Category: سميع الدين ارمان

  • د دیارلس کلنې پېغلوکې  “ان فرنک” ډایري – ډاکټر سميع الدين ارمان

    د دیارلس کلنې پېغلوکې  “ان فرنک” ډایري – ډاکټر سميع الدين ارمان

    ان فرنک چې پوره نوم ئې  (Annelies Marie Frank) دے پۀ کال نولس سوه او نهویشتم کښې د جرمني پۀ فرېنکفرټ ښار کښې د اټو فرنک او اېډت کره وزېږدله. دا یو یهودي ټبر ؤ چې ورستیو کښې د اېمسټرډېم پۀ ښار کښې ئې ژوند کولو. دوي متشدد یهودیان نۀ ول ځکه پۀ یو داسې علاقه کښې وسېدل چې نور غېر یهود هم ورپۀ کښې اباد ول او دوي د غېر یهودو سره هم راشه درشه درلودل. د ان فرنک یوه مشره خور وه او د هغې نامه مارګټ وه. دا یو وسیع النظره خاندان ؤ. د کتابونو سره ئې یوه پخه رشته وه. کتابتونو ته به هم ډېر تلل راتلل او پۀ کور کښې هم ورسره د کتابونو یوه غوره ذخیره خوندي وه. پۀ کال نولس سوه او څلوېښتم د مۍ پۀ میاشت کښې جرمني پۀ نیدرلېنډ یلغار وکړو. او د یهودي ټبرونو ژوند پۀ قیامت بدل شو. دوي باندې سختې پابندیانې وې. یو خاص قسمه داسې جامې به ئې اغوستل لازمی وو چې ورپۀ کښې به زیړه نخښه د پېژنګلو لپاره پۀ سینه یا شا لګېدلې وه. محض د ماسپښین د درې بحو نه تر پنځۀ بجو د دوي سودا سلف اخیستل روا وو. د دوي ماشومانو لپاره بېل ښوونځي ول. دوي ته پۀ بس/موتر/ټرام کښې د سفر لپاره اجازه نۀ وه. حکومت یهود نیول د پنځلس کالو نه واړۀ هلکان جینکۍ او هغه سړي چې کارروزګار/خدمتونه نۀ شي کولے ئې پۀ ګېسونو سوځول! د دوي خپل جېلونه وو چې کنسنټرېشن کېمپونه به ئې ورته وئیل. ګسټاپو د دوي یو جاسوسي لښکر ؤ چې یهودیان به ئې یو یو رانیول او دغه کېمپونه ئې ترې ډکول. د کال نولس سوه او درې دېرشم نه تر د کال نولس سوه او نهۀ دېرشم پورې د فرنک یهودو درې لاکهه ټبرونه د جرمني نه مهاجر شوي وو! د ان فرنک پلار پۀ اېمسټرډېم کښې د مربې/اچارونو یوه کمپني چلوله. دۀ سره د شمار څو بااعتماده ملګري وو. کله چې حالات ډېر زیات خراب شو نو اټو فرنک امریکا ته هجرت لپاره هلې ځلې وکړې خو دا پۀ کار رانغلې! دوي یو وخت مجبور شو چې سره د خاندانه پناه واخلي کۀ داسې ونۀ کړي نو یلغلګرو پۀ کېمپونو کښې بې وژلو نۀ پرېښودل! اټو فرنک چې کوم ځاے کار کولو، چرته چې د کمپنۍ یو غټ ګودام هم ؤ، کښې یو پټ داسې کور چې د بهر نه کور نه مالومېدو کښې پۀ پناه اغستو مجبور شو. دغه پټځاے کښې دوي سره د نور خانداني ملګرو د فامیله قریباً دوه کلونه تېر کړي وو! او اخر کار بیا د اګست پۀ څلورمه نېټه د کال نولس سوه او څلور څلوېښتم پۀ یو مرګوني سحر دوي ونیول شول! څو میاشتې پۀ کېمپونو کښې زندانی وو، ورستو ئې زنانه او سړي بېل بېل جېل ته واستول. دا رنګ د ان فرنک پلار د دوي نه بېل کړے شو. څو میاشتې پس پۀ کېمپونو کښې وبا ګډه شوه، ان فرنک، او خور مور ئې پۀ وبا مړۀ شول! نور هغه اتۀ کسان چې د دوي سره پناه ګزین وو پۀ کلونو جېلونو کښې زندانی وو څۀ پۀ خپله او څۀ د نازیانو پۀ ظلمونو ووژل شو! پۀ دوي کښې اټو فرنک تر ډېره، تقریباً درې درې نیمې لسیزې ژوندے پاتې شو.

            جنګونه د اقتدار/دولت/طاقت/ریاست یو داسې مستقل عمل پاتې دے چې د شرم پۀ ځاے پرې قهرمانان تر اوسه ناز او ویاړ کوي. دې عمل کښې تر ټولو زیات غېر جنګجو اولس او پۀ دوي کښې زنانه او ماشومان تر ټولو زیاتې قربانۍ ورکوي خو د جنګ وروسته دوي یاد هم نۀ وي! پۀ نزدې ماضي کښې د جنګځپلو نفسیات/روحیه یو ځان له مېدان علم جوړ شوے دے. د پوسټ وار ټراما پۀ ساحه کښې متعددې تیوریانې تشکیل شوې دي او دغه مېدان د جنګ ځپلیو د دردونو او اهونو یون پۀ ګوته کوي.

    ان فرنک چې کله د دیارلس کلونو شوه نو د زېږون خوشالیو کښې ورته د نورو ډالیو سره سره یو ډایري هم ډالۍ شوه. دا پۀ دې ډېره ګرانه وه. ان فرنک ډچ ژبه وئیله، ورستو ئې فرانسیسي او انګرېزي هم ترخپله وسه زده کړې وه! کله چې دوي پۀ پټځاے کښې پناه واغسته نو ان فرنک ډایري لیکل پېل کړل. دې پۀ اول کښې د سکول د ملګرو یادداشتونه او د اېمسټرډېم د څلور کلونو پۀ باب له څۀ لیکونه خوندي کړل او وورستو ئې خپله ډایري/یوه ایډیل ملګرې د “کېټی” پۀ نوم خپله مستقل همرازه/همزاده کردار کړو.

    ان فرنک پۀ ځان او خپل چاپېریال دقیق غور کولو. د مور پلار او خور نه دا بېخي جدا وه. پلار ورته ډېر ګران ؤ او د مور نه ډېره بدظنه وه! بلکې مور ئې پۀ یاداشتونو کښې سخته غندلې ده. خور ئې انتهایي سلیقه منه او شریفه وه. د کار هم مړنۍ وه. ان فرنک پۀ ځان کښې پۀ یو وخت دوه تشخصات مدرک کول. یو دروني او باطني او بل ظاهري او خارجي! دا تشخصات دې پۀ یاداشتونو کښې د کېټي سره بېل بېل متعارف کړي دي. دې غوښتل زۀ لیکواله جوړه شم! زما کیسه تر ټولې نړۍ ورسي! کۀ داسې نۀ وشي نو چې ژورنالسټه شي، ګنی نو د یو اخبار یا مجلې مدیره شي! خو د دې تر څنګ د دې یو تشخص د دې لیکونه انتهایي نجي بلل او هېچا ته ئې د دې د لوست اجازه نۀ ورکوله!

    ان فرنک د سکول نه راواخله تر د پټځاے د ژوند د اخري څلیریشتمې میاشتې پورې د خپل مافي الضمیر یو معصوم/بېباکه/سپېځلي واړه عبوري مراحل پۀ زړۀ راښکونکي انداز خوندي کړي دي. پۀ خپل څلورم یادداشت کښې ئې زۀ دې جملې ترډېره پۀ غېږ کښې کلک ونیولم چې “د سپینو پاڼو سینې د انسانانو د سینو نه ډېرې پراخه دي” د هغې پۀ جسم/فکر/عادتونو کښې کوم بدلون راځي؟ څنګه راځي؟ دغه بدلونونه پۀ خپلې خور او نورو پناه ګزین کور والاو خصوصاً مور پلار او خور او ورسره ورسره پیټر او د هغۀ مور پلار چې د دوي سره پۀ یو کور کوټه کښې مېشتۀ وو کښې څنګه ظهور کوي؟ جنسی موضوعات، ضرورتونه او د خپل بلوغ قیصه کوي، د سړو او ښځو د حرمتونو پۀ باب له اظهار کوي. مینه محبت او مصاحبت کښې فرق راسپړي، ضرورت مجبوري او د دې د مینې شره د نسبت او تړون حقایق پۀ ګوته کوي. هغه د هغې بوسې پۀ شا محرک څۀ نور څۀ بیانوي کوم چې بغېر د کوم دقت نه خلک د مینې یا هوس پدیده بولي! د پیټر سره شوې مکالمې پۀ یو داسې اسلوب بیانوي چې د پیټر د تشخص سپېځلتیا/اصلي صورت پکښې لکه د لمر روښانه وي. دا کۀ د بیان د جوړښت کمال ترې وباسو نو عموماً سماج او ژبه داسې موضوعاتو کښې د ویونکي رسا تشخص پاک نۀ شي ساتلے! دا پۀ مېنځ مېنځ کښې د رېډیو/اخباراتو/چاپېریال پۀ صورتحال یوه تبصره هم مخ پۀ وړاندې بیایي! دې قسمه بحث کښې یو ناشنا معصومه ژورتیا او د جنګ ځپلیو بې وسي او د مقتدره بې حسي د یو ناعادي ماشوم چې نۀ لیکوال دے، نۀ سیاست مدار دے، نۀ تخليقکار دے، نۀ کوم فنکار دے بلکې یو عمومي اولسي غږ دے! خو پۀ دقیقه مانا پۀ یادو ټولګیو یو زورور طنز دے.

    پۀ پنځلس کلونو کښې د عمر د مدار پۀ هره زاویه یو حساس اظهار د رنګونو اتڼ برپا کړے دے، ورپۀ کښې د درون/بېرون، وګړي/ټولنیز او طبعیاتي/مابعدالطبعیاتی اړخونو یو پېچلې منضبط حرکت پۀ دوام کښې وسي. مایوسي پۀ امېد او امېد پۀ مایوسۍ څنګه بدلیږي؟ د دواړو د جواز خواږۀ څۀ وي؟ د تفریق او انجذاب د کېفیتونو تنوع څۀ وي؛ دا سوالونه پۀ یو شرح صدر سره اېډرس کیږي خو ؤرکېږي نه یو جدلیاتي دوام پۀ ګوته کوي.

    کله چې اټو فرنک ته پته ولګي چې لوڼه او ښځه ئې وفات شوې دي نو سخت دردمن شو خو د ان فرنک ډایري او څۀ نوټس ورته امانت ملاو شو. اټو فرنک دغه لیکونه مورخې Annie Romein-Verschoor, ته حواله کړل. د هغې خاوند د دې به باب له یو مضمون ولیکو او دا رنګ د دې  ډایري چاپ ته زمینه برابره شوه. د ان فرنک د مرګ نه محض دوه کاله بس د هندوستان د وېش پۀ کال نولس سوه او اووۀ څلوېښتم کښې دغه ډایري پۀ نېدرلېنډ کښې د Het Achterhuis (The Annex) پۀ نو چاپ شوه. پۀ جرمني او فرانس کښې محض درې کاله کښې د دې ډایري پنځۀ ايډیشنه چاپ شو. پۀ برطانیه کښې دوه کاله پس و پېش نه پس نولس سوه او دوه پنځوسم کښې پۀ اعتراف ومانځلې شوه او چاپ شوه. هم پۀ دغه کال امریکا کښې هم دا یادداشتونه د the diary of a young girl پۀ نوم چاپ شو. یو کال پس نورلس سوه او درې پنځوسم کښې پۀ جاپان کښې د دې د اولني ایډیشن یو لاک نسخې خرڅې شوې. دا ډایري پۀ امریکا کښې د نصاب برخه جوړه شوه. د دې کتاب ژباړې د نړۍ پۀ اویا غټو ژبو کښې وشوې! پۀ کال دوه زره یویشتم کښې صفیه وردګ دغه نسخه پۀ پښتو هم ژباړلې ده او د اکسوس کابل له خوا “د یوې ځوانې نجلۍ خاطرې” پۀ نوم چاپ شوې. دا درې سوه اتۀ پنځوس مخونه دي محض د ژباړه کونکې د یوې پاڼې یاداشت نه علاوه ټول د ان فرنک متن دے. د څو کلونه وړاندې یو شماریاتي تحقیق مطابق د دې کتاب پنځۀ دېرش ملیونه نسخې پلورل شوې دي. او دا کتاب د نړۍ د دوېم زیات پلورل شویو کتابونو پۀ صف کښې اېښودے شوے دے. دا یاداشتونه پۀ یو وخت د سوانح، تاریخي، ناولیایي، او ادبي متن هغه بارسوخه ګواهي ده چې محض یو څوارلس کلنې ماشومې تر تکمیله رسولې ده! د انټيسېمټزم مسلک لیکوالانو او نقادانو دا د یهودو پۀ پروپېنګنډه   ثابتولو کښې لیکونه/عدالتي مقدمې وکړې خو ټول ناکام شول. عن تر دې چې د ان فرنک د وجود نه انکار وشو چې دا افسانوي کردار دے! کۀ داسې نۀ وي بیا د دې د ژوند لیک لیکواله د دې د شتون ګواهي راوړي! دا اقدام هم تر سره شو او هغه پولیس چې د اټو فرنک خاندان ئې ګرفتار کړے ؤ ګواهی ورکړه. وروستو د دې د ډایري د کاغذ، سیاهي او لیک د انداز ساینسي ټسټونه وشول او د دې ریښتینولي ثابته شوه. ورستیو کښې د نیدرلېنډ عدالت د دې ډایري پۀ ریښتیولۍ سوال پورته کونکیو باندې مستقبل کښې جرمانه اعلان کړه ځکه چې د دې متن او ماتن شتون او ریښتیا بار بار ثابت شوي وو او نور پۀ دې باب له بحث د عدالت او لیکوالو لوستوالو وخت بربادول وو!  پۀ نورلس سوه او شپېتم کښې د ان فرنک هاوس پۀ نوم یو هغه یاد بلډنګ/عمارت د ان فرنک پلار او عوامو یو اولسي قامي ورثه جوړه کړه. پۀ اېمسټرډېم کښې د ان فرنک مجسمه نصب کړې شوه او ورستو د دې نوم یو فاونډېشن هم جوړ شو. اټو فرنک د ژوند تر اخري سا پورې د خپلې لور د لیکونو د چاپولو او خوندی کولو سره وفا وکړه. او دا وفا د دۀ پۀ اند د ان فرنک د هغه سپېځلي تشخص برکت ؤ چې دې ورسره د دغه یاداشتونو د لوست نه پس متعارف شو! هغه لیکي چې دا خو یو الهام دے چې زۀ ئې محسوسوم او حېران یم دا الهام زما پر کوچنۍ لورکۍ شوے دے! دا خبره پۀ خپل ځاے رسا ده چې د هولوکاسټ رېممبرنس محرکاتو دې ډایري ته یو اهمیت وربخښلے دے. سیاسي محرکات هم لري. خو دې یاداشتونو کښې هم کمال ادبیت نغښتے دے. نېلسن منډېلا غوندې ستر مبارز د دغه یاداشتونو حواله ورکوي او د نړۍ ستر او معتبر نقادان ورته خراج تحسین وړاندې کوي. د دغه ډایري او د دې د لیکوالې پۀ اړه انګرېزي، ډچ، جرمن، فرانسیسي او نورو څو ژبو کښې ډرامې/فلمونه/دستاویزي پروګرامونه خوندي شوي دي. د دې پۀ نوم امریکا/برطانیه/جرمني/نیدرلینډ کښې تحقیقي مرکزونه قایم دي. پۀ اروپا، امریکا او یروشلم کښې د دې پۀ نوم پارکونه او څلورلارې مختص شوي دي.

    نوټ: د دې مضمون ماخذات د ان فرنک سوانح او دغه یاد د یاداشتونو کتاب سره سره د ان فرنک هاوس هغه وېب پاڼه ده چې د دې د فاونډېشن تعلیمی او تحقیقی کارونو ته دوام ورکوي.

    1.https://www.annefrank.org/en/anne-frank/the-timeline/

    2.https://www.annefrank.com/

  • پۀ پښتو کښې لیک ولې ضروري دے؟ – سمیع الدین ارمان

    پۀ پښتو کښې لیک ولې ضروري دے؟ – سمیع الدین ارمان

    پۀ پښتو کښې لیک ولې ضروري دے؟

    زمونږ ډېر ملګري دا ضد کوي چې پښتانۀ لیکوالان دې پۀ جهاني ژبو لیکل وکړي د دې فایده به دا وي چې د پښتنو مقدمه به عالمي قوتونو او دې ساحه کښې موجود منصفینو ته وورسي او دا رنګ به د پښتنو سیاق/مظلومتیا/ښکېلاک څرګند شي او د دوي د حقوقو وکالت به پۀ نړیواله سطحه وشي. دا سوچ پۀ اخلاص مبني دے او د نن د نړۍ حقیقت هم دا دے چې هېڅ یوه ټولنه مطلق خودمختاره شتون نۀ لري بلکې د خودمختارۍ لپاره خطي/قامي/بېن الاقوامي اړیکې او engagements یو ضروري عنصر دے! خو دا غوښتنه دومره ساده هم نۀ ده او د دې پۀ تاکید او غېرمتوازن ضد کښې څۀ بدیهي زیانونه هم نتیجه ګرځي!

    سر ولیم جونز لیکلي دي چې د کشمیریانو نه بغېر د سنسکرت غوندې قدیم ژبه کښې د هند او هنود باقاعده تاریخ نۀ و! د نوابادیاتي نظام فکر د واکدارانو لپاره دا یوه ستونزه نۀ بلکې نعمت وګرځېد او مغرب د مشرق یو خودساخته تشکیل وکړو! د دوي د شفوي ادب او فولکلور نه ئې د دوي یو خودساخته دروغژن تشخص دوي ته ور پۀ غاړه کړو او پۀ دوي کښې چې کوم قدرې خوانده ټولګے ؤ هغه هم د دې تشخص پۀ منلو مجبور شو!

    د هندوستان د وېش نه وړاندې او دې خطه کښې د پېرنګي د راتګ نه وړاندې دلته تاکید پۀ مشترکاتو او انجذاب ولاړ ؤ او د تکثیریت او قبولیت یو انساني امتزاج موجود ؤ. هندو مقتدره به د جماتونو او مسلمان مقتدره به د مندرونو انتظام انصرام د اوقافو نه پۀ دولتي کچ ادا کولو! نوابادیاتو دا نظام فکر اپوټه کړو! د اشتراک پۀ ځاے افتراق، د انجذاب پۀ ځاے بېلتون او د قبولیت پۀ ځاے ئې رد رامېنځ ته کړل! لرې به نۀ ځو د دې مقدمې لپاره به د مولانا ابوالکلام ازاد، کانګرس او حضرت مدني سوانح وګورو او موجوده وخت کښې کۀ د ډاکټر تارا چند او د جواهرلال نهرو پوهنتون د تاریخ د څانګې معتبره استاذه رومېلا تاپر ولولو نو دا ټوله منظرنامه به بېخي څرګنده شي. پۀ پېړیو پېړیو پۀ مشرق د مغرب حکومتونو کښې ترټولو غټ کردار استشراق ادا کړے دے.

    د نړۍ د سرمایه دارانه اسټېبلشمنټ لېنګوېچ انجنئيرنګ د مشرق د متعدد خطو شناختونه/پېزنګلوۍ بېخي مسخ کړی دي. نزدې ماضي کښې د وزیرستان پۀ خاوره پېرنګیو او ورستو مذهبي ټېکداران د خپل مخ نوکارې کولو پۀ ګناه څومره ککړ شو؟ د پېرنګي او وهابي استعمار/امپراتوریو د پکارونې نه وړاندې د وزیرستان انځور څۀ و او وروستو څۀ دے؟ جنګي ترانې او پۀ مقامي ژبه کښې د “هیروازم” او مرګ پرسته عناصرو د لېنګوېج انجئيرنګ پۀ زور پۀ خپله خاوره کومې کانې ونکړې؟؟ د غریزې پښتو/پښتنو پۀ تېر پنځوس کاله کښې چې کوم مرګ پرسته جنګي ادب زېږېدلے دے دا خودبخود پۀ خپله زیږېدلے دے؟ د غېرت او بادرۍ پۀ نوم د پښتونولۍ پکارونې له ادبي هوا چا ورکړې ده؟ دا د تحقیق یو غوښتلے مېدان دے او پۀ پښتنو محقیقینو قرض دے چې د دې عوامل او متحرکات پۀ ګوته کړي.

    د مشرق د مغربي تشکیل پۀ ساحه کښې، چې تر ننه متحرک دوام لري تر ټولو لوے لاس د مشرقي خلقو د ژبو سره د غوښتلې وفا نه لاس پۀ نامه کېدل وو!

    د نن د ادبی نړۍ “مېن سټریم” کښې هم مرکز مغرب دے او انګرېزي ته مرکزیت ترلاسه دے. د یادې مقدمې چې محکوم قامونه او محکومې ژبې دې مېن سټریم ته رانیزدو کېدو لپاره خپله مدعا پۀ انګرېزي وړاندې کړي نو د دې به ورته فایده وشي! دې مقدمې د مابعد نوابادیات/پس نوابادیاتي ډسکورس هم پۀ انګرېزي ژبه کښې وزېږولو خو تر ننه د دې مرکزي فایده پۀ سیاسی او لساني ساحو کښې انګرېزۍ واغسته! او سره د اعترافونو او جایزو ګټلو دغه ټولګے بیا هم پۀ مرکز کښې بامعني او عملي شتون نۀ لري! د دې یو بل تاوان هم پروفېسر ډاکټر نیرعباس ناصر پۀ خپله یو مقاله “مغربی تعقل او مشرقی تخییل” کښې پۀ ګوته کړے دے چې د یادې مقدمې وکیلان/لیکوالان پۀ یو وخت دوه تاوانه کوي یو دا چې پۀ مغربي ساحه کښې د مرکزیت نه محروم وي او بل د خپل مورني ادب نه هم پۀ غټه فاصله وي! د ثقافتي شناخت پۀ دایم ساتلو کښې تر ټولو لوے لاس د ژبې وي او د ژبې پۀ وسعت/پراخۍ کښې وي د ژبې سره وفا کښې وي او د ژبې د حقوق پوره کولو ذمه وارۍ کښې وي. او دا ذمه واري اوله غوښتنه ده د نورو سره سیالي یا د نورو پۀ کور کښې خپل وکالت دوېمه ذمه واری ده. کۀ دا ترتیب اپوټه کیږي نو ګټه به ئې بل ته رسېږي.

