر يو څوک ځان ته مسلمان وائي نو د هغۀ مثال داسې دے لکه د پيتلو پلېټ. پۀ قران مجيد کښې پۀ صفا ټکو کښې وئيلے شوي دي چې پۀ خداے پاک يقين او پۀ ښۀ کار کولو کښې د انسان بقاء پرته ده .”

    لۀ دې وجې د باچاخان د پاره عدم تشدد شروع کول ناشنا خبره ځکه نۀ وه چې د هغې شروع د مخکښې نه شوې وه. ګاندهي جي چې کوم اصول د عدم تشدد د پاره غوره کړي وو باچاخان پۀ هغې د مخکښې نه عمل کولو. لۀ دې وجې نه کۀ د اتمانزو پۀ جلسه کښې دوي ته د “باچاخان” نوم ورکړے شو نو پۀ هند کښې پۀ “سرحدي ګاندهي” باندې مشهور شو.

    باچاخان چې د خدائي خدمتګارو کوم بنياد کېښود، د هغې پۀ ذريعه ئې هغه څۀ ممکن کړل کوم چې ناممکنه وو. دا ډېره ناشنا خبره ده چې ټول عمر تشدد کوونکے پښتون به پۀ عدم تشدد باندې عمل وکړي او کۀ نه، خو دا هر څۀ هغوي غلط ثابت کړل. پۀ 1930ء کښې د مالګې د تحريک پۀ دوران کښې چې کله ګاندهي ګرفتار شو نو ټول قام مېدان ته راووتل. اچاريه کرپلاني پۀ 1970ء کښې چې د ګاندهي جي کوم سوانح حيات ليکو، پۀ هغې کښې د باچاخان او نورو بهادرو پښتنو د پاره ليکي،

    “د ټولو نه زيات ظلمونه پۀ پېښور کښې پۀ خدائي خدمتګارو باندې شوې دي. د غفارخان د جېل ته د تلو نه پس به ښځو او سړو پۀ عدم تشدد عمل کوۀ او د انګرېز د ګولیو مخې ته به ولاړ وو او دا به ئې وئيل چې څومره ظلم کولے شئ، وکړئ. پۀ پېښور کښې څو څو ګېنټې ډزې شوې دي خو دا خلق ورستو شوي نۀ دي.”

    پروفېسر سومېت سرکار پۀ خپل کتاب “ماډرن انډيا” کښې ليکي،

    “د سرکاري اعلان مطابق د مړو تعداد دېرش ښودلے کېږي خو ولې دا تعداد د دوه سوو نه تر دوه نيم سوو پورې دے.”

    هم دغسې پروفېسر سرکار د عدم تشدد يوه وړه واقعه ذکر کړې ده.

    “د اسونو واله پوځيانو پۀ قيصه خوانۍ کښې د ډز کولو نه انکاري شول او دا خبره ئې پۀ ډاګه کړه چې د پوځ کار د ملک د دښمن سره جنګېدل دي نۀ چې مونږ دې پۀ خپلو خلقو ګولۍ ووروو. کۀ تاسو غواړئ نو مونږۀ هم پۀ ډز مړه کړئ خو پۀ خپلو خلقو ډز نۀ شو کولے. دې سره د دغې پوځي پلټون کورټ مارشل وشو او دولس دولس کاله قېد ئې کړل. د ورور ولۍ داسې مثال پۀ نورو قامونو کښې ډېر کم موندے شي او دا د عدم تشدد د کاميابۍ غوره مثال دے.”

    باچاخان پۀ دې حقله ليکي چې،

    “زۀ پۀ خپله صوبه کښې دې عدم تشدد د خلقو پۀ زړونو کښې اچولے يمه. خداے ګواه دے چې ما کله هم خپله صوبه د تشدد پۀ لور بوتلل نۀ دي غوښتلي. کۀ چرې زۀ ناکامه شوے ومه او زما اولس د تشدد پۀ لور روان شوي وو، دا به ما د خپل قسمت فېصله ګڼله. خو پۀ عدم تشدد به بيا هم زما ايمان هغسې ؤ کوم چې دے.

    هغۀ ګاندهي جي ته ووئيل چې د نورو صوبو او نورو قامونو د سوکالۍ سبب کۀ هر څۀ دے خو د پښتنو بقاء پۀ عدم تشدد کښې پرته ده.”

