Category: سميع الدين ارمان

  • فوکلور، افغان فوکلور او معاصر عملي سائنس – سمیع الدین ارمان

     

     

    د متلونو پۀ لار د ښاغلي فرهاد وسیم ایسپزي کتاب دے چې درېم چاپ ېې ستاسو پۀ لاسونو کښې دے. متل د فولکلور یو اهم جز دے او فولکلور د برېټانیکا انسائیکلوپیډیا مطابق د یوې سیمې د وګړو د دود دستور، اساطیرو، قیصو، متلونو، سندرو، ثقافتي سرګرمیو، اتڼونو، روایتونو او د دې د ساخت و پرداخت سره تړلې یوه داسې عمومي ذخیره ده چې د پخوانو وختونو نه تر دې دمه پۀ نالیکلې بڼه رارسېدلې ده. فولکلور ترکیب د ‘فولک’ او ‘لور’ نه جوړ شوے دے، ‘فولک’ پۀ معنٰي د اولس/ خلقو/ عوام دے او ‘لور’ پۀ معنٰي د حکمت/ پوهې/علم دے؛ ځکه ډېر خلق ورته ‘خلقیات/ خلکیات، اولسي پوهه، فرهنګِ عامه، توده شناسي او خلق پېژندنه’ هم وائي. دا کلمه پۀ اول ځل انګرېز عالم ویلیم ټهامس پۀ کال اتلس سوه شپږڅلوېښتم 1846)ز( کښې هم پۀ دې یادو معنو کښې پکارولې وه.

    فولکلور نۀ د علم اساسي ماخذ دے او نۀ د خرافاتو او توهماتو یوه ذخیره ده، بلکې دا د انساني سماج د اولنیو ټولنو د ارتقاء د مراحلو تدریجي یون دے چې ډېر ورستو ورسره د تعقل او تفکر سره سره د تخلیقي دانش اساسیات منسلک شوي دي. د دې مراحلو نه هره یوه ټولنه او هره یوه ژبه تېره شوې ده نو پۀ دې وجه د هرې منطقې پۀ ادبیاتو کښې د فولکلور برخه خوندي ده. چرته چرته چې تمدن او مادیت زیات قبولیت موندلو نو هم پۀ دغه مقدار و معیار ئې د فولکلور اثار پۀ شا کېدل. چونکې انسان د واحد ذات نه پۀ متنوع مظاهرو کښې خپل وجود ته دوام او جریان وربخښي نو پۀ دې اساس ئې پۀ ارتقائي مراحلو کښې د وحدت او تنوع دواړه تهذیبي تشکیلات پۀ ګوته کېدے شي؛ ځکه د نړۍ پۀ اکثر فولکلوري ذخیرو کښې هم اشتراکات او اختلافات دواړه پۀ نظر راځي. لکه زمکه، اسمان، غرونه، سپومۍ، ستوري او ورځ او شپه داسې مظاهر دي چې ټول لرغوني انسانان ورسره یو شان احساس نه تېرېدل نو پۀ دې باب له پۀ حکایتي توګه مشترکات ډېر دي. بیا د موسم، جغرافیې، خاورې، اوبو او هواګانو اختلاف، کموت او زیادت د توپير بنیادونه ایښودي دي.

    فولکلور د تاریخ نه د زیات اهمیت وړ مېدان دے، ځکه چې پۀ تاریخ کښې لاس وهنه ډېره کېږي، د اقتدار او ریاست نه مجبوره وي او ورستي خلق ئې ثبت کوي خو فولکلور پۀ خپل اصلي شکل کښې د یو نسل نه بل نسل ته منتقل کېږي ځکه ترې د یوې ټولنې د تهذیبي شتمنۍ او تاریخي لرغونتیا رسا رسا ادراک ممکن وي. د افغاني فولکلور د مظاهرو برخه کښې متل د نارینه ټولنې او ټپې/غاړې د زنانو اجتماعي ورکړه ده. دا پۀ عمومي او اوسطاً اندازه منلې خبره ده؛ حال دا چې پۀ ټپو کښې به سړو او متلونو کښې به د ښځو ورکړه هم خامخا شامله وي.

    پۀ ترقي یافته ملکونو لکه یورپ، امریکا، اسټرېلیا، المان، جاپان او نورو بلها خطو کښې د تېرې شلمې پېړۍ راهسې فولکلور یوه باقاعده د علم شعبه/څانګه ده او پۀ دې کښې تخصیصي تحقیقي مجلې چاپ کېږي. د افغانستان معروف څېړنوال حبیب الله رفیع لیکي چې ‘د افغاني فولکلور د راغونډولو پۀ لار کښې البېروني د پینځمې پېړۍ افغاني محقق لویه برخه لري او پۀ دې لار کښې ئې ډېر کار کړے دے چې زیات اثار ئې د دارو بوټو، معدني موادو او روایاتو پۀ باب لیکلي او لۀ ‘حدیث صنمي البامیان، آثارالباقیة عن القرون الخالیة. صیدله، الجماهر، تحدید نهایات الاماکن’ او نورو کتابونو څخه ئې د فولکلور پۀ څېړنه کښې استفاده کېدې شي.’1

    رفیع صاحب پۀ هم دې کتاب ‘فولکلور د علم مور’ کښې د پښتو فولکلور د تحریري تاریخیت پۀ حقله ګټور مواد راجمع کړي دي. د ارواښاد علامه محمود طرزي د تاریخي جریدې ‘سراج الاخبار’ افغانیه کښې د فولکلوري اثارو نه راواخله د ‘امان افغان، ادبي انجمن، کابل، کابل کالنۍ، پښتو، رهنمای فولکلور’ خدماتو نه پس د پښتو ټولنې ‘ملي هنداره، متلونه، د پښتو اصطلاحات او محاورې، ملي سندرې’ او د فولکلورسټ محمد ګل نوري لۀ خوا راغونډ شوي اثار لکه ‘د پښتو متلونه، پښتنې سندرې او پښتو قیصۍ’ د پښتو ټولنې وړاندې کړل. دې نه علاوه د ‘اریانا، ادب، وږمه، عرفان، کندهار، ننګرهار، زېري، هېواد، انیس، افسانه های مردم، افسانه های قدیم شهر کابل، سرود های محلی، فولکلور افغاني او کلتور’ د مجلو او خپرونو پۀ پاڼو کښې د دې خاورې او خلقو فولکلوري سرمایه محفوظه ده. اګر کۀ د رفیع صاحب مطابق دې کښې اکثر حصه کښې لاس وهنه هم ډېره شوې ده. پۀ خېبرپښتونخوا کښې د ‘پښتون، جمهوریت، رهبر، غنچه، دوران، لار، ګلستان، پښتو او قند’ پۀ پاڼو کښې جزواً جزواً د فولکلور برخې خپرېدې. د پښتو اکېډمۍ پېښور لۀ خوا د د صدرخان خټک ‘ادم خان او درخانۍ’ او دلی شهو، د طالب رشید ګل صنوبر، د فیاض بهرام او ګل اندامه او ‘د مروتو کسرونه’ هم دې لړ د قدر وړ کارونه دي. د ښاغلي سیال کاکړ ‘غاړې، پښتني افکار، سپېځلې ګایونه، پښتني فولکلور، ملي ادب، کاکړۍ او ترینو’ نه علاوه د خېر محمد عارف، حبیب الله رفیع، نواز طائر او سلمٰي شاهین کار زیار د ډېر قدر او ستائنې وړ دے.

    ‘د متلونو پۀ لار’ د دې تاریخي لړۍ یوه مهمه کړۍ ده چې درېم چاپ ئې د خپل ارزښت پۀ حق کښې پۀ خپله سپېځلې ګواهي ورکوي. دې مجموعه کښې راټول متلونه د تحفظِ فولکلور پۀ درجه دي. اوس ضرورت د دې خبرې دے چې پۀ دې پرته نور کار وشي، لکه د نورو فولکلوري اثارو سره تقابل، درجه بندي او اولسي تهذیبي یون کښې د دې تعینِ قدر، تاریخیت او د پښتون فولکلوري دانش ځانګړنو سره سره د دې ذخیرې معاصر ادراک او سائنسي یا تخلیقي اختراعاتو ته څومره او څنګه ورکړې کړي دي. یا پۀ اسانو ټکو د فولکلور لرغونې مفکورې نن د تفکر او تنقیح پۀ کومو پړاوونو ولاړې دي؟ پۀ ټولنپوهنه، ارواپوهنه او روحیاتو کښې چې مېتهالوجي ته کوم حېثیت حاصل شو، پۀ دې کښې د فولکلور د کُل مطلوبه علمي مقام د پښتو پۀ ساحه کښې پۀ کوم ډګر ولاړ دے؟ د نن سائنس فکشن کښې د دې فولکلور تخیلاتي الوت څنګه او څومره پکارولے شوے دے او عملي سائنس ته ئې لارې پرانستې دي؟ دا او د دې سره منسلک نور بېشماره بې قطاره جهات  فولکلورسټانو ته معني خېز سترګکونه وهي.

    د انسان د الوت د خواهش پۀ باب له نۀ صرف د پښتو فولکلور بلکې د دنیا بېشتره فولکلورونو کښې پۀ سوونو زرګونو قیصۍ ثبت دي او د دې قیصو عمرونه هم پۀ سوونه زرګونه کاله دے. دا رنګ د مړي راژوندي کول د انساني ذات مشترکه ارمانونو نه یو دے، د پېریانو ښاپېریانو او دېوانو اساطیر ټول پۀ ټوله د دا قسمه انساني خواهشاتو د تکمیل هڅې دي. بیا پۀ نزدې زمانه کښې د حضرت عیسٰي مسیح علېه السلام د معجزې پۀ طور د مړو راژوندي کولو انساني تخیل او تفکر ته نور ډېر توان وربخښلے دے. مولانا ابوالکلام ازاد پۀ خپل سائنسي مضامینو کښې پۀ دې باب له د ډېر غټ پرمختګ د امکان لارې پرانستې دي او د انسان د تعقل تفکر او تخیل د اختراعاتو د سل کاله بعد  یو ویړ جهان نندارې ئې وړاندې کړې دي. پۀ پښتو فولکلور کښې د مړي راژوندي کېدل یا کول پۀ متنوع قیصو کښې شتون لري. دلته د ‘رنځور نجلۍ’ چې د حبیب الله رفیع د فولکلور غونډونې یوه اهمه قیصۍ ده او پۀ کتابي بڼه د انګرېزۍ ژباړې سره د کېنېډا د یوې موسسې لۀ خوا چاپ هم ده، خلاصه وړاندې کوم او پۀ دې باب له بیا د عملي سائنس یو کوټلي روداد سره ئې تړل غواړم.

    ‘یو سواداګر ؤ، د هغۀ درې زامن وو. درې واړه پۀ یوه جینۍ میئن شول. پلار ئې د شر نه بچ کېدلو او یو حل راویستلو لپاره دې درې واړه بچو ته یو مساوي رقم ورکړو او ورته ئې ووئیل چې لرې سفر وکړئ او پۀ دې رقم یوه نایابه ناشنا سودا هم وکړئ. چې کوم یو پکښې بهترینه سودا وکړه نو دا جینۍ به هغۀ ته وغواړم. درې واړه وروڼه رضا شول، رقم ئې واخستو او پۀ سفر بېل بېل ووتل. یو ورور ئې پۀ یو بازار ورپېښ شو چې هلته ئې یوه هنداره/ ائینه ولیده. دوکاندار نه ئې چې د دې د کمالاتو تپوس وکړو نو هغۀ ورته ووئیل چې دا داسې هنداره ده چې کوم ځاے کومه خطه پکښې لیدل غواړې، لېدے شې. دۀ سوچ کوۀ چې دا خو د کمال څیز مې پۀ لاس راغے، زما وروڼه داسې سودا چرته کولې شي؟ پۀ یو ډېر لوے رقم ئې دا هنداره واخسته او کور ته راروان شو. دوېم ورور ئې هم پۀ سفر ډېر لرې چرته بل ناشنا ښار ته تللے ؤ. د یوې غېرمعمولي سودا پۀ تکل کښې ؤ. پۀ یو بازار کښې پۀ یو جام ورپېښ شو چې دوکاندار ئې ډېره اوچته بیعه کوله. دۀ ترې تپوس وکړو او د دې جام د کمالاتو پۀ باب له ورسره وغږېدو. دوکاندار ورته ووئیل چې د دې جام تر ټولو غټ کمال دا دے چې دې کښې اوبۀ واچوې او بیا هغه اوبۀ د مړي خولۀ کښې وڅڅوې نو مړے پرې راژوندے کېږي. دۀ پۀ زړۀ کښې توتینګړه واچوله چې دا ده بس د کار سودا دې پېدا کړه؛ زما وروڼه چرته داسې سودا کولې شي؟ بیعه ئې ورسره جوړه کړه او جام ئې واخستو، کور ته راروان شو. درېم ورور هم لرې چرته د عجائباتو نه ډک ښار ته تلے ؤ. سفر ئې کولو کولو چې یو بازار کښې ئې یوه مصله/جانماز راپېدا کړو چې مالک ئې ډېره اوچته بیعه کوله. دے ورسره د مصلې پۀ خصوصیاتو مشغول شو. د مصلې مالک ورته ووئیل چې دې مصله کښې دا کمال دے چې دوه رکعته نمونځ پرې وکړې او بیا پرې چرته بل لرې وطن ته تلو سوال وکړې نو د سترګو رپ کښې به د دې مصلې پۀ توسط هم هلته رسېدلے یې!! دے ډېر زیات خوشحاله شو چې مطلوبه سودا خو مې ومونده. بیعه ئې ورسره برابر کړه او مصلې سره کور ته راروان شو او سوچ ئې کولو چې زما وروڼه داسې سودا چرته بیاموندے شي!!! بس جینۍ خو هم زما ده کۀ خېر وي.

    درې واړه وروڼه د خپل وطن نه ډېر لرې پۀ مسافرتیا کښې سره یوځاے شول خو یو بل ئې د خپلې خپلې سودا نه في الحال نۀ خبرول. د میاشتو میاشتو سفرې وې. ورځې تېرېدلې چې یوه ورځ دې اولني ورور ته ئې خپله میئنه/ محبوبه/ معشوقه ډېره زیاته ور پۀ یاد شوه. بې حاله شو، بدحاله شو او بې قراري ئې زیاتېدله.  سوچ ئې وکړو چې راشه هنداره دې راواخله او د جانان کور پله ئې ونیسه او وګوره پکښې چې څۀ حالات دي؟ مینه ئې پۀ کوم حال ده؟ خېر! هنداره ئې رواخسته او چې څنګه ئې پکښې د جانان د کور اړخ راواړوۀ نو چغې ئې کړې او پۀ ژړا سر شو. نور وروڼه ئې پرې راغلل او تپوس ئې ترې وکړو چې څۀ چل دے؟ دۀ ورته ټول احوال تېر کړو چې مینه خو مو مړه شوه او کور واله ئې د کفن دفن پۀ مراحلو کښې بوخت دي او مونږ دلته پۀ پردي وطن کښې لرې پاتې یو. دوېم ورور ئې یو تود اٰه وکړو او وې وئیل چې کاش کۀ د رسېدو وسیله وے نو ما سره یو جام دے چې د هغې پۀ اوبو به مې راژوندۍ کړې وه. د دې خبرې اورېدل وو چې درېم ورور ئې ووې چې ما سره مصله ده، ځئ چې نمونځونه وکړو او د سترګو رپ کښې ورورسو. هم داسې ئې وکړل او د جانان کورکوڅې ته ورسېدل. د جام نه ئې پرې اوبۀ وڅڅولې او جینۍ راژوندۍ شوه!!!

    اوس معشوقه خو راژوندۍ شوه خو یو ورور وئیل چې کۀ زما هنداره نۀ وه نو نن به دا مړه وه ـــ بل وې نه! کۀ زما جام نۀ ؤ نو دا به څنګه راژوندۍ کېده؟ بل وې چې ستا دې جام هم وے او د دې بل دې هنداره هم، کۀ زما مصله نۀ وه نو تاسو به څنګه رارسیدئ او دا به د مرګه بچ کېدله؟’

    دا چې معشوقه د چا ورسېده؟ دې لپاره به د رفیع صاحب دا اوږده قیصه لوستل ضروري وي خو اصلاً دې قیصه کښې د سفر، تختِ سلېمان، جام جمشېد/ کېخسرو، د سکندر ائینه او د مسیح علېه السلام معجزات ټول پۀ ټوله رایوځاے شوي دي. تر څۀ ډېر حده نن دې خام خیالاتو د راکټ سائنس، سپېس ټېکنالوجي، جهاز، دوربین، رېډار او اېجنګ، اېنټي اېجنګ او لونجیوېټي سائنس صورتونه رامنځ ته کړي دي. یو انسان ته کۀ د دېرش څلوېښت کاله پورې اېنستیزیا ورکړې شي او د ژوندي ساتلو اهتمام ئې وکړے شي نو دا عېن ممکن ده چې دے کله بیا راویخ شي نو ژوند به ترې دېرش څلوېښت کلونه وړاندې تلے وي. کېدے شي پۀ دې دۀ ته دومره صدمه ورسي چې لېونے شي یا مړ شي. هم دا رنګ د دې برعکس د یو انسان د پرمختګ فطري چلن کۀ یو پۀ دېرش/ څلوېښت کړے شي نو د دۀ عمر به د لس شل کلونو وي او مېچېورټي به ئې د پنځوس شپېتو کلونو وي. دا پۀ اسانو ټکو کښې د اېجنګ او اېنټي اېجنګ مثال ؤ. د لونجیوېټي د سائنس پۀ رڼا کښې نن پۀ امریکا کښې تر ټولې نړۍ زیات سل کلن خلق موجود دي. پۀ جاپان او روس کښې ئې هم تعداد ډېر زیات دے. دا رنګ اوسط عمر هم د دې سائنس مطابق زیاتېدے شي او دوي زیات کړے هم دے.

    د راکټ او شټل سپیډ د موجوده جهاز نه پۀ سوونو چنده زیات دے. د دې د ماهرینو خیال دے چې داسې ټیکنالوجي راوستل هم عېن ممکن ده چې د پاکستان او امریکا ترمنځه د جهاز یو شواروز مزل به پۀ څو دقیقو/ منټونو کښې ترسره کوي. تر څو چې د مړو د راژوندي کولو خبره ده نو پۀ دې باب له هم د نړۍ سائنسدانان چرې هم پۀ قلاره نۀ دي ناست او خپلو زیارونو ته ئې دوام ورکړے دے. دلته د دې قسمه تجربو نه د یو سائنسدان ‘رابرټ کارنېش’ پۀ حقله مختصر خبره کول غواړم.

    رابرټ اے کارنېش یو امریکائي سائنسدان ؤ. دے پۀ کال نولس سوه درېم 1903)ز( کښې پېدا شوے إ او د شپېتو کالو پۀ عمر کښې ئې پۀ کال نولس سوه درې شپېتم کښې دې نړۍ نه سترګې پټې کړژ دي. دۜ د وړوکوالي نه یو ډېر غېرمعمولي ذهین و فطین او نابغه انسان إ. پۀ دوویشت کاله عمر کښې ئې د یونیورسټي اٰف کېلیفورنیا برکلے نه امتیازي ګرېجوېشن کړے ؤ او بیا د دوه پنځوس کاله عمر کښې ئې د ډاکټرېټ سند هم ترلاسه کړے ؤ. دے د خپلو ناشنا ناویاته او غېرمعمولي نایابه تجربو د زیار پۀ توګه پۀ ټوله نړۍ کښې یو پېژندلے نوم لري. کارنېش پۀ اول ځل انسان لپاره داسې قسمه لېنزونه جوړ کړل چې د هغې پۀ وساطت به انسان د اوبو دننه د ډېرو باریکو ټکو لوست هم کولے شو. بیا دې کامیابۍ نه بعد ئې انسان لپاره مصنوعي زړۀ او ګرده جوړولو باندې هم کامیابې تجربې وکړې.  د اوبو د لاسه او د زړۀ د رنځه مړو کښې د رابرټ کارنېش بلها دلچسپي وه. دۀ غوښتل چې مړي راژوندي کړي. پۀ خپل دې خواهش او ارمان ئې تجربې پېل کړې. مړي به ئې پۀ یو خاص متحرک مشین/سي سا پورې تړل او د وینې د نرۍ کېدا انجکشن به ئې ورته ورکوۀ او بیا به ئې حرکتونه ورکول. دۀ ګڼل چې کله زړۀ بند شي نو د وینې حرکت بند شي، وینه کښې ټینګوالے پۀ زیاتېدو شي او دا رنګ جسد بې حرکته شي. کۀ چرې د خارج نه څوک دا وینه پۀ حرکت او جریان کښې راولي او بیا دا وینه تر زړۀ ورسي او زړۀ هم حرکت واخلي نو عېن ممکن ده چې دا مړے راژوندے شي. کارنېش دا قسمه تجربې پۀ بلها ډېر مړو وکړې خو ناکام شو. هغۀ د ناکامۍ د سبب معلومولو کوششونه وکړل او پۀ دې نتیجه ورسېدو چې زۀ ځکه ناکام شوے یم چې ما پۀ کومو مړو تجربې کړې دي، هغه ټولو باندې پس د مرګه وخت ډېر تېر شوے ؤ نو زما د علاج یا زیار اثراتو ځکه ځاے نۀ موندلو. اوس کارنېش دا تجربې پۀ ځناورو د کولو اراده وکړه او وئیل ئې چې کۀ پۀ ځناورو کښې مې کامیابۍ او د یقیني کامیابۍ اوسط ترلاسه کړو نو بیا به دا تجربې پۀ انسانانو پېل کړم. هغۀ پینځۀ سپي وساتل. بیا ئې د عمر پۀ یو خاص متعین وخت کښې پۀ یو خاص طریقه ووژل او د بیا راژوندي کولو تجربې ئې پرې وکړې. پۀ پینځۀ سپو کښې اولني درې سپي خو راژوندي نۀ شو خو اخري دوه سپي راژوندي شول او کارنېش د خپل نظریاتي مباحثو پۀ عملي کولو کښې کامیاب شو. دې کامیابۍ تمامي دنیا حېرانه کړه. پۀ ټول عالم کښې د کارنېش یو هو خور شو. پۀ کال نولس سوه درې دېرشم 1933)ز( کښې د ‘لائف رېټرن’ پۀ نوم پۀ دې کامیابۍ یو مشهور فلم هم جوړ شو چې کارنېش پکښې د هېرو پۀ طور پېش ؤ. د کارنېش د ژوندلیک نه دا هم څرګندېږي چې د اولني جنګ عظیم یا پۀ بعضو خانه جنګو کښې بوخت جنګیالو د همت او حوصلې لپاره جنګ سالارانو دا یوه پروپېګنډه کوله چې ګوندې مونږ د سائنس هغه معراج ته رسېدلي یو چې اوس مړي هم راژوندي کولے شو! او کارنېش دا پروپېګنده ډېره سنجیده واخسته او بیا ئې د کامیابۍ تر دې پړاو راورسوله. دا کۀ پروپېګنډه وه او کۀ د انسان لرغوني مشترکه ارمانونو کښې یو ارمان ؤ؛ دواړه صورتونو کښې د دې اثار ملاوېږي خو کارنېش ورته یو نوے کوټلے صورت وروبخښلو. د دې کامیابۍ نه بعد کارنېش ډېر کوششونه وکړل چې دا تجربې پۀ انسانانو پېل کړي خو کله به ریاست، کله ائین، کله مذهب، کله عقائد او رسومات او کله ټولنه د دې لار کښې خنډان جوړېدل. ډېره موده پس یو داسې أجرتي قاتل چې څۀ ورځې پس ورته پهانسي ملاوېده، سزا پرې ختلې وه؛ دې خبرې ته راضي شو او کارنېش ته ئې خپل لاش باندې د تجربې اجازه ورکړه. دې لړ کښې دې أجرتي قاتل چې نوم ئې تهامس مېکمونګلے ؤ او کارنېش قانوني غوښتنې پوره کولو لپاره عدالتي زیارونه هم وویستل خو دا پیټیشن عدالت خارج کړو او کارنېش ته دا موقع ورنۀ کړې شوه. دا کال نولس سوه اتۀ څلوېښتم ؤ. د دې نه پس هم کارنېش بلها همت وکړو خو چا ورسره لاس امداد نۀ کوۀ. والله اعلم، خو د دې پۀ شا څۀ نه څۀ پټ زورور محرکات وو. هم دا وجوهات وو چې رابرټ کارنېش ژوندے جاړ غائب شو. پۀ مودو مودو نۀ ؤ او بیا پۀ کال نولس سوه درې شپېتم کښې ئې مړ وجود بیاموندے شو.

    د دې تاریخي مثالونو نه زما مقصد دا دے چې انساني تخیل نظري علمیت او تجرباتي عملیت ته لارې پرانیزي. پۀ فولک ادب کښې پۀ دې حقله داسې بلها محرکات پۀ ګوته کېدے شي او ما خپل یو بل طویل مضمون ‘فکشن څنګهه عملي سائنس ته لارې پرانیزي؟’ کښې د جهاني ادب نه متعدد اثار و روایات پۀ دې باب کښې رانقل کړي دي او د تطبیق جسارتونه مې هم کړي دي.

    دې کتاب کښې د څۀ متلونو نوے شکل هم رامنځ ته کړے شوے دے او څۀ نوي متلونه ئې هم جوړ کړي دي. زما پۀ نیز د دې عمل پۀ ځاے کۀ دا واړه بصیرت پۀ تشریحي برخه کښې ځاے کړے شوے ؤ نو ډېره به ښه وه، ځکه چې د متل لفظیات او معنیات پۀ خپل پس منظر کښې د اجتماعي درک امتیازات لري. څومره نوے والے چې دوي راوستے دے، پۀ هغې کښې د ټکي او معنې اساطیري، تاریخي او روحي سمتونه/ جهاتونه متاثر شوي دي، خو د لیکوال دیانت ته دلته داد ورکول پکار دي چې د خپل ذاتي اضافت سره سره ئې زاړۀ صورتونه هم ثبت کړي دي. الله دې وکړي چې پۀ دې کتاب د فولکلور پۀ برخه کښې مزید تحقیقي کار وشي.

  • د نوې شاعرۍ حقیقت – سمیع الدین ارمان

     

     

    نوې شاعرۍ خپل فلسفیانه اساس هغه وخت بیاموندو چې کله نه د لسانیاتي سائنس عملداري پۀ واضحه توګه را]رګنده شوه. د ژبې ساخت، پۀ هغې کښې موجود نظم و ضبط، د نورو ژبو سره تعامل کښې د رد و قبول د پېمانو وضعیت، د ټکو او معنو خپل منځ کښې د نسبت تنوع او تحدید سره سره د راجح او مرجوح اصولو او د ژبې خپل هغه دروني نامیاتي سفر چې د حرکیاتو زاویې ئې اوس تر ډېره حده معلومې دي؛ منظوم او منثور اظهاري تشکیل ته نوي جهانونه پرانستل. ژبه چې پۀ خپل عمومي استعمال کښې د ابلاغ تر ټولو لویه ذریعه جوړېږي او ویونکو اورېدونکو ته د ترسیل پۀ وخت ورپکښې هېڅ قسمه خنډ مخې ته نۀ راځي نو دا ځکه چې دلته د ټکو پۀ مدلول (معنو،سګنفائیډ) باندې توجه مرتکز وي، حدفِ محض یعني ابلاغ مستحضر وي او د ټکو (تورو، سګنیفائر) وجود یو قسمه د پردې شا ته لاړ وي. دا تعامل مونږ پۀ خپل سماجي ژوند کښې هم برقرار ساتو چې د حادثاتو او سانحو نه پس هم مونږ د ژوند پۀ یون کښې جوت کوي. پۀ دې بحث کېدے شي چې دا سماجي تعامل د لساني تعامل ورکړه ده او کۀ د دې برعکس ده خو د ټېری ایګلټن دا ادراک ډېر رسا دے چې د نظم ژبه کښې دغه پورته پېمانه اپوټه شي؛ یعني مدلول ته چې کوم حېثیت حاصل دے هغه دال ته حاصل شي او دا رنګ هدف کښې د ابلاغ سره شعریات پۀ یو قطار کښې ودرېږي. اوس د نظم د دې ژبې د کامل ترسیل مراجعت د بېرون پۀ ځاے پۀ درون کښې دے او د دې درون وسعت، کنارې، ارض و سماء، موسم، مزاج او اٰب و هوا هم دا نظم پۀ خپله پۀ ګوته کوي. د جدید نظم د دې ادا پۀ وجه لوستونکي د معنې نه وړاندې د مجموعي هیئت، لهجه، رموز و اوقاف، خالي ځایونو، اشاراتو، صوتیاتو او لساني نسبتونو سره اشنا کېږي، ګویا د معنې هدف سرکولو نه اول نظم خپل وجود پۀ خپله یوه خاموشه او ځانګړې ژبه شته کوي. لکه څنګه چې د هر ساه اخستونکي یوه جسماني خاموشه ژبه وي، جسم سره د لمس پۀ وخت ئې دواړه جسمونه محسوسوي او عجیبه خبره دا ده چې د دې ژبې د پکارونې لپاره د جنس اشتراک هم ضروري نۀ دے ــــ اونې بوټي، ځناور، حشرات، چرند پرند او عن تر دې چې جماداتو کښې ئې هم واضح څرکونه پۀ ګوته کېدے شي. د دې ژبې کوم لغت نۀ وي بلکه دې د پاره د متعلقه وجود سره یو د شدت وابستګي مطلوب وي. اوس چې مونږ ژبې او بیا فن پارې ته دا حېثیت ورکړو نو نظم بیا د خپل منفرد وجود اثبات ډېر پۀ اسانۍ سره رامنځ ته کړي. دلته یوه ډېره منطقي پوښتنه دا کېدې شي چې دا د تعامل امتیاز صرف د جدید نظم سره ولې تړلے کېږي؟ پۀ نورو اصنافو یا ټولو متنونو ئې ولې نۀ منطبق کوو؟ د دې جواب تمهیدي کلماتو کښې موجود دے خو دلته ئې بیا تکراروم او هغه دا چې د لسانیاتي سائنس د ترویج او تنفیذ نه بعد د متنوع اظهار د تعین لپاره بېلې بېلې پېمانې وضع شوې دي. د دې پېمانو وجود او مرام د یوې فنپارې روح ته د کوزېدلو سفر کښې زیاتې نه زیاتې اسانتیاوې او ژورې نه ژورې تهې راسپړدل وي. د نورې ډېرې اسانتیا لپاره به یو بل مثال دا راوړم چې د فکشن جهان د ‘کرکشن’ پۀ ژبه/پېمانه د پوهېدو نه به بله کومه ژوره، موزونه او رسا ذریعه وي.

    د نوې شاعرۍ پۀ تعینِ قدر کښې زما پۀ نزد زمان/مکان او هیئت دواړو نه زیات اهم عنصر نوے جمالیت او نوے شعري روح دے. کۀ چرې د یوې ژبې/ادب اجتماعي جمالیاتي اثاثه کښې یوه فنپاره اضافه یا د اضافې باعث ګرځي خو دا نوې/جدید شاعرۍ کښې شمېرل پکار دي ګنې د روایت تسلسل. ما پۀ یو بل مضمون کښې دا خبره پۀ عمومي لحاظ داسې هم لیکلې ده چې ‘پۀ نوې شاعرۍ کښې کۀ ازادي/نجات/حریت د موضوع، ژبې او اظهار پۀ درې واړه سطحاتو کښې پۀ زورور انداز موجود نۀ وي نو هم د دغه کموت پۀ مقدار و معیار به د دې نوے والے متاثره کېږي.’ اکثر داسې کېږي چې هیئت خو نوے شي او مواد پکښې روایتي وي، یا مواد نوي وي خو هیئت روایتي وي. دې دواړو صورتونو کښې هم نوے والے ثابتېږي او قبلېږي؛ خو ظاهره ده چې هیئت او مواد دواړه پۀ ادبې پېمانه نوي وي نو کامل صورت هم دا دے.

    د تنقید مېدان کښې د دې کاملیت یوه معتبره نامه د فېصل فاران ده. د نظم پۀ حواله د ‘لاکلام’ نه بعد د نظمونو دا مختصر مجموعه هم د هغۀ د ادبي تشخص تعینِ قدر کښې مهمې نکتې پۀ ګوته کوي. مجموعي او حتمي رایې خو منځ ته دا مهال راتلل به قبل از وقت ځکه وي چې د ښاغلي ټوله شاعري لا نۀ ده شائع شوې، البته دومره خبره واضحه او څرګنده ده چې زما د تړلي تمهید پۀ اساس هغه د ګوتو پۀ شمار جدید ادیبانو کښې یو دے.