    تاسو وګورئ یو خالد حسېنی راواخلئ؛ پۀ انګرېزي کښې د پښتنو او افغانستان پۀ حقله ناولونه لیکي، پۀ میلینونو نسخې ئې خرڅېږي! یورپ او مغرب د دې لیکوال د یو قدرتي شجرې او انسلاک نه خپله بیانیه زېږوي او خوانده ټولګي ګڼي چې دا د پښتون مقدمه پۀ نړیواله سطحه پېش کیږي! خالد حسیني پۀ کښې پۀ خپله هم خوشاله دے چې پۀ سرو سپینو کښې لوبې کوي! هغۀ ته د شناخت بحران یوه موقع پۀ لاس ورکړې ده او هغه ئې د لوبولو کمال مهارت لري! د هغۀ پښتون نسلي شجره نن د چا پۀ ګټه ده او د چا پۀ تاوان ده؟ د هغۀ ناولونو کښې سطحي رومان/قبایلي تعصب/مصنوعي جهالت/راتپلے شوے جنګ/پښتون غرور ته یو فطری اساس وربخښلي کېږي حال دا چې دا ټول عناصر د دې ټولنې جزوي برخې هم نۀ دي! د سېکس، نکاح، وادۀ او تجارت پۀ لړ کښې هغه د پښتون ټولنې اکا دکا واقعاتو ته یو عمومیت ورکوي! زۀ دا نۀ وایم چې دا جهالتونه پۀ دې ټولنه کښې نشته، ولې نشته خو د دې عوامل هغه نۀ دي کوم چې ماتن پۀ دغه متن کښې راښایي! او نړۍ ئې پۀ پټو سترګو قبلوي. پښتون لیکوال تېر پنځوس کاله کښې پۀ خپل کور کښې برپا شوي قیامت باندې بېشانه لیک/تخلیق/تاریخ/ارټ/سیاست پۀ خپله ژبه کښې محفوظ کړے دے، هغه پېرنګے چې دلته د حکومت کولو لپاره به ئې پښتو زده کوله او پۀ پښتو به ئې تحقیقات کول، کتابونه به ئې خپرول، اوس چرته دے؟ اوس د دوي مقدمې لپاره د دوي ژبه او ژبنیزه ذخیره ثانوي او غېرضروري ولې شوه؟؟؟

    هغه پښتانۀ چې انګرېزي ادبیاتو کښې تحقیقات کوي باندې دا علمي او اخلاقي فرض دے چې د پښتون مقدمه کښې د پښتو متن (تقریر،تحریر، اورل هسټري) خپل سبجېکټ وګرځوي! دا د تحقیق د دیانت تقاضا هم ده او د دوي قامي فریضه هم ده. یوې د انګرېزي پروفېسرې پۀ افغانستان کښې پۀ “پوسټ وار ټراما/ د جنګ نه پس راپېښه المیه/صدمه” د پی اېچ ډي خاکه ترتیبوله، زما نامه چا ورکړه او تر ما راغله، زۀ ورته بېشانه خوشاله شوم، ورځ شپه مو یو کړله کېښناستو او خاکه مو تیاره کړه، زما رايه دا وه چې منتخب پښتو ناولونو یا اخباراتو او ډایرییانو نه به سبجکټ راواخلو او خپله مقدمه به پرې وتړو! دې لړ کښې راسره د نوبل انعام ګتونکے لیکوالې سویتلانا الکسوچ زیار او کتابونو یو د precedent شهادت هم کولو، ناولونه مو هم منتخب کړل او خاکه مو تحریر ته راوسته! ممتحنینو پۀ دې رد کړه چې تۀ خو انګرېزي ادب کښې دکتوره کوې نو پښتو متن نۀ شې راغستلئ! خالد حسېني راواخله! یا دهغۀ د قبیل څوک نور څوک!!

    زۀ دا ګنم چې زمونږ وطن کښې دا جواز د رد لپاره کافي ؤ او څۀ دې لړ کښې نور ډېر محرکات هم شامل وو خو کۀ پرمختللې هېوادونو او معتبره خودمختاره تحقیقي ادارو کښې داسې خاکه وړاندې شي نو رد کېدل خو څۀ چې د امتیاز لامل به ګرځي.

    د انګرېزي مرکزیت منونکیو غټ احسان به دا وي چې د دې ژبې د نماینده لیکوال/لیک وکالت وکړي. د هغه لیک/لیکوال نه کوم چې تش پۀ نوم او یا باے چانس د شجرې پۀ نعمت د دوي نماینده ګڼل کېږي.

    ژبې او قامونه پۀ زرګونو کاله ژوند لري او دې لړ کښې پۀ ژبو پۀ لسیزو لسیزو لاندے باندے راځي. د ژبې د مرکزیت د خپلولو لپاره کل وقتي او اوږدمهاله پالیسي بېخي ضروري وي، کۀ د دې نه غفلت یا سرغړاوے وشي نو د شناخت بحران او د شتون ملکیت د لاسه ووځي.

  • د قامي ګوندونو او قامي هويت د بيانيو د سالارانو او پلويانو د کولو تر ټولو زيات غوښتونکے کار، يوه تنقيدي تجزيه – سميع الدين ارمان

    د قامي ګوندونو او قامي هويت د بيانيو د سالارانو او پلويانو د کولو تر ټولو زيات غوښتونکے کار، يوه تنقيدي تجزيه – سميع الدين ارمان

    صرف د پښتنو او پښتونخوا رېکارډ نه درته څۀ وایم!

    دلته “جنتي کالے” لس لس زره نه زیات ایډیشنه خرڅ شوے!

    دلته “فضایل اعمال” د رېکارډډ شماریاتو مطابق سلو نه زیات ایډیشن خرڅ شوے!

    دلته د ” قبرعذابونه” لس ایډیشنه خرڅ شوے!

    دلته “احسن الفتاوی” اووۀ جلدونه پنځلس ایډیشنه خرڅ شوے!

    دلته د مودودي لټرېچر مفت پۀ شلګونو ایډیشنه خپور شوے! د سکول د لسم امتحان کښې هر اول ګرېډ پۀ لکهونو هلکانو جینکیو ته د حوصله افزائۍ په توګه د کلونو نه ډالۍ کېږي! ما ته هم د لاهور نه دا لټېریچر پۀ دوه زره درېم کښې رارسېدلے ؤ!

    د سلفیانو/القاعده لټرېچر مفت خورېږي او ژباړېږي!

    اسلام اخبار، امت اخبار، خواتین کا اسلام، بچو کا اسلام او نور ډېر روزانه پۀ زرګونو خرڅېږي!

    معروف او opinion making journalists په قلمي نوم پېډ کالمونه لیکي! او چاپېږي! پۀ اردو، پښتو، انګرېزي لره بره پښتونخوا کښې او ډاېسپوره کښې لکه د تودو نينو خرڅیږي!

    داسې نور پۀ شلګونو مثالونه درکولے شم!

    د اسلامي سیاست پۀ نوم دوه جلده څلور زره پاڼې د سټوډنټانو د وزیر کتاب نیزدو نیزدو پۀ انفارمل طریقه د وفاق المدارس د نصاب برخه ده! د دوي رجسټرډ مدارس کلونه وړاندې پښتونخوا سندهـ، پنجاب او بلوچستان کښې شپاړس زره وو او دې کښې اتیاسلنه واړۀ پښتانۀ دي!

    د نهم او لسم جمات لازمي مضمون کښې د سوره انفال، سوره توبه کوم چې سوچه او خالص هغه عسکري احکامات دي چې مخاطَب ئې فرد د سره دے هم نه! د انګرېزي، اردو او تمام ساینسي مضامینو اولنیو بابونو کښې مذهبي بیانیې او تاریخ کښې مفروضات او تعصبات لا بېل! حال دا چې د پېرنګي د راتګ نه وړاندې دې خطه کښې هېڅ منافرت/تعصب/امتیاز نۀ ؤ! مذهبي رواداري، برداشت او تنوع قبلونکي فطري اقدار مروج وو او پۀ مودو مودو وو!

    ځکه زۀ دې موقف سره بېخي اتفاق نۀ لرم چې پښتانۀ لوست نۀ کوي، کوي ئې خو دا لوست کنټرولډ دے!

    ځکه د لیکوالانو او بیا د پښتنو لیکوالانو نه د فیلډ ورک طمع زۀ مناسب نۀ ګنم!

    زما هر کال یو کتاب چاپېږي، تېرو لسو کالو نه! زما د زړۀ وینې پرې وچې شي! زۀ هم دا کار لږ ډېر سم کولے شم!

    ایا زۀ دغه پرېږدم او ځان ته لوستوال پېدا کولو ته بډې ونغاړم؟

    مونږ پۀ هر محاذ د قحط ښکار یو!

    دېوبند پۀ باکستان کښې مذهبي جمهوریت غواړي، افغانستان کښې امارت غواړي او هند کښې سیکولرازم غواړي!

    ایران او ترکي د اسلام شوکت پۀ نړۍ د لازم کولو خوبونه ویني!

    او دې لپاره د عالمي استعمار وسایل او د ریجنل پالټکس لوبغاړي د متعدد لسیزو نه عملي او فکري کارونه کوي!

    قامي ګوندونه څۀ کوي؟ پکار ورته څۀ دي؟

    زما پۀ نزد دوي ته د کاونټر ارګومنټ پۀ توګه د یاد کار د تاثر قابو کولو لپاره هم د یادې پالیسۍ اېنټي تهیسز چې پۀ مساوي شدت نۀ وي مستعمل شوے نو د سټوډنتانو وجود نۀ ختمېږي! پۀ بې ۵۲ او دولت امریکا شل کاله کښې ختم نۀ کړے شو!

    لر بر وطن کښې محض یو ګوند عوامی نېشنل پارټي د یادې مفکورې پۀ ضد هر مېدان کښې پلېټ فارم لري. صحت/تعلیم/فنانس/نصاب سازۍ او فنون لطیفه لپاره تنظیمي ساختونه لري او کاونټر مفکوره ئې تمامي ځمکني/اسماني عالَم ته قابل قبول ده باقي خېر خېریت دے! هغو سره څومره پښتانۀ ولاړ دي؟

    د ټولنیز ژوند لپاره سنت الاهي کښې مروج حرکیاتو نه خبردارے د دغه ګوندونو اوله ذمه واري ده! او د دې لپاره کل وقتي ساینسي اوږدمهاله پالیسي/پروژه/ تګلاره د دوي اولنے هدف او مرام پکار دے. ګني د کرایه دارۍ هېوادونه/ګوندونه/افراد به نور څربېږي، دا عېن د سنت الاهي د حرکیاتو نه نچوړ شوې منلې نتیجه ده.

  • کرونا وائرس تمامي نړۍ د پاره د بدلون يوه پېلامه ده – سميع الدين ارمان

    د بېکټېریا او وائرس نومونه به تقریباً هر خوانده اورېدلي وي – بېکټېریا د یوې خلیې جوړ مخلوق وي چې خپل د ژوند د دوام یو پوره نظام لري. د اېنټيبیاټکس (Antibiotic) دوايۍ نوم به هم ټولو اورېدلے وي، دا د بېکټېریا د لاسه را ولاړ شوو منفي اثراتو د پاره علاج وي.

    وائرس هم د دې پۀ شان یو داسې مخلوق دے چې د ژوند د دوام لپاره ورته یوه بله ژوندۍ خلیه پکار وي. دا چې کله د یوې خلیې برخه شي نو د هغې حرکیاتي نظم او مشینري پۀ خپله قابو کښې واخلي او ځان را زېږول پېل کړي او دا عمل پۀ دوام سره جاري ساتي. دا “وائرل” (Viral) اصطلاح هم د دې د دې خاصیت سره د نسبت لۀ وجې مروج ده. د دې وائرس بلها قسمونه او خاندانونه دي. د دې د اولني پېدائش پۀ باب له ټول سائنسدان مطلق رايې نۀ لري خو اکثر دا وائي چې د دې لرغونتیا د انسانانو نه هم قدیم ده. د دې فطري مظرف مارغان چرګان څاروي او نباتات هم دي. “حیاة الحېوان” صرف د ښاپېرک د قسمونو شمېره دیارلس سوه ښودلې ده او نن انسان پۀ دې قسمونو کښې صرف پۀ دوه دوه نیم سوه قسمونو جزوي تحقیقات کړي دي، بسسس.

    وائرس د معمولي زکام نه واخله تر د اېډز او چکن پاکس پورې مرضونه خوروي او بېکټېریا د مرۍ/ ستونی بیمارۍ او د تپ دق مرضونه خوروي.

    د کوروناوائرس د دې وباء پۀ باب کال دوه زره اووم (2007) کښې ماهرینو څۀ خدشات ښکاره کړي دي او دا خدشات د امریکا پۀ یوه معتبره تحقیقي مجله کښې چاپ دي. زۀ ئې دلته لنک هم ورکوم ]لنکونه د ليکنې پايله کښې ورکړے شوي دي[. یاده دې وي چې دا تحقیق د پاکستاني محقیقینو او پوهنتونونو پۀ شان ټوقې ټقالې نۀ دي؛ د دې یوې مقالې نه ئې اندازه لګولې شي چې دا د کومې ځیرکتیا او ژورتیا شاهکار دے. دا مقاله دې لړ کښې د نورو څلور زره مقالو خبره هم را څرګندوي.

    تر اوسه چې د کوم وائرس د وبائي صورتحال رامنځ ته کولو تشخیص دے، هغې کښې د انسان لاپرواهي، بې علمي او غېر تعمیري رجحانات شامل دي – او یو غټ لامل د انسان د فطرت خارجي او باطني سره تخریبی تعامل دے. د ماحولیاتي سیاسیات/ تنقید/ اقدارو حقوق علمي مېدانونه هم د دې منفي تعامل پۀ ضد خپله مدعا او اهداف رڼوي. انسان چې د دفاع پۀ نوم او جواز څومره سرمایه کاري کړې ده، انسان د دې ګټه رتۍ هم نۀ ده لېدلې او تاوان ئې پۀ نومي انسان ته ور رسېدلے دے. نن موقع ده چې مقامي، قامي، قومي او بېن الاقوامي سیاستمداران د سرمایه کارۍ مېدان د وسلو او دفاع پۀ ځاے صحت/ خوراک او تعلیم ته وګرځوي. د اقتدار لپاره د جنګ، تشدد، وسلو او بارودو وسائلو ته مخه ښه ووائي او د عدم تشدد، خدمتِ خلق او فلاحِ انسانیت معیارونه او وسائل خپل کړي.

    نن تمامي نړۍ د یو وائرس د وبائي صورتحال قابو کولو کښې ناکامه ولې ښکاري؟

    د نورو ډېرو بدلونونو سره به دا کرونا سیاست، سماج، معاشرت او سرمایه کارۍ ته یو زبردست چېلنج ورکوي او زما پۀ خیال د انسان د خوراک پۀ باب له نظر کښې به هم یو غټ بدلون راولي. د قراني “تصور طیبٰت” جوهر به پۀ بېلابېلو لارو ځان نور شته کړي.

    تر اوسه چې کوم تحقيقات د کرونا وائرس پۀ باره کښې منظرعام ته راغلي دي، پۀ دې کښې يوه خدشه دا هم وه چې ګوندې دا وائرس د جينياتي انجنئيرنګ شاخسانه ده. پۀ نورو اسانو ټکو چې دا وائرس پۀ لېبارټريانو کښې انسان پۀ خپله جوړ کړے دے او د دې پۀ وساطت خپل سياست او تجارت کول غواړي. دا خدشۀ بې بنياده او د نظر نه د غورځولو بالکل هم نۀ ده، ځکه دنيا کښې د حياتياتي جنګ (biological war) يوه مافيا دا کار کوي او د دې څۀ بر سر زمين او زېر زمين ګواهياني هم شته دے خو د کرونا وائرس پۀ باب له چې د تېرو لس دولس کلونو نه کوم سائنسدانان تحقيقات کوي، هغوي دا خدشه مسلسل رد کوي او د دې وائرس دا موجوده صورتحال د فطري ارتقاء او ازادانه حياتياتي انتخاب نتيجه ګرځوي.

    بالکل تازه د مارچ دوه زره شلم د “نېچر مېډيسن” يوه داسې شريکه مقاله چې د انساني جسم د مدافعتي نظام ماهرينو ليکلي ده او اکثريت ماقبل تحقيقات او موجوده صورتحال ئې پۀ نظر کښې نيولي دي؛ دا نتيجه راڅرګندوي چې دا کرونا وائرس د انساني جنېټک انجنئيرنګ عمل نۀ دے. دا خبره دوي د مفروضې يا خيال پۀ اساس نۀ بلکې د وائرس د تاريخيت او حرکياتو د سائنسي څېړنې پۀ بنياد کوي. د دې مقالې په باب له لنک دلته ورکوم ]دا لنک هم د دې ليکنې پۀ پايله کښې ورکړے شوے دے[.

    پۀ کائنات کښې د ارتقاء پۀ باب له مسلمانانو د خپل زرين دور نه را پۀ دې خوا ډېره سطحي رويه خپله کړې ده او حال دا دے چې “د ارتقاء د سائنسي تصور پلار” ابن مسکوے يو مسلمان سائنسدان ؤ او هغۀ دا نظريه د چارلس ډارون نه پۀ مودو مودو وړاندې پېش کړې وه او د خوند خبره دا ده چې کله مسلمانان پۀ اقتدار کښې وو او د نړۍ سياست د دوي پۀ لاسو کښې ؤ نو د ابن مسکوے دې نظر ته چا هم دومره سپک نۀ وو کتلي، څومره چې مسلمانان ورته د تېرو څو پېړيو نه ګوري.

    د کورونا وائرس پۀ باب له د دې سطحي رويې اوسمهاله مذهبي علمبردارانو )ټهېکدارانو( پۀ ايران کښې د خپل اقتدار او کرسۍ لپاره مخلوق د قيامت سره مخ کړو. پۀ خطه کښې ئې پۀ لسګونو ملکونه د عذاب سره مخ کړل. د رياستي تقدس نه ئې اسلام بيا لوګے کړو. د مشهد امام جمعه اٰيت الله علم الهديٰ پۀ خپله خطبه کښې ووئيل چې چا پۀ الېکشن کښې ووټ وا نۀ چولو، هغه کافر دے. د فرورۍ اخري اوونۍ کښې دې مذهبي ټهېکدارانو ووئيل چې دا د کروناوائرس افواه امريکا پۀ ايران کښې د الېکشن معطل کولو لپاره خوره کړې ده. د ايران پۀ ښار قم کښې اٰيت الله سعيدي فتويٰ ورکوي چې د کرونا د وېرې نه زيارت ته نۀ راتلل د ايمان کمزوري ده؛ او هم دغه ښار کښې اٰيت الله مکارم شيرازي فتويٰ ورکوي چې چا کروناوائرس بل ته منتقل کړو، دا د قتل برابر مجرم دے او ديت به ورکوي. کومو ډاکټرانو چې پۀ ايران کښې د دې حقيقت د راسپړدلو هڅې وکړې، پۀ هغو فتوې ولګېدي او ملک دښمنه وګرځولے شول. دا حقيقت د ايران سياستمدارانو د عزادارۍ او د زيارتونو خلاف يو عالمي سازش وګرځولو.

    د خوند خبره دا ده چې څوک دې ته سازش وائي او دا انساني پېدا کرده عمل بولي، هغوي د ارتقاء پۀ باب د سائنسي تصور حد درجې مخالف هم دي!!! نتيجه څۀ شوه؟ نن دا ټوله خطه د يو قيامت سره مخ ده او د چا د جهالت د لاسه چې وشوه، هغوي ته به اوس هم د اجتهادي خطا پۀ اساس يو ثواب ملاوېږي!!!

    ضرورت د دې خبرې دے چې کومه مسئله د چا سره متعلق ده او څوک د دې مېدان صاحب الراي دے؟ مونږ د سياست او اقتدار لپاره هغه ناوړه/ناولي/غليظ اقدامات وکړل چې د دې تماشه پۀ تاريخ کښې دې اسمان چرته او چرې نۀ وه کړې!!! رښتيا دي چې پۀ چين کښې دا وباء پۀ قابو کېدو شوه، ځکه چې هلته د دې مقابله د قام سره وه، انسانانو سره وه – خو پۀ دې خطه کښې دا وباء ګرانه ده چې قابو شي، ځکه چې دلته ئې مقابله د جهالت سره ده.

    د مارچ د مياشتې د نهه ويشتم تاريخ تر مازيګره دا مهال پۀ تمامي نړۍ کښې د باخبره نړيوالو رسنيو مطابق شپږ لکهه درې اتيا زره پينځۀ سوه او شپږدېرش (683,536) کسان دې روانې وباء وهلي دي. تر دې دمه دوه دېرش زره يو سل او نهه دېرش (32,129) انسان مړۀ شوي دي. د دې مرض نه د روغېدونکو شمېر يو لاکهـ شپږ څلوېښت زره او څلور کم څلور سوه (146,396) دے.

    دا مهال پۀ پاکستان کښې د دې وباء وهلي مريضان پينځلس سوه او شپږ ويشت (1,526) دي. د خدشاتو مطابق کۀ چرې پاکستان د دې وباء بر وقت علاج و نۀ کړو نو د جون پۀ اخره کښې به صرف پاکستان کښې د دې مريضان )الله مۀ کړه( تر دوه کروړه ورسېږي.