    خو حقيقت دا دے چې باچاخان هم د ګاندهي جي تحريک ته يو پۀ دوه وده ورکړې ده. د مسلمان اکثريت يوې صوبې د ګانګرس پۀ نګرانۍ کښې د عدم تشدد د سيوري لاندې خپل حکومت ساز کړے ؤ. د باچاخان سورپوش خدائي خدمتګارو د خپلو عظيمو قربانیو پۀ سبب پۀ قومي سطح باندې شهرت وموندو. د باچاخان پېروکارو به پۀ علاقائي سطح د کهدر سُور رنګ جامه اچوله ځکه به ورته “سررخ پوش” وئيل کېدل. انسان د خپل ماحول نه پېژندے شي، د باچاخان او د فرقه ورانه خلقو تر منځه به يو ټسل روان ؤ. د مسلمانانو انتها پسند او د هندو انتها پسند تنظيمونو به د باچاخان تحريک ته پۀ ښۀ نظر نۀ کتل. د باچاخان شخصيت د هندوستان د اولس زړونه ګټلي وو. د دې مثال د جواهر لال نهرو د 1932ء د جېل د واقعې نه لګي کومه چې هغۀ پۀ خپل سوانح عمرۍ کښې ذکر کوي،

    “د يخنۍ پۀ موسم کښې د خفګان پۀ حالت کښې ما پۀ خوب کښې وليدل چې پۀ باچاخان د څلورو طرفو نه حمله شوې ده او لګيا يم هغه بچ کوم. زۀ د ډېرې پرېشانۍ پۀ حالت کښې پاسېدم او ځان مې ډېر زيات خفه محسوس کړو. دا خوب زما د پاره ډېر عجيبه جذباتي کېفيت ؤ ځکه چې دې نه مخکښې زۀ داسې حالاتو سره نۀ يم مخ شوے.”

    د 1935ء پۀ عام الېکشن کښې پۀ صوبه سرحد کښې کانګرس ډېره لويه کاميابي ومونده. دا کاميابي پۀ ډېرو کړکېچنو حالاتو کښې ترلاسه شوه. دغه وخت باچاخان او د هغۀ ورور ډاکټر خان صاحب پۀ خپله صوبه بند وو او د الېکشن پابندي وه پرې. ډاکټر خان پۀ خپله غېر موجودګۍ کښې د دې اليکشن نګراني وکړه. پۀ سرحد کښې نهرو هم بند ؤ، ولې ډېرو مسلم ليګو مشرانو ته ازادي حاصله وه. د دې هر څۀ باوجود کانګرس لويه کاميابي ومونده.

    پيارے لالا پۀ خپل کتاب “تهرون ټو دي وولز” چې پۀ 1966ء کښې ئې ليکلے دے، کښې لیکي:

    “د 1935ء عام انتخاباتو تر مخه د ډاکټر خان پۀ مشرۍ کښې سرحد کښې د کانګرس حکومتي کابينه جوړه شوه خو ولې باچاخان خپله فقيري جاري ساتله. هغۀ نۀ خو پۀ انتخاباتو کښې برخه اخسته او نۀ ئې دا غوښتل چې ورور ئې پۀ کابينه کښې شامل شي. دا به ئې وئيل چې صرف د عدم تشدد پۀ ذريعه پښتون قام وده موندے شي. هغه د ځان د پاره د سختیو لاره خوښه کړې وه. کله چې ډاکټر خان وزير اعليٰ ؤ نو پۀ کال 1939ء کښې باچاخان ګاندهي جي ته د سرحد د دورې دعوت ورکړو. ګاندهي جي دلته پښتنو ته د عدم تشدد پۀ ذريعه پۀ کاميابۍ مبارکي ورکړه.”

    مسلم ليګ خپل انتخابي شکست د زړۀ نه تسليم کړے نۀ ؤ. هم پۀ دې کار کښې لګيا وو چې پښتانۀ د خپلې کاميابۍ نه محرومه کړي. پۀ 1940ء کښې محمد علي جناح او مسلم ليګو د “دوه قومي” نظریي پۀ بنياد د پاکستان پۀ نوم د يو جدا ملک تصور وړاندې کړو. پۀ دې تجويز کښې د مسلمانانو د اکثريتي علاقې پنجاب، صوبه سرحد، کشمير، سندهـ او بلوچستان شاملې وې. پۀ دې فهرست کښې مسلم ليګ وروستو د بنګال او اسام اضافه هم وکړه. ولې باچاخان او د هغۀ ورور پۀ مکمل طوګه دوه قومي نظريه رد کړه. خو ولې د حالاتو مقرره به پۀ خپل طرف روانه وه.