    بدقسمتۍ نه د پښتو جدید نظم پۀ حواله چې د تحقیقي او تنقیدي کار جائزه مونږ مخې ته ږدو نو تر ټولو غټ/ ښکاره نومونه د مولانا عبدالقادر، نواز طائر، سلمٰي شاهین او راج ولي شاه خټک راځي. دوي ټولو د پښتو جدید نظم پۀ هیئت او موضوع کښې د اردو ورکړه ګڼلې ده او د دې دوېم ماخذ ئې انګرېزي ګڼلې ده. زما پۀ اند دا تحقیقي رایې د تامل وړ ده. نن چې د جدید نظم کوم اصناف مروج دي، ولې د دې اصنافو شکل و صورت )هیئت( پۀ لږ ډېر بدلون سره د پښتو پۀ شفاهي/ روهي/ فولکلوري اثاثه کښې موجود نۀ دي؟ ټپه مختصر ازاد نظم نۀ دے؟ چاربېته، بدله، نیمکۍ، بګتۍ، غاړې، اتڼي نعرې، د ماشومانو اکوبکو سر سیندکو، منظومې خطبې، منظوم متلونه، ګاتونه، ویدونه، اشلوکونه او منترې، دمونه، لرغونې رزمیې د دې هیئتونو/ سانچو نه پۀ جوهري سطح بدل دي کوم چې پۀ فارسي، اردو، عربي، انګرېزي، فرنچ او نورو نړیوالو ژبو کښې د جدید نظم لپاره مسلم او رائج دي؟ 

    د هیئت پۀ لحاظ د جدید نظم تمامي صورتونه )ازاد، پابند، معريٰ، نثري نظم وغېره( پۀ پښتو کښې د خپلې لرغونې اثاثې نه ماخوذ دي؛ البته د سامراجیت او نوو نوابادیاتو د علمي حرامیتوبونو اثر ؤ او اوس هم دے چې مونږ د اردو پۀ شان مصنوعي او اٰله کار ژبه خپل ماخذ ګرځوو. اوس پکار ده چې پښتانۀ لیکونکي او لوستونکي پۀ دې مکارۍ ورسي چې سپین هاتي او تور هاتي د پښتون وجود انفرادي او اجتماعي اثاثه تر پښو لاندې کولو لپاره یو شان سائنس پکاروي.

    بل دا یاد مشران او د دوي پلویان چې کله د نظم د جدیدیت پۀ باب له خبره رانیسي نو وخت، مشخص نوم او روایتي اٰوټ ډېټډ پېمانې پکاروي. دوي وائي چې پلانے د جدید نظم پلار دے او پلانکۍ ئې مور ده. دې خاورې ته چې انګرېز راغلو پس د هغې نه زمونږ ادبي سرمایه کښې نوې اضافه وشوه؛ څنګه وشوه؟ جي هغوي به انګرېزي وئیله کنه! د حاکم ژبه عوام حاکمه ګڼي، اٰیا د دوي دا دلیل هم داسې استدلال نه دے؟ اوس دلته دا مفروضه هم پۀ تاریخیت سره ثابتېږي چې ‘نوي نوابادیات د مقامي منتخب اشتراک نه بغېر نۀ قائمېږي’. د سر سید غوندې مغرب زده سړے د اورئینټل پوهنتون پۀ قیام سوال پورته کوي او خلاف عادت پۀ انګرېز تنقید کوي! انګرېز چې دلته حکومت کوۀ، هغۀ د دې ځاے زمکه پۀ جاګیرداري نظام قابو کړې وه او پۀ تعلیمي ادارو کښې به ئې د خپل نظام لپاره پرزې تیارولې. دا رنګ ئې د عوامي او تعلیم یافته دواړو طبقو نه د مزاحمت لشې ویستې. د انګرېز د راتګ نه وړاندې د دې خطې د خلقو علمي، تعلیمي، اخلاقي او معاشي حالات د انګرېزانو نه ډېر بالا وو. د ‘نقشِ حیات’ یوه برخه “انګرېز سامراج نے همین کیسے لوټا؟” کښې د انګرېز د راتګ نه اول د دې خطې پۀ دغه یادو حالاتونو تحقیقي مواد ډېر هوش ربا دي خو دا ټول د نوابادیاتي نظام جادو دے چې مونږ خپله خاوره، خپله سرمایه او خپل تاریخ ډېر پۀ اسانه د پښو لاندې کوو.

    پۀ کومه موده کښې چې انګرېز دې خطې ته راننوتے دے، بلکې د هر نوابادیاتي نظام اٰقا پۀ خپلو نوابادیاتو کښې د قدامت، مذهبیت، جاګیردارۍ او طبقاتي نظام لپاره جرړې پخې کړې دي ګنې نو دغه دور کښې پۀ یورپ او فرانس کښې د قدامت، مذهبیت او جاګیردارۍ جنازه وتې وه. اوس دې صورت کښې به جدیدیت د دوي ورکړه وي کۀ د دوي پۀ ردعمل کښې پورته شوي اقدامات به جدیدیت ګڼو؟

    درېم تیندک دغه یادو مشرانو دا خوړلے دے چې جدیدیت او معاصرت ئې یو ګڼلے دے او دوي پسې د دوي پلویانو او شاګردانو هم پۀ دغه قدم باندې کلک قدم ایښودے دے. “پښتو نظم د نائن الېون نه پس” د ډاکټر مظهر احمد د پي اېچ ډي د مقالې یوه برخه ده چې اوس اوس پۀ کتابي بڼه کښ هم چاپ شوے دے او درې نورو ډاکټرانو پرې د علمي توثیق مهرونه هم وهلي دي. د دې یو نیم سل پاڼو خلاصه دا ده چې نهه ویشت شاعران ئې راخستي دي او د هغوي دوه دوه درې کلامونه ئې راوړي دي، صرف پۀ دې بنیاد چې پکښې د جنګ یا امن ذکر دے او هغه ئې د نائن الېون نتیجه ګرځولې ده. اکثر کلامونو باندې ئې یوه رایې د دیباچه نګار رانقل کړې ده او دوېمه ئې ورسره خپله ګائیډ نویسي تشریح ورکړې ده چې پۀ شعري متن هېڅ قسمه اضافه نۀ کوي. د جدید نظم د تنقید و تنقیح یوه پېمانه یوه تهیوري او یوه نړیواله کوټلې طریقه ئې هم نۀ ده منطبق کړې.

    پروفېسر ډاکټر سلمٰي شاهین خپلې د پي اېچ ډي مقاله کښې چې کتابي شکل کښې پۀ دوېم ځل پښتو اکېډمۍ پۀ دوه زره دولسم کښې چاپ کړې ده، پۀ شلم مخ لیکي چې “جدیدیت پۀ هره زمانه کښې پېدا کېږي، د هر دور جدیدیت پۀ راتلونکي وخت کښې کلاسیکي شي او د هر کلاسیک خلاف د یو نوي جدیدیت ظهور کېږي’.

    دې نه پۀ اسانه اندازه لګي چې “جدیدیت” ته پۀ کومه عامیانه چشمه کتلے شوي دي؟ 

    د انګرېزۍ، لاطینۍ، سنسکرت او فرنچ د “جدیدیت/ماډرن عصر” خو پۀ سوونو کلونه وشو، دا به اوس مونږ کلاسیک ګڼو؟ هغوي ئې اوس خپل کلاسیک ګڼي؟ کۀ داسې نۀ وي نو منطقي نتیجه ئې دا راوځي چې د لیکوال د جدیدیت سره سره د کلاسیک تصور هم بې بنیاده دے.

    د خوشحال او رحمان پۀ دور کښې به پۀ پښتنو کښې پۀ زرګونو شاعران وو، دا ټول ولې پۀ کلاسیک کښې بیا نۀ شمارېږي؟ 

    د نن دور پۀ ګلوبل پېمانو ‘د مابعد جدید دور’ یادېږي، نن چې پۀ پښتنو کښې څومره شاعران دي، دا به ټول مابعد جدید شاعران ګڼو؟ 

    معاصرت د عصر پۀ اشتراک قائم وي، د نظم شیئت او حسیت کښې موجود تفریق د معاصرت پۀ پېمانو نۀ رامنځ ته کېږي، معاصر نظم ګو د یو عصر لیدلي کتلي او منلي پېژنګلو خیالات او احساسات راوړي. دے د عصر مطابق مروجه اخلاقي پېمانې پکاروي. تعقل او ترقي پسندي پکښې هم وي خو د دې سطحې نۀ وي چې د دوراندېشۍ مظاهره پرې وشي. جدید شاعر هغه دے چې د قدامت او روایت د غلبې نه ازاد وي، د ارتکاز د معیار پېمانې ئې دروني وي، تخلیقي دانش ئې د دوراندېشۍ لپاره لوړه وسیله وي. دے ژوند د یوې کُلي اکایۍ پۀ طور ادراک کوي چې دې لړ کښې ئې د مدار ارتکاز پۀ حال او مستقبل باندې وي. دے د ګناه پۀ تقدس او د شر د وجود پۀ لزوم باندې باخبره وي، د ژوند پۀ یون کښې د ‘ضدینو’ د اهمیت نه خبر وي؛ د اشیاء، حوادثو، مظاهرو او واقعاتو قدر و قیمت د معاصرو پېمانو پۀ شان لکه د “کمودټي” نۀ کوي. دلته نه د معاصر شاعر اثر رسوخ چې صرف پۀ ښکاره جاره سیاسي، سماجي او معاشي ضرورت باندې تکیه لګوي، د جدید شاعر نه ډېر وروستو پاتې شي. هغه د یاد قدرونو پۀ قیمت کښې د اجتماعي لاشعور او مجموعي انساني ذات ټول تاریخیت راچاڼ کوي. دا رنګ دلته د دې نوې شاعرۍ حقیقت کښې د تفکر او تعقل سره سره د تخلیقي دانش او استعاراتي منطق جمالیات هم جوت ځاے ونیسي. د بېروني جهت تعین کښې کۀ هغه سیاسي وي او کۀ سماجي، یا دا رنګ نور کرښه راکښل ممکن وي. دلته تور او سپین، شپه او ورځ جدا کېږي خو دروني انساني جهان کښې دا کرښه راکښل ډېر ګران دي. د دروني کېفیت، تجربې، احساس، جذبې چې د زمان او مکان نه ماوريٰ وي، نو د ژبې د ترسیل پۀ ولقه کښې به څنګه پوره پوره منتقل کېږي؟ دلته د جدید شاعر خیال او کرافټ دواړه د نیمګړتیا یو داسې مستقل او مضطرب اساس سره رشته بیامومي چې د دۀ )شاعراو فن دواړو( د فعالیت او تحریک یوه معتبره منبع وي. د حتمیت پۀ ځاے د تعطل او التواء یو سلسله جریان ومومي، د تعبیر نوې نوې لارې پرانستل پېل شي ـــ هم دا عناصر د نوې شاعرۍ پۀ حقله دا مفروضه پۀ سائنسي بنیادونو راوړاندې کړي چې دا شاعري د مخکښې نه د موجود حقیقت انعکاس نۀ کوي بلکې د یوې نوې حقیقي زاویې انکشاف کوي. ځکه د دا قسمه شاعرۍ لپاره به محض دروني او بېروني استشهاد کافي نۀ وي بلکې د دې پۀ حقیقت رسنه کښې به د نظم خپل ساخت او د نظم خپله هغه خاموشه ژبه چې پۀ تمهید کښې ئې ذکر شوے دے، اولني وسائل وي.

    هر عصر کښې نوې/جدید شاعري بالکل هم نۀ تخلیق کېږي، نوې شاعري صرف پۀ هغه عصر کښې رامنځ ته کېږي چې ورپکښې پۀ مزاج کښې نوے والې راشي، دا نوے والې تخلیقکار ته د یو نوي حرکت تحریک ورکوي چې پۀ نتیجه کښې ئې هغه د ذهني او احساسي افق یو جدا جهان سره مخ کېږي. روحِ عصر د انساني ژوند پۀ همه جهت زاویو ولاړ وي. د نن روح چې څومره وسیع، ژور او پېچیده دے انساني تاریخ کښې دومره نۀ ؤ. نوې شاعري د دې صورتحال نه مخ هېڅ کله نۀ شي اړولے نو پۀ متن کښې ئې هم دغه وسعت، ژورتیا او پېچیدګي راڅرګندېږي. نظم به د نورو اصنافو نه نسبتاً اسان صنف ګڼلے کېدو، اوس خبره داسې نۀ ده پاتې بلکې اوس هم د تخلیق پۀ حواله او هم د تفهیم پۀ حواله نظم تر ټولو ګران صنف ګرځېدلے دے.

    دلته زۀ د نوو هیئتي تجربو د ابتکار او د هغې تاریخ نه پۀ دې وجه لاس اخلم چې زما بل تکړه ملګري پۀ دې بحث کړے دے او د پورته وېنا پۀ رڼا کښې اوس دا هغه مقام دے چې زۀ ووام چې فاران د ګوتو پۀ شمېر شاعرانو کښې یو جدید شاعر دے. پۀ دې مجموعه کښې ئې هم د څۀ نظمونو برخه د نن نه لس کاله اګاهو تخلیق شوې ده. د نثري نظم پۀ حقله چې تر ننه پښتو ادب کوم سفر کړے دے، دې مجموعه کښې د دغه ټول سفر قبله درسته شوې ده. نثري نظم کښې د نظم ګواهۍ او د تخلیقي امکاناتو یو ویړ جهان ځان متعارف کړے دے )اګر کۀ دې مجموعه کښې د نثري نظم برخه ډېره لږه هم ده(. بل زما پۀ نزد مختصر ازاد نظم کښې دلته ډېرې ناویاته او نادره تجربې شوې دي. د امریکني شاعرۍ روایت کښې د مختصر او مختصر ترین نظمونو روایت ډېر مالداره او مقبول دے. پښتو کښې د دې پۀ حقله ذخیره ډېره کمه ده. وجه ئې زما پۀ خیال د ټپې شتون دے. د فاران هم د ټپې سره د جنون تر حده وابستګي شاید د دې کامیابې تجربې پۀ شا فعال محرک وي.

    ټوله فضا شوه د هوس پۀ خوشبویۍ کښې خوشته

    چرته کښې ګل د شهوت وټکېدو

    د ګنهګاره پېغلتوب ګمله کښې

    دا رنګ د ‘بنیادم’ پۀ عنوان یو بل نظم دے چې 

    د پرښتو اندېښنه

    د خداے یقین

    د ځان ګمان

    دا او داسې ډېر نمونې ئې د هیئت او مواد دواړو نوے والے لري.

    ‘الوداع’ نومې نظم چې کاسترو ته لیکلے شوے دے، ما ته ئې د مجاور احمد زیار نظم رایاد کړو چې هغۀ نېلسن منډېلا ته لیکلے دے او دا رنګ یو نظم قلندر مومند د ‘دانیال’ پۀ نوم لیکلے دے. درې واړه نظمونو کښې اشتراکات هم شته او امتیازي تفردات هم. لوستونکي لپاره دې درې نظمونو کښې د جهاني ادب او سیاست یوه ډېره د قدر وړ برخه محفوظ ده.

    پۀ دومره مختصر مجموعه کښې د ‘کاسترو، هوچي من، چي ګوېرا، نیرودا، نجیب، سکندر، بسوس، شیرک، دېوجانس، کارل مارکس، اېنګلز، سټالن، ټراتسکي، لېنن، ماوزي تنګ، ګرامچي او ګرانټ’ پۀ شان نور ډېر د قدر وړ رجال او قامونه نۀ صرف یاد شوي دي بلکې د هغوي د ژوند او زیار مرکزي نکتې ته پکښې اشارت سره سره پرې د اضافې هڅې هم شوې دي. دا یقیناً د پښتو ادب پرمختګ کښې د ډېر غټ کنټریبیوشن اغاز دے.

    نوې شاعرۍ کښې د شاعرۍ راوي/ متکلم/ تخلیقکار یو فرد نۀ دے بلکې متنوع ادبي کردارونه دي. پۀ دې باب له هم د فاران نظم ‘یوه مشوره فېصل فاران نومې شاعر ته’ ډېر قابلِ تقلید اقدام دے. روایتي موضوعاتو باندې نوے اپروچ هم پکښې پۀ موجونو دے. لکه ‘اورنګ شاهي، ایمان، انا، تنهائي، غربت او زړۀ” باندې شامل نظمونه ئې ښې نمونې ګڼلې شو.

    د نوې تجربې د روایت اخستلو تاریخیت کښې د ذهانت، قابلیت او انفرادیت نه زیات د عمومي رجحاناتو عمل دخل زیات وي خو دې کښې هم هېڅ شک نشته چې دا قسمه تجربات د ادب پۀ حق کښې معتبر ګرځي.

    یادګیرنه:

    د نوې شاعرۍ پۀ حقله زما دوه نور طویل مضامین د شاه نواز باقر پۀ کتاب ‘پینځم موسم’ او د نسیم ایثار پۀ کتاب ‘د حواسو د شپږمې دروازې نه’ کۀ د دې مضمون سره پېوست ولوستے شي او ورسره د جمالیاتي فلسفې پۀ باب له زما یو بل مضمون ‘حسن معجزه ده’ هم ملګرے شي نو زما خیال دے چې زما مجموعي زیار به ځاے ونیسي.

     

  • نیو نېشنلزم مغالطې او مباحثې – سمیع الدین ارمان

     

    د ټولنې د جوړښت لپاره اجتماعي انساني ژوند د بلها ارتقائي مراحلو نه راتېر شوے دے او دا یون لا دغسې روان دے او روان به وي. سمېري، اکادي، باختري، هخامنشي، یوناني او رومن سلطنوتونو/ امپراطوریو د ماتېدو نه پس د اجتماعي ژوند حرکیاتو یو نوے سمت واخستو او د دې یویستوے لامل د علم خورون ؤ. قدیم ترین ټولنو کښې علم د یوې مخصوصې اشرافیه حق ؤ او اولس د دې نه محروم وو. پۀ دغه عصر کښې کۀ به د اولس یو وګړي د علم حصول یا ترویج کوۀ، هغه به مجرم ګڼلے کېدو او د هغۀ نه به لاسونه او ژبه پرېکړې کېده، سترګې به ترې ويستلې کېدې او یا به کۀ پرې د باچا رحم راغلو نو وژلو به ئې؛ دا ځکه چې کله علم عام شي نو دا خلقو/ اولس ته شعور ورکوي، بېداري او جرأت ورکوي او دا رنګ نور ټول اثرات چې د علم د ترویج عمومیت سره راپېدا کېږي، هغه اقتدار لپاره او بادشاه لپاره د خطرې باعث ګرځېږي.

    پۀ قدیم معاشرو کښې د اکثریت مقتدره طبقو پاتې اثارو کښې د هغوي د خانداني ژوند تمام مادیات تر نظره راځي؛ عن تر دې چې د اشرافیه د ځناورو مقبرې او شجرې هم محفوظې وې خو چرته د علمي ادارو اثار پۀ لاس نۀ راځي. د اشرافیه د بچو لپاره به اتالیق مقرر ؤ، عمومي ادارې مفقود وې. انګلستاني سلطنت تر د کال شپاړس سوه او درې شپېتم پورې د کتابونو اولسي متعلقینو ته د مرګ سزاګانې ورکړي دي. پۀ دې یاد کال کښې یو کتاب لیکلے شوے ؤ چې د لیکوال نامه پرې نۀ وه او پۀ دې کتاب کښې محض دومره قدرې وېنا وه چې باچا اولس ته جوابده دے، کۀ چرې باچا د اولسي ضروریاتو او حقونو استحصال کوي نو اولس د دې خلاف د بغاوت حق محفوظ لري. سرکار د پبلشر نه د لیکوال پوښتنه وکړه او هغۀ د لیکوال د ظاهرولو نه انکار وکړو، دا جرأت او دیانت دې سړي کښې اصلاً هم کتاب او د کتاب معنون راپېدا کړے ؤ. د انګلستاني سلطنت د عدالت بېنچ دا سړے تېزندي کړو. د دۀ نامه جون ټائن وه. دا خو د تاریخ پۀ پاڼو کښې پۀ دا قسمه واقعاتو کښې اخري رجسټرډ کېس ګڼلے کېږي. د دې نه وړاندې چې اشرافیه او مذهبي انتها خوښو د علم د پاسدارانو کوم نوغے د مرګ او اذیت د یو ناروا تاریخ نه راتېر کړے دے، د هغې ننداره دې اسمان چرته هم نۀ وه کړې. سقراط ته د مرګ سزا اورولو کښې تر ټولو لوے جواز دا جرم ؤ چې دے د نوي نسل ذهنونه ګمراه کوي. حال دا چې هغه د علم د خورون علمبردار ؤ. هره ټولنه چې د روحِ عصر ادراک ئې کړے دے او د وخت د رفتار سره د تلو توان ئې پۀ ځان کښې پېدا کړے دے، د اقتدار منصب هم د هغوي پۀ برخه رسېدلے دے. د هندوستان هغه تهذیب و تمدن چې پۀ ټوله نړۍ کښې ئې ثاني نۀ لرله، محض د درې زره سپاهیانو پۀ زور پېرنګي قبضه کړه. یعني د شل کروړه خلقو وطن صرف او صرف درې زره وګړو خپله قبضه کښې واخستو ـــ دا ولې؟ ځکه چې د عروج یو مقام ته د رسېدلو بعد دې ټولنې د بدلون محرکات پرېښودل. د اسائش، ارائش او زېبائش پۀ هغه جهان اودۀ شول چې راویښېدل ئې ترې نۀ غوښتل. د روح عصر نوې تقاضې ترې پاتې وې. پۀ یو مرګ به ټول سلطنت کښې څلوېښت څلوېښت ورځې دولتي سوګ لمانځلے کېدو. دا او داسې نور بلها وجوهات وو چې پېرنګي لپاره د دې نړیوالې خطې قبضه کول ډېر اسان شو. هغه د بدلون پۀ رخ پوهه ؤ، د روحِ عصر ادراک ئې رسا ؤ ګنې د تاریخي نسبت پۀ پاڼو کښې ئې د دې نه قبل هېڅ فکري، جغرافیائي یا سماجي امتیاز نۀ لرلو.

    پۀ قدیم ټولنو کښې د اجتماعي ژوند او پۀ نورو ټکو د قامیت/ نېشنلزم د بقاء دارومدار پۀ قوت او طاقت ؤ. بادشاهت د دې پدیده وه. دا پۀ مختلفو صورتونو کښې تر مشرقي او مغربي رومن اېمپائر پورې راورسېدو. د اسلام د راتګ نه تقریباً دوه درې پېړۍ اول رومن سلطنت پۀ دولتي کچ عیسائیت زده )کرسچنائز( شوے ؤ. د دې مطب دا شو چې د نېشنلزم پۀ جوړښت کښې مذهب پۀ باقاعده توګه دې دور نه تاریخیت لري. دا بېله خبره ده چې دا انسلاک د اولس پۀ حق کښې نۀ بلکې د مقتدره طبقې پۀ حق کښې ؤ او د دې پۀ شا کوم تنقیحي فکر نۀ ؤ ولاړ بلکې دا کرسۍ ته د دوام بخښلو لپاره یو مؤثر، معتبر او کامیاب اقدام ؤ. د دې نه وړاندې هم د ټولنو پۀ استحکام کښې مذاهبو خپل غټ کردار ادا کړے دے خو د دولتي سطحې باقاعده پېل ئې پۀ دا ډول نۀ ؤ شوے. ظاهره ده چې دې قسمه فکر به تر کومه استحکام موندو؟ حال دا چې پۀ نظریاتي جوړښت کښې ئې د مخصوصې طبقې مفادات تړلي وو. دا سلطنت مات شو او نړۍ ته جاګیرداري نظام رادننه شو. چا سره به چې جاګیر ؤ هغه به د قوت او حکومت سرچینه وه. د جاګیردارو پۀ شا هم هغه مقتدره طبقې خپلې نشې ته تسکین ورکولو او اولس د یو ازمېښت مېچن باندې مسلسل دل کېدو. د کرایې فوجیان دې دور کښې ډېر پۀ واضحه انداز رامنځ ته شو او د جاګیردارو نه ئې وار پار خطا کړو. دوي به کله یو سره او کله بل سره پۀ کرایه د فوج عملیات ترسره کول. اجتماعي ژوند کښې یو بل شان انتشار زېږون وموندو. دا عنصر بیا د اسلام پۀ راتګ سره پۀ نوي بدلون د قامیت دومره لوے او زورور محرک جوړ شو چې د نړۍ پۀ اکثر برخه ئې اتۀ پېړۍ اقتدار وکړو. د هولي (مقدس) رومن اېمپائر پۀ تاریخیت کښې هم همدې عنصر ځان پۀ یو کارګر صورت کښې ځاے کړے ؤ. د مسلمانانو اقتدار هم د یاد لامل (روح عصر نه غفلت او د وخت رفتار نه ورستو پاتې کېدنه) او کائناتي سنت مطابق دړے وړے شو. مغربي نړۍ کښې انتشار د دې نه څو پېړۍ وړاندې د شعور یو انقلاب برپا کړے ؤ چې د رېناسنس )نشاة ثانیه( پۀ نوم یادېږي. پۀ نولسمه پېړۍ کښې د یونیفیکېشن پۀ نوم تحریکونو دوام وموندو او دې مد کښې د رائنلېنډ یو قامي وجود دنیا ته داخل شو. د دې نه لږ وړاندې د قام د جوړښت عناصرو کښې مرکزي حېثیت چې څۀ وخت مذهب، قوت او جاګیر ته حاصل ؤ، ژبې ته حاصل شوے ؤ چې د هغې د څۀ تحدیداتو پۀ وجه بیا دغه مرکزي حېثیت پۀ نېشنلزم کښې سیاسي، سماجي او معاشي درېکې )تثلیث( ته حاصل شو. د رائنلېنډ پۀ صورت کښې دې قسمه قامیت یوه کامیابي ومونده او د سیاسیاتو عالمان دا وائي چې هم دا تصور ؤ چې ورستو ئې د یورپي یونین پۀ شکل کښې ځان راښکاره کړو. تر دې وړاندې مونږ ولیدل چې د نېشنلزم پۀ ترکیبي عناصرو کښې رنګ، نسل، قوت، جاګیر، مذهب او ژبه د یو زورور محرک پۀ طور وپکارولې شو. بیا د دې بعد پۀ دغه عناصرو د لوبولو/ پکارولو چې کوم منفي ناقابلِ برداشت نتائج وزېږول نو دا مرکزیت د سیاسي، سماجي او معاشي مفاداتو درېکا ته واوړېدو. دا مرکزیت تر ننه پۀ مختلفو مظهرونو کښې منفعل دے. اوس دا هغه مقام ته راورسېدو چې مونږ وئیلے شو چې نېشنلزم څۀ یو مجرد منجمد تصور نۀ دے، دې هر دور کښې د خپلو حرکیاتو مرکزیت بدل کړے رابدل کړے دے. تر دې دمه د دغه مرکزي درېکا نه علاوه خاورې او جغرافیې هم د نېشنلزم پۀ تصور کښې مرکزیت ته جوخت جوخت ځاے نېولے دے.

    د ‘نیونېشنلزم’ اصطلاح کۀ پۀ خپل جوهري مدار کښې پکاروو نو دا ډېره زړه ده؛ خو د “کنوټېشن” پۀ لحاظ ورته ترویج د شلمې پېړۍ د اولنۍ لسیزې نه حاصل دے. تهېوډور روزوېلټ چې د امریکا شپږویشتم صدر دے، هغۀ دا تصور وړاندې کړے ؤ. پۀ دې کښې غټ غټ ټکي د حکومت او اولس حقِ خودارادیت ته تحفظ، ردِ عالمګیریت او د مهاجرینو د نوي شناخت اخستلو او زوړ متروک کولو قوانین سره اختلاف شامل ؤ. اصل کښې د نېشنلزم د حرکیاتو ترجیحات متعین کولو کښې یو ډېر لوے محرک د ‘شناخت’ دے. تر شلمې پېړۍ چې اجتماعي ژوند تر کومې درشل راورسېدو نو پۀ یورپ کښې ئې د شناخت پۀ حقله حساسیت پېدا کړو او دلته نه د نیونېشنلزم پېل وشو. د خوند خبره دا ده چې یورپ کوم نېشنلزم پۀ فکري حواله پۀ ډېر علمي جوهر سینګار کړے ؤ، امریکا هغه د یورپ نه پۀ زیات اٰئیډیل صورت کښې نافذ کړو. پۀ مغربي نړۍ کښې نیونېشنلزم پۀ یورپ کښې د اشرافیه، خاندان، مذهب او رنګ نسل تاریخیت ته بیا لږ لږ اهمیت غواړي او دا ځکه چې د تجدید تمامي هوا د هغوي د شناخت تاریخیت ته خطره جوړه کړې ده. خو پۀ بل اړخ امریکا کښې هم د دې مطلوبه عناصرو ترک )پریښودنه( موجود دے او ترک ئې مقبول او کامیاب هم دے. امریکن نېشنلزم کښې تاریخیت، خاندان، معاشرتي اقدار او د شناخت حساسیت هېڅ اهمیت نۀ لري. دلته ډېره ضروري ده چې د جدید قامي ریاست )ماډرن نېشن سټېټ( پۀ حقله ارتقاء یافته تصور وړاندې شي. د جدید قامي ریاست اډانه هم پۀ یوې داسې درېکا ولاړه ده چې د دې دریکا هر بازو ځان له هم یو نامیاتي او متحرک وجود لري. دې کښې ‘نېشنلزم، سیکولرازم او لیګل ازم’ شامل دي. د نېشنلزم د ارتقاء د ټول یون خلاصه خو تېرو کرښو کښې تر ډېره حده ذکر شوه او سیکولرازم یوه داسې اصطلاح ده چې زمونږ سماج او خطه کښې ورسره ډېر ظلم شوے دے. د دې پۀ حقله د تېرې میاشتې )جون( ‘پښتون’ مجله کښې تفصیلي مقاله ثبت ده چې سیکولرازم څۀ حقیقت لري؛ سره د جزیاتو تفصیلي بحث لپاره دې هغې ته رجوع وشي؛ دلته به دومره قدرې ووایم چې سیکولرازم پۀ اجتماعي ساحه کښې د مذهبي ترجیح نه ډډه کوي او ټولو مذاهبو ته د یو مساوي احترام پۀ نظر ګوري. سیاسي نظام کښې د دې عمل دخل د تېر تاریخیت پۀ سبق غېر ضروري ګڼي. دا رنګ د ‘روشن خیالۍ’ تصور ته هم زمونږ کنوټېشن ډېر زیات زیان رسولے دے. دا ئې د مادي اظهاراتو د یوې وړوکې برخې سره د اختلاف لۀ وجې ټول پۀ ټوله غورځولې ده. پاکستان کښې د مشرف ډکټېټر لۀ خوا د دې ترویج مونږ ته یو بل نقصان دا راکړے دے چې سیاسي مبارزینو دا د مشرف ډکټېټر یوه سیاسي پالیسي ګڼله، حال دا چې روشن خیالي د وخت د نبض شناسۍ نامه ده. دا د جمود او تعفن سره سره اٰوټ ډېټېډ یک طرفه او ظالمانه امتیازي فکرونو باندې وړ معاشره کښې د مزاحمت نوم دے. د دې اصطلاح فکري او عملي جوهر تر ټولو زیات د انبیاء کرامو پۀ ژوند کښې ثابتېږي.

    لیګل ازم یو بل ترقي یافته تصور دے چې قانون سازۍ کښې به د فرد پۀ ځاے ادارې زیاتې منفعله وي.

    پۀ نړۍ کښې تر دې دمه ټولو نه کامیاب نېشنلزم هغه دے چې وګړو ته ئې سماجي معاشي انصاف )سوشل اکنامک جسټس( ورکړے دے، د نېشنلزم د ترکیبي عناصرو ترجیحاتي تعین ئې واضحه کړے دے او بیا پرې داسې ولاړ دي چې ټولې انفرادي غوښتنې ئې ترې قربان کړې دي.

    ‘پاکستاني نېشنلزم’ ته دا شخړه ورپېښه ده چې د دې د وګړو ‘شناخت’ کښې چې د نېشنلزم shape کولو او refine کولو کښې ډېر غټ کردار لري، ډېر لرغوني نسبتونه محفوظ دي. هندوستان ته دا قسمه خنډان د نېشنلزم پۀ لاره کښې ځکه نشته چې د هغوي لرغونتیا ته تحفظ حاصل دے. هم دا وجه وه چې د وېش نه وړاندې کانګرس او نورو دور اندېش ټولګیو دې وېش ته غېر فطري وئېل او د نړۍ د اجتماعي ژوند سفر کښې ئې د دې خاورې د بچو ‘نېشنلزم’ ړنګ لیدو؛ ځکه د متحده هندوستان او عليٰحده ریاستونو options هم رامنځ ته شوي وو. کۀ چرې د متحده هندوستان صورت جوړ شوے ؤ نو د نېشنلزم پۀ نظریاتي سطح کښې موجود د پېرنګي د راتګ نه مخکښیني تاریخیت د دې ټولې خطې نېشنلزم ته د ‘سیاسي، سماجي او معاشي’ مفاداتو د درېکا پۀ اساس لکه د یورپي یونین د نېشنلزم صورت ورکولے شو.

