د منګي غاړه مې شنه . . . – سلطان خان ټکر

ټپې ئې د احمد خان او فضل ربي استاد نه پۀ لوړه وې، ځوانانو به چې يوه ټپه اورېده، نو بيا ئې د پلار هم نۀ منله، منشور ئې داسې ؤ لکه چې د منګي غاړه مې شنه لمن مې سپينه کنه، بل پۀ غاړه مې ځنګېږې تعويذونه کنه… والا عکس ؤ. ځوانانو د هرې مسئلې حل به دا ګڼلو چې ” ائے ګا خان “، ځکه چې د ځوانانو پۀ نظر کښې د خان ۲۲ کاله هڅه هم وه او د ملک د درست کولو درد ئې هم لرلو، دوه نيم کاله پورې به چې چا هم څۀ د کارکردګۍ تپوس کولو نو خان به وئيل چې ډاکوانو راته خزانه خالي پرېښې ده، څوک چا ته خزانې ډکې نۀ پرېږدي، خپلې به ګټې او خپله به څټې، خو ځه مړه! دا به ووايو چې “دل بهلانے کے لئے غالب يه خيال اچها هے”. يو ځل د بړے بزدار سائېن د خلې نۀ د بني ګالا پۀ يو رنګين ماښام کښې په ناخيالۍ کښې څۀ رښتيا هم وختل، چې تر اوسه پورې خو مونږ نۀ پوهېدو چې رموز مملکت څۀ ته وائي؟ يعنې ملک ئې د غوښو غوبل کړو او خان وائي چې ” کچهـ سمجهـ نهين ارها تها “. واقعي چې دا د خان يو حقيقي اعتراف ؤ ګنې چې خزانه خالي هم وې نو پۀ ښۀ ګورننس خو د چا پېسه نۀ خرچ کېږي يعنې چې خان نۀ پوهېدۀ، نو ښۀ ګورننس به ئې څنګه کړے ؤ. سوال دا دے کۀ چرې داسې لوبه پۀ مغرب کښې شوې وه نو د اعتراف سره به استعفا سمه وه چې نور قوم نۀ شم بربادولے. د ښۀ ګورننس غټې نخښې د پارليمنټ چلول، اپوزيشن سره ښۀ تعلقات، بهترين منصوبه بندي جوړل او د منصوبو عملي کولو د پاره بهترين منېجمنټ کول، پۀ دې ايا څۀ پېسې لګي چې خان وائي چې خزانه خالي ده. د منصوبه بندۍ دا فقدان او د منېجمنټ دا سخا ماډل ټول قوم پۀ هر مېدان کښې ويني، بي ارټي ئې يو ژوندے مثال دے. د پوليس ريفارمز وعده ئې پۀ ډاګه ده چې پۀ پنجاب کښې ئې د ناصر دراني سره څۀ وکړل، پۀ پنجاب کښې بې شمېره ائي جي پيز بدلوي را بدلوي، د دې مطلب دا شو چې د اهليت پۀ تلاش کښې کنفيوز دے يا د مختلف ډلو د مفاداتو د پاره دا ديکې را ديکې جاري دي. پۀ هر ډيپارټمنټ کښې د دوه درې مياشتو پۀ حساب سره سېکټريان اخوا دېخوا کېږي. څوک د خپلو څوکو نۀ اخوا دېخوا کولو ته ريفارمز نۀ شي وئيلے کېدے. د ګورننس د کنفيوژن د ټولو نه غټه نخښه بله څۀ کېدې شي چې د کرپشن د تور د وجې يا نااهلۍ د وجې نه درې کاله پورې ئې پۀ خپله کابينه کښې مسلسل ريشفل وکړو يعنې د شېراګے پۀ ځاے خانزے شي او د خانزے پۀ ځاے شېراګے شي، چې زياته توره وکړي نو بيا ورته پۀ پارټۍ کښې هائي کمانډ پۀ حواله کړي يعنې “شېخ جو پهنچے محشر مېن اعمال نۀ دارد جس مال کے تاجر تهے وه مال نۀ دارد”. پۀ خان هغه وخت لرې نۀ دے چې پۀ افسوس سره به باد مخالف ته پۀ منت وي چې ” د ايرو څلے مې وران نۀ کړې ورو تېر شه… باده زۀ هم د اشنا د عشق يادګار يم” يعنې د ځوانانو د محلاتو يو خواب يم. د دې نااهلۍ د وجې نه د خان پۀ دور کښې درې شوګر سکېنډل مخې ته راغلل؛ دوه د اوړو بحرانونه راغلل، درې د اېل اېن جي راغلل او يو د تېلو راغلے دے. د شوګر قيمت ډبل شو او د ژوند پۀ هر اړخ د ګرانۍ ډانسونه دي. اوس هم لوبه ګډه وډه ده يعنې ګورننس پۀ دور بين کښې هم نۀ ښکاري، وجه؟ “اب بهي خان کوکچهـ سمجهـ نهين ارها هے”. د خان د ګورننس غټه کارنامه دا ده چې تر اوسه پورې بزدار اف پنجاب ښۀ په کاميابۍ سره پۀ اوږه ګرځوي، بلکې د خېبر پختونخوا بزدار پلس ئې هم پۀ اوږه دے، څوک چې د صوبې د ترقياتي بجټ هم ټول پۀ ټول نۀ شي خرچ کولے، د صوبې د رائيلټۍ د ګټلو په مد کښې دوېم جماعت فېل ښکاري. بابک صېب ديکې ورکوي او موصوف لکه د ژمي انجڼ دے پۀ قسم هم سټارټ نۀ اخلي. د دې ننکو پۀ اپرېشن پېسه هم نۀ لګي چې مونږ دا ووايو چې خزانه خالي ده نو خان به څۀ وکړي. ايا د پنجاب او د کے پي پۀ اسمبلۍ کښې دا ” صبح کے تارے ” دي. پۀ حقيقت کښې خان پنجاب او کے پي دواړه د اسلام اباد نه چلوي او حال ئې دا دے چې د عدالت د ريمارکس مطابق د اسلام اباد پۀ ۲۴ کلوميټر کښې دننه هم حکومت پۀ نظر نۀ راځي. د حکومت د راتلو نه ئې راته مخکې د اسد عمر نه د معيشت ټيک کولو دليپ کمار جوړ کړے ؤ چې ” شهري بابو ائے ګا” نو هر څۀ به ټيک شي، موصوف ئې بجټ جوړولو ته هم پرې نۀ ښود. د زرداري د وخت يو ماډل ئې راوستۀ، پۀ چا به چې دا الزام ؤ چې د ملک معيشت ئې غرق کړے دے. نواز شريف حکومت نه ورته ۵.۵ فيصد د ترقۍ شرحې سره معيشت پاتې شوے ؤ. اوس پۀ څلورم کال د حکومت دعوا ده چې معيشت پۀ درست ټرېک روان شو او هغه هم پۀ ۴ فيصد رفتار سره، کۀ رښتيا وي نو هله، خو د خان پۀ دور کښې رښتيا چرته دي، دا بېله خبره ده چې پۀ ملا ئې لکه د لېونو د عدالت د طرفه ” صادق ” ليکلے شوے دے. چې معيشت پۀ لاندې ؤ نو کرنټ خساره د نشت برابر شوې وه، حکومت به ډول وهلو چې کرنټ خساره مو ختمه کړه، چې اوس کرنټ خساره سېوا شوه نو هم ډول وهي چې معيشت پۀ بره روان دے نو ځکه کرنټ خساره پۀ لوړه ده يعنې پۀ غم کښې هم ډول او ښادۍ کښې هم ډول وهي، ملک نۀ دے سمه د کېلاش وادي شوه، پۀ هر صورت د خوشحالۍ نخرې کوي. د خان دا الزام ؤ چې نواز شريف د ملک قرضه ۵ کالو کښې د ۱۴ هزار نه ۲۴ هزار ارب ته ورسوله، ماشا الله! خپله ئې پۀ درې کاله کښې لوبه د ۲۴ هزار نه ۳۸ هزار ارب روپو پۀ ډېري ودروله. د نوازشريف پۀ قرضه کښې قوم د بجلۍ کارخانې وليدلې، موټروے او د اېل اېن جي ټرمينل او پائپ لائن وليدل، د خان لوبه خو تور جادو شوه، قرضه هم سېوا شوه او پۀ مېدان څۀ ښکاري هم نۀ. خان وائي چې خزانه ډاکوانو لوټلې ده او موجوده وزير خزانه وائي چې د خان تېر ټيم د ملک د معيشت بېړه غرقه کړې ده، خبره به د چا منو، خان وائي زۀ پوهېږم نه، بيا خو به د وزير خزانه خا مخا منو. ځکه خو نازلي (مريم) پۀ ټوپونو ده. نوره د نازلي ابو هم وړو صوبو سره داسې لوبه کړې ده چې داسې انګرېزانو افريقې سره هم نۀ ده کړې، سي پېک ؤ د چا وشو د چا، ولې؟ پنجاب کو عزت دو. چلو خزانه خالي ده، اپوزيشن د انساني حقوقو پۀ حواله د خان حکومت سره پۀ نېب قوانينو د بارګېن نه بغېر ښۀ پۀ مينه قانون سازي کړې ده. د دې باوجود د حکومت د کمزور رټ د وجې نه کرائم رېت پۀ بره دے. بلکې د کرائم د ختمولو پۀ ځاے د خان موقف دے چې سړے يعنې مرد روبوټ نۀ وي. يقينا چې مرد روبورټ نۀ وي خو بيا قانون او د حکومت رټ د کومې بلاګانو نومونه دي يعنې ” ناچ نۀ جانے تو انګن ټېړها “. شکر دے چې دلته دا ګواکې نۀ وائي چې خزانه ډاکوانو لوټلې ده، ګنې د کاواک خان د هرې مسئلې نه د خلاصي بهانه ده چې خزانه ډاکوانو لوټلې ده. کۀ خزانه ډاکوانو لوټلې ده، بيا خو احتساب لازمې دے چې ډاکوانو سره وشي. شکر دے د خان نعره هم د احتساب ده، ځکه خود لکه سحر او ماښام مونږ دا ټر ټر اورو چې هېڅ څوک نۀ پرېږدم، پۀ دې وجه خو پۀ نېب قوانينو څۀ قسمه بارګېن ته هم تيار نۀ دے، خو پۀ حقيقت کښې نېب د خټکو د باغ ګوډاګے دے چې صرف وېرول کوي، زۀ نۀ وايم، د ملک لوے عدالتونه وائي. د خان پۀ منشور کښې دا خبره پۀ غټو غټو کرښو کښې ليکلې شوې ده چې پي ټي وي به مونږ د بي بي سي نه هم پۀ وړاندې بوځو، د خالي خزانې سره د دې مسئلې څۀ تعلق هم نشته، خو د خان پۀ حکومت کښې لوبه الټه شوه، بيا هم خان د اسلام اباد نه واخله تر نيويارکه پورې دا قوالي وهي چې پۀ پاکستان کښې ميډيا د يورپ نه زياته ازاده ده. پۀ درې کاله کښې چې ميډيا سره څۀ شوې دي، هغه ټول عالم ته پته ده. اوس اوس د تنظيم ود اوټ بارډرز رپورټ راغلے دے چې پۀ کښې خان صاحب ته د فريډم اف پرېس پرېډېټر يعنې د پرېس د ازادۍ خونخوار قاتل وئيلے دے، پۀ دې رپورټ حکومت ډېر کېلا شوے دے. قوم ته پته ده چې مطيع الله جان، ابصار عالم، اسد طور، عمران شفقت او حامد مير سره کومې لوبې وشوې، بلکې د عاصمه شېرازي پۀ خپل کور کښې زباني بېعزتي هم وشوه. څوک پۀ ټي وي کښېناستے شي او څوک نه؟ دا فېصلې هم د عمران خان پۀ حکومت کښې کېږي. د رېډ لائن هېڅ پته نۀ لګي چې څۀ ووايو او څۀ نۀ؟ د حکومت يو توره بان دېو وائي چې سوشل ميډيا هم ريګولرائزډ کول غواړي، ځکه چې پۀ سوشل ميډيا مخالف رياست ټرېنډ چلېږي چې پۀ دې رياست مخالف ټرېنډ کښې د توره بان دېو پۀ خيال پي اېم اېل(ن)، فضل الرحمان ډله او اے اېن پي پۀ ټاپ ده يعنې د ملک عمرانائزېشن کوي چې پۀ ملک کښې دې ون پارټي سسټم وي. لنډه دا چې قصور د خان نۀ دے بلکې موصوف خو وائي چې مونږ پۀ رموز مملکت پوهېږو نه، ګناه د هغوي ده چې چا ناپوهه خان راوستے دے.

دا هم ولولئ

عمران خان بمقابله “جانے کاکا” – سلطان خان ټکر

د عمران خان پۀ حکومت کښې هغه څۀ کېږي څۀ چې مافيا غواړي، باقي صرف …