    ما چې د کومې ادراې نه دا شماريات رانقل کړل او محض دا پينځۀ کرښې مې ليکلې نو اوس پۀ دې دومره لحظو کښې د مريضانو تعداد کښې د يوکم پنځوس مريضانو اضافه وشوه.

    دې وباء تمامي نړۍ پۀ سياسي/ معاشي/ سماجي/ معاشرتي/ مذهبي حوالو د يو ډېر غټ بدلون سره مخ کړه.

    پۀ مسلمانانو د دې وباء اثراتو د مذهبي نفسياتو تمامي موجوده حرکياتو ته يو غټ چېلنج مخې ته کېښودو. پۀ انفرادي اجتماعي عباداتو سره سره پۀ معاملاتو او اخلاقياتو هم يو زبردست دباو دے او د خلقو د ذهنونو پۀ ډنډ کښې څۀ څۀ ټيکرو حرکت راپيدا کړے دے. څوک دې حرکت سره پۀ مزاحمت دي او څوک ورته پۀ غور کولو مجبور دي.

    داسې نۀ ده چې د وباء د لاسه دا مهال پۀ اول ځل مسلمانان د عباداتو د تعطل سره مخ دي، تاريخ ګواه دے چې پۀ کال نهه سوه او اتۀ شپېتم زېږديز کښې د قرامطه پۀ حرم د حملو او د حجر اسود د تښتولو منصوبې نه پس کم و بېش لس کاله حج معطل ؤ. دا رنګ د زرم زېږديز پۀ دوه لسيزو کښې او د اوولس سوه او نهه نوي پۀ کلونو حج جزوي معطل ؤ. د نړيوالو جنګونو پۀ دوران کښې حج تر حجازه محدود ؤ. دا رنګ د هجرت پۀ څلور سوه او نهه څلوېښتم کال چې د قحط او طاعون وباء خوره شوې وه نو کم و بېش پوره يو کال د موجوده مصر/ مراکو/ الجزائر/ موريطانيه/ سپېن/ ليبيا وغېره ډېرو ملکونو کښې جوماتونه بند وو، اذانونه بند وو. هم دا رنګ د دې نه درې سوه کال پس بيا دا رنګ حالات سر دوباره شوي وو؛ خو ظاهره ده دغه مودو کښې انسانان د يو بل سره دومره تړلي نۀ وو او د نن انسان د نړۍ نه يو کلے جوړ کړے دے – نو اګاهي زياته ده نو د موجوده وباء نه خو انسان ګړۍ ګړۍ با خبره دے؛ خو د تاريخ نه لا تر اوسه دومره نۀ دے خبر. دې کښې هم سماجي سياسي معاشرتي جبر شامل حال دے.

    1. د نمونځ پۀ باب له اخر کار د پاتې نړۍ مسلمانانو د تعطل/ تاخير/ بدلون د مزاحمت نه پس قبول کړو.
    2. د وباء سره سم سعودي حکومت پۀ مسلمانانو عمرې بندې کړې او د را روان حج لپاره ئې هم اکثر ملکونو سره د معاهدو تعطل اعلان کړو. پۀ نزدې موده کښې د خالي حرم ننداره د نړۍ مسلمانان پۀ اندېښنو بوخت کړل. چا د سازش او چا د قيامت او چا د امام مهدي د راتلو وخت اعلان کړو.
    3. عباداتو سره سم د اخلاقياتو او معاملاتو حرکيات هم د بدلون ښکار شول. د سلام او غاړې سنت باندې از سر نو سوچ پېل شو. د سهولت/ اسائش/ نمائش او تحسينياتو پۀ ځاے د ضرورياتو تقدم پله پام واوړېدو.
    4. د اجتماعي او ذاتي ژوند پۀ حرکياتو کښې د مذهب پاسداري تر ډېره حده معاشرتي/ سماجي/ سياسي/ طبي منطقو/ مېدانونو متاثره کړه.
    5. دا ټول بدلون د تقليد محض لپاره يوه نوې څپه ده او مسلمانان د مقاصد شريعت ترجيحاتو ته را روان ښکاري. د عبادت لوازماتو سره سره د ژوند او اجتماعي اخلاقياتو پۀ تقدم ئې سر خلاصېدل پېل شو.
    6. نړيوال وګړي او دولتونه د سرمايه کارۍ پۀ نزدې تاريخ ولۍ باندې پښېمانه ښکاري. د بجټ تاريخ کښې بايد اوس بدلون خامخا ومني.
    7. د نړۍ د اجتماعي ژوند بېلابېلو طبقاتو کښې دې وباګانو انسان بيا دې حقيقت ته را نزدې کړو چې مالداري/ سهولت/ اقتدار د انسانيت اوصافو کښې تقدم نۀ لري. خدمت/ عدم تشدد/ روا داري/ همدردي/ اخلاقيات د انسانيت لپاره اولني اوصاف دي.
    8. نړيوال وګړو پۀ مجموعي توګه د افراتفرۍ/ انتشار پۀ ځاے د همدردۍ/ نظم او قدرې ذمه وار تعامل مظاهره وکړه.
    9. اټلي د زلمو د بچاو لپاره ترجيحاتي تعامل خپل کړو او د بوډاګانو پۀ باب لۀ ئې د “مرسي کلنګ” خپلې مرغوبې رويې ته دوام ورکړو.
    10. پېشه ورانه ذمه واريانې د ذاتي حقوق نه بالا ګرځېدلو رجحان ته د قربانۍ پۀ نظر کتلو رواج را منځ ته شو. دا اصل کښې د رخصت پۀ ځاے د عزيمت خپلولو اقدام دے او قابل ستائش دے.
    11. تخليقي قوتونو باندې هم دا وباء خپل دائمي اثرات پۀ متعدد مقامي او قامي ادب سره سره پۀ جهاني ادب کښې هم را څرګندوي.
    12. د علاج لپاره دا مهال د نړۍ پۀ سطح دوه قسمه شواخونونه روان دي: د امريکا او برطانيه سائنسدانان د دې مرض لپاره د نوي وېکسين جوړولو پۀ تګ و دو کښې دي. پۀ دې به لږ تر لږه اتلس هفتې لګي او دا رنګ کۀ کامياب شي نو بيا د منفي اثراتو جاج لپاره به ئې نوره څۀ موده پکار وي. د دې نه پس به بيا دنيا ته د دې ترسيل او رسد کول يوه بله اوږده موده اخلي. خو دوي بيا هم مايوس نۀ دي. دا رنګ د فرانس او څۀ نورو ملکونو سائنسدانان د خسرې موجوده وېکسين کښې د اضافې پۀ عمل د دې وباء وېکسين تيارول غواړي؛ ځکه دوي وائي چې د خسرې وېکسين تمامه نړۍ کښې عام تر لاسه کېدے شي نو د ترسيل او رسد د نقصان نه به دا رنګ بچ پاتې شو.
    13. دا مهال د انساني همدردي په توګه د رياستونو نه علاوه پۀ زاتي توګه ډېرو مالدارانو خپله سرمايه دې مد کښې د خرچ کولو اعلانونه هم کړي دي. افسوس دې قطار کښې مسلمانان ترټولو ورستو دي.
    14. دا يوه خدشه چې دا وباء د حياتياتي جنګ شاخسانه ده، تر دې دمه داسې زور اخلي چې ټيک ده چې دا وائرس انسان تخليق کړے نۀ دے، پۀ لېبارټرۍ کښې نۀ دے تيار شوے؛ خو د دې د نېچرل زيږون/ اوصافو/ حرکياتو نه د دې پۀ خورولو کښې انسان بالاراده کار اخستے دے. دا بيا د سائنس د استعمال مسئله شوه او د انسان د اخلاقيت او تهذيب پۀ معيار يو غټ سوال شو.
    15. پۀ مذهبي طبقاتو کښې تبليغيان او د شيعه ټولګيو بنيادپرست وګړي د دې وباء پۀ اثراتو کښې تر ټولو زيات تنقيد سره مخ دي. سياست سره وابسته مذهبي وګړو د ذمه وار او دور اندېش فکر مظاهره کړې ده.
    16. پۀ مجموعي توګه دا تمامي بدلونونه اګر کۀ مثبت دي خو د رياست د تقدس زور ته دا بدلونونه يو نوے توان وربخښي. دا رنګ بالواسطه استحصال ته يوه نوې فکري زمينه برابرېږي. د محکوم قامونو سياسي پرمختګ او تحريکونه به د دې نه پۀ بل شان متاثره کېږي. د همدردۍ د مشترکې جذبې پۀ زور به مقتدر قوتونه خپل ذاتي مقاصد پۀ اسانتيا اخلي. د جمهوريت تقدس به د اقليت/ انفراديت/ مقاميت او داخليت پۀ شناخت کښې ډېر بې ځايه ز خمونه پرهرونه جوړ کړي.
    17. دا وائرس د دهشت ګردۍ لپاره يوه مؤثره وسله هم جوړېدې شي. د انساني وېرې د نفسياتو سره د لوبو کولو يوه نوې لاره را پرانستې شي.
    18. د مثبت او منفي دواړه اړخونو د تجزيې نه پس کۀ د نتيجه خېز او فېصله کن امر نشاندهي کوو نو خبره بيا دې ځاے له راځي چې ټول پۀ ټوله انحصار د انسان د اخلاقي تعامل سره تړلے دے. کۀ انسان د تخريبي اړخ خپلولي اخلي نو هم نتيجه څرګنده ده او کۀ د تعميري اړخ خپلوي کوي نو هم نتيجه څرګنده ده.

    تر اوسه د اوکدارانو تاريخيت پۀ دې باب له ذاتي دے او د تخريب چابړي ته ور جوخت دے. تعمير صرف هلته خپل کړے شوے دے چرته چې د واکدار ذات او اقتدار ته پرې فائده رسېدله يا د تعمير څۀ قدرې برخه چرته لابدي وه. دې اوسنۍ وباء چې کوم مخ را ښکاره کړو نو د نړۍ واکدارانو له اوس پکار دي پۀ خپل تعامل/ پاليسيانو/ تاريخ ولۍ دوېم نظر وګرځوي ګنې فطري قدرت خپل مقام يوې نه يوه ورځ خامخا تر لاسه کوي. مذاهب د سپېځلي رب کلام دے خو قانون قدرت او فطرت د سپيځلي رب عمل/ فعل/ تعامل دے.

    https://cmr.asm.org/content/20/4/660?fbclid=IwAR1TS3gZmwwjKgHP3vHKDppc8n7ZH8EsgrHYSL1wnLV1AWV-U2FSZtMOCcg

    https://www.sciencedaily.com/releases/2020/03/200317175442.htm?fbclid=IwAR270zPMrzOEQV9p_iCkNLVj7ZTYbztt_r9LOgI2NCGeW56IumIT4Ngl7JY

    ژونده! بې مزې یمه
    بېل چې لۀ هغې یمه

    اوس پۀ تنهایۍ تاوان
    ورک لۀ قافلې یمه

    ستا پۀ انتظار سوے
    ټکندې غرمې یمه

    پرخه پرخه توې پۀ کښې
    زۀ زبېښلے شپې یمه

    ګل یم خو بې تا، ګلې!
    هېڅ یم، بې وږمې یمه

    تۀ مې د سُر غیږه یې
    زۀ تار د نغمې یمه

    ستا د قامت سیورے شوم
    ځې چې، درپسې یمه

    څومره رانه لرې یې!
    څومره در نزدې یمه!

    یو بهیر لفظونه یم
    راشه! بې معنې یمه

    نورا جان بهير

     

  • د معاصر معروضيت د پټ مخ ليدنه – سميع الدين ارمان

    “پښتون” تسلسل سره دا هڅه کوي چې ټولنيزو رويو له د اړخ ورکوونکو او چابک وهونکو هغه عواملو پټ مخونه خپلو لوستونکو ته را وړاندې کړي چې د دغه اړخ ورکولو او چابک وهلو سره هر څو کۀ وقتاً اولسي اينګ/ انا يخوي، خو نتيجې ئې د اولس سماجي ژوند پۀ هره مادي او غېر مادي حواله ستونزو او کړاوونو ته څېلمه کوي. دې ليکنه کښې “د اقداري نظام ترجيحاتو لپاره د معياراتو را منځ ته کولو” د فکري او عملي ساخت څېړنې سره د دې پۀ معروضيت او نتيجو بحث شوے دے.

    دې ليکنه کښې پۀ راوړے شوو مثالونو کښې د اېمل ولي خان او سليم صافي ورکړے شوي مثال کښې د معاصر معروضيت پټ مخ څرګند ښکاري. دا يواځې سليم صافي نۀ دے او نۀ يواځې اېمل ولي خان دے، يو بل انکر (Anchor) به هم د يو بل سياسي کس نه دا تپوس نۀ وي کړے – د دې مخصوص سوال د پاره د اېمل ولي خان تخصيص د ښاغلي ارمان دې کرښه کښې لوستلو نه پس دغه ليکنه پۀ ځير ولولئ:

    ”دا تخصيص ځان له د اېمل او د هغۀ د ګوند، خاندان او طرز سياست پۀ حرکياتو، تاريخيت او ترجيحاتي معيار بالواسطه د سند شهادتونه ثبت کوي. “

    هر انساني حرکت کۀ هغه د فکر پۀ ولقه کښې وي او کۀ د عمل، د يو ثقافتي ارزښت جوګه هم وي او د کوم نظام فکر د مخ ليد او شاليد نمائندګي هم کوي. بالکل هم دا رنګ يوه مفکوره هم د يوې مفروضې يا د يوې مجردې خاکې نه د يو معلوم تشکيل پۀ اساس د يو حقيقت يو اړخ پۀ علامتي ډول را څرګندوي او دا څرګندونه خود رو او خود مختاره هم نۀ وي، بلکې د يو لساني جوړښت د لازم ناګزېريت نه راتېريږي. دې ته کۀ د انساني ذهن د تاريخيت پۀ رڼا کښې د جبر متحمل عنصر وايو او کۀ د طريقه کار حرکيات، خو د معلومو نتيجه خېز معقعولو لاس ته راوړنو کښې يوه هم دغه د ناګزېريت پېژندنه او د دې د حرکياتو تعامل دے.

    د علومو ارتقاء د يويشتمې پېړۍ د دوېمې لسيزې اخري پړاو ته را ورسېده خو نن هم دا سوال د خپل شدت پۀ تاثير کښې لا هم هغه رنګ شوخ و شنګ او پۀ قامت دنګ ولاړ دے چې د حقيقت حقيقت څۀ دے؟ انسان د معلوم پۀ دائرې کۀ د نامعلوم پۀ ډېري ناست دے؟ او د دې نه پۀ ډېر لاندې حېواني سطح دا سوال چې انسان د ارتقاء پۀ معراج د ازادۍ پۀ ولقه کښې داخل دے کۀ د بد ترينې غلامۍ پۀ ښکېلاک اغوښتے دے؟

    ترقي کۀ د سکون ملزومه نۀ وي نو د خپل وقعت يوه ذره هم د اثبات پۀ پېمانه د قدر وړ نۀ شي ګرځولې؛ نو ايا د نن انسان د سکون پۀ هغه مترقي صورت مالامال دے د کوم چې د نن مترقي انسان دعويٰ کوي؟

    کۀ يو اړخ ته د سهولت، ترقۍ، ايجاد، سائنس، تهذيب مادياتي انقلاب د خپل تاريخ پۀ لاساري صورت کښې هڅکه غړۍ ولاړ دے نو بل خوا پۀ واقعاتي ساحه کښې د استحصال، اقتدار، تشدد، تعصب، نۀ ختمېدونکي حرص و هوس، دردناک بې يقينيت او کربناک لايعنيت لکه د سېلاب پۀ تمامي نړۍ راخور دے. د نړۍ پۀ اجتماعي وسائلو د يو مخصوص محدود ټولګي واک دے او دا واک هغه ټولګے خپل قانوني او اخلاقي حق ګڼي.

    دې صورتحال کښې د قدرونو پېمانې اپوټه شوې؛ انسان پۀ يو نامحسوس شان اعتراف کښې ځان د مادي مظاهر يوه نمونه ومنله. دا د هغه محدود استعمار او سامراج د سرمايه دارانه مبني بر خود ساخته علم و منطق، اخلاق و اقدار او معيار و مقدار يوه داسې ورکړه ده چې د پاتې نړۍ مخلوق ئې پۀ قانوني، اخلاقي او معياري سطح پۀ خوشحالۍ قبلوي. دا د جبر کوم مقام دے؟

    کار صرف او صرف هغه دے چې د پېسې لپاره تر سره کېږي، يا د پېسې پۀ عوض تر سره کېږي. قدر صرف هغه دے چې د پېمائش پۀ ولقه کښې راځي – هغه زنانه چې کور کښې پۀ سوونو کارونه تر سره کوي، خو چونکې د مارکيټ تعامل او اقدار ورپکښې جدا دي نو باوجود د مقداري او معياري ارزښت، هغه کار نۀ دے!!! دا هغه معيار دے چې صارفيت د لزوميت پۀ اجباري سطح څرګندوي، انسان د انساني درجې او د انسانيت د عمومي تخصيص نه يو محدود، متعين او خود ساخته مقام )معاشي مشين( ته ورګزاروي. دې رويې او تعامل نه د يو نظام پۀ ترجيحاتي معياراتو د ادراک لپاره يوه نکته پۀ ګوتو راځي او هغه دا ده چې اقدار، جذبات، ثقافتي معيارات، مقامي ترجيحات او خانداني، قبيلوي، قامي ارزښتونه بهر حال د خود ساخته استفادي، معروضي او بېن الاقوامي متعين معياراتو نه کم کوز هم دي، مبني بر جهالت هم دي او د ترقۍ خلاف هم دي.

    څۀ موده وړاندې پۀ جيو نيوز چېنل ‘جرګه’ نومې پروګرام کښې سليم صافي اېمل خان مېلمه کړے ؤ. دا جرګه د ‘نيازي’ د پښتون او افغان پۀ سوال خو بلها مشهوره شوه او اېمل ورپکښې زېرِ عتاب راغلو؛ حال دا چې دا کومه د دومره لوے عتاب جوګه خبره نۀ وه. ما لپاره دې جرګه کښې د سليم صافي يو بل سوال او د اېمل خان جواب د ډېر قدر وړ دے چې هغه د نن صارفيت، اقداري نظام، د دې د چلاند، وسائل او د ترجيحاتو پۀ معياراتو رسا رسا څرګندونې کوي.

    سليم صافي پۀ ډېر متانت، غور و فکر او تفکر د اېمل خان نه پوښتنه کوي چې د سياست نه تاسو ته کومه مالي، کاروباري او معاشي فائده نشته؛ الزام او فتوې در باندې لا بالا لګي، قربانۍ او قېد و بند پکښې لا سېوا دي، دهمکيانې دهماکې او خطرات هم پۀ سر اخلئ؛ نو بيا دا سياست تاسو ته واره څنګه کوي؟ دا خو د لېونتوب معراج دے!!! اېمل خان جواب ورکوي چې اقدار هم څۀ څيز دے، خدمت خلق هم يوه هما ده، عزت او اجتماعيت لپاره د ايثار قبلونه هم يو انساني ارزښت دے، د قامي مفاداتو لپاره يو تحريک او د هغې تسلسل هم څۀ معنٰي لري؛ د قام، سياست، خاورې او وطن سره تړون د کومې فائدې استفادې او قيمت نه ماوارء د انساني فطرت لوازمات وي او دې لپاره انسان د تاوان چابړے هم پۀ خوشحالۍ قبلوي او دا سودا يو کوټلے منلے اجتماعي عزيمت هم دے.

    د سليم صافي سوال د صارفيت د علمبردار سوچ بالواسطه ترجماني هم کوي خو پۀ بل اړخ هغۀ دا سوال به تر اوسه د خپل کوم بل مېلمه نه نۀ وي کړے!!! دا تخصيص ځان له د اېمل او د هغۀ د ګوند، خاندان او طرز سياست پۀ حرکياتو، تاريخيت او ترجيحاتي معيار بالواسطه د سند شهادتونه ثبت کوي. د سليم صافي سوال لکه د سوداګر د هغه مور، خور يا ورور او پلار نه چې د خپل بچي لپاره بغېر د کوم عوض نه سختې ګالي، داسې دے چې معاوضه درته نۀ ملاوېږي نو بيا لېونے يې چې پۀ سر دې بامبېړ اخستے دے؟

    څۀ موده وړاندې پۀ پوهنتونونو کښې د پښتو د مضمون د ختمېدو قضيه را منځ ته شوه، چې لغم ئې معلوم شو نو خبره داسې وه چې پښتو ته طلباء کم راځي او خلق پرې فيسونه هم نۀ ورکوي؛ يعني خرچه ئې ډېره ده او ګټه ئې کمه ده نو دا مضمون به ختم کړو!!! د دې دور د صارفيت پېمانو ته مو خيال دے؟ پښتو مور ده، پښتو د ژوند د کولو يو مذهب او ضابطه ده، پښتو د تاريخ امانت دے، د يوې خاورې او يو قام شناخت دے، يو زاويه نظر دے، يو ثقافت او تهذيب دے؛ پۀ وجود کښې لکه د وينې روان يو تود بهير دے، خو نه! چې صارفيت ئې نشته، خود ساخته مارکيټ ئې نشته نو د هېڅ ارزښت حامله نۀ ده؛ د تورو تيارو او عدم پۀ کور د ننويستو قابله ده، مرګ او قتل ئې روا دے.

