زۀ ويښ يم (افسانه)–ډاکټرمحب وزير

“زما قيصه دومره لنډه نۀ ده” دا د هغۀ تکيه کلام وۀ خو په دومره زړۀ سوے سره به يې دا کلاميه وئيله چې دغي احساس يې ورسره لکه د لوګي په شان لوخړه کوله چې ګني نۀ تراوسه د هغۀ ټوله قيصه چا اورېدلې ده او نۀ يې شايد زۀ پوره واورم. “زۀ هم […]

قصه خوانۍ بازار د پېښور يو تاريخي، ثقافتي او سياسي مرکز–اياز الله ترکزے

د قصه خوانۍ بازار د پېښور په زوړ او مشهور تاريخي بازارونو کښې شمارل کېږي، دا بازار نۀ صرف د تجاري سرګرميو مرکز دے بلکې په ثقافتي، ادبي او سياسي لحاظ سره هم ډير د اهميت وړ دے۔ پېښور چونکې په تاريخي توګه د وسطي ايشياء او د برصغير په مينځ کښې يوه اهمه دروازه […]

ځان وژنه ( نفسیاتي ستونزه)–ډاکټر همدر يوسفزے

ژوند په باره کښې عمومي رائې دا ده چې ژوند لرونکي په هر لحاظ سره د خپل ژوند ساتنه کوي ۔ د خپل طبي جوړښت له مخې هم انساني وجود هر هغه عمل ته عکس العمل ښائي چې انساني وجود د خطر سره مخ کوي ۔ په ذهني توګه  جوړ خلک هیڅ کله هم خپل […]

پښتونخوا سوداګرو ته حواله ده–لونګين افريدے

کله چې جنرل پروېز مشرف د سياسي قوتونو مخې ته نور خپل امري نظام مخ پۀ وړاندې نۀ شو بوتلې نو پۀ مزه مزه ئې خپله کمبله راټولو شروع کړه ۔ پۀ دې مينځ کښې مزاحمتونه شوي دي، ګرفتارۍ، ټاچرسيلونه او نورې سختۍ سياسيانو خوړلي دي خو د جمهوريت د بحالېدو د پاره ئې هره […]

د هزاره صوبې جواز څۀ دے–ډاکټر حنيف خليل

زۀ د نوو صوبو جوړولو مخالف نۀ يم خو جواز ورته لازم ګڼم- نن سبا په پښتونخوا کښې د هزاره صوبې بحث بيا راپورته شوے دے نو بايد چې دغه بحث سره جواز هم وړاندې کړے شي چې د دغه صوبې غوښتنه په قامي او لساني بنياد ده که په انتظامي او يا بل کوم […]

پښتونخوا اؤ پنجابي بالادستي–ډاکټر ابرار افغان

انګرېز سامراج کۀ دلته راغلې وۀ اؤ په افغانستان يې غلبه حاصلول غوښتل يا يې ددې خارجه پاليسي په خپله قبضه کښې نيولي وۀ، نو نن هم د انګريز د تلو نه وروسته د افغانستان واګې په يؤ اؤ بل شکل په خپل لاس کښې نيول د پاکستان د رياست کالونائزډ مائنډسيټ څرګندوي. د برطانيې […]

د قامونو، دولتونو، ملتونو د مذهبي شناخت حرکيات–ډاکټر سميع الدين ارمان

: تر پنځوستو خواوشا د مسلمانانو ملکونو رسمي نومونو کښې “اسلامي” سابقه نيشته ۔ د سعودي عرب افېشل نوم المملكة العربيه السعودية دے ۔ د کوېت نوم دولت کوېت دے ۔ د انډونېشيا نوم ريپبلک اف انډونېشيا دے ۔ د “اسلامي” سابقه صرف د افغانستان، پاکستان، ايران او غالباً د مورېطانيا سره ده ۔ په […]

د پښتونخوا وطن د ماتولو هڅې تاریخ او اهداف–خادم حسېن

جغرافیه، ګډه تاریخي حافظه ، ژبه یا ژبې، ګډ معاشي مفادات، کلتور او ادبیات، ځایي اولس او د اولس ځايي حکمراني او د ځايي خلکو په قدرتي وسیلو اختیار ټوله دنیا کښې د قامیت او وطن فکري  او سیاسي بنیادونه ګڼلې کېږي ۔ یو قامي  وحدت  یا وطن لکه پښتونخوا، سندھ، پنجاب،  بلوچستان، کشمیر، سرائیکي […]

اداريه–ستمبر 2026

د اسلام اباد نه يوې ارکټکچرې روېده حمايت پوښتنه وکړه چې ما د ټول کال د پښتون مجلې واخستې اوس ئې پۀ مزه مزه لولم ۔ خو دې کښې خو صرف د غم خبرې دي ۔ مونږ سره دسپيناوي هيڅ کوم دليل نشته صرف او جي بالکل باندې خبره راټولېږي ۔ خو رښتيا هم دا […]