    د ‘پاکستاني نېشنلزم’ تر اوسه څۀ قسمه ریښتونے قابلِ قدر حېثیت نۀ موندل د کانګرس او نورو دور اندېش ټولګیو استدلال ته د دور اندېشۍ شهادت خو نۀ ورکوي؟

    بیا د نېشنلزم او نیونېشنلزم جوهري پوهه کۀ د هغه وخت پۀ سیاسي مبارزینو کښې لټوو نو د باچاخان وژن ته به سلام بالکل فرض کېږي. د زمیني حقائقو ادراک او د خپل اولس د مفاد تر ټولو قابلِ قبول سیاسي، سماجي او معاشي انتخاب هم دغه ؤ کوم چې باچاخان اختیار کړو.]د علي خان محسود کتاب پۀ دې حقله د ډېرو حقائقو مخ راښکاره کوي[ او د باچاخان د ډېرو خاموشیانو معنې پۀ ګوته کولو کښې د خپلو پردو دغا او د بابا د بشري عظمت ګواهیانې ورکوي.

    څوک کۀ نن پاکستاني سیاق کښې د نیونېشلزم پرچار کوي نو دا دوي محض د نېشنلزم سره د ‘نیو’ د سابقې د وجې نه کوي. دا پۀ خپله پۀ ‘امریکن ډریم، چائنه ډریم او یورپي نېشنلزم’ کښې متنوع غوښتنې لري او بل دا د ‘فرسوه روایتي’ زوړ نېشنل ازم مخالف او متضاد تصور بالکل هم نۀ دے بلکې دا خو هم د مطلق ‘نېشنلزم’ ورکړه ده چې هر سیاق کښې مختلف ظهور کوي. پۀ نظریاتي سطح د افکارو تنقیح کښې ډېره ضروري وي چې نړیوال ترقي یافته تصورات او مفکورې پۀ نظر کښې ونیولې شي، خو د دې نه هم ضروري دا وي چې د دې تصوراتو تطبیق دې پۀ خپل اولس رسا رسا پۀ رښتوني استدلال او زمکني حقائقو باندې ولاړ وي. د سیاسي وابستګیو یک طرفه نسبت پۀ ځاے دې پکښې علمي بڼه ډېره واضحه او برجقه وي. چرته چې د جدید قامي ریاست تصور د مقامي، علاقائي او مذهبي نسبتونو د مزاحمت نه ځان پۀ اویا اتیا کاله کښې هم خلاص نۀ کړي، هلته به د ترقي یافته ‘نیو نېشنلزم’ غېرمتعلقه او غېر منطبق شوے خوشنما او محض د سابقې پۀ وجه د نویوالي حامله نعره څۀ بدلون راولي؟

     

  • د زردشت (زرتشت/سپینتمان) ګاتونه – سمیع الدین ارمان

     

     

    اثارِقدیمه، علم الانسان، جغرافیه او نورو بلها علومو دا یو متفقه شان تاثر جوړ کړے دے چې د لرغوني انساني تاریخ د پېل نه راواخله تر ننه د اجتماعي، قامي یا تهذیبي ژوند یوه د تاریخیت حامله معاشره هم د رسمي یا غېرِ رسمي مذهب د شتون نه یکسر خالي نۀ ده پاتې شوې. د دې نه دومره قدرې خبره خو ډېره پۀ اسانه راڅرګندېږي چې مذهب د انسان د کوم داسې ضرورت د پوره کولو وسیله ده چې د هغې نه بغېر ژوند او مرګ دواړه نیمګړي او لایعني دي. بل د نړیوال تهذیبي تنوع د رسا ادراک لپاره کۀ چرې د مذاهبو د جوهر نه معتدبهِ علمي استفاده وانۀ خېستې شي نو د نړیوال ادب د زیاتره برخې نه محرومتیا هم یو لازمي نتیجه ګرځېږي. د لیونارډو ډاونچي، مائيکل اېنجلو لېوټالسټاي، شېکسپئیر، مارلو، ابن مسکويٰ، ابن عربي، غزالي، ابن رشد او داسې نورو بلها نړیوالو مشاهیرو د مذهبي نکته نظر نه ماوراء به د هغوي د فکر و فن تعین نمر پۀ ګوته پټول وي. اګر کۀ پۀ ماضي قریب کښې د مذهب د کرداریت پېوستون د انفرادي ذات سره ډېر کلک کلک تړلے شوے دے خو حقیقت دا دے چې دغه صورتحال کښې هم یو نه یو نظر او تګلارې د مذهب پۀ یو بدله پدیده کښې خپل شتون ته جریان وربخښلے دے.

    پۀ ټوله شلمه پېړۍ کښې او دا مهال هم د نړۍ د ټولې ابادۍ د نیمایۍ نه زیات خلق د مسیحیت او اسلام منونکي دي. د تقابلِ ادیان علماء د سامي مذاهبو پۀ ترویج او ترسیل کښې چې د لرغوني تاریخ تهې راسپړي نو پۀ دې نتیجه رسېږي چې زرتشتي مذهب ئې پۀ فروغ کښې ډېر لوے لاس لري. زرتشت د ویستا مطابق خپل تحریک اول اول د خراسان او شمالي افغانستان پۀ خاوره جاري کړے ؤ. د ویستا د بعضې اشارو مطابق هغه د دې خاورې خپل سړے نۀ وو بلکې د مغربي ایران او اغلباً د “رے” د مقام نه ئې دلته هجرت کړے ؤ. د لېوس مور او عمادالحسن فاروقي د راجمع کړے شوو متعدد مشرقي او مغربي حوالو پۀ توسط د پښتون اکادمېسین سلېمان لائق دا خبره/ قیاس هم ډېر قرینِ صداقت ښکاري چې زرتشت پۀ بلخ کښې زېږدلے ؤ او د هېلمند پۀ غاړو کښې ئې خپل دین خپور کړے ؤ. ځانګړتوب ئې رسالت او ارمان ئې واحد خداے ته د خلقو سیخول وو. د لائق صاحب د دې خبرې د تائید لپاره زما ذهن کښې چې کوم استدلال راځي، هغه دا دے چې د “ژیند اوستا” د یو اقتباس ژباړه څۀ داسې ده:

    ‘هغه بد موره شېطان پۀ نعرو سورو وتښتېدو، راځئ چې مونږ د اري سورا پۀ سر راټول شو ځکه چې هغه سپېځلے زرتشت د پوروشاسپ پۀ کور کښې اوس اوس وزېږېدو. مونږ ئې د وژلو څۀ بند بناء جوړه کړو؟ هغه یوه وسله ده چې دشمن له تندر دے.’

    دا اقتباس لیوس مور خپل کتاب “د نړیوال مذاهبو پوهنغونډ” (انسائکلوپیډیا اٰف ورلډ ریلېجنر) کښې رانقل کړے دے. د دې مطابق د زرتشت د پلار نوم ‘پوروشاسپ’ دے. اوس کۀ مونږ وګورو نو هغه د خراسان باچا، چا چې د زرتشت رسالت منلے ؤ، د هغۀ نوم ؤ “وشتاسپ”؛ نو دا نوم او د زرتشت د پلار نوم یو بل ته ډېر ورته دي، عن تر دې چې د رزتشت دا نوم هم ورته ورته والے لري. بل قراني نکته نظر سره یو پېغمبر خپل تحریک او رسالت پۀ خپله ژبه او خپل قام کښې خوروي او پس د هغې نه بیا نورو ژبو، قامونو او تهذیبونو ته منتقل کېږي. وَمَآ اَرْسَلْنَا مِنْ رَّسُوْلٍ اِلَّا بِلِسَانِ قَوْمِهِ لَیُبَیِّنَ لَهُمْصلے فَیُضَلُّ اللهُ مَن یَشَاءُ وَیَهْدِي مَن یَشَاءجوَهُوَ الْعَزِیْزُ الْحَکِیْمُ. سورة ابراهیم، ایت نمبر4

    بل دا یوه نکته هم د رسالت د تاریخ نه څرګنده ده چې رسول پۀ کوم خاندان او حسب نسب کښې راپېدا کېږي، د هغه خاندان څۀ مخصوص سماجي او سیاسي امتیازات هم وي؛ نو دا نکته هم د دې خبرې جزوي دلیل جوړېږي چې زرتشت د دې خاورې او هم د دې قام بچے ؤ.

    د زرتشت د مور نوم “دېودها” ؤ. درې ښځې ئې کړې وې او شپږ اولاد ئې وو.

    د زرتشت د تاریخ پېدائش او وفات یا د هغۀ د عصر پۀ باب له هم متعدد تحقیقي روایات موجود دي. پۀ خپله هم پۀ زرتشتي روایت کښې د هغۀ عصر د سکندرِ یوناني مقدوني نه دوه سوه او اتۀ پنځوس کاله وړاندې ؤ. سکندر شهنشاه ایران دراء درېم له پۀ درې سوه دېرش قبل مسیح کښې ماتے ورکړے ؤ نو پۀ دې حساب د زرتشت زمانه پینځۀ سوه او اتۀ اتیا قبل مسیح جوړېږي. زرتشت ته نبوت پۀ دېرش کاله کښې ملاو شوے ؤ او ټول عمر ئې اووۀ اویا کلونه ؤ او د زرتشت عروج د “وشتاسپ” شاهِ خراسان پۀ دوره کښې شوے ؤ، او داسې روایات ملاوېږي چې د دې عروج او د وشتاسپ د زرتشت مذهب د قبولیت پۀ وخت د زرتشت عمر څلوېښت کاله ؤ، نو د دې حساب مطابق د زرتشت قیاساً تاریخِ پېدائش 628 ق م او وفات551 ق م جوړېږي. دا اندازه د عماد الحسن فاروقي کتاب کښې رانقل کړې شوې ده.

    د زرتشت پوره نوم “زرتشت سپین تمن/ سپیتاما/ اسپتاما” پۀ ټکو ملاوېږي. د بعضې محقیقینو مطابق دا د نوم دوېمه برخه ئې د قام نوم او پېژنګلو ده. وړاندې د دې نه چې د زرتشت پۀ تعلیماتو او پۀ ګاتونو څۀ خبره وکړم، غواړم چې دلته د زرتشت د مذهب د ارتقاء او تاریخیت پۀ حقله هم څۀ مباحثو ته اشارات وکړم.

    د زرتشتي روایت تاریخ اګر کۀ ځاے پۀ ځاے منتشر دے او غېر محفوظ هم دے، خو بیا هم د تاریخ پۀ پاڼو کښې د هخامنشي دورِحکومت 550-330)ق.م( او ساساني عهد 224-642)ز( کښې “زرتشتیت” یو دولتي مذهب پاتې شوے دے. پۀ دې موده کښې ئې د انساني ژوند لپاره خپل جوهر پاشلے دے او د ژوند د فلسفې پۀ تعین کښې ئې نېغ پۀ نېغه برخه اخستې ده. هم دلته ئې د خېر و شر، فکر و عمل او احتساب لپاره واضحه تصورات وړاندې کړي وو.

    قدیم ایران پۀ یوه زمانه کښې د اریاو وطن ؤ خو د مرکزي حکومت پۀ ځاے ورپکښې قبائیلي شان نظام نافذ ؤ چې لۀ کبله پکښې سیاسي انتشار، تمدني تفریق او لساني اختلافات هم موجود وو؛ خو د دې باوجود د نسلي وحدت او اٰریه قامیت تصور پکښې هم ژوندے او ځلاندهؤ. د دې مظاهره به اکثر د غېر اٰریه قامونو سره د تعامل پۀ وخت راڅرګندېده. دې دور کښې پۀ اریاو کښې ‘قومِ ما’د چې پۀ شمال مغربي ایران باندې قابض ؤ، تر ټولو زیات منظم ؤ او تر ټولو اول ئې د یو منظم حکومت انعقاد هم کړے ؤ. او بیا ئې د قدیم بابلي، اسیریائي او عِلامي تهذیبونو نه پۀ تاثر کښې د ښاري ژوند لپاره ډېر څۀ اخستي وو. هم د دې قام باچایانو پۀ شپږ سوه او دولس قبل مسیح کښې د اسیریانو سرښار “نېنوا” فتح کړے ؤ او دا رنګ پۀ شمالي ایران او عراق کښې د مادي قام او پۀ جنوبي عراق کښې د بابلي روایت دوه مضبوط حکومتونه قائم شوي وو. د دې مادي قام دبدبه تر ډېرې مودې قائمه وه چې د دوي یو باچا “استیاګس” له کوروشِ اعظم (سائرس) شکست ورکړو. دا سړے خالص پارسي ؤ. دومره زورور حاکم ؤ چې نۀ صرف د خراسان، شمالي ایران او شمالي عراق مادي حکومتونه ئې د پښو د لاندې کړل بلکې د شمال مغرب ارمینیا او اناطولیا یعني موجوده ترکي او د اروپا تر حدونو پورې علاقې ئې د خپل حکومت او سلطنت حصې جوړې کړې. پۀ بل اړخ ئې د بابُلي سلطنت حکومتونه هم ړنګ کړل او د مصر د سرحدونو پورې ټولې علاقې ئې د خپل حکومت د لاندې راوستې. پۀ مشرق د خراسان نه پۀ ور اخوا د وسطي اېشیا پورې د دۀ د فتوحاتو لاسونه خوارۀ وارۀ پراتۀ وو. وسطي ایشیا نه تر قفقازه او خلیج فارس پورې د یو نړیوال/ ګلوبل سلطنت باني هم دا کوروشِ اعظم ؤ. د دۀ زوي کمبوچیا مصر فتح کړے ؤ او دا رنګ ایراني پارسي سلطنت ئې د دنیا تر ټولو لویو سلطنتونو کښې داخل کړے ؤ. دا هم هغه خاندان دے چې تاریخ کښې ورته “هخامنشي” وئیلے کېږي. پۀ زرتشتیت کښې د هخامنشیانو د خاندان د حکومت عرصه د ډېر اهمیت وړ ده.

    د پرسي پولِس او بېستون ډبرو/ کتبو او د هخامنشي خاندان د نورو ډېرو کتبو/ ډبرو د لوست او تحقیق تنقید نه بعد دا خبره سپینه شوې ده چې دا ټول حکمرانان زرتشتیان وو. عماد الحسن فاروقي د دې حوالې لپاره د رابرټ چارلس زېهنر او د رچړډ اېن فراي ‘دي هیرټېج اٰف پرشیا’ تحقیقاتو نه متعدد حوالې راجمع کړې دي.

    د زرتشت مذهب سره یوه ستونزه دا ده چې د دې اصلي رسا حالت د خپل باني د مرګ سره سم پۀ متاثره کېدو شو او ډېر زر ئې پوره قلب ماهیئت وشو. هغه خدایان چې زرتشت ورسره ټول عمر جهاد کړے ؤ، ډېر زر بیا هم د زرتشت پۀ مذهب کښې هغو د تقدس جامه واغوسته. د دې خبرې اندازه د دې نه کېږي چې اوستا/ ویستا چې د جدید مطالعې لپاره د زرتشتیت پۀ باب له تر ټولو قدیم ماخذ دے، نن د دې صرف څلورمه برخه محفوظ ده او دې برخه کښې یوه حصه کوم ته چې “ګاتونه” وئیلے کېږي او دا زرتشت ته منسوب دي، د هغۀ سندریز مناجات دي.

    د دې زبده/ مغز او حاصلِ کلام د وېستا د نورو حصو سره تصادم لري. د دې نه دا خبره جوتېږي چې دا نورې برخې ورستو علماو مدون کړې دي. ګاتونه منظوم سندریز مناجات وو نو د خلقو حافظه کښې هم محفوظ پاتې وو او سینه درسینه یو نسل نه بل نسل ته منتقل کېدل. دا رنګ د تقابل ادیان د مېدان هغه ماهرین کوم چې پۀ زرتشتیت کښې مهارت لري، هغوي دا ګڼي او ترجیح ورته ورکوي چې “ګاتونه” د وېستا اصلي روح او تعلیمات پۀ ګوته کوي. د دې سره متصادم تعلیمات او احکامات دراصل پۀ زرتشت مذهب کښې د مرور زمانه او قدیم مذاهبو سره وابستګۍ لۀ وجې پېدا شوي هغه بدعات دي چې وروستو د دې لارې اصول جوړ شوي دي. د ساساني عهد او موجوده پارسي عقائدو د زرتشت د اصلي تعلیماتو سره بلها تصادم دے، خو مونږ سره “ګاتونه” داسې پېمانه ده چې د زرتشت رسا تفکر ترې نه پۀ ګوته کولے شو.

    دلته اوس مناسب ګڼم چې د ویستا د تعارف پۀ حقله څۀ ټکي راټول کړم. اکادمېسین سلېمان لائق لیکلي دي چې د اوستا پینځۀ برخې دي:

    1. “یسنا”: د موجوده اوستا لومړۍ برخه ده چې پر ګاتونو مشتمله ده.
    2. “اوشتود” یا “اوشته وثي تي”: لۀ دې برخې څخه تر نن پورې تش یویشت “یشتونه” پاتې دي. پۀ لومړی سر کښې دا دېرش یا دری دېرش وو خو غوره شمېر ئې دېرش دے ځکه چې د لرغوني بلخ پۀ تقویم کښې هرې میاشتې دېرش ورځې لرلې او هره ورځ د یو “امشاسپند” او “ایزد” پۀ نوم نومول شوې وه.
    3. “ویسپرد” څلیریشت برخې لري او د ټولو معنوي ساتونکو او محافظانو معنيٰ ورکوي. “ویسپرد” د دې نړۍ د ټولو عناصرو، پدیدو، خوښو او جشنونو د ستائیلو، درنولو او ارزښت ورکولو پۀ جمله کښې شمېرل کېږي چې پاي کښې دا ګرد سره د خداے دربار ته د مننې پۀ وړاندې کولو کښې راځي.
    4. “خورده اوستا” چې پۀ دعاګانو او نمونځونو مشتمله ده، دا د ماقبل درې برخو غوندې مستقله ټولګه نۀ ده بلکې د هغوي څخه د ځینو اخستنو ټولګه ده چې د دعاګانو د یو کتاب پۀ ډول تدوین شوې ده. دې کښې د زمانې پۀ تېرېدو ډېره لاس وهنه شوې ده او لومړنے اصالت ئې زیانمن شوے دے.
    5. “وندیداد”: دا د ساسانیانو د عهد اوستا ده چې پۀ یویشت نسکو (کتابونو) مشتمله ده. د هغوي نولسم کتاب “ودیودات” ؤ؛ دا د ساسانیانو د مهال د “اوستا” لۀ یویشت کتابونو څخه یو ؤ چې تر نن پورې پۀ بشپړ ډول پاتې دے.

    پۀ “یسنا” کښې ټول دوه اویا ګاتونه دي. پۀ دې ټولو کښې صفاتِ باري تعاليٰ او د طبیعت د نېکو برخو ستائینې دي. پۀ دې کښې اوولس ګاتونه د ژبنیو ځانګړنو او د مطالبو بیان د خصوصیت پۀ وجه د یسنا لۀ نورو ګاتونو څخه منفرد دي. د اوستا ماهرین او محقیقین ټول یوه خولۀ دي چې د دې د زرتشت پله انتساب کښې هېڅ شک نشته. هم دا وجه ده چې استاد اکادمېسین سلېمان لائق هم دغه اوولس ګاتونه پۀ پښتو ژباړلي دي او ورسره ئې یوه مستنده ارزښتمنه مقدمه هم لیکلې ده چې پکښې د اوستا مجموعي تعارف سره سره د هغې څۀ اصطلاحات او د حوالو طریقه هم ثبت ده. د ګرانو ټکو معنې هم ورسره ورسره پۀ هم هغه پاڼه پۀ حاشیه کښې ثبت دي او اخره کښې یو ډېر زیات مختصر فرهنګ هم ورکړے شوے دے.

    د زرتشت مخاطب خداے “اهورا مزدا” دے. د اهورامزدا معنيٰ ده خداے علیم و خبیر یا آقاے دانش.

    هغه پۀ سوچه توحید باندې ایمان لري. د یزدان و اهرمن ثنویت او د دې ثنیوت دواړو اړخونو ته د خدایۍ نسبت د وروستۍ زمانې تاویل/ توضیح/ انټرپريـټېشن دے. د زرتشتیت مطابق د اهورامزدا نه اخذ شوي دوه اروح د “سپینتامینیو” یعني د خېر روح دے او “اېنګرامینیو” د شر روح دے. دا دواړه د یو بل سره تړلي وي او دواړه با اختیاره نۀ وي بلکې د دې دواړو اختیار د اهورامزدا سره وي. دغه ارواحو ته بیا نور نور صفاتي نومونه هم ورکړے شوي دي چې وروستو ترې یو قسمه د شرک صورت ګري رامنځ ته شوې ده.

    د زرتشت پۀ تعلیماتو کښې توحید او اخرت بنیادي تصورات دي او دا رنګ ئې د تقدیر پۀ باب له ډېر منطقي تصور دے چې د “لَيْسَ لِلْاِنْسَانِ اِلَّا مَا سَعٰي” مصداق دے. د زیاتره اخلاقياتو او عباداتو اساس ئې د خاوره/ زمکه، هوا، اوبۀ او اور د مقدس عناصرو تفهیم دے. دې عناصرو ته زیان رسوونکي هر عمل او عامل ورپکښې ګنهګار ګڼلے کېږي.

    د زرتشت تصورِ خدا کښې یوه بله ډېره ښکلې خبره دا ده چې دوي هم خدای ته نور شل صفاتي نومونه منسوب کوي خو د خپل خداے اهورا مزدا تفهیم لپاره د شپږو خاص الخاص صفاتي لافاني هستیانو پۀ توسط د صفاتِ باري تعاليٰ علم حاصلوي. د زرتشتیانو اصطلاح کښې ورته “امیش سپینتیا” وائي. ډېر خلق دې صفاتو ته د فرشتې یا دېوتا نامه او تصور هم ورکوي خو دا استدلال قطعي بالکل هم نۀ دے؛ تمثیلي استدراک ورته وئیلے شو. د اهورا مزدا د جامعیت غټ غټ جهات دې شپږو زاویو/ صفاتو کښې رامنځ ته کېږي. د خوند خبره دا ده چې دې کښې درې لافاني صفات مذکر او درې مونث دي.

    درې مذکر لافاني صفات ورپکښې داسې دي:

    1. اشا: د خداے د قانون علم او بذاتِ خود قانون
    2. ووهومانا: مینه محبت
    3. کشتهرا: عملِ محبت

    او درې مونث لافاني صفات داسې دي:

    1. ارمیتي: رحم
    2. هاوروا تَت: جامع یا تکمیل
    3. امیري تَت: لافانیت

    د عربیانو د فتوحاتو او د اسلام د ترویج و ترسیل او اشاعت سره سم د زرتشتیت هغه زوال چې د مسیحیت لۀ تشکیلاتو پېل شوے ؤ، نور هم تېز طرار شو. ډېر لږ پکښې هندوستان ته راغلل چې د پارسي پۀ نوم ئې دلته شناخت ولرلو او څۀ خال خال نورو ځایونو ته مهاجر شول او ایران کښې پاتو اکثر زرتشتیانو مذهب بدل کړو؛ نو دا رنګ د دوي اجتماعي وجود د ورکتیا سره مخامخ شو. پۀ ایراني سلطنت د مسلمانانو قبضې او اثر رسوخ هلته د اسلام د قبولیت لاره ډېر زیاته هواره کړه. عن تر دې چې مولانا سعید احمد اکبرابادي لیکلي دي چې دلته د نو مسلم لپاره د جزیه او خراج د کموت لۀ وجې د دوي نه د جزیه او خراج د ساقط کېدو عمومي قانون نظرانداز شو ځکه چې ټولو به اسلام قبول کړو نو هلته نه به هېڅ امدن نۀ راتلو. دې مسئلې نو مسلم دلته پۀ بغاوت تیار کړي وو. د هندوستان نه علاوه څۀ زرتشتیانو پۀ خراسان کښې د کوهستان پۀ غرونو کښې پناه اخستې وه چرته چې دوي تر یوې پېړۍ ځان د اسلام د اثراتو نه بچ ساتلے ؤ. بیا ئې دلته هم چې د مذهب پاسداري نۀ شوه کولې نو هرمز ته لاړل او د کاټهیاواړ سره پېوست جزیره دېو کښې دېره شول. لږه موده بعد ئې دلته نه هم هجرت وکړو او ګجرات ته راغلل. مقامي راجا “جادَو رانا” سره ئې مزاکرات کامیاب شول او د ګجرات پۀ مغربي ساحل ئې ورته د ابادکارۍ مشروط اجازت ورکړو. عجیبه خبره دا ده چې مذهبي ازادي ئې ورکړه خو ورسره ئې ورته دا ووئېل چې ګجراتي ژبه به خپلوئ او زنانه به مو ګجراتي لباس اغوندي. د غم ښادۍ رسومات به پۀ خاموشۍ سره ترسره کوئ او بې وسلې به اوسئ. هم دا مذاکرت وو چې نۀ صرف دې نوي مهاجرینو ته پرې قدرې ازادي ملاو شوه بلکې پۀ هندوستان کښې د اول نه اباد زرتشتیان چې د پارسي پۀ نوم ئې شناخت لرلو، ته هم مذهبي ازادي ملاو شوه بلکې د مقامي راجه لۀ طرفه ورته د ابادکارۍ او معاش لپاره زمکه هم ورکړې شوه. دې او داسې بلها واقعاتو نه څرګندېږي چې د دو قومي نظریې اساس څومره مصنوعي ؤ. د انګرېز د راتګ نه وړاندې دا خطه ټوله او هندوستان د نړۍ تر ټولو مالداره او خوشحاله ملک ؤ. دلته بې روزګاري نۀ وه، صنعت وحرفت پۀ بام وو او مذهبي رواداري بالکل پۀ خپل جوبن کښې وه. حسېن احمد مدني د خپلې سوانح عمرۍ “نقشِ حیات” یو پوره برخه د “انګرېز سامراج نے هندوستان کو کیسے لوټا” زېرعنوان د هغه وخت ټول حقیقي صورتحال پۀ ګوته کړے دے چې اوس پرې یوه زبردسته ویډیو ډاکومنټري هم جوړه ده او ځکه خو هغوي او کانګرس د متحده هندوستان لپاره بلها تاریخیت پۀ استدلال کښې وړاندې کولو.

    تر پنځلسمې پېړۍ زرتشتیان د هندوستان پۀ خاوره د خپلې مذهبي ازادۍ سره اباد وو او تر دې دوره ئې هم هغه د ساساني دورې تعلیمات سینې پورې نیولې وو چې دې دوره کښې ئې د ایران زرتشتیانو سره چا چې مرورِ زمانې سره د خپل اجتماعي شناخت څۀ نه څۀ خاکه جوړه کړې وه، اړېکې ونیوې. دا رابطه تقریباً اووۀ پېړۍ بعد وه. دا اړېکې تر درېو پېړیو پورې برقرارې وې. دې دوران کښې خط کتابت او تحقیقات هم ثبت شوي دي. د دې سلسلې روابط د اتلسمې پېړۍ د اخري دوه درې لسیزو پورې قائمې وې او بیا د څۀ وجوهاتو پۀ بناء بندې او ختمې شوې. اوس اوس دا روابط  څو پېړۍ بعد بیا قائم شوي دي. پۀ کال نولس سوه او شپېتم کښې پۀ تهران کښې یو نړیوال زرتشتي کانفرنس وشو. بیا ورپسې هم دارنګ پۀ بمبۍ کښې پۀ کال نولس سوه شپږ شپېتم او کال نولس سوه اتۀ اویایم کښې غټ غټ اجلاسونه وشول. پۀ هندوستان کښې د کال نولس سوه شپږ اویایم د سر شمېرې مطابق د زرتشتیانو شمېره دوه اتیا زره وه. دا رنګ پۀ پاکستان کښې دغه وخت د زرتشتیانو تعداد پینځه زره، پۀ ایران کښې پینځویشت زره، اروپا او امریکا کښې درې زره او ورسره نور خال خال چې راجمع کړے شي نو د دوي ټوله نړۍ کښې سرشمېرنه د محتاط اندازې مطابق یونیم لاکهـ ده.

    خپلې خبرې د “ګاتونه” مقدمه کښې د استاد سلېمان لائق پۀ هغه ټکو ختموم چې زما ارمان او هڅه هم ده،

    “باور لرم چې افغاني ویاړلي فرهنګیالي او د علمي څېړنو استادان به، د هېواد د تاریخي ویاړونو د خوندي کولو او رغولو لپاره، د ستر زرتشت ژوند، اثار او هویت وڅېړي او د ویاړونو د تالانګرو او د تاریخ د مسخ کوونکو لاسونه به د “زرتشت سپینتمان” د شخصیت او اثارو لۀ لوټولو لنډ کړي.”

    کتابیات:

    1. ګاتونه، د زردشت مېنویی سرودونه، سلېمان لائق
    2. انسائيکلوپېډیا اٰف ورلډ ریلېجنر، لیوس مور
    3. دي ډان اېنډ ټوېلایټ اٰف زوراسټېرنزم، اٰر.سي.زیهنر
    4. زوراسټر اېنډ هِز ورلډ، ارنسټ هرزفیلډ
    5. مسلمانو کا عروج و زوال، مولانا سعید احمد اکبرابادي
    6. قدیم تهذیب او مذاهب، مشرق و مغرب کا عروج و زوال، پروفېسر عمر زبېري
    7. ریلېجن اٰف اېنشنټ ایران، جے دشنے ګلمن
    8. دنیا کے بړے مذهب، عماد الحسن فاروقي

     

  • حسن معجزه ده – سمیع الدین ارمان

    انسان کائنات او د دې دواړو ترمنځه د نسبت تعین هغه مثلث دے چې د علومو واړه جهانونه ئې زېږولي دي. زۀ څوک یم؟ زما ابتدا او انتها څۀ ده؟ څۀ حقیقت لرم؟ کائنات څۀ ابتدا انتها مقصد او مرام لري؟ زما او د کائنات ترمنځه د رشتې تعین څۀ دے؟ دا هغه سوالونه دي چې د جواب د هڅو نه ئې مذهب، فلسفه، سائنس او ادب ټول پۀ ټوله راټوکېدلي دي. د یویشتمې پېړۍ پۀ دې پړاو چې نن ترې نه د سټیفن هاکنګ غوندې معروف و مقبول سائنسدان هم رخصت شو، د ماقبل سقراط فلسفه، اووۀ نابغه (سېون سېجز) یوناني علوم، اسلامي تهذیب، مغربي مادي او مابعدالطبیعیاتي ټوله ترقي، ارتقا او پرمختګ هم د دغه یاد مثلث د جوابونو کوشش دے. د هرې وړې نه وړې او غټې نه غټې علمي سرګرمۍ بالواسطه یا بلاواسطه تعلق هم د دغه سوالونو سره د تړون پۀ اساس خپل وقعت، تاریخیت او قدروقیمت بیامومي. اګر کۀ د سټیفن هاکنګ دا موقف چې د بګ بېنګ نه وړاندې څۀ وو؟ دا سوال غلط ګرځول د مذهب سره پۀ یو صف کښې ودرېدل دي چې د خداے نه وړاندې څۀ وو؟ دا سوال اهلِ مذهب هم باطل ګرځوي. دا رنګ د بلېک مټر نه تر اوسه محض د یو اشاریه شپږ فیصده ترګر کېدل مذهب د “غېب” د هستۍ پۀ وسعت او لامتناهیت منطبق کوي. د ریښتياو د لټون دې سفر کښې د هرې زاویې پۀ دروني بېروني، مادي روحاني او طبیعیاتي و مابعدالطبیعیاتي ساختونو، علتونو او نتائجو سره سره د فرد او اجتماع پۀ ټولو قالبونو باندې انساني وسائلو د خپل دانش عطرپاشي پۀ خلاص مټ جاري و ساري ساتلې ده. لکه انسان د مادې او غېرِمادې یا جسم او روح مجموعه ده. جسم برتر دے کۀ روح؟ پۀ دې باب له د قدیم فلاسفه عمومي نظر دا ؤ چې روح برتر دے، تصور برتر دے، عالمِ مثال برتر دے، شعور، ذهن او جوهر مقدم او برتر دي. دا رنګ د دې تصور بالکل برعکس موقف هم بلها مضبوط بنیادونه لري چې نه! وجود او ماده مقدم او افضل دي. د اول الذکر نظر پۀ شا د سقراط، افلاطون او ارسطو سره سره د اکثر ماقبل سقراط پلویان هم هَم اواز دي او د موخرالذکر نظر پلویانو کښې د تهېلس/طالیس نه راواخله ترکارل مارکس پورې بلها لوي لوي نومونه شامل دي. اولنے نظر د ‘حسن، خېر او حقیقت’ پۀ ماورائي اثبات باندې تفریط سره سره د دې پۀ افتراقاتو ټوله توانائي مصرف کوي او د روح/جوهر/ذهن/جذبې پۀ برترۍ کښې د وجود/جسم/مادې یک ګونه استحصال کوي. هم دا رنګ موخرالذکر موقف واله کښې د پیر نه زیات د مرید چستي او الوت بالعکس ردعمل څرګندوي. حال دا چې انسان او کائنات دواړه پۀ خپل حقیقت کښې د دغه دواړه جهاتو شتون لري. نۀ د مادې نه ماورا دے او نۀ د شعور نه. زما ذاتي ترجیحي رجحان دې باره کښې د دې دواړه نظرونو د امتزاج پلوي دے او پۀ دې باب له تر ټولو منظم اظهار د الماني فلسفي الېګزنډر بام ګارتهن پۀ فکر کښې ما محسوس کړے دے. بام ګارتن ‘حقیقت، خېر او حسن’ د یو جوهرِاول/واجب الوجود/خالق اول مختلف نومونه ګرځوي. د حس پۀ واسطه ادراک ته ئې ‘حسن’، د تعقل پۀ واسطه ادراک ته ئې ‘حقیقت’ او د اخلاقي لارې پۀ وساطت ادارک ته ئې ‘خېر’ وئیلے دے. پۀ نورو ټکو داسې هم وئیلے شو چې خېر د اخلاقي پېرډائم منتهٰي ده، حسن د احساس او جذبې منتهٰي ده او دا رنګ حقیقت د تعقل منتهٰي ده. کله چې مونږ حسن، خېر او حقیقت د یو اثبات مختلف نومونه منو نو د دغه اثبات د ترتیب او اٰهنګ د احساس نتیجه جمالیات او فنون لطیفه جوړېږي، عقلي او شعوري ادراک ئې د حکمت او فلسفې لارې پرانیزي او هم دا رنګ د اخلاقي رسد رسا تصور ئې راته د خېر منهجونه پۀ ګوته کوي.

