پښتو شاعرۍ ته د عربۍ او فارسۍ نه راغلي اصناف؛ يوه تحقيقي او تنقيدي جائزه – ډاکټر سيد ظفر الله بخشالے

(د ډاکټر محمد عربزي د پي اېچ ډي تحقيقي مقاله)

پۀ 25 جون 2021 د پښتو اکېډيمي پېښور پوهنتون د پي اېچ ډي سکالر محمد داود عربزي “پښتو شاعرۍ ته د عربي او فارسي نه راغلي اصناف يوه تحقيقي او تنقيدي جائزه” تر عنوان لاندې خپله دفاع وکړه. د دوي لارښود استاد د پښتو اکېډيمي استاد ډاکټر نور محمد دانش بېټنے او امتحان اخستونکے پروفېسر ډاکټر حنيف خليل ډائرېکټر پاکستان سټډيز قائد اعظم پوهنتون، د کمېټۍ ممبرانو کښې د پښتو اکېډيمي ډائرېکټر پروفېسر ډاکټر نصرالله جان وزير، ډاکټر محب وزير ډائريکټر پښتونخوا څېړنيز مرکز باچا خان پوهنتون چارسده وو. پۀ دفاعي غونډه کښې سکالر د خپلې مقالي پۀ کاميابۍ سره دفاع وکړه او د پوښتنو ئې مدلل ځوابونه ورکړل ـ ياده غونډه کښی د پروفېسر ډاکټر محمد زبېر حسرت، ډاکټر شېر زمان سيماب، ډاکټر ظفر الله بخشالے، طارق پښتونيار پۀ شمول د اېم فل، پي اېچ ډي سکالرانو ګډون وکړوـ ښاغلے څېړنکار خپلې مقالې لنډيز کښې ووئيل چې دپښتنو پر ځمکه د اسلام دسپېڅلي دين د خپرېدو خبره ده، پۀ دې وخت کښې د پښتو شعر څرک معلوم دے او ډېر څه پۀ لاس لرو، پۀ دې دوره کښې چې مونږ ئې دپښتو ادب لرغونې دوره بولو، دغوريانو او سوريانو داشعارو نۀ راپېل کېږي، مونږ پۀ پښتو کښې ډېر قديم شعر د امير کروړ جهان پهلوان وياړنه لرو، او همداسې تر وروسته د شعر ټول تاريخ معلوم دے او ماخذ پۀ لاس لرو.

ترتيب سره د لرغونې دورې د هر شعري صنف ثبوت د پټې خزانې پۀ حواله لرو او کوم شاعران چې د خپلو شعري نمونو سره پۀ دې تذکره کښې ثبت دي، مونږ دپاره د لرغونې دورې کوټلے ثبوت دے.

پۀ کلاسيکي دوره کښې بيا خبره تر لرغونې دورې هم روښانه ده، پۀ دې دوره کښې د روښاني پېر نۀ نيولې تر وروستيو پورې هر څۀ لکه لمر واضح او لمن ئې پراخه ده، دا مهال پښتو شعري ادب ښۀ پرمختګ کړے او ډېر بشپړ اثار ترې پۀ لاس لرو، تر دې وروسته د معاصرې يا اوسنۍ دورې خبره ده، پۀ دې کښې هم خبره روښانه ده او د نړۍ د پرمختګ سره پښتو شعر ډېر پرمختګ کړے ،چې تقريباً هېڅ ئې پټ نۀ دي پاتې شوي او زمونږ محققينو پۀ دې برخه کښې پوره زيار ويستے دے او لا هم کوښښونه جاري دي.

زما دا اثر چې د پي اېچ ډي تهيسس دے د محاکمې سره ټول شپږ بابه لري چې دلته به ئې دهر باب لنډيز او څرګندونه وړاندې شي.

