ما نۀ مخکښې سیکیورټي غوښتې وه او نۀ به ئې وغواړم، دعويٰ به مې پۀ محمود خان وي.
پۀ نهم جون د ګرانۍ خلاف زمونږ د عوامي نېشنل پارټۍ پۀ هره ضلع کښې احتجاجي مظاهرې وې چې دغه لړ کښې پۀ سوات کښې هم عوامي نېشنل پارټۍ يو بهر پور پروګرام کړے ؤ، ځکه چې دې وطن کښې ګراني زياته شوې ده، غريب ډوډۍ پسې حېران دے، درميانه طبقه ئې هم مفلوجه کړه، شتمنه طبقه هم پۀ لاندې روانه ده. نو کۀ پۀ دې وطن کښې اٰفت، تکليف او مصيبت راځي نو عوامي نېشنل پارټي به لازماً د هغې خلاف ولاړه وي او خپل رول به ادا کوي.
هغه کامياب احتجاج نه پس زۀ نۀ پوهېږم چې دلته د دې صوبې د حکومت طريقه کار څۀ داسې روان دے چې دا شپږم کال دے چې مونږ او نورې اپوزيشن پارټۍ د دې حکومت د غلطو پاليسيو، غلطو حرکتونو، غلطو اقداماتو مخالفت کوو ــــ دغه مخالفت مونږ کړے هم دے او بيا به ئې هم کوو. سوات چونکې يوه حساسه ضلع ده، دلته د دهشتګردۍ يو ډېر خطرناک فېز چلېدلے دے او پۀ هغې کښې د عوامي نېشنل پارټۍ ملګري پۀ نخښه شوي دي. زۀ کۀ ذاتي خبره وکړم نو زما کور پۀ بمونو هم الوزولے شوے دے او اور ئې هم ورته کړے دے چې هغې کښې زما درې ملګري شهيدان شوي دي. زما ملګرے چې زما نوکر نۀ ؤ، ما سره به څليریشت ګېنټې يو ځاے ګرځېدو، هغه ئې ذبح کړے دے. زما ډېر ملګري ئې نور دلته شهيدان کړي دي. زما ورېرونه زما بچي ئې هم نۀ دي معاف کړي. زما دوه ورېرونه ئې سره د هغوي د يو ملګري شهيدان کړي او څۀ ملګري ئې ورله زخميان کړي دي.څلور کرته ما ته بمونه ايښودے شوي دي. الله تعاليٰ به زما مقرره نۀ وي راوستې.
مونږ چې د ګرانۍ خلاف د قام اولس سره ودرېدو، احتجاج مو وکړو نو دې حکومت دا تُوره وکړه چې زما نه ئې سيکيورټي واپس واخسته. نۀ ما سيکيورټي غوښتې ده او نۀ به د سيکيورټي د پاره سوال وکړم ـــ خو وقتاً فوقتاً د مختلفو ايجنسیو مختلف رپورټونه راغلي دي چې دۀ ته تهرېټس دي، حالات ورته ښۀ نۀ دي، سړے ورپسې د کونړ نه راروان دے، خودکش راځي، نو ځکه دغه سيکيورټي ما ته راکړې شوې وه.
دا يوه خبره زۀ پۀ وړومبي ځل کوم او ښۀ پۀ جار ئې ځکه کوم چې زۀ به دې خبره کښې يو سړے ذمه وار کوم او هغه به زما ذمه وار وي. خبره دا ده چې شپږ مياشتې مخکښې زما د اسلام اباد پۀ کور شپږو کسانو حمله کړې ده. زۀ پۀ کور کښې نۀ ومه، زما بچي نۀ وو. دغه کسان سره د وسلو راغلي دي (او چې مونږ نۀ وو نو) بيا وتلي دي. پنجاب او اسلام اباد کښې زمونږ د مړي ايف ائي اٰر نۀ درج کېږي خو يو نقل د هغې شته ـــ نو کۀ دلته خطره وي ما ته، زما ورارۀ ته، زما ورور ته خطره وي، زما د ترۀ زوي ته خطره وي او د ايجنسيو پۀ رپورټونو باندې دغه سيکيورټي ورکړې شوې وي او دغه سيکيورټي بيا پۀ دې واپس اخستلې کېږي چې زۀ به د ګرانۍ خلاف خبره نۀ کوم؟ ـــ نو زما خيال دے دا بيا دے ګپ لګوي. يا دا چې پۀ دې به زۀ خاموشه شم؟ ـــ دا خو به زۀ ښۀ تېزېږم. خو يوه خبره اخري به دا کوم چې کۀ کوم نقصان ما ته، زما ورور ته، زما بچي ته، زما ورارۀ ته راورسېدو نو محمود د محمد زوے سکنه خرېړۍ سېلېکټډ وزير اعليٰ به زما ذمه وار وي، پۀ هغۀ به زما اېف اٰئي اٰر وي، پۀ هغۀ به زما رپورټ وي ـــ دا خبره مې د دې د پاره کوله چې ما خو غږ نۀ کولو خو ما ته د ډېرو ځايونو نه ټيلیفونونه وشول چې پۀ سوشل مېډيا دا خبره راغله چې تا نه خو سيکيورټي اخستې شوې ده!!! د دې خبرې دا وضاحت ځکه کومه چې کۀ دلته د دهشتګردۍ خلاف مونږ دې قام سره ولاړ يو، مونږ د پوليس ځوانانو سره ولاړ يو، مونږ د دې خپلې خاورې سره ولاړ يو، مونږ جومات بچ کولو، مونږ حجره بچ کوله، مونږ د بچو سکول بچ کولو، مونږ د سپين ږيري پټکے بچ کولو نو د هغې مطلب نن دا شو چې زۀ به جلسه قدرې نۀ کوم؟ زۀ به اختلاف رايې نۀ ساتم؟ زۀ درته د پي ټي اٰئي کارکن ښکارم څۀ؟ زۀ د باچا خان سپاهي يم او ځکه به د هر ظلم خلاف زۀ پۀ مېدان ولاړ يم. د دۀ چې څومره وس وي، دے دې کوي او زما چې څومره وس وي زۀ به ئې کوم.