چې ښځه ونۀ ګڼې داسي لکه ځان چې ګڼې
زه درته کله هم سړے نۀ وایم سیال نۀ وایم
خان زمان کاکړ
المیې د انساني تهذيب او ټولنیز ژوند افقي او ابدي شریکې همسفرې وي او دي. انسان تل د دې د حل طلبۍ هڅې هم کړي خو په ١٩ / ٢٠ پیړۍ کې د نیشن سټیټس او سوشل ویلفیر سټیټس تصور رامنځته شو نو تر ډیره حده ئې د ځان ځانۍ پرتي په مجموعې/کلیکټیو توګه د المیو د ختمولو هڅي هم پیل کړي. عملي اقدامونه هم وکړل او فکري او علمي بنسټونه ورته هم تیار کړل او ډیسکورسونه ئې هم د اجتماعي ټولنیز ژوند د لاشعور برخي ته ورننویستل.خو له بده مرغه زمونږ المیې هم لکه زموږ د ستړي ژوند هومره پیچلي او پاشلي ښکاري.وړمبۍ خو زمونږ سیمه/خلق بلخصوص پښتانه او بلوچ په قبایلي ټولنو د نر واکه/پلار واکه خود ساخته سوشل نارمز او ویلیوز متشدد کړل او بیا ورستیو کښې
خو د کلونیل دور چپو د دې سیمي نفسیات پسمانده ساتل غوښتل او تشدد ئې ورته لا لا ګلورې فائې/رومینټیساز کولو.
دغه د بلوچستان نننۍ پېخه تر سوشل مېډیا له لارې چې مو وليدله چې یوه جینۍ د خوښې د واده په ستره ګناوې کبیره کې پر مرمیو وژله دا داسي حادثاتي توګه انسانیت/ بشریت قتلول نۀ دي بلکې د دې پر شا زمونږ د لاشعور او شعور هغه المیې او نا کړدۍ دي چې بايد مونږ ئې وڅېړو ګنې راتلونکو ته به په تاریخ کې مختورن پاتي شو او د انسانیت پر معصومه څهره به نوکارې لګولې ښکارو……داسي واقعي هر ورځ چرته نه چرته په یو یا بل شکل کې پېښېږي خو چرته رپورټ شي او چرته پټي پاتي شي.په زور نجونه واده کول او د غیرت په نوم وژل ډيره عامه خبره ده.! زه هر ګز دا نۀ ویل غواړم چې یوازې ښځې په پښتنه/ بلوچ ټولنه کې د تشدد ښکار دي لکه زموږ په چاپیریال کې چائلډ لیبرز ، د ماشومانو هراسمنټ کیسونه هم هر ورځ مونږ وینو ګورو خو د نجونو په بابله د دې شدت له دې هم څو څو چنده زیات او په ایکسټریم شکل کې لیده شي. د Carl jung collective unconscious تیورۍ په لیدلوري کښې که وګورو نو زمونږ اجتماعي ټولنیز ژوند هم په داسي ډول تعمیرېږي.
مونږ پښتانه/بلوچ د زوي په پېداېښت ډزي کوو، خوشحالۍ، مبارکیاني اخلو/ ورکوو، کډاکانې/اتڼونه کوو، زیرو ورکوو ، ومي کوو.خو د دې برعکس د لور په پېداېښت څه کوو؟
پیغورونه ورکوو، ملامتیا کوو، خفګان کوو. دغه رړئې زمونږ د لا شعور پیمانې جوړي شي او مونږ په یو وحشیانه پلار واکه/نر واکه ټولنه بدل شو.بیا زمونږ ډیر تعلیم یافته خلق هم دغه مدعا لري چې ښځه یا د کور ده او یا د ګور ده ، ښځه ناقص العقل ده ، ښځه کمزوري ده او داسي نور نر واکه خود ساخته متلونه دلته د یو masculine ډیسکور برخه جوړه شي ..