زمونږ د موضوع محور پښتو شعري ادب ته د عربۍ او فارسۍ نۀ د راغلو شعري اصنافو تحقيقي جائزه ده، پۀ دې موضوع کښې زمونږ ډېر ټينګار د دې دېواني راغلو شعري اصنافو تاريخي پلټنه ده، چې دا شعري اصناف پښتو ادب ته کله راغلي؟ څنګه راغلي، پۀ کوم هدف راخيستل شوي؟ دلته ئې ارزښت څه دے؟ د دې اصنافو پۀ راتګ سره پښتو کومې کچې ته ورسېده او يو شمېر نورې پوښتنې ځوابوي، پۀ دې اثر کښې ترټولو وړومبے د عناوينو فهرست وړاندې شوے ، پۀ دې مقاله کښې چې پۀ کومو موضوعاتو بحث شوے پۀ بشپړ ډول پکښې پېژندل شوي دي، همدارنګه پۀ دې مقاله کښې يوه سريزه هم شامل ده چې پکښې د دې اثر ټول حالات او مشکلات ذکر شوي دي.زما د مقالي پۀ وړومبي باب کښې د منظومو اصنافو لنډ تعارف شوے دے، داصنافو پېژندنه پکښې ذ کرشوې ده، لغوي او اصطلاحي شننه پکښې هم شته، دپښتو ژبې پرته دا اصناف پۀ نورو ژبو کښې پۀ کوم نوم يادېږي، همدا رنګه پۀ دې اصنافو مفصله رڼا اچول شوې، هم پۀ نثري اصنافو او هم پۀ شعري، پۀ منظومو اصنافو کښې د پښتو پۀ اولسي ملي اصنافو لنډه بحث شوے او پۀ ورپسې پاڼو کښې، پښتو ته د راغلو شعري اصنافو تعارف شوے دے. پۀ ورپسې پاڼو کښې پۀ لرغونې دورې رڼا اچول شوې، د دې دورې معروف اشخاص پېژندل شوي او هم د دې دورې تحليلي کتنه شوې، چې پۀ کښې پۀ دې دوره کښې د راغلو اصنافو پۀ حېثيت، ارزښت او فوقيت بيان شوے دے. تر دې وروسته د پښتو ادب کلاسيکي دوره پېل کېږي، د دې دورې تعارف او کتنه شوې ده، د دې دورې اهميت او پر پښتو شعر ئې اغېزې او اثرات راوړل شوي، دا دوره کله پېل شوې، څۀ پۀ کښې پۀ لاس راغلي؟ کوم شعري اصناف پۀ کښې ايجاد شوي دي؟ د دې اصنافو لومړنيو ويوونکو شاعرانو باندې بحث، د دوي ژوند او اثارو ته کتنه شوې ده، همدا رنګه پۀ دې دوره کښې د شعر پۀ بېلا بېلو پړاونو رڼا اچول شوې. پۀ ورپسې بل عنوان کښې معاصره دوره چېړل شوې، د دې دورې تعارف، د دې دورې مخکښې شاعران، لاسته راوړنې او نور اړخونه راوړل شوي دي.

دوېم باب : ژبو ته د اوړېدلو اصنافو تاريخي او ادبي څېړنه باندې عمومي بحث او هم د دې اصنافو د عواملو پۀ اړه غږېدلي يو، همدا رنګه د دې اصنافو د اوړېدلو پۀ افاديت، اهميت هم رڼا اچول شوې. پۀ ورپسې برخه کښې د پښتو ژبې نۀ د تلو راغلو منظوم او منثورو اصنافو باندې بحث شوے، بيا پۀ ترتيب سره د دې تلو راغلو اصنافو سياسي، اقتصادي ادبي، علمي ژبنۍ ،تهذيبي او کلتوري اثراتو جائزه اخيستل شوې او همداسې ترپايه يو لړ عوامل او موضوعات راڅرګند شوي دي.