    درېمه رويه پۀ ترقي پزير نړۍ کښې د اکېډيميا پۀ مېدان عمل کښې پۀ ګوته کول غواړم. لکه بره مثالونو کښې چې کوم تعين قدر پۀ نظر راځي، دې کښې معروضيت او موضوعيت يو بل سره پۀ تصادم دي او د معروضيت لپاره خود ساخته پېمانې د وکالت ذمه واري اوچتوي. پۀ اکېډيميا کښې د اېمپېرسزم او مقداري شمارياتو پۀ اساس را منځ ته شوي تحقيقاتو ته ډېره توجه ملاوېږي، دا ډېر معياري او مبني بر حقيقت رښتيا ګڼلے کېږي او د دې پۀ باره کښې د بديهي ايقان سند جاري کېږي – خلق مني چې د دې نه انکار د سره ممکن نۀ دے، ځکه چې شمارياتي اعداد زمونږ مخې ته پراتۀ دي او د کوالټېټيو رېسرچ (Qualitative Research) پۀ باب له ملنډې يو قسمه فېشن او د علم د بر ترۍ وسيله او دليل جوړ دے. عن تر دې چې د ادب، مذهب، سماجيات، بشريات او انساني عاداتو پۀ مېدان کښې چې کوم تحقيقات تر سره کېږي، د هغې لپاره هم مقداري شهادتونه او سند لازمي بللے کېږي. پۀ کوم ځاے يا موضوع کښې چې داسې ممکن نۀ وي او مروجه پېمانه/ سوفټ وئير/ تهيوري ورته کار نۀ ورکوي، هلته به ورته يو انټېلجنټ ماډل (Intelligent Model) جوړوې. دا ټول پۀ ظاهره خو د علم، يقين او رښتياو سره د يو بديهي ديانت تعامل ښکاري خو حقيقت د دې بالکل اپوټه دے – دا پېمانه د پېمائش نفسيات جوړوي، د اقداري نظام ترجيحاتو لپاره داسې معيارات ر امنځ ته کوي چې هغه د څۀ مخصوص سرمايه دارانه مفاداتو تحفظ کوي او د قامي يا مقامي امتيازاتو تنسيخ ته لارې جوړوي.

    زۀ دا نۀ وايم چې د دې قسمه تعامل دې مستقل رد وشي، نه! خو دا وايم چې د يو تحقيق د هدف لۀ مخه دې ورته مناسب او غېر متعصب فرېم ورک وټاکلے شي او د کوم مخصوص ماډل دې بې ځايه استعمال او د کوم بل ماډل دې بې ضرورته تضحيک و نۀ شي. د دې ضرورت نشته چې د اقدارو دې مقداري تعين وشي؛ جذباتي شدت، قامي تړون، نسلي ربط، فطري مېلان او خانداني نسبت، د غېرت او بې غېرتۍ سطح دې پۀ مقداري پېمائشونو کښې راوستې شي. اصل کښې د اېمپېرسزم او شمارياتي تحقيق اعتراف او قبوليت هسې نۀ دے، د دې پۀ شا د صارفيت، خود ساخته معروضيت او د سرمايه دارانه نظام حرکيات فعال دي او دا پۀ يو وخت د دوي لپاره متعدد ګټې او د محکوم ټولګي لپاره متعدد تاوانونه راوړي.

    د معاصر معروضیت یو بل ډېر پټ مخے ګزار پۀ شخصیاتو/ مشاهیرو دے. دا ګزار د عقیدت/ موروثیت او تقلید د یو اړخیز تعبیر پۀ ترڅ کښې پۀ ډېر غېر معمولي متاثرکن انداز تر سره کېږي.

    دا حقیقت دے چې عقیدت د ازادۍ او تنقیدي روح پۀ لاره کښې خنډ دے – د جمود، یکسانۍ او یک-رخۍ پېش خېمه ده خو پۀ جدید تعبیر کښې چې نظمِ اجتماعي، ریاست او ادارې لپاره د کوم غېر مشروط اطاعت لزوم جائز بلکې احسن منلے کېږي – عقیدت هم د دې ضرورت یو قدرې مختلف صورت دے. موروثیت پۀ نظم اجتماعي او جدید ریاستي او سیاستي امورو کښې یو قبیح عمل خو ګرځولے کېږي او استدلال ئې هم ډېر بدیهي او جمهوري دے؛ خو یو بل سوال دا هم دے چې د سماج او اجتماع د تاریخیت پاڼې د دې پۀ قبولیت ولې د شهادت سندونه را منځ ته کوي؟ عرف عام ورته یو مقام ولې ورکوي؟ اولسي اتفاق رايې کښې دا یو مهم کردار ولې لوبوي؟ ممکن ده چې یو څوک د “العوام کالانعام” )اولس لکه څاروي وي( استدلال را وړاندې کړي، خو کۀ پۀ ژور نظر او علمیاتي شالید ئې نظر کوو نو د شریعت مقاصدو کښې هم یو د “تحفظِ نسب” دائره هم ده – دا محض ترکیب او اصطلاح نۀ ده بلکې دا یو ډسپلن دے او موروثیت سره د تمامي منفي اوصافو د دې ډسپلن یوه وسیله/ پدیده/ زمینه او پروسه ده. مفکورې/ نظریات/ تحریکونه د نظام/ مادیاتو تابع وي کۀ د شخصیاتو؟

    نوے رائج تصور خو دا دے چې نظام/ تحریک/ ریاست د یو فکر/ پالیسۍ او نظم و ضبط د اجتماعي دانش تابع وي خو تاریخیت او تنقیدي لوست دا یو کوټلے، منلے او غښتلے حقیقت هم را څرګندوي چې نظریات/ تحریکونه او عن تر دې چې علوم د شخصیاتو تابع وي – فلسفه او فلسفه سائنس کۀ ‘ډاکټر عبدالوهاب سوري’ یا ‘ادریس ازاد’ تدریسوي نو یو رنګ ذهنیت پېدا کوي او چې ‘هود بهائي’ ئې تدریسوي نو بل ذهنیت زېږوي؛ اګر کۀ معنون ټول پۀ ټوله مشترک هم وي – هم دا رنګ کۀ جدیدیت او ما بعد جدیدیت ‘عمران شاهد بهنډر’ او ‘سولنګي’ تدریسوي نو یو ذهنیت زېږوې او کۀ هم دغه ډسپلن ‘احمد جاوېد’ تدریسوي نو بالکل جدا بلکې د ما قبل نه متضاد ذهنیت را ولاړوي. دا رنګ خدائي خدمتګار تحریک نه ‘باچا خان’ یا د کانګرس نه ‘ګاندهي’ او ‘ازاد’ )مولانا ابوالکلام( چې لرې کوو نو څۀ پاتې کیږي؟ د یونان نه چې ‘افلاطون’ او ‘ارسطو’ لرې کوو، د وجودیت نه چې ‘سارتر’ لرې کوو، د روس نه چې ‘لېنن’ او ‘پیوټن’ لرې کوو، د تصوف نه چې ‘شنکر اچاریه’ او ‘ابن عربي’ لرې کوو، د جدید فلسفې نه چې ‘برټرنډ رسل’ لرې کوو نو شا ته څۀ صورتحال جوړېږي؟

    باید د برانډډ (branded) خودساخته دوه مخیز منافقانه معروضیت خمار مونږ د خپلو مشاهیرو او اتلانو پۀ داسې ډېکنسټرکشن (Destruction) جرأت مند نۀ کړي چې د هغې سودا تاوان پۀ حېث د قام مونږ ته او ټول پۀ ټوله ګټه ئې غېر ته وي.

    دې ریاست کښې پۀ بېلابېلو دسیسو د قامي تحریک او د ګوند د ماتولو دنده تر سره شوې ده. مونږ پۀ هر مشکل کښې باید ګوند او د ګوند مشرتابې سره مباحثه هم وکړو خو دفاع ئې هم وکړو او ورسره ودرېږو هم. اولس سره تړون بشپړه کړو، تنظیمي عمل کښې برخه واخلو او د مکالمې عمل په مخکښې بوځو.

    ‎روښان فکره جمهوري ګوندونو کښې مباحثه د مکالمې مثبت عمل پۀ مخکښې بوځي خو سپکې سپورې، کنځلې او پېغورونه غېر سیاسي رویه ده. دا اصول پرستۍ ته، تنظیم ته او اولسي تړون ته هېڅ ګټه نۀ راوړي.

     

  • د عیسٰي مسیح علېه السلام د عدم تشدد ارتقاء – سمیع الدین ارمان

    وړاندې د دې نه چې د یو نظریاتي بحث د تاریخي یون پۀ بېلابېلو پړاوونو خبره وکړو، باید دلته تر ټولو اول د تېرې میاشتې د نړۍ د یو ډېر لوے ظلم، بربریت او دهشتګردۍ د هغه پېښې غندنه وکړو چې د بي بي سي د رپورټ مطابق ورپکښې دوه سوه او درې پنځوس انسانانو خپل ژوند وبائیلود. دا ناوړه واقعات د سري لنکا پۀ خاوره هغه مهال ترسره شول چې د عدم تشدد او د غېر مزاحم رویې د پېغمبر حضرت یسوع مسیح علېه السلام پلویانو د خپلې عقیدې سره سم د خپل پېغمبر د دوېم زېږون د اولني تاریخي مظهر یادګاره ورځ “ایسټر” نمانځله. د یویشتمې پېړۍ دې ګلوبل انډوخر کښې د نسلي، لساني او طبقاتي نظام دې ناروا تعصب د سري لنکا د تورپوستو وینه اوبۀ ونۀ ګرځوله؟ تاسو ونۀ لیدل چې د سپین پوستو وینه بل شان ده؟ د دې نه غټ دلیل نور څۀ کېدے شي چې نن هم اکثر و بېشتر انسانان د انسان پۀ مظهر کښې د یو کموډټي )قابل خرید و فروخت څیز( حېثیت لري. د بېن الاقوامي ادارې “وکسفام” د شماریاتي تحقیقاتو مطابق دا مهال د ټولې نړۍ نیم پۀ نیم دولت د نړۍ صرف دوه شپېتۀ افرادو سره دے. د کلاسیکي معاشیاتو دا بنیادي مفروضه چې وسائل کم دي او ضروریات زیات دي، د سرمایه دارانه نظام تر ټولو لویه دروغژنه، پُر فرېبه او د مخصوصې طبقې د مفادو د تحفظ لپاره مصنوعي جوړه کړې شوې مفروضه ده. دا مهال د معاشیاتو ماهرین پۀ جار وائي چې اصل مسئله د وسائلو د کموت نۀ ده بلکې اصل مسئله پۀ وسائلو د اختیار ده او د وسائلو د منصفانه تقسیم ده. خو د دې باوجود د سرمایه دارانه نظام پنجې ورځ تر ورځه پخېږي او د دروغو مصنوعي پۀ خپله جوړ کړے شوي حالاتو پۀ مېچن یو وړوکے ټولګے یوه لویه طبقه لګیا ده، دل کوي.

    د غېرمزاحم رویې پلار او سالار اګر کۀ پۀ عمومي تاریخي حواله حضرت عیسٰی مسیح علېه السلام ګڼلے کېږي او منلے کېږي خو هم د دغه سطحې برابر حواله باندې دا هم یو منلے روایت تر مونږه رارسي چې د عیسٰي مسیح علېه السلام نه هم څۀ څلور پېړۍ وړاندې سقراط نومې یوه ډېره معتبره هستي تېره شوې ده. پۀ سقراط دا الزام ؤ چې هغه ګمراهي خوروي، د خلقو عقاید خرابوي، باغیان او ګستاخان راپېدا کوي. د نوي نسل پۀ تربیت کښې د اطاعت او فرمانبردارۍ برعکس ازادي، حریت او د سوال پورته کولو جرأت زېږوي. د ټولنې اقدار بدلوي. تنقیدي شعور له وده ورکوي. د عقل او منطق متنوع مظاهرو ته لارې پرانیزي. د ړوند او بې جا تقلید نه منع کوي. ظاهره ده دا قسمه تعلیمات د اشرافیه، دولت او مقتدره طبقې پۀ ضد خپل اثار ښکاره کوي نو بیا د دې تعلیماتو استاد به څنګه پۀ خپله لاره ازاد روان پرېښودے شي؟ نو پۀ سقراط هم مقدمه جوړه شوه او عدالت/ دربار د هغه جرم دومره سنګین وګرځوۀ چې د پهانسۍ سزا ئې ورته واوروله. د سقراط د علمي تشخص دا حال ؤ چې د مقتدر طبقې یو معتدبه خلقو سقراط پۀ یو قیمت هم بائیلل نۀ غوښتل نو د دوي پۀ کوششونو یوه لاره دا راووته چې سقراط ته ئې مهلت ورکړو چې تۀ د خپل کار نه لاس واخله او توبه وباسه نو مونږ به دې ژوند در وبخښو. خو سقراط د علمي دیانت عزیمت وپاللو او د دې نه د لاس اخستو نه پۀ جار منکر شو. بیا هم د دغه خلقو نه یو ټولګي ورته د تښتېدو زمینه جوړه کړه چې سقراط ډېر پۀ اسانه پرې خپل ژوند بچ کولے شو خو هغۀ دا لار هم اختیار نۀ کړه او د هغه وخت د روایت مطابق ئې د زهرو پیالۍ وڅښکله.

    د عیسٰي مسیح علېه السلام نه ډېرې پېړۍ وړاندې بني اسرائیلو او بیا یهودیانو جنګ یو مقدس عمل او حکم ګڼلو. لکه د کتاب مقدس ایت دے چې ‘خداوند صاحب جنګ هے اور اس کا نام یهواه هے” – د دې نه علاوه دوي د خداے پۀ صفاتي نومونو کښې یو نوم “رب الافواج” هم وضع کړے دے. جنګ ته یو رومانوي مقام حاصل ؤ او د اخلاقي درجې حال ئې دا ؤ چې فاتح کۀ به هر څومره ظالم ؤ خو ورته به د اقتدار او حکومت قانوني حق حاصل ؤ. مسیح علېه السلام چې زېږون او انتقال ئې دواړه معجزانه وو او قران مجید او کتاب مقدس پرې دواړه شهادتونه وړاندې کوي، پۀ خپل ژوند کښې د عملي مبارزې دورانیه د درې اناجیلو مطابق محض یو کال او د یو انجیل مطابق درې کاله ده. د زېږون سره سم د هجرتونو او کډوالۍ پۀ غم واوړېدو او بیا د ځوانۍ متعلق ئې صرف یوه واقعه نیمه کتاب مقدس کښې ذکر ده او بس بیا ئې د ژوند اخري شپې ورځې، عملي مبارزه او د تصلیب واقعه ثبت دي. هم دا وجه ده چې د برټرېنډ رسل غوندې فلسفي خپل کتاب کښې حضرت عیسٰي مسیح علېه السلام یو داسې فکشئیس کردار ګرځوي چې هغه ئې د تاریخیت قائل نه دے. خو د مذاهبو نړۍ کښې اسماني متون او د هغې سره تړلي روایتونه ئې د تاریخیت نه انکار نۀ کوي.

    د مسیح علېه السلام د تعلیماتو مرکزیت د هغه پۀ ژوند کښې او بیا پۀ ورپسې درې پېړیو کښې د هغۀ د دولسو شاګردانو پۀ دورانیه کښې ټول پۀ ټوله غېرمزاحم رویې او عدم تشدد ته حاصل ؤ. پۀ څلور واړه اناجیلو کښې )متي، مرقس، لوقا او یوحنا( کښې صرف دوه ایتونه چې یو د “تورې واله اٰیت” باندې مشهور دے او بل د “وسلې واله اٰیت” باندې مشهور دے، د تشدد او مسلح جدوجهد یا قتل و قتال باره کښې څۀ تعلیمات او هدایات ورکوي – باقي د دې نه علاوه پۀ تمامي ایتونو کښې او د مسیح علېه السلام پۀ سیرت مطهره کښې تشدد او قتل و قتال بېخي پۀ نظر نۀ راځي. پۀ دغه دوه ایتونو کښې تاکیدي اسلوب او تاریخي تسلسل باندې د علماو بلها بحثونه د پېړو پېړو روایت راروان دے چې خلاصه ئې دوه موقفه دي. یو دا چې دا دوه ایتونه ضمني دي، اشاراتي دي او دا یو قسمه د راروان حالاتو نه د خبردارۍ پېشن ګوئي ده. د دې موقف پلویان دلته د تورې او وسلې نه د حقیقي معنې پۀ ځاے مجازي معنې غوره او وړې ګرځوي او د سیرتِ مسیح پۀ مجموعي تعلیماتو زیات دارومدار لري. بل موقف د دې ایتونو نه د استدلال پۀ ضمن کښې دا دے چې دلته د شریعتِ موسوي د تنفیذ خبره ده نو ځکه دلته به د جنګ قوانین هم هغه وي کوم چې د موسٰي علېه السلام پۀ شریعت کښې وو. او بل د سیرت پۀ مجموعي کردار کښې د عدم تشدد او غېر مزاحم رویې استدلال ته دوي دا جواب وائي چې د مسیح علېه السلام د مبارزې خو ټول عمر یو کال یا درې کاله ؤ نو دومره عمر کښې ظاهره ده وسله والې مبارزې ته زمینه نۀ جوړېږي. وړاندې د دې نه چې مسیح علېه السلام وسله واله مبارزه پېل کړې وه، د تصلیب واقعه پکښې راپېښه شوه.

    د مسیح علېه السلام د واقعه تصلیب نه بعد تر درې پېړیو پورې غېر مزاحم رویه د مسیحیت مرکزیت ؤ او دوي ځان ته د شخصي دفاع او د ژوند ژغورلو حق هم نۀ ورکولو. دوي دا قسمه اٰیتونه چې ‘کۀ څوک دې پۀ ښي مخ ووهي نو ګس هم ورته وړاندې کوه’ او دا ټهیک ده چې د غاښ بدل غاښ او د غوږ بدل غوږ او د سترګې بدل سترګه ؤ خو زۀ تاسو ته وایم چې د شریر مقابله د سره مۀ کوئ’، د خپل دین بنیاد او اساس ګڼلو.

    کله چې د څلورمې عیسوي پېړۍ د پېل لسیزو کښې رومن امپراتوري د مسیحیت د قبلولو پالیسي اختیار کړي او بیا ډېره لږه موده پس د نړۍ دا تاریخي او قدیم سلطنت مسیحیت د یو سرکاري مذهب پۀ طور اعلان کړي نو دلته نه بیا پۀ مسیحي تعلیماتو کښې د یو بدلون پېل وشي. د څلورمې پېړۍ سېنټ اګسټین د عدم تشدد پۀ ځاے اوس د “منصفانه جنګ” تصور وړاندې کړو چې د دې اساس د مذهبي ماخذونو نه زیات پۀ نوافلاطوني فلسفه، رومن اخلاقي اقدارو او پۀ سیاسی سماجي ضرورتونو باندې اډاڼه ؤ. د دې نه پس پۀ مسیحیت کښې د شخصي دفاع لپاره د مخصوص شرائطو سره تشدد جائز وبللے شو. د دې تصور مقصد کوم جنګي اقدام نۀ ؤ بلکې دا د جنګ نه د ژغورنې لپاره د اېمرجنسي صورتحال قابو کولو یوه هڅه وه چې ورپکښې انساني عظمت ته مرکزیت حاصل ؤ. دې تصور ته د دولتي سهارې او اشرافیه د تائید لۀ وجې بې تحاشا مقبولیت ملاو شو، عن تر دې چې دا مقبولیت پۀ څو پېړۍ بعد پۀ یوه بله انتها ودرېدو او جنګ ته یو ځل بیا د تقدس جامه ورواغوستې شوه. پروفېسر کېنر ارګن د ترکي پۀ یوه علمي مسلمانه کورنۍ کښې پېدا شو او تر شلو کلونو ئې اسلامي علوم حاصل کړل. ورستو بیا دې سړي خپل دین تبدیل کړو او عیسائي شو. عیسائیت ئې پۀ خپله خوښه او د خپل تحقیق نه بعد قبول کړو. پۀ صلیبي جنګونو ئې د ماسټرۍ تهیسز ولیکلو او بیا ورستو ئې هم پۀ صلیبي جنګونو د پې اېچ ډي ډګړي واخسته او نن سبا د امریکا د ورجینیا پۀ ایالت کښې د لبرټي پوهنتون کښې د تهیولوجیکل سمنري پریزېډنټ دے. دے پۀ خپل مشهور و معروف کتاب “کرسچئین جهاد” کښې لیکي چې دا پوپ اربن (II) ؤ چې د منصفانه جنګ د تصور نه یو قدم وړاندې لاړو او د مقدس جنګ تصور ئې رامنځ ته کړو. پروفېسر ډاکټر کېنر ارګن د منصفانه جنګ پلوي دے او پۀ جار وائي چې د عراق جنګ نۀ صرف منصفانه جنګ ؤ بلکې د دې اخلاقي او منطقي جوازونه رسا وو. خو د صلیبي او مقدس جنګونو خلاف دے او خپله یوه مشهوره انتړویو کښې چې پۀ انټرنټ دستیابه ده د پوپ اربن (II) د کونسل اٰف کلرمنټ (Council of Clermont) د اووۀ ویشتم نومبر 1095ز هغه خطبه کومې کښې چې د جنګ د تقدس اعلان کېږي، هغه د ‘القاعده’ د بن لادن مشهورې فتوې سره مقائسه کوي پۀ کوم کښې چې د عالمِ کفر سره د جنګ او د هغوي د اموالو د ضبط احکامات جاري کړے شوي وو.

    د دیارلسمې پېړۍ سېنټ تهامس اکیویناس (St. Thomas Aquinas) هغه سړے ؤ چې د منصفانه جنګ نظریه ئې بیا راژوندۍ کړه او دې ته ئې د سیاسي، سماجي، قانوني او بېن الاقوامي علومو پۀ رڼا کښې منطقي بنیادونه ورکړل او دا تصور ئې یو قسمه داسې تهیورائز کړو چې د نن دور بېشتر شعبه جات علوم ئې هم محتاجه دي. خو د دې نه بعد هم د اوولسمې پېړۍ د انګلېنډ، سکاټ لېنډ او ائرلېنډ یو مشهور سپه سالار الیور کرومول [1658-1599] (Oliver Cromwell) نۀ صرف پۀ فکري توګه بلکې پۀ عملي توګه د اجتماعي نسل کشۍ نۀ صرف قائل ؤ بلکې د خپلو مخالفینو نسل کشي ئې پۀ مذهبي اساس جائز ګڼله.