Karen Horney په خپل تیورۍ/نظریه کې استدلال کوي چې څنګه inferiority complex and Ego collapse د جنس په امتیاز سره معاشره کې ډول پیمانې جوړي. یعني موږ من حیث القوم په داسي ذهني ستونزه کښې ګېر شوي يو چې د نر او ښځي له پاره د ژوند په هر معیار/ډګر او ډیسیپلینز کې بیلې بیلې پيماني وتراشو . لکه د عزت، ښائست، تعلیم، روزګار، انفراديت، شخصي فیصلې او داسي د ژوند په هر ډګر.
Ego collapse له دې تناظر څخه که زیر شو زمونږ هم هغه روئې خپلي کړي چې په ځامنو به تعلیم کوو، مینه به ورکوو، اواره به ګرزي خپل د خوښې واده به کوي که چرته چا سره مینه لري د اظهار به ورته حق حال وي خو لوڼه خو د بل د کور ښائست دے او د شرم وجي دي. او دا ټول حقونه یوازي پر دې نر واکه ټولنه کې سړي ته محدود دي ځکه چې ښځه خو انسان نۀ دے بلکې د سړي د شهوت د پوره کولو څیز دے له دې پرته څه حقوقو/خواهشات/ ارمانونه نۀ لري او که چېري ولري نو زمونږ نر واکه ایګو به هرټ شي چې بیا ورته مونږ د غیرت نامه ورکوو. غیرت یو نرواک ارزښت ګرځېدلے چې د ښځو د کنټرول لپاره کارېږي. نجونې د ټولنیز شرم سره تړل کېږي، او هر ډول سرغړونه “د سزا وړ” ګڼل کېږي. په پاکستان کې هر کال زرګونه نجونې د غیرت تر نامه لاندې وژل کېږي، خو ډېر قاتلان سزا نۀ ویني. دا ښايي چې دا یو سیستماتیک ظلم دے. پلارواکه ټولنه د ښځې ارزښت د نارینه عزت سره تړي. غیرت د واک، کنټرول او فشار وسیله ګرځېدلې ده. د ښځې خپلواکي د نارینه ایګو ته ګواښ ښکاري. ټولنیز فشار، داخلي ترس او شرم نارینه دې ته رسوي چې ظلم روا وګڼي.د ګلوبل جینډر ګیف اینډیکس د سروے مطابق پاکستان تر ټولو لاندې لسټ کې دے چرته چې د ښځو حقونه پامال کېږي.قبائلي سوره سیسټم څه چیز دے ؟ چرته د دنیا یو دستور یو د انصاف لاره داسي شته چې د یو بشر د غلطۍ سزا بل ته ورکول شي نو هن زمونږ قبائلي ټولنه چې د سړي د غلطۍ سزا ښځي ته ورکوي او هغه ټول عمر د دشمن پر کور کې د پېغور ، ملامتۍ او د سیکس یوه کېلونه ګڼل شي.په تېرو پنځو کلونو کښې، د پاکستان په کچه د غیرت په نامه د ښځو پر وړاندې د وژنو شمېرې خورا اندېښمنوونکي دي.د بشري حقونو سازمانونو او رسنیزو راپورونو له مخې، په ۲۰۲۰م کال کې شاوخوا ۴۳۰ پېښې ثبت شوې، په ۲۰۲۱ کې ۴۷۸، په ۲۰۲۲ کې دا شمېره تر ټولو لوړه شوه او نږدې ۵۹۰ ښځې د غیرت قرباني شوې. په ۲۰۲۳ کې بیا شاوخوا ۴۹۰ پېښې ثبت شوې، او تر ۲۰۲۴ پورې ثبت شوې رسمي پېښې ۳۴۶ ته رسېږي. دا شمېرې یوازې ثبت شوې پېښې دي، او ګڼ شمېر پېښې له ټولنیز شرم، پولیسو د فشار، یا د دودیزو “صلح” ترتیبونو له امله پټې پاتې کېږي. دا وضعیت دا ښيي چې د غیرت په نوم وژنې نۀ یوازې یو فکري ناروغي ده، بلکې یو سیستماتیک، کلتوري او حقوقي بحران هم دے. که د Milgram and Asch studies