درېم باب :دا باب پۀ پښتو د عربۍ او فارسۍ اثراتو ته ځانګړے شوے، چې پۀ کښې پۀ پښتو دعربۍ او فارسۍ مذهبي اثراتو جاج اخيستل شوے، همدارنګه پۀ پښتو د عربۍ او فارسۍ علمي او ژبنيو اثراتو يا اغېز باندې بحث شوے ـ پۀ دې برخه کښې پۀ علمي لحاظ د هغه وخت ماحول روښانه شوے، چې هغه وخت د پښتو سره پۀ خوا کښې د دې دوه ژبو علمي مقام او منزلت پۀ کوم حد کښې ؤ، څومره پرمختګ ئې کړے ؤ، علمي اثار ئې پۀ کومه کچه ؤ، پۀ ژبني لحاظ دا دواړه ژبې تر پښتو څومره پرمختللې وې او ولې ئې پۀ دې دوه لحاظونو پۀ پښتو خپل اثرات خوارۀ کړي وو، څۀ عوامل وو، د مذهب جذبه وه او کۀ د علمي اثارو د شتمنتوب علت ؤ، کۀ د ژبې د غني والي يا بډايه توب عامل ؤ، چې پښتو ژبه ئې تر اثر لاندې راغلې وه. پۀ علمي او ژبني لحاظ يولړ د هغه وخت يا د لرغونې او منځنۍ او هم د معاصرې دورې ځنې متون (منثور او منظوم دواړه) راوړل شوي او بيا پرې تحليلي کتنه او تجزيه شوې ده چې د هغه وخت د پښتو علمي او ادبي اثار څومره د عربي او فارسي نه متاثره وو، څۀ اثرات ئې پرې کړي و. د مذهب پۀ لحاظ پښتو ژبه دا وخت د عربي تر بشپړ اثر لاندې وه او پښتانۀ چې اسلام ئې منلے و، د يوې دينې ژبې پۀ توګه عربي ته قايل ؤ او د هغه ژبې زده کړه ئې د اسلام د ژبې زده کړه ګڼله او بله دا چې دا وخت پۀ عربي ژبه کښې ډېر زيات علمي مواد او بې شمېره علمي او ادبي اثار موجود وو، پښتنو شاعرانو او د وخت پوهانو د دې ژبې اثار مطالعه کړل او بيا ئې د خپلې ژبې پۀ شتمنۍ زياتولو کښې ترې پوره کار واخيسته. همدا رنګه فارسي هم د وخت يوه حاکمه علمي او ادبي او هم پۀ سياسي لحاظ د دربار ژبه وه، د عربي نۀ ئې قوت اخيستے ؤ او پۀ دغه وخت کښې ورته د يوې رسمي ژبې پۀ توګه خاصه پاملرنه کېده، ټول رسمي او ادبي متون به پۀ فارسي ژبه ؤ او هر څوک اړ ؤ چې د علم او ادب زده کولو لپاره دعربي ژبې ترڅنګ فارسي هم زده کړي او اثار ئې مطالعه کړي.

څلورم باب کښې د ټولو هغو شعري اصنافو پېژندنه شوې چې پۀ تېرو درې دورو ( لرغونې، کلاسيکي او معاصره دوره) کښې پښتو ادب ته راغلي او دلته ئې د يو شعري صنف پۀ توګه مقام خپل کړے دے. د دې باب لوے عنوان (پښتو ته د عربۍ او پارسۍ نۀ راغلي منظوم اصناف) دے، بيا پۀ دې کښې نور واړه عناوين هم شته او پۀ هر صنف پوره بحث شوے، د هر صنف تاريخچه، لغوي تجزيه، شکلي او هندسي جوړښتونه، پۀ ټولو دورو کښې د دې شعري اصنافو مثالونه، دهر صنف د پېل زمانه او پۀ را وروسته کښې ئې حېثيت او نور حالات تحليل شوي دي. پۀ دې باب کښې چې کوم شعري اصناف معرفي شوي او پرې بحث شوے دلته د نوم پۀ ښودلو يادونه وکړو او هم به د يو صنف عملي مثال وړاندې کړو. پۀ دې باب کښې (قطعه ـ غزل ـ قصيده ـ رباعي ـ مثنوي ـ مثلث ـ مربع ـ مخمس ـ مسدس ـ مسبع ـ مثمن ـ متسبع ـ معشر ـ فرد ـ مستزاد ـ ترکيب بند ـ ترجيع بند او نورو ذکر شوے او تحليل پرې شوے دے. پۀ هر صنف او د هغې پۀ هر پړاو پوره او ژور بحث شوے، د روښانتيا پۀ پړاو ئې هم پوره رڼا اچول شوې او د پرمختګ وخت ئې هم پۀ ګوته شوے دے. پۀ وړومبي سر کښې قطعه لغوي او اصطلاحي معنے وړاندې شوې، پۀ قاموسونو او نورو معتبرو اثارو کښې ئې معنا او اصطلاحي معنا وړاندې شوې او دلته رانقل شوې ده، قطعه کله له عربي ادب نۀ پښتو ته راغله او هغه کومه قطعه وه چې پښتو ادب ته راوژباړل شوه ، د چا په واسطه ترجمه شوې، هغه شاعر څوک و، د هغې بشپړه پېژندنه وړاندې شوې او د عربي هغه کومه قطعه وه چې پښتو ته پۀ لرغونې دوره کښې راترجمه شوه، د هغه عربي نمونۀ راوړل شوې، پۀ ورپسې کرښو کښې بيا د قطعې نور ژوند ذکر شوے چې تر لومړۍ قطعې پۀ پښتو کښې دوېمه او درېمه قطعه چا وئيلې، د شاعرانو پېژندنه او حوالې ورکړل شوې دي، همدارنګه پۀ نورو دورو لکه کلاسيکي او معاصره کښې کومو شاعرانو وئيلي، پۀ دغه دورو کښې ئې حالت څنګه دے، کومو شاعرانو ډېرې وئيلي او تر کوم وخته وئيل شوي، د هغوي مثالونه راوړل شوي، د قطعې هندسي جوړښت يا شکل پۀ کوم ډول دے، پۀ پښتو کښې څو ډوله قطعات موجود دي او ځنې نور موضوعات چې د دې صنف پورې اړه لري، روښانه شوي.

