مولانا محمد عنايت الله د طورو يو مجاهد ديني عالم او بزرګ خدايي خدمتګار –م ر شفق

د مندڼ يوسفزيو علاقه کښې طورو په دوه حېثيتونو په اما کما مشهور دے۔۔ يو خو ځکه چې دا د خانانو نوابانو کلے دے۔ نواب محبت خان نواب، حميدالله خان ، نواب زاده محمد اکبر خان، کمشنر هدايت الله خان‌ مېجر جنرل وصال محمد خان، سعادت الله خان، باني سعادت العلوم نواب زاده نصرالله خان، […]

پیاري بابي، پۀ چارسده کښې د جينکو د تعليم بنيادګر–(څېړنکار: ډاکټر امداد الله محمدزے)–ډاکټرنايله شمال ساپي(مترجمه)

هغه وخت چې پۀ هند کښې برطانوي راج و۔ د ښځو تعليم د قسما قسم قدغنونو او ستونزو د وجې ډېر زيات محدود و۔ د سړو پۀ نسبت ښځو ته د تعليم موقعې ډېرې کمې پۀ لاس راتلې ۔ پۀ 1854ء کښې پۀ ټول هندوستان کښې د جينکو صرف 626 سکولونه موجود وو چې پکښې […]

د خدائي خدمتګار تحريک مرکز مرکز عاليه–ډاکټر فېصل فاران

دا يو روڼ حقيقت دے چې د هر يو تحريک ياخوځښت دپاره تنظيم، منشور او مرکز درې واړه اساسي ارزښت لري۔ يو خوځوښت کښې بيا د مرکز دغه خاصه وه چې حمزه شنواري ورله خولۀ پۀ خولۀ وتي شعر کښې داسې اشاره کوي: څو چې راغونډ پۀ يو مرکز ئې نۀ کړم هرې تپې ته […]

خدائي خدمتګار تحريک—نجيب الله شاداب (مترجم)

د هندوستان د ازادۍ يو شمېر تحريکونه چلېدلي دي۔ انګريز استعمار په رياستي د دغه تحریکونو د وهلو هڅې کړې دي۔ يو شمېر خلقو د جيلونو او سختۍ د رياستي جبر په وجه برداشت کړي دي۔ په زرګونو خلقو د ازادۍ په خاطر خپل ژوند له لاسه ورکړے دے۔ د ازادۍ د تحريک څه سرخېلان […]

عبدالخالق خليق صاحب يو قامی خواخوږے–خدائي خدمتګار مولانا عنايت الله طورو

  په داسې لنډ تنګ وخت کښې د ښاغلي عبدالخالق خليق مرحوم د ژوند حالات په تحرير کښې راوستل يو ګران کار دې ځکه چې هغه د يو ګڼ اړخيز شخصيت خاوند و ۔ يو خو ورله الله پاک ښکلې قد قامت او داسې خندېدونکې جُوسه ورکړې وه چې فطري طور به ئې هر وګړې […]

د عبدالاکبر خان يادونه—خدائي خدمتګار سعادت خان جلبل

سعادت خان جلبل او عبدالاکبر خان اکبر دواړه هغه ليکوالان وو چې هم ئې خدائي خدمتګاري کوله او هم قلمکاران وو۔ کال ۱۹۲۰ء کښې چې د انګرېزانو د مسلمانانو د حکومتونو بر خلاف سخت قدم پورته کړو نو د قومي تحريک په سلسله عبدالاکبرخان اکبر وطن پريښودو په هجرت لاړو زه يا نور ليکوال د […]

د باچا خان ملګري—ډاکټر سجاد ژوندون (مترجم)

په دې کښې شک نشته چې باچاخان د خدائي خدمتګار تحريک مشر دے۔ د پښتون قام يواځينے مشهور رهنما هم دے۔ دوي چې دلته څومره کار کړے دے۔ يا کوم خدمت او قربانيانې چې دي ۔ د دې مثال نۀ شي ورکولے کېدے۔ خو په دې کار کښې ددوي د ملګرو هم پوره برخه ده۔ […]

حسېن بخش کوثر غورياخېل(1922-1993)–ډاکټر فضل الرحيم مروت

حسېن بخش کوثر غورياخېل يو نوموړے پښتون سياسي کارکن، عالم او اوديب و چې د پيښور سره ئې تعلق درلود او پۀ 1922ء کښې د پېښور ملا فضل ګنج روډ محله کښې زېږېدلے( : پروفېسر شفع صابر، شخصيات سرحد، مخ 663) ۔د دوي پلار عبدالکريم بخش يو تاجر و چې د بحير کېپسين ضروري سامانونه ئې […]

فضل محمود مخفي او جمعيت عسکريه هند—ډاکټر سعيد احمد ساحل

فضل محمود مخفي د شلمي پېړۍ يو داسې ګڼ اړخيز مبارز شخصيت دے چې د خپلو ادبي، سياسي، اصلاحي، تعليمي او صحافتي هلو ځلو په بنياد خپله يوه ځانګړې پېژندګلو لري ۔ د هغوي معاصرينو او متاخرينو د هغوي دغه بې لوثه خدمات منلي هم دي او ستائيلي هم دي ۔ هغوي په مختلفو سياسي، […]

ایا عبدالغفار خان له مهنداس کرم چند ګاندي څخه ولسي مبارزه کاپي کړې وه–احمدالله ارچيوال

د موضوع پېژندګلوي د باچا خان او ګاندي د سیاسي نژدیوالي له امله ډېر خلک فکر کوي، چې نوموړي له ګاندي ولسي مبارزه کاپي کړی وه۔ ښايي دا لامل وي چې ډېر پوهان باچاخان ته د سرحد ګاندي وايي او یا ددې برعکس ښايي د دغو ليکوالانو او څېړونکو له خوا دا نوم ایښودنه ددې […]