دا Social conformity and Obedience څخه استدلال وکړو نو زموږ کلیکټیو ویزډم دغه هر څه چې نر واکه ریو او ډیسکورسونو پیدا وار دے صرف د غیرت په نامه ئې حسټیفیکیشن هم کوو.له بده مرغه زموږ په چاپیریال کښې هر څه د استعمار د زور لاندي پاتي شوي دي لکه میډیا/ نصاب او ممبر د استعمار بيانيې له مټي مضبوطي ساتلي. زمونږ شاعرانو هم د جینکو/نجونو وجود د شهوت لپاره داسي ګلوريپائې کړي چې لۀ دې پرت هښځینه وجود بل ارزښت نۀ لري. دغه نرواک ټولنیز نفسیات هم د دغه استعماري وسلیو له کبله مروج شوي او هم د قبائلیت له خود ساخته رواجونو له امله.دلته یو لنډ او مشهور ایکویشن په نفسیاتو کې ټومبلے شوے چې یو پله ئې مذهب دے او بل پله کفر.سائنس = کفر الحاد، جمهوریت= کفر/اسلام
فیمینیزم = کفر/ اسلام
سیکیورټي سټیټ/ بدمعاش ریاست د دغه ډیسکورسونو او نر واکه ټولنیز نفسیاتو کښې پوره ککړ ښکاري. اوس هم وخت له لاس تیر نۀ دے که هڅه وکړو دغه taboos اوس هم ماتولے شو.په ميډیا د خلیل الرحمان قمر رنګه خلق دعوه کوي چې فیمینیزم خو فحاشي ده د سیکس اډي جوړه ول ، میري حیسم میري مرضي مطلب دے چې زۀ دې خپل وجود د شهوت د پاره هر چاته محیا کړمه؟ `میرے پاس تم هو` د خلیل الرحمان ډرامه د هغه د نر واکه ذهن ښه انځور کشي کوي چې څومره له ګند او منفې/ غیر انساني رویو ډک دے.اکثر تعلیم یافته خلق نن په یوشتمي پیړۍ کې هم دعوه لري چې ښځه د سړي هومره انسان څنګه دے ؟ ۔وه زما وروره تاسو د کبډۍ میدان کې لوبي کوئ که د بشري حقوقو توپیر کوئ؟ ۔په بيالوجېکل فرسټیکټیو که وګورو نو د ښځو د میټایالزم ریټ له نارنو نه څو چنده زیات دے؟ ۔د دوي جذبي د سړي نه ولې او څنګه بدلې دي؟ او که په علمي میدانونو شي نو څومره فلسفيانې،سائنس پویه،ټولنیز پویه، ادیبانې،سیاست والي درته وشمارم چې د سړو هومره لوۍ شاه کارونه ئې کړي او کوي ئې لا.دغه مقتولي نجلۍ ورستۍ وینا هم څومره لوے مزاحمت ښائي چې تاسو فقط مرمۍ چلولے شئ زما پر وجود خو زه خپله مینه نه شم هېرولے!
کال وړاندي په تاریخي ایډورډز کالج پېښور کې یو میم په کلاس کې د ۵ نمبرو ډیبیټ په فیمینیزم راکړو. وړمبۍ خو یو څو ملګري زمونږ په طرف وال او نور کلاس پر بل لوري خو چې ارګومینټس مو شروع کړل ټول ملګري پرېږده چې د کلاس نجونه هم پر بل سف کې ودریدي ما او شاکر مومند یوازې پاتي شو ،ځکه چې د دوي ارګومینټس فقط له دې وجې د قدر وړ وو چې سر چینه ئې مذهب ؤ او ټول انساني اقدار ئې د مذهب له لمنې سره تړل .چې د سیکولر ايډورډز کالج د وګړو دغه ذهنې اپروچ وي نو د مدرسي چڼي به پر کومه کیټیګرۍ کې اچوؤ ستاسو پر اند ؟ د تور استعمار نصاب کې د جینډر سټډيزي او بلخصوص د سیکس ایحوکیشنز هېڅ تصور؟ ۔ مونږ په فخر سره د سیکس اډو ته ځو او دغه کردارونه د معاشرې د تخریب وجي هم ګڼي. داسي دوه رنګو رویو سره به څه وکړي .له بده مرغه زمونږ فیمینیزم هم د المیو ډک دے دلته خو وړمبۍ څوک په فیمینیسټ ډیسکورس سر نۀ خلاصوي او که که څوک پري خلاص هم کړي نو چرته این جي او سره ګډ شي چې پر شاه ئې نور ترجیحات شامل شي او د استعمار بلي پروپیګنډي ته تقویت وبخښي.