    د انډيا پۀ ښارونو کښې فرقه ورانه فسادات شروع شول چې د هغې نه ګاندهي جي ډېر متاثره شو. پۀ دې حقله پيارے لال پۀ خپل کتاب کښې ليکي چې پۀ 1947ء کښې ګاندهي جي باچاخان ته وئيل چې ماسره دې پۀ ملک کښې پۀ امن راوستو کښې لاس امداد وکړي. د دې شروع ئې د بهار نه وکړه. د باچاخان د انسان دوستۍ جذبه لکه د غر لوړه وه. هغه پۀ تيارو کښې د رڼا پۀ مثال ؤ. باچاخان او ګاندهي جي د خپل قام د پاره د قدرت لويه ورکړه وه. باچاخان خپل ملګري ګاندهي جي ته پۀ درېم جون 1947ء ووئيل چې ګاندهي جي! پاکستان يو جدا ملک کۀ تاسو تصور کړو، ايا تاسو دا به مونږه خپل پاکستاني اتحادي ملګري تسليموئ. پۀ ځواب کښې ورته ګاندهي وئيل چې عدم تشدد د هېڅ امتياز قائل نۀ دے. دا ستاسو د ازمائش لمحه ده. تاسو دا اعلان کولے شئ چې پاکستان تاسو ته قبول نۀ دے. پۀ بهادرۍ سره د حالاتو مقابله وکړه. ګاندهي جي دا هم وئيل چې د باچاخان د غم احساس ما ته وشو خو کۀ زما پۀ سترګو کښې اوښکې راتلې نو نۀ مې راوستې ځکه چې هسې نۀ د باچاخان حوصله پرېوتې وه. د دې نه پس ګاندهي جي وائسرے هند لارډ ماونټ بېټن ته تجويز پېش کړو چې جناح صاحب ته ووائي چې تاسو اوس خپل پاکستان ترلاسه کړو، د سرحد اولس ته دې پۀ خپله صوبه کښې د اقتدار او حکومت جوړولو مکمله ازادي ورکړي او د پاکستان صوبه دې جوړه شي. پيارے لال ليکي چې ماونټ بېټن د جناح صاحب سره خبره وکړه خو هېڅ نتيجه ئې راونۀ وتله. د دې نه پس ګاندهي جي د کانګرس د غړو پۀ مشوره پۀ دې خبره ورسېدو چې مونږه جناح نۀ شو رضا کولے خو باچاخان دې پۀ خپله جناح رضا کړي. پۀ اتلسم جون باچاخان د جناح سره ليدل وکړل او ورته ئې ښکاره کړه چې مونږه هم لکه ستاسو پۀ رنګ پاکستان کښې شاملېدل غواړو خو کۀ دوي پۀ باعزت طريقې سره شامل شي. کۀ چرې د ازادۍ نه پس پاکستان د برطانيې پۀ تسلط کښې ځان ساتل غواړي نو پښتنو ته به د يو ځان له رياست اجازت ورکولے شي. د قبائيلي اولس متعلق د هغوي ټولې فېصلې به د هغوي پۀ خوښه کېږي او پۀ دې کښې به د غېر پښتون هېڅ کار نۀ وي.

    خو د باچاخان دا خبرې د ګورنر جنرل پۀ زړۀ ښې ونۀ ولګېدې. لۀ دې وجې د يو ازاد او خود مختاره هندوستان خوب د هغوي ناممکنه شو. مهاتما ګاندهي هم يو سل پنځويشت کلن جدوجهد د زړۀ نه وویستو. د کومې ورځې نه چې د سرحدي ګاندهي دا کوششونه جناح مسترد کړل، د هغه ورځې نه مهاتما ګاندهي ډېر بې چينه شوے ؤ. وئيل ئې چې خپل ټول ژوند به هېر کړمه خو د باچاخان متعلق سوچ به پرې نۀ ږدمه.

    ګاندهي جي به وئيل باچاخان يو ډېر ستر شخصيت دے، داسې انسان کله هم شکست نۀ خوري. زما يقين دے چې هغه به د يوې قربانۍ نه نۀ وروستو کېږي او تر اخري سلګیو به د پښتون قام خدمت کوي. پيارے لال مونږ ته ووئيل چې د دې نه پس ګاندهي جي سترګې پټې کړې او بيا ئې پرانستې، ډېر پۀ بې چېنۍ سره ئې ووئيل چې ما له د باچاخان د ياد لۀ وجې خوب نۀ راځي.