    حسن وجمال دے څۀ څیز؟ د دې د احساس منبع څۀ ده؟ ماخذ ئې کوم ځاے دے؟ پۀ دې باب له هم دوه نظرونه ډېر مشهور دي. یو دا چې تصورِ جمال اکتسابي دے، مترقي دے او فطري نۀ دے. د فطري تصوراتو پۀ خمیر کښې وېره او تحییر (حېرانتیا) شامل دي. بیا پۀ دې د غلبې موندلو مرحله ده، هغې نه بعد د حسن و قبح مرحله واردېږي.

    د دې موقف پلویان ګڼي چې مونږ ماشومانو ته ښۀ او بد، ښکلا او بدرنګي، باقاعده او بې قاعده ور زده کوو. یو بل موقف دا دے چې نه! تصور حسن وجمال د انسان پۀ فطرت کښې اغږلے دے. احساس پۀ خپلې موجودګۍ کښې فطري دے، پۀ شعور کښې بدلون کوي او د انساني جوړښت مستقله برخه ده. خو د دې دا مطلب نۀ دے چې تصورِ حسن وجمال کښې ارتقا یا تنوع نۀ راځي. ادراک، لټون، تحییر، جستجو او تخلیق ټول د حسن و جمال مراحل او تهې دي. د حسن و جمال د قبولیت صلاحیت پۀ انسان کښې افاقي دے ا ګرچې سطحات او مراتب ئې بدل بدل هم کېدے شي. هر صلاحیت د بالقوه او بالعمل موجودګۍ د مراتبو سره سره د استعداد، تصور او حقیقت پزیرۍ (اکچولائزېشن) یوه مجموعه وي. کله چې انسان د ژبې تخلیق نۀ ؤ کړے نو پۀ هغه دور کښې هم د جمالیاتي تحسین، د حسن و قبح د تصور پوره پوره ګواهي ملاوېږي نو د دې نه ډېر پۀ اسانه دا څرګندېږي چې د حسن و جمال قبولیت/صلاحیت پۀ انساني جوړښت کښې بنیادي ونډه لري او د دې ادراک پۀ باب له تصورسازي د ډېر ورستني دور کار او ورکړه ده.

    د جمالیاتي احساس څۀ لازمي مطالبې هم وي. فلاسفه دا مطالبې پۀ ‘لذت، لطافت او فرحت’ باندې تقسیموي. کۀ چرې دا مطالبې د خپلو نورو دوه همزاد نومونو (‘خېر’ او ‘حق’) تتبع ونۀ کړي نو هغې نه فحاشي زېږون بیامومي او کۀ چرې دا مطالبې پۀ یوې ارفع طریقې د یو ارفع مقصد لپاره پوره کېږي نو هغې ته جمالیاتي عمل وئېلے کېږي.

    یو بل تصور هم ډېر مشهور دے چې حسن ذاتي دے کۀ اضافي؟ پۀ څیز کښې د خپل وجود واقعي شتون لري کۀ نۀ؟ دا د کتونکي پۀ احساس، تعقل او وجدان و عرفان باندې انحصار کوي. دلته هم دوه اړخیزه مبني بردلیل نظرونه موجود دي. دا بحث پۀ علم الکلام کښې یوه بله سرچینه هم جوړېږي چې د حسن و قبح اختیار او اثبات د انسان سره دے کۀ د خالق سره؟ او بیا دلته نه د فقه، تصوف او الٰهیاتو (اسلامي) پۀ شعبه جاتو کښې خپل نفوذ کوي او مختلف اثرات او نتائج رامنځ ته کوي.

    د حسن د ادراک لپاره د فن لزوم هم معروف تصور دے. لکه کۀ څوک د کرافټ پۀ اصولو نۀ وي باخبر او د هغې معتدبهِ علم ورسره نۀ وي نو دا ممکن نۀ ده چې هغه دې د پکاسو/براګ وغېره د داد ورکولو قابل هم وګرځي. دا رنګ کۀ فني نکات باندې پوهه نۀ وي نو د شېکسپئر، ګوئټے، تهامس مان، رومي، عطار، میرتقي میر، خوشحال، رحمان، کاظم خان وغېره د لوړتیا حقیقي اسبابو ته رسد به ډېر ګران وي.

    پۀ برنو کرښو کښې یاد د بام ګارتن موقف ما ته یک ګونه د فلاطینوس پۀ یو معروف نظر کښې هم څرګندېږي. د مادې او روح پۀ تقابل کښې سقراط افلاطون او د هغۀ پلویانو تصور اصل ګڼلو او ماده ئې د دې تصور یو مظهر ګڼلو او ورسره ورسره ئې د مادې یو قسمه تحقیر کولو. دې لړ کښې فلاطینوس یو نظر پۀ ډېره منظمه توګه دا وړاندې کړے ؤ چې خداے او ماده دواړه حقیقي دي. دلته د مادې نه مراد جسم او انسان دے، غېرمادې نه مراد خیال، الهام، تصور او خداے هم دے. دے وائي چې د خداے نه د هستۍ صدور پۀ درې مراحلو کښې کېږي ـــــ روحانیت (دخداے اراده کښې)، حیوانیت (انساني او کائناتي جوهر) او بیا جسمانیت یعني مادي وجود. دا رنګ د هستۍ تر د خداے پورې سفر کښې هم درې مراحل پۀ ګوته کوي ـــ حسي ادراک چې ماشوم پرې مالامال وي، عقلي ادراک چې فلسفي پرې مالامال وي او وجداني یا عرفاني ادراک چې دا اخیرنے بیا پۀ درې لارو ترسره کېږي ـــ یوه لاره د فنونِ لطیفه ده، مادي مظاهر ټول د دې معنون دي؛ دوېمه لار د عشق ده چې انساني صورت کښې خپله تګلاره ټاکي او درېمه فلسفه ده چې حقیقت د عینِ حقیقت پۀ سانچه کښې د راوستلو هڅې کوي. دې تصور کښې هم چې مونږ غور کوو نو د مادې او جسم دواړو د امتزاجي تړون حقیقت رابرڅېره کوي. دلته ما ته د امام الهند مولانا ابوالکلام ازاد رحمة الله علېه یو قول رایادېږي چې هغه وائي چې دا دور پۀ خداے کښې د مادې د لټون نۀ بلکې پۀ ماده کښې د خداے د لټون دے. د دې قول نه د مادې او غېر مادې د امتزاجي تړون او انسلاک د حقیقت څرګندونه پۀ اسانه کېږي.

    معروف فلسفي شېلر ګڼي چې د انسان اوخارجي دنیا ترمنځه تعامل پۀ څلور قسمه دے:

    1. مادي یا جسماني
    2. منطقي یا علمي
    3. عملي یا اخلاقي
    4. وجداني یا جمالیاتي

    پۀ دې ټولو کښې جمالیاتي تعلق د باقي ټولو نه برتر دے او پۀ ټولو حاوي هم دے. داسې اکثر کېږي چې یو څیز د انسان د جسماني، عقلي او اخلاقي استفادې باعث نۀ وي خو بیا هم ورته ښکلے معلومېږي. د جمالیاتي حس د برترۍ قائلین دا هم ګڼي چې فنون ِلطیفه خصوصاً شاعري، فکشن او مصوري هغه شعبې دي چې د فلسفې پۀ شان د دوي رسائي د عالمِ تصور/عالمِ مثال پورې ده چرته چې عناصر تحلیل شوي وي. د فنونِ لطیفه سروکار هم د مادې نه زیات د هغه ماورائي وجدان و عرفان پۀ ابلاغ و اظهار کښې راوستل دي چې پۀ ابدي احساس او لامتناهیت باندې قابو لري. دا مسلک د فنون لطیفه او فلسفې امتزاجي رغوڼه لري. حسن او حقیقت د یو اثبات دوه نومونه ګرځوي.

    بل معروف فلسفي کروچے دے چې د حسن وجمال پۀ حقله خپله فلسفه لري. دے مني چې انساني علوم پۀ دوه قسمه دي؛ یو عقلي او بل وجداني. د وجداني علومو حصول د تخیل پۀ واسطه کېږي او د دې مېدان د جزیاتو احاطه کوي. دا رنګ عقلي علوم د عقل پېداوار دے او د دې مېدان د کلیاتو احاطه کوي. دواړو کښې جزوي انسلاکات هم شتون لري خو وجداني علوم د عقل د امداد نه بې نیازه دي. دلته وجدان پۀ خپله د اظهار او صورت ګرۍ کمال او عروج ته وېئلے کېږي. کروچے ګڼي چې فنونِ لطیفه د خېر، لذت یا منفعت نه ماوراء وي. فنون د وجدانیاتو او عرفانیاتو ترتیب او تنظیم نه بعد دې له د اظهار جامه ورکوي او بیا د خپلې وظیفې نه لاس اخلي.

    د دې ټول بحث د خلاصې پۀ طور د شېلر د حسن دا تفهیم هم ډېر زړۀ راکښونکے دے چې حسن د تصور او د تصور د جسماني مظهر پۀ منځ کښې د پوره پوره تړون نامه ده، دا نۀ خو پۀ یواځې جسماني وجود کښې او نۀ پۀ یواځې تصوراتي جوهر کښې شتون لري بلکې د دې دواړو د حد درجې پۀ پېوستون کښې پائي.

    دا ټول بحث مې محض د دې د پاره وکړو چې د بلوچستان یو شاعر ‘سید عبدالغفور پردېس اخوندزاده’ د حسن یو نازولے پرستار دے. حسن د هغۀ لپاره د حقیقت دوېم نوم دے. د هغۀ د کتاب ‘د سراب پۀ مخ حباب’ کښې د حسن پۀ باب له داسې تصور موجود دے چې د پښتو شاعرۍ کښې ئې مثال ډېر کم دے او د دغه تصورِ حسن د تفهیم او پېژنګلو لپاره مې ‘د حسن معجزه’ عنوان کېښودو او د اجمالي بیان نه بعد اوس پۀ دې پوزیشن کښې یو چې د پردېس پۀ حسن پرستۍ خبره وکړې شو. دلته د پردېس پۀ دې باب له څو شاهکار شعرونه وړاندې کوم:

    ښائستې فوق الفطره کارونه کاندې

    د امکان صورت پېدا کړې پۀ محال کښې

    ایلورا او اجنتا به څوک پۀ یاد کړي

    پر جهان کۀ ستا د حسن خاني راسي

    د حسرت پۀ غاښ به خپل بدن زخمي کړي

    که پۀ سېل دې بهزاد او ماني راسي

    تجسس مې ستا د کور رهرونه ولید

    تش پۀ خیال مې لامکان مکاني راسي

    زۀ پردېس یو لېونے د لېونو یم

    ناممکن مې ترنظر امکاني راسي

    ما پردېس بې دوني قدر کړے نۀ ؤ

    کۀ د حسن پۀ خپل ځان کښې ارزښت مۀ وے

    دې منتخب شعرونو کښې چې د حسن د کومې معجزې د منلو اقرار دے، یقیناً هغه د حسن د عمومي تصور نه ډېر بالا دے. دلته حسن د هغه فلسفیانه تنوع د ټولو پړاوونو نه د راتېر یون هغه خلاصه ده چې ما ئې پۀ تمهید کښې کرښې تورې کړې دي او دې شعرونو کښې د حسن د معجزې بلها نور تعبیرونه، قوتونه او منزلونه پۀ ګوته کېدے شي. د ‘بهزاد’ او ‘ماني’ تشبیه خو بیا هم څۀ عامه ده خو د ‘ایلورا’ او ‘اجنتا’ تشبیه پۀ پښتو ادب کښې ډېره نادره ناویاته او معني خیزه ده. دا د خپلې خطې خپل ادب سره د بې کچه تړون او خپل منفرد تصورِ حسن لپاره د پردېس تر ټولو لوے دلیل او ګواهي ده. د هغۀ د معیاراتو د پېمانو د تعین قدر لپاره دا قسمه تشبیهات ډېر ارزښت لري.

    د حسن د معجزې اظهار او اقرار چې پردېس پۀ کوم هنر کړے دے، یقیناً چې د فنونِ لطیفه د سر شمله ئې اوچته کړې ده. د حقیقت د ادراک لپاره ئې لاره او توشه، عنوان او معنون، فن او موضوع، غرض او معروض یا کرافټ او تهیم دواړه د فنونِ لطیفه نه اوچت کړي دي او تر منزله رسېدلے دے. د شعر او مختصر نظم پۀ رغوڼه کښې ئې دومره لوي لوي بحثونه رانغاړلي دي چې لوستونکي بدیهي طور پۀ دې منلو مجبوره کوي چې پۀ شعر کښې هم او مختصر نظم کښې هم لویه فکري تجربه او سرمایه محفوظ کېدې شي. هغه د جمالیاتي یون د سوونو کاله سفر سره سره خپل فکر و فن د حکمت و فلسفې، منطق، تاریخ او سماجیاتو نه هم سېرابه ساتلے ؤ؛ د دې خبرې د استدلال لپاره د پردېس څو نور شاهکار شعرونه دلته د نمونې پۀ طور وړاندې کوم:

    لاینحله مسئله ده پر ذهنونو

    څوک فاعل مني مختار څوک ارتقا

    خداے بهګوان چې ورته وایې یا یو بل څۀ

    الفاظ پرېږده سره یو دي معنا ټولې

    الواتۀ ته ټپراند د روح وزر دی

    اجسام بېرته دی د خاورو شاخ سائي

    مدعا ئې ورور وژل د ورور پۀ لاس دي

    د خلقي او مجاهد دي تش لفظونه

    پردېس اخوندزاده ډېر پۀ علمي انداز پۀ خپل فن کښې دا ثابتوي چې ‘حسن معجزه ده’. د هغۀ شاعري او فکر و فن یقیناً د دې دور نمائنده شاعري ده. د پښتو ادب د شاعرۍ پۀ دې عصر کښې د پردېس ‘د سراب پۀ مخ حباب’ بلها ډېر امتیازات لري. پۀ دې یو یو شعر پوره پوره کتاب لیکل هم هېڅ ګران نۀ دي. ځکه چې هغه کوم اصطلاحات راچوڼ کړي دي او بیا ئې ورته شعري جامه ورکړې ده، هغه د ځان له ځان له ډسپلن نه د پوره پوره خبردارۍ، درک او پۀ هغه شعبه کښې د پردېس د علمي مټ زور ښکاره کوي. الله دې وکړي چې نوے کهول د نوو تجربو سره دغه روایت مخ پۀ وړاندې بوځي.

    ګرانې مورنۍ ژبې ته پېرزوئېنه

    شېربهادرخان اڅکزی، وادي مړده کارېز، چمن

    د غښتلي قام زبان ئې! 

    ښائسته زما تر بیان ئې! 

    ګرانه تۀ پښتو پر ما ئې! 

    ښۀ زبان د پښتونخوا ئې! 

    تۀ وئیلې احمد شاه ئې، زړۀ ور باچا شېرشاه ئې 

    امیر کروړ دې پهلوان دی، چې غښتلی د جهان دی 

    تۀ پۀ ښۀ ادب روښان وې، د خوشحال و د رحمان ئې 

    کۀ حمید دی کۀ حمزه دی، پښتونوالی نن تازه دی 

    محمد ګل و ملنګ جان دی، د عیانه څۀ بیان دی 

    ملا سلام دې ښۀ مالي دی، ستا پۀ قدر لاثاني دی 

    صمد خان دې ښۀ غمخور دی، پښتو! ستا ګلشن سمسور دی 

    سمندر و شېر بهادر ته، پښتو ټاکي جواهر ستا 

    ښۀ شاعر عبد العظیم دی، زما پۀ خیال وړ د تعظیم دی 

    کۀ ژوندی وم تا پالمه، دا مې هوډ دی پر تا مرمه 

    نۀ تا وائي نۀ تا لولي 

    ځان لا څنګه پښتون بولي؟ 

    پښتونخوا له افتخار شو 

    شېر بهادر پۀ ښۀ اشعار شو 

    د ننګیالو پارټي

    سېد نبي خان بام خېل، صوابۍ

    د ننګیالو پارټي ده

    د ګلالو پارټي ده

    د شهیدانو د غازیانو پښتنو پارټي ده

    ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ د ګلالو پارټي ده

    دوي خو پېرنګ شړلے

    زور او پۀ جنګ شړلے

    ښۀ ئې بدرنګ شړلے

    دا د تمامو پښتنو د فلسفو پارټي ده

    ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ د ګلالو پارټي ده

    د چا زامن شهیدان

    د چا پلاران شهیدان

    د چا وروریان شهیدان

    د بې حسابه جنتیانو مېړنو پارټي ده

    ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ د ګلالو پارټي ده

    زمونږه وینه یو ده

    زمونږه مینه یو ده

    خبره سپینه یو ده

    د مینې ډکه د ښاغلو بریالو پارټي ده

    ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ د ګلالو پارټي ده

    همېش ئې ننګ کړے دے 

    لۀ بدو سنګ کړے دے 

    پښتون له ئې جنګ کړے دے 

    چې د وطن پۀ ننګ ودرېږي د زمرو پاټي ده

    ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ د ګلالو پارټي ده

    سېدنبي خان سپېځلے

    بام خېل ئې مقام سپېځلے

    خدو ئې قام سپېځلے

    مرو به پۀ دې کښې دا زمونږ د ولولو پارټي ده

    ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ د ګلالو پارټي ده

     

  • رابندرا ناتهـ ټېګور او غني خان: مفروضات او حقائق – سمیع الدین ارمان

    ټېګور پۀ کال اتلس سوه او یو شپېتم 1861)ز( کښې پېدا شوے ؤ او پۀ کال نولس سوه او یو څلوېښتم 1941)ز( کښې وفات شوے ؤ. پۀ کال دوه زره او یوولسم 2011)ز( کښې د هائډل برګ د مشهورِ زمانه پوهنتون ساوتهـ اېشیاء انسټیټیوټ د ټېګور د زېږون یو نیم سل کلونه پوره کېدو باندې هغۀ ته د عقیدت پېرزوئنې وړاندې کولو لپاره د “ټېګور نمانځنه” پۀ عنوان تقریبات منعقد کړي وو. دې تاریخي تقریباتو کښې د ټېګور د فکر و فن او شخصیت پۀ ګڼو اړخونو تحقیقات، تاثرات، ډاکومنټریز او د هغۀ تخلیق کړي سُرونو باندې موسیقي او د هغۀ پۀ مصورۍ هم ګټورې خبرې شوې وې او د دې تفصیلات د تاریخ یوه معتبره برخه جوړه شوه. دې تقریباتو کښې د دوه بنګالي اساتذه د مقالو ذکر ضروري ګڼم. ډاکټر برنیتا بګچي چې د نېدرلینډ پۀ ‘یوټرېکټ پوهنتون’ کښې د تقابلي ادبیاتو استاده ده. پۀ ‘فېمنزم، خصوصاً د ساوتهـ اېشیاء د ښځو تخلیق کړي فکشن باندې یوټوپیا او د اتلسمې پېړۍ پۀ روماني ادب سره سره پۀ ما بعد نو ابادیاتي مطالعاتو خپل ژور نظر لري. پۀ دې یادو مېدانونو کښې ئې مستند تحقیقي کار د متعدد کتابونو پۀ صورت کښې چاپ دے. دې نه علاوه د نړۍ پۀ مشهورو پوهنتونونو لکه اکسفورډ او کېمبرج کښې ئې زدکړې هم کړې دي او هلته جز وقتي استاده هم ده. اٰغلې د ‘رابندراناتهـ اېنډ یوټوپیا: سم کنسډرېشن’ پۀ سرخط یوه مقاله لیکلې چې ماحصل ئې دا ؤ چې د ټېګور سیاسي او تعلیمي تصورات او بصیرت یوه یوټوپیا ده. بل پروفېسر ډاکټر الوک رنجن داس ګپتا چې کلکته کښې پۀ شپږم اکتوبر کال نولس سوه او درې دېرشم 1933)ز( کښې پېدا شوے دے، د کلکتې پوهنتون نه ئې دوکتوره کړې ده او بیا د جادوپور )کلکته( پۀ پوهنتون کښې څوارلس کاله د تقابلي ادب استاد ؤ او د دې نه پس د هائډل برګ معروف او یاد پوهنتون کښې پۀ ساوتهـ اېشیا انسټیټیوت کښې د تقابلي ادب استاد ؤ؛ ښاغلي د بنګالي ادب بلها شهپارې الماني او فرانسیسي ادب ته او د الماني او فرانسیسي ادب نه بنګالي ادب ته راوړي دي. د المان لۀ خوا ورته پۀ غېرمعمولي زیار باندې د ‘ګوئټے پرائز’ هم ورکړے شوے دے. د دې بنګالي استاد رایه ده چې ټېګور د بنګال شاعر دے، پۀ مغرب کښې معروف دے خو هغه د پوره نړۍ خو لا څۀ چې د پوره هندوستان نمائنده شاعر هم نۀ دے. پۀ هندوستان کښې پۀ سوونو ژبې دي، ایا ټېګور دې ټولو ژبو ته د بنګله ژبې نه ژباړلے شوے دے او بیا د هغه ټولو نه اوچت او لوړ ثابت شوے دے؟ استاد الوک رنجن داس ګپتا وائي چې ټېګور هندوستاني ادبي تنوع ته د انګرېزۍ پۀ لاره رارسېدلے دے.

    درېمه رایې د “اے بي شمس الدوله” د ټېګور د نوبل انعام د حصول پۀ حواله د هغۀ تحقیقي کتاب کښې ثبت ده. دې ښاغلي هوش ربا انکشافات کړي دي. دۀ سویډش اکېډمي ته یوه سوالنامه استولې ده او د هغې پۀ جواب کښې ورته څۀ داسې وئیلے شوي دي چې پۀ څلیرشتم ستمبر کال نولس سوه او دیرلسم 1913)ز( د نوبل کمېټۍ دا تجویز پېش کړو چې دا وار دې انعام فرانسیسي پروفیسر ‘اېملي فاګوېټ’ ته ورکړے شي. یاده دې وي چې دا کمېټي پۀ پینځۀ ارکانو مشتمله وي او د دوي چاڼ د اکېډمۍ د مستقل اتلسو اراکینو نه کېږي. د دوي کار د نوبل انعام لپاره مبني بر انصاف او دلیل سفارشات وي. د سویډش اکېډمۍ اجلاس پۀ دېرویشتم اکتوبر کیدونکے ؤ او د دې اجلاس نه صرف پینځۀ ورځې وړاندې ‘هائډ سټام’ چې د اکېډمۍ رکن ؤ، سکرټري ته خط ولیکو چې دا کال دې انعام ټېګور ته ورکړے شي. د ټېګور نامزدګي هغه ټامس سټرج کړې وه چې ټېګور ورسره پۀ لندن کښې ملاقاتونه کړي وو. دا سړے د اکېډمۍ پۀ اراکینو کښې هم نۀ دے شامل خو عجیبه خبره دا ده چې د دۀ رایې تسلیم شوه او د ټاکلې کمېټۍ سفارشات باندې پښې کېښودې شوې. داسې ولې او څنګه وشو، دې باب له متنوع اراء د تاریخ حصه ده؛ خو یاد محقق دا یو منصوبه بند اقدام ګرځوي.

    اوس څلورمه رایې د پروفېسر ډاکټر ناصرعباس نیر وړاندې کوم. دا ښاغلے د ما بعد نوابادیاتي مطالعاتو لپاره دا مهال پۀ پاکستان کښې تر ټولو معتبره حواله ده. پۀ تاریخي اورینټل کالج لاهور کښې د ادب استاد دے. هم د یاد مشهور و معروف هائډل برګ پوهنتون نه ئې پۀ دغه یاد مېدان کښې پوسټ ډاک کړے دے. تنقیدي کار زیار ئې د متعدد مستندو کتابونو پۀ شکل کښې زمونږ وړاندې دے. ما چې تر دې ځایه کوم تفصیلات ولیکل، دا ټول هم د دې ښاغلي نقاد د ‘هائډل برگ کی ڈائری’ نه ماخوذ دي. دا ډائري دوي لیکلې خو پۀ دوه زره او یولسم کښې وه خو د کتاب صورت کښ اوس اوس پۀ کال دوه زره اوولسم کښې مخې ته راغله. بعضې تفصیلات ترې نه پۀ رسائلو او مجلو کښې لږه موده وړاندې هم خپارۀ شوي وو. کومه موده کښې چې ډاکټر صاحب پۀ هائډل برګ کښې د یاد تحقیق لپاره مېشته ؤ نو هم د دغه پوهنتون پۀ اقبال چئیر د پښتنو یو معتبر مؤرخ او ریښتونے باچاخانے پروفېسر ډاکټر وقار علي شاه مشر ؤ. عباس نیر ورسره د ملاقاتونو احوال او یاداشتونه هم د دې ډائرۍ تاریخي برخه ګرځولې ده. ښاغلي د ټېګور پۀ حواله تفصیلي بحث نه بعد اخر کښې خپله رایه پۀ ډېر عالمانه انداز وړاندې کړې ده. هغه لیکي چې کۀ مونږ د سویډش اکېډمۍ د چیئرمېن ‘هیرالډ حجر’ هغه تقریر پۀ غور ولولو کوم چې ئې ټېګور ته د نوبل انعام د ورکولو پۀ وخت کړے ؤ نو ډېر پۀ اسانه مونږ ته ټوله منظر نامه واضحه کېږي. یاده دې وي چې دا انعام ټېګور پۀ خپله نۀ ؤ ترلاسه کړے بلکې مسټر اېم کلائیو، انګلش منسټر وصول کړے ؤ. پۀ دې تقریر کښې ټېګور ته ‘اېنګلو انډین’ شاعر ووئیلے شو. د ټېګور د شاعرانه عظمت اعتراف پکښې نشته او ټېګور پکښې د ‘عیسوي برطانوي تهذیب’ پۀ نمائندګۍ ستائیلے شوے دے. ټېګور ته پکښې د قدیم هندي تهذیب د مشترکه جوهر د نمائنده حېثیت نۀ دے ورکړے شوے بلکې د برهمو سماج پۀ اساس ئې د تحسین قابل ګرځولے دے چې پۀ نولسمه پېړۍ کښې راجه رام موهن رائے پېل کړے ؤ او د عیسائي مشنري د پېروکارانو او وکیلانو خصوصاً د “ولیم کېري” اثر ورپکښې ډېر زیات شامل ؤ. هیرالډ حجر پۀ دې خبره خپل تقریر کښې بار بار زور اچولے دے چې عیسائي مشنري او یورپي تعلیم د بنګال پۀ مقامي ادب کښې نوے توان پوکلے دے او ورپکښې ئې عیسائي جوهر او روح ورداخل کړے دے، او دا عنصر تر ټولو زیات ما ته د ټېګور پۀ شاعرۍ کښې څرګندېږي. عجیبه خبره دا ده چې د سویډش اکېډمۍ یو رکن ته هم بنګله ژبه نۀ وه زده!!!

    دې تفصیل نه ډېر پۀ اسانه واضحه کېږي چې د ټېګور د انتخاب ډانډي د نوابادیاتي تدابیرو سره کلک تړلي دي. د ټېګور د نوبل انعام ګټلو نه بعد پۀ تمامي هندوستان او مشرق کښې د ټېګور تراجم پۀ بلها ژبو کښې وشو او دا ټول تراجم د انګرېزۍ نه وشو او دا رنګ کوم مقاصد چې د سیاسي حکمت عملۍ پۀ وس کښې نۀ وو، د ادبي متن پۀ واسطه د طویل المیعاد منصوبه بندۍ پۀ ځاے د یو سریع بالواسطه عمل پۀ طور حاصل کړے شو.

    یو بل ځاے کښې د ټېګور پۀ حقله دا محقق او نقاد لیکي چې د ټېګور اعتراف دا مهال د یو عالمي ادیب پۀ توګه بالکل هم مسلّم نۀ دے بلکې هغه یو مشرقي، هندوستاني بنګله شاعر دے او هغه هم د جنوبي اېشیائي یا د دولتِ مشترکه د ادبي مطالعاتو پۀ شعبو کښې بسسس!!!

    ما چې کله دا تفصیلات ولوستل نو پۀ یوه حواله ډېر خوشحاله شوم او هغه دا چې ما کال وړاندې پۀ جنوري دوه زره او اوولسم کښې د پروفېسر ډاکټر اسماعیل ګوهر پۀ کتاب “د سندرو پېرزوئنه” یو تنقیدي مضمون لیکلے ؤ چې اوس زما د چاپ کتاب ‘زرپاش 1’ برخه هم ده. پۀ دغه مضمون کښې ما د ټېګور پۀ حقله د دغه پورته معلوماتو او حوالو نه علاوه د ما بعد نوابادیاتي فکر پۀ اساس د ټېګور پۀ حقله دا موقف وړاندې کړے ؤ او د دې خیال چې پۀ پښتو ادب کښې ډېر مشهور دے چې ګوندې لېونے فلسفي غني خان د ټېګور نه متاثر دے، د اصلي حقیقت نه د خبرولو یوه هڅه پکښې شوې وه. غني خان د ټېګور صرف یو نظم ژباړلے دے لکه څنګه چې ئې د سر محمد اقبال یو نظم ژباړلے دے بسسس، او پۀ شانتی نکېتن کښې د تربیت د حصول نه ئې خلقو خود ساخته دا مفروضه تراشلې ده چې ګنې غني خان د ټېګور نه متاثر ؤ. پۀ دې کښې د منفي سیاسي پروپېګنډو اثرات هم ډېر دخیل دي او د پښتنو د هغه وخت د لیکولانو )نقادانو( محدود یا یک نظره مطالعه پکښې هم یو لامل دے. وړاندې د دې چې پۀ دې باب له مزید خبره وړاندې بوځم، غوړام کال وړاندې مې چې د غني خان او ټېګور پۀ تقابل څۀ لیکلي وو، د هغې نه څۀ اقتباسات دلته تکرار کړم:

    “د یو علمي کار مخې ته د راوړلو لپاره مناسب وخت ټاکل ډېر ضروري وي ګنې بیا دغه کار کۀ ډېر هم علمي وي خو خپل وقعت کم کړي. دا خبره مې دې پورې وکړه چې ټېګور ته د نوبل انعام ‘عطا’ کولو کښې علمي اعتراف او د ادبي استعداد معیار کتنه کمه او سیاسي مقاصد ډېر وو. دا خبره زۀ د مابعد نوابادیاتی )پوسټ کلونئیلزم( اپروچ پۀ بنیاد کوم. د ټېګور د پلار نیکۀ د ملکه وکټوریه سره خصوصي تعلقات وو. د برطانیې د هندوستان سره روابط نېغولو او پۀ لاره کولو کښې د دې خاندان ډېر لاس وو. کوم دور کښې چې دا کتاب مخې ته راغلو، د دې دور سیاسي حالات څۀ وو؟ نړیوال جنګ نښتے ؤ، د ازادۍ او حریت تحریکونه زېږېدل، د استعمار خلاف عملي او نظریاتي مزاحمت راولاړېدل. دې دوران کښې د عوامو شعوري/فکري هڅې پۀ داسې لاره خېژولو لپاره چې د پېرنګیانو مفاد محفوظ وي، د روحانیت، عقیدت، اطاعت او غې مزاحمتي رفاهي خدمت د مفکورې نه بله مناسبه مفکوره کېدې شي؟

    برمنګهم پوهنتون کښې د فلسفې استاد عمران شاهد بهنډر د ټېګور پۀ حقله تېر کال یو مضمون لیکلے دے. پۀ هغې کښې ئې د ییټس چا چې د ګیتان جلي د نظمونو اصلاح کړې وه او چې کله ئې د ټېګور د نورو اثارو مطالعه وکړه نو پۀ کال نولس سوه او پینځۀ دېرشم 1935)ز( کښې ئې د ټېګور کار ته ‘جذباتي بکواس/خرافات’ ووئیل او رد ئې کړو. بهنډر وړاندې د شلمې پېړۍ معروف سکالر برټرنډ رسل د ګیتان جلي پۀ باره کښې تاثرات رانقل کوي چې دا ټول ‘مبهم بکواس’ دے. د مضمون اخره کښېئې د سیمس پیري د مضمون نه اقتباس راخستے دے چې هغه وائي ټېګور د بنګال نه علاوه پۀ ټوله نړۍ کښې فراموش شده تاریخ دے.