په هم دې نر واکه/پلار واکه ټولنه کښې چې ښځي د صدو راهسې د جبر ښکار دي نن هم پښتنو او بلوڅو کې بیا هم د ژوند په هر ډګر کښې نجونه د سړو سره اوږه پر اوږه ولاړي دي لکه ماه رنګ بلوچ، وړانګه لوڼي ، پروین ملال، حسنه ګل کاکا خیل اسیا محرابي وغیره چې خپل په فیلډونو کښې د صف اول رهبري دي. د خدائي خدمتګار تحریک پرته داسي کوم فعال پلیټ فارم مې په خپل چاپیریال کې ونۀ موند چې ښځه هم د سړي رنګه/ سړي شان/سړي هومره انسان وګڼي. هغه خان زمان کاکړ وائي:
دے تر سړیو ښه معلوم د وینې رنګ ښځو ته
بايد چې وسپارو د قام د خلاصون جنګ ښځو ته
که غواړو چې له دغه استعمار او سیکیورټي سټیټ له ماتې ورکړو نو ښځې به د خپل هر تحریک فعاله ملګري جوړو او هله به د روښانه سباون خوبونه وینو.بايد چې دغه رنګه بدي پيخي وغندو، ایکسفوز ئې کړو او بشري حقونو علمبر دارو ادارو ته ئې ورسوو.Formal complaints د Humans rights
institutions ته وکړو.ګنې مونږ او بلوچ من حېث القوم پر Masculine Anxiety کې اخته خلق به تر څو د انسانیت له پاره پېغور یو! د اغلې مینا نظري پر دي نظم به مخه ښه وکړو چې
ښځې !
زۀ د کوثر له جامه
را بهېدلې اوبه
ها د یقین لۀ غېږې
را زېږېدلې لحظه
تا په کښې څه موندلي
ما په کښې څه ورک کړي
تۀ یې تقدیر خوړلے
تۀ یې نصیب وژلے
تۀ د ټپونو کور یې
تا په کښې غم موندلے
زۀ د دې دور انسان
ما په کښې څه ورک کړي
دا ستا پر وړاندې ګُلې
ما مې د دواړو سترګو ځیر ورک کړے
درته کتلے نۀ شم
درته ژړلے نۀ شم
تا اوریدلی نۀ شم
ستا تر آهونو لوګے
یو وار دې غېږ کې هم نیولۀ نۀ شم
دواړه یو څومره نېږدې
دواړه یو څومره کڼې
غږونه ولې نۀ اورو
لرې خو نۀ یو کنه
دواړه له یو وجوده
تۀ هم لمبو سوے یې
زه هم اورو سوے یم
تۀ هم د غم له ذاته
زۀ هم د ویر له قامه
تۀ هم روا سنګساره
زۀ هم تر تا ناچاره
دغه انځور دے د دواړو
تا هم منلي هم ګاللي ښځې
تا له دیواله غورځولي ښځې
خو لا دې زړۀ کښې دي هم ساتلي ښځې
درته کتلے نۀ شم
درته ژړلے نۀ شم
تا اوریدلے نۀ شم
ستا تر آهونو لوګے
یو وار دې غېږ کښې هم نیولے نۀ شم