پنځم باب کښې پۀ عمومي توګه يا پۀ لويه کښې پۀ دې باب کښې دعربۍ او فارسۍ نۀ د راغلو شعري اصنافو انتقادي جائزه اخيستل شوې ده، بيا پۀ وړو څنګيزو عنوانو کښې د دې اصنافو فني يا تکنيکي جائزه اخيستل شوې چې دا اصناف دفن پۀ لحاظ څومره غښتلي دي، هلته ئې شکل څنګه ؤ او دلته پۀ کوم شکل دي، سېلابوتونيک سيسټم ئې څۀ ډول دے، عروض لري کۀ نۀ، وزن ،اهنګ ،عاطفه، خيال، احساس او شعريت لري کۀ نۀ؟ پۀ دې برخه کښې يو نيم شعري مثال هم شته او پر هغه بشپړ تحليل هم. همدارنګه پۀ ورپسې عنوان کښې د دې اصنافو فکري جائزه اخيستل شوې ده، پۀ دې برخه کښې دا روښانه شوې چې دا اشعار لۀ شروع نۀ تر اوسه يا تر پايه، پۀ کوم فکر او نظر وئيل شوي وو، مثلا پۀ کلاسيکه دوره کښې به د دې اصنافو پۀ اړه پۀ مجموعي توګه دا ووايو چې د دې دورې د پېل يا د روښان پير د دورې ټول اصناف پۀ يو فکر څرخي، چې هغه تصوف او طريقت دے، بيا دخوشحال خان بابا پۀ پړاو کښې دا صنفونه پۀ موضوعي او فکري لحاظ پراختيا پېدا کوي او هر ډول موضوعات او افکار لکه کلتور، ټولنه ،اخلاق، پښتني روايات، حماسي او عشقي، سياسي او نور افکار پۀ کښې ور دننه شول، کله چې ځنې اصناف معاصرې پېړۍ وپالل پۀ هغې کښې د نوي عصر د غوښتنو سره سم يولړ افکار چې اړتيا ورته ليدل کېده وردننه شول. پۀ دغه باب کښې پۀ دې هم بحث شته چې د دې اصنافو اوسنے صورت حال څۀ دے، اوس پۀ کوم سټېج کښې دي، اړتيا ئې څومره ده او اوس ئې د پښتو ژبې پۀ غنامندۍ کښې رول څۀ دے، کوم اصناف ژوندي دي او کوم مړۀ شوي، کوم ډېر وئيل کېږي او کوم هېڅ نۀ وئيل کېږي يا کۀ وئيل کېږي خو کم، د دې اصنافو رول زمونږ پۀ ټولنه کښې څۀ دے، د نوي عصر پۀ لباس اغوستلو سره ئې کوم رنګونه خپل کړي، د نورو ژبو د هم عصره اصنافو سره ئې څۀ توپير شته کۀ نه؟. دا او دې ته ورته موضوعات پۀ دې عنوان کښې بيان شوي او پوره رڼا پرې اچول شوې، ممکن زما برداشت ډېر نۀ وي خو هغه څۀ چې زما پۀ توان کښې وو پۀ کښې مې ځاے کړي او تحليل کړي دي. د دې باب اخري برخه پښتو ادب ته د نورو اصنافو د راتګ امکاناتو پۀ اړه ده، پۀ دې موضوع هم کوټلے بحث شوے ، دلته دا واضحه شوې چې پښتو ادب نور شعري اصناف له بېلابېلو نړيوالو ژبو نه خپلولے شي، پۀ دې برخه کښې عملي مثالونه او هغه اصناف معرفي شوي چې پۀ دې وروستيو وختونو کښې پښتو ادب ته د نورو ژبو لکه انګليسي،فارسي او جاپاني نه را داخل شوي او دلته ئې پرمختګ کړے دے او اوس کاملاً پښتني شعري اصناف ګڼل کېږي.