    نوبل پرائز او اسکر اېوارډ او دغه رنګ نور تمامي انعامونه د عالمي سیاسي مقاصدو او سرمایه دارانه نظام د بقاء د پوره کولو یوه بالواسطه لاره وي. د دې کتاب یو یو حرف د انسان نه د مزاحمت لشه وباسي. د هندوستان معروف ادیب پروفېسر ډاکټر وهاب اشرفي د بنګال د هغه وخت کله چې ټېګور پۀ ادبي فضا حاوي ؤ، د مزاحمتي ادب او د حریت پۀ ګناه ککړ بلها ډېر شاعران پۀ ګوته کړي دي چې هغه وخت د ټېګور مخالف وو خو د مقتدر طبقې د عذاب سره مخ وو او اوس هم د دوړو لاندې دي، اګر کۀ د علم او ادب پۀ پېمانه د ټېور نه کم نۀ وو. د نقادانو پۀ خیال د ټېګور د اولني ادبي ژوند تمامي اثارو کښې هېڅ ندرت او ارفعیت نشته. هن! د اخري دور د تخلیقاتو اعتراف ئې پۀ غټه سطح شوے دے.

    زۀ دا هم نۀ وایم چې ټېګور ارادتاً د استعمار نمائنده ؤ یا ئې ورسره څۀ نظریاتي وابستګي وه، ځکه چې ټېګور پۀ 1919ز کښې د جلیانواله باغ د پېښې پۀ ضد )نائټهوډ( قبول کړے نۀ ؤ، خو عملي ژوند او افکارو نه ئې هغوي فائده اخسته او قامي ترانه ئې پۀ بنګال کښې منتخب کېدل هم دې سره څۀ تصادم نۀ لری. اقبال چې د ملکه وکټوریه مرثیه لیکله، یا ئې د برطانیې د نمائنده ګانو لپاره نظمونه لیکل نو دې نه مونږ د هغۀ نظریه نۀ ثابتوو او کۀ کوو نو دا به زیاتے وي.

    تر څو چې د ګیتانجلي د ‘میجک ورسز’ خبره ده نو بنګالي خو ما له نۀ راځي او د اردو، پښتو او اورېجنل انګرېزي چې ټېګور پۀ خپله کړې وه، دا مې اووۀ اتۀ ولوستې خو ما ته پکښې هېڅ فني او تخلیقي انفرادیت ملاو نۀ شو برعکس د نورو عالمي فنپارو د ژباړو!

    بل ډاکټر صاحب اسماعیل ګوهر پۀ خپله یوه حواله راوړې ده چې د دۀ پلار به د خپل نوم سره ‘ټهاکر’ لیکلو، خو دا انګرېزانو ته وئیل ګران وو نو دۀ ‘ټېګور’ کړلو. جوش ملیح ابادي ئې هم د بعضې کمزوریو لیدلے کتلے حال وئیلے دے.

    دا خبره پۀ خپل ځاے ټیک ده چې د تصوف او باطنیت متنوع روایاتو کښې مشترکات ډېر دي او ډېرو خلقو پۀ ګوته کړي هم دي خو افتراق نه ئې اکثر خلقو فرار کړے دے. لکه د اقبال مردِ مومن د تصوف قطب الاقطاب دے کۀ د نیطشے سوپرمین؟ اګر کۀ یو بل نه ئې ډېر تاثر هم قبول کړے دے. ګوئټے پۀ محمد صلي الله علېه وسلم بهترین نظم لیکلے دے نو د دې به څۀ مطلب وي چې د ګوئټے او د اقبال تصورِ رسالت یا تصورِمحمدي یو دے؟ دغه رنګ د غني خان تصورِ رب او د ټېګور تصور رب کښې هم فرق دے. د برهمني تفوق لۀ وجې د ټېګور تصور تشبیهي دے. ټېګور اکثر ذات باري تعاليٰ او صفات باري تعاليٰ لکه د یو عام انسان پۀ انساني ذات او صفات قیاس کړي دي. د غني خان تصور رب پۀ محسوساتي پېرایه کښې د محبوب او محب د تعلق سره تړلے دے، او صفاتي ادراک ئې پۀ انسان بالکل هم نۀ دے قیاس کړے.

    دلته رنګ بدرنګي دواړه د احساس د تول یو جام دے

    زما سترګو پېدا کړے سپین ساقي او تور امام دے

    شپه او ورځ زما نظر دے، ړوند له نمراو ماښام نشته

    زۀ عاشق ځکه د رب یم چې انسان له دوام نشته

    رب دے هر څۀ، او هغه چې زما هوش پرې نۀ پوهېږي

    رب زما د روکېدو نه بره، لرې سپین مقام

    رب زما د هوش صحرا له یو محل دے د کمال

    رب زما دې ستړي سر له د مستۍ بهرپوره جام

    دا د روکو پۀ وطن کښې یو ارمان دے د دوام

    دا پۀ توره توره شپه کښې محبوبه ماهِ تمام غني خان

    زما الله! زما مالکه! ما ته دا وښایه!

    زما د ژوند پۀ دغه ډکه پېمانه کښې زما

    څنګه مشروب تۀ پاکیزه او مصفا غواړې

    کوم حقیقت لټول غواړې افسانه کښې زما

    زما پۀ سترګو خپل جهان خوشحال لیدل غواړې؟

    زما پۀ غوږو خپل اواز دې اورېدل غواړې؟

    زما پۀ ذهن کښې دا لویې لویې د لفظونو رشې

    ما ته بخښنه دغه ستا د دې دنیا ده ربه!

    زما لفظونو ته هم تا دے ترنم بخښلے

    دغه احسان دغه بخښنه فقط ستا ده ربه!

    بیا تۀ زما شوې ډېرې مینې چې مجبوره کړلې

    زۀ شوم خوشحاله چې قربت مې تۀ مسروره کړلې

    ټېګور، نظم 65، ژباړه اسماعیل ګوهر

    دې نظمونو کښې د خیال ارفعیت، د تخیل الوت او د تخلیق د صلاحیت د سره یو بل سره موازنه نۀ کېږي.

    دا هم نۀ ده چې د ټېګور صرف دې یو نظم کښې دا صورتحال دے. د ټېګور اکثر نظمونو کښې د غلامۍ، اطاعت، بندګۍ او یو قسمه د جبریت پېغام رساني ده. پۀ بل اړخ د غني خان د رب سره تعلق د محبت هم دے او د خالقیت مقام ئې هم ځان ته راکوز کړے نۀ دے. د ټېګور دا مخاطبه دومره عامه او بې توله ده چې د علامت پۀ ترڅ کښې ورته د پرسانیفیکېشن هغه ګنجائش هم نۀ پرېږدي.

    لکه څۀ رنګ چې تر اوسه د باچا خان د عدم تشدد پۀ حقله د ګاندهي جي نه امتیاز خلقو ونۀ پېژندو او دې ناپېژنګلو کښې مصنوعي قامیت او سیاسي پروپېګنډو پوره پوره ونډه اچولې ده، د باچا خان او ګاندهي جي تعلق، تعامل، سیاسي وابستګۍ، مشترکه اقدارو باندې کلئیر وژن ته سیاسي او ریاستي عناصرو کوم کوم پلیت رنګ نۀ دے ورکړے، هم دا رنګ د غني خان او د ټېګور تعلق ته هم رسا ادراک تر اوسه نۀ دے شوے ـــ یا خو ئې محض د شانتي نکېتن د تربیت پۀ وجه ترې انسپائر ګرځولے دے او یا ئې د نوابادیاتي تدبیر پۀ زور د ټېګور د خود ساخته جوړ کړے شوي مصنوعي تشخص نه پۀ خپله د متاثره کېدو پۀ وجه غني خان هم متاثره ګرځولے دے.

    لکه ماسټر عبدالکریم ‘د پنجرې چغار’ باندې لیک کښې یو تمثیل راوړے دے، لیکي چې “غالب او ټېګور پۀ لاره روان وو، غني مخې له ورغې، دواړو یو بل ته وکتل، دغه د غني د درېم دور شاعري ده ـــ او چې د خیام مستۍ له ئې د غالب بې باکي او د ټېګور رنګیني ورکړه نو نوم ئې ورله ‘د پنجرې چغار’ کېښودو.’

    پۀ ډېر احترام سره دلته څو ګزارشات وړاندې کوم. غني خان پۀ نولس سوه او څوارلس کښې زېږدلے دے او پۀ نولس سوه او شپږ نوي کښې وفات شوے دے. دا رنګ غالب پۀ کال اوولس سوه او اووۀ نوي کښې زېږېدلے دے او پۀ اتلس سوه او نهه شپېتم کښې وفات دے، ټېګور پۀ کال اتلس سوه یوشپېتم کښې زېږېدلے دے او پۀ نولس سوه او یوڅلوېښتم کښې وفات دے. د ټېګور ملاقات کۀ د غالب سره د مرګ پۀ کال هم کېږي نو عمر ئې اتۀ کاله راځي او غني خان خو د غالب د مرګ نه پینځۀ څلوېښت کاله پس پېدا شوے دے ـــ ظاهره ده چې دا یو تمثیلي اقتباس دے، نو د دې نه مراد دا چې غني خان د غالب او ټېګور روان تسلسل پۀ خپل اسلوب کښې مخ پۀ وړاندې بوتللے دے. خو زما پۀ اند د ټېګور سره تړل خو ئې لکه د ګوهر نوید د سر محمد اقبال سره تړل دي او د غالب سره ئې بعضې مماثلتونه ثابتېږي خو من کلِ وجهٍ ئې د هغۀ مسلک هم نۀ دے وړاندې کړے. بل د دې اقتباس تمثیلي ادا او پېشکش هم بروقت او برمحل نۀ دے. نو زیاته قرینِ قیاس دا خبره ده چې لیکوال د دواړو شخصیاتو د جوړ، معروف او پۀ عوامي سطح د منلے شوي تصور د وجې غني خان د دوي سره تړلے دے. باید مونږ د غني خان د تصورِ حیات و ممات، تصورِ رب او د فکري ساخت د ټولو ځانګړنیو امتیازات پۀ ګوته کړو. بیا دا تقسیم چې ماسټر عبدالکریم کړے دے چې اولني دورِ شاعرۍ کښې د غني خان تخیل پراخه نۀ ؤ، هم د نظرِ ثاني تقاضا کوي. اولني دورِ شاعرۍ کښې هم د غني خان بلها ځانګړنې پۀ اسانه پۀ ګوته کېدې شي. د میډیا لۀ خوا پۀ خود ساخته توګه غني خان د صوفیاو پۀ صف کښې ودرول هم یوه لویه ګمراهي ده. نۀ صرف ګمراهي ده بلکې غني خان سره زیاتے هم دے. د ابن عربي، ملا صدرا، سرمد او منصور نه به ئې خامخا شا ته ودروې او حال دا چې هغه د خپلې قافلې اولنے فرد دے، د جینئس استثنيٰ ورته حاصله ده او دې سره سره د خپل مسلک نقیب هم دے.

    ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

    ‘پښتون’ د فیض احمد فیض اور خان عبدالغنی خان کے افکار و نظریات کا تقابلی جائزہ پۀ موضوع د ‘نادرن یونیورسټي، نوښار’ نه پۀ اردو ژبه اېم فِل کولو اٰغلې خور روبینه اسلام محمدزئ ته مبارکي وائي.

    پښتانۀ سکالران باید د پښتو ادب مخ پرمختګ د پاره پۀ اکادمي کچ داسې موضوعات د خپلو مقالو د پاره چاڼ او غوره کړي.

  • د ریاست او تجارت پهٔ لاس د مورنیو ژبو قتلِ عام – پروفیسر سمیع الدین ارمان

    ‘پۀ کوم وخت او ځاے کښې چې مونږ نن ژوند کوو، هغه راته د جورج اروېل هم هغه د اوشیانا ریاست ښکاري چې د منفیت مثالي ریاست (نېګټیو یوټوپیا) دے. داسې ریاستونو د انسانانو فطري ازادي، برابري، د هغوي تاریخي او کلتوري شناخت نۀ شي زغملے، ځکه ئې یا خو کلتور، ژبه، تهذیبي او تاریخي نخښې وروژني یا بیا د ځائي وګړو د پېژند پۀ نامه یو مصنوعي قامي کلتور تخلیق کړي چې مرام ئې هم هغه د ‘مشر ورور’ وي.

    پۀ زړۀ پورې پدیده (مظهر) دا هم ده لکه څۀ ډول چې د لومړني دور پۀ ریاستونو کښې پاچایانو خپل مزے او تړون لۀ خداے سره نښلاوۀ او د هغه وخت مذهبي مخکښانو ئې مرسته کوله ځکه د پاچا پۀ هېڅ یو کار سوال راپورته کول ستره ګناه ګڼل کېده. هم دغه کار نن جدید میډیا او رسنۍ د ریاستي حاکمانو د استحصال او پر دروغو باندې د پرده اچولو لپاره کوي’.

    دا اقتباس د ملګري ډاکټر برکت شاه کاکړ د مضمون ‘استعمار ژبه ولې وژني’ نتیجه ده چې هغه د جیورج اروېل د مشهور ناول “1984” د پلاټ پۀ هنداره کښې پۀ خپل چاپېرچل او خپلې ژبې سره روان سلوک باندې رسا رسا منطبق کړے دے.

    هم دې تصور ته پۀ عالمي تناظر کښې د کتلو، څېړلو او واضح کولو ضرورت نن هغه ټولو ژبو لپاره فرض دے چې د دنیا نه ئې مخ وروکېږي. د یونیسکو د ‘اټلس اٰف دي ورلډ لېنګوېجز ان ډېنجر اٰف ډس اپېرنګ’ مطابق د نړۍ پۀ شپږ اووۀ زره ژبو کښې د پینځۀ زره ژبو د وروکېدو حقیقي خطره موجوده ده. د دې تحقیق مطابق پۀ افغانستان کښې د درېویشت ژبو حالت ځنکدن ته ورجوخت دے.

    دا رنګ د هم دې تحقیق مطابق پۀ پاکستان کښې شپږویشت ژبې د ورکیدو پۀ پړاو ولاړې دي.

    د دې دومره غټ بحران ذمه وار څوک دي؟ بحران ورته ځکه وایم چې پۀ علمي دنیا کښې پۀ دې خبره اتفاق دے چې یوه ژبه محض د ابلاغ او ترسیل ذریعه نۀ وي بلکې دا د ثقافت د تحفظ او تشکیل وسیله هم وي. د انساني تاریخ د یوې اجتماعي ټولنې د منفرد ساخت سره سره پکښې د زمانې د بلها پړاوونو حافظه، اقدار او طور طریقې هم خوندي وي. د شناخت یوه فطري او نادره ناویاته سانچه هم وي. د کَکړو لاسونو پۀ تلاش کښې به یقیناً بلها عناصر، عوامل او علل و اسباب پۀ ګوته کېږي خو تر ټولو غټ لامل پکښې ګلوبلائزېشن دے. د دې د زمه وارۍ تر ټول مضبوط استدلال دا دے چې دا یو راپېدا کړے شوے صورتحال دے، فطري تاریخیت او ناګزېریت پکښې نشته. د زېږون پۀ شا ئې سیاسي او تجارتي عوامل ډېر څرګند دي. هم دا وجه ده چې پخوا زمانه کښ د ژبو اعدام د یو بل شان صورت حال نتیجه وه او اوس د یو بل شان پېدا کړے شوي حال نتیجه ده. د ګلوبلائزېشن/عالمګیریت دا تاریخ خو هم د یونانیانو د سکندراعظم پۀ ټوله دنیا د حکومت او اقتدار نه پېل شوے دے. دا ئې اولنے شکل ؤ او د دې پۀ شا سیاسي او عسکري نسبتونه مسلّم وو، او چې کله سیاسي برے حاصل شي نو بیا لساني او ثقافتي غلبې ته لارې پۀ خپله پرانستلې کېږي.

    د عالمګیریت دوېم مظهر/پړاو یا عهد د “روشن خیالۍ” نه پېل کېږي. صنعتي ترقۍ او انقلاب ورته بنیادونه پاخۀ کړل او فلسفیانه روایتونو ورته “نوابادیاتي” نظام تشکیل کړو. دلته هم سیاسي، معاشي او ثقافتي عواملو ته غلبه حاصله وه. د دوېم نړیوال جنګ نه بعد د عالمګیریت یو بل شکل رامنځ ته شو. د بلاواسطه اقدام او مداخلت پۀ ځاے د بالواسطه اقداماتو اغاز وشو او هغه هم پۀ داسې شکل و صورت کښې چې د استحصال صورت مظلوم او مقهور ټولنې ته احسان ښکاره شي. د دې د پاره ډسکورس وضع کړے شو. د مساوي معاشي قوانینو او معاهداتو پۀ ‘شوګر کوټډ’ نعرو کښې د مخصوص ریاستونو مفاداتو ته تحفظ ورکړے شو او پۀ نړیواله سطح ورته پزیرائي هم ملاوېده.

    دې پړاو کښې د “بېن الاقوامیت” د انټرنېشنلزم خوشنما نعرې هم رامنځ ته شوې او دې تصور ته هم د تهیوري شکل ورکړے شو. د برټرنډرسل، سارتر، ډي اېچ لارنس او اٰئن سټائن غوندې سټې هم د دې پۀ حق کښې وې. د عالمګیریت د نوم او تصور سره تړلے فطري انساني اخوت، مشترکه اقدار او مساوي ملکیت دې لزوم نه مقتدر طبقې همېشه پوره پوره کار اخستے دے. وړاندې د دې نه چې موجوده دور کښې د تجارتي، سیاسي او معاشي مقاصدو او مفادو لپاره کوم تکنیک او سائنسي تګلارې هم د دغه عالمګیریت پاسداران پکاروي، هغه پۀ ګوته کړم، غواړم دلته د نظریاتو د فکري ارتقاء د پدیدې حرکیات هم مثال کښې راولم.

    ګلوبلائزېشن یوه نظریه (تهیسز) رامنځ ته شوه، اګر کۀ مظاهر ئې وړاندې پۀ نورو ډېرو صورتونو کښې هم موجود وو. دوه مخیزه شان تصور ؤ، ښکاره کول ئې یو څۀ او خرڅول ئې بل څۀ.

    طریقه کار ئې څۀ ؤ؟ هغې ته راځم خو چې کله ئې پۀ دې دوه رنګۍ ډېر خلق پوهه شول نو یو بل صورت “اېنټي ګلوبلائزېشن” هم رامنځ ته شو چې نظریاتي اساس ورته وروستو مابعدجدیدیت وروبخښلو او د دې دواړو نه قابل قبول عناصر پۀ امتزاجي صورت کښې یو بل نکته نظر د “ګلوکلائزېشن” (Glocalization) رامنځ ته کړو.

    د تېرو څو لسیزو پېچیده صورت حال ته پۀ غور کتلو نه دا واضحېږي چې ګویا د “تهیسز، اېنټي تهیسز او سېنتهیسز” دې تعامل او حرکت ته هم دغه د مقتدر طبقې پاسدارانو خپل خپل وکیلان ساتلي وو او د زمانې رخ پۀ قابو ساتلو کښې تر ډېره حده کامیاب هم شو.

    د عالمګیریت د خپلو سیاسي، ثقافتي او معاشي اهدافو پۀ تکمیل کښې پۀ وقوعاتي سطح د “اپرېشن مېنېجر” پۀ طور ملټي نېشنل کمپنیانې کار کوي. دوي د قانون د جوړولو نه واخله تر د قانون ماتولو پورې جائز حقوق لري. پۀ نړۍ کښې د مزاج وضع کولو، ضرورت جوړولو، ضرورت ایجاد کولو او بیا ناګزېر کولو لپاره دوي خپل نظام لري او بیا د دې نه هم څو قدمه وړاندې د معیار پېمانې هم دوي جوړوي. غېر حقیقت نه حقیقت بلکې “فوق حقیقت” جوړول د دوي د ګس لاس کار دے. د تنقید اصطلاح کښې ورته “هائپر ریئېلټي” وائي. موبائل او انټرنېټ ضرورت هم شو او پکښې څومره ویړ جهانونه اباد شول!! هر څېز “ډیجیټل” شو او بیا “ورچوول ” شو. عن تر دې چې کرنسي د “کرپټوکرنسي” پۀ یو ویړ جهان اباده شوه!! دا کال د “ورلډ اکنامک فورم” پۀ کلیزه غونډه کښې د سر موضوعات “کرپټو کرنسي، ګلوبلائزېشن او ارټیفیشل انټلجنس” وو او مونږ لا بټ کوائن د دجال شاخسانه ګڼو.

    زېبائش او عېش عشرت هغه جهانونه وزېږول چې اسمان ورته هم حېران دے. د دې ټول صورت حال پۀ شا د “کنزیومر ازم” یعني د صارفیت تصور مستعمل دے. د دې مطابق د یو څیز قدر بجاے خود پۀ هغه څیز کښې نۀ دے بلکې د هغې پۀ مارکیټ یعني د ‘بېع و شراء’ پۀ کېفیت باندې منحصر دے. دلته ارزښتونه، مذاهب، اٰرټ، لسانیات، اخلاق او وسائل ټول پۀ ټول د “کموډټي” یعني د اخستلو او خرڅولو یو څیز دے. عالمګیریت د دې د تجارت لپاره ازادانه نقل و حمل او نوې نوې منډۍ ګوري. صارفیت مذهب د (رمضان ټرانسمشن)، تهوار او ثقافت د (اختر، مړي ژوندي، راشه درشه) د علاج پۀ نوم د پرائیوېټ هسپتالونو او د دوائي پۀ نوم د مرضونو د خورولو پۀ شکل کښې د کاروبار کومه کومه ګندګي وجود نۀ لري؟ او تعلیم د (پبلک سکولونو، کالجونو او یونیورسټیانو) پۀ صورت کښې د تجارت، کاروبار او معیشت سرګرمیانې ګرځوي. حقیقي روح او جوهر و جذبه ترې نه چرته ډېره لرې وغورځوي.

    د عالمګیرت اٰفیشل ژبه چونکې انګرېزي ده نو پۀ دې وجه ‘ټاو’ (Tove Skuntnabb) ورته قاتله ژبه وئېلې ده.

    پښتو، پښتونولي او پښتانۀ سره د خپلې خاورې د یو تاریخي جبر نه تېرېږي. ټول افغان ملت او د هغوي وسائل تقسیم درتقسیم دي. ریاستي جبر پۀ علاقائي، قامي او بېن الاقوامي دائرو کښې تهې تهې پۀ دوي مسلط دے. ریاست کۀ هغه د پاکستان، افغانستان او یا ټول عالمي استعمار پۀ شکل کښې دے، د دې قام د لرغوني دوام نه خوفزده دے. ځکه د سیاسي انتشار لزوم پکښې فرض ساتي، تاریخ ئې مسخ کوي او علمیاتي منهاج وضع کولو نه ایله کولو لپاره ئې ژبه کمتره ثابتوي او دا ریاستي خوف بجا هم دے، ګنې د افغان ملت پۀ خاوره دې صرف یوه عشره امن و امان شي او ریاستي متعصبانه مداخلتونه دې بند کړے شي نو بیا د دوي استحکام او استقلال یقیني دے. د ریاست لۀ خوا دغه اهدافو لپاره د وطنیت، مصنوعي قامیت، مذهب او انټرنېشنلزم ټولې حربې پکار راوستلې کېږي. عجیبه خبره دا ده چې د صارفیت، عالمګیریت او هائپر رئیلېټیز دې زورورو حملو کښې دا ژبه څنګه محفوظ پاتې ده؟ دا هغه سوال دے چې لاجوابي ئې د خپلې ټولنې پۀ لرغونتیا تر ټولو غټ استدلال دے.

    قامونه دنیا سره پۀ دوه ډوله تعامل کوي ـــ یو قسم ته پۀ اصطلاح کښې ‘ډسکورس’ وائي؛ د دې پۀ اساسیاتو کښې سیاسي او سماجي صداقتونه منفعل وي. دا صداقتونه هم تشکیلي او فرضي وي. د دې نه متاثر ټولګے د ائیډیالوجي پۀ قبضه کښې وي او د ډسکورس پۀ تګلاره کښې خوشحاله خوشحاله روان وي او هم دې کښې نجات ویني. د پښتنو پۀ عملي سیاسي بهیر کښې اکثریت د دې قسم تعامل ښکار پاتې شوے دے. دا بېل بحث دے چې دوي داسې قصداً عمداً، اراداتاً کۀ خطاءً یا پۀ ناپوهۍ کښې کړي دي، یا ورته مجبور کړے شوي دي یا مصلحتاً داسې شوي دي.

    دوېم تعامل یا “ورلډ ویو” ازادانه دے. دې ته اصطلاح کښې “اېپسټیم” (Episteme)وائي. دلته پۀ انفرادي او اجتماعي حواله د ځان د ادراک او د غېر (فرد/اجتماع) د ادراک نه یو متناسب نقطه نظر د رامنځ ته کولو هڅه کېږي. د ځان پۀ حواله د رومانویت او نرګسیت نۀ ښکار کېږي او د غېر نه د تاثر پۀ دائره کښې انجذاب ته نۀ غورځېږي. د پښتنو د ادبي بهیر پۀ شفاهي ذخیره او بیا د تحریر پۀ متني ذخیره کښې د دې قسمه تعامل څۀ نه څۀ شکل ضرور قائم پاتې شوے دے او هم دا وجه ده چې د ژبې د اعدام نه ډېر محفوظ یو. اګر کۀ پۀ ابلاغي ترسیل کښې د سپکاوي احساس راپکښې ډېر عام هم دے.

    یو ډېر عام اصول دے چې ژبې څومره با اختیاره کېږي نو ریاست هم هغه هومره بې اختیاره کېږي، ځکه ریاست پۀ ژبه کښې د خود مختارانه جاري قوانینو پۀ زور د افرادو استحصال کوي. ژبه پۀ عمومي طور پۀ ټولنه کښې د اظهار لپاره یوه کامله وسیله ګڼلې کېږي. د دې عمومیت د تعینِ قدر ضرورت یو ډېر غېرمعمولي ذهین سړي ته محسوسېږي. اولس دې ته پۀ مودو مودو کښې هم ادراک نۀ شي کولے او د کولو پۀ صورت کښې ورته خنډان هم ودرولے کېږي. ریاست د دې نه څنګه فائده اوچتوي؟ دې ته راځم خو اول د ژبې پۀ نارسایۍ او تحدید خبره د مثال سره کوم. مونږ ټول ګڼو چې موسمونه څلور دي ـــ تخلیق کار چې ډېر زور وکړي نو “پینځم موسم” متعارف کړي. یقیني واقعاتي حال دا دے چې موسمونه خو بې شماره دي، لحظه لحظه بدلون پکښې راځي. بل مثال دا چې کۀ زۀ تپوس وکړم چې “سور” نو د لوستونکي پۀ ذهن کښې به څۀ څه راځي؟ مینه، وادۀ، وائلنس، مزدور، باچاخان، سورګلاب، وینه، بنارسۍ، ټماټر او نور بلها بلها! اوس نو اصلي/حقیقي “سور” دې کښې کوم یو دے؟ زما مطلب دا دے چې ژبه ډېرو څیزونو له د تشکیلي حقیقت صورت ورکوي. دا حقیقت وي نۀ. اوس دې نه ریاست او تجارت پوره پوره فائده اوچتوي لکه د “ګلوبلائزېشن” او د “انټرنېشل ازم” پۀ صورت کښې ئې مثالونه د نړۍ وړاندې دي. “باغي، ترهګر، طالب، انتها پسند، وسیع تر مفادات، ریاست، جمهوریت، ائین” دا هغه “هرکولیز کېپسول” دي چې جوړ کړي ژبې دي او استعمال ئې ریاست کوي، او ریښتیا چې راځي راځي نو دروغو کلي وران کړي وي. عجیبه خبره دا ده چې دې لساني حقیقت نه د مذهب پاسداران هم پوره پوره فائده اخلي، لکه “شهادت، مجبوري، جهاد، غازي، جمهوریت” او دا شان نور ټکي څومره څومره شاربلے کېږي؟ اولس پۀ خپل منځ کښې هم حقیقت مسخ کولو لپاره د دې لساني رویې نه کار اخلي لکه رشوت ته “چاے پاڼي” او “خرچه” وئیل ئې ښکاره جاره مثال دے. د ژبې یو اړخ د خودمختارۍ هم دے، لکه پۀ پښتو کښې “سپوږمۍ” مؤنث ده او پۀ عربۍ کښې مذکر، دا رنګ “اوبۀ” پۀ پښتو کښې مؤنث او پۀ اردو کښې مذکرـــ دا رنګ ئې پۀ ساخت کښې هم څۀ خود مختارانه عناصر شتون لري.

    ریاست د کوم خداے نوم دے؟ انسان پۀ خپله یو هوائي تصور تشکیل کړے دے، زیات نه زیات حقیقي وجود ئې د یوې معاهدې دے. خو دا معاهده دومره مقدسه، زوروره او سرکشه ده چې د خپل خالق نه هم پۀ شل چنده زیاته! او بیا ئې دې ځاے ته رسولے دے چې د ریاست لپاره ډېرو صورتونو کښې “قتل” هم جائز دے، پۀ هر څیز باندې سمجهوته کېدې شي خو پۀ ریاست باندې نۀ. باچا جرنېلان جنګوي او جرنېلان جنګېږي. باچا ته د نمبرو جوړولو لپاره یو بل وژني ـــ دا ولې؟ اصلاً خو باچا هېڅ څۀ څیز نۀ دے، کۀ څۀ وقوعاتي قوت او طاقت دے نو هغه خو دا جرنېلان دي کنه! بیا ولې دوي د باچا پۀ اشارو روان وي؟ ځکه چې هغه د قوت مرکز ګڼلو کښې د دوي عقیده/آئیډیالوجي منفعله وي.

    د ریاست د “جمهوریت” هغه ایمان چرته لاړ شي؟ پاکستاني ریاست کښې کۀ وئیل کېږي چې “پنجابیان” تر ټولو زیات دي یا ځه چلو بیا ورپسې سندهیان زیات دي. او بیا ورپسې پښتانۀ زیات دي، نو د دې اولس ژبې پکار دے چې د دوي د سرونو د شمار مطابق بااختیاره وې کنه؟ خو نه داسې نۀ ده ـــ ولې؟

    د ریاست اهدافو او اختیار ته پکښې خطر دے ځکه ریاست یوه مصنوعي ژبه او د یو مصنوعي قامیت تصور پۀ اولس ورتپي او دانشوران ورته دانش هم لوګے کوي. زۀ دا خبره دلته د کومې ژبې سره د تعصب پۀ بنیاد بالکل هم نۀ کوم. هره ژبه پۀ خپل ځان کښې پوره وي. خپل امتیازات او تحدیدات لري. دلته دغه مصنوعي ژبه پۀ خپله هم د نورو ریاستونو د لازمي جبر د وجې معتوبه ده. پۀ نړیوال کچ یوه رویه پۀ ګوته کوم ـــ “مانډرن” او “کنټونیس” د چائنه ژبې دوه لهجې ګڼلې کېږي او ریاست ئې پۀ زور زیاتي دوه لهجې ګرځوي، حال دا چې بلها نقادان د لساني عواملو پۀ اساس دا ثابتوي چې دا جدا جدا ژبې دي. کۀ جدا کېږي نو ریاست ته چې کوم وحدت پکار وي هغه پرې متاثر کېږي. بل اړخ ته “امرېکن انګلش”، اسټرېلین انګلش، انډین انګلش، برټش انګلش” دلته ورته څوک د یوې ژبې “ډائلکټس” نۀ وائي، حال دا چې دلته دا عېن برمحل ګرځي خو دلته چونکې د ریاستي مفادو خطې جدا جدا دي، غوښتلے وحدت مطلوب نۀ دے نو بیا خو خېر دے مړه! نو پرابلم!!!