    د مسیح علېه السلام سیرت او د مسیحیت اولنۍ درې پېړۍ د دې خبرې ګواه دي چې د عدم تشدد او غېر مزاحم رویې پۀ اساس د سلطنت روما غوندې امپراتوري فتح کېدې شي او دوي فتح هم کړه؛ خو چې کله د دې تعلیماتو نه روګرداني پېل شوه نو بیا حالاتو نور نور صورتونه خپل کړل.

    نن چې زۀ کله کله پۀ پښتنه خاوره د یو طویل ناتار پۀ تاریخ نظر ځغلوم او د وسله والې مبارزې او د عدم تشدد تقابل کوم نو پۀ فکري، سیاسي، تهذیبي او واقعاتي حوالو راته د عدم تشدد ورکړې څرګندې ښکاري خو نۀ پوهېږم چې نوے کهول بیا هم د دې مصنوعي او خارجي استعماري ګهتکې چې ‘عدم تشدد مونږ له څۀ راکړل’ نه ولې کله کله متاثره شي؟ دوي دې د وسله والې مبارزې ورکړې راڅرګندې کړي؟ او بل چې دا چغې د باچا خان وهي او بیا دهمکیانې یا ارادې د وسله والې مبارزې ښکاره کوي، د بدل او انتقام یادونې کوي یا د عدم تشدد پۀ حقله د کومې مایوسئ ښکار وي، باید د تاریخ پۀ پاڼو کښې د مخکښې نه خپل انجام وګوري.

    حوالې:

    1. https://web.archive.org/web/20080709000007/http://www.cbn.com/spirituallife/ChurchAndMinistry/ChurchHistory/Crusades_CanerChristianJihad0505.asp
    2. https://web.archive.org/web/20080516195113/http://www.erguncaner.com/home/biography/default.php
    3. https://en.wikipedia.org/wiki/Oliver_Cromwell
    4. https://biblehub.com/ 
    5. why i am not a christian by bertrand russell 

     

  • ټول حسن د ‘جمدون’ د مرګ د تورو سترګو تور دے د غني خان د تصورِ حسن، مرګ او رب تنقیدي تعبیر – سمیع الدین ارمان

    د هېګل پۀ نزد حقیقت یو تصور دے او دا پۀ وجود باندې نۀ صرف مقدم دے بلکې د دې باعث هم دے. دا رنګ هغه شعور د مادې نه، روح د جسم نه او فکر د عمل نه مقدم ګڼي. خو دې سره سره د هېګل د حقیقت تصور کښې جمود نشته؛ یو مسلسل او مستقل متحرک یون ورپکښې د تناقص پۀ نسبت د رد وقبول نه راتېریږي او د تخلیق بهیر پۀ متنوع مظهرونو کښې جاري ساتي. کوم تصور ته چې هغه حقیقت وائي، د دې عالي او مکمل صورت د “تصور مطلق” پۀ اصطلاح باندې معرفوي. دا هم هغه ځاے دے چرته چې د جدلیاتي حرکیاتو عملداري معدومه شي او دا هم د ارتقاء پۀ یون کښې د بګ بېنګ نه د وړاندې شتون لپاره د راروان متفاعل مېکانزم پۀ اساس پۀ ظاهره یو اعتراض او نیوکه ده خو د منطقي مغالطې نه د ژغورنې او د فطري غوښتنې پۀ بدیهي اساس یوه ابتداء منل یا ‘مفروض’ ګڼلو نه بغېر هم بله لاره نشته. د یاد مطلق تصور/ شعور خپل ځان پۀ فن کښې د وجدان، پۀ مذهب کښې د تخیل او تشبه او پۀ فلسفه کښې د منطقي استدلال پۀ صورت کښې څرګندېږي. د هېګل پۀ دې تصور کارل مارکس اضافه وکړه؛ د مطلق تصوریت دا مفروضه ئې ورله رد کړه، د جدلیت تعین ئې قبول کړو او د ارتقاء د دوام تائید کولو سره ئې حقیت تعینِ قدر د مادې پۀ اثبات ودروۀ. خو دا ماده هم لکه د اتلسمې پېړۍ د زیات تره مفکرینو د تفهیم مطابق نۀ ده بلکې دا متحرکه ده، جامده بالکل نۀ ده، حرکت او قوت د دې سره تړلي دي. کوم امتیاز چې متأخرینو ته پۀ ګوته کېږي نو هغه دا دے چې کارل مارکس وګڼل چې اصل حقیقت ماده ده او شعور د دې ارتقائي مرحله ده او ماده پۀ شعور، وجود پۀ روح/ تصور او عمل پۀ فکر باندې مقدم دي.

    د دې دواړو نه ډېر وړاندې د اشراقیت پلوي فلاطینوس د دې بحث پۀ باب له یو بل زړۀ پورې تعبیر ورکړے ؤ چې خداے او ماده دواړه حقیقي دي. ماده خداے نۀ ده مګر د خداے د ذات سره ئې نسبت او تړون دے او ورپکښې د الوهیت/ الٰهیاتي صلاحیتونو شتون ښکاره دے. دلته ما ته د ابو الکلام ازاد رحمه الله علېه یو قول رایادېږي چې دا دور پۀ خداے کښې د مادې د لټون نۀ بلکې پۀ ماده کښې د خداے د لټون دور دے. دا خو یوه جمله معترضه وه خو د فلاطینوس د تصور مطابق د مادې او حقیقت دا نسبت چې پۀ کوم یون کښې جاري دے، هغه پۀ خپل ساخت کښې دوه مخیز دے او طریقه کار کښې درې پړاویز دے. دا د خداے نه د هستۍ پۀ صدور کښې درې پړاوونه د “روحانیت، حېوانیت او جسمانیت” دي. د هېګل پۀ اصطلاح داسې وئیلے شو چې د تصورِمطلق د مظاهرو/ پدیدو ګواهي پۀ دغه یادو درې پړاوونو راتېروځي او د یاد دوه مخیز حرکت واپسي ئې هم پۀ درې پړاویز یعني “حسي ادراک، منطقي ادراک او روحاني/وجداني/عرفاني ادراک” باندې اتمامېږي. د دې نسبتونو پۀ بنیاد د مادي او غېر مادي جهان د تعامل متعدد کوټلي حرکیات رامنځ ته کېږي ـــ لکه حسیاتي ترجیحاتو ته مائل وګړے به عقلیت ته څنګه او پۀ کومه لار رارسي؟ دا رنګ د دې برعکس د عقلیاتو مرجح او پلوي به د کومو صفاتو حامل وي او د دې دواړو متوازن مقام منونکو به شعوري راه و رسد کوم کوم وي؟ د مطلق حقیقت رسنې ته دلته د عقلیت او حسیت نه بالا کېدل مطلوب وي او د وجدان پۀ وزر به درک معلومول وي. د وجدان د لار توشه او وسائل دلته فنونِ لطیفه خصوصاً موسیقي، عشق او فلسفه ده. فلاطینوس ګڼي چې د وجدان د وسائلو دې ‘درېکا’ کښې پۀ هر ګوټ ناست وګړے حقیقت ته پۀ خپله خپله ائینه کښې ګوري. د فن علمبردار ئې پۀ مادي، عاشق ئې پۀ جذباتي او فلسفي ئې پۀ عېني صورتونو کښې مدرک کوي. دلته د فلاطینوس او د هغۀ د پلویانو د فلسفې نه مراد د شلمې/ یویشتمې پېړۍ مترقي فلسفه نۀ ده بلکې د دوي مراد د دې نه علمِ حق دے چې د صوفیاو معرفت او وجدان ته زیات ورته دے.

    تر دې ځایه تړلي تمهید کښې د غني خان د شاعرۍ د حرکیاتو د تطبیق صورت حال زما پۀ نزد داسې جوړېږي چې هغۀ د مذهب او فلسفې پۀ اقالیم زورور او ژور تنقیص وکړو. یاده دې وي چې دا تنقیص هم د علمي روایت برخه وه او د دې نه مراد د ماقبل تفهیم پۀ تعبیر باندې رد دے؛ د مذهب او فلسفې پۀ علم او جوهر باندې بالکل هم رد نۀ دے. د “مُلا” پۀ کردار او “اسلام” یا “عجبه فلسفه” نومې نظمونو کښې دا تنقیص بلها واضح دے او مثالونه ئې هم بلها ډېر دي. د فلسفي تردید ئې د خپل فن پۀ اساس داسې کړے دے:

    فلسفي د ملک ولاړ ؤ

    ؤ چاپېره ترې عالَم

    د خود سپین مشال پۀ لاس

    جدا کول ئې زیات او کم

    فکر تېز نظر باریک

    دلیلونه ئې کلک مېخونه

    د منطق پۀ پاټکو پاټکو

    ؤ روان پۀ بره سم

    ما وې اے د هوش او عقل

    د رڼا بله مشاله!

    یو بې خوده لېونے دے

    هر یو ساز ئې د ماتم

    ستا د پوهې د دریاب نه

    یو قطره د رڼا غواړي

    څۀ سوب د خندا غواړي

    څه مطلب غواړي د غم

    فلسفي کړې سترګې پورته

    خولۀ مسکۍ سترګې روښانه

    خړې خړې د غم لړې

    پکښې راغلې ناګهانه

    وې اے زما غمګینه زویه!

    خېشت وجود لري نۀ سیورے

    د دۀ نور به هله ګورې

    چې پۀ پټو سترګو ګورې

    علم سپین روښان مشال دے

    خو پرې نۀ شې لېدے ستورے

    د نور سترګې دې پۀ زړۀ کړه

    د نورونو دنیا ګورې

    سمندر د خېشت څوک ګېر کړي

    د منطق پۀ کوزڼۍ کښې؟

    د غم باد دے چا نیولے

    تول د تلې او دړۍ کښې؟

    وې د خود پۀ مېخانه کښې

    ستا د څښکلو شراب نشته

    چې د مینې ساز پرې ووري

    دلته هغه رباب نشته

    ستا نظر جدا نظر دے

    ستا جهان جدا جهان

    تا کښې وینه د مجنون ده

    ستا نصیب کښې بیابان

    ستا مستي وهي ټالونه

    پۀ خندا د بوډۍ ټال کښې

    د هلال پۀ نري خط کښې

    وائي شونډې د جانان

    لېونیه! لېونیه!

    دا ټول عقل زما واخله

    خو بدل کښې راله راکړه

    یو قطره د خپل ارمان

    ستا د اوښکو شم قربان

    ستا دردونو ته پسخېږم

    چې پۀ دواړو کښې خمار دے

    د خوبونو د جانان

    تا چې مخ د دنیا واړو

    دنیا چغې کړې پاګل دے

    خو تا تاوان کښې ګټه وکړه

    مونږ پۀ ګټه کښې تاوان

    علم سپین روښان مشال دے

    خو پرې نۀ شې لېدے ستورے

    دلته د حسیاتي ادراک د بالاترۍ لپاره چې پۀ کومه سلبي طریقه استدلال راوړے شوے دے، هغه لاجواب دے (پۀ خپل فلسفیانه تعبیر کښې هم او پۀ واقعاتي سطحي ریالیزم کښې هم). هم دا رنګ د فلسفیانه قوت کموت او تحدید ئې پۀ کوم شان ظاهر کړے دے؟

    سمندر د خېشت څوک ګېر کړي

    د منطق پۀ کوزڼۍ کښې؟

    دلته د وجداني تفوق لپاره ئې د منطق پۀ کموتونو چې کوم مېخونه ټک وهلي دي، د دې جواب هم نشته. د مذهب او فلسفې دا ټول رد/ تنقیص او پۀ نوې اصطلاح ډي کنسټرکشن چې اصلاً د هېګلیائي مثلث اولنے ګوټ دے، یو ځانګړے حرکت د تردید دے او دا تردید غني خان د فنونِ لطیفه او د عشق پۀ اساس کړے دے. دلته د غني خان د فنون لطیفه حېثیت د کروچے جمالیاتي فلسفې ته ډېر نزدو دے چې چرته تفوق د وجدان پۀ اساس حاصلېږي او نور دواړه حسیاتي او عقلیاتي ادراک ورته پسخیږي.

    د انسان د عقل دام کښې ‘دے’ نیولے دے چا کله؟

    ‘دے’ یو عشق ته کله کله نقاب لر کړي د وربله

    پۀ اسانو ټکو کښې داسې وئیلے شو چې د پښتو ادب جمهوري نظرونو ته غني خان یو چېلنج ورکړو او تر دې دمه د تهیسز او اېنټي تهیسز سفر یو دوام وموندو چې وروستو ترې د درېم پړاو یعني د نوي تخلیق مرحله د نوي تصورِ رب او تصورِ مرګ پۀ شکل کښې رامنځ ته شوه. د دې لپاره چې کوم خام مواد وپکارول شو، هغه د غني خان تصورِ حسن ؤ.

    دلته پۀ نظري طور دا ډېر واضحه ده چې غني خان کوم ایجاد او ابداع د رد و تنقیص پۀ شکل کښې رامنځ ته کړو او پۀ کوم اسلوب و استدلال ئې تر بله پړاوه یوړو نو دا غني خان د تصوف د نظر او د دوي د مشاهیرو نه زیات هېګل، مارکس (پۀ ضمني حواله د هغۀ د فن پۀ باب له د نظر مطابق) شِلر، بام ګارتن او کروچے ته مائل ثابتوي.

    اوس سوال دا دے چې حسن څۀ څیز دے او د غني خان تصورِ حسن څۀ دے؟

    پۀ قدیم فلاسفه کښې جمهور د دې قائل ښکاري چې حسن د یو ماورائي عالَم مظهر دے. حسن د خېر، حق او رېښتیاو نوم دے؛ حسن عېن فطرت دے، حسن د لامحدود منظر دروازه ده او داسې نور بلها بې شمېره تعریفونه ئې مشهور دي خو حتمي تعریف ئې ممکن نۀ دے. کانټ د حسن تعریف متعین کولو لپاره څلور حدود متعین کړي دي؛ دوه سلبي دي او دوه ایجابي دي ـــ هغه وائي چې حسن به د داسې انتها حالونه وائي چې غایت ئې لامحدود وي او فرحت و فراخي ئې جزوي او وقتي نۀ بلکې کُلي او دائمي وي. اوس د غني خان پۀ “حسن” لیکلے نظم او نور ډېر داسې نظمونه چې پکښې عنوان خو بدل دے او نفسِ مضمون هم د حسن پۀ باب له وي، اکثر ما ته د دې دوه شرطونو تشریح ښکاري ـــ لکه:

    اوه تپوس د حسن مۀ کړه!

    سمندر شي څوک تللے؟

    څوک سپوږمۍ شي رانیولې؟

    څوک زهريٰ شي ښکولولې؟

    حسن پلار د مینې او مور د عشق……….

    او نور دوه شرائط ئې دا دي چې حسن به بغېر د کومې استفادې او افادې سرور بخښي او د دې پۀ شا به کوم مخصوص تصور هم مستقل بر سرِ پېکار نۀ وي. پۀ نورو اصطلاحي ټکو داسې وئیلے شو چې د روایتي ایبقوریانو/ هیپیانو او د منطقیانو پېمانې دلته رد شوې دي. دا شرائط هم د غني خان د حسن پۀ بیان کښې پوره خېژي.

    بل لکان د “رئیل ” پۀ تعریف کښې وائي چې دا د ژبې پۀ ولقه او ساخت کښې نۀ راځي؛ لکه لاشعور، خوب او خداے! د دې متعلق اظهار چې پۀ لساني پېرایه کښې کېږي هغه نیمګړے اظهار وي. اوس غني خان هم دغه د “رئیل” پۀ قطار کښې حسن هم ودروي ـــ لکه وائي:

    پۀ دې زړۀ کښې مې پټ پروت

    یو تصویر دے د جانان

    داسې حسن عجیبه دے

    چې ئې نۀ کېږي بیان

    د هر چا د سترګو پټ دے

    خو ښکارېږي هر زمان

    یا

    ډېر پیران مې ټنګولي

    مذهبونه لټولي

    چرته ټکے رڼا نشته

    بس قیصو پسې قیصه

    موټي خاورې نه جوړ شوے

    موټے خاوره به جوړېږم

    زۀ دې ولې جوړولم

    څۀ حاجت ؤ د دې ساه

    یا مې سم د زړګي یار کړه!

    زه به ځان درنه قربان کړم

    یا دې ټکي تش ژوندون له

    دې بل خر ولټوه

    کۀ دعا وایې، دعا ده

    کۀ ژړا وایې، ژړا ده

    دا کږې وږې مې زده

    نور هېڅ نۀ دي زده زما

    تۀ د حسن دریابونه

    زۀ یوه زره تیارۀ یم

    دا زما او ستا به څنګه

    شي دوستي او یارانه؟

    یا

    اول سترګې ستا د لیدو خو را!

    خو کۀ چرې داسې ګڼو چې غني خان چې څۀ ته حسن وائي، هغه د هغه ټولګي برخه ده څۀ ته چې لکان “رئیل” وائي نو بیا خو پۀ اٰئیډیل توګه د غني خان تصورِ حسن هم د ژبې د ولقې نه بهر دے ــ خو د انساني تاریخ اکثر و بېشتر فکري او وجداني مېدانِ عمل کښې د نالیدلې ماورائي نړۍ هغه تصورات/ عقائد او اساطیر چې ناقابلِ بیان دي؛ تر ټولو زیات مستقل، متصل او متاثرکن فعالیت لري. دلته دې یاده وي چې هغه ابلاغ او ادراک چې د ټکو او د ژبې نه هم ماوراء وي، لکه د ماشوم حرکات و سکنات، ژړا خندا او یا د کوم داسې انسان چې پۀ ځنګل کښې فرض کړه چې یک یواځې وي؛ هېڅ کومه ژبه ئې نۀ وي زده، خو دے بیا هم چې د ځان سره کوم ابلاغ، احساس او ادراک کوي؛ دا د لسان د نوي تعریف نه بهر نۀ راځي ــ ځکه چې دے خو پۀ مېږي او دېوال کښې فرق کوي کنه؟ دۀ ته به څۀ څیزونه یو شان او څۀ بل شان ښکاري خو یا کۀ ړوند کوڼ وي نو هم د حس پۀ فرق به امتیاز کوي ــــ نو دا ټول د تفریق او اشتراک دا علامتي او نشانیاتي نظام دراصل د لسان تعریف متعین کوي نو دلته بیا دا خبره واضحه شي چې تمامي پوهه پۀ لسانیاتي نظام کښې دننه ده او د دې نه بهر هېڅ نشته.

    د “زۀ” او د “تۀ” پۀ تقابلي پېرایه کښې کۀ یو خوا ځان ‘د نُور د سمندر’ پۀ مقابل کښې د ‘تیارې یوه زره’ ګڼي نو بل خوا د

    ‘زۀ یم زۀ یم رنګ سرور او شرنګار زۀ یم

    روح، مطلب، معنٰي اواز د ستار زۀ یم

    چې زۀ نۀ یم بې معنې جنت اسمان دے

    د جهان د سوز او مینې مختار زۀ یم

    دومره پوې شوم پۀ دې ړوکي غوندې ژوند کښې

    یار زما کمال، کمال د دلدار زۀ یم’

    ئې د جدلیت پۀ پکارونه ګواهي هم ګڼلې شو او د خالق/محبوب پۀ مخکښې د یو فنکار د وېنا مطابق ئې د مخلوق/محب متنوع بیان چې د عدم او وجود، هستۍ او نېستۍ او اختیار او بې وسۍ باندې یوه جمالیاتي صورت ګري هم ګرځولې شو.

    لکان د “رئیل” پۀ زمره کښې د راتلونکي عنصر/جوهر د تفهیم لپاره یو درې دائرئیز (تهې تهې) علامتي نظام وضع کوي چې پۀ دې تر ټولو بهرنۍ دائره د حسن، ورپسې دنننۍ دائره د خوف (هارَر) [چې زۀ ورته جلال وئیل ډېر مناسب ګڼم] او درېمه مرکزي دائره د “رئیل” ده. د “رئیل” پۀ باب له دې دا خبره مستحضر وي چې دا نۀ صرف پۀ خپل اٰرډر/پېټرن/ساخت کښې د تخیل متضاد دے بلکې د علامت نه هم ماوراء دے؛ څوک چې د وجود او عدم پۀ ثنویت کښې وقوع لري او “رئیل” کښې عدم د سره شته هم نۀ ــــ اوس دې طرزِ تفهیم کښې کۀ د مرګ “رئیل/حقیقت/حق/جوهر” ته د خارج نه سفر کوو نو لکه تصلیب/ شهادت کښې دا یوه ښکلا ده، د قربانۍ او انسپېریشن معراج دے، د وفا تر ټولو لوے دلیل او ثبوت دے؛ خو د دې نه اصل ته د رسد لپاره د جلال نه راتېرېدل لازمي دي. د دې جلال د تجربې نه بعد د مرګ حقیقت باندې رسېدل ممکن دي لکه عیسٰي علېه السلام چې ورورسېدو. د غني خان پۀ مرګ لیکلي څلور واړه نظمونه چې پکښې یو سل اویا مصرعې دي، د ټولو مجموعي لوست هم او جزوي جزوي هم دا ثابتوي چې هغه د مرګ حقیقت هم هغه تجربې ته وائي کوم چې د معنې د اصل پۀ اساس لکان پۀ “رئیل” کښې ځاے کوي. بله عجیبه او حېران کن خبره دا ده چې غني خان دې ټول بحث کښې مرګ او حسن د یو بل سره پېوست ساتي او د ژوند سره جدلیاتي حرکت ئې هم مسلسل پۀ پام کښې نیولے دے.

    پۀ سپین دېوال سپین خط چرته لېدلے شي بابا!