    د صوبه سرحد د پاره چې کله د رېفرنډم اعلان وشو چې دوي پاکستان سره کېدل غواړي او کۀ هندوستان سره؟ نو د دې نه د کانګرس مشرانو بائيکاټ وکړو. لۀ دې وجې عام اولس څوک چې خدائي خدمتګار وو، بائيکاټ ئې وکړو. نن څلوېښت کاله پس به ډېرو کمو خلقو ته دا علم وي چې پۀ دغه رېفرنډم کښې صرف اتۀ فېصده خلقو خپله رایه ورکړې وه، ولې لس کم سل فيصده خلقو خاموشي اختيار کړه يعنې احتجاجاً ئې بائيکاټ وکړو.

    باچاخان د تېرو څلوېښتو کالو نه پۀ خپلو خلقو کښې اوسېږي. قام ئې ډېر احترام کوي او مينه ورکوي. وخت پۀ وخت د پاکستان نه د بېلېدو خبرې هم مخې ته راشي خو د پاکستان حکومت خپل دا تاريخ ساز شخصيت پۀ جېل کښې اچولے دے. خو ولې جېل د باچاخان د پاره هېڅ نوې خبره نۀ ده. د ازادۍ نه پۀ بېلېدو هغه کله هم خفه نۀ دے خو ولې د خپل قام د پېژندګلو پۀ ورکېدو خفه دے. باچاخان کۀ پۀ جېل کښې وي او کۀ بهر، کۀ د کابل پۀ دوره وي او کۀ د هندوستان؛ هر ځاے خلق هغۀ ته احترام ورکوي. اګر کۀ د هغۀ خبرې ته به چا غوږ نۀ وي اېښے خوهغه څوک هم نظر انداز کولے نۀ شي. پرېشانۍ او مايوسۍ باچاخان خفه کړے دے خو معافي ورکول د بهادرۍ علامت وي. يو ځل دوي کمال بجاج ته وئيلي وو چې د کانګرس ليډرانو مونږ ته يقين راکړے ؤ چې دوي به تقسيم نۀ قبلوي، خو دوي تقسيم ته غاړه کښېوده. د کانګرس ليډرانو ګڼل چې ګنې پۀ دې طريقه به مونږه امن او محبت ترلاسه کړو. خو زۀ وايم چې يو څوک نفرت وکري هغه به محبت څنګه ټوکوي. خو بجاج د باچاخان نه معلومه کړه چې د دوي محبت د پاکستان اولس هم متاثره کړے دے؟

    د باچاخان جواب ؤ چې زما د پاکستان اولس سره هېڅ تنازعه نشته دے. زما زړۀ پۀ هغوي ترس خوري. دا خلق هم لکه د ځپلو خلقو پۀ شان دي. زۀ د دوي د پاره دعا ګو يمه چې خداے پاک دوي ته صبر او استقامت ورکړي. زما جنګ صرف د حکمرانانو او د هغوي د غلطې حکمرانۍ سره دے. زۀ خو حکمرانو د پاره هم دا دعا کومه چې پۀ دوي کښې د رحم او مينې جذبه راشي چې خپل اولس سره مينه وکړي.

    دا خبرې هغۀ پۀ جولائي 1987ء کښې پۀ ډبلي کښې د اٰل انډيا انسټيټبوټ اٰف ميډيکل سايئنسز پۀ يو وارډ کښې کوما ته د تلو نه مخکښې وکړې چې د هغۀ د لوے شخصيت دليل دے. پېښور ته د بوتلو نه وړاندې پۀ هسپتال کښې د هندوستان مشرانو، د افغانستان او پاکستان مشرانو ئې تپوس پوښتنه وکړل. باچاخان چې يو پښتون دے، د کوما پۀ حالت کښې د زندګۍ اخري جنګ سره مخ دے. هر کله چې دوي پۀ ډیلي کښې اسپتال کښې وو نو د اخبارونو سرخيانې پرې ګرمې وې. پۀ اخبارونو کښې ډېرې خبرې هم دا کېدې چې باچاخان د ژوند د جنګ سره مخ دے. خو زۀ وايم چې شاید دا غلطه خبره ده. باچاخان جنګ ضرور کوي خو د ژوند د پاره نۀ بلکې پۀ دې لېونۍ د غمونو ډکه دنيا کښې د انسانيت د احترام جنګ کوي.