    کله کله اولس ته مذهب او ریاست اتحاد وکړي لکه وائي “غریب خو خداے کړې نو دله چا کړې؟”، “غریب به د ټولو نه وړاندې جنت ته ځي”، “د غربت او امارت تقسیم الله کړے دے”، “پۀ دې قناعت پکار دے”، مونږ چې واړۀ وو نو مشرانو به راته وئېل “چې استاد دې پۀ کوم کوم ځاے ووهي نو مرګ نه پس به پۀ هغه هغه ځاے ګلونه راخېژي!” دا قسمه ټولو صورتونو کښې اولس تباه و برباد وي. د بالجبر رضا پخلے او د جائز مزاحمت ټولې لشې ترې داسي وباسي چې زمرے هم اقرار باللسان او تصدیق بالقلب کوي چې زۀ ګډه یم ګډه!!! د ریاست او ژبې تهه در تهه تعلق باندې د بنګال تاریخ هم زمونږ مخې ته دے. د اردو او بنګله تر منځه تعلق او حېثیت او د دې سره د ریاست تعامل مونږ ته بلها ډېر څۀ پۀ ګوته کوي. هم دا واقعه مونږ ته راښائي چې پۀ ژبه کښې دومره قوت او صلاحیت موجود وي چې دا ریاست ماتولے هم شي او ریاست جوړولے هم شي. د نن دور ریاست ته د دې خبرې ډېر رسا ادراک دے. بل یو نادره ناویاته ناتار ته وګورئ چې د نړۍ ټول علمي، فکري او سیاسي واکداران دا مني چې د مورنۍ ژبې څۀ حقوق وي او د انسان پۀ بنیادي حقونو کښې تر ټولو غټ یو حق پۀ مورنۍ ژبه د تعلیم او تربیت دے خو د دې باوجود یو ریاست هم مِنْ کُلِّ وَجْهِِ دا حق انسان ته نۀ ورکوي ـــ نو ریاست ئې پۀ ستوني ناست نۀ شو ثابت؟ کۀ کوم ریاست ئې څۀ لږ ډېر اجازت ورکړي نو د تجارت پۀ پړي ئې د “ضرورت او بقاء” پۀ نوم داسې شل ګوډ، ړوند کوڼ او ګونګ سونګ کړي چې تر څو ئې لکه تېر زمري ځان ته ګډه نۀ وي وئیلې نو د ژوند حرکت ئې بند وي.

    مشهور نقاد عمران شاهد بهنډر دې لړ کښې څۀ داسي لیکي چې

    “ریاست جرم کی ذمہ داری نہیں لیتی، بس ہاتھ کاٹ کر فرض پورا کرنے کا یقین دلاتی ہے۔ ریاست اپنے جرائم افراد میں منتقل کرتی ہے اور پھر ان جرائم کو افراد کے جرائم گردانتی ہے، لوگوں کو یہی یقین دلاتی ہے کہ جرائم کے فروغ میں اس کا کوئی کردار نہیں اور پھر افراد کو سزا کی اذیت دے کر خود مبرا ہو جاتی ہے اور اپنے وجود کو مزید مستحکم کرتی ہے۔ حقیقت یہ ہے کہ سسٹم کو بحال رکھنے والی ریاست کے ہاتھ ہی نہیں، سر بھی کاٹ دیا جائے، کیونکہ ہر برائی، ہر شر، ہر گناہ، ہر بدکاری، ہر زناکاری، ہر حیوانیت، ہر بربریت، ہر وحشت کی ذمہ دار ریاست ہوتی ہے۔

    د ‘اختلافِ رنګ و لسان’ پۀ حقله قراني تصور لاثاني دے. سپېځلي قران کښې ایت دے،

    وَمِنْ اٰيٰتِهٖ خَلْقُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَاخْتِلَافُ اَلْسِنَتِكُمْ وَاَلْوَانِكُمْط​اِنَّ فِىْ ذٰلِكَ لَاٰيٰتٍ لِّلْعٰلِمِيْنَ‏.

    دا قسم مخصوص اسلوب د قران مجید پۀ یوولسو ایتونو کښې دے چې خالقِ کائنات پکښې د خپل اثبات لپاره خصوصي دلائل او استدلال راوړي، د خپلو “ایتونو” تخصیص پکښې کوي. پۀ مذکوره سورت کښې درې ایتونو کښې د عالَمِ آفاق او درېو کښې عالَمِ انفس نه استدلال دے. اختلافِ رنګ و لسان الله تبارک و تعاليٰ پکښې ولې خاص کړے دے؟ د کوم قسمه تخصیص پۀ ټولګي کښې ئې ایښودے دے؟ بیا کۀ د سپېځلي قران یو بل ایت

    وَمَاۤ اَرْسَلْنَا مِنْ رَّسُوْلٍ اِلَّا بِلِسَانِ قَوْمِهٖ لِيُبَيِّنَ لَهُمْ​ؕ فَيُضِلُّ اللّٰهُ مَنْ يَّشَآءُ وَيَهْدِىْ مَنْ يَّشَآءُ​ ؕ وَهُوَ الْعَزِيْزُ الۡحَكِيْمُ‏.

    ته ځیر کېږو نو دې کښې هم اسلوب یو تاکیدي او تخصیصي دے او وائي چې مونږ رسول هر یو قام ته چې لېږلے دے نو هم د هغه قام پۀ ژبه مو ورلېږلے دے.

    دلته چې مونږ د جدید مذهب ‘بهائیت’ پوره مفکوره “وحدتِ لسان، وحدتِ ادیان، وحدتِ اوطان او امن بذریعه ترک جهاد” د قراني تصور سره کله متقابل کوو نو ډېر پۀ اسانه د انساني ارتقاء د خپاړو ځان ته د اسمان وئیلو دروغ راڅرګندېږي.

  • زمونږ د باچا خبرې – پروفیسر سمیع الدین ارمان

    د ښاغلي سمیع الدین ارمان دا لیکنه د پښتو اکادمي کوئټه لۀ خوا پۀ “تنقیدي تعبیرات” دوېم ټوک کښې هم چاپ ده. د “پښتون” خصوصي ګڼې د پاره د ښاغلي ارمان لیکنه کښې د دغه یاد کتاب ذکر راتلو سره مو د یاد مضمون اهمیت مخې ته راغلو. دا لیکنه د باچاخان فکر ته د یوې نوې زاویې نه د کتلو هڅه ده.

    زمونږ د باچا خبرې

    والټئر1 ليکلي دي چې صرف مختصر کتابونه اصلي اهداف حاصلوي. تهامس پېن2 يوه رساله ليکلې وه چې نامه ئې “Common Sense” (عقل سليم) وه. دا رساله محض د اووهٔ څلوېښتوپاڼو وه او عجيبه خبره دا ده چې پهٔ دې رساله د ليکوال نوم هم نهٔ ؤ ليکلے شوے. د دې قيمت محض دوه شيلنګ ؤ. دا رساله پهٔ کال اوولس سوه او شپږ اويايم (1776ز) کښې خپره شوې وه. پهٔ صرف درې مياشتو کښې د دې رسالې يو لاکهـ او شل زره کاپيانې خرڅې شوې وې. رابرټ بے ډانز3 ليکلي دي چې د دې رسالې نه د حاصل شوي رقم تخمينه پينځهٔ لکهه ډالره ده. هم د دې پهٔ سبب د شپږو مياشتو نه هم کمه موده کښې پهٔ فلاډلفيا کښې د امريکې د کانګرس يو اجلاس منعقد شو چې پکښې د رياست هائے متحده امريکه د ازادۍ اعلان وشو. هم دا سړے ؤ چې د “رياست هائے متحده امريکه” لفظي ترکيب ئې پهٔ اول ځل کارولے ؤ. پهٔ انساني تحريري تاريخ کښې د دې مختصر کتاب هومره زر او ژور اثر مثال نهٔ ملاوېږي. هم دا رنګ د ابراهم لنکن4 پهٔ صدارتي انتخاب کښې يوې ډېرې مختصرې رسالې بنيادي او اهم کردار ادا کړے ؤ. دا رساله5 د “پوليټيکل ډيبيټ بټوين ابراهم لنکن اينډ سستيفن اے ډګلس ۱۸۵۸ء) وه. دا رساله ابراهم لنکن پهٔ خپله خپره کړې وه چې نهٔ صرف پهٔ دغه انتخابي مهم کښې بلکې پهٔ ټول تحريري تاريخ کښې د يو اهم دستاوېز پهٔ صورت کښې ومنلې شوه. پهٔ دې رساله کښې بنيادي طور د انساني غلامۍ خلاف يو جرأت مندانه موقف اختيار کړے شوے دے. دا رنګ د کارل مارکس6 او اېنګلز7 مختصر کتاب “Communist Manifesto” هم د دې لړۍ مثال دے. د دې د دعوو د ناکامۍ او کاميابۍ سره اختلاف کېدے شي خو د دې د عالمي اثر اعتراف موئدين او مخالفين دواړه کوي. دې نه علاوه د شلمې پېړۍ پهٔ تشکيل کښې رابړت بي ډاونز صرف د نهه کتابونو انتخاب کړے دے او تر ټولو لویه خبره دا ده چې زمونږ د خوږ پېغمبر محمد صلي الله علېه وسلم “جوامع الکلم” صفت د دې ثبوت دے چې اختصار و ايجاز خپل يو جادو افرين اثر لري.

    دا کتاب “زمونږ د باچا خبرې” هم يو جامع او جادو افرين کتاب دے. دې کښې ډاکټر يحيٰ وردک د رئيس الاحرار باچاخان اقوال راټول کړي دي، پهٔ ډېره خوارۍ او مينه ئې ورته عنوانات ټاکلې دي او بيا ئې پهٔ کتابي شکل کښې مدون کړي دي. د دې اولنے ايډيشن د جرمني نه، دوېم د استنبول نه او درېم د کابل نه شائع شوے دے. د دې مختصر کتاب مواد هم د جامعيت او اثر پهٔ حواله د نړۍ د يادو نمائنده کتابونو نه کم نهٔ دي. د انساني تاريخ د لویو لویو نمائنده کتابونو او مصنفينو پهٔ حقله د تقابل لپاره دلته څهٔ قضايا راټولول غواړم.

    مکياولي8 چې مغرب ئې د علم سياسيات پهٔ بانيانو کښې شماري، د دهٔ د متحده اټلي خوب څهٔ درې نيم سوه کاله بعد تعبير موندلے ؤ. دهٔ پهٔ خپل معرکته الاراء کتاب “کتاب الملوک” کښې د سياست مقصد و منشاء “کاميابي” ګرځولې ده. د دې مقصد د حصول لپاره د دهٔ مطابق نرمي، سختي، دهوکه فرېب، طاقت و تشدد او خونرېزي او قوت بلکې هره مادي او غېر مادي وسیله کارېدې شي. د دې برعکس باچاخان د باطني تربيت او اخلاقي تعمير سره سره د سياسي جدوجهد لپاره هم محنت اوله ترجيح جوړه کړې ده. نتيجه ئې زېر نظر نهٔ ده ساتلې او دې لپاره تګلاره هم يوه يويستوې، د ټول عالم لپاره مفيده او قابل عمل ټاکلې ده.

    ممتاز فرانسوي قانون دان او ماهر سياسيات ژان بودين9 خپل وطن فرانس چې هغه وخت د داخلي او خارجي بحرانونو ښکار ؤ، قامي امن او اتفاق د مذهبي منافرت او جګړو د وجې تباه وبرباد ؤ، د امن پهٔ لورې بوتللو لپاره، اقوامِ عالم کښې يو باعزته ځاے ګټلو لپاره او مقتدر حېثيت حاصلولو لپاره د سياسي تاريخ د پېړیو پېړیو تاريخ، د هغې مظاهر او مد و جزر وڅېړل او څهٔ اصول ئې دريافت کړل. بيا د دې اصولو پهٔ رڼا کښې ئې يوه پاليسي تياره کړه، يو علمي او تحريري منهاج ئې مقرر کړو. هغه کهٔ هرڅو د يو مخصوص او مشروط شاهي نظام قائل ؤ خو افکار، اصول او نظريات ئې ورستو د قامي رياست د تشکيل ضروت کښې بنيادي پېش خېمه ثابت شول. ياده دې وي چې دا افکار او نظريات د معاهده ويسټفيليا نه نيمه پېړۍ وړاندې رامخې ته شوي وو، کومې ته چې د قومي رياست، حق خود اراديت او اقتدار اعليٰ د رواج کېدو لړۍ کښې پهٔ تاريخي حواله د يو استناد مقام حاصل دے. نظريه اصلِ مملکت او د مخصوص او مشروط شاهي نظام نه علاوه چې دې ستر عالم د مودو مودو د تحقيق پهٔ زور پهٔ خپله پاليسۍ کښې کوم فکر هم اختيار کړے دے، باچاخان د خپل بصيرت پهٔ زور نهٔ صرف د دې ادراک کړے ؤ بلکې پهٔ عملي طور د اقدام کولو برے ئې هم وړے ؤ.

    سياسي نظم به د اکثريتي اولس د مرضا موافق جوړېږي. مساوات، ازادي او باهمي رواداري به پهٔ دې کښې د ټولو خلقو لپاره لازمي وي. روسو10

    مونتيسکو11 چې د “روح قوانين” خالق دے او پهٔ حقيقي معنو کښې يو د علم سياسي ماهر ګڼلے کېږي، دا کتاب ئې تر مودو مودو د قانوني ماهرينو لپاره يو مستند مأخذ ؤ، ځکه چې دا د هغهٔ د کلونو کلونو د محنت ثمره ده. د دې مطابق د معاشرې او سياست پهٔ سلسله کښې د سائنسي تحقيق او تفتيش نه بعد منقح شوې تګلاره او قانون ټاکنې نه بغېر بله چاره نشته.

    پائيدار بدلون لپاره د جبر و اکراه نهٔ، د ارتقاء او مرضا لاره ضروري ده. اډمنډبرک12 اګر کهٔ د دې قول قائل د اکراه ملګرے نه ؤ خو بيا هم د مسلح جدوجهد پېروکار پاتې شوے دے.

    بنجمن فرېنکلن13 د امريکې پهٔ بانيانو کښې شمار يو غېر معمولي ذهين و فطين اديب دے. د يوې پېړۍ نه زياته موده پهٔ خپل او پردي چاپېرچل محيط پاتې شوے دے. د دهٔ سوانح عمري د عالمي ادب يو شاهکار ګڼلے کېږي. پهٔ دې سوانح کښې د ډېرو تاريخ سازو معلوماتو او تجربو د نچوړ نه علاوه د کامياب ژوند لپاره ديارلس معروف اصول ثبت کړے شوي دي.

    اول “اعتدال”، دومره مهٔ خوره چې پهٔ طبيعت دې بوج جوړ کړي او دغه رنګ زيات څښکل هم مهٔ کوئ!

    دوېم “خاموشي”، د هغه خبرې اظهار کوه چې تا ته يا بل ته ئې ضرورت او فائده وي؛ فضول خبرو نه اجتناب کوئ!

    درېم “نظم”، د هر يو څيز لپاره يو خپل مقام مختص دے. باید هغه هم هلته کېښودے شي. د کاروبار د هرې برخې لپاره دې بېل وخت مقرر کړے شي.

    څلورم “عزم”، چې څهٔ کول غواړې د هغې لپاره پخه اراده وکړه، بيا ئې عمل کړه؛ تر دې چې کار سر ته ورسي.

    پينځم “کفايت شعاري”، چې پهٔ څهٔ او څومره کښې ستاسو يا د بل ضرورت پوره کېږي، هغه هومره خرچ کوئ! ضائع کول بالکل مهٔ کوئ!

    شپږم ” محنت”، وخت بالکل مهٔ ضائع کوئ، پهٔ څهٔ نه څهٔ مفيد کار کښې مشغول اوسئ. غېر ضروري سرګرميانې بالکل ختمې کړئ!

    اووم ” ديانت داري”، د نقصان رسا او فرېب کارونو نه ځان بچ کړئ، منصفانه او معصومانه طرزِ فکر خپل کړئ!

    اتم ” انصاف”، چا ته پهٔ درد رسولو غم مهٔ ورکوئ. د هغهٔ خدمتونو نه احتراز مهٔ کوئ کوم چې ستاسو پهٔ فرائضو کښې شامل دي.

    نهم “ميانه روي”، افراط او تفريط نه ځان بچ وساتئ! پهٔ خپله غصه قابو راوستل زده کړئ!

    لسم “نظافت”، پهٔ وجود، لباس او د استوګنې پهٔ ځاے کښې کندګي بالکل مهٔ برداشت کوئ!

    يوولسم “طمانيت”، پهٔ وړو وړو واقعاتو او ناګزير حادثاتو مهٔ پرېشانه کېږئ!

    دولسم “پارسائي”، پهٔ هر صورت کښې د پارسا اوسېدلو کوشش کوئ!

    ديارلسم “انکسار”، د مسيح علېه السلام او سقراط پېروي کوئ!

    د ويليم ګاډون14 مطابق د انسان لپاره سياسي شعور او چان بين تر ټولو اهمه او اولنۍ موضوع ده. هغه وائي د سياست نه مقصود محض د حکومت مشنري نهٔ ده بلکې پهٔ دې کښې د انساني خېر و خوشحالۍ تمامي عناصر او لوازمات شا مل دي. “سياسي انصاف” نومې کتاب کښې هغه د يورپ بشپړ تاريخ ته ډېر پهٔ سفاک تنقيد سره ګوري. د حاکم، حکومت او مقتدرې طبقې نفسيات پهٔ ګوته کوي. د دوي پهٔ مکارۍ او مطلب پرستۍ شديدې نيوکې کوي. د دې کتاب د اثر او مقام د دې نه اندازه ولګوئ چې د شېلے15 غوندې شاعر د شاعرۍ باره کښې وئيلے کېږي چې پهٔ څلورو کښې درې برخې د دې کتاب نه متاثره وه. ورډزورتهـ16 او کالرج17 هم د ګاډون د نظرياتو نه ډېر زيات متاثره وو. د سياست پهٔ دائره کښې ګاډون ته د اولين سانيټيفک اشتراکي حېثيت حاصل دے. لېکن زياته مناسبه به دا وي چے دے د انارکسټ تحريک باني وګڼلے شي. دهٔ چې د حاکمې طبقې کوم نفسيات او د رياستي جبر و شر څومره شکلونه هم راڅرګند کړي دي هغه د باچاخان د عدم تشدد، خدمت خلق او مساوات يوه برجقه خلاصه ښکاري.

    ايمانول کانټ18 اګرچې د فلسفې د مېدان شهسوار دے خو د ژوند پهٔ اخرۍ برخه کښې ئې پهٔ خپلو اخيرني تحريرونو کښې د فلسفهٔ سياست پهٔ حقله د “دائمي امن” پهٔ نوم يوه مقاله شائع کړې وه. دې ته عالمي شهرت حاصل دے. د دې مقالې يو څو دفعات داسې دي:

    1. د هر حکومت دستور دې جمهوري وي. تر څو چې جمهور ته دا حق حاصل نهٔ وي چې جنګ دې وشي کهٔ ونهٔ شي؛ تر هغې د امن او صلحې پائيداري ممکن نهٔ ده. صرف باچا يا قانون ساز مجلس د دې اختيار پهٔ استعمال کښې خطا کېدے شي.
    2. قانونِ اقوام دې د ازادو حکومتونو پهٔ وفاق باندې مبني وي.
    3. پهٔ عالمي نظام کښې د نړيوالو د يو بل سره د تعلق پهٔ نسبت دې د حقوقِ انساني خېر مقدم پهٔ عالمي سطح وشي.
    4. فکټے19 د جرمنيانو د برترۍ نظريه تر ډېره حده د هغوي د ژبې پهٔ بنياد پېش کړې وه. هغه وائي چې انسان د ژبې پر اساس جوړېږي؛ ژبه د انسان پهٔ وجه نهٔ جوړېږي. دا هم وائي چې د جغرافيايي حدودو ټاکنه دې د لساني حدودو پهٔ بنياد وشي. د تمام انسانيت نجات پهٔ دې کښے دے چې يو عالمګير نظامِ تعليم دې عام کړے شي. د طلباو تربيت دې د انسانيت پهٔ بنياد پهٔ بې غرضۍ، ايثار او قربانۍ باندې تشکيل کړے شي. ځان ته دا احساس ورکول ډېر اهم دي چې قام زما پهٔ مقابل کښې ډېر اهم دے.

    ايمرسن20 وائي چې حکومت دې انسانان د املاک پهٔ شان نهٔ ګڼي، د هر څهٔ نه دې ئې بالا وګڼي. د هر دولت و سلطنت لپاره د توجه مرکز انسان دے. د هر حکومت لپاره اعليٰ ترين مقصد د انسان خدمت دے. جمهوريت د دې د پاره د هغه پهٔ نيز يو مناسب نظم ؤ خو د دې کمزوريانې او تحديدات ئې هم پهٔ نظر کښے ؤ.

    جان ډېوي21 وائي چې د جمهوريت کاميابه مظاهره دا وي چې د افرادو تر منځه د باهمي رضاکارانه او پهٔ خوشحالۍ خوشحالۍ يوه ټولنه منظمه شي. پهٔ جبر و اکراه باندې نهٔ. د مشترک خېر لپاره باهمي هلې ځلې رونما وي، نهٔ چې د حکومت لهٔ خوا د يو حکم پهٔ طور.

    کومه ازادي چې د ازادۍ ګڼلو قابل ده، هغه دا ده چې مونږ ټول د خپلې ابادۍ لپاره پهٔ خپل خپل اسطاعت او طريقه لګيا شو. نورو خلقو د خپلو حقوقو نه او د هغوي د حق غوښتلو لارو او کوششونو کښې خنډ بالکل هم نهٔ شو22.

    پهٔ “جمهوري مناظر” کښې يوه بله موضوع بار بار پهٔ نظر راځي چې د قامي ادب د ترقۍ نه بغېر د قامي ژوند پرمختګ ممکن نهٔ وي. 23

    د پورته دغه يادو تمامي اقوالو جوهر د باچاخان پهٔ اقوالو کښو موجود دے. بلکې د دې نه غټه خبره دا ده چې د باچاخان پهٔ قول و فعل کښې د يکسانيت سره سره د هغوي پهٔ فکر او وژن کښې هم چرته تضاد او تصادم نشته. د دې برعکس د يادو مشاهيرو پهٔ ژوند کښې دا قسمه کمۍ کوتاهۍ ډېرې څرګنده دي.

    فېصل فاران د “باچاخان ځانګړنې” کښې او فضل زمان شلمان صاحب پهٔ خپل کتاب “مولوي فضل محمود مخفي” کښې پهٔ ډېرو معتبرو حوالو دا ثابت کړي دي چې کانګرس عدم تشدد فلسفه د سياسي پاليسۍ او مصلحت پهٔ توګه خپله کړې وه او د دې اصلي روحِ روان باچاخان ؤ چې دا ئې د مجاهدې، عقيدې او مفکورې پهٔ طور خپله کړې وه. 24

    سوشل بائيکاټ، ماس ډسټرکشن، اجتماعي حرکت، تحديدِ جمهوريت، د مساويانه مشترک مالياتو او عوض تصور، مورنۍ ژبه، قاميت، د قامي کارونو لپاره روزانه وخت مختص کول، کفايت شعاري او فکر و عمل کښې د نتيجې پهٔ ځاے محنت د توجه مرکز جوړول او داسې نورو موضوعاتو باندې دومره جامع اظهار شوے دے چې پهٔ څرګنده د “جوامع الکلم” ښې نمونې دي.

    د چا پهٔ ذهن کښې دا سوال راپورته کېدے شي چې باچاخان خو دا ټول تحقيقات نهٔ وو لوستلي نو بيا څنګه د هغهٔ د وژن تصديق او توثيق د دوي د اقوالو نه کېږي؟ يا د دې نه هم لږ وړاندې لاړ شي چې باچاخان ته د دې عظيم فلاسفه د نومونو هم پته نهٔ وه د کار او زيار خو لا ډېره لرې خبره ده.

    د دې سوال د جواب ابتداء زهٔ د عظيم فلسفي ديکارت25 د خولې د لفظونو نه کول غواړم،

    “پهٔ قاعده باندې مذاکره کښې د ديکارت بنيادي موقف دا دے چې پهٔ تمامي اشياو کښې عقل سليم يو داسې شے دے چې د دې تقسيم پهٔ انسانانو کښې تر ټولو زيات پهٔ مساويانه بنيادونو شوے دے. هغه پهٔ خپله د دې امر مدعي نهٔ ؤ چې زما ذهني صلاحيتونه د نور مخلوق نه اعليٰ دي. هغه وائي د يو سړي مستقيم صاحبِ ذهن کېدل کافي نهٔ دي بلکې اصل دا دے چې دا سړے ترې څومره کار اخلي. خپل فکري عمل واضح کولو سره سره هغهٔ دا ثابته کړې ده چې يو معمولي نه معمولي انسان هم يک يواځې بغېر د بل چا د هېڅ قسمه امداد نه د رښتياو دريافت کولے شي. 26

    باچاخان يو ډېر عظيم مصلح ؤ. هغهٔ د خپل سياسي بصيرت، سفر، مشاهدې او دوراندېش وژن پهٔ زور خپل عقلِ سليم فعال کړے ؤ او دغه ادراک ئې کړے ؤ کوم چې دې عظيم فلاسفه سياسيات د سائنسي او تاريخي تحقيق نه پس حاصل کړے ؤ. مونږ دې ته فراستِ مومن (اِتَّقوا فراست المومن انّه ينظر بنُورِ الله) هم وئيلے شو. نبي هم د بشريت پهٔ منطقه کښې چې قائم وي او د دې صلاحيت يعني فراست و بصيرت عالي مظاهر ورته عطا شوي وي؛ يعني د فراست د عالي صورت پهٔ وجه د بشريت مقام هم قائم وي او د افاقي وژن حصول هم. وحي او عصمت ئې لا نور اختصاصات دي چې پهٔ هغې کښې ورسره نور څوک شاملِ حال نهٔ شي کېدے. د بېشتر انبياء کرام تربيتي تاريخيت، د ماقبل سقراط فلاسفه ارفعيت، مرجع خلائق صوفياء او د وسيع المشرب قديم علماو ژوندونونه د دې مثالونه دي. ولې دوي ټولو د ټول اقوامو تاريخ و تمدن لوستلے ؤ؟ د دوي د خيالاتو او تفکر ترسيل هم دا رنګ ؤ لکه نن چے دے؟ د ذرائع ابلاغ او چاپه خانې د ايجاد نه وړاندې ولې د جهانګير (لفظي) مشاهيرو درک موجود دے؟

    د مشرق او مغرب پهٔ تهذيبي ارتقاء کښې يو بنيادي فرق دے ــ ازادي، جمهوريت، قاميت او د اخلاقي قدرونو د ترويج و نفاذ لپاره د ماقبل سقراط او افلاطون و ارسطو سميت اکثر يوناني حکماء، د رومي سلطنت فلاسفه، د نشاه الثانيه د دور منورين او عن تر دې چې د معاصر دور رويه او رواج دا پاتې شوے دے چې دوي خپل خپل قام او اولس ته يوه فکري/تحريري لاره ښودلې ده. بيا پېروکارانو پرې عمل کړے يا نهٔ کړے، او دواړه صورتونو کښې ئې د نفع/نقصان مخ ليدلے دے. د مشرق معامله عموماً او بيا زمونږ د خطې خصوصاً د دې نه مختلف ده. مونږ ته چې څومره مربي، محسنين او مصلحين ملاو شوي دي، پهٔ هغو کښې باچاخان پهٔ ډېرو حوالو معتبر دے. دوي د مذکوره اقدارو د درس لپاره خپل ذات یو مثال ګرځولے دے او عملي درس ئې ورکړے دے. دا رويه د دوي تکويني طور وه او کهٔ پهٔ شعوري طور د خپل وژن حصه وه، پهٔ دواړه صورتونو کښې موزون و مناسب وه او د فراست پهٔ عالي شتون ګواهي ده. ځکه چې پهٔ دې ريجن کښې عموماً او پښتنه سيمه کښې خصوصاً د علمي، تحريري او فکري فعاليت او د هغوي د اعتراف نه زيات عملي ديانت او وقوع ته اهميت حاصل دے. اوس د قوم فريضه وه چې پهٔ تمامي انسان پرور علومو ئې دغه عملي درس پهٔ فکري او علمي جامو کښ محفوظ کړے وے؛ سائنسي، منطقي او فلسفيانه عمراني بنيادونو باندې ئې سينګهار کړے وے. د بدقسمتۍ نه مونږ د دغه فريضې د سرکولو نه غافل پاتې يو او ځکه زمونږ قامي تحريکونه کمزوري شي بيا ورک شي.

    1. نوموړے فرانسوي لیکوال، والټئیر (Voltaire): 1778-1694ز
    2. د امریکائي ولایتونو بنسټګر، تهامس پېن (Tomas Paine): 1809-1735ز
    3. امریکائي لیکوال او لائبرېرین، رابرټ بنګهم ډاونز 1991-1903 (Robert Bingham Downs)ز
    4. د امریکې شپاړسم اولسمشر، ابراهم لنکن 1865-1808: (Abraham Lincoln)ز
    5. Political debate between Hon. Abraham Lincoln and Hon. Stephen A. Douglas in the celebrated campaign of 1858 in Illinois.
    6. کارل مارکس 1883-1818: (Karl Marx)ز
    7. فریډرک اېنګلز 1895-1820: (Friedrich Engels)ز
    8. میکاولي 1527-1469: (Niccolo Machiavelli)ز
    9. بوډین 1596-1530: (Jean Bodin
    10. The spirit of the Laws by Monthesquieu (1689-1755)
    11. Reflection on the revolution in France, Edmund Burke (1729-1797)
    12. Enquiry concerning Political justice, William Godwin (1756-1836)
    13. Percy bysshe Shelley (1792-1822), Wordsworth ( 1770-1850)
    14. Samuel Taylor Coleridge (1772-1834)
    15. Eternal peace, Immanuel kant (1724-1804), translation by Ghulam Rasool Mehir
    16. Addresses to the German Nation, Johann Gottlieb Fichte (1762-1814)
    17. Ralph Waldo Emerson (1803-1882)
    18. Democracy and education, John Dewey (1859-1952)
    19. John Stuart Mill (1806-1873)
    20. Democratic vistas, Walt Whitman (1819-1892)
    21. فضل زمان شلمان، مولوي فضل محمود مخفي، پېښور، عامر پرنټ اېنډ پبلشرز، 2016ز، مخ137
    22. Discourse on methods , Rene Descartes (1596-1650) translation by Ghulam Rasool Mehir
  • د فلسفه عدم تشدد نفسياتي بنيادونه – پروفیسر سمیع الدین ارمان

    د کارل ګستاو ژونګ مطابق انسان د یو څیز د حقیقت ادراک پۀ څلورو وسائلو سره کوي. هغه پۀ دې کښې دوو ته عقلي او دوو ته غېر عقلي وسائل وائي. عقلي وسائلو کښې هغه سوچ او احساس او پۀ غېر عقلي وسائلو کښې حس او وجدان شماري. خارجي ماحول سره اشنائي د حواسو پۀ ذریعه کېږي او انساني حواسِ خمسه د جانکارۍ پۀ عمل کښې بنیادي کردار ادا کوي. بیا ورپسې مرحله کښې د حواسو دا ادراک تر هغې نیمګړے وي چې د ابلاغ او ترسیل لپاره ئې څۀ لاره را وباسلې شي. دا لاره د ټکو او د ټکو د معنو سره د پېژنګلوۍ پۀ طور کېږي؛ بلکې دا به ووایو چې د ټکو نه اول د نشانونو پۀ طور د دې اغاز کېږي چې ټکي ئې مترقي شکلونه ګڼلے شو. یا د دې ټکو پۀ شا د نشانونو یو سائنس موجود دے چې د هغې د ټول خود کار او بالواسطه کار نظام “مَا لَهُ او مَاعَلَېْه” اوس د انساني معلوماتو کوټلې برخه ده.