    هغۀ وې ‘کۀ مرګ نۀ ؤ، ژوند به هم دغسې روک ؤ

    چې عقل د انسان کئ بس دا فرق اندازه

    چې سیورے او تیارۀ نۀ وي، رڼا نۀ شې لېدلې

    د ړوند نظر کښې تل وي یا تیارۀ او یا رڼا

    چې دواړه پکښې راشي رنګ خېشت حسن ترې جوړشي

    کۀ مرګ نۀ ؤ، دنیا کښې څوک به څۀ پوهېدو پۀ ساه؟

    ټول حسن د ‘جمدون’ د مرګ د تورو سترګو نور دے

    د دۀ پۀ تور جهان کښې ټول رنګونه د دنیا

    غني خان چې کله د “زۀ او تۀ” د تقابل حدونه د یو بل نه پۀ اختلاف یادوي نو دې صورت کښې د “زۀ” حامل د شعوري اقلیم نمائنده وي او چې کله د محضِ “زۀ” بیان کوي نو دې صورت کښې د خپل “رئیل” د انعکاس هڅې د تخلیقیت پۀ اساس سر کوي (اګر کۀ عېني طور د بیان ولقه کښې د راتګ پۀ عېن هم هغه وخت دا بیان پۀ خپله “رئیل” پاتې نۀ وي).

    د کوم جنون پۀ اساس چې غني خان د خپل جانان (رئیل) بیان رامنځ ته کوي، د هغې نسبتي اړخ کۀ د “زۀ او تۀ” پۀ تقابلي پېرایه کښې د یوې زاویې انعکاس کوي نو د “رب” او “جانان” پۀ زېل کښې ئې قدرې کُلي مظهر رامنځ ته کوي. دلته یو ډېر بدیهي سوال دا راپورته کېږي چې د “رئیل” پۀ ضمن کښې لاشعور او خوب خو ډېر واضحه مبحث جوړېږي خو “خداے” هم لکان دې مبحث کښې موضوع جوړه کړې ده؟ غني خان خو د حق/حسن او ‘لېس کمثله شئ’ پۀ باب له واضح دے ـــ نو دې لړ کښې هم د لکان راوړے مثال دلته نقل کووم:

    “The burning bush and the Madonna; when the veil of beauty is removed, we arrive at the thing. In the term ’ thing’ we can hear the resonance of Kantian thin-in-itself (Ding an sich, “thing as such” or thing per se). Lacan’s idea is that the the ‘Thing’ is brutal and raw inits immediacy; it can not be substituted for or assimilated to any thing else. As an example, he describes Moses’ encounter with the burning bush in the old testament.

    “Moses the Midianites seems to pose a problem of his own- I would like to know whom or what he faced on Sinai and on Horeb. But after all, since he couldn’t bear the brilliance of the face who said to him “I am what I am”; we will simply say at this point that the burning bush was Moses’ ‘Thing’ and leave it there.”

    (Seminar 7, P.174—see also seminar 7 p,180)

    دا د غني پوهنې پۀ لړ کښې د یو شعوري تنقیدي لوست د هڅې هغه اولني قدمونه دي چې زۀ ئې د ترویج د استقامت پۀ ارمان یم. ارمان

     

  • پۀ عالمي سیاست د باچاخان نظر د یویشتمې پېړۍ د جهاني ادب نماینده ګواهیانې – سمیع الدین ارمان

    سوېتلانا الیکسي وچ (Svetlana Alexandrovna Alexievich) د بېلاروس هغه سپېځلې لیکواله ده چې څلوېښت کاله ئې د جنګ ځپلي اولس خاطرې بغېر د کوم نسلي، لساني او جغرافیائي امتیاز نه پۀ ډېر شواخون نۀ صرف راټولې کړې دي بلکې ټولې نړۍ ته ئې وړاندې کړې هم دي. پۀ خپله پۀ عملي توګه د دې لټون کښې د سفرونو سره سره د هجرت پۀ ازمېښت هم اوړېدلې ده او د ریاستي او دولتي طبقې د جبر ښکار شوې هم ده خو د باچاخان پۀ قول، مایوسه شوې کله هم نۀ ده؛ ځکه چې بابا وائي مایوسي پۀ هغه چا راځي چې د ذاتي یا انفرادي هلو ځلو او مقاصدو لپاره ژوند کوي. سوېتلانا خو خپل ژوند د جنګ ځپلي اولس د تجرباتو د خوندي کولو سره سره نړۍ ته د رسولو قصد کړے دے او دا دے د نن عصر ئې د ادبي زیار او اخلاص اعتراف هم د ادب د نوبېل د انعام پۀ صورت کښې وکړو. د یویشتمې پېړۍ د پینځلسم کال د ادب پۀ شعبه کښې د نوبېل انعام ګټونکې دې لیکوالې د جنګ ځپلې اولس خاطرې، هغه کۀ پۀ مغربي دنیا کښې دي او کۀ پۀ مشرقي دنیا کښې ــــ دې د لسو نه زیاتو کتابونو کښې د جهاني ادب یوه پیاوړې برخه جوړه کړه. د دې د نوبېل انعام د اخستو بعد خپلې خطبې ته “د بائیللي جنګ پۀ حقله” سرلیک ټاکلے دے. زۀ ګڼم چې دا خطبه د دې د ټول ادبي/صحافتي/تجرباتي ژوند ژوندي یاداشتونه او نتیجه خېز نچوړ دے. دا وائي چې ما ته زما د وطن د واکدارانو د سنسر بورډ مشرانو (درباریانو) لیکچر راکوۀ چې ستا پۀ کتاب کښې “هیروز” نشته، د قربانۍ جذبه ختموي؛ تا خو جنګ یو خوفناک عمل ښکاره کړے دے، جنګ خو مرام دے، قرباني (مرګ) خو د ترقۍ او بهادرۍ معراج دے. زما کتاب ئې پۀ کلونو وځنډوۀ! دا د سویت یونین انقلابي اقداماتو ته او د سوشلزم د انعقاد پۀ صورت کښې پۀ اولس روا کړو معمولاتو ته د انساني تاریخ د انسانیت سره یو ناروا ظلم وائي. د افغانستان پۀ جنګ کښې د تېرې پېړۍ د اخري لسیزې نه یو کال وړاندې دا پۀ کابل کښې څو عشرې تېروي او بیا د دې ځاے واقعات پۀ پوره کتاب کښې راڅرګندوي او د واپسۍ نه بعد د خپل کمیونسټ پلار سره زورور اختلاف لري. دا اقرار کوي چې د افغانستان نه پۀ واپسۍ سره زما د کیمونزم پۀ باب له تمامي التباسات رفع شوي وو او زۀ پۀ دې پوهه شوې وم چې مونږ قاتلان یو. دا جنګ یو ناروا او ناولے عمل ګڼي او د دې پۀ ضد د ادبي مبارزې لار خپلوي او پۀ دې لار د څلوېښت کلونو نه زیات سفر کوي او د یویشتمې پېړۍ د دوېمې لسیزې پۀ عېن منځ کښې چې کومه نتیجه راوړاندې کوي هغه زمونږ پۀ خطه کښې جنګ د اقتدار د غټ اقلیم یوه جوړه کړې مصنوعي دوه مخیزه پېښه راښائي او د جنګ پۀ ضد مو ټېنګ ودرېدلو ته هڅوي.

    ‘افغان ډائري، ظاهر شا ټو طالبان’ مخ 30، د باچاخان بابا پۀ کابل کښې د هندوستاني سفیر سره مخاطبه رانقل کوي چې پښتانۀ افغانان به چرې هم د روس او کمیونزم اطاعت ونۀ کړي. دوي به ومري او چې څوک استطاعت لري، هغوي به هجرت کوي. زۀ به د برژبیف (Leonid Brezhnev) سره هم خبره کوم چې رحم وکړه، زۀ به د رېګن (Donald Regan) سره هم خبره وکړم چې رحم وکړه ـــــ کمیونسټ نۀ صرف د افغانستان خلق وژني بلکې د دې ځاے اونې او بوټي ئې هم راتباه کړل؛ انقلاب پۀ ظلم بدل شوے دے.

    سفیره! تۀ ځوان زلمے یې، تا ته د دې ادراک پکار دے چې پۀ افغانستان کښې د غم قیامت راګډ دے. مجاهدین د شپې او روسي عسکر د ورځې قتل و غارت کوي او نتیجتاً پښتون مري، ورکېږي.

    د ببرک کارمل پۀ نوم خط کښې باچاخان هغۀ ته یادونه او انتباه کوي چې تۀ خو هغه نۀ یې پاتې چې زما سره د ملاوېدو پۀ وخت څنګه وې. تۀ لږ پۀ خپل اولس نظر وکړه چې اباد شو کۀ برباد؟ د دنیا پۀ کومه خطه کښې چې انقلاب/بدلون/سوشلزم راغلے دے نو هغوي اباد شوي دي، (پکار ده چې اباد وي) لېکن عجیبه خبره نۀ ده چې مونږ ئې برباد کړو؟ انقلاب خو د بدلون نوم دے؛ دا خو نۀ انقلاب دے او نۀ کمیونزم! دا د دوه نړیوال قوتونو جنګ دے او دې جنګ کښې یو ټولګے د روس بل د امریکا جنګ پالي او د دواړه مخه پښتون مري. تا ته پۀ دې پوره غور پکار دے؛ د دې مسئلې حل راویستل پکار دي او قام سره صلاح مشوره پکار ده

    ببرک کارمل کے نام باچاخان کا خط، باتین همارے باچاخان کی، ص 36

    د اندرا ګاندهي پۀ نوم یو پېغام کښې بابا ورته وائي چې تۀ زما د لور پۀ شان یې او تۀ د نهرو لور یې، د ګاندهي د ملګرو سره دې ژوندژواک دے، پۀ افغانستان کښې سړي او ښځې او ماشومان وژل کېږي، ستا پۀ زړۀ کښې رحم نۀ راځي؟ زۀ درته ډېر پۀ واضحه ټکو وایم چې افغان اولس د د کمیونسټو خلاف دے، هغوي به پۀ افغانستان کښې کمیونزم بحېثیتِ حاکم هېڅ کله قبول نۀ کړي؛ کۀ جنګ ډېر هم وځنډېږي نو اولس به هجرت کوي خو دا نۀ قبلوي.

    اندرا ګاندهي کے نام ایک پېغام، باتین همارے باچاخان کی، ص37

    پۀ دې بس نۀ کوي؛ بابا د معاصرې نړۍ تحفظ صرف او صرف پۀ عدم تشدد کښې ممکن بولي او پرې د عملي واک لپاره خپل ژوند لوګے کوي.

    دا اوس دور کښې به وګورو چې د بابا دا وژن څومره ریښتونے ؤ؟ د واقعیت او قبولیت پۀ لحاظ د بابا خبره سل پۀ سله رسا او ریښتیا وه. د نظري او فکري اړخونو پۀ باب له بابا هم د انقلاب/بدلون/ترقۍ مخالف هېڅ کله نۀ ؤ. هغۀ ته د خپل اولس د نبض ټول ادراک حاصل ؤ.

    اېمر کرټش (Imre Kertész) د هنګري نمائنده ناول لیکونکے دے؛ د “هولوکاسټ” د واقعې پۀ تاریخي، معاشرتي او نفسیاتي اړخونو ژور او مستند نظر لري. پۀ خپله د کمیونسټ اقتدار د جبر څو څو کلونه ښکار شوے دے، پۀ قېدي کېمپونو کښې ئې قېد تېر کړے دے. دا سړے پۀ شعوري طور د نالیدلي/مابعداطبعیاتي قوتونو او ټهېکدارانو خلاف دے، د وجود او موجود پۀ بدیهي تقدس ایقان لري او د غېرِ وجود پۀ موجودګۍ د بې ځایه تائید ملګرے نۀ دے. پۀ خپله وائي چې زۀ د باطنیت او تصوف د مکاشفاتو پۀ ځاے د استدلالي تجزیې پلوي یم. دے د هولوکاسټ پۀ باره کښې متعدد ناولونه او افسانې لیکي. د دې واقعې د اجتماعي انساني نفسیاتي ارتقاء کښې د کړۍ د معلومولو یوه هڅه کوي. د دۀ خاندان، وسائل، اقدار او عقائد اګر کۀ د انقلاب پۀ نوم د روان اقدام د لاسه کور و کر دي خو بیا هم د مثبت ارتقائي یون یو پړاو پۀ ګوته کوي خو د معاصر اجتماعي دانش واکدارانو ته یو سوال هم ږدي چې د انسانیت تاریخ د دې مرحلې نه پۀ دا وخت، پۀ ترقي یافته ټولنه کښې تېرېږي ولې؟ دې نه د عبرت یو مقام راوباسي او د یهودي عصبیت پۀ ځاے د یو تخلیقي اساس مرکزیت ته رجوع کوي. پۀ اسانو ټکو د دۀ د ډېرو ډېرو خبرو خلاصه دا ده چې پۀ ماضي دې یو حقیقت پسندانه نظر قائم وي او د شوو تجرباتو د بار بار تکرار کولو نه دې څنډه وشي.

    اوس د باچاخان د وژن د دې مرکزي نکتې سره انسلاک کښې یو اړخ د هغۀ د فلسطین پۀ باب له د زمکني حقیقتونو سره سره د تاریخیت پۀ ماحصل ولاړ استدلال نه راجوت شوے موقف دے او بل د معاشرتي ارتقا پۀ یون کښې د تجربې د تکرار نه څنډه ده. بابا د تجربې پۀ باب له وائي چې د تجربې د بالفعل واقعې د مشقت نه ډېره بهتره ده چې د نورو خلقو د شوو تجرباتو نتائج او ارتقاء د خپلو فېصلو پۀ وخت وکاروو، ځکه چې هغوي دې مد کښې د ډېرو تکلیفونو او مصیبتونو نه راتېر وي ـــ یعني انسانیت ئې یو ځل قیمت ادا کړے وي نو دا قیمت دې بیا بیا ولې ادا شي؟ ‘لعلونه ملغلرې’، مخ 33

    هیرلډ پنټر (Herold Pinter) یو ډرامه نګار دے. دې نۀ صرف ډرامه لیکي بلکژ د اداکارۍ لپاره د معیاري هدایتکارۍ استاد هم دے. پۀ لسګونو ډرامې ئې لیکلي هم او د پرفامنګ اٰرټ پۀ حقله ئې هم خدمات مسلّم دي. دۀ د برطانیه د ډېرې برخې سفرونه پۀ کلونو کلونو کړي دي. پۀ عالمي سیاست یو ژور نظر او مستنده رایه لري. د بې تحاشا خدماتو پۀ بدل کښې ورته د ادب پۀ شعبه کښې د یویشتمې پېړۍ پۀ پینځم کال د نوبېل انعام هم ورکړے شوے دے. دا سړے چې د نوبېل انعام د اخستو پر مهال کومه خطبه ورکوي، هغه د دې دور د جهاد باللسان لویه نمونه ده. دے وائي چې پۀ عراق د امریکا د حملې جواز هغوي سره د مهلکو اسلحو شتون وګرځولے شو؛ د دې مفروضې لپاره پۀ نړیوال کچ د ایقان مېدان تیار کړے شو، د عراق د القاعده سره تعلق ثابت وښودلے شو او د نائن الېون د واقعې پۀ مجرمانو کښې د دوي لاسونه هم ککړ راثابت کړے شول. دے وائې دا ټول دروغ وو. د امریکا او سویت یونین سره سره د ټولو عالمي واکدارانو پۀ پالیسیو تنقیدي نظر ضرورت د هرچا لپاره لازم بولي. د خطبې پۀ دوران کښې دے یوه خپله خاطره وړاندې کوي چې خلاصه ئې داسې ده چې زۀ پۀ نولس سوه اتیایم کښې پۀ لندن کښې د امریکا د سفارت خانې پۀ یو میټنګ کښې ناست وم. امریکا د دې فېصله کوونکې وه چې پۀ نکاراګوا (Nicaragua) ریاست کښې د خپلې لاس وهنې علمبردار درباریانو ته مزید وسائل او رقم ورکړي کۀ نۀ؟ دے وائي چې زۀ د نکاراګوا د خېرخواهانو د وفد نه وم خو تر ما زیات اهم رکن فادر میټکاف (John Metcalf) ؤ. ده د امریکا له خوا د نمائنده وفد مشر رېمنډ سیټز (Raymond Seitz) چې ورستو بیا سفیر هم جوړ شوے ؤ، ته ووئیل چې زۀ د نکاراګوا د شمال پۀ یوه کلیسائي حلقه کښې ذمه وار مشر یم. زما د حلقو ملګرو یو سکول، یو د صحت مرکز او یو کلتوري مرکز جوړ کړل. مونږ پۀ ډېره مهذبه طریقه پۀ سکون ژوند کوۀ چې څو میاشتې وړاندې څۀ خلقو پۀ دې درې واړه مرکزونو حملې وکړې او هر څۀ ئې تباه و برباد کړل. نرسانو او د سکول زنانه عملې سره ئې بالجبر زناګانې وکړې او پۀ یو ناروا تشدد او ظلم ئې ډاکټران او استاذان قتل کړل. یو بربریت او وحشت ئې وکړو؛ تاسو مهرباني وکړئ د دې مجرمانو سره امداد بند کړئ ـ دا خو ښکاره جاره دهشت ګردي ده! هیرالډ پنټر وائي چې پۀ مجلس یو سکوت طاري شو، رېمنډ سټیز یو ډېر مثبت او خوش اخلاقه شهرت درلود. پۀ سفارتي حلقو کښې ئې ډېر احترام کېدو. دۀ ډېر پۀ توجه د میټکاف خبره واورېدله او د څۀ لږې خاموشي بعد ئې ووئیل چې فادر! یوه خبره درته وکړم؟ پۀ جنګ کښې خو همېشه هم بې ګناه خلق وژل کېږي! دے وائي، کۀ مونږ شو کۀ هغه شو، خپلې خبرې نه وانۀ وړېدو. دے پۀ جار وائي چې د نکاراګوا پۀ ریاست کښې د ظالم اٰمر سره دا امریکه څلوېښت کاله سنګ پۀ سنګ ولاړه وه.

    د امت مسلمه پۀ ویړ جهان کښې موجود بې شماره بې قطاره ادیبانو له د سعودي عرب پۀ منافقت او دوه رنګۍ د هیرالډ پنټر نه څۀ زدکړه پکار ده؟

    پۀ نکاراګوا کښې یو مذهبي واکدار قتل نۀ شو او پۀ زرګونو اولس قتل کېدو. د اول نړیوال جنګ نه بعد چې امریکا د نړۍ پۀ کوم کوم ګوټ کښې د عسکري علمبردارانو پۀ وساطت څومره څومره قتل غارت کړے دے، هیرالډ پنټر د هغې شماریات پۀ لکهونو کروړونو کښې د خطبې پۀ دوران کښې وړاندې کوي. دلته څوک دا اعتراض هم کولے شی چې د برطانیه سره تعلق پۀ وجه به ئې د امریکا ظلم غندلے وي؛ نو یاده دې وي چې دې بیان کښې ئې برطانیه هم د امریکا سره ولاړه مجرمه بللې ده او سخته غندنه ئې هم کړې ده.

    د مشرق وسطيٰ د غمه مړ امریکا د بوګس نعرې پۀ شا د ظلمونو انتها وکړه، د اقتصادي کنټرول د حصول لپاره ئې د دروغو دومره پرچار وکړو چې هغه دروغ خلقو ریښتیا وګڼل. پۀ لکهونو بې ګناه ئې قتل کړل او پۀ لکهونو بې ګناه ئې معذوران کړل. هیرالډ پنټر پۀ دې قناعت نۀ کوي بلکې څو قدمه وړاندې ځي او بش او بلئیر دواړه عوامي قاتلان بولي، پۀ عالمي عدالت کښې پرې د مقدمې تجویز وړاندې کوي. دې لړ کښې بیا د دولتي مکاریو ذکر هم د نظره نۀ غورځوي.

    بابا د خپل سیاسي ادراک پۀ مټ خپل اولس ته پخوا د عالمي اسټېبلشمنټ حرکیات پۀ عامه ژبه ور زده کول. د انصاف، سیاسی غرض او انګرېز استعمار پۀ باب له ئې عملي مباره هم کوله او دا هدایات ئې هم ښکاره جاره بیانول چې دا یوه پروپېګنډه ده چې پېرنګې منصف دے. وې به منصف خو محض پۀ هغه ځاے کښې چې چرته ئې د ځان مفاد وابسته وي؛ چرته چې د دوي سیاسي غرض تړلے وي، هلته سوال نۀ پېدا کېږي چې دا مخلوق انصاف وکړي. دوي پۀ سیاسی معاملاتو کښې چرې هم انصاف نۀ دے کړے – تاسو چې څومره غټ ظالمانان پېژنئ، دا تر ټولو لوي ظالمان دي.

    ‘لعلونه ملغلرې، مخ 82

    پۀ واقعاتي راپېښه کښې د بابا د فکر تسلسل پالونکي دا یو سوال ضرور کولے شي چې د بابا ادراک نه یو قسمه توقف ولې اختیار کړے شو؟ د اولس پۀ کور کښې د روان جنګ پۀ حقله خو بابا د عدم تشدد پالنې سره سره د جنګ د فریق جوړېدو نه هم پۀ هر حال لاس اخستل یو مستقل اصول او سنت وو؛ تاریخ به د تحریک او مفکورې د پالنې پۀ دې یون کښې د ټولو حرکیاتو د ترجیحاتو پۀ شا موجود پټ او ښکاره محرکین او محرکات یقیناً چې راڅرګندوي – نو باید چې د بابا د مفکورې او وژن د لحاظ سره پۀ فکري/ عملي او واقعاتي/ نظري اړخونو د وفا سره سره ځان اولس، تاریخ، قام او د بابا اروا ته شرمنده نۀ کړو.