پۀ پېل کښې دوي خپلووړاندېزونو کښې ووئيل چې بايد:

وړومبے: دشعر پوهنې استادان دې د هر صنف پۀ برخه کښې وخت نا وخت د اېم فل او پي اېچ ډي سکالرانو ته د ټرم پېپرو پۀ توګه د تحقيق کارونه ور وسپاري او پۀ دې برخه کښې دې پۀ نورو ژبو کښې د دې صنفونو حال، تاريځ او پرمختيايي پړاونه وڅېړي، پۀ دغه کار سره به د هر صنف پۀ برخه کښې د هغه د ژوند او مرګ حال، تاريخ او هم پۀ هغه ژبو کښې به ئې د پرمختګ او مقبوليت پته ولګي ـ

دوېم: پۀ فني او تکنيکي ډول دې د دې صنفونو پوره حال معلوم شي، زمونږ ځنې شعري اصناف د عروضي سېسټم اصولو سره برابر دي، کوښښ دې وشي او د ځنو اشعارو عروضي سېسټمونه دي تشريح شي، کۀ دا کار لۀ لرغونې پېړۍ راپېل او تر معاصرې دورې اخره پورې د ټولو صنفونو سيلابوتونيک او هم د جوړښتونو، وزن او هم د شعر د موسيقۍ لۀ پلوه ورته کتنه او څېړنه وشي نو غوره به وي.

درېم : کۀ څۀ هم د پښتني سيمو پۀ پوهنتونونو کښې د پښتو د عامو او خاصو شعري اصنافو پۀ اړه تدريس کېږي خو مونږ لا تراوسه پۀ دې برخه کښې کوم خاص يا ځانګړے اثر نۀ لرو، چې پښتو ته راغلي عربي او فارسي اشعارو اصناف پۀ بشپړ ډول معرفي او تر تحقيق لاندې ونيسي د دېواني اصنافو راتګ او مقبوليت پۀ توګه دې د پښتو دېواني نظم پۀ نوم پۀ پښتو کښې د شعري اصنافو ځانته مضمون يا سبجېکټ غوره شي او د پېښور پوهنتون پښتو اکېډيمي، پښتو څانګه او هم د خېبر پښتونخوا د نورو پوهنتونو پۀ نصاب کښې شامل شي، تر څو شاګردان او د پښتو ادب زدکړيالان ئې پۀ سمه توګه وپېژني.

څلورم: زمونږ څېړنکارو لۀ پخوا څخه دې اهمې موضوع ته پام نۀ دے کړے او د يو کره تحقيق پۀ بنياد ئې دا موضوع همداسې پر ځاے پرېښودې ده، نو پۀ همدې خاطر د پوهنتون د شاګردانو او د تدريس د علمي موادو پۀ زياتونه کښې دا کار ګټور بولم. پۀ عام ډول دې پۀ پښتو کښې شعري ادب ته پوره توجو وشي او کوښښ دې وشي، چې پۀ څو سمسټرونو کښې د پښتو نظم د څېړنې ميتوډولوژي شامله او پۀ دې توګه دې د تحقيق د بنسټ بنياد کېښودل شي.

پنځم: زمونږ پښتو لرغوني متون ډېر کم او نايابه دي، همدارنګه کوم دېوانوني نسخې چې چاپ شوي هم دي، پوره پوره املايي غلطۍ لري، مونږ زيات ديوانونه وينو نو پۀ زياتو کښې دا ستونزې شته. غوره به دا وي چې دا متون بيا لۀ سره وکتل شي او لۀ سره ئې د چاپ اهتمام وشي، شتۀ غلطۍ پۀ کښې سمې، دلغاتو سمه سپړنه دې وشي او هم دې د هر ديوان د شعرونو سمه شننه وشي.

دا هم ولولئ

د”سلېمان لايق فرهنګي ادبي بنسټ” پرانستونکې غونډه او د کابل ادبي دوره – ډاکټر ظفرالله بخشالے

د اکتوبر پۀ وړومبۍ اوونۍ کښې راته د “سلېمان لايق فرهنګي ادبي بنسټ” لۀ خوا …