د خدائي خدمتګار تحريک دوه پتمنې–کلثوم زېب

د پښتنو تاريخ د خدائي خدمتګار تحريک د باني خان عبدالغفار خان المعروف باچا خان  د ذکر نه بغېر نيمګړې دےـ د دغه تحريک او د باچا خان د نوم او وجود پۀ ټولنه او دنيا يو غټ اثر پاتې دےـ د هندوستان د ازادۍ پۀ تحريک کښې هغوي د خپل پښتون اولس دپاره او […]

ولي خان د اصولو، حقيقت او ملي شعور د سياست روښانه مناره–حېران مومند

ولي خان د شلمې پېړۍ پۀ سياسي تاريخ کې يو داسې نوم دے چې د اصولو، ملي شعور، عدالت، او ولسي حقونو لپاره يې خپل ژوند وقف کړے وۀ۔ د هغوي سياست يواځې د ګوندونو ترمنځ رقابت نه وۀ، بلکې د پاکستان د سياسي او اجتماعي بنيادونو د سمبالولو لپاره يې د يو ژور فکر […]

د عبدالاکبرخان اکبر د ډرامې”خدائي خدمتګار” موضوعاتي جائزه–ډاکټر عثمان اولسيار

د نوموړي خدائي خدمتګار “عبدالاکبرخان اکبر” د ډرامې “خدائي خدمتګار” د موضوعاتي څېړنې نه وړاندې ضروري ګڼم چې د ډرامې په ځنې فني او تکنيکي اړخونو يو ځغلنده نظر واچوو او بيا د هغې په تناظر کښې د دغه ډرامې “خدائي خدمتګار” موضوعاتي څېړنه وشي۔ د ډرامې تعريف :  ډرامۀ د يوناني ژبې لفظ دې۔ […]

عجب خان بابا د ډاګ بهسود خدايي خدمتګار—ګل اکبر خان

خدائي خدمتګار تحريک د پښتنو هغه لوې اولسي تحريک و چې د برطانوي راج په ضد د عدم تشدد په فلسفې ولاړ و۔ دا غورځنګ د نننۍ خيبرپښتونخوا د پښتنو قبيلوي سيمو نه راپورته شو او د دې مشري د پښتنو ستر مشر خان عبدالغفار خان کوله چې خلکو به ورته په مينې سره باچا […]

د خدائي خدمتګار تحريک وړومبے کم عمره قېدي فردوس خان بابا–کلثوم زېب

هغه د بره مانېرۍ  خان وۀ ـ د فېرنګيانو غوندې ښايسته وۀ ـ سور سپين، دنګه ونه، شنې سترګې، سرۀ باڼۀ او  سرۀ وېښته ـ د ډېر ښايست له کبله پۀ کوکو مشهور وۀ ـ د پلار نوم ئې خواجه محمد خان ؤ ـ دوي ټول شپږ روڼه خوئېندې وو ـ د ارواښاد فردوس خان […]

د خدائي خدمت ګار تحريک تاريخي تسلسل(وړومبي پينځۀ کاله)—ډاکټر محمد سهېل خان

1929ء په څوارلسم جنورۍ 1929 د افغانستان بادشاه امان الله خان د تخت نه کوزکړ شو۔ باچاخان او د هغو ملګرو افغانانو وروڼو د پاره دولس زره روپۍ چنده جمع کړه او د عبدالاکبر خان په لاس ئې نادر خان ته ورسوله ۔ په يکم ستمبر 1929 يو نوے تنظيم ” د زلمو جرګه ” […]

خان اميرمحمد خان (خان لالا) يو تاريخ ساز خدائي خدمتګار–اکبرهوتي اېډوکيټ

د شلمې پېړۍ په سياسي، ټولنيز او فکري تاريخ کښې د خدائي خدمتګار تحريک نوم د يوې داسې بې ‌مثاله مبارزې علامت دے، چې په تشدد، زور او انتقام نه، بلکې په صبر، قربانۍ، خدمت او انساني وقار ولاړه وه۔ دا تحريک د هغه وخت په پښتنې ټولنه کښې راڅرګند شو، چې جهالت، قبيلوي تعصب، […]

سید اسرارالرحمان الحسني ( اسرار د طورو)—م ر شفق

(15 ستمبر 1939ء__18فروری 2025ء ) په ادبي دنیا کښې (اسرار د طورو) په نوم پېژندلے شوے یو فطري شاعر او صاحب طرز ادیب ؤ۔ کله کله به ئې مضمون مقاله یا نظم په فرضي نوم هم چاپ شو نو دوستانو به زر وپېژندلو چی دا لیکنه د اسرار ده ۔ ”من انداز ے قدت رامے […]