     

  • ګبریل کارسیا مارکیز )ګېبو( او د هغۀ د فکشن ځانګړنې – سمیع الدین ارمان

     

    ګبریل ګارسیا مارکیز(Gabriel García Márquez) د لاطیني امریکا د کولمبیا ایالت د مېګډلنا (Magdalena) سره خوا کښې د “اراکاتاکا”(Aracataca) پۀ قصبه کښې پۀ کال نولس سوه اوویشتم (1927) کښې د مارچ پۀ شپږمه نېټه زېږېدلے ؤ او د کال دوه زره څوارلسم (2014) د اپرېل پۀ اوولسمه پۀ مېکسیکو(Mexico) ښار کښې د نمونیا د مرض نه پۀ اووۀ اتیا کاله عمر کښې وفات شوے ؤ. د پلار نوم ئې ‘ګېبریل ایلېجیو’ او د مور نامه ئې ‘لوئزا سنتیاګا مارکیز’ وه. پۀ لاطیني امریکا کښې دې نړیوال شهرت یافته لیکوال ته عوام د مینې نه “ګېبو”(Gabo) وائي. د ګېبو د زېږون سره سم د هغۀ پلار یو مستند فارمسسټ شو او بیا څۀ موده پس د روزګار لپاره د شمالي کولمبیا “بېرنکوېلیا”(Barranquilla) ته سره د ښځې منتقل شو او د ګېبو تربیت او وړوکوالے خپله مورنۍ نیکانه کښې تېر شو. د نیا نوم ئې “ډونا ټرېنکویلینا” او د نیکۀ نوم ئې “کرنل نکولېس رکارډو مارکیز” ؤ. د ګېبو دا نیکۀ لکه څنګه چې ئې د نوم نه ظاهره ده، یو تجربه کار فوجي ؤ. د خپل ملک د فوځ د لېفټننټ نه اوچته او د بریګېډئیر نه پۀ ښکته عهده “کرنل” باندې پاتې شوے ؤ او د کولمبیا د تاریخي “زر ورځني جنګ” (Thousand Days War) یو غازي ؤ او د علاقې خلقو ئې ډېر زیات قدر او احترام کولو. ګېبو خپل دې نیا نیکۀ سره تر د نهه کاله عمر پورې مستقل پاتې کېدو. کرنل صاحب د دۀ تربیت ته خصوصي توجه ورکوله. دې به ئې سرکس ته هم بوتللو، ورزشونه به ئې هم پرې کول او د بهادرۍ قیصۍ به ئې ورته ډېرې کولې. د دې خبرې ئې خاص خیال ساتلو چې د بزدلۍ نه ئې وساتي. د ګېبو نیا هم یوه ډېره زوره وره ښځه وه. هغې پۀ مابعدالطبیعیاتي دنیا ډېره عقیده لرله. کور به ئې د کوډو تعویزونو او ټوټکو د معاملاتو نه ډک کړے ؤ او ګېبو ته به ئې د جادو او نالېدلې دنیا داسې داسې قیصۍ کولې چې ګویا دا عېن یقیني او فطري دي او ګېبو او دا نیا به ئې د دې قیصو پۀ فضا کښې اکثر ورک وو. دا د ګېبو یو قسمه خوش قسمتي وه چې نیکۀ ورته د حقیقي ژوند او نیا ورته د تخیلاتي او مابعد الطبیعیاتي جهانونو تربیت ورکولو. ګېبو د لسو کلونو ؤ چې نیا ئې وفات شوه او بیا ګېبو پۀ مستقل توګه د مور پلار سره وابسته شو. اول اول کښې ورته خپل مور پلار لکه د پردو پۀ شان محسوسېدل ځکه چې دۀ زیاته موده د نیا نیکۀ سره تېره کړې وه. وروستو ګېبو د دې څرګند اظهار او وضاحت هم کړے ؤ چې زما پۀ ناولونو، قیصو او کردارونو کښې زما د دې نیا نیکۀ سره د تېر وخت ډېر غټ لاس دے او هم د دې وخت هغه نیمګړې نیمه خوا قیصۍ ما تر یو بل پړاو پورې د رارسولو کوشش کړے دے. دې نه علاوه د ګېبو مور ئې د ګېبو پلار له نۀ ورکوله، ځکه چې د هغۀ کردار او پېژندګلو داسې کومه ډېره خوندوره نۀ وه بلکې هغه د ښځو پۀ حواله ډېر بدنام شان سړے ؤ. خو د لوئزا پۀ باب له ډېر مستقل مزاج ؤ او دا ئې نۀ پرېښوده. دا هم پرې مئینه وه او د هغۀ لاس ئې نۀ پرېښودو نو انجامِ کار سخرګنۍ ئې ورته د رشتې لپاره غاړه کېښوده او دې دواړو وادۀ وکړو. ورستو بیا دې خیال او واقعې له ګېبو پۀ خپل یو مشهور ناول کښې پوره پوره ځاے ورکړے دے.

    ګېبو د سکول پۀ وخت کښې یو مسخره شان ماشوم ؤ چې د لیک لوست او لوبو پله ئې ډېر پام نۀ ؤ خو لطیفې او مزاحیه نظمونه به ئې وئیل، کارټونان به ئې جوړول. بیا د کالج پۀ وختونو کښې ئې پام لوبو ته وګرځېدو او د خپل ساکر او بېس بال د ټیمونو کېپټن هم پاتې شو. د ګرېجوېشن نه بعد پۀ “بوګوټا” (Bogota) کښې مقیم شو او د قانون د لوستلو پېل ئې وکړو. دې دوران کښې پۀ ګېبو د لوست یوه جنوني دوره راغله او بیا تر اخره پورې قائمه وه. هم دا دور ؤ چې پۀ اروپائي ادب کښې د ‘کافکا’ پۀ باب له ډېرې تودې مباحثې پېل شوې وې او ګېبو هم د دې نه بچ پاتې نۀ شو او د هغۀ “میټامارفاسز” (metamorphosis) ئې ولوستو او بلها ډېر ترې متاثره شو. وروستو به ئې پۀ جار د کافکا د امتیاز اظهار او اعتراف کولو. د کافکا(Franz Kafka) د لوست نه بعد د دۀ پۀ زړه کښې هم د یو منفرد لیکوال د جوړېدو ارمان غزونې وکړې او دۀ هم وغوښتل چې پۀ دې باب له منفرد لیک وکړي او څۀ داسې نوي مختلف اړخونه لکه د دۀ نیا چې دۀ ته پۀ قیصو کښې یادول، ئې پۀ لیک د راوستو اراده وکړه. پۀ بوګوټا کښې ئې لا یو کال نۀ ؤ تېر کړے چې د “جورج الیزر” (Jorge Eliécer) د قتل د وجې یو سیاسي بحران راولاړ شو. د سیکېورټي مسائل پېدا شول او پوهنتون د نامعلوم وخت لپاره بند شو. ګېبو هم د قانون د لوست نه زړۀ تورے شوے ؤ، خپلې علاقې ته واپس شو او د صحافت سره وابسته شو. د یو کالم نګار پۀ طور ئې د کار پېل وکړو. دې دوران کښې د “ورجینا وولف”(Virgina Woolf) او “ویلیم فالکنر”(William Faulkner) د کار سره متعارف شو. مستقل کالمونو ئې پۀ ادبي دنیا کښې تعارف پېدا کړو او څۀ موده بعد ئې د فلم د نقد پۀ حقله لیکونه وکړل او بیا تر ډېره د فلم جهان سره هم وابسته ؤ. د دې پړاو نه بعد پۀ “وېنزوېلا”(Venezuela) کښې د مشهور مېګزین او متعدد مختلف معتبرو اخبارونو سره وابسته ؤ. پۀ سیاسي توګه هغه اشتراکي مفکر او عملي مبارز هم ؤ. د خپلو سیاسي رجحاناتو پۀ حقله ئې پۀ خپله اقرار کړے دے چې زما د نیکۀ تربیت زیات لاس لري. د “فېډل کاسترو”(Fidel Castro) سره ئې نزدې تعلقات وو او د “کیوبا”(Cuba) د انقلاب ملګرے هم ؤ خو د مقتدرې طبقې پۀ زیاتي به ئې نقد هم پرې پۀ جار کولو. د سامراجي حکومت او جاګیردارانه صفاتو متحمل فکر او عمل دواړو خلاف ګېبو یو سفاک اواز ؤ، ځکه ئې د کولمبیا د ادب جاګیرداري نمائندګان او د امریکا د سامراجي حکومت پلویان همېشه مخالف وو او خنډان ئې هم ورته ودرول، خو ګېبو خپله مقدمه او مرام پۀ ادبي دیانت پۀ ډېر استقلال او استقامت مخ پۀ وړاندې بوتللي دي.

    د اتلس کلونو پۀ عمر کښې د ګېبو دا اراده وه چې هغه د خپل نیا نیکۀ پۀ کلي او د هغوي سره پۀ تېر وختونو یو داسې ناول ولیکي چې دنیا وجړقوي. دې نیت او ارادې ئې هغه پوره شل دوویشت کلونه پۀ اضطراب کښې وساتلو. د دې اضطراب اخرنۍ اتلس میاشتې یو یادګار لېونتوب ؤ چې یوه ورځ هغه د خپلې کورواله سره چرته روان ؤ او اچانک ئې ګاډے راواپس کړو؛ بیا ئې هم دا ګاډے خرڅ کړو او دا قسم ئې وکړو چې د ناول د لیک نه بغېر به بل کار نۀ کوم. ځان ئې ورته وقف کړو. دې دوران کښې د هغۀ د توقعاتو نه زیات وخت ووتو. لس اتۀ میاشتې خو خرچه روانه وه او بیا د دې نه بعد پۀ قرضونو سر شو. کرایه به ورسره نۀ وه. کله کله به د خوراک د پاره هم څۀ نۀ وو. فاقې به ئې تېرولې خو د ناول د کار نه علاوه ئې بل کار نۀ کوۀ. کوروادانې هم ورسره ډېره قرباني کوله. دې دوران کښې هغه د “ماریه لوئزا اېلیو”(Maria Luisa Elio) سره ملاو شو. دا یوه هسپانوي لیکواله او اداکاره وه. دې د هسپانیه پۀ مهاجرت او مهاجرینو ادبي کار کولو. دا د ګېبو لپاره یوه غټه محرکه وه. دې نه ئې انسپریشن اخستو. دې نه علاوه دې دوران کښې د “تیونیزیا”(Tunisia) یو مشهور شاعر، فلم ډائرېکټر او د هسپانیه نه ویستلے شوے هغه مهاجر چې پۀ مېکسیکو کښې ئې ژوند کولو او نامه ئې وه “جومي ګارسیا اېسکټ”(Jomi Gracia Ascot) سره هم د ګېبو اړېکې جوړې شوې او دوي سره به ئې خپل د ناول کار شریکولو او انجام کار دا ناول “د یواځېوالي یوه پېړۍ”(One Hundred Years of Soltitue) پۀ سپېنش ژبه کښې ولیکلے شو. دا هم وخت ؤ چې د ګېبو ناول چاپ شو نو پۀ جېب کښې یوه سره پېسه نۀ وه او بیا یو وخت داسې هم راغلو چې صرف هم د دې ناول چې پۀ کال نولس سوه اووۀ شپېتم (1967) کښې چاپ شوے ؤ، دېرش میلیونه نسخې خرڅې شوې. دوه کاله پس د چاپ نه یو امریکائي د کولمبیا پوهنتون معروف استاد او مترجم “ګرېګوري رباسه”(Gregory Rabassa) دا ناول انګرېزۍ ته وژباړولو. دۀ د هسپانوي او پرتګیزي ادب بلها فنپارې انګرېزي ادب ته ژباړلې دي او دې مد کښې ئې ادبي اعتراف پۀ ډېر لوړ کچ باندې مسلّم دے. هم د دې ناول پۀ بنیاد ګېبو ته پۀ کال نولس سوه دوه اتیایم (1982) کښې د ادب پۀ شعبه کښې نوبل پرائز ملاو شو او د هغې نه پس د نړۍ پۀ عظیم لیکوالانو کښې شمار شو.

    د ګېبو پۀ ژوند او مبارزه چې غور وکړے شي نو د هغۀ د وطن، خاورې او قام د عمومي تاریخ او صورت حال پۀ انتشار کښې درې واقعات ډېر اهمیت لري.

    یو د کولمبیا “زر ورځنے جنګ”؛ هسې خو د کولمبیا ټوله نولسمه پېړۍ پۀ جنګونو لړلې ده خو دا جنګ ئې د اتلس سوه نهه نوي (1899) نه تر د نولس سوه دوېم (1902) پورې تود ؤ. دا پۀ خپل نوعیت کښې یو “سوِل اٰرمډ کنفلکټ” ؤ چې پېل ئې پۀ ظاهره د دې دعوې نه وشو چې د قدامت خوښي ګوند اقتدار د دهاندلۍ او فراډ پۀ بنیاد دوام موندلے دے او جمهوري روایات ئې د پښو لاندې کړي دي. دا دعويٰ د لبرلسټو لۀ خوا وشوه. جنګ تود شو. وروستو پکښې د پانامه (Panama) مداخلت هم زیات شو. پۀ وطن کښې نور ټولګي هم ډلې ډلې شول او جنګ ته ئې لمنې وهلې. معاشي بحران او د مقتدر طبقې ضد او انا دا جنګ نور هم تودوۀ. دې جنګ کښې بلها وینه توې شوه. پۀ کولمبیا او پانامه کښې به پۀ خانه جنګیانو کښې ماشومانو هم جنګ کوۀ او د مسلح ډلو پۀ منځ کښې به مسلح ماشومان هم وو. اخر د یوې معاهدې پۀ اساس دا جنګ ختم کړے شو. د دې جنګ پۀ دوران کښې د ګېبو نیکۀ د لبرلسټو لۀ خوا شامل ؤ او د جنګ نه وروستو د لبرل طبقې پۀ منځ کښې هغۀ ته د یو غازي حېثیت حاصل ؤ. د دې جنګ قیصۍ او واقعات به نیکۀ ګېبو ته ډېر زیات یادول او نیکۀ ئې د لبرل ټولګي خېر خواه او ملګرے ؤ نو ظاهره ده چې دې قسمه تربیت به پۀ ګېبو څنګه اثر پرېباسلو.

    دوېم “بنانا مساکر” (Banana Massacre) هغه واقعه ده چې د ګېبو ټول تخلیقي جهان ئې متاثره کړے دے. دا واقعه بالکل هوبهو پۀ پښتنه خاوره د بابړې د واقعې پۀ شان ده. دا واقعه پۀ کال نولس سوه اتۀ ویشتم (1928) کښې د دسمبر پۀ پینځمه نېټه پۀ “سیناګا”(Cienaga) کښې پېښه شوې وه. “یونایټډ فروټ کمپني” (United Fruit Company) د امریکا یو کارپورېشن ؤ چې پۀ لاطیني امریکا کښې به ئې د مېوې تجارت کوۀ. پۀ زرګونو خلقو ورسره روزګار کوۀ. دا کپمني پۀ کال اتلس سوه نهه نوي (1899) کښې جوړه شوې وه او پۀ لاطیني امریکا کښې ډېره فعاله وه. د دې مزدورانو د خپل جائز حقوقو لپاره پر امن احتجاج وکړو او د ډېرو ورځو د د احتجاج باوجود د دوي مطالبو او ضرورت ته کوم ذمه وار سړي توجه ورنۀ کړه. مزدورانو د کار نه انکار وکړو او دا رنګ کمپني د شدید مالي بحران سره مخ شوه. امریکا به پۀ هر حال د دې کمپنۍ د مفادو وکالت کوۀ. د ملک صاحب اقتدار طبقې )د هغه وخت قدامت پرست( باندې ئې فشار راوړو. هغوي مسلح دستې ولېږلې او پۀ دې مزدرانو ئې بمباري وکړه. پۀ دې واقعه کښې څو کسان مړۀ شو؟ دا یوه اختلافي خبره ده. عوام او متاثره ټولګي وائي چې دې کښې درې زره کسان مړۀ شوي وو او د حکومت لۀ خوا مرتب تاریخ ئې د پینځۀ څلوېښتو نه واخله تر د پینځۀ سوه پورې تعداد اقرار کوي. خو د امریکا د رسمي ټیلیګرام د رېکارډ مطابق د بوګوټا د سفارت خانې نه چې د امریکا سټېت سېکرټري ته کوم ټیلیګرام پۀ شپاړسمه جنورۍ نولس سوه نهه ویشتم باندې شوے دے او پۀ ریکارډ موجود دے، دې کښې د زر کسانو د مرګ اقرار ثبت دے.

    (Dispatch from U.S. Bogotá Embassy to the US Secretary of State, dated January 16, 1929, stated:

    “I have the honor to report that the Bogotá representative of the United Fruit Company told me yesterday that the total number of strikers killed by the Colombian military exceeded 1000).

    دې واقعه کښې هم د ګېبو نیکۀ ډېر سرګرم پاتې شوے ؤ او د حکومت او امریکا خلاف ئې د خاموشۍ نه انکار کړے ؤ او د خپلې خاورې، قام او خلقو دپاره ئې جرأت مندانه اواز پورته کولو. دا واقعه چې کېدله نو ګېبو د یو کال ؤ. د دې باره کښې به هم نیکۀ ګېبو ته ډېرې ډېرې قیصې کولې.

    درېمه واقعه د هغه وخت ده چې د ګېبو عمر یویشت کاله ؤ او د بوګوټا پۀ یو پوهنتون کښې ئې سبق وئیلو چې پۀ نهم اپرېل کال نولس سوه اته څلوېښتم (1948) کښې پۀ بوګوټا کښې فسادات شروع شول. د لبرل پارټۍ د صدارت امیدوار او پخوانے د تعلیم وزیر “جورج الیزر” (Jorge Eliecer) قتل کړے شو. فسادات د ښار نه کلو ته هم خوارۀ شو او یو قسمه انارکي جوړه شوه. د ګېبو پوهنتون د نامعلوم وخت لپاره بند شو او هغه خپل کلي ته واپس منتقل شو. دې واقعې هم هغه غېر معمولي متاثره کړے ؤ.

    د دې درې واړه واقعاتو تفصیل مې ځکه رانقل کړو چې د ګېبو څلور بهترین ناولونه

    1) No One Writes to the Colonel by Gabriel García Márquez, published during 1961, is a novella concerning an impoverished, retired colonel, a veteran of the Thousand Days’ War who was present at the signing of the Treaty of Neerlandia and still hopes to receive his pension promised to him some fifteen years prior.

    2) ‘One Hundred Years of Solitude’ by Gabriel García Márquez, published during 1967, chronicles 100 years in Macondo, a fictional Colombian village. The novel describes the involvement of one of the village’s residents, Colonel Aureliano Buendia, in the conflict between Colombia’s Liberal and Conservative parties.

    3) ‘Memories of My Melancholy Whores’, Gabriel García Márquez, published during 2004, identifies the death date of the main character’s father with the following lines: “[he] died in his widower’s bed on the day the Treaty of Neerlandia was signed, putting an end to the War of the Thousand Days”.

    4) Leaf Storm

    هم د دې واقعاتو مظاهر دي. د ‘بنانا مساکر’ دا واقعه د ګېبو نه وړاندې د هغۀ یو ملګري “الوېرو سپېدا سمودیو”(Álvaro Cepeda Samudio) هم پۀ خپل ناول کښې ثبت کړې وه او پۀ سپېنش ادب کښې ورته یو معتبر مقام هم حاصل ؤ. د دې ناول ژباړې هم وروستو پۀ انګرېزۍ او فرانسیسۍ کښې وشوې. نقادان دا هم وائي چې د ګېبو ‘د یواځېوالي یوه پېړۍ’ لپاره دا ناول د یو نقیب حېیثیت لري. هم د دې نه ګېبو الهام اخستے ؤ او ګېبو پۀ خپله هم د دې ناول پۀ باب له لیکلي دي چې دا د “لاطیني امریکائي ناول” د امتیاز اساس دے.

    زۀ دا سوال راپورته کوم چې د افغان وطن پۀ خاوره د ډېورنډ د ناولې کرښې د وجود نه راواخله تر ننه چې کوم جینوسائیډ روان دے، دې ولې دا قسمه ادب ونۀ زېږوۀ؟ د جهاني کچ لیکوال ئې ولې راپېدا نۀ کړو؟ دا حالات د کولمبیا د فساداتو، د هندوستان د وېش د فساداتو نه ډېر زیات ژور، ګهمبیر او ظالمانه او طویل دي خو بیا هم پۀ نړیوال کچ پۀ نړیوال ادب کښې د دې رسا ګواهي تر ننه نشته.

    د ګېبو پۀ ناول کښې د سیاسي او سماجي حقیقتونو موضوعیت پۀ ډېر تخلیقي هنر پۀ ګوته شوے دے. هغه د فرد او اجتماع د حقیقت تجربه کولو متنوع دورانونه او صورتِ حالونه پۀ ګوته کوي. د سیاسي نوښت او د خپلې خاورې او خلقو عقائد او اساطیر د ارتقاء د مراحلو سره سره د ثقافتي جبر، تضاد او مجبورو نه راولاړ شوي کموتونه چې کله د غېرو یلغار او د استعمار د مکر سره ګډ مډ شي نو د انتشارحامل یو ګهمبیر او تهې تهې سماج کۀ هغه هر څومره تاریخیت لري، د یو هجوم پۀ شکل اړوي. هغه راښائي چې دې قسمه صورت حال کښې مذهبي عناصر او قدامت پرسته رویې د سرمایه دارانه مقتدر طبقې پۀ لاسو کښې لکه د جادو د اٰلې کار ورکوي. هم دلته د هغۀ د کار د نوعیت او تعین قدر ډانډي پۀ اصطلاحي معنو د “مېجک رئیل ازم” سره منسلک کېږي.