    ټکي څنګه زېږون بیامومي؟ څنګه ورسره معنې خپل تړون راپېدا کوي؟ د دواړو د یو بل سره د نسبت او تعین نه، یا کوم یو پکښې مقدم او کوم یو مؤخر دے؟ د دې بحث نه پرته دلته خلاصتاً محض دومره وایم چې ارتقاء او یون ئې پۀ “اشتراک” او “افتراق” باندې منحصر دے. هم د دې پۀ اساس د ادراک نورې مرحلې ترسره رسېږي. د دې پۀ شا چې کوم محرک موجود دے، موصوف دې ته “سوچ” وائي. مینِنګ مېکنګ ټولز(Meaning Making tools) یعنې معنې جوړوونکي عناصر زمان ومکان، عرف، روایت، جغرافیه وغېره وي او دلته د لېنګوج لیمیټېشن (Language Limitation) هغه نظر پۀ خپل ځاے د یو بل بحث موضوع ده. پۀ درېمه مرحله کښې هغه د “احساس” لامل رامنځ ته کوي چې متعین شوي او ټاکلے شوي لفظونه او معنې هم کله کله خپل وقعت وبائيلي. هغه د یو کېفیت یا حالت او ساخت لپاره هغه ترجماني نۀ شي کولې کومه چې سرِ دست مطلوب وي. نو دا رنګ دا ټکي او معنې هم د ضرورت او جُهدِ بقاء لپاره ارتقاء جاري ساتي خو ورسره ورسره پۀ اشیاو کښې د کراهت او خوشګوارۍ نسبتونه هم وابسته وي، نو د دې وجې نه د اشیاو تعینِ قدر هم یو ضرورت جوړ شي. ژونګ وائي چې د دې تعین قدر د عمل نوم “احساس” دے. بله اخري او څلورمه مرحله هغه دا بیانوي چې د حقیت بعضې زاویې د انساني وسائلو پۀ دې حس، احساس او سوچ کښې نۀ رانغښتې کېږي نو دې صورت کښې د حقیقت د ادراک حصول پۀ بلاواسطه طور هم کېږي. د حقیقت او اشیاو پۀ منځ کښې د باهمي تعلق دې بلاواسطه ادراک ته هغه د “وجدان” نوم ورکوي. حقیقت ته د رسد پۀ لړ کښې هر انسان هم دا څلور وسائل پکاروي خو د مخصوص صورتحال پۀ وجه پکښې یو عنصر ډېر غالب وي. ځکه هغه ترقی یافته هم وي او د نورو درې وسائلو متبوع هم وي. د اسماني مذاهبو منونکي پۀ دې څلور وسائلو کښې د بدیهي تحدید او ابهام د شتون لۀ وجې مطلق ذریعه لپاره د حقیقت د ادراک “وحي” ګڼي. بیا د وحي پۀ واقعاتي صورت دا قسمه سوالونه پورته کېږي چې دا خو هم د لسانیاتو پۀ دائره کښې ده. لسانیات بهرحال خپل تحدید لري. بیا د وحي اکثر برخه د مزید وسائطو پۀ شتون تر صاحبِ وحي رارسي او چې د افرادو سره ئې ځان ځان له واسطه پرېوځي نو بې شمېره واسطې پکښې نورې واقعه شوې وي. ګویا د ترجمې د ترجمې د ترجمې ترجمه تر فرده پورې رسي نو دلته هم هغه تحدید واقعه کېږي د کوم پۀ بنیاد چې د وحي د ضرورت ادراک اډاڼه ؤ. بیا د دې لپاره د علم الکلام ماهرین د کلام نفسي او کلامِ غېرِ نفسي توضیحات وړاندې کوي.

    دا ټول بحث پۀ یوه بله زاویه د دې نه هم پۀ مختصره توګه د خارجي استشهاد او د داخلي عرفانِ ذات پۀ دائره کښې هم کېږي. تفکراتي او تعقلاتي پېمانو سره سره د جذباتي، وجداني او اخلاقي جهان معیارات هم چې کله وتړلے شي نو بیا د حقیقت هر اړخیز ادراک پۀ ګوته کېدے شي.

    نفسیات د انساني ژوند د انفرادي او اجتماعي هلوځلو (فکري، جذباتي، سیاسي سماجي، فطري، جسماني) پۀ شا موجود محرکات پۀ ډاګه کوي. بیا کله کله دا دواړه زاویې د انساني ذات پۀ یو تجرد کښې هم د بحث موضوع جوړېږي او کله کله د اختصاص لپاره دغه ثنویت پۀ فرد کښې هم بې شمېره څانګې وسپړي او پۀ اجتماع کښې هم متنوع صورتونه اختیاروي. مفکرین د خپلو خپلو معیاراتو پۀ بنیاد د ټولنو لپاره د امتیازي مفکورې تعین کوي.

    عدم تشدد د انساني اجتماعی سماج د تاریخ تر ټولو پیاوړے نظر دے. د اجتماعي ژوند پۀ باب له د انسان زیاتره فکري تګلارې پۀ خپل پس منظر کښې ډېر واضحه لالچونه، غرضونه او مفادات لري. هم دغه وجه ده چې یو شاعر پۀ دې رویه باندې ډېر رسا طنز پۀ دې ټکو کښې کړے دے چې:

    جاہل نہ بک سکا نہ کبھی مفلسی بکی

    عالم بِکا، شعور بِکا، آگہی بِکی

    زۀ دلته پۀ دې شواخون کښې غورځېدل نۀ غواړم چې دا تصور او مفکوره چا وړاندې کړې ده او کله وړاندې شوې ده؟ اګر کۀ باچاخان، ګاندهي جي او لېوټالسټاي نه علاوه نورو ډېرو خلقو ئې د رګ رېښې او مونډ پۀ حقله قابلِ قدر تفصیلات کړي دي. بلکې زما دلچسپي پۀ دې کښې ده چې دې نظر سره د چا وابستګي علماً او عملاً تر ټولو ډېره مضبوطه ده؟ او دوېم د دلچسپۍ عنصر مې دا دے چې د دې مفکورې پۀ شا کوم نفسیات اړم دي چې انسان د ځان سره زیات نه زیات پۀ ایقاني صورت کښې تړلے ساتي.

    اول الذکر عنصر باندې بلها تحقیقي کار شوے دے او د دې سیمې دوه ستر مبارزین چې د دې نظر سره ئې نومونه تړلي دي، هغه د ګاندهي جي او رئیس الاحرار باچاخان دي. د “باچا خان ویاړنې” او د شلمان صاحب کتاب “مولوي فضل محمود مخفي” کښې دا خبره پۀ دلیلونو ثابته کړې شوې ده چې د یاد نظر او مفکورې سره تړون د ګاندهي جي محض د یوې سیاسي حربې پۀ طور ؤ او د باچاخان لپاره دا یوه عقیده، کوټلې تګلاره، د سیاسي وژن مشال او د انساني احترام تر ټولو ګرانه خو سپېځلې اثاثه وه. د دومره ژور نسبت پۀ شا کومه پوهه او ادراک موجود وو؟ د دې سوال جواب د پاره ما بلها پاڼې ولوستې، بلها سوچ وفکر مې وکړو، د بابا د ډېرو پېروکارانو نه مې پوښتنې هم وکړې خو قابلِ تشفي جواب راته نۀ ملاوېدو. د دې تړون پۀ نفسیاتي عواملو به هم ډېر سوچ کوو. پۀ دې لټون کښې ډېر وخت تېر شو چې یوه ورځ مې د ډاکټر یحيٰ وردک کتاب “زمونږ د باچا خبرې” لوستو نو پۀ هغې کښې راته د “فلسفۀِ صبر” متعلق د بابا یو قول ملاو شو. ما چې څنګه دا قول ولوستو نو د خپل سوال جواب راته پۀ څرګندېدو شو. وړاندې د دې نه چې د بابا د خولې خبره رانقل کړم، غواړم چې پۀ “صبر” څو کرښې تورې کړم.

    سپېځلے قران “صبر” د قوت، استعانت او بریا د حصول وسیله ګرځوي. علامه القشېري رحمة الله علېه د صبر تعریف د “فطم النفس عن المآلوفات” پۀ ټکو کوي؛ یعني صبر د نفس د عادي او مانوس نسبتونو نه جدائي اختیارولو ته وائي. پۀ اسانو ټکو کښې داسې هم وئیلے شو چې د نفساني عاداتو نه د هجرت نامه صبر ده. صبر هغه کېفیت دے چې پکښې د سختو لړو ټکو سره د مخامخ کېدو عملي تیاري کېږي. د مصیبت او تکلیف پۀ دوران کښې د ګیلې مانې پۀ ځاے د خاموشۍ سره د یو بامعني انتظار نوم دے. د ګیلې مانې او اظهار پۀ حقله کۀ دا هم مشهوره ده چې غم کمېږي، قطارسز وشي. خو دا هم پۀ خپل ځاے یو نفسیاتي حقیقت دے چې د تکلیف او مصیبت پۀ اظهار سره تکلیف ظاهر شي. بیا دغه ظهور نور خور شي، د خورېدو سره عام شي او دا رنګ د هر فرد یوه مسئله وګرځي.

    د انساني نفس اصل خوښه حبِ جاه او ریاء ده. د دې د جذباتو تکمیل دے. دا بنیادي ذوق پۀ نورو مرحلو کښې د اقتدار تر حصوله پورې رسي. دا خو ښکاره جاره حقیقت دے چې د حبِ جاه او ریاء پۀ شا د یو انسان پۀ بل انسان د برترۍ نفسیات موجود وي. اوس دا مذکوره نفسیات پۀ اعتدال کښې ساتل د یو عقلي ضرورت سره سره یو معاشرتي ضرورت هم دے. نو د صبر حکمت دا وي چې انسان د امتیازي کثافت پۀ ځاے د مشترکه عظمت پۀ ولقه کښې ساتي. د برترۍ د دغه وهم پۀ غېرمناسب ظهور انسان د نورو بلها خرافاتو سره مخ کېږي. د مادي نفسیاتو پۀ رڼا کښې “صبر” د ماتي نوم دے، د ماتي د منلو نوم دے خو حقیقت دا دے چې داسې نۀ ده، بلکې دا د کامیابۍ د حصول لپاره یو قسمه تیاري ده. د انساني نفس یو بل خاصیت دا دے چې دے د انجام پۀ باره کښې بې خبره اوسي او دې بې خبرۍ کښې خوشحاله هم وي. د صبر تر ټولو غټو فائدو نه یوه دا هم ده چې بنده ته د نفس پۀ دغه مذکوره جهالت واقفیت حاصل شي. علامه فخرالدین رازي رحمة الله علېه د صبر دوه صورتونه ذکر کوي. یو بدني صبر دے چې پۀ جسم او بدن د بوج او سختیانو پۀ وخت اختیارېږي. بل صورت د صبر نفساني وي. د بطن و فرج د شهوتونو د غېر مناسب ظهور نه صبر دلته د “عفت” زېږون کوي. د استغنيٰ پېدا کولو لپاره دا د “ضبط النفس” شکل واخلي. د جنګي صورتحال سره مخامخ کولو کښې هم دا نفساني صبر د “شجاعت” صورت خپلوي، د غضب او غصې پۀ مقابل د “حلم” پېداوښت کوي. د پرده پوشۍ پۀ صورت کښې دا صبر د “کِتمان النفس” جذبات روزي، د عېش و عشرت نه د اړخ کولو زاویه کښې “زهد” وجود اخلي، بقدر ضرورت وسائلو باندې ګزاره کولو کښې خوشحاله اوسېدل ئې “قناعت” رالړزوي. هم دا رنګ کۀ چرې د نفساني صبر واګې کهلاو پرېښودې شي، د تربیت پۀ ځاے طبیعت بې مهاره وساتلے شي نو پۀ هر هر مذکوره صورت کښې به یو یو “شر” زېږون کوي.

    د صبر پۀ شا د صابر اغراض ومقاصد هم د صبر متنوع تشکیلات رامنځ ته کوي. حسنِ ظن، مایوسي، رجعت او ارتقاء، عېنیت او سکوت یا دا رنګ نور بلها مظاهر هم دې نه وجود بیامومي. علامه القشېري پۀ “لطائف الاشارات” جلد اول کښې د صبر د مراتبو تذکره داسې کړې ده چې د دې صفت څلور مراتب دي. اولنۍ مرتبه د “تصبر” ده چې پکښې دا صبر کوونکے ځان پۀ مشقت کښې محسوسوي. دا ابتدائي حالت وي او غېرعادي کېفیت پکښې ډېر برڅېره وي. دوېمه مرتبه د “صبر” وي، دلته صبر کول د صابر عادت جوړ شي. یعني محسوسولو کښې هغۀ ته دا یو عام عادي کار لګي. دلته د مشقت پۀ برعکس سهولت برېښي. درېمه مرتبه د “مصابره” وي. پۀ ژوند او د ژوند پۀ ابهام، بې ثباتۍ او غېر یقیني صورتحال باندې د قانع اوسیدلو حالت ته علامه مصابره وئیلې ده. څلورمه مرتبه هغه د “اصطبار” رامنځ ته کړې ده. پۀ دې کښې صبر کوونکے د صبر د یو طویل او متنوع تجربې نه تېرشوے وي، نو اوس ورته د تکلیف د سهولت جوړیدو نه هم پورته درجه داسې حاصله شي چې هغۀ ته تکلیف اوس د یو راحت پۀ شکل کښې پېښېږي. دې ته د رضا کېفیت هم وائي. دا هغه مرتبه وي چې د انسان پۀ افکارو او احساساتو کښې منفي زاویه ختمه شي. هغه کائنات ته د حسن و جمال پۀ ائینه کښې ګوري. تمامي واقعات او حوادث ته د مثبت او منفي تناظر پۀ ځاے د عدل و احسان پۀ واقعیت کښې ګوري. ابن عجیبه رحمة الله علېه لیکلي دي چې د صبر کوونکو لپاره الله سپېځلي قران کښې د اتۀ کراماتو ذکر کړے دے:

    1. محبت…والله یحب الصابرین.
    2. امداد و نصرت…ان الله مع الصابرین
    3. غرفات الجنة…(جنتي کمرې) یجزون الغرفة بما صبروا
    4. اجرِ جزیل… (بې حسابه اجر) انما یوفي الصابرون اجرهم بغیر حساب
    5. بشارت…وبشرالصابرین
    6. سلامتي…اولٰئیک علیهم صلوات من ربهم
    7. رحمت…اولٰئیک علیهم صلوات من ربهم و رحمة
    8. هدایت…اولٰئیک هم المهتدون

    د دې ټولو حوالو نه پۀ اسانه ثابتېږي چې “صبر” د بېلات نوم نۀ دے بلکې دا پۀ حالاتو د فتح او بریا نامه ده. د عدمِ تشدد د مفکورې پۀ شدت سره خپلولو لپاره چې دا قسمه ادراک او پوهه نۀ وي نو زما خیال دے چې دا لاره غوره کول دومره اسان نۀ دي. د باچاخان د ژوند پاڼه پاڼه د دې تاریخیت ګواه ده چې د نفساني صبر پۀ بدېل هغه تمامي اخلاقي معیارات او اقدار د کومو ذکر چې وړاندې کرښو کښې وشو، د بابا پۀ سیرت کښې بدرجه اتم موجود دي. اوس مناسبه ګڼم چې د بابا د خولې هغه قول رانقل کړم:

    “‘صبر’

    “میں آپ کو ایک ایسا ہتهیار دینا چاہتا ہوں کہ کوئی پولیس اور فوج آپ سے وه لے نہ سکتا ہو، یہ ہتهیار پیغمبرانہ ہے، یہ صبر و استقلال اور صراط مستقیم پر اولوالعزمی سے چلنے کا ہتهیار ہے، دنیا کی کوئی طاقت اس کا سامنا نہیں کرسکتی، جب آپ اپنے اپنے علاقے پہنچ جاؤ تو انہیں بتانا کہ یہاں اک خدائی فوج ہے جس کا ہتهیار صبر ہے. اپنے رشتہ دارو، بهائیوں اور گاؤں والوں سے اس خدائی فوج میں شمولیت کے لیے دعوت دینا، انہیں کہنا اس رستے میں تمام رکاوٹون کو صبروحلم سے جهیلو! اگر صبر اپنا لیا تو فتح پالوگے!

    ایکنات ایسوارن، حضرت باچاخان؛ ژوند او فلسفه، ص ۳۲۲

  • د سياسي نظرياتو د ارتقاء تاريخ او تلخيص – پروفيسر سميع الدين ارمان

    سياست يو مقدس علمي مېدانِ عمل دے. د دې د لرغوني اساسياتو مطالعه دا د فلسفې او سائنس مرکب ګرځوي. ماقبل سقراط فلسفه کښې د سياست او رياست پۀ حقله قديم تصور د ‘هومر’ دے چې هغه د حکومت پۀ باب له د “نظريه تخليقِ رباني”(ډيوائن رائټ اٰف مونارکي) منونکے ؤ. د دې نظر خلاصه دا ده چې حکومت کوونکے به انسان وي خو د خدائي اختياراتو د وديعت پۀ سبب به د هغۀ درجه د عام انسان نه برتره وي. د حاکم د حقِ حکمرانۍ او معزولتيا لپاره اصلُ الاصول به هم خدائي وي. د دې برعکس ‘هسيوډ’ د هومر د دغه نظر مخالف ؤ. هغه د متعدد اقتدارِ اعليٰ د زمه واريانو حامي ؤ. د يونان پۀ تاريخ کښې شپږ پېړۍ قبل مسيح کښې د يو اقتصادي بحران ذکر موجود دے. دې دور کښې د عوامو جائیدادونه د خواصو سره د څۀ مجبوريو پۀ بناء ګاڼه وو. واړۀ مزدورکار او سوداګر د غټو جاګيردارو او سرمايه دارو د لاسه پۀ اور کښې ولاړ وو. پۀ دې حالاتو کښې هسيوډ اولنے سړے دے چې د سماجي انصاف او د دې بحران د ختمولو لپاره ئې قلم اوچت کړو. ورسره چې نور همنوا پېدا شول نو د يوناني تاريخ معروف مکتب فکر “ډيلفي” پۀ متحرک او فعال انداز رامنځ ته شو. دې سره سره د يوناني فلسفې پۀ ماقبل سقراط عصر کښې د علم سياست پۀ حقله تر ټولو فعال او مؤثر عالم او فلسفي “سولن” د سماجي انصاف او اقتصادي قوانينو لپاره د اجتهاد کار ته دوام ورکړو. دې دور او د دې دور دغه اصلاحاتو ته وروستو د يونان تاريخ کښې د “ريفارمېشن” عصر ووئېلے شو. د ډيلفي پېروکارانو د انتهاپسندۍ، تعصب، ظلم او هر قسمه زور زياتي پۀ ضد د مثبت جديد اعتدال نوې نوې لارې پرانستې. پۀ دې لړ کښې د “اپالو” مرستې او هدايات د دوي د لارې مشالونه وو. دا خداے محض د اخلاقياتو شارح او ناصح نۀ ؤ بلکې د قانون سازۍ لپاره ئې هم دوي ته معيارونه وربخښل. د طبقاتي تقسيم د اعدام لپاره دوي د حد بندۍ او حد برارۍ تصور وړاندې کوۀ چې هر عمل او هر اقدام لپاره دې يو حد مقرر وي. ورکړه راکړه او هر څېز دې پۀ يو حد کښې وي او هم دا تصور ؤ چې وروستو ورته د فيثاغورث پلويانو د “فلسفه حدبندي” (ډاکټرائن آف ليمټ) صورت ورکړو.

    پۀ هم دې ياد عصر کښې د “سېون سېجز” (اووۀ نابغه) ټولګے هم ډېر معروف دے. دا هغه اووۀ فلاسفه وو چې سياست بطورِ علم او فلسفه ئې خپل کل وقتي منصب ګرځولے ؤ. دې ټولګي د سياست د فلسفې مثبت او مبني براخلاق و دانش بيان پۀ محاورو، متلونو او شعرونو کښې خوندي ساتلو. بقول ارنسټ باکر افلاطون د دې اووۀ نابغه عالمانو خور وور علم ته د حقيقتونو د ريښتياو خزانه وائي. اګرکۀ د دې اووۀ نابغه عالمانو ټول ډسکورس پۀ يو مجموعي شکل کښې موجود نۀ دے خو د دې باوجود ئې د افکارو نه د يوې مثبت سياسي فلسفې منظم نکات پۀ ګوته کېدے شي. هم پۀ ياده حواله د افلاطون مطابق دې اووۀ نابغه عالمانو د ډيلفي پۀ مندر کښې د اپالو پۀ مرسته پۀ ګډه سياسي او سماجي ضابطې مرتب کړې وې. “ايمفکټي اٰنز” د دې نه څۀ اقوال د دغه عبادت ګاه پۀ دېوالونو باندې پاخۀ ليکلي هم وو چې د تقدس او حرمت مقام ورته ملاو شي. عموماً چې پۀ دې اووۀ کسانو کښې د چا چا نومونه اخستے کېږي، پۀ هغو کښې سولن، طاليس، چېلن، کليوبولس، بياس، پټاکس او پېرانډر شامل وي. بعضې محققين پکښې څۀ کردارونه فرضي ګڼي او بعضې پکښې نومونه هم بدلوي خو پۀ دې ټولو کښې پۀ اولنو دوه عالمانو يعني سولن او طاليس د حقيقي انساني کردارونو اتفاق ډېر مبرهن دے. د سولن د تمامي افکارو هدف هم د يو مثبت سياسي اقتصادي سماج لپاره قانون سازي کول وو. هغۀ د ډيلفي د سياسي مفکورې دوه بنيادي عناصر “حد” او “اعتدال” هم پۀ نظر کښې نيولي وو. سولن د يوې معاشرې د متحد پاتې کېدو لپاره د دولت پۀ جائز استعمال ډېر زور ورکوي. هغۀ د طبقاتي تقسيم د ختمون او معاشي مساواتو د قيام لپاره قانون سازي وکړه، د طاقتور د کمزور پۀ مقابله او د مالدار د غريب پۀ مقابله د هر قسمه سياسي، اقتصادي او سماجي استحصال د ختمولو لپاره ئې يو ائين مرتب کړو چې ورته “سياسچتيا” وئيلے کېږي. هم دا قانون سازي ؤ چې د جاګيرادرو سره ګاڼه زمکې غريبانانو مالکانو ته واپس شوې، هغه قرضې چې غريبانانو ادا کولې نۀ شوې، ورته معاف شوې؛ د مالدارو حاکمانو د اخراجاتو د حد بندۍ لپاره پکښې قانون جوړ شو، د زمکې د ملکيت د حصول هم يو خاص حد متعين کړے شو چې د دې نه زيات ملکيت به هېڅ يو کس ته نۀ حاصلېږي. هم دا سولن ؤ چې د صنعتي ترقۍ لپاره ئې د مقامي هنر مندانو تبادلې شروع کړې. پۀ عدليه کښې “يقيني او لاس پۀ لاس عدل” سولن پورې تړلې مشهوره قاعده ده. د مذهبي ازادۍ او روادارۍ لپاره هم اولنے قانون د دې عظيم فلسفي د لاس وتلے قانون دے، دې ته “لاء اٰف ایسوسي اېشن” وائي. د دې مطابق کۀ پۀ يو رياست کښې يو ټولګے ځان د يو بدل مذهب/مسلک سره منسلک کړي نو دا دې د رياست لپاره هېڅ ستونزه نۀ وي بلکې رياست دې پۀ پراخۍ سره تسليم کړي. د حکومت کوونکو او رياستي زمه وارانو د احتساب لپاره هغه د پبلک کورټ يعني عوامي عدالت اقدام نافذ کړے ؤ. پۀ يوناني ژبه کښې دې کورټ ته “هيليا” وائي. د دې عدالت ارکان به بغېر د څۀ معاشي استعداد او معيار نه پۀ فېصلو کښې د اورېدلو، متاثر کېدلو او شريک کېدلو حقدار وو. بس علمي، منطقي او شهري حېثيت ورله مطلوب ؤ. سولن واحد سړے دے چې د عوامو سياسي حقونه ئې عوامو ته د سياست پۀ لار نۀ بلکې د قانون پۀ لار ور رسولي دي. هغه دا قسمه قوانين جوړولو لپاره او مروج کولو لپاره د شاعرۍ ذريعه هم پکاروله.

    پۀ هرحال، دا او داسې نور بلها قوانين هغۀ متعارف کړي وو او هم دا قوانين وو چې وروستو د مذهبي ازادۍ، معاشي هموارۍ، سماجي انصاف او د جائیداد د اشتراکيت پۀ فلسفيانه افکارو تر مونږه پۀ منظم شکل کښې راورسېدل. د اولس لپاره د جنسي تعامل، د دې د ضرورت او تکميل د لارو فراهمي او د سولن پۀ خپله پۀ دې کښې د ابتلاء پۀ حقله بلها خبرې مشهورې دي او دې لپاره هم ئې د قانون سازۍ لارې جوړې کړې وې خو د دې تفصيلاتو ته نۀ ورځم. البته پلوټارک چې يو ډېر معروف او معتبر سوانح نګار دے، هغه د خپلې معروفې علمي سوانحو سلسله (پېرلل لائیوز) کښې د سولن پۀ باره کښې د “نېشنلزم” حواله هم راوړے ده1. کۀ چرې دا حواله لږه وڅېړلې شي او پۀ واضحه توګه رامنځ ته کړې شي نو د نېشنلزم د انسان سره د فطري وابستګۍ سره سره به معلومه تاريخي لرغونتيا هم يو پوخ شهادت شي.

    د دې نه پس د “ائيونيا” چې د يونان د يوې کالونۍ حېثيت ئې لرلو، خو ورپکښې د فلسفې نه زيات ارتکاز د سائنس پله ؤ، پۀ مادي کائنات او د هغې پۀ منبع و ماخذ او مقصد بحثونه د دې ځاے تاودۀ بحثونه وو. د مادې حقيقت څۀ دے؟ د دې اساس، ابتداء، ارتقاء او منزل څۀ دے؟ اقسام او انواع ئې څومره دي؟ ورپکښې څۀ او څنګه قوانين جاري و ساري دي؟ او د ټولو جاري قوانينو مرکزي نکته او نيوکلس څۀ دے؟ خو دې سره سره د دې سوالونو يو لازمي جهت بل هم ؤ او هغه دا چې پۀ فطرت او کائنات کښې د جاري اصول څرک پۀ انسان کښې پۀ انفرادي او اجتماعي حواله پۀ مجسم او جوهري صورت کښې څنګه موجود دے؟ انساني نفسيات کوم مرکز او مرکزيت لري؟ پۀ دې کښې طاليس تر ټولو فعال او متحرک فلسفي ؤ چې “اوبۀ” او “فطرت” ئې د دواړو جهاتو د جوابونو لپاره مرکز ګڼلو. دۀ نه پس د دې ائيونيا يو بل فلسفي فيثاغورث ډېر معروف دے. دۀ او پېروکارانو ئې هندسې او اعداد بنيادونه وګرځول او د دې پۀ وساطت د کائنات او انساني نفسياتو تعبيرونو ته ئې رواج ورکړو. عن تر دې چې د سماجي انصاف د تشريحاتو لپاره به هم يو رياضياتي ماډل وضح کېدو. د فيثاغورث او د هغۀ د پلويانو دا سياسي عقيده وه چې قدرت د حکومت کولو حق صرف نابغه هستيانو ته ورکړے دے. وروستو افلاطون هم چې د فلاسفر حکمران کومه مفکوره وړاندې کړه، د فلسفې مؤرخين ګڼي چې دا هم د فيثاغورث د دې نظر بازګشت ؤ. د دې نه علاوه فيثاغورث د درې سوه زلمو يو کلب جوړ کړے ؤ چې ورته به ئې پکښې د فلسفې او سياست علوم ور زده کول چې دوي به وروستو د حکومت کولو پوره پوره جوګه وي. ارنسټ بارکر ليکلي دي چې د افلاتون د “اکېډمي” قيام او رواج هم د فيثاغورث د دغه رواياتو بل جنم ؤ. نو دا رنګ د “ګارډيئن کلاس” تصور هم فيثاغورثي ثابتېږي.

    تر دې ځاے پورې چې څومره علمي پرمختګ روان ؤ، د هغې رويه دا وه چې د سياسي رياست پۀ فطرت غور وشي، د فرد او اجتماع، معاشرې او حکومت تر منځه پۀ نسبتونو يوه علمي مباحثه روانه وي او د هغې نه منطقي نتائج راوباسلے شي. سره د ډېرو اختلافاتو تر اوسه پۀ ټولو علمي مکتبونو کښې دا رويه مشترکه وه چې معاشره او اجتماع بهرحال پۀ نظرياتي رجحان د فرد او ذات نه مقدمه ده. د دې خلاف “سوفسټس” را اوچت شو او د انفرديت او فرد د تقدم وکالت ئې پېل کړو. خدائي او فطري قانون دواړه ئې رد کړل او د انساني قانون پرچار ئې کولو. د انفرادي ازادۍ يوه زړۀ راکښونکې نعره ئې ماټو وه. دا سوفسټس باقاعده فلسفيان نۀ وو، البته منطق، بيان او زبان دانۍ کښې ماهران وو. د خبرو پۀ زور به ئې د ښۀ نه بد او بد نه د ښۀ جوړولو استعداد لرلو. د خلقو ذهنونه او معيارات به ئې پۀ لږ وخت کښې پۀ خپله قابو کښې راوستل. حاکمه طبقې به دوي د ځان لپاره د تقرير ليکلو، خطاب کولو او حکومت کولو لپاره د مشير پۀ توګه نيول او بلها ډېره سرمايه به ئې ورته ورکوله. د دوي مثال د نن دور د “سپيچ رائټر، سکرپټ رائټر او فري لانسرز” پۀ شان ؤ. د دوي مرام انفرادي ازادي وه. اصل کښې کۀ يو کس ته خوشالي او ازادي د بل سړي د غم درد او تاوان پۀ قيمت حاصلېږي نو پکار ده چې بيا د دې قسمه ازادۍ حد بندي وشي. هم دا اصول وو چې د دې کلاس ډېر لږ سرخېلان ئې د انفرادي ازادۍ پۀ دې حدبندۍ قائل کړل. بل يو مثبت پهلو د دوي دا ؤ چې د مادي فلسفو پۀ ځاے د انساني نفسياتو د ضرورت زيات خيال وساتلے شي. د دې طبقې مشهور مشهور علمبردارو کښې ګورجياس، پروټے ګورس او تهراسي ميکس شامل دي. “د چا زور د هغۀ شور” د دې طبقې نعره وه او ظاهره ده چې حاکمه طبقې ته دا مفکوره ډېره فائده منده وي نو پۀ دې وجه دې ته مقبوليت هم ډېر حاصل ؤ. د حاکمې او مقتدر طبقې برعکس پۀ عوامي توګه د سولن، سقراط او افلاطون مفکورو ته قبوليت حاصل ؤ.

    سقراط د اېتهنز اوسېدونکے ؤ، زمانه ئې 470) ق م نه تر 399 ق م( ده. د دۀ پلار يو سنګ تراش ؤ. سقراط هم د پلار پېشه زده کړې وه. څۀ مورتيانې ئې هم جوړې کړې وې خو د علمي تندې او فلسفيانه مزاج لۀ وجې ئې پلرنۍ پېشه جاري ونۀ ساتلې شوه. دا يو دروېش صفته وطن دوسته سړے ؤ. د اېتهنز پۀ پوځ کښې ئې هم خپل خدمات ترسره کړي وو. د پينځۀ شپېتۀ کلونو پۀ عمر کښې د دولتي کونسل غړے وټاکلے شو. بيا دے د هغه کمېټۍ غړے هم جوړ شو چې هغوي د يو نهه جرنېلانو د مقدمې فېصله کوله. دې جرنېلانو باندې پۀ يو بحري جنګ کښې د خپلو ملاحانو د ډوبېدو نه د نۀ بچ کولو الزام ؤ. دې کمېټي پۀ ټولو جرنېلانو د يو فرد پۀ حېثيت کښې فيصله واوروله او سقراط ئې مخالفت وکړو چې د وطن د قانون مطابق هر جرنېل خپل انفرادي عمل باندې جوابده دے او د هر يو جرنېل باره کښې دې د تفتيش نه پس جدا جدا فېصله واورولې شي. يو کال پس بيا د مطلق العنان حکومت لۀ خوا سقراط او څو نورو قاضيانو نه مطالبه وشوه چې د يو متعين شهري پۀ باره کښې دې د قېد فېصله وکړي. سقراط بيا د دې منلو نه انکار وکړو.

    د سقراط د مادي سائنس نه زيات د انساني نفسياتو او سماجي ضرورياتو پله رجحان ډېر ؤ. هغۀ يو خپل د “تهيوري اٰف نالج” پۀ شکل کښې وړاندې کړے ؤ. د دې پۀ زور هغۀ د سوفسټس مروج کړي تمامو معيارونو ته پۀ علمي او اخلاقي حوالو شکست ورکړو. د حقيقي انساني کردار پۀ حقله ئې د “هيومن ورچو” او د هنر او پېشې پۀ حقله ئې د “پروفېشنل ورچو” تصور راپورته کړو او انساني ژوند کښې د ئې دواړو کردار متعين کولو هڅې وکړې. علم او خېر (نيکي) د دۀ د ټولو مفکورو بنيادي ستنې دي. هغه د فلسفي او عالمانو د ارسټوکرېسي قائل ؤ خو سياست ئې د ذاتي مفادو نۀ بلکې د اجتماعي مفاداتو او خېر يو مستند علم او مېدانِ عمل ګڼلو. هغۀ خلقو کښې د سماج د اجتماعي مفاد شعور راپېدا کول غوښتل. هغۀ ګڼل چې د فرد حقيقي انفرادي مفاد د سماج اجتماعي مفاد سره تړلي دي.

    “د سقراط مرګ” د مقتدر طبقې د مکر او هټ دهرمۍ پۀ مخ يوه توده څپېړه ده، د قانون د بالادستۍ لپاره اولنے شهادت دے، د سياست بحېثيت يو علم او سائنس ثابتولو لپاره د ځان قرباني ده. هغۀ ته د مرګ د سزا اورولو نه بعد د فرار موقع وه چې ځان بچ کړي خو هغۀ د دې فرار نه قصداً عمداً فائده وانۀ خسته او يو داسې مرګ له ئې غاړه ورکړه چې د فنا پۀ ځاے ئې د بقاء وسيله وګرځېده. پۀ هغۀ دا ناقابلِ قبول الزامات وو چې هغۀ د رياست او قام لۀ خوا مقرر شوي خدايان نۀ منل، هغۀ د نوو خدايانو ذکر کولو او د اېتهنز ښار د زلمو خيالات ئې بدلول. دې الزاماتو کښې هغه پۀ اخلاقي او مذهبي حواله مجرم ګرځولے کېدو. خو حقيقتاً د دې سزا پۀ شا ترټولو لوے محرک سياسي ؤ. د هغۀ سياسي خيالاتو، معياراتو او د هغې نتائجو د مقتدر طبقې خوبونه حرام کړي وو. مذهبي طبقې سره هم د هغۀ د منطق او استدلال داسې جواب نۀ ؤ چې د هغۀ لاره ئې پرې نيولې وه. د هغۀ د نيکۍ او علم د ورچو تصور پۀ خپل جوهر کښې د روايتي مذهبي پکارونو نه ډېر اوچت ؤ، هم دا وجه وه چې د مذهبي طبقې پۀ سترګو کښې ازغے ؤ ګنې ارنسټ بارکر ليکلي دي چې هغه د رياست، سياست، مذهب او قانون ډېر وفادار ؤ، مذهبي رسوماتو کښې به ئې رېښتوني شرکت کولو، د سزا و جزا او حيات بعد الموت هم قائل ؤ.

    افلاطون هغه فلسفي دے چې د سياست پۀ باب له اولنے کتاب د دۀ موجود دے. دا د سقراط شاګردِ رشيد ؤ. د هغۀ نه چې ئې د سياست د علم پۀ باب له څومره اخذ کړے ؤ، هغه ئې پۀ يو کتاب کښې ليکلے دے. د دې کتاب نوم “جمهوريه” دے. د انګرېزي نوم ئې “ريپبلک” دے. دې کښې د سقراط نظرياتو سره سره افلاطون خپل افکار هم ګډ کړي دي. دې کتاب نه د خپل عصر د طرزِ تحرير، اسلوب او طرز فکر اندازه کېږي. تفهيم ئې پۀ دې وجه لږ ګران دے چې د مکالمات پۀ شکل کښې دے او د مکالمې د طرفېنو استدلال پۀ يوه سطح معياري دے نو د ترجيح راجح لپاره ډېر ذهني استعداد غواړي. دې نه علاوه د تمثيلي اسلوب پکارونه ئې هم د تفهيم لړ کښې څۀ مشکلات ولاړوي. د “جمهوريه” ټکے پۀ اول ځل هم دې شخصيت يعني افلاطون پکارولے دے. د دۀ نه پس تر ټولو معروف نوم د ارسطو دے. دا د افلاطون شاګرد دے خو دۀ د افلاطون او سقراط بلها تصورات منقح کړي هم دي او څۀ ئې رد کړي هم دي. لکه سقراط د ډيموکرېسي پۀ دې معنيٰ کښې مخالف ؤ چې هغه د حقيقي علم د حکمرانۍ او اقتدارِ اعليٰ تصور ورکړے ؤ او د دې معنيٰ دا وه چې علم د قانون نه هم بالاتر دے. پۀ دې طرز هغه د عالمانو يا دانشورانو د ارسټوکرېسي قائل ؤ. هم دا رنګ افلاطون هم د دې فکر غزوونکے ؤ او د “فلسفي حکمران” نظريه ئې پېش کړې وه او مزيد دا چې د فلسفي لپاره د کوم تحريري ائين او قانون پابندي هم ضروري نۀ ده ځکه هغۀ ګڼل چې فلسفي وائي يو داسې هستۍ ته چې هغه عالم هم وي او ايماندار هم، نو دې صورت کښې د هغۀ هر قول او فعل پۀ خپله د يو قانون درجه لري. ارسطو د دې تصور ډېر شديد مخالف ؤ بلکې افلاطون ته پۀ خپله هم وروستو د دې تصور د کميانو (لوپ هولز، ګېپس) اندازه شوې وه ځکه ئې پۀ خپل اخري کتاب “دو لاز” کښې د تحريري قانون او ائين اهميت او ضرورت تسليم کړے دے. ارسطو ته چې کله دا پرمختګ رارسېدو نو بلها څيزونه واضح شوي وو ځکه د هغۀ نوم نن د سائنس او فلسفې پۀ اکثرو څانګو کښې د يو بنياد ګزار او نوښتګر پۀ صورت ليدلے کېږي. علم طبقات الارض، بصريات، فلکيات، فلسفه، منطق، علمِ طب، علم حېوانات او داسې نور بلها علمونه دي چې ارسطو پکښې د مؤجد حېثيت لري. د دۀ پۀ بلها نورو علمي تصنيفاتو کښې يو “سياست” دے. انګريزي کښې دا کتاب د “پاليټکس” پۀ نوم شائع کېږي. دا د جمهوريه ترقي يافته صورت دے. دا د علم سياست پۀ حقله غالباً اولنے مرتب او مدون کتاب دے. پۀ مسلم فلاسفي کښې چې کوم روايت د فلسفې تر مونږ رارسېدلے دے، هغه اصل کښې نو فلاطوني دے؛ لکه صدرا، مېبزي، هديه سعيديه او شمسِ بازغه وغېره پۀ خپل اصل کښې نوفلاطوني ده. پۀ دې کښې نظري پهلو غالب دے او د ارسطو فلسفه د دې نه ډېره جدا ده او پۀ هغې کښې عملي پهلو غالب دے. دا کتاب د وئيلو سره تعلق لري. بعضې کتابونه “امهات الکتب” وي، کۀ چرې يو تعليم يافته سړي دا قسمه کتابونه نۀ وي لوستلي نو هغه حقيقت کښې د تعليم يافته ګرځولو قابل نۀ وي. د عيسيٰ مسيح علېه السلام د زمانې نه درې درې نيم سوه کاله وړاندينے کتاب دے او څومره تازه افکار چې دې ميدان کښې راټوکېدلي دي، پۀ څۀ نه څۀ حواله د دې کتاب سره تړون لري.

    د سياسي نظرياتو پۀ تاريخ کښې معاهده عمراني “سوشل کنټرېکټ” ډېره مشهور ده. پۀ اسانو ټکو کښې د دې معاهدې تعارف داسې دے چې ابتداء کښې انسان د رياست نه بغېر کله اجتماعي ژوند پېل کړو نو ظاهره ده چې د مفاداتو تصادم به واقعه کېدو، د دې تصادم نه د بچاو لپاره انسانانو يوه معاهده وکړه چې پۀ نتيجه کښې ئې رياست خپله رګ رېښه ومونده. دغه معاهدې ته د “سوشل کنتړېکټ” يا معاهده عمراني نوم ورکړے شو. د خپل باهمي مفاد پۀ خاطر انسان د رياست اداره جوړه کړه او بلها ډېر اختيارات ئې ورته ورکړل چې د ژوند لپاره قوانين، اصول او قواعد جوړ هم کړي، نفاذ ئې هم وکړي او کۀ دې لړ کښې کوم مشکلات پېښېږي، د هغو تدارک هم وکړي. پۀ دې معنيٰ کښې دا معاهده عمراني خو پۀ پينځلسمه پېړۍ کښې رامنځ ته شوې ده خو د قديم فلسفيانو پۀ بيانونو او اقوال کښې د دې تصور د ډېر وړاندې نه موجود ؤ. عجيبه تاريخي حقيقت دا دے چې د دې معاهدې پۀ نتيجه کښې دوه متضاد نظامونه مخې ته راغلل. يو عوامي نظام حکومت او يو مطلق العنان نظام حکومت. د معاهده عمراني مطابق دا تشريح وشوه چې چونکې انسان پۀ خپله د خپل مفاد لپاره اختيارات رياست ته ورکړي دي او رياست به د ټولو خلقو اجتماعي مفاد او خېر ته هم ګوري نو دې صورت کښې پکار هم داسې ده چې رياست دې مطلق العنان وي. د سقراط نه راواخله تر پينځلسمې پېړۍ پورې حاوي نکته نظر هم دا ؤ، عن چې پۀ فرانس کښې د علم سياست درې متحرک او فعال فلسفيان رامنځ ته شول. تهامس هابس، لاک او روسو ـــ تهامس او لاک تقريباً د معاهده عمراني د دغه ياد توضيح قائل وو او دا ئې ګڼل چې رياست دې مختارِکل وي او د رياست تمامي احکامات دې واجب اطاعت وي. روسو د معاهده عمراني برعکس تشريح وړاندې کړه، هغۀ ووئيل چې رياست او حکومت د معاهده عمراني پۀ وجه وجود مومي او معاهده عوام کوي، ګويا مرکزي حېثيت د عوام دے، ځکه به رياست او حکومت د عوام پۀ خوښه او رضا جوړېږي. کۀ چرې حکومت د عوام د مرضا موافق نۀ وي نو دا خو اصلاً د معاهده عمراني مخالفت دے. ګويا عوام حق لري کۀ رياست يا حکومت د هغوي د مرضا موافق نۀ وي نو معزول کولے ئې شي. خلاصه دا چې اختيار او خوښه به د عوام وي. د يو خاص ټولګي (مقتدر طبقې) مطلق العنانيت به نۀ وي. هم دا سړے ؤ چې پۀ فرانس کښې ئې د افکارو پۀ وجه انقلاب برپا شو.

    يوه بله نظريه هم مروج ده چې د مفاداتو د تصادم پۀ نتيجه کښې انسان پُر امن معاهده نۀ ده کړې بلکې د مفاداتو د حصول لپاره جنګونه کېدل، څوک به چې فاتح شو هغه به حاکم شو، مفتوح به محکوم شو او فاتح دا رنګ رياستونه وزېږول او دا نظريه پۀ منطقي استدلال داسې ودرېده چې فاتح ته اخلاقي او قانوني حق حاصل دے چې پۀ خپل مفتوح قام او خاوره حکومت وکړي. دې ته “د قوت نظريه” هم وائي. د منلي صلاحيت پۀ زور پۀ يو چا حکومت کولو ته بلها فلسفيانو علمي بنيادونه جوړ کړي وو. دې لړ کښې يوه نظريه قراني نظريه هم ده چې الله اولنے باشعوره ادم د يو حاکم پۀ حېث پېدا کړو او څۀ ته چې سياسي مؤرخين “سټېټ اٰف نېچر” وائي، داسې کوم صورتحال هډو پېښ شوے نۀ دے. دې تصور ته د سياسياتو پۀ علم کښې “نظريه اصلِ خداوندي” وائي چې ډانډي ئې مونږ د هغه لرغوني تاريخي موړ سره ملاوهلې شو د کوم ذکر چې مو اول اول کښې د هومر پۀ افکارو سره کړے ؤ. د دې تصور بې جا استعمال لۀ وجې مذهبي بادشاهت، مذهبي اشرافيه او رېلیجئیس تهيوکرېسي د يو مستند تاريخ پۀ طور زمونږ مخې ته دي. د دې پۀ وکالت کښې افلاطون او سقراط غوندې هستيانې متحرک وې خو د دې پۀ پرده کښې چې حاکم او مقتدر طبقې د انسانيت کوم استحصال او تذليل کړے دے، هغه بل يو نظام حکومت او نظريه سياست کښې نۀ دے شوے؛ تر ټولو لوے دليل ئې دا د “تيوکرېسي” لفظ دے. دا پۀ خپل اصل کښې يو مقدس او سپېځلے ټکے ؤ. د دې معنيٰ ده د “الله حاکميت”، مګر معلوم انساني تاريخ کښې چې د دې طرزِ حکومت لاندې د “انکيوزيشن” د ادارې لۀ خوا پۀ نسلِ انساني کوم کوم ظلمونه شوي دي، د هغې مثال “پۀ زمکه دې اسمان نۀ دے ليدلے”. پوپ به معصوم عن الخطاء ؤ، د هغۀ د خولې خبره به د هر قانون د پاسه وه. کۀ يو سړي به ئې مخالفت وکړو نو پۀ هغۀ به د بدعتي ټاپه ولګېده او هغه وخت د دې مطلب دا ؤ چې دا قسمه سړے زمونږ ټولنه کښې د اوسېدو قابل نۀ دے. پۀ پېړیو پېړیو د بائبل ترجمه کول جرم ؤ. چې څوک د پوپ پۀ کرتوتاتو خبر نۀ شي. تاريخ ليکلي دي چې “جان هسس”2 نومې سړي پۀ اول ځل د بائبل ترجمه پۀ پټه وکړه خو چې خبره ښکاره شوه نو دې عالم ته ئې پۀ جرم دا سزا ورکړه چې ژوندے ئې وسېزلو.

    سياسي نظرياتو کښې يوه “د جاګيردارۍ نظريه” هم ده. دا نظريه د يو ضرورت پوره کولو لپاره رامنځ ته شوې وه. قرون وسطيٰ کښې چې کله جنګي مهمات ډېر زيات شول، د فرانس او انګلستان پۀ خپلو کښې هم جنګونه وو او د مسلمانانو سره هم جنګونه روان وو نو د جنګي ضرورياتو تکميل ډېر ګران شو. د مالي او جاني وسائلو يو بحران پېدا کېدل ضروري او يقيني وو. دې بحران نه د وتلو لپاره يوه فلسفه وضع شوه چې زمکه خدائي وديعت دے، د حاکم او محکوم دواړو رشته د زمکې سره ده، څوک چې د زمکې مالک دے پۀ مثال د حاکم دے او څوک چې د زمکې استعمال کوونکے دے، هغه محکوم دے. اوس دې صورتحال کښې به چونکې بادشاه سره د ټول ملک زمکه وه نو هغه به د باچایۍ سره سره يو خدائي اختيار هم درلود. بادشاه به يو سړي ته څو جيربه زمکه ورکړه او دا رنګ هغه به د باچا محکوم شو. هغۀ نه به د دې زمکې پۀ بدل کښې باچا څۀ مفاد اخستل لکه د جنګ پۀ صورت کښې باچا ته جنګيان ورکول. اوس دې جاګيردار ځوان به دا د باچا نه اخستې زمکه پۀ زميندارو کښې لږه لږه ووېشله او د باچا مطلوبه شرائطو سره سره به ئې پۀ دوي خراج هم کېښودو. د زمکې د پېداوار نه به ئې څۀ حصه پۀ خپله اخسته او څۀ حصه به ئې پکښې جاګيردار ته ورکول لازمي وو. د جاګيرادر د لور يا زوي پۀ وادۀ کښې به د ټولو زميدارو خپله پوره پوره حصه ورکول لازمي وو. کۀ جاګيرادر به قېد شو نو پۀ زميندارو لازمي وه چې هغه پۀ قيمت يا زور راخلاص کړي او صرف دا نۀ، کۀ چرې د جاګيردار پۀ بدل کښې د يو پۀ ځاے د لسو کسانو غوښتنه هم وشي نو لازمي ده چې زميدار به دا شرائط مني. د ښکار او سفر دوران کښې به د جاګيردار تمامي اخراجات پۀ هغه زميدارو وي کومې علاقې ته چې جاګيردار ورغلے وي. کۀ چرې يو زميدار د جاګيردار مخالف شي نو بيا د هغۀ ټول زميدار به ورسره سوشل بائیکات لازمي کوي. دې صورت کښې ظاهره ده چې د باچا لپاره به د جاګيردار اهميت ډېر زيات ؤ، نو جاګيردار به د باچا نه د رعايا پۀ نوم بلها مراعات هم اخستل او باچا دې ته مجبور هم ؤ، ډېر زر د باچا او جاګيردار د مفاداتو تصادم شديد شو او پۀ خپلو کښ پۀ جنګونو اړم شول. د مغلو پۀ زمانه کښې به هم پينځۀ زرګيز جاګيردار او لس زرګيز جاګيرادر موجود وو، خو دوي به پۀ زميدارو دومره ډېره سختي نۀ کوله لکه څنګه چې يورپ کښې روا وه. کله چې پېرنګيان هندوستان ته راغلل نو هغوي خو د جاګيردارۍ پۀ زور د سياست مړني وو نو دلته ئې هم د هغې جريان تر څۀ حده جاري کړو. بعضې خلق اسلام کښې د جاګيردارۍ د جواز نامعقول خبرې کوي. اصل کښې دا يوه غلط فهمي ده. اسلام کښې يو عمل دے چې “اقطاع” ورته وائي؛ دا يو داسې عمل دے چې حاکم وقت بې اباده، شاړه يا بنجره زمکه چا ته حواله کړي چې ابادکاري پکښې وکړي، کۀ چرې درې کالو يا متعين وخت پورې دا زمکه دوي اباده نۀ کړي نو حکومت ئې ترې واپس واخلي چې بل چا ته ئې د ابادکارۍ لپاره ورکړي. څۀ موده پس به رياست دوي ته ملکيت هم ورکړو. اوس کله کله به د ابادکارۍ دې ضمن کښې اولني قابض څۀ زمکه پۀ څۀ شرائطو بل ملګري ته ورکړه د مزارعت لپاره او يا د څۀ کاروبار لپاره، ځکه چې دوي به مالکان وو اوس، دا بالکل جدا څيز ؤ، د جاګيردارۍ د نظام نۀ. پېغمبر علېه السلام حضرت وائل ابن حجر، معاويه، عمر نورو متعدد صحابه کرام رضوان الله علېهم اجمعين ته داسې قسمه زمکې ورکړې وې.

    د اټلي مسوليني د فاشزم د نظام قائل ؤ. دا ټکے هم پۀ اول ځل غالباً مسوليني پکارولے ؤ. دا د يوناني ټکي “فاست” نه ماخوذ دے. پۀ عربي کښې ” فاس” تبر ته وائي. د دوي نشان هم د تبر پۀ شان يوه اٰله ده. لکه څنګه چې د روس نشان لور دے. پۀ اولني جنګِ عظيم کښې اټلي د اتحاديانو سره وه او دوي فاتحان هم وو، جرمنيانو ته ماتې ورکړې شوې وه، خو بيا هم د جنګ نه پس حالات ئې ډېر خراب وو، معاشي بحران ؤ، ادارې مخ پۀ زوال وې، خلق نا اميده وو. دې حالاتو کښې مسوليني د ميلان ښار نه د خپلې فاشسټ پارټۍ اغاذ وکړو، انقلابي نظرياتو ئې عوامو کښې ډېر زر مقبوليت وموندو. صرف د درې کلونو پۀ محنت سره ئې بلها ډېر پېروکاران پېدا کړل. پۀ کال نولس سوه دوه ويشتم کښې ئې يو لښکر تيار کړو چې ټولو تورې جامې اغوستې وې او د روم طرف ته ئې مارچ وکړو چې د حکومت نه مطالبه وکړي چې مسوليني دې وزيراعظم شي ګنې نو دوي به د حکومت خاتمه وکړي. اخر باچا مجبور شو او مسوليني د يو مطلق العنان ډکټېټر پۀ طور رامنځ ته شو او پۀ نورو ټولو پارټيو ئې پابندي ولګوله. د هغۀ نظريه دا وه چې د فرد حقيقت نشته، فرد صرف پۀ دې وجه محترم دے چې د قام يو جز دے. هر اختيار د قام سره دے او د قام نمائندګي سټېټ کوي. د قامي ترقۍ او پرمختګ لپاره هرقسمه جدوجهد ئې روا ګڼلو. هغه د جمهوريت خلاف ؤ چې جمهور غلطه فېصله هم کولې شي او بيا به ئې هم خلق مني؟ دا انصاف نۀ دے. مسوليني د عدم تشدد ډېر مخالف ؤ، هغۀ به وئیل چې عدم تشدد د بزدلانو شېوه ده، څنګه چې د ښځې لپاره بچي راوړل لازمي امر دے نو داسې د سړي لپاره جنګ لازمي امر دے. د دې مطلب دا ؤ چې څنګه يوه ښځه د تخليق نه بغېر قام نۀ شي زېږولے نو داسې سړے د جنګ نه بغېر خپل قام نۀ شي ساتلے او د قام د سرفرازۍ باعث هېڅ کله نۀ شي جوړېدے. قومي اتحاد، اعتماد او حميت د جنګ نه بغېر ناممکن دے. د قامي ترقۍ او مفاد له مخه پۀ انفرادي ازادۍ پابندي د هغه نظرياتو کښې جائز نۀ بلکې عېن ضروري وه. د فاشزم مطابق د ژوند يوه داسې شعبه نشته چې جماعت/ قام/ حکومت پکښې دخل اندازي نۀ شي کولې. ځکه د دې قسمه حکومت نظام ته “ټوټلېټېرین” يعني کليت پسند نظام هم وائي. مسوليني د دې نظرياتو لاندې خپل قام او ملک د هر قسمه بحران نه راوويستو، خو ظاهره ده چې د حکومت بې جا مداخلت او د فرد د ازادۍ مستقل انکار تر کومه يو ځاے سفر کولے شي؟

    د مسوليني نه پس پۀ جرمني کښې هټلر من و عن هم دغه نظرياتو سره نسلي امتياز هم ورګډ کړو او د شکست خورده او تباه حال جرمني لپاره يو اميد جوړ شو. د هټلر سياسي فلسفه او عقيده دا وه چې پۀ دنیا د حکومت کولو حق يو مخصوص نسل ته حاصل دے چې د خاص صلاحيتونو حامل وي او هغه اريائي قامونه دي. د دې نه علاوه د سامي قامونو سخت مخالف ؤ هغه، او د هغوي خلاف ئې وسله واله مبارزه هم کوله. هټلر چې د خپلو نظرياتو او سياسي ګرفت پۀ زور تباه حاله جرمني کوم مقام ته رسولې وه، غالباً پۀ صنعتي، سياسي او معاشي اعتبار هغه کله هم دومره مترقي نۀ وه. د هټلر دغه سياسي مفکورې ته وروستو د “نازي ازم” نامه ورکړې شوه. هټلر او مسوليني يو عروج ته ورسېدهل او خپل قام او خاوره ئې هم يو اوچت مقام ته ورسول خو د هغوي د مرګ نه بعد نورو ډېرو قامونو لکه برازيل، سپېن او اجنټائن يا جاپان وغېره کښې هم تر څۀ مودې پورې تقليد شو خو هغه شان کاميابي ئې ونۀ مونده.

    پرولتاري حکومت د کميونسټ سټېټ دوېم نوم دے. د دې بنيادونو کښې د کارل مارکس افکار خوندي دي. هغه وائي د ابتداء نه انساني نسل پۀ دوه طبقو کښې وېشلے شوے دے. يوه طبقه د مالدارو، منصب دارو او حاکمانو ده او بله د محنت کوونکو، مزدورانو او زميدارو ده. اولنۍ ته “بورژوائي” او دوېمې ته “پرولتاري” وائي. پۀ انساني تاريخ کښې چې څومره جنګونه شوي دي، د هغې پۀ شا د دې دوه طبقو د مفاداتو تصادم او د باهمي کشمکش تنازعات موجود وي. همېشه نه بورژوائي ټولګي د پرولتاريه خلقو استحصال کړے دے، د هغوي پۀ جائز حقونو ئې هم ډاکه اچولې ده او خاص کر د صنعتي انقلاب نه را پۀ دې خوا خو پۀ خصوصي توګه د هغوي پۀ محنت خپلې ماڼۍ ابادې کړې دي. هر پېداوار د محنت پۀ وجه خپل قدر پېدا کوي او محنت ئې واحده مرکزي ذريعه ده. خو دا پېداوار چې کله نتيجې ته رارسي نو ټوله مېوه ئې درېمګړے يوسي. د دوي نظر دا ؤ چې کوم سړے څومره محنت کوي، هغۀ ته دې هومره صله ملاو شي. بغېر د محنت نه د صلې تصور دې د منځه ختم شي، دې لپاره د “کميونسټ مېنيفسټو” تحرير رامخې ته کړے شو او د کارل مارکس پۀ ژوند خو اشتراکي حکومت قائم نۀ شو البته لېنن وروستو چې روس کښې کوم نظام نافذ کړو ورته ئې “د پرولتاري حکومت” نوم ورکړو. دې کښې هم د اختياراتو مرکز رياست او حکومت وو، د زمکو او کارخانو ملکيت به انفرادي نۀ ؤ او د نظام چلولو اختيار به پرولتاري طبقې ته ؤ، انفرادي ازادي پکښې نۀ وه، اجتماعي مفادو لپاره قربانيانې پکښې ډېرې وې، يعني هم هغه د فاشزم جوهر پۀ يو بل صورت دلته هم موجود ؤ. د وړو سرمايه دارو پۀ ځاے يو غټ سرمايه دار د پرولتاري حکومت پۀ شکل کښې راڅرګند شو. پۀ روس کښې تقريباً د اويا نه زيات کلونه دغه نظام جاري ؤ چې پۀ مزه مزه ئې معاشرتي، اخلاقي او سياسي خرابيانې دومره ډېرې شوې چې خلقو ترې توبه کړه.

    جمهوريت لکه څنګه چې پۀ وړاندو کرښو کښې ذکر وشو چې د لفظ او تصور تر حده خو د افلاطون او د هغۀ نه هم وړاندې د يونان د حکومتونو د وخت نه راروان دے، خو پۀ موجوده صورت کښې چې د څومره ارتقاء نه راتېر شوے دے او نن د ټول عالم د سياست کلمۀِ ايمان ګرځېدلے دے نو دې ځاے ته راوړلو کښې د درې سياسي فلسفيانو کردار ډېر اهم دے. دا درې واړه د فرانس دي. دوي کښې ولټائر، مونتېسکو او روسو شامل دي. څۀ ته چې مونږ جمهوريت وايو، دې ته پۀ انګرېزۍ کښې ‘ډېموکرېسي ‘ وائي؛ دا د يوناني ژبې د دوه ټکو نه جوړ ترکيب دے، “ډېمو” عوام ته وائي او “کرېسي” حاکميت ته وائي. د دې نظام د تعارف پۀ تعين کښې بلها مبني بر دلائل اختلافات هم مسلّم دي خو دومره خبره پکښې مشترکه ده چې هغه نظام چې پکښې د عوامو رایه پۀ څۀ نه څۀ شکل کښې د پاليسيانو لپاره بنياد او اساس وي. هم دا معنيٰ ئې پۀ لفظونو کښې هم مخفي ده. د مذهبي بادشاهت، نسلي اشرافيه، جاګيردارۍ او مذکوره نورو بلها نظامونو نه چې کله څۀ لږه ډېره فکري ازادي ملاو شوه نو د ژوند پۀ مختلفو ډګرونو بلها نوي او تازه افکار خوارۀ شول. ولټائر د اوولسمې پېړۍ پۀ اخري کلونو کښې پېدا شوے ؤ او پۀ اتلسمې پېړۍ کښې وفات شوے دے. دۀ د سائنس او ارټس پۀ متنوع شعبو کتابونه ليکلي دي. د دۀ د ليکونو مجموعه پۀ لس کم سل جلدونو کښې شائع شوې ده. د دۀ تر ټولو غټ امتياز د مذهب مخالفت دے. دے وائي تمامي مذاهب محرف شوي دي. د انسان لپاره حقيقي مذهب اوس صرف فطرتي مذهب دے. دوېم امتياز د دۀ دا دے چې مذهب د انسان ذاتي معامله ده؛ چې څۀ ئې زړۀ غواړي هغه دې کوي او حکومت يا رياست ته حق نۀ دے حاصل چې د چا د مذهب پۀ حقله پابندي يا کوم اصول او قواعد لاګو کړي. د مذهب احترام هم پۀ دې وجه دے چې دا د يو انسان د ذاتي تسکين لپاره يوه موثره ذريعه ده، ګنې بالذات مذاهب څۀ قابلِ احترام شے نۀ دے، دې کښې د حق او باطل تقسيم يا د حق او باطل لپاره بحث و تمحيث يا مناظره او مکالمه فضول کار دے. هم دا تصور ؤ چې وروستو دې ځاے ته ورسېدو چې د رياست مذهب نۀ وي او نن هم دا نظريه د اکثر نړۍ سياسي ايمان جوړ شوے دے.

    دوېم فلسفي مونتېسکو دے، دۀ يو کتاب ليکلے دے، “روحِ قانون” (سپرټ آف لاء) __ دا کتاب اصل کښې د قانون او د هغۀ د فلسفې پۀ حقله دے خو د جمهوريت پۀ حواله پکښې د يوې نظريې ذکر دے چې هغې ته “تفريق اختيارات” (سېپرېشن آف پاور) وائي. دا هغه سړے دے چې وائي د رياست اختيارات پۀ درې قسمه دي: يو د قانون سازۍ اختيار، بل د جوړ شوي قانون د نفاذ او انتظام چلولو اختيار او درېم د جوړ شوي قانون د تشريح، اطلاق، تطبيق او رد و قبول د تمامي مراحلو تر سره کولو اختيار. مونتېسکو دا نظريه راوړه چې دا درې واړه اختيارات دې يو فرد يا يو ادارې ته نۀ حواله کېږي. دا درې اختيارات دې درې افرادو يا درې ادارو ته حواله شي، درې واړه دې ازاد او خودمختاره وي، يوبل سره دې باهمي امداد کوي او د يو بل کار کښې دې مداخلت نۀ کوي چې تصادم نۀ جوړېږي. تر اوسه به دا درې واړه اختيارات يو فرد يا يوې ادارې ته حواله وو نو تصادم، استحصال او ناجائز اقدامات به ډېر زيات وو. د دې نظريې پۀ بنياد د قانون سازۍ اختيار چې کومې ادارې ته ملاو شو هغې ته لجسلېچر يا مقنِنه ووئيلې شوه. پۀ جمهوريت کښې دا اختيار پارلېمنټ يا اسمبلۍ ته حاصل وي. د جوړ قانون مطابق انتظام و انصرام چلولو اختيار چې کومې ادارې ته حواله شو، هغه انتظاميه يا “اېګزېګټیو” ده چې پۀ صدارتي نظام کښې ئې سربراه صدر او پارلېماني نظام کښې وزيراعظم وي. د قانون د تشريح، اطلاق او تصفيې اختيار “عدليه” ته حواله شو. دا هغه نظريه وه چې تمامي جمهوري نظامونو قبوله کړه. د ډویژن اٰف پاور تصور هم د دې اېکسټنشن دے.

    درېم سړے روسو دے چې اولو کرښو کښې ئې هم ذکر تېر شو. دۀ ووې چې معاهده عمراني نتيجه دې مطلق العنانيت نۀ وي بلکې د انفرادي ازاديانو خيال دې پکښې وساتلے شي. حکومت دې د افرادو د مرضا مطابق وي، ځکه چې هم دې افرادو د خپلو حقونو نه د دستبردارۍ اعلان پۀ دې وجه کړے وي چې حکومت به ئې د رضا خيال او تحفظ کوي. کۀ چرې داسې نۀ وي نو دوي ته اختيار حاصل دے چې حکومت معزول کړي. هم دا د انفرادي ازادۍ سره سره د فرد نمائنده حکومت، تفريقِ اختيارات او د رياست د مذهب نه جدا کول هغه نظريات وو چې د موجوده جمهوريت تشکيل ئې کړے دے. د جمهوريت پۀ قيام کښې څۀ تاريخي عوامل لکه د امریکا ازادي او د فرانس انقلاب پۀ شان واقعاتو هم خپل مهم کردار لوبولے دے.

    د خلافت پۀ حقله د دوه تصوراتو خلاصې سره خپله خبره رانغاړم. يو تصور دا دے چې اسلام او قران د يوې صالحه معاشرې قيام او هدايت خپل مقاصد ګڼي. د جان، مال، عزت، حسب نسب، دين او عقل تحفظ د شريعت مقاصد دي. رياست جوړول او د رياست قيام د شريعت اولنے مقصد نه دے، کۀ چرې داسې ضرورې وه نو د انبياو تاريخ کښې څومره نبيانو رياستونه جوړ کړے ؤ؟ چا چې نۀ ؤ جوړ کړي اٰيا هغه پۀ خپل مقصد او کارِ نبوت کښې ناکام وو؟ د دې تصور پلويان دا وائي کۀ د پرائمري مقاصدو، کوم چې بره ياد شول، د حصول پۀ لړ کښې رياست بذاتِ خود وجود ومومي نو ډېره ښه خبره ده، خو کۀ نۀ شي حاصل نو هم ضروري نۀ ده. پۀ فرد باندې خپل د هدايت حصول لازمي او واجب دے، د رياست د قيام هلې ځلې پرې نۀ دي واجب. دلته د امام الهند مولانا ابوالکلام ازاد تصور هم پۀ نظر کښې نيول پکار دي چې هغه وجودِ نفسِ خلافت لازمي ګڼي. بل تصور دا دے چې د رياست او خلافت قيام ضروري دے، پۀ انفرادي او اجتماعي دواړو حېثيتونو کښې، ځکه چې قران کښې د حدود، تعزيرات، جرائمو د سزا جزا نظام د رياست سره تړلے دے. د دې حکمونو د منلو مخاطبه فرد ته نۀ اجتماع ته ده او د اجتماع/ معاشره قيام بغېر د نظامِ حکومت نه امکان نۀ لري. کۀ چرې رياست نۀ وي نو د قانون نفاذ او د حدود و تعزيرات اجراء به ممکن نۀ وي. نو پۀ خپله خپله دائره او استعداد کښې د دې لپاره سعي واجب ده.