    د ګېبو د ناولونو نه یو دا تاثر هم ملاوېږي چې هغه د دې خبرې وکالت یا تائید کوي چې د تاریخ سفر پۀ دائره کښې خپل یون جاري ساتي او د متعین وخت بعد د یو تکراریت حامل وي. دا خبره د طاقت او علمیت د اصولي حرکیاتو د مرکزیت پۀ باب له خو پۀ نظري سطح رسا برېښي خو بیا قامونو او ټولنو ته د دې د ادراک باوجود هغوي خپله احیاء ولې ونۀ کړې شوه؟ یونان، روم، فارس، مسلمان، چنګېزیان او برطانیه د دې ادراک باوجود ولې د زوال ښکار شو او پۀ پېړو پېړو وخت تېرېدو بعد ئې هم د دوباره عروج کوم مثال زمونږ مخې ته نشته. زما پۀ خیال د دې نه دا څرګندېږي چې د تاريخ ټول پۀ ټوله یون دائروي نۀ وي. د طاقت او علمیت د ادراک سره سره د عملي مزاج او مادیاتي جهان حرکیات هم چې کومه ټولنه پۀ ولقه کښې راولي نو د خپل عروج دور ته د تحفظ دوام ورکولے شي. د احیاء معنٰي کۀ دوباره راژوندي کېدل وي، د عروج نه پس زوال او بیا د زوال نه پس بیا عروج وي نو دا پۀ مقامي سطح د یوې مقامي ټولنې پۀ منځ کښې خو تاریخیت لري، ولې پۀ جهاني سطح دا قسمه احیاء پۀ نظر نۀ راځي. درېمه خبره دا ده چې د وخت/ زمانې دا دائروي سفر پۀ خپله دا وخت/ زمانه یو جامد عنصر ګرځوي. کوم یکسانیت چې دلته برېښي، دا اصلاً د وخت/ زمانې د ناروا استقلال او تناسب نتیجه ده او دا محض د یو جهت یو صفت دے. د دې یکسانیت سره سره لحظه لحظه بدلون او د هر بدلون نوعیت د یو بل نه جدا حېثیت سره دوامداره جریان هم لري او د دې نه واضحېږي چې نۀ صرف د دائرې دا شتون کوم مطلق مرکزیت نۀ لري بلکې د تغیر لړۍ هم متنوع ده.

    د ګېبو پۀ ناولونو کښې یو بل غټ عنصر دا برېښي چې د حسب نسب او خانداني صفاتو ترسیل هم یو مقدم او مستقل حېثیت لري. هغه “د یوې پېړۍ تنهائي” نومې عالمي شهرت یافته ناول کښې د یو خاندان د شپږ پشتونو )جنرېشنز( د تاریخ پۀ فکشني رغوڼه کښې د خپلې خاورې حرکیات پۀ ګوته کړي دي. دې ضمن کښې هغه د مخصوص صفاتو حامل خاندان ته یو تخصیص او امتیاز ورکړے دے او د دې لپاره ئې هغه پخوانۍ د “رائل بلډ” (Royal Blood) مفکوره چې د عالي خاندان د “ورور خور” یا د محرماتو د حمل نه سوچه تشخص لرونکي راپېدا کېږي، هم پۀ ضمني او بالواسطه طریقو کارولې ده. دا د موروثیت او نسل پرست تصوراتو پله تلین باندې اتمامېږي. د خانداني وجاهت صفت بالکل مسلّم دے. د قراني تصور “کان ابوهما صالحاً” نه اشارتاً او نورو ډېرې دلائلو باندې صراحتاً ئې ګواهي ملاوېږي. جنیټیکل سائنس ئې هم د پینځم پشت پورې اثر قابلِ غور ګڼي. خو دې اثر ته د یو خاص مقصد د حصول پۀ خاطر داسې حېثیت ورکول چې د هر قسمه اعتراض نه مبراء کول او یو استثنائي مقدس مقام ته رسول د سیاست نه خالي نۀ ده. البته د ترجیح پۀ بنیاد دا عنصر زېرِ غور راوستل کوم قباحت نۀ لري. دې لړ کښې د پښتون دانش دا عمومي تعامل چې “زوے، نمسے، کړوسے، قودے او پردے”؛ یعني پینځم پشت غېر منسلک حسابوي؛ هم یو وقعت پېدا کوونکے امر دے.

    ګېبو د “مکانډو”(Macondo) پۀ نوم یو فکشني کلے تخلیق کړے دے او ډېرو لیکنو کښې ئې مستعمل کړے دے. زۀ چې کله هم د مکانډو ذکر اورم یا ئې لولم، نو ما ته د سپېځلي پښتون شاعر اندېش شمس القمر ‘جمال اباد’ رایادېږي. د دې ‘مکانډو’ باره کښې ګېبو دا یو تاثر جوړ کړے دے چې د کله پورې د نورې دنیا نه جدا ؤ نو پۀ مثال د باغِ عدن ؤ او چې څومره څومره ئې د نورې دنیا سره او د ټیکنالوژۍ سره اړیکې او ابلاغ زیاتېدو او پخېدو نو دلته تشدد او فسادات ډېرېدل. دا تصور هم ما ته د روسو(Jean Jacques Rousseau) نه مستعار ښکاري؛ هغه هم پۀ ډېر زورور استدلال د ټولنې د ثقافت، تمدن او ډېر نه ډېر ابلاغ سره وابستګي د فساد جرړه ګرځولې وه، خو دا ده چې د هغۀ استدلال نظري او فسفیانه ؤ او ګېبو د دې لپاره د فکشني دانش استدلال او لوازمات پکارولي دي.

    اخري تنقیدي نکته چې زه ئې د ګېبو پۀ فکر و فن کښې خامخا ذکر کول غواړم، هغه دا ده چې هغه د متن د تقدس قائل دے لکه د سنسکرت او لاطیني متن تقدس ئې پۀ ناول کښې برڅېر دے. خو د متن د تشریح او توضیح تاریخیت چې کوم جنګونه او فسادات زېږولي دي، د دې محرکات یوې ټولنې ته پکار ده چې اوس د یویشتمې پېړۍ پۀ دې پړاو خو ډېر نه ډېر واضح او څرګند وي. د دې امر د راښکاره کولو لپاره د جهاني ادب نمائنده لیکوالانو خپل خپل کردار ادا کړے دے، ولې د اقالیمِ اقتدار جاګېردارانو او درباري لیکوالانو د لاسه پۀ رسا وخت د نړۍ غېږه کښې او د اعتراف پۀ زړۀ کښې ځائېدو ته نۀ دے پرېښودے.

    کتابیات

    1. Bell-Villada, Gene H. (1990), García Márquez: The Man and His Work, North Carolina: University of North Carolina Press, ISBN 0-8078-1875-5.
    2. Gonzales, Nelly (1994), Bibliographic Guide to Gabriel García Márquez, 1986–1992, Oxford: Greenwood Publishing Group, ISBN 0-313-28832-1
    3. https://worldcat.org/identities/lccn-n79-63441/
    4. http://www.gebrueder-beetz.de/en/productions/gabo-3
    5. https://www.britannica.com/biography/Gabriel-Garcia-Marquez

     

  • د سوشل کنسټرکشن زورورتیا – سمیع الدین ارمان

    .1 روشن خیالي:

    دا لفظا، معنا او تصورا د ټول انساني تهذیب یوه مثبت رویه او سرګرمي ده. پۀ اسانو ټکو کښې د روح عصر ادراک او د وخت رفتار سره یوشان تګ کول روشن خیالي ده. دا د جمود او اجاره دارۍ خلاف د حرکتِ عمل نامه ده او د راروان لازمي بدلون لپاره پۀ انفرادي او اجتماعي ساحه کښې د قبولیت ځاے ورکولو نه بعد پۀ خپله ټولنه کښې د دې د رنګ کولو هڅه ده. هره ټولنه کښې د وخت تېرېدو سره سره څۀ تصورات، عملیات او رسمیات د فرسوده عقیدت او توهم شکلونه خپلوي. دې سره د جمود او رکاوټ یو تغفن راپېدا شي. نتیجتاً د تاریخ د معلوم سنت مطابق سفر داسې معاشرې د تيرو پۀ جهان ورننباسي.

    د دنیا معلوم تاریخ کۀ وکتے شي نو تمامي انبیاء او مصلحین د دغه روشن خیالۍ پلویان وي. دا د کومې جزوي پالیسۍ یا سیاسي نعرې نامه نۀ ده.

    زمونږ خطه کښې لۀ بده مرغه یو ډکټېټر پروېز مشرف دا اصطلاح د یوې نعرې پۀ توګه پورته کړې وه. د دې پۀ وجه د هغۀ سیاسي مخالفینو دې نعرې ته محض د هغۀ د سیاسي پالیسۍ پۀ نظر وکتل او د مطلق اختلاف وړ ئې وګرځوله. بیا د روشن خیالۍ د بعضې اختیاري او جزوي مظاهرو لکه رقص و نڅا، موسیقي او فنونِ لطیفه پۀ حقله پۀ دې خطه کښې د مذهب د پکارونې ریاستي او غېر ریاستي ټولګو هم د دې سفاک رد وکړو. نو دا رنګ پۀ ټولنه کښې د دې تهذیبي سرګرمۍ مرۍ تېزندي کړې شوه. عجیبه خبره دا ده چې کله د مسلمانانو د عروج دور ؤ نو هغه دور کښې د فنونِ لطیفه پۀ حق له اپروچ تقریباً هم داسې ؤ لکه نن چې د ترقي یافته اجتماعي دانش نمائندګۍ کښې څۀ رنګه دے. بیا کوم روش چې ورسره د نن مذهب پاله ټولګو اختیار کړے دے، د دې مثال او انجام هم د کلیسا او د سلطنت پۀ تاریخ کښې زمونږ مخې ته دے خو د دې باوجود دې چاپېرچل کښې د روشن خیالۍ چاپ منفي وګڼل شو.

    .2 سیکولرازم:

    د ریاست پۀ ساحه کښې د مذهب د اقتدار او اجاره دارۍ لپاره پکارونې چې کله د انساني ټولنې بېخ بنیاد وویستو، دا پکارونه د ماقبل سقراط دور نه راواخله تر د رومن امپراطورۍ پورې او بیا د مسلمانانو پۀ اقتدار کښې او د صېهونیت پۀ تحریک کښې مخې مخې ته ده. د جدید دور نه بعد بیا د دې مرکزي قوت د مذهب پۀ ځاے پۀ ریاست او تجارت کښې رامنځ ته شوے دے چې د سیاسي او سماجي انصاف نعره ئې ښکاره ده او سرمایه دارانه اهداف ئې تهې تهې پټ دي.  نو د دې خلاف هم د تاریخي تعامل مطابق یو ردعمل راولاړ شو. دې ردِ عمل ته قبولیت پۀ علمي او عملي بنیادونو ملاوېدل هم د وخت تقاضا وه او پوره کېدل ئې لۀ وړاندې پېل شوی وو.

    یو سړے کۀ مونږ یادوو چې د ریاست د نظریاتي مترقي رغښت نه ئې د مذهب نمائندګي پۀ ختمولو یا کمولو کښې غېر معمولي کردار لوبولے دے نو هغه والټئیر 1778-1694)ز( دے. د دۀ ټول فکري خدمات دا مهال پۀ لس اتیا (90) جلدونو کښې چاپ دي. د دۀ مجبوري دا وه چې دۀ د یو ټولنیز منلے شوي تصور خلاف تګلاره جوړوله. د ټولنې اکثریت علمي تفوق ته رجوع نۀ کوي بلکې د اکثریت رجحان پۀ سطحي، وقتي او جذباتي ضرورتونو قائم وي. نو د دې د نړولو لپاره والټئیر د مذهب غېر معمولي اختلاف خپل کړے ؤ چې د ټولنیز جذباتي بدلون لپاره دۀ سره بله لاره نۀ وه. دې تاریخیت او دې اختلاف د سیکولرازم مثبت اړخ پۀ ترقي پذیر ملکونو او ټولنو کښې بالکل مسخ کړو او لا ئې هم مسخ کوي.

    سیکولرازم پۀ خپل جوهري اساس کښې تمامي مذاهبو ته یو شان احترام ورکوي. پۀ اجتماعي ساحه کښې د دې د تېر تاریخیت پۀ پوهنه او د انساني زیان نتیجه کښې دا د ریاستي امورو نه بېلوي. د انفرادي ازادۍ پۀ دائره کښې ورته مقام ټاکنه کوي خو دا هم یو حقیقت دے چې څۀ رنګ مذهب پاله ټولګي مذهب د سیاسي اهدافو لپاره پکاروي، بالکل هم دا رنګ سیکولر ټولګي خپل سیکولرازم د سیاسي مقاصدو لپاره وسیله جوړوي او دا رنګ دواړه د یو ذهنیت پۀ نمائندګۍ مهر ثبت کوي. مذهب او سیکولرازم پۀ خپل اصل کښې دواړه د انساني تهذیب، پرمختګ او سکون لپاره لرغونې مفکورې دي. سیکولر وګړے غېرمذهبي نۀ وي بلکې هغه پۀ بل د مذهب جبر نۀ کوي او د بل مذهب ته ټولنیز احترام ورکوي. پۀ ریاستي امورو کښې د مذهب پۀ اساس د امتیاز قائل نۀ وي خو سوشل کنسټرکشن دومره زورور دے چې دا قسمه معیارِ تعریف ته د دې خطې ټولنه نۀ پرېږدي.

    .3 جنس:

    د زنانه او نارینه امتیازي حېثیت هم د سوشل کنسټرکشن یوه نتیجه ده. کله کله د دې سوشل کنسټرکشن علمي ارزښت پېدا کولو لپاره د زنانه او نارینه حیاتیاتي )بایو لوجیکل( اختلاف نه استفاده اخستې کېږي. د دواړو د مساوي حېثیت خلاف د معلوم تاریخ هرې ټولنې پۀ فکري او عملي بنیادونو اقدامات ترسره کړي دي. یو ډېر لوي عالم فاضل سره مې پۀ دې موضوع بحث کوۀ نو د نر واکئ پۀ تفوق او برترۍ او د زنانه پۀ کمترۍ کښې ئې بلها دلائل ووئیل خو ما به ورسره د هغې جواب ورکوۀ او تاریخي مثالونه مې هم ورکول. نو اخر کښې ئې دا دلیل راوړو چې مړه! خداے هم ترې هره میاشت کښې د دوي د سجدې قبلولو نه انکار کوي!!! یعني چې ښځې پۀ منسز بیمارې وي نو خداے ئې سجده نۀ قبلوي. ما ورته ووې چې کله سړے بې اودسه وي نو هم ئې سجده نۀ قبلېږي. دا خو یو رخصت دے چې اصلاً ورسره د خالق پۀ شفقت ګواهي ورکوي. بل دا چې داسې بالکل هم نۀ ده چې زنانه دې حالت کښې وي نو مطلق سجده ئې نۀ قبلېږي،ورته رخصت دے او تمامي د عبادت سجدې ئې دې حالت کښې هم قابلِ قبول دي.

    مذهب خو پرېږده، د وینې رشتې هم د سوشل کنسټرکشن پۀ وړاندې معنې وبائیلي. کله چې زمونږ پۀ ټولنه کښې د یوې مور نه هیجړا پېدا شي نو هم دا مور پلار ئې د خپلولو نه انکار وکړي، یا ئې وژني او یا ئې د خپلوۍ او شناخت ورکولو نه انکاري کېږي.

    .4 کفن دفن:

    داریوس )تقریباً پینځۀ نیم سوه کاله قبل مسیح( چې د قدیم فارس مشهور باچا تېر شوے دے، او دا هم هغه سړے دے چې د لرغونې پښتو د تاریخیت اثار ورسره داسې تړلے شوي دي چې د دۀ پۀ پاتې کاڼیزه کتبو )ډبرو( د میخي خط درې کرښې ثبت دي چې د پښتو سره ئې مماثلت ډېر ورته دے. دا کرښې پۀ لږډېر بدلون سره داسې نقل کېږي،

    “نه اریکه اهم، نه دروغنه، نه زوره ګر اهم”

    یعني نۀ اړیل یم، نۀ دروغژن یم او نۀ زورور یم. د دې باچا پۀ حکومت کښې بلها ډېر مختلف خلق او مختلفې ټولنې راتلې. لکه یو هندي ټولګے پکښې د “کېلټ” ؤ. د دوي ځان له د ژوند ژواک یوه ضابطه وه. د مذاهبو پۀ تاریخ کښې ئې ټول جزیات پۀ اسانه پۀ لاس راځي. دوي به خپل مړي ضائع کول نۀ بلکې د مړو خدمتونه به ئې کول، خرچې به ئې پرې کولې او بلها ډېر وخت به ئې هم د دې خپلو خپلو مړو سره ویستلو. یونانیانو به خپل مړي وسېزل او لکه د جنازې څۀ مروجه مراسم به ئې هم ادا کول. دا دواړه ټولګي د داریوس پۀ حکومت کښې شامل وو. داریوس یو جهاندیده سړے ؤ. هغۀ ګڼل چې اختلاف قبلول پکار دي او اختلاف ضروري نۀ ده چې انهدام او انتشار راپېدا کړي، بلکې کۀ د دې د قبولیت صلاحیت وي نو دا یو ثقافتي رنګارنګي او متنوع مظاهر رامنځ ته کوي؛ د کومو د شتون/ قیام/ دوام لپاره چې انساني فطرت کښې بلها ډېر ګنجائش پروت دے.

    داریوس یوه ورځ خپل عدالت ته دا دواړه ټولګي راوغوښتل. کېلټیانو ته ئې ووې چې خوښه مو نۀ ده چې دا خپل مړي مو لکه د یونانیانو سېزل پېل کړئ!! دا رنګ به مو وخت، پېسه او محنت بچ شي. دا وسائل به پۀ کومو نورو تعمیري کارونو کښې مصرف کړئ؟ کېلټیان رابرند شول، ډېر بد ئې ومنل، تندي ئې ګونجي کړل او مزاحمت کولو لپاره ئې ځان جوړوۀ! بیا داریوس یونانیان مخاطب کړل او ورته ئې ووئیل چې خوښه مو نۀ ده چې دا مړي سېزل مو بس دے بند کړئ، دا خو تاسو پۀ خپله د خپلو نیکونو او نسلونو توهین کوئ! د دې پۀ ځاے لکه د کېلټیانو خپل مړي سمبالوئ او وخت ورته ورکوئ! یونیانیان هم برند شول، دا خبره پرې ډېره بده ولګېده او باچا ته ئې ووې چې دې کارونو کښې ګوتې مۀ وهه ګنې نو د دې انجام به ډېر بد وي. باچا دواړه ټولګو ته د یو بل ردعمل ورښکاره کړو چې د کفن دفن د مراسمو پۀ حقله د ټولنې نفسیات هم رامنځ ته کړي او دې سره سره د سوشل کنسټرکشن پۀ مختلفو ټولګو او ټولنو کښې د جوړو تصوراتو حقیقي صورتحال هم واضح کړي.

    هر سماج د اجتماعي معاملاتو د تر سره کولو لپاره خپلې خپلې طریقې او عقیدې وضع کړې دي او دې سره ئې یو جذباتي، عقیدوي او سماجي تړون موجود وي. دا اختلاف او تنوع دا ظاهروي چې یو طریقه کار هم مطلق ټیک یا مطلق غلط نۀ شي ګڼلے کېدے. بیا تهذیبي ارتقاء پۀ دې اختلاف پاللو کښې خپل کردار لوبوي خو پۀ موجوده دور کښې د مادیاتو د بې ځایه اهمیت لۀ وجې او د اخلاقي/ سماجي/ سیاسي/ ادبي/ ثقافتي او نورو ډېرو پېمانو د غېر ضروري رد کولو یا دا نور ټول جهات د مادیاتو تابع کولو د وجې د یو بل ډېر خطرناک صورتحال پېشن ګویانې هم روانې دي چې ډېر زر ده چې انسانان به پۀ خپلو مړو کاروبار شروع کړي، اقدار به ختم شي، عقائد به خپل زور وبائیلي، اخلاقیات به د اقتصاد پۀ پښو کښې سجدې وکړي او دا رنګ به چې انسان مړ شي نو لواحقین او وارثان به ئې سترګې، ګردې، زړۀ او بېشتر اعضاء خرڅوي. دا به هم د سوشل کنسټرکشن یوه عامه زورورتیا وي.

    .5 ثقافتي تنوع:

    پۀ تهائي لېنډ کښې د چا کور ته سره د پېزاره ورننوتل یو غټ توهین دے، غېر اخلاقي او بېهوده اقدام دے. نورو ډېرو ملکونو کښې دا یو عام او د روټین عمل دے. دا رنګ پۀ تهائي لېنډ کښې چې پۀ مجلس کښې چا پۀ یوه پښه بله پښه واړوله او دې انداز سره پۀ مېلس کښې ئې ناسته وکړه نو دا هم یو لوے جرم او نامناسبه کار ګڼلے کېږي؛ حال دا چې زمونږ او د نورو ډېرو منطقو پۀ مېلسونو کښې دا قسمه ناسته هېڅ قباحت او بد والے نۀ لري. درېم هم دې تهائي لېنډ کښې د انسان سر ته ګوتې وړل د دشمنۍ دعوت دے. دا داسې جرم دے لکه پۀ پښتنه ټولنه کښې چې چا پسې ټوپک راواخلې، بیا کۀ دې ډز وکړو او کۀ دې ونۀ کړو خو داسې شوه چې دشمني دې ورسره پېل کړه!

    پۀ مشرقي اکثر ملکونو کښې پۀ سر لاس اېښودل/ راکښل د مینې، احترام، شفقت او خپلولۍ سره سره د ډاډ داد او فریق جوړېدو پورې معنې ورکوي. کشران دا عمل د ځان لپاره ویاړ او افتخار ګڼي. دا رنګ پۀ مغربي ملکونو کښې سر سرتورول د ډېر احترام/ قبولیت/ ستائینې عمل دے، )انګرېزي ژبه کښې د “ټو هېټس اف” محاوره هم د دې وجې مروج ده( او مشرقي روایت کښې سر پټول د احترام او عظمت ورکولو علامه ده. نو زۀ ګڼم چې داسې د انفرادي او اجتماعي ژوند پۀ هره زاویه کښې د سوشل کنسټرکشن مظاهرو/ پدیدو د یو پېچیده سائنس پۀ وساطت خپل جریان ته دوام ورکړے وي.

    ضرورت د دې خبرې دے چې د انساني ټولنو د اختلاف سره تعامل ډېر نه ډېر مثبت شي. د ازادۍ او اختیار د برقرار ساتلو تر حده دې ورته د قبولیت لارې پرانستې شي او معقول، مقبول او غښتلې انساني تهذیبي ارتقاء ته زمینه